خدائي خدمتګار سالار “مرګیه! مۀ راځه درځمه” (حقیقت او شهادت) – محمد امین جان خان

 

 

 

 

د خدائي خدمتګار سالار امین جان خان د ‘ذاتۍ ډائرۍ’ څخه دا واقعات ارواښاد فرید صحرائي مرتب کړي او چاپ کړي دي. تړون ئې پۀ دې لفظونو شوے دے:

“د باچا خان پۀ نوم

چې

د خدائي خدمتګار تحریک غوندې

د عظم تحریک باني ؤ.”

مرتب کوونکي پرې د ‘مننه’ تر سر خط لاندې خپلې خبرې داسې لیکلې دي:

“د بابړې د افسوسناکې واقعې او د دې د بې جوازه قتل عام پوره پنځوس کاله وشو.

هسې خو د دې واقعې باره کښې مونږ ډېر څۀ د خلقو زباني اورېدلي دي، ولې پۀ تحریري توګه د دې د سترګو لیدلے حال د دغه وخت د جلوس سر لښکر او د دغه مېدان رښتوني ګواه سالارِ اعظم محمد امین جان خان داسې لیکلے دے چې لوستونکے ورته پۀ وینو ژاړي او خولې نه ئې بې اختیاره هم دا یوه خبره وځي چې د دوي سره دا غېر انساني سلوک محض پۀ دې وجه وشو چې د جمهوریت د ځبېښلو او د باچا خان د بې موجبه ګرفتارۍ خلاف ئې پۀ پُر امنه توګه یوه احتجاجي غونډه کوله او دغه خبره د سالار صاحب د رپورټ نه څرګنده ده. نور خو دې بې ازاره خلقو د وطن د ازادۍ او سوکالۍ د پاره د جابر پېرنګي ګرېوان ته لاس اچولے ؤ، خپل سرونه ئې پۀ داو تړلي وو، خپل کورونه ئې وران کړي وو خو د غلامۍ نه ئې ځان خلاص کړو او انعام ئې ډېر تریخ ؤ.

دا بحث ډېر اوږد دے چې ډېر حالات ئې سالار اعظم محمد امین جان خان پۀ خپلو ډائرو کښې لیکلي دي، کار پرې شروع دے او انشاء الله چې ډېر حقیقتونه به د پښتون قام تر مخه راشي – خو چونکې هغه کار ډېر دروند او ګران دے نو ځکه دانسته طور وځنډولے شو.

د بابړې د واقعې سره متعلقه حصه ئې پۀ دې وړوکي کتابي شکل کښې لوستونکو ته وړاندې کړې شوه. زۀ پۀ دې لړ کښې د سالار صاحب د درنې کورنۍ مننه کوم چې پۀ ما ئې د دې کار اعتماد وکړو او زۀ ئې پۀ داسې تاریخي کار چې د پښتانۀ د عظیم تحریک خدائي خدمتګار سره تعلق لري، مامور کړم.

زما دا ایمان دے چې کۀ الله تعاليٰ توفیق راکړو نو زۀ به تر خپله وسه د دوي اعتماد ته هېڅ نقصان نۀ رسوم او دا تاریخي کار به پۀ ډېره ښه توګه خپل انجام ته رسوم.

فرید صحرائي

شپاړسمه جولائي، 1998

اوس پۀ دې دولسمه نېټه د اګست 2019، د بابړې د دغه افسوسناکې واقعې او د دغه بې جوازه قتلِ عام یو اویا کلونه وشول. د جولایۍ د میاشتۍ پینځویشتمه نېټه 2019 چې پۀ ټول ملک کښې سیاسي ګوندونو ‘یومِ سیاه’ نمانځله نو پۀ ټولو ګوندونو کښې یواځې عوامي نېشنل پارټۍ د یوې داسې سیاسي مفکورې سره د نظریاتي او سیاسي تړون ویاړ لرلو چې ټولو نه وړومبے غېر جمهوري، غېر ائیني او غېر اخلاقي اقدام هم د ‘خدائي خدمتګارانو’ د منتخب حکومت پۀ ضد شوے ؤ او د ټولو نه وړومبۍ هم د دوي سینې د پاکستان لۀ خوا ریاستي قتلِ عام کښې غلبېل شوې وې. د دوه ویشتم اګست 1948 د سپېرې ورځې نه د پینځویشتم اګست 2019 د ‘یومِ سیاه’ پورې – د ‘سپین ملنګ’ نه د ‘سرتاج خان’ پورې.

د بابړې پۀ حواله دا تاریخي دستاوېز صرف د یو چشم دید ګواه ګواهي نۀ ده بلکې پۀ دغه ورځ د جمهور، د جمهوریت، د ائین، د عدلیې او د رایې د اظهار د پاره د غږ او ګام پورته کوونکي غورځنګ ‘خدائي خدمتګار’ د سالار اعظم ګواهي ده.

دغه روداد، دغه ګواهي نیمګړې ښکاري – فرید صحرائي صاحب اوس زمونږ تر منځه نشته او زوي ئې ووئیل چې دغه کتابونه یا ډائرۍ نۀ لرو. مونږ ژمنه کوو چې د ‘باچا خان ټرسټ څېړنیز مرکز’ لۀ خوا به ورپسې شلېدلے لټون کوو او دغه نیمګړے روداد نیمګړې ګواهي به د سالار اعظم امین جان خان د ډائریو څخه خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.

یوولسم اګست 1948ز، پۀ ورځ د چارشنبې، زۀ د تحصيل چارسده د ‘مناف خان’ کلي نه ‘سرډهېرو’ ته پۀ دې خيال راغلم چې د دې ځاے د خدائي خدمتګارو افسرانو ته د سبانۍ دولسم اګست 1948ز د جلسې انتظام حواله کړم. دلته ما ته معلومه شوه چې پوليس د خدائي خدمتګارو بعضې افسران ګرفتار کړي دي او د چا پۀ کورونو ئې قبضه کړې وه. افسران روپوش دي. د خدائي خدمتګارو نه دا هم معلومه شوه چې د منګاه پۀ مقام د پوليس ګاردونه ولاړ دي او ټول ټرېفک بند دے. څوک چې د مردان نه راځي، د هغوي تالاشي کېدے شي.کۀ پياده وي او کۀ لارۍ کښې يا ټانګه کښې وي، ورسره کۀ سرې جامې وي يا ورباندې شک وي چې جلسې ته ځي نو هغۀ نه ټول سامان، کپړې او رقم اخلي او بربنډوي ئې، وهي ټکوي ئې، خپل حراست کښې ئې کښېنوي. زۀ هلته کښې وم چې دوه لارۍ پوليس د سرډهېرو نه تېر شو، د مردان پۀ طرف لاړل. منګا کلے د تحصيل چارسدې او مردان پۀ حد بندۍ باندې پروت دے.

د دې خبرې د حال معلومولو د پاره ما يو بائیسېکل واله منګا ته ولېږلو او ورته مې ووې چې د هغه ځاے نه پۀ بله لار د منګا خدائي خدمتګارو څو تنه د مردان د لارو او ټانګو اډو ته مقرر کړه چې لاړ شي او هغه ځايونوکښې دې ټول خبر کړي چې پۀ لويه لار پۀ سړک باندې دې څوک نۀ راځي او چې پۀ لار ځي نوهم دې خلق خبروي، پوهه کوي او د منګا د ناکه بندۍ دې عام خلق خبروي. هغۀ ته ما دا خبره هم وکړه چې هر کله د منګا خدائي خدمتګار پۀ دې کار مقرر کړې نو تۀ د پوليس حال احوال زده کړه او بيا زر ماله خبر راوړه. يو سړے ما چارسدې ته مقرر کړو او هغه مې پوهه کړو چې د چارسدې نه خدائي خدمتګار د پېښور او تنګي پۀ طرفونو ولېږه او تۀ واپس ماله حال راوړه؛ د هغوي د واپسۍ انتظار مۀ کوه.

زۀ د فتح محمد جرنېل د ليدو د پاره او حال معلومولو له د هغۀ کلي ته لاړم. هغه ځاے کښې راته معلومه شوه چې د تحصيل د جرنېل فتح محمد خان کور د پوليس پۀ قبضه کښې دے او هغه پۀ خپله نشته. زۀ د کلي شېخو نه بهر يوې دېرې ته لاړم. څو تنه خدائي خدمتګار راسره وو. هغه دېره کښې جرنېل صاحب سره د نورو کارکنانو ما سره يو ځاے شو. د تحصيل د جرنېل صاحب نه راته معلومه شوه چې حکومت زمونږ د خدائي خدمتګارو د دولسم اګست 1948ز د جلسې د ناکامۍ د پاره هر قسم کوشش او سختۍ شروع کړې دي او د هشنغر پۀ هر کلي او کور پۀ کور د خپلو اېجنټانو پۀ ذريعه پۀ خدائي خدمتګارو او نورو خلقو دا قسم دباوونه اچوي چې کۀ څوک دې جلسې ته لاړل نو حکومت به د هغوي کورونه تالا کړي او فوج به راځي؛ کۀ د جلسې ځاے ته څوک ښکاره شو نو پۀ ګولیو به ئې وولي.

مازيګر د منګا کلي نه بائیسېکل واله کوم چې د هغه ځاے د حال معلومولو د پاره لېږلے شوے ؤ، واپس راغلو. هغۀ د هغه ټولو خبرو تصديق وکړو، کومې چې سرډهېرو کښې ما ته نورو خدائي خدمتګارو وئيلې وې او کوم خدائي خدمتګار چې د چارسدې دفتر نه د حال معلومولو د پاره لېږلے ؤ، واپس راغلو. هغۀ خبر راوړو چې د تحصيل پېښور نه چې څوک پياده، ټانګه يا لارۍ کښې راځي نو هغه شان سلوک ورسره کوي او دغه شان سلوک – د بره هشنغر د کلو نه چې څوک راځي چارسدې ته، هغوي سره هم کېدے شي. څنګه سلوک چې د مردان پۀ سړک پوليس واله صوابۍ او د مردان کسانو سره کوي. د چارسدې، بابړې او د پړانګو پۀ کلو کښې ډېر زيات پوليس دي او زمونږ کارکنان ګرفتاروي. د کورونو او خلقو بې عزتۍ شروع دي. لږ ساعت پس ما ته معلومه شوه چې د بهر نه تحصيل چارسدې ته څومره لارې دي، پۀ ټولو باندې پوليس ګشت کوي او هېڅ څوک راتلو ته نۀ پرېږدي او ډېر پۀ بې دردۍ سره ئې وهي ټکوي.

زۀ د شېخو کلي نه پۀ بدله لار باندې د پړانګو پۀ طرف راروان شوم. تحصيل جرنېل صاحب هم راسره ؤ. د راتلو وخت کښې د مردان خدائي خدمتګار ما هغه ځاے کښې پۀ خپله وليدل چې د شپې تېرولو د پاره شېخو کلي ته راغلي وو. هغوي وئیل چې مونږ پوليس والو پۀ حراست کښې کښېنولي وو، وردۍ او رقم رانه هغوي واخستل او پۀ سپينو جامو کښې ئې د وهلو نه پس مونږ مردان ته واپس کړو. مونږ پۀ بله لار ځان د سبانۍ جلسې د پاره دلته راورسولو، شپه به دلته کوو. هغوي د پوليس قصه د ظلم هم پۀ هغه شان وکړه څنګه چې خبرونه راغلي وو. ماښام نه پس زۀ پړانګو ته راورسېدم )تر يو ځاے پورې زۀ خو د صدر صاحب شېر علي خان پۀ اسپه راغلم چې هغه رالېږلې وه او بيا مونږ د جرنېل صاحب عبدالروف خان پۀ ټانګه کښې چې هغۀ اول نه بندوبست کړے ؤ، تر پړانګو کلي پورې راغلو(.

پړانګو کلي ته د راتلو پۀ وخت ما پۀ خپله وليدل چې پوليس د خدائي خدمتګارو کرنېل حکيم خان ګرفتار کړے ؤ. ما له مخې ته راغلو خو د تحصيل جرنېل صاحب راسره ؤ. پوليس والو مونږ ونۀ پېژندو. ما شپه بابړه کښې وکړه. ټوله شپه د پوليس ګاردونه د درې واړه کلو پۀ لارو کوڅو کښې ګرځېدل او کوم خلق چې د بهر نه د جلسې د پاره راغلي وو، هغوي به ئې وهل، شړل او چې چا سره به د هغوي شپه وه، پوليس به هغه کسان تهاڼې ته بوتلل. ټوله شپه هله ګوله وه.

کوم ځاے چې د جلسې د پاره مقرر ؤ، پوليس د شپې نه هلته خپل ګارد مقرر کړے ؤ. د جلسې ځاے د پړانګو هدېره کښې عيدګاه مقرر شوې وه. د عيد ګاه اوسېدونکي خدمتګار هم ګارد شړلي وو. ما شپه د پوليس نه بچ پۀ دې خيال تېرول غوښتله چې سبانۍ جلسه ناکاميابه نۀ شي. پړانګو ته پۀ رسېدو سره ما ته د ټولو طرفونو د لارو حال معلوم شو. هغه خدائي خدمتګارو سره ما خبرې وکړې، هغې کښې بعضې وهل شوي وو؛ کوم چې پوليس له پۀ لاس ورغلي وو، هغوي نه ئې وردۍ او رقمونه اخستي وو. پۀ هر ځاے کښې پوليس يو شان سختي شروع کړې وه.

د شپې نه د سبا د دولسم اګست 1948ز د پاره د جلسې انتظام او د جلوس وغېره پروګرام ټول هغه افسرانو ته ما حواله کړو، ځکه چې زما دا خيال نۀ ؤ چې زۀ به تر سبا پورې ګرفتار نۀ شم. شپه پۀ دې کشمکش کښې تېره شوه.

پۀ دولسم اګست 1948ز سحر وختي باوجود د دومره سختو پابندیو، چار چاپېره نه د خلقو راتلل شروع شو. د پېښور خدائي خدمتګارو نه معلومه شوه چې ‘سردرياب’ باندې پوليس ولاړ دي او څوک چې راځي هغه واپس کوي او د سرو جامو خدائي خدمتګار د وهلو نه پس درياب ته وراچوي. کله دوه تنه يو ځاے پۀ پټکو )د خدائي خدمتګارو پۀ پټکو( وتړي او درياب ته ئې ګزار کړي – څومره سختي چې کېدے شي کوي”.

د مردان، صوابۍ او بره هشنغر پۀ لارو هر طرف نه چې چارسدې ته د راتلو لارې دي، د پرون نه نن سختي زياته وه.

پۀ دولسم اګست 1948ز سحر نهه بجې د چارسدې دفتر کښې ما يو ميټينګ پۀ دې غرض مقرر کړے ؤ چې د دې عامې جلسې د پاره تجويزونو باندې غور وکړو او ائنده د پاره ځان له پروګرام جوړ کړو. دې ميټينګ له ما د صوبې نه هغه کسان راغوښتلي وو چې کوم د ګرفتارۍ نه پاتې وو او د صوبې د جرګې يا د اسمبلۍ ممبران وو، ذمه وار کسان وو. دغه ذمه وارو کسانو پسې ما جدا دعوت نامې لېږلې وې. پۀ هغې کښې بعضې راغلي وو خو حالات دومره خراب شو چې زمونږ يو ځاے کېدل ناممکن وو. دفتر پوليس پۀ خپله نګرانۍ کښې اخستے ؤ. څوک چې دفتر ته تلل، هغه به ئې ګرفتارول. ميټنګ نۀ شو کېدے.

د دولسم اګست 1948ز د عامې جلسې د پاره ما د اېبټ اباد نه پۀ دېرشمه جولایۍ 1948ز د خدائي خدمتګارو پۀ نامه يو خط د سېکرټري شېردل خان پۀ لاس رالېږلے ؤ. خط کښې ما ليکلي وو چې:

“پۀ دولسم اګست 1948ز به د پړانګو د چارسدې هديرې پۀ جمعې جومات عيدګاه کښې عامه جلسه وي. هر څوک چې راځي، ځان سره به د دوو وختو راشن تيار راوړي، پۀ نورو خلقو به بوج کېږي نۀ. جلسه به ټيک يوولس بجې د ورځې شروع کېږي. خدائي خدمتګار به وردۍ ځان سره راوړي. عام خلق خبر کړئ چې د سپينو جامو خدائي خدمتګار دې هم روټۍ ځان سره راوړي.

جلسه به زمونږ د مشر فخرِ افغان صاحب او نورو مشرانو د ګرفتارۍ د همدردۍ پۀ سلسله کښې وي. بل حکومت چې هر ځاے کښې زمونږ پۀ کارکنانو کوم ظلم زياتے او ناروا راخستې ده او پۀ کومه طريقه چې د تحريک کسان يعني خدائي خدمتګار کارکنان د خپلې صحيح، درست رايې نه پۀ جبر او زور منع کول غواړي، يوه فېصله به کوو او د خپلې پاليسۍ وضاحت به کوو”.

دا قسم خط ما د ټولو خدائي خدمتګارو پۀ نامه د دولسم اګست د جلسې د پاره جاري کړے ؤ. )د راشن باره کښې ورته ما ځکه ليکلي وو چې ځان سره راوړي چې زمونږ د مشر دا اصول وو، کوم ځاے کښې به چې عامه جلسه وه نو د هغه ځاے پۀ خلقو به خدائي خدمتګار او د جلسې خلق نۀ بوج کېدل( – پۀ چارسده، بابړه او پړانګو کښې د پوليس ګاردونو ګشت کولو او دا کوشش به ئې کولو چې پۀ خلقو رعب دباو واچوو چې څوک يو ځاے نۀ شي. خدائي خدمتګارو ته ما ليکلے حکم ولېږلو چې ټول دې با وردي د بابړې د مياګانو پۀ لويه حجره کښې يو ځاے شي او د هغه ځاے نه دې د جلوس پۀ شکل کښې د پړانګو او بابړې د منځ پۀ لاره د جلسې ځاے ته راشي.

زۀ پۀ خپله هديره کښې د جلسې مقام ته د حالاتو معلومولو د پاره لاړم. يوه عجيبه غوندې نظاره جوړه وه. د جلسې ځاے جومات کښې پوليس مورچه لګولې وه او پۀ کافي تعداد کښې پۀ جومات کښې دننه پراتۀ وو. بهر ورته لارۍ ولاړې وې. د هديرې شمال طرف ته فوج ولاړ ؤ. اډې يعني بازار اړخ ته ټېنکونه وغېره هم وو. د فوج نه مخکښې د پوليس او باډر ګاردونه ولاړ وو. مغرب طرف ته عام خلق پۀ ډېر تعداد کښې ولاړ وو. د بابړې چارسدې مخامخ هديره کښې او وړاندې زنانه ولاړې وې او ورسره ماشومان بچي او هلکان وو. د زنانو سره قراٰن شريفونه وو. سړي هم ولاړ وو )دا هغه ځاے دے چې دلته به زمونږ جلسه کېږي(. د جنوب او مشرق پۀ طرفونو هم کوم خلق چې جلسې د پاره راغلي وو، پۀ ګڼ تعداد کښې ولاړ وو. پوليس د هغوي پۀ منتشر کولو کښې ناکامياب شوي وو. د جلسې وخت يوولس بجې مقرر ؤ. څومره چې د جلسې وخت رانزدې کېدو، هومره د خلقو جمع زياتېده او څۀ ګاردونه د پوليس پۀ کلي کښې دننه وو، چې خدائي خدمتګاران يو ځاے کېدل، هغوي پسې ګرځېدل. د بابړې د مياګانو پۀ حجره کښې ټول خدائي خدمتګاران يو ځاے شو. هلته کښې پوليس هغوي سره کشمکش وکړو لېکن څنګه چې خدائي خدمتګارو ته حکم ؤ، هغوي خپل جلوس تيار کړو او پۀ دواړو کلو کښې د ګرځېدو د پاره روان شو. کلي کښې دننه چې کوم پوليس وو، هغوي هم بهر هديرې ته راغلل، کلي نه بهر شول. د جلسې د ځاے ګاردونو سره يو ځاے شو. زۀ ولاړ وم چې د جومات خوا سره چې کومې لارۍ د پوليس ولاړې وې، هغه ئې يو ځاے ته بوتللې. د جلسې ځاے نه ما د کلي د جلوس خدائي خدمتګارو ته خط وليکلو چې جلوس دې د بابړې او د پړانګو د منځ پۀ لار نۀ راځي او د چارسدې نه چې کومه لار د زوړ دفتر پۀ طرف د جلسې ځاے ته راغلې ده، پۀ دغه لار دې جلوس د جلسې ځاے ته راشي.

جلوس سره د تحصيل جرنېل فتح محمد خان، د پړانګو جرنېل عبدالرؤف خان او جرنېل ودان شاه او دغه شان ټول افسران پۀ ترتيب سره موجود وو )دې لارې بدلولو کښې زما دا مطلب ؤ چې کومه لار اول ما مقرر کړې وه، هغه دغه د پوليس ګارد ته چې جومات کښې ؤ، ډېره مخامخ وه. زما دا خيال ؤ کۀ دوي ګولۍ يا ګېس چلول غواړي نو بيا به زمونږ جلوس ته بې شانه ډېر نقصان ورسي او دا بله لار د ګارد نه ډېره ښکته لاندې د کلي پۀ طرف ده؛ دې لارې ته اوچت کمرونه دي چې ډېر نقصان نۀ شو کېدے. دوېم وخت کم ؤ او اولنۍ لار باندې وخت زيات تېرېدو، اوږده وه(.

د جلسې ځاے نه ما څۀ کسان ګېر چاپېره پۀ دې خيال ولېږل چې کوم وخت جلسه شروع کېږي نو تاسو خلق د جلسې پۀ طرف راروان کړئ او دا به هغه وخت کوئ کوم وخت چې جلوس راښکاره شي – يعني کلي نه چې رابهر شي. اوس يوولس بجې دي چې مونږ د جومات مخامخ د چارسدې او بابړې پۀ طرف ولاړ يو.

انتظام دا شان ؤ چې د کمر د پاسه پۀ اوچت ځاے به مقرر ولاړ وي او لاندې به خدائي خدمتګار او نور خلق وي، ځکه چې د جلسې ځاے جومات پوليس قبضه کړے ؤ. کوم ځاے چې مونږ ولاړ وو، هغه ځاے کښې زنانه ډېرې ولاړې وې او مخامخ دېوالونو سره جوخت هم زنانه وې. د کلي پۀ کوټو د چتونو د پاسه ډېر نر ښځې چې ورسره ماشومان وو، ډېر ساعت نه ولاړ وو.

د جلسې ځاے له د تلو نه وړومبې ما دوه رکعته نفل هم وکړل )ځکه چې حالات دومره نازک وو، ما خپله فېصله وکړه چې نن د ژوند اخري ورځ ده(. زۀ چې بهر ته د جلسې ځاے ته راغلم او ما دومره زيات مخلوق وليدو چې پکښې ماشومان او زنانه هم وې او بيا پۀ لارو کوڅو کښې عام خلق چې د خپلو ابادیو پۀ چتونو ولاړ وو او مېدان کښې زنانه قراٰن پاک پۀ سر ولاړې وې او چا سره خپل وړوکي ماشومان پۀ غېږو کښې وو او زمونږ د جلسې ځاے د کلي پۀ طرف ؤ نو دا خيال مې پېدا شو )چې هر کله د جلسې د طرف دا حال وي نو اوس خو دا يقيني شوه چې کۀ هر څۀ وي خو ګولۍ به نۀ چلوي، ځکه چې اوس خو وړوکي او زنانه به ټول تباه شي او د جلسې د ځاے نه سېوا ګېر چاپېره پۀ ابادیو لوي واړۀ ولاړ دي، دوي به ټول مړۀ شي(.

زۀ د جلسې ځاے کښې ولاړ وم چې د ګولیو باړ شروع شو. دې نه اول زما دا خيال ؤ )چې دوي به مونږ له نوټس راکړي او خبرې اترې به وشي او کۀ وي نو ګېس به استعمال کړي(. دوي چې د جومات نه اول فائر وکړو نو زما خوا کښې زنانه او مردانه پرېوتل خو دا فائر ډېر اوږد ؤ او پۀ سوونو ډزې دوي وکړې او د فوج د طرف نه چې ‘اډې’ ته ولاړ ؤ، نورو اطرافو ته اخوا دېخوا فائرونه وکړل. دا پۀ عامو خلقو باندې وو. کومو زنانو سره چې قراٰن شريفونه وو، هغوي ورته قراٰن شريفونه ونيول، خپل وړوکي ماشومان بچي ئې ورته وړاندې کړل. دې کښې بيا فائرونه شروع شو او چې څومره ماشومان، قراٰن شريفونه او نر ښځې وې، ټولو باندې يو شان ګولۍ وچلېدې. دې فائر باندې قراٰن شريفونه او ماشومان ډېر سوري شول او کوم خلق چې پۀ کوټیو باندې وو، هغوي هم ولګېدل. دې نه پس متواتر ګولۍ چلېدل شروع شول او کوم خلق چې پۀ کوټیو باندې وو، هغوي هم ولګېدل. دې نه پس متواتر ګولۍ چلېدل شروع شو.

د خدائي خدمتګارو جلوس لا نۀ ؤ راغلے چې دوي دا حال جوړ کړو. دغه وخت ډېرې بې درېغه ډزې وې او کوم قراٰن شريفونه چې پۀ ګولیو د زنانو لاسونو نه غورځېدلې وو، هغه ګولیو باندې بيا بيا لګېدل لېکن کومې زنانه يا سړي چې هغه ځاے کښې ولاړ وو، هغوي پۀ خپل ځاے وو. څوک پرې چې لګېدل هغه به پرېوتل، نور هېڅ چا هم منډه تېښته نۀ ده کړې. ډېره زياته بهادري زنانو کړې ده، چې زنانو مېدان نۀ پرېښودو نو نارينه خو به ضرور ولاړ وو.

دې فائرونو کښې جلوس د کلي د طرفه راښکاره شو. د جلوس پۀ راتلو بيا زياتې ډزې دوي پۀ جلوس کولې. زمونږ او د پوليس پۀ منځ کښې سل يا لږ څۀ د پاسه قدمه فاصله به وه. ډزې د مشين ګن او د ټوپکو وې. ورسره ئې د جلوس پۀ راتلو باندې بمونه هم شروع کړل. جلوس د کلي د طرفه راروان ؤ، دوي ورباندې فائرونه کول. څوک چې به لګېدل، هغوي به پرېوتل؛ باقي پاتې جلوس پۀ خپل رفتار راروان ؤ. د جلوس پۀ دا شان بهادرۍ باندې راتلو سره او پۀ دغه لوے همت کوم خلق چې اخوا دېخوا ولاړ وو، هغوي باندې داسې اثر وشو چې څوک هم خپل ځاے نه ونۀ تښتېدل. ډېره زياته جذبه پېدا شوه. څومره به چې د خدائي خدمتګارو جلوس رانزدې کېدو نو مخکښې کمر نه به پناه کېدل. چې ټول جلوس کمر نه پناه شو نو ګارد بيا ډېر زور ماټر )هغه بم کوم چې پۀ ټوپکو چلېږي( له ورکړو. زۀ پاس اوچت پۀ کمر ناست وم. راسره د شېخو کلي ملک طماش خان هم ناست ؤ. زمونږ سره نزدې يو معمر عمر زنانه هم ناسته وه. هغې سره قراٰن پاک ؤ او هغې قراٰن شريف پرانستے دې ګولیو چلولو طرف ته نېولے ؤ. نورې زنانه هم اخوا دېخوا ناستې وې. پۀ دغه هېبت ناک وخت دغه زنانه قراٰن شريف پرانستے مونږ له ئې دعا کوله. جلوس چې کوم وخت زما خوا ته راغلو نو ما ورته پۀ اشاره ووئېل چې پۀ خپل ځاے کښېنئ، ځکه چې د ډزو دومره شور ؤ چې د سړي اواز هغوي پوره نۀ شو اورېدے. زما پۀ وېنا او اشاره خدائي خدمتګار پۀ خپلو خپلو ځايونو کښېناستل خو مخکښې د جلوس چې کومه جنډه چا سره وه، هغه زما پۀ اواز او اشاره باندې پوهه نۀ شو او پۀ کمر نېغ اوچت مخکښې وختو. دغه وخت د ګولیو ډېر زيات زور ؤ. هغه خدائي خدمتګار د نشان خاوند څنګه چې پۀ کمر باندې وختو نو دومره زيات پۀ ګولیو ولګېدو چې ټول غلبېل غلبېل شو او تاو راتاو پۀ زمکه ارتاو شو. لګېدو سره هغۀ نه ساه وتلې وه. کوم خدائي خدمتګار چې کمر لاندې ګولیو نه پناه وو نو بيا پۀ هغوي ډېر زيات ماټر استعمال شو. دغه وخت مونږ ته مخامخ د کلي پۀ طرف يو دروازه کښې زنانه ولاړې وې. يوې زنانه چې سپينې جامې ئې اغوستې وې، مخکښې زمونږ طرف ته راغله او پۀ دغه وخت کښې يو بم د هغې زنانه پښو کښې ولګېدو. دومره ګرد اوچت شو چې هغه زنانه هغې ګرد کښې پټه شوه. زما دا خيال راغلو چې دا به ټوکړه ټوکړه شوې وي لېکن چې ګرد بېرته شو نو هغه زنانه روغه جوړه پۀ خپل ځاے باندې ولاړه وه. د ډزو نه پس يو بل خدائي خدمتګار د پړانګو عبدالستار خان هم دغه نظاره لېدلې وه، هغۀ ماته ووې، هغه زنانه چې کومه د بم نه بچ شوه، نورو زنانو وې چې د چارسدې د تاج محمد خان ټبر، د قاضي عطاء الله خان خور وه. زنانه تر اخري وخته پورې هلته ناستې وې. يو بل هلک چې دې زنانو سره ولاړ ؤ، هغه هم ډېر زيات پۀ ګولیو سورے شوے ؤ. کوم وخت چې ډزې قلارې شوې نو کوم ځاے چې زۀ، ملک طماش خان او هغه زنانه ناست وو نو ما خپل پټکے لاندې ايښے ؤ )هغه ځاے باندې مونږ خپل خيال باندې سټېج مقرر کړے ؤ چې دې ځاے نه به تقريرونه کوو(.

د ډزو نه پس چې ما خپل پټکے چې ما سره پروت ؤ او را اوچت مې کړو نو قوله )ټوپۍ( ټوله د خاورواو کنکرو نه ډکه وه. چې د ګولیو د لګېدو سره کومه خاوره اوچتېده، د هغې پۀ وجه دا ټوپۍ خاورو نه ډکه وه. دې نه اندازه لګول پکار دي چې څومره فائرونه به شوي وي.

کوم وخت چې فائرونه بند شو نو بيا ما خدائي خدمتګارو ته ووئیل چې خپل مړي راغونډ کړئ! مونږ چې خپل مړي غونډول نو بيا هغوي )يعني ګارد( پۀ مونږ ډزې شروع کړې. هغې کښې زمونږ څو تنه مړۀ شو خو مونږ خپل شهيدان يو ځاے ته راجمع کړل. زخميان مو هغه وخت هسپتال ته ولېږل ځکه چې ډېر خطرناک او شديد زخميان پکښې وو. شهيدان مو ځان سره وساتل او بيا مو پۀ هغه ځاے خپله جلسه شروع کړه. دغه وخت ما د ولي محمد د پړانګو نه تپوس وکړو چې وخت څۀ دے، هغۀ سره ګهړۍ وه، هغۀ وې چې يوه نيمه بجه – ټيک يوې بجې نه تر يوې نېمې بجې پورې مونږ باندې دوي فائرونه کول. جلسه کښې يو ما پۀ خپله تقرير وکړو، ټول فوج او پوليس ولاړ ؤ )زنانه بيا هم کافي تعداد کښې ولاړې وې خو مونږ نه جدا دېوالونو سره وې( چې مونږ خپله جلسه کوله، اکثر مړي اقرباو وړي وو. زخميان ډېر زيات وو. کوم چې ډېر مهلک وو، هغه ما هسپتال ته ولېږل. ډېر داسې وو چې هسپتال ته نۀ تلل يا ئې خپل بندوبست وکړو او زيات د دغه کلو وو، هغوي خپلو کورونو ته لاړل.

د جلسې نه پس مونږ خپل جلوس تيار کړو. هغه ټولې جنازې د شهيدانو وړاندې وې، جلوس ورپسې ؤ. دا ساعت خبر راغلو وئېل ئې چې هسپتال کښې زخميان نۀ اخلي. ډاکټران د هسپتال وائي چې مونږ دا زخميان هسپتال کښې نۀ پرېږدو. بيا ما ورته ووې چې څوک کۀ خپل زخميان وړي او پرائېوټ ډاکټرانو باندې علاج کوي، خپل بندوبست دې پۀ خپله وکړي؛ ځکه چې بل څۀ صورت کېدے نۀ شو. کوم سخت زخميان چې مونږ هسپتال ته لېږلي وو، ټول واپس شو چې څوک هغه وخت واپسۍ کښې وفات شو او بعضو ځان د پاره خپلو کورونو ته د تلو بندوبست وکړو چې يو هغې کښې د صوابۍ تحصيل د کالو خان د کلي حباب خان هم ؤ. هغه اول هسپتال ته لاړو نورو زخميانو سره خو چې هسپتال کښې ډاکټرانو وانۀ خستو نو هغۀ بيا خپل بندوبست وکړو او پۀ هغه ورځ حباب خان خپل کلي ته لاړو. نور اکثر زخميان د چارسدې وو، عبدالغفورخان ډاکټر ورله فوري مرهم پټۍ وکړه.

کوم وخت چې جلوس د چارسدې بازار ته راغلو نو دغه وخت دا خبره مشهوره شوه چې پۀ ډزو کښې د پوليس پۀ ملګرتيا کښې خانانو مسلم ليګيانو هم ډزې کړې دي او څۀ خدائي خدمتګار د هغوي پۀ ګولیو شهيدان شوي دي. خلقو کښې ډېر جوش، غصه او نفرت پېدا شو. پۀ جلوس کښې خلق بې شانه زيات وو نو دغه وخت د عامو خلقو رايې جوړه شوې وه چې مونږ د دغه خانانو پۀ کورونو ورځو او هم دا وخت ترې نه بدل اخلو. د انتقام جذبه ډېره زياته شوې وه او هغوي د چارسدې بازار کښې ټول جلوس ودرولو او ما ته ئې ووې چې مونږ اوس د خانانو پۀ کورونو ورځو. د خلقو د دومره جذبې نه زۀ هم متاثر شوے وم او بيا داسې وخت چې د جلوس د شهيدانو وينې کوم چې مونږ سره جلوس کښې وو، د کټونو نه څڅېدې؛ زۀ لږ وخت د پاره سوچ کښې شوم. دغه وخت يو سړي د وروستو نه چې زما شا ته ؤ )د اواز نه ولي محمد خان د پړانګو معلومېدو( ووې چې “سالار صاحب! داسې کول نۀ دي پکار.” دې اواز سره فوراً ما ته يو خبره راياده شوه او هغه دا چې پۀ څوارلسم جون 1948ز باچا خان د خپلې ګرفتارۍ نه يوه ورځ اول زۀ ورسره يو ځاے شوے وم نو هغوي دا خبره ما ته کړې وه “کۀ هر کله زۀ ګرفتار شوم نو دا خبره ياد لره چې داسې يو کار هم ونۀ شي چې هغه د پښتنو خپلو کښې د جنګ او فساد سبب وي، څوک چې د پښتنو خپل منځ کښې شر پېدا کوي، دا به د دوي دښمن وي”. کوم وخت چې ما ته دا خبره راياده شوه نو ما هغوي ته ووې چې دا فساد به هېڅ څوک نۀ کوئ او کۀ چا دا قسم شر وکړو نو هغه به زمونږ د خدائي خدمتګارو سره بد کوي.

دې نه پس مونږ خپل جلوس پۀ بازار کښې تېر کړو او بيا مو هغه د شهيدانو جنازې چې کومې مونږ ځان سره پۀ جلوس کښې اخستې وې، خپلو خپلو وارثانو ته حواله کړې او باقي جلوس د چارسدې نه بهر د سيند طرف ته لاړو او هغه ځاے کښې مو بيا جلسه وکړه او خدائي خدمتګار مو خپلو خپلو ځايونو ته رخصت کړل – ورته مو پۀ امن د تلو او خپل زخميان پۀ حفاظت د رسولو هدايت وکړو.

دې ساعت کښې چې کومو خلقو خپل خپل شهيدان هديره کښې د دفن کولو د پاره بندوبست وکړو نو پوليس هغوي باندې ډزې وکړې او قبر کنستلو ته ئې د کلي خلق نۀ پرېښودل. ما د ماسپښين نمونځ د چارسدې د يو خدائي خدمتګار ځاے کښې وکړو. سړک ته راغلم، يحيٰ جان سره مې ليدل وکړل. دا ټول واقعات مې ورته ښکاره کړل. يحيٰ جان سره زما د ليدو دا مطلب ؤ، کۀ زۀ ګرفتار شوم يا نور څۀ واقعات پېښ شي نو چې نورو ته اصلي واقعات خو معلوم وي. بيا زۀ کلي ته راغلم.

پۀ څوارلسم اګست 1948ز سحر وختي پوليس خپل ځاے کښې ګرفتار کړم او پېښور ته ئې راوستم. څو ورځې پېښور جېل کښې وم، بيا ئې ډېرو جېل ته بوتلم.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …