د جېلخانې خوب يوه تجزيه – نورالامين يوسفزے

د جېلخانې خوب د خپل دور د يو داسې تخليق کار د ستر مفکر او لوړ تخيل هېنداره ده، د چا ستر پلار چې سره د خپلو سپېځلو ملګريو د خپل دور د يو طاقتور استعمار خلاف يو اوږد جدوجهد وکړو او پۀ دغه قامي مبارزه کښې ئې خپل نيازبين بچي هم د ځان سره ملګري کړل. وطن ازاد شو خو چې کله پېرنګے لاړو نو يو خوا د اسلام پۀ نوم جوړ شوے ملک د ملک واکدارانو پۀ امريکه سره د “اسلام” خرڅ کړو او بلخوا ئې “خان قيوم” لۀ ډنډا پۀ لاس کښې ورکړه او د ازادۍ د مجاهدينو د وهلو، ټکولو او بې عزته کولو ئې ورله پوره پوره اختيار ورکړو او داسې ټول وطن د سازشونو او د کرسۍ د جنګونو لپاره د جنګ د مېدان صورت اختيار کړو. پۀ ځاے د دې چې د ازادۍ نه پس قام د ازادۍ پۀ خوند پوهه شوے او د ازادۍ د اېجنډې د دويمې برخې (د بشري حقونو، معاشي مساواتو او قامي شناخت) مېوه ئې خوړلے وے، د ازادۍ د مجاهدينو سره هغه ناروا سلوک وشو کوم چې ورسره کافر او غاصب پېرنګي هم نۀ ؤ کړے. د دغې محترم پلار، د هغۀ ډېر نر ورور او هغۀ پۀ خپله د خپل ناکرده ګناه پۀ سزا کښې ونيولے شول او بې د کوم جرم نه د جېل د تورو تمبو شاته ولېږلے شول. د خدائي خدمتګار جمهوري حکومت مات کړے شو او پۀ دغه “پاکو” روحونو هېڅ بې هېڅه ظلمونه شروع شول. غني هم د جېل د تورو تمبو شاته لاړو. عموماً چې د نړۍ کوم ستر شاعران د جېل د تورو تمبو شاته تلي دي نو ډېرې “لوئې فنپارې” ئې تخليق کړي دي.

د فېض احمد فېض نه واخلې د سترليک اديب پورې اکثرو لوړو تخليق کارو د جېل د تورو تمبو شاته ډېر لوړ شاهکارونه تخليق کړي دي. “د پنجرې چغار” هم د جېل د تورو تمبو شاته تخليق شوے دے او د “جېلخانې خوب” هم د دغه دور يادګاردے خو عجيبه خبره دا ده چې د نورو اکثر شاعرانو پۀ ضد غني د جېل د دغه تورو تمبو شاته هم داسې “خوب” ويني چې د “غني” د تخيل شاهکار او د هغۀ د سپېځلي روح د “الوت” نادره نمونه ده. دلته هم هغه خپله ځانګړتيا برقراره ساتلې ده. لکه څنګه چې د غني “د جنت” تصور ځانګړے دے، لکه څنګه چې د مرګ او ژوند خپل جانانه تصور لري، لکه څنګه چې ئې د “خمار” او “ساقي” پۀ سينه کښې نوې او لا فاني معنې اچولې دي. هم دغه شان د حېدر اباد جېل خانې کښې داسې خوب ويني چې:

پروت يم سر مې ايښے د خپل يار پۀ زنګانۀ

خوب وينم چې پورته پۀ هوا لکه د باز شومه

کښېناستم پۀ بام د محمود سترګې د اياز شومه

پورته د خاموش زړګي نه خوږ د مينې د ساز شومه

خرڅه مې پۀ حورو کړه د ډمو زمانه

(جاري)

خوبونه خو هر څوک ويني او شاعران خو ئې هډو پۀ ويښه ويني خو د غني خوب هم د هغۀ د ذات پۀ شان منفرد او ځانګړے دے ۔ دا يو داسې خوب دے چې د جېلخانې ټول ديوالونه ئې مات کړي دي. د دغې لوے سړي د تخيل دغه باز جېل څۀ چې د زمان او مکان پۀ ولقه کښې هم د راګېرېدو نۀ دے، د هغۀ د باز وزر او د دغه وزر الوت پۀ يو قدم د فرش نه تر عرشه سفر کولے شي. د نازک خيالۍ د خيال اخرينۍ او د رومانويت دغه منفرد خوب د پښتو شاعرۍ سره سره د نړۍ پۀ ګرده شاعرۍ کښې د يو شاهکار حېثيت لري. دا يو داسې خوب دے چې هر څو کۀ شاعر پۀ ويښه ليدلےدے خو ليدلے ئې پۀ پټو سترګو دے. د سر سترګې ئې ورته پټې کړي او د زړۀ سترګې ئې ورته غړولي دي او د تخيل مارغۀ ئې د زمان او مکان ټول حدونه او ټول دېوالونه مات کړي او نړولي دي.

‌ځکه نو د دې خوب د محسوسولو لپاره بايد لوستونکي او اورېدونکي هم لږې شېبې لۀ خپلې سترګې پټې کړي او بيا د زړۀ پۀ سترګو وويني چې د حېدر اباد د قېدخانې مازيګرے روان دے،د ګوتو وځي او بيا چې د شپې د جېل پۀ در او ديوار خپلې وزرې راخورې کړي نو هم پۀ دغه تورتم کښې د خپل وخت او زمانې ددغه ستر او بې بدله تخليق کار پۀ لا شعور کښې لکه چې ډېر لرې د غرونو د لمنې نه دا ټپه انګازه شوه چې:

نن مې د زړۀ طوطي خفه دے

وزرې نغاړي چې پۀ کوم طرف به ځينه

او هم دغه وخت د مسکين مرزا خان انصاري سپېځلے روح چرته نه راغے او لکه چې پۀ دغه تورتم کښې ئې د خان پۀ غوږ کښې پۀ ورو ورو ووې:

مرزا پۀ خپله هېڅ وئيل نۀ دي

پۀ قفس کښې دوحدت طوطي اواز کا

او هم دغه وخت چې کله د دوران دغه ستر تخليق کار خپلې خمارې او نشئي سترګې پټې کړې او چې سترګې ئې پټې کړې نو د هغۀ شاهيني تخيل د زندان دېوالونه وغورځوي .د زمان او مکان ټول بندېزونه مات کړي او پۀ يو جست د خپل محبوب غېږې ته لاړ شي. د هغۀ د دغه کېفيت پۀ حقله ډاکټر راج ولي شاه څۀ ښۀ خبره کړې ده چې “غني خان پۀ خپل تصور کښې اکثر لۀ خپله ځانه وځي او د يو داسې مقام پۀ جستجو شي چې د عقل او خيال د حدونو نه هم بره دے. پۀ داسې مقام او داسې تخيل کښې هغه مزل د خپل وجدان پۀ رڼا کوي. د خپل ايمان مشال پۀ لاس کښې هم د ادراک د منزل نه پورته خپله د زړۀ دنيا ګوري. د هغۀ د زړۀ دنيا د هغۀ د رومان مزل دے.

حواله (درنګ او نور شاعر صفحه ٤٥ نه ډاکتر راج ولي شاه خټک يونيورسټي پبلشرز پېښور نومبر٢٠١٣ز)

د ډاکټر صاحب ددې دعوې د ثبوت لپاره مونږ د غني دکلياتو نه ګڼ شمېر نظمونه وړاندې کولے شو۔ خپله د جېلخانې خوب هم د دغه دعوي غټ ثبوت دے چې وروستو به پرې نوره خبره هم وشي خو د هغۀ يو بل نظم “توبه” نه يوه ټوټه وړاندې کوم نو بيا د جېلخانې خوب پلو ورځم. دې نظم کښې هغه وائي:

پۀ نيلي د خيال وچت شوم لۀ جهانه

زۀ د عقل فانوس لاس کښې مې روښانه

لۀ وريځو چې شوم تېر فانوس مې مړ شو

پۀ تيارو مې نيلے لاړ تر نيم اسمانه

چې د ستورو د رڼا نه هم وچت شوم

ما کړه قرض يوه شغله لۀ خپل ايمانه

ما د دې پۀ رڼا خپل غليظ ځان وليد

پۀ ژړا مې سر کړو پورته لۀ ګرېوانه

کله چې خان د “جېلخانې” پۀ خوب کښې هم د زمان دېوالونه وغورځوي، د خپل تخيل پۀ زور پۀ روحاني سفر روان شي نو د مايوسۍ، تنهايۍ او بې وسۍ پۀ وجه تورتم (زندان کښې) د اميد او ايمان رڼا بله شي او دغه “مشال” پۀ لاس کښې دغني سپېځلے روح د خپل ذات (وجود) سره د جانان پۀ زنګون سرکېږدي خو دغه سفر دغلته تمام نۀ شي. اوس چې د يار پۀ زنګون د يار پۀ خوا کښې کوم روحاني او تخيلاتي سفر پېل شو د هغې هره لحظه،هره لمحه او هره ننداره د کتو ده. خو دغه ننداره د زړۀ سترګې بينا غواړي لکه چې اقبال وائي:

دل بینا ہی کر طلب خدا سے

آنکھ کا نور دل کا نور نہیں

تاسو وګورئ چې د نظم پۀ لومړي بند کښې شاعر د زمان او مکان د قېد نه ووځي، د حيواني جبلتونو حصار هم مات کړي او د مينې سوچه جمالستان ته ورداخل شي چرته چې د جندي غاړه هم د روحاني او اسماني دنيا برخه وګرځي.

او بيا پۀ خپل دغه جانانه سفر کښې شاعر د خپل محبوب د سترګو پۀ پيالوکښې د لاهوت شراب وڅښي او چې لکه د خيام مست شي نو ستار لاس ته کړي او پۀ دغه “عالم ارواح” کښې د مينې سرود غږوي ۔ اوس هغه کله سپوږمۍ سره لوبې کوي او کله ورته خپل جانان د هغې پۀ جال کښې د خپلو ټولو ښائستونو سره ښکاري. پۀ دغه “روحاني پټ پټوڼي” کښې هغه کله د سحر د باد پۀ نرمو لطيفو وږمو کښې د جانان غېږ ته لکه د “نظر” غوندې ورځي او کله پکښې لکه د صحرا د خوږ خوب غوندې ستړے ستړے ريچې ريچې، بسمې بسمې اودۀ کېږي او کله لکه د لولکۍ د ګلونو پۀ سېل ووځي. کۀ د لېلي د سپينې غاړې نه لکه د تاروګي تاوېږي او د مينې سلامونه پرې ورا چوي او بيا د خپل تخيل پۀ زور پۀ يو شړنګ کښې د عمرونو خزانه ولوټي او د خپل سفر پۀ دغه “مسکيني” پړاؤ ناساپه لکه د منصور داناالحق چغه ووهي. هم دغه منصوري چغې پسې د موټي خاورې نه پۀ يو ناياوه سمندر کښې بدل کړي او بيا چې کله د هغۀ د وجود نه دغه د “الهام ښاپيرۍ” پاڅي نودغه روحاني تجربې سره پۀ حقيقي دنيا ( چې پۀ حقيقت مجازي ده) تراښۀ حقيقتونه ( چې مجازي دي) راسته شي.

خوب وينم چې باغ دے د ګلونو او ماښام دے

سرې سترګې ساقي د ساقي سرو ګوتو کښې جام دے

لاس پۀ ستار پروت لېونے مست لکه خيام دے

اړئي پرې نرۍ نرۍ د مينې افسانه

خوب وينم عالمه کۀ ئې څوک راکړي معنٰي

خوب وينم چې سپينه سپوږمۍ پاس پۀ خندا راغله

ما له محبوبا پۀ شرم شرم تر خوا راغله

شونډو کښې شراب او پۀ کوکۍ کښې قضا راغله

سر خمار ئې راکۀ پېمانه پۀ پېمانه

خوب وينم عالمه کۀ ئې څوک راکړي معنٰي

او دا چې:

خوب وينم چې پټ شوم پۀ نسيم کښې بهر لاړمه

خوا له د جانان لکه د مينې نظر لاړمه

سترګو د دلدار له لکه خوب د صحرا لاړمه

يو شړنګ کښې مې لوټ کړه د عمرونو خزانه

خوب وينه عالمه

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …