خوشحال خان خټک او پښتون نېشنلزم – انجنئیر اعجاز یوسفزے

خوشحال خان خټک د خټکو د تري ښاخ د مشهورې خانوادې د درېم سرخېل شهباز خان پهٔ کالهٔ کښې پهٔ جون ۶۱۱۳ میلادي کښې وزېږېدهٔ چې د هجري کلېنډر د ربیع الثاني ۱۰۲۲ ھ سره سمون خوري. پهٔ دغه وخت هند او کابل د مغولي کورواکۍ د درېم شهنشاه جهانګیر د تسلط او ګرګس لاندې وو.

شېرشاه سوري چې همایون د ډیلي د تخت نه کوز کړو نو پهٔ خپله پینځۀ کلنه واکمنۍ کښې ئې ډېر ترقیاتي کارونه کړې وو چې یو پۀ کښې د کلکتې نه تر کابله د لوے سړک تعمیر هم شامل ؤ. د اکبر مغل شهنشاه پهٔ وخت کښې به حریت پسندو یوسفزیو او نورو قبیلو پهٔ دغه لویه لار د اټک نه لوېدیځ اړخ ته سرکاري کانواے، سامان اوړونکي کاروانونه او ریاستي قافلې شوکولې او د حکومتي رټ او حکم منلو بهٔ ئې سرغړونه کوله. د سرکشۍ او حکم عدولۍ دې عمل مغولي واکمنو ته ډېر سرخوږے جوړ کړے ؤ. د پېښور دوراندېش مغولي حاکم دا شېطاني سازش جوړ کړو چې اوسپنه پهٔ اوسپنه ووهي او پښتون پۀ پښتون پرېباسي چې خپلې ګټې پرې هم وڅاري او د پښتنو طاقت پهٔ خپلمېنځي شخړو کښې ضایع کړي. چې کله اکبر باچا پهٔ کال ۱۵۸۱ میلادي کښې د کابل د تګ د سفر پهٔ لړ کښې اټک تهٔ راورسېدو نو د پېښور حاکم د خوشحال خټک غر نیکه او د خټکو د هغه وخت سردار اکوړ خان اکبر باچا ته پېش کړو. د هغه د مېړانې او د قبیلې د طاقت ئې ورته ستائنې وکړې او باچا ئې پهٔ دې اماده کړو چې ملک اکوړ خان ته د نوښار نه تر اټکه د شېرشاهي سړک د څارنې ذمه واري ورکړي. اکبر باچا ملک اکوړ خان ته پۀ کال ۱۵۸۱ م کښې د لوے لارې ( شېرشاهي سړک) د ساتنې ذمه واري ورکړه او پهٔ منصبدارۍ ئې هم وګمارلو. هغۀ ته ئې د اټک پهٔ پاټک د سفري محصول د ټولونې اختیار او د نوښار نه تر اټکه جاګیر هم وبخښلو. د شاطر او چالاک مغولي واکدارو پهٔ لوے سړک د واک د قائمولو او د یوسفزیو او خټکو تر مېنځ د قبیلوي بدۍ د راولاړولو سازش عملي شۀ. ملک اکوړ خان دلته د سراے اکوړي پهٔ نامه یو کلے اباد کړو. د دې نه وړاندې خټک د سوېلي وزیرستان د شوال غر پهٔ لمن کښې د بنو نه پهٔ غربي اړخ اوسېدل. دوي شپږ سوه کاله اګاهو د بنو موجوده ضلعې ته کډه وکړه، او د هغه ځاے نه د کوهاټ شمال مشرق کښې پهٔ چوترې، ټیري، لاچۍ، کربوغې او شکردرې کښې مېشتۀ شول. خټک وروستو د کابل د سیند تر سوېلي غاړې، چراټ، چپري، ډاک اسماعیل خېل، زېړې او تر خېراباده خوارۀ شوي وو. د ملک اکوړ خان د منصبدارۍ نه پس هغۀ سراے اکوړے خپل ځاے ناستے جوړ کړو۔

د دغه وخت نه د پښتنو دوه طاقتورې د خټکو او یوسفزیو مندڼو قبیلې یو بل ته کېوتلې او مغولو به ئې ننداره کوله. د اکوړ خان نه پس د هغه زوے یحیٰ خان، بیا د هغۀ زوې شهباز خان پرله پسې د مغولو پهٔ دغه منصب وګمارلے شول. د یوسفزیو او خټکو تر مېنځ څو جنګونه ونښتل چې پهٔ یو جنګ کښې د خوشحال خان خټک نوموړے پلار شهباز خان د یوسفزیو مندڼو سره د بلړ کندې پهٔ غاړه پهٔ کال ۴۱- ۱۶۴۰مرګونې ژوبل شه او پینځۀ ورځې پس د زخمونو نه مړ شو. خوشحال خان او د هغۀ اس هم پهٔ دې جنګ کښې زخمي شوے ؤ۔ د پلار د مړینې نه وروستو زلمے خوشحال خان خټک د اوویشت نیم کالو پهٔ عمر کښې د خپلې قبیلې سردار وټاکلے شۀ. مغل شهنشاه شاهجهان باچا د خوشحال خان سرداري ومنله او هغۀ ته ئې منصبداري هم ورکړه. خوشحال خان خټک ته د مغولو منصبداري پهٔ وراثت کښې راورسېده او د هغۀ د پاره دا منصب ټینګول لازم وو ځکه چې دا د هغۀ د نیکونو راسې راروان وراثت ؤ او د نورو قبیلو خصوصاً یوسفزیو(مند ڼو) او د بولاق څانګې خټکو سره د هغۀ د مشرانو د وخت نه داسې خانداني شخړې او بدۍ جوړې شوې وې چې د سرکاري منصب نه بغېر به خوشحال خان ته پهٔ خپل خانداني وقار خوندي ساتلو کښې مشکلات پېښېدے شول۔

شاه جهان باچا خپل ناخلفه زوي اورنګ زیب پهٔ ۱۶۵۸م کښې پهٔ ناجوړه وجود د اګرې پهٔ قلا کښې قېد کړو. خپل ورور مراد بخش ئې هم بندي کړو. خپلو دوه نورو وروڼو شجاع او دارا شکوه ته ئې ماتې ورکړه او وروستو ئې د عالمانو نه د هغوي د اعدام کولو فتوه واخیسته او دواړه ئې د تورې نه تېرباسل. اورنګ زېب عالمګیر پهٔ جولائۍ ۱۶۵۸م کښې پهٔ مغولي تخت کښېناستو او د وروڼو سره د اقتدار پهٔ جګړه کښې خوشحال خان خټک د هغۀ پلوي او مرستیال ؤ.

د اورنګ زیب عالمګیر د تخت نشینۍ پهٔ څلورم کال ( ۱۶۶۲م ) د کابل صوبه دار مهابت خان لرې کړو او د هغۀ پهٔ ځاے ئې امیر خان خوافي د کابل صوبه دار وټاکلو څوک چې د یو سازشي ذهن خاوند ؤ. امیرخان خوافي د خوشحال کړهٔ وړهٔ ته د شک پهٔ نظر کتل. هغۀ د اورنګزیب عالمګیر د مسند نشینۍ پهٔ شپږم کال پهٔ ۱۶۶۴م د اورنګ زېب باچا سره ملاقات وکړو او هغۀ ته ئې دا پهٔ غوږو کښې کېښوده چې تر څو ځنې جاګیر لرونکي، منصب داران، ځمکه وال او ذمه واران ونۀ نیولے شي نو د راهداریو د باج او محصول معاملات سمېدے نه شي. امیر خان خوافي پهٔ دغه بهانه د اورنګزېب باچا نه د دست درازۍ اجازت واخیست. قراین دا وائي چې د سازش دا تنسته امیرخان خوافي د پېښور د خپل حاکم مرزا عبدالرحیم سره پهٔ شریکه وه چې مهمه نخښه ئې خوشحال خان خټک ؤ. امیرخان خوافي چې بېرته خپلې صوبې ته راغے نو خوشحال خان ئې د ملاقات پهٔ بهانه پېښور ته د خپل نایب حاکم مرزا عبدالرحیم ځاے ته راوغوښتو. خوشحال خان چې پېښور ته ورغے نو د صوبه دار سید امیر خوافي پهٔ حکم سرکاري سپاهیانو هغه ګرفتار کړو او پښو ته ئې ورله درنې زولنۍ واچولې۔

خوشحال بابا پهٔ پېښور کښې دوه میاشتې بندي وساتلے شۀ او بیا هندوستان ته د مغولو سپاهیانو پهٔ پہره کښې داسې تړلے ولېږلے شۀ چې د سراے اکوړي خلق پهٔ شاهي سړک د دۀ لیدو ته ولاړ وو. خوشحال بابا خپلې قبیلې ته د شورش او جګړې د ممانعت پېغام لېږلے ؤ. پهٔ خېراباد کښې د خوشحال بابا د کورنۍ او قبیلې ډېر خلق ولاړ وو خو د خوشحال بابا د امن د پېغام پهٔ وجه د شورش او څۀ نښتې نه بغېر خوشحال بابا د اباسین نه پورې باسلے شو او اټک ته ورسولے شۀ. خوشال بابا پړاؤ پهٔ پړاؤ ډيلي او بیا د رنتهمبور قلا ته ورسولے شۀ او تر څلورو کالو هلته د مغولو پهٔ زندان کښې بندي پاتې شۀ. خوشال بابا د خپلې ګرفتارۍ نېټه پهٔ یو شعر کښې داسې ښودلې دہ؛

زۀ چې د «غفد» پهٔ کال بندي د اورنګزېب شوم

کور او خېلخانه مې پۀ کښې ډېره وه بې دمه

د خوشال بابا ګرفتاري، هند ته پهٔ لوے سړک پهٔ سرکاري بدرګه کښې تړلي لاسونه بوتلل او د رنتهمبور د قلا قېد و بند د خوشال بابا ننګیال زړۀ ته د عزت نفس داسې درانهٔ ګوزارونه ورکړل چې د هغۀ پښتني ننګ ئې راوپارولو او د خوشال بابا د مغولي منصبدار چېپټر (پړک) ئې ټپ کړو. د افغان ننګیال یو داسې دور طلوع شو چې وروستو ئې د قامولۍ د فکر وړانګې خورې کړې۔ د رنتھمبور پۀ عقوبت خانه کښې خوشال بابا د قامي احساساتو لاندې د پښتنې خاورې د وږمو او د پښتنو پېغلو د زلفو د خوشبو ارمانونه کړي دي، لکه چې وئیلې ئې وو؛

پښتنې جونه دې زلفې باد ته نیسي

چې شمال ئې بوي راوړي تر رنتهمبوره

پهٔ تاریخ کښې ډېر داسې موړونه راغلي دي چې د اتلانو د ژوند موخې ئې redefine کړي دي. د خوشحال د عزت نفس ګوزار د منصبدار خوشال پهٔ ځاے د پښتنو ننګیال خوشاحل پښتنو له پهٔ لاس ورکړو چې د پښتنو پهٔ برخلیک کښې ئې نوے باب رقم کړو او پښتنو ته ئې یو قامي اتل ورکړو چې د پښتني غېرت چغه ئې داسې ووهله؛

د افغان پهٔ ننګ مې وتړله توره

ننګیالے د زمانې خوشحال خټک یم

خوشال بابا د مغولو سره پهٔ دوستۍ او راستۍ کښې لۀ حده تېروتے ؤ او هغۀ دا ګمان نۀ شو کولے چې مغول بهٔ د هغۀ او د هغۀ د خېلخانې داسې تذ لیل او سپکاوے وکړي. هغۀ د مغولي استعمار یو داسې کرکژن او ناولے مخ ولیده چې د هغۀ زړه ئې د قهر، غصې او د انتقام د جذبې نه ډک کړو. هغۀ پهٔ زندان کښې دا ژمنه وکړه؛

پس له بنده دے دا عزم د خوشحال د خاطر جذم

یا نیولے مخ مکې ته یا مغولو سره رزم

یا یو کُنج د غرهٔ نیولے لمونځ روژه د لوستو بزم

تاریخ کۀ پهٔ پښتنو پهٔ بېلا بېل وختونو کښې جبرونه کړي دي نو دې تارخ پښتنو ته ود یعتونه او ورکړې هم کړي دي. خوشال بابا کۀ د مغولو د جفا ګوزار پهٔ ځیګر نهٔ وے خوړلے نو ټول عمر بهٔ ئې لکه د پلار، نیکۀ او غُر نیکۀ د مغولو پهٔ نوکرۍ او منصبدارۍ کښې ګمنام تېر شوے ؤ. د عزت نفس دغه ګوزار د مغول د ګټو ساتونکي منصبدار نه یو بې مثاله پښتون هیرو جوړ کړو چې نۀ صرف خپل پلار نیکونه ئې عالم ته ښکاره کړل بلکې د پښتنو پهٔ تاریخ کښې ئې د پښتونولۍ او قامي غورځنګ یو نوے باب رقم کړو. د پښتنو پهٔ تاریخ کښې دغه شان د قدرت پېرزوئینې مونږه ډېرې وینو چې د پښتنو د تاریخ مخه ئې بدله کړې ده. پښتنو ته د خوشال خان خټک پۀ شان د ننګیال ورکولو نه باید د دوه نورو مهمو خدائي ورکړو ذکر وکړم. د ایراني شهنشاه نادرشاه افشار پهٔ خپل کېمپ کښې د خپلو محافظو له لاسه وژنې د پښتنو د پاره دا نېکمرغي راوړه چې د جرنېل احمد خان سدوزے نه ئې د پښتنو مشر او د پښتنو بابا احمد شاه دراني جوړ کړو چې بیا د پښتون وطن بنسټګر شو ګنې د نادرشاه پهٔ بې شمېره جرنېلانو کښې به د یو جرنېل پهٔ څېر د تاریخ د ملبې لاندې ښخ شوے ؤ۔ د تاریخ بل لوے ودیعت د باچاخان بابا پهٔ صورت کښې پښتنو وموندهٔ چې کله هغۀ ته د پېرنګي پهٔ فوځ کښې د کمېشن لۀ لارې افسري تر لاسه شوه خو د یو انګرېز فوجي افسر د لاسه د یو پښتون افسر بې عزتي او تذلیل ئې ولیدۀ نو فوځ ته د تلو نه انکاري شۀ او پښتنو ته د غر هومره یو کرشماتي اتل تر لاسه شو.

خوشال بابا د مغولو د تسلط نه ازاد د پښتنو د پاره د ازادۍ او خپلواکۍ مفکوره خپله کړه. هغۀ دا بیانیه پهٔ ډېر صراحت سره پهٔ خپله شاعرۍ کښې تکرار کړه چې د مغولو د ځنګون لاندې پښتانه د عزت او وقار ژوند نه شي تېرولے. دغه نادره عقیده او دغه سپېځلے فکر د “پښتون نېشنلزم“ ؤٔ چې د خوشحال بابا پۀ شان جینئیس پرې پوهه ؤ.

دا نادره عقیده لکه زما ده

لا عجب کهٔ بل پېدا هسې افغان شي

د نیشنلزم بېل بېل شکلونه او تعریفونه دي. خوشال بابا چې د نېشنلزم د کومې مفکورې سرخېل دے هغه ”نژادي- اتنیکي“ قامولي ده چې پهٔ پولیټیکل سائینس کښې ورته Ethno- Nationalism“ وائي. د نوموړي استاد حبیب الله رفیع صېب (خداے دې روغ صحت ورکړي) په ټکو کښې اتنیکي قام د انسانانو یو اتنیکي جوړښت دے چې د یو پلار نه را بېلیږي، بیا د وینې د رګ او د پایڅې د رګ له لارې پخېږي، ډېریږي، لوئیږي او قوم ترې جوړېږي۔ دا یو طبعي، فطري او خدائي جوړښت دے چې انسانان ئې پالي، ساتي او تسلسل ورکوي. نو قام پهٔ دې معنیٰ نۀ د پانګې ( سرمايه) مولود دے او نه ئې هم د جوړښت بنسټونه پهٔ قومي ریاست، د صنعت پهٔ ترقۍ، د تګ راتګ د وسیلو پهٔ ترقۍ، د مارکیټونو پهٔ درلودلواو پهٔ ادبي او ثقافتي سرګرمیو ولاړ دے بلکې قومونه خدائي پېداوار دے چې د ژبې او وېنې پهٔ رشته سره تړلے وي او کۀ نور څهٔ وکړي او کۀ نه، دا قدرتي تړون دوي د یو قام پهٔ حیثیت سره تړلي ساتي. پهٔ دې اساس “قام” یوه اجتماعي پدیده ده او کله ئې چې څېړو نو هغه به د وګړپوهنې پهٔ کچ مېچ څېړو نۀ د سیاست پوهنې پهٔ کچ. مونږ پهٔ افغانستان کښې “قوم” هغه انساني تشکیل ته وایو چې یو نژاد، یوه وینه او یوه ژبه لري۔ او “ملت“ بیا د هغو قومونو مجموعه بولو چې بېلا بېلې ژبې، خټه، او نژادونه لري خو پهٔ یو واحد جغرافیائي ماحول (ھېواد) کښې ژوند کوي۔ ګډ تاریخ، ګډې ګټې او ګډ کلتور لري”۔(حبیب الله رفیع – د ملي او قومي جوړښت بنسټونه).

یو اتنیکي قام د وخت سره خالص نه شي پاتې کېدے او د تاریخ پهٔ اوږدو کښې نور خلق پۀ کښې ګډېږي چې د دوي ژبه، کلتور، تاریخ – جغرافیه ، ګټه او تاوان شریک شي نو دا بیا پهٔ اتنیکي – کلتور ethno- culture ) قام کښې بد لېږي چې نن سبا یې پهٔ دنیا کښې ډېرې بېلګې شته.

خوشحال بابا د قامولۍ د فکر د زور نه خبر ؤ او دا ئې غوښتل چې دا اودۀ پښتانۀ د غفلت د خوب نه راویښ کړي، تس نس پرګنې د قامولۍ پهٔ اپیل د خپل زوړ عظمت پهٔ خاطر یو موټے کړي او د ښکېلاکګر دښمن خلاف ئې استعمال کړي. پهٔ خپله شاعرۍ کښې خوشال بابا دغه قامي نظریې له قوي ژبه ورکړې ده؛

بله هېڅ لیدلے نۀ شي پهٔ دا مېنځ کښې

یامغول لۀ مېنځه ورک یا پښتون خوار

پښتانهٔ چې نور څهٔ فکر کا نا پوھ دي

بې له تورې خلاصے نشته پهٔ بل کار

تر مغولو پښتانۀ پهٔ توره ښهٔ دي

کۀ پهٔ پوهه پښتانه وے څۀ هوښیار

خوشال بابا د مغولي استبداد نه د ازادۍ د پاره د پښتنو پهٔ یو سنګر او یو مېدان راغونډېدل ډېر اړین او بنیادي کار وګاڼهٔ. د بند څخه د راخلاصېدو نه پس هغۀ ملا وتړله او د پښتنو پهٔ پرګنو وګرځېده، چې پهٔ پښتنو کښې د یووالي شعور رابېدار کړي او هغوي د ځان سره د مغولي اشغالګر خلاف ودروي. د خپلو دغو دورو ذکر ئې پهٔ خپله شاعرۍ کښې ډېر کړے دے…

پهٔ لاچۍ پهٔ چونتره وګرځېدلم اوس مې ګشت د افریدیو پهٔ مېدان شي

لکه باز پهٔ یو غرهٔ ګرځي او بل ګوري ——- بیا نظر زما د سوات پهٔ کوهستان شي

او بيا دا چې:

تیراه مې ولید راغلم تر سواته

پښتون مې ولید دا لوے لوے ذا ته

عقل همت مې د چا ؤ نه لید

پهٔ بېرته راغلم ناست یم ملا ما ته

خوشال بابا وړومبے پښتون فلاسفر، مبارز او هیرو دے چې د قبیلوي پېژنګلو پهٔ ځاے ئې د پښتون/افغان قام د اجتماعي هوډ او ملي سرنوشت خبره وکړه. پښتنو کښې د غلامۍ د جغ نه د خلاصون او ورپسې د قامي وجود د جوړښت د پاره د مربوطې قامي بېدارۍ او شعور راپارولو داسې خوځښت مخکښې پهٔ نظر نۀ راځي. د خوشحال بابا نه وړاندې پښتنو واکمنو د خپلو واکمنیو او شتمنیو ژغورنه د قبیلو او ټبرو پهٔ نوم کوله. لکه غوریانو، لودهیانو، غلجیانو وغېره دغه قبیلوي نسخه د محدود مفاد د پاره پهٔ کار راوستې ده خو نور د پښتنو اجتماعي اړخونه ئې پهٔ نظر کښې نۀ نیول. یوازې بهلول لودي او شېرشاه سوري پهٔ پردۍ خاوره د خپل قدرت ټینګولو پهٔ خاطر د خپل پلرني ټاټوبي روه د پښتنو سره اړیکې نیولې۔ بھلول لودي چې کله د ډیلي پهٔ سریر ناست ؤ نو د جونپور واکمن محمود د ډیلي محاصره وکړه. بهلول لودي د خپل دولت امیران صلاح له راوغوښتل او ورته ئې ووئیل “هند یو ارت او سمسور ملک دے، دلته چې څومره باچاهان موجود دي هغوي ټول ستر ټبر ته منسوب نهٔ دي. زۀ پهٔ خپل هېواد ( پښتونخوا/ روہ) کښې لوے ټبر (قام) لرم چې پهٔ زړورتیا او مېړانه کښې ډېر نوموړي دي. پهٔ خپل هېواد کښې ئې ژوند پهٔ تنګسیا کښې تیرېږي. کۀ هند ته راشي دوي به د تنګسیا نه وژغورل شي او ما سره به دا مرسته وکړي چې مټې به مې قوي شي، پهٔ دښمنانو باندې به بریالے شم او د هند لویه ټاپو وزمه به مې پهٔ لاس کښې راشي“۔

بھلول لودي د خپلو امیرانو سره د مشورې نه پس د روه د پښتنو سردارانو او مشرانو ته خطونه واستول او د روه پښتانه لکه د مېږو هند ته وکوچېدل چې بهلول لودهي ورله هلته جاګیرونه او نوکرۍ ورکړې او ډېر پۀ کښې هلته مېشتۀ شول او د پښتنو باچاهانو مټې پرې مضبوطې شوې خو د خپل وطن نه وشوکېدل. د ستر بهلول لودي پهٔ دور کښې شېر شاه سوري نیکۀ ابراهیم د خپل زوي حسن خان (چې د شېر شاه پلار ؤ) هند ته وکوچېدۀ او هلته شتمند او صاحبِ اقتدار شول. د بهلول لودي غوندې شېرشاه سوري هم د پښتنو پهٔ مټو واکمني اخیستې وه. شېر شاه به د واړه پښتنو پرګنو نه هغه پښتانهٔ ځوانان هند ته راغوښتل چې دلته به بې جاګیره او بې روزګاره وو. هغه چې د ډیلي د تخت مالک شۀ نو چې څوک به لاړل نو د هغۀ به ئې دروند هرکلے کولو. هغۀ به دا وئیل چې “دا ستاسو زما سره د هند پهٔ دولت کښې برخه ده، هرکال راځئ او دا د ځان سره اوړئ“۔ شېرشاه سوري خو دا ارمان هم څرګند کړے ؤ چې د روه ټول پښتانهٔ پهٔ هند کښې اباد کړم، جاګیرونه او منصبونه ورکړم چې ورځ ئې ښۀ شي او زما ملاتړ هم جوړ شي. یو پښتون تبصره نګار دا شکر وباسي چې ښۀ ده د شېرشاه سوري ارمان نۀ دے پوره شوے ګنې نن به ئې د روهېلکنډ او پټنه د پښتنو پۀ شان خپله ژبه او شناخت بائيللے ؤ۔

خوشحال خان خټک هم د بهلول او شېرشاه نه inspire ؤ، ځکه خو پهٔ خپلو شعرونو کښې هغوي ستائي؛

د بهلول او د شېر شاه خبرې اورم

چې پهٔ هند کښې پښتانۀ وو بادشاهان

شپږ اوۀ پېړۍ ئې هسې بادشاهي وه

چې پهٔ دوي پورې درست خلق وو حېران

خوشال بابا د پښتنو پهٔ خپله خاوره او خپل پښتني ټاټوبي د پښتنو خپلواکي غوښته. هغۀ د جذباتي قبیلوي نعرې پهٔ ځاے د شعوري پښتون نېشنلزم پلار ؤ چې د خوش قسمتۍ نه یو زورور شاعر هم ؤ. د هغۀ شاعري د هغۀ د قامي بیانيې میډیا وه. د خوشحال بابا نېشنلزم پهٔ نژاد ، جغرافیه، او ژبه اډانه لرله. هغه چې خپلو ځامنو ته د دستار د سړي کوم خصوصیا ت پهٔ دستار نامه کښې ښودلي دي، د پښتون وطن د مشرتابې لپاره دغه کړهٔ وړهٔ، خویونه او هنرونه ډېر اړین دي . د خوشال د دستار سړے د مېکاؤلي د مطلق العنان پرنس ( The Prince ) نه زیات جمهوري، انسان دوسته او د سړیتوب پهٔ لوړ مقام ولاړ دے۔

د خوشال بابا د «پښتون وطن» جغرافیه او حدود هغۀ پهٔ خپلو شعرونو کښې څرګند کړي دي. هغه د پښتون ټاټوبي (پښتون ریاست) نشان دهي داسې کوي؛

درست پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

سره یو د ننګ پهٔ کار پټ و اشکار

پهٔ یوه ژبه وئیل سره پښتو کړو

ولې نهٔ شو د یو بله خبردار

د هغۀ مبارزه د پښتون د ښهٔ سرنوشت د پاره ده. پهٔ دې وجه د هغۀ بیانیه د یوې قبیلې د پاره نۀ ده بلکې د هغۀ ټارګټ اومخاطب ټول پښتون قام دے۔ خوشال بابا کله د ستائش نه کار اخلي او کله ورته پېغورونه ااو بد رد هم وائي. خوشحال بابا پښتنو ته د ملي وقار، قومي غېرت، ننګ و ناموس، هویت، حمیت، د مېړانې د احساس راپارولو او د ځان سره د ودرولو د پاره حماسي شاعري کارولې ده. پهٔ هغوي ګرځېد لے دے چې پښتانهٔ پهٔ اتفاق پهٔ یو ټغر راغونډ کړي او د هغوي اجتماعي قوت د مغولي استعمار خلاف استعمال کړي؛

چې مغول وته مې وتړله توره

درست پښتون مې و عالم وته ښکاره کړ

اتفاق پهٔ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو

ګڼه ما بهٔ د مغول ګرېوان پاره کړ

د خوشال بابا د نېشنلزم بل توکې پښتو ژبه ده. پښتو کۀ د زرګونو کالو زړه ژبه ده خو هغه هومره پرمخ تللې نۀ ده څومره چې د پښتو ژبې همځولې نورې ژبې پر مخ تللې دي. متاسفانه د تاریخ پهٔ اوږدو کښې پښتانۀ د پښتنو پهٔ مټو واکمنان پاتې شوي دي خو خپله ژبه پښتو ئې واکمنه کړې نۀ ده. پښتنو بادشاهانو خپله ژبه پهٔ خپلو دربارونو کښې نۀ ده پرېښودې۔ د بهلول لودي پهٔ دور کښې خو د بادشاهي جومات شاهي امام مولا قادن د جمعې پهٔ تقریر کښې پهٔ داسې حال کښې پهٔ پښتو ژبې پورې پچموزې وکړې، چې پښتون باچا بهلول لودي ورته مخامخ پهٔ صف کښې ناست ؤ او د نورو خلقو سره باچا سلامت هم د پښتو ژبې پهٔ ظریفانه تذ لیل خاندل. پښتنو بادشاهان د ژبې د شناخت پهٔ اهمیت بې خبره وو ځکه خو د روهیلکنډ او پټنې پښتنو خپله ژبه بائیله او د هندیانو پهٔ سمندر کښې جذب شول.

خوشال بابا شاید د دغه ژبني بې حسۍ پهٔ تناظر کښې خپل دا مشهور شعر وئیلے ؤ چې ؛

کهٔ تازي ژبه هر ګوره ښۀ ده

فارسي هم ډېره پهٔ خوند خوږه ده

چا ئې پلو لۀ مخه وا نۀ خيستو

پښتو لا هغسې بکره پرته ده

پښتو د پښتنو د مزاحمتي تحریکونو پهٔ جریان کښې البته وده کړې ده. پښتو د روښاني نهضت، د خوشحال خان د غورځنګ او د باچاخان پهٔ خدائي خد متګار تحریک کښې پرمختګ کړے دے۔ خوشال بابا پښتو ژبه د پښتنو د قامي شناخت یوه جوته نخښه ګڼله. د پښتو ترقي د پښتني قامي شعور پهٔ وده کښې د کلیدي کردار حامله ده. پښتو ژبه هغۀ د پښتنو د اجتماعیت او ګډ هویت ذریعه ګڼله. خوشال بابا پهٔ دې د تشویش اظهار کړے دے چې د یوې پښتو ژبې ویونکي پښتانۀ د یو بل نه بېګانه، وېزار او غېر مربوط ولې دي؟

پهٔ یوه ژبه وئیل سره پښتو کړو

ولې نهٔ شو لهٔ یو بله خبردار

خوشال بابا د خپلو سیاسي، قامي، جنګي او کورنۍ شخړو باوجود د پښتو پیاوړتیا ته ډېره پاملرنه کړې وه. هغۀ پهٔ خپله پهٔ دې ویاړ کولو چې پښتو ژبه ئې د سيالو ژبو پهٔ کتار کښې ودروله. پهٔ هغه وخت کښې پارسي پرمخ تللې ژبه وه او د پارسۍ ادب و شاعري پهٔ خپل عروج باندې وه. خوشال بابا ډېر پهٔ فخر خپله د پښتو شاعري د پارسۍ د شاعرۍ همسره او برابر ګڼله. پهٔ دې یو څو شعرونو کښې د پښتو ژبې پهٔ پرمختګ کښې د خپلې ونډې ویاړ څرګندوي، لږ ورته ځېر شئ؛

کهٔ د نظم، کۀ د نثر، کۀ د خط دے

پهٔ پښتو ژبه مې حق دے بې حسابه

نهٔ پخوا پکښې کتاب ؤ نهٔ ئې خط ؤٔ

دا دے ما پکښې تصنیف کړل څو کتابه

——————-

ما خوشحال چې پهٔ پښتو شعر اغاز کړو

د پښتو ژبه به اوس پهٔ اب و تاب شي

———————

پهٔ پښتو ژبه چې ما علم بلند کړو

د خبرو ملک مې فتح پهٔ سمند کړو

پهٔ پارسۍ ژبه مې هم ژبه ګویا ده

پهٔ پښتو ژبه مې خلق بهره مند کړو

———————-

پارسي شعر مې هم زده سلیقه لرم د دواړو

پښتو شعر مې خوښ کړو هر څوک خپل ګڼي ښاغلي

پهٔ رمز پهٔ مضمون پهٔ نزاکت هم پهٔ تشبیه کښې

پښتو وئیل مې عېن تر پارسۍ دي رسولي

خوشال بابا یوجینئیس، بلند قامته خو بد مرغه پښتون اتل ؤ، د ھغۀ د وړومبي دور (کله چې هغه د مغلو منصبدار ؤ) سورے د هغۀ پهٔ دوېم حریت پسند دور ھم پرېواتهٔ. پښتانۀ هغۀ سره ؤ نه درېدل. پهٔ دې ننګیال باندې خپلې خېلخانې هم ننګ ونکړو بلکې خپل زوي بهرام ئې د مغولو پهٔ حرص کښې د سر دښمن وګرځېدۀ. خوشال بابا یو حېران کُن پښتون نېشنلسټ ؤ، چې د پښتون وطن د غرونو او سیندونو ښائست، د پښتو ژبې او حتیٰ د پښتنو جونو حُسن سره ئې بې کچه ډېره مینه لرله. د پښتنو نه ئې پهٔ سوخت کښې ګېلې هم کړې دي. د ګیلو نه ورتېر تر بدو ردو رسېدلے دے۔ د پښتون قام پهٔ جهل، ناپوهۍ، بې حسۍ، بې اتفاقۍ، مفاد پالنې، اقا پرستۍ، حرص، لالچ، بې ننګۍ او بې وفایۍ باندې ئې هجوګانې او غندنې لیکلې دي؛

مغول بې قدره پښتون بې ننګه

توبه لۀ تورې توبه لۀ جنګه

تسبیح پهٔ لاس کښې پهٔ نظام پور کښې

ناست پهٔ مسجد کښې جمدر تر څنګه

——————-

پښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي

ورته ايښے و مغول د حلوا تال دے

نورې واړه تکیې تار پهٔ تار خورې شوې

اوس پهٔ مېنځ کښې یو کرم د ذوالجلا ل دے

——————

پُښتانهٔ پهٔ عقل پوهه څهٔ ناقص دي

کوټه سپي د قصابانو د جوس دي

بادشاهي ئې د مغول پهٔ زرو بائیله

د مغول د منصبونو پهٔ هوس دي

اوښ له بارسره پهٔ خپل کور کښې ورغلے

پهٔ اولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

—————-

ځنې څهٔ لوے دعوې لرم پهٔ زړۀ کښې

ولې څهٔ کړم چې پښتون واړه بې ننګ دے

خو طالع راسرہ ھسې مد د نهٔ کا

ګڼه تېر مې تر فریده نه فرهنګ دے

——————

د بې ننګو پښتنو لۀ غمه ما

لوئي پرېښوه ونیوله کمه ما

هغه ملا مې چې پهٔ هوډ سره لوے غر ؤ

پهٔ ناکام کړه و مغول ته خمه ما

پهٔ هغو لویو خبرو شرمسار یم

چې هر چا وته ايستے له فمه ما

————

یوازې یو راسخ پښتون نېشنلسټ خوشال بابا پهٔ بې کسۍ او بې ارزۍ کښې د خپل قام نه زړۀ ستړے او دلګیر تلے نهٔ دے۔ د پښتنو لۀ خوا دا ټرېجډي یوازې خوشال بابا سره نۀ ده شوے۔ صرف خوشحال بابا نۀ دے چې مونږ نه ګيله مند تلے دے، صرف خوشحال بابا نۀ دے چې مونږ پۀ زړۀ سورے سورے رخصت کړے دے بلکې د پښتنو د قامولۍ د درې واړو شعوري او فکري تحریکونو اتلان د پښتنو جور و جفا زپلي دي. د پیر روښان خلاف مغولو د مذهب ازموده وسله استعمال کړه او د الحاد پهٔ تور ئې د پښتنو پهٔ زور لۀ مخې لرې کړو. د پیر روښان زوے او خلیفه شېخ عمر یوسفزیو د اخون دروېزه پهٔ لمسه وواژۀ او د هغوي ښځې ئې وینزې کړې۔ د پیرروښان کونډه ئې یو ډم ته پهٔ نکاح کړه. د درېم پښتون قامي شعوري تحریک سرخېل فخر افغان او د پښتنو لوے محسن باچاخان هم لۀ خپل قامه زړۀ ستړے او ارمانی لاړ دے.

باچاخان د خپلو تکلیفونو باوجود د خپل قام نه د هغوي د هردرۍ او بې وفایۍ چرته پۀ خولۀ هم ګیله نۀ ده کړې۔

خو یو ځل چې بشیر بلور شهید د بابا سره د کټ لنګې ته ناست ؤ نو د باچاخان نه ئې پوښتنه وکړه چې بابا! بیا به چرې څوک ستا پۀ شان پښتنو ته راشي؟ “باچاخان وړومبې غلې ؤ او بیا ئې ووئيل چې ما ته معلومه نۀ ده چې څوک به بیا پښتنو ته راشي او کۀ نه؟ خو کۀ هغه زما نه تپوس وکړو نو زۀ به ورته وایم چې مۀ ځه! پُښتانۀ د خپلو خېر خواهانو پۀ قدر نۀ پوهېږي”.

د خوشحال خان د ژوند اخري لس کاله د غمونواو کړاوونو زمانه وه. د وفادارو ملګرو جدائي، کورني مصیبتونه، د پښتنو بې پروائي، د پښتنو بې وفائی، بې اتفاقي او حرص او د خپل زوي بهرام ناخوالو د خوشحال بابا ژوند تریخ کړے ؤ. یو زړۀ ماتې بوډا پښتون سالار پهٔ خپل اس (سیلۍ) سور د پښتنو او خېلخانې نه لرې د حسن خېلو اپریدیو پهٔ جنوب کښې د موسیٰ درې سیمې ته نزدې د ډمبره پهٔ غر کښې پناه واخیسته. دا غېرتي پښتون ډېره موده ژوندے پاتې نۀ شو. څو ورځې پس ئې د ډمبرې پهٔ غر کښې مړے وموندے شو، پهٔ داسې حال کښې چې هېڅ خپل خپلوان ورسره نۀ وو، البته د خپل اس

“سیلۍ” لاش ورسره خوا کښې پروت ؤ. پهٔ ۱۹ فرورۍ 1689 د خان علیں مکان جسد د اپریدیو د سیمې نه راوړے شو او پهٔ اکوړي برې ایسوړي کښې د لوے سړک نه لرې خاورو ته وسپارلے شو، دومره لرې چې د مغولو سوارو د اسونو د سمونو دوړه ئې قبر ته نۀ رسېده. د هغۀ پهٔ مرګ د هغۀ مشر زوي اشرف خان هجري (چې هغه هم پۀ بند کښې ؤ) یوه زړه غوڅوونکې مرثیه وئیلې وه، چې څو شعرونه ئې پهٔ دروند او غمژن زړهٔ لاندې لیکم؛

یعنی نن هغه امام د ننګیالو

پهٔ ډ نبره غریب لاړ ډکه ئې خوا ده

مسافر شۀ هغه شېر د جبالونو

چې زهره ځنې اوبۀ د اورنګ شاه ده

نهٔ ئې زویه پرې حاضر نۀ براد ر ؤ

ساه ئې قبضه د غمونو پهٔ صحرا ده

نهٔ ئې مخ د خپلو ولیده پهٔ سترګو

نهٔ ئې کړې چا پهٔ رنځ کښې دلاسا ده

یا ئې رب پهٔ حال خبر یا زۀ پوهېږم

چې د خپلو ئې لید لے څهٔ جفا ده

مرور لهٔ خلقو لاړ دے را به نهٔ شي

ستا پهٔ باب ئې دعا کړې د هدا ده

نور به سترګې پهٔ مخ وا د ښادۍ نهٔ کا

که پهٔ دۀ د هجري مینه پهٔ رښتیا ده

حوالاجات:

۱. خوشحال خان خټک — دوست محمد خان کامل مومند (پښتو ژباړه: محقق عبداللطیف طالبي)

۲۔ اباسین مجله . خوشحال خان خټک نمبر ( نومبر – دسمبر ۲۰۰۸)

۳۔ Khushal Khan Khattak— The Pioneer of Afghan Nationalism by Prof. Dr Fazlur Rahim Marwat

۴. د ملي او قومي جوړښت بنسټونه —- استاد حبیب الله رفیع