څنګه چې مونږ او تاسو ته پته ده چې د تحريک لبېک او د حکومت ترمېنځه يوه لويه رسه کشي پاې ته ورسېده او روغه جوړه تياره شوه. د دې دواړو ترمېنځه د جنګ دا سلسله تر ډېره وخته پورې وچلېده. د حکومتي چارواکو بيان شوې خبرې کۀ پۀ خپل ځاے يو ثبوت دے نو هلته د تحريک لبېک انداز کښې بيان شوي خبرونه هم څۀ کم نۀ وو. د روغې د پاې ته د رسېدو نه يو دوه ورځې مخکښې زمونږ وزير صاحب بيان پۀ ريکارډ راغلے او هغه پۀ قامي خبرونو کښې دا وئيل چې زمونږ بغېر د يوې خبرې نه نور پۀ ټولو خبرو اتفاق راغے. او مونږ صرف دې يوې خبرې ته مکمل طور تيار نۀ يو چې مونږ د فرانس د سفير متعلق څۀ فېصله وکړو ځکه دا ډېر مشکلات لري. د دې نه علاوه زمونږ د يو بل سره هېڅ قسمه اختلاف نشته او مونږ پۀ خپلو کښې روغه جوړه کوو. ټهيک يو ورځ پس زمونږ د ملک وزيراعظم صېب وئيل چې مونږ پۀ رياست کښې رياست نۀ منو او مونږ به هرقسم سختي کوو خو څوک خپل مخې ته نۀ شو پرېښودلے. اوس دې ځاے کښې د سوچ خبره دا ده چې ايا کۀ چرته د عوامو او د حکومت ترمېنځه فاصله وي نو هغه خو سوچ کښې راتلے شي خو ولې د وزيراعظم او د وزير داخله صاحب پۀ دې دواړو بيانونو کښې تضاد ولې دے. يا خو دا خبره ده چې دوي دواړه د يو بل نه نۀ دي خبر او پۀ خپل مېنځ کښې هم بې صلاح دي او يا بيا د دوي روغه جوړه کولو مقصد ؤ هغه چې پۀ هر شکل وي او کۀ هر چا وکړه نو هغه سرخ رو وي. روغه جوړه ډېره ښۀ خبره ده. زمونږ دين هم دا وائي. او چې کله پۀ اخره کښې خبره روغې له راځي نو بايد د مخکښې نه چې وي نو زياته ښۀ خبره ده خو اخر دومره سوچ خو خامخا پکار دے چې ورانه پۀ څۀ ده او جوړه پۀ څۀ کېږي؟
بل طرف ته کۀ مونږ د تحريک غړو د بيان او د هغوي له اړخه سر ته شوي اقداماتوجائزه واخلو نو پۀ هغې کښې د پوليس د څو کسانو د مرګ نه علاوه د دې هېواد څومره زيان وشو، څومره خلق د تکليف سره مخ شول چې پۀ کښې ماشومان، ځوانان، بوډاګان او زنانو نه علاوه کاروباريان څومره متاثره شو. د ملک شاهراه ګانې بندې شوې، پۀ پلونو کنټېنرز واچولے شول، د يو ښار نه بل ښار ته تګ راتګ بند شو او پۀ اخره کښې د اسلام اباد د بندولو دړکه ورکړې شوه.
پۀ دې دواړو کښې څوک پۀ حقه او څوک پۀ ناحقه دي دا ځانله يو لوے بحث دے. پۀ دغه خبره او تبصره نۀ کوو ځکه زۀ دا منم چې خبره پۀ خبرو ختمېږي. خو ولې سوال دا دے چې ايا دا د سوک څپېړې خبره وه يا کۀ د سود زيان خبره وه چې دا قسمه روغه اول پکار وه. خو ما ته دې روغې سره يوه خبره را پۀ ياد شوه. وائي چې پخوا زمانه کښې يو بادشاه ؤ او د هغه بادشاه سره پۀ کابينه کښې وزيران وو؛ هسې خو ټول وزيرانو ته برابر مراعات وو خو يو وزير د بادشاه سلامت خاص منظور نظر ؤ او د هغۀ به بادشاه پۀ فرق خيال ساتلو. د وخت تېرېدو سره دا باقي نهه وزيران پۀ دې خبره ډېر پرېشانه شو چې اخر بادشاه سلامت دې يو وزير ته ولې زيات اهميت ورکوي. اګر چې دے د اهميت قابل هم نۀ دے بلکې دے خو زمونږ نه زيات نالائقه دے. دوي جرګه وکړه او بادشاه سلامت ته ئې درخواست وکړو چې تۀ د دغې وزير نه څۀ امتحان واخله ځکه چې دے خو پۀ هېڅ هم نۀ پوهېږي چې کله تاسو ته يقين وشي چې دے نۀ پوهېږي نو بيا د دې وزير سره د هغې مطابق کار وکړئ. چونکې بادشاه سلامت ته دا خبره څو څو ځله وشوه نو هغۀ هم فېصله وکړه چې واقعي د دۀ نه امتحان اخستل پکار دي. بادشاه خپل وزير دربار ته راوبللو او ورباندې ئې درې سوالونه وکړل او ورسره ئې ورته دا هم ووئيل چې کۀ جواب دې را کړو نو خلاص يې او هم هغه شان به پۀ فرق يې. خو کۀ چرته جواب دې را نۀ کړو نو بيا به درنه سر قلم کومه. هغه درې سوالونه دا وو(١) چې رښتيا څۀ دي؟ (٢)دروغ څۀ دي؟(٣) پۀ دنيا کښې د ټولونه خوږ شے څۀ دے؟ د دې جوابونو د پاره بادشاه وزير ته څۀ وخت ورکړو. وخت را نزدې کېدو خو د وزير پۀ دماغو کښې خبره رانغله او وخت ئې پۀ کمېدو شو. وزير بېخي د کټ شو خو پۀ اخره شپه ئې سوچ وکړو چې سحر به رانه سر کټ کوي نو د شپې د کور نه وتښتېدو چې خپل سر بچ کړي. ټوله شپه ئې سفر وکړو. سحر وختي د يو زميندار پۀ مخه لاړ. وزير ځان ډېر پټولو خو ولې زميندار وپېژندو. زميندار وزير ته ورنزدې شو او تپوس ئې ترې نه وکړو چې تۀ هغه فلانے وزير نۀ يې؟ وزير جواب ورکړو چې يم. بدې ورځې مې راغلې دي. بادشاه زما نه سر کټ کوي. بس ځان بچ کوم. دې بلې بادشاهۍ ته اوړمه څۀ خواري مزدوري به کوم خو چې سر مې بچ شي. او دغه شان خپله ټوله قيصه ئې زميندار ته تېره کړه. زميندار ورته ووې چې تا له دا جوابونه نۀ درځي؟ وزير وئيل نه. زميندار ورته ووئيل چې دا خو ډېر اسان دي او هغه داسې چې (١) رښتيا مرګ دے خا مخا به راځي. (٢)او د دنيا دا رنج ګنج شان و شوکت دروغ دي. وزير ډېر اوتر شو او ورته ئې وئيل چې دريم جواب؟ نو زميندار پۀ خندا شو او ورته ئې ووئيل چې دا دوه خو مې درته هسې وښودل خو دې يو جواب به ما ته فيس را کوې. هسې ئې درته نۀ ښايم.
وزير ورته وې چې وايه څۀ دې پکار دي. پېسې ټکې، پۀ وزارت کښې برخه کۀ هېرې جواهرات، زۀ هرڅۀ ته تيار يم. زميندار ورته ووې چې نه دغه کښې زما هېڅ نۀ دي پکار بس دغه لوښي کښې چې اوبۀ پرتې دي دا را واخله او دا اوبۀ وڅښکه نو بس د درېم سوال جواب هم درکوم. دغه لوښے د زميندار د سپي جوټه ؤ چې د زميندار سپي به ورکښې اوبۀ څښکلې. وزير ډېر پرېشانه شو او زميندار ته ئې ووې ګوره زۀ د زمانې وزير يم او تۀ پۀ ما باندې د سپي پۀ جوټه کښې اوبۀ څښکې. څۀ بل څۀ رانه وغواړه. زميندار ورته ووې چې کۀ دا کوې نو ټهيک ده ګنې ځه پۀ مخه دې ښۀ. وزير سوچ کښې پرېوتو او پۀ اخر کښې ئې هم هغه لوښے را اوچت کړو او اوبۀ ئې وڅښکلې.
زۀ چې فکر کوم نو بس دا خبره مې دماغو ته راځي چې حکومت او د تحريک غړو دواړو د خپل غرض د پاره د سپي پۀ جوټه کښې اوبۀ وڅښکلې خو خپل غرض ئې پوره کړو. خو د هغه شهيدانو وينې څۀ شوې کومې چې پۀ دغه جنګ کښې وبهېدې او خپل ځان ئې بائيلو. هغه مصيبتونه کوم چې د دې هېواد خلقو برداشت کړل هغه چرته لاړل؟
او روغه جوړه ډېره ښۀ ده خو ولې کۀ عوام پوهه شي او خبر شي چې دا روغه جوړه پۀ څۀ وشوه نو پۀ دې کښې څۀ قباحت دے او د هغه ځوانانو کوم چې پۀ دې هله ګله کښې مړۀ شوي د هغوي بال بچ به څۀ خوري. د دې تپوس به د چا نه کېږي. او د دې خبرو سپيناوے به څوک کوي. او د دې نه علاوه د دې ګارنټي به څوک ورکوي چې بيا به دا قسمه ستونزې نۀ راپېدا کېږي او دا روغه جوړه د همېشه د پاره وشوه.