تهذيب يا سېويلائزېشن د يوې ټولنې مادي اثاثو او مادي ترقۍ ته وئيلے شي۔ هر هغه قام ډېر تهذيب يافته بللے شي چې د عام وګړي د ژوند تېرولو معيار ئې ښۀ وي، نوي نوي اختراعات وکړي، د سائنس اوټېکنالوجي پۀ مېدان کښې ترقي وکړې او د هغې نه پۀ قامي کچ فائدې پورته کوي. د هغوي ابادۍ، سکولونه، هسپتالونه، حجرې او جماتونه او داسې نور مادي څيزونه چې د ژوند معيار څرګندوي د تهذيب برخه ګڼلے شي او هغه قام ته تهذيب يافته وئيلے شي. بل اړخ ته د يو قام ليکلي او زباني يعنې تحريري او سينه پۀ سينه راتلونکي اثار، شاعري، ډرامه، قيصې، سندرې موسيقي، اخلاق اواقدار، مذهب او دود دستور ته تمدن وئيلے شي. پۀ نورو ټکيو کښې مونږ چې څۀ مادي څيزونه (اثاثې) لرو دا زمونږ تهذيب دے او مونږ چې څۀ وايو او کوو دا تمدن دے. د دې پۀ رڼا کښې چې مونږ تاريخ ګورو نو پښتانه پۀ کوم مقام ولاړ دي، د دې تعين کۀ ګران نۀ دے خو اسان هم نۀ دے.
د کله نه چې انسان دنيا ته راغلے دے نو د وخت سره سره ئې تمدن ترقي کړې ده هغه کۀ پۀ غارونو کښې اوسېدلو کۀ پۀ کيږدو او تمبوانو کښې اوسېدل خو تمدن ئې ترقي کوله، لکه هغوي څۀ مادي نۀ لرل خو ژبه ئې لرله، بيا ليک دود اختراع او ترقي وشوه. د دې سره سره ئې کورونه او ابادۍ جوړول شوروع کړل، او داسې د ترقۍ پۀ لور روان شول.
پۀ ټوله نړۍ کښي د تمدن او تهذيب ارتقاء يو شان نۀ ده شوې، ځنې قامونه متمدن وو اوتهذيب يافته هم وو. ځنې قامونه متمدن وو خو تهذيب يافته نۀ وو او اوس هم داسې قامونه شته چې پۀ غارونو او د وخو پۀ جونګړو کښې اوسېږي، ژوند ئې ډېر ساده دے ولې اقدار لري او ادب هم لري لکه د امازون په ځنګلو کښې مېشتۀ قبيلې، د اډېمان پۀ ځنګلونو کښې ابادې قبيلي اوځنې افريقائي قبيلې چې پۀ لرې غرونو کښي د دنيا نه بې خبره ژوند کوي. هر چرته ترقي پۀ مختلفو اړخونو کښې شوې ده؛ لکه موهنجو داړو ته مونږځانګړے تهذيب وايو د هغې خپل خصوصيات دي، کورونه، کوڅې اوسړکونه ئې لرل، ژبه ئې لرله او خپل ليک دود ئې وضع کړے ؤ، دا رنګه ګندهارا تهذيب دے. ګندهارا تهذيب د پښتونخوا پۀ اکثرو سيمو، ټېکسلا او د افغانستان ځنې سيمو کښې خور ؤ چې خپلې مخصوصې ودانۍ ئې لرلې، پۀ يو خاص انداز کښې به ئې خپلې يونيورسټۍ، معبدونه، کورونه لرل. د ژوند معيار ئې مختلف ؤ۔ دغه شان خپل ليک دود ئې وضع کړے ؤ. خپل ادب ئې لرلو چې نن د اثار قديمه پۀ ډول زمونږ سره موجود دي۔ دغه رنګ د قديم مصر خپل تهذيب ؤ او د امريکې خپل تهذيب ؤ چې بېلا بېل قسمه ابادۍ او اثار قديمه ئې پرېښودلې ده۔ او تاريخ پوهان او بشر پوهان پرې تحقيق کوي. د مصر پۀ قديمي تهذيبونو کښې بابلي تهذيب او سومېري تهذيب د ذکر وړ دي. سومېريانو خپل تهذيب او تمدن محفوظ کړے ؤ او اثار ئې نن زمونږ سره پۀ ميوزيمونو کښې موجود دي.
دا خبرې به صوفي صېب ډيرې پۀ شوق کولې او پۀ اخر کښې به ئې وئيل چې زمونږ پښتنو کومه اثار قديمه پرېښودلې ده؟ زمونږ د تهذيب کومې نخښې نخښانې پاتې دي؟ زمونږ سره به ځواب نۀ ؤ او نۀ د هغۀ سره ؤ. ځکه چې مونږ دعویٰ کوو چې مونږ پۀ زرګونو کاله زوړ تاريخ لرو ولې د تهذيب اثار نۀ لرو. اکثر به داسې قسم بحث مونږ کولو چې پۀ سواليه نخښان به ختم شو. زمونږ جامه پېزار، شاعري او مذهب خو د تمدن برخه ده يا دا چې زمونږ ثقافت دے ولې زمونږ د تهذيب څۀ نخښه پۀ تاريخ کښې نشته.
هم داسې يوه ورځ صوفي ووئيل چې مونږ پښتانۀ دعوه کوو چې مونږ بني اسرائيل يو او لۀ هغه ځايه راکوچېدلي يو. بيا د مغلو نه لږ اګاهو يا پۀ دولسمه ديارلسمه يا هډو پۀ زرمه ميلادي کښې دې موجوده سيمو ته راغلو او دلته اباد شو. زاړۀ کوم خلک چې وو هغه ئې غلامان، نوکران کړل يا ئې ختم کړل او د دې ځاے قديم اثار ئې هم وران کړل.
نو بيا داسوال پېدا کېږې چې ايا مونږ د “ګندهارا تهذيب” ته خپل تهذيب څنګه وايو؟ زمونږ ډېر ليکوال پۀ ګندهارا تهذيب ډېر فخر کوي. هغوي وائي چې پانيني د سنسکريت ګرامر ليکونکے او چانکيه کوتليه د دې سيمو (موجوده پښتونخوا) اوسېدونکي وو. ځنې دا وائي چې د بخشالي پۀ مسوده کښې صفر پۀ وړومبي يعنې اول ځل استعمال شو يعنې د صفر هندسه مونږ نړۍ ته ورکړه. نو دې ته مونږ خپل تهذيب وئيلے شو؟
مونږ پۀ جديد دور کښې دلته راغلي يو. مطلب دا چې دا کوم اثار قديمه مونږ لرو دا زمونږ د نيکونو نۀ ده بلکې نور خلک وو چې زمونږ نيکونو نيست و نابود کړل۔ خپله جامه پېزار ئې راوړل، خپله حجره اوجمات ئې راوړل او اباد شول۔ نو دغه پخواني بدهائي اثار زمونږ د نيکونو نۀ دي البته د دې ځاے د قديمي خلکو دي. نو داسې مونږ دې ته خپل تهذېب نۀ شو وئيلے. زما مطلب دا هرګز نۀ دے چې زمونږ قامونه يا پښتانۀ غېر متمدن او غېرتهذيب يافته قام دے. تمدن ئې معلوم دے خو د تهذيب د پاره پۀ لاس کښې څۀ نۀ لرو.
پاتې شوه د ژبې خبره چې اړيکې ئې مونږ د سنسکريت او فارسي سره لټوو نو سنسکريت، فارسي او پښتو پۀ دې سيمه او د مېنځنۍ اسيا پۀ غېږ کښې د يوې موره زېږېدلي دي او دې ته خوېندې ژبې وئيلے شي. د پښتو منبع فارسي يا سنسکريت نۀ ده بلکې د دې ژبو د يوبل سره رشتې دي او ورو ورو خورې شوې دي۔ د دې ژبو مور اوېستا يا بله کومه ژبه بللے شي. اوېستا او ژند د دې سيمې ژبې وې، سنسکريت د هندومت مذهبي ژبه وه او اوېستا د زرتښتو مذهبي ژبه وه. دا هم نظريې دي، قانونونه نۀ دي.
اول نظريه وړاندې شي او چې کله هغه نظريه پۀ هر لحاظ او تحقيق سره درسته (کره) ثابته شي نو قانون شي. نو داسې مکمل تحقيقي کار نۀ اګاهو شوے دے او نۀ اوس چا وکړو. د دې ژبو ترمېنځه رشته پۀ څو اصولو اډاڼه ده چې ژب پوهانو وضع کړې دي او وخت پۀ وخت پۀ کښې بدلون راغلے دے. نو د پښتو ژبې اړيکې اوس پوهان د هند-اروپائي ژبو سره لټوي او د دې ډلې نه ئې ګڼي او د سيميټک يا عبراني او سرياني ژبو سره ئې نزدېوالے نۀ ثابتوي او داسې ئې د پښتو ژبې اړيکې دبني اسرائيلو د ژبو سره ختمې کړي دي.
د پښتنو يوه خوبي دا ده چې چرته لاړشي نو د هغه سيمې ژبه زده کړې اوبيا ترې نه خپله ژبه هېره وي۔ لکه پۀ هند او سيند کښې ډېر پښتانۀ اباد دي چې ځانته پښتانۀ وائي خو ژبه (پښتو) ئې هېره کړې ده او ورسره ئې اخلاق او اقدار هم بدل شوي دي. نو دا ممکنه ده چې کله پښتانۀ د يروشلم نه پۀ شړونتيا يا د بني اسرائيلو هغه قبيله چې پښتانۀ ئې بچي دي، دې سيمو ته راغله، د دې ځاے ژبه او ثقافت ئې خپل کړل او هغه خپل ئې هېر کړل. زمونږ مشران وائي چې شېخ ملي د يوسفزو ګرځنده وېش د تورات يعنې د موسیٰ عليه سلام د بني اسرائيلو د وېش په ډول او اصولو باندې کړے ؤ يا لکه موسیٰ عليه سلام چې پۀ بني اسرائيلو مځکې تقسيم کړې وې. داهم اورو چې د يوسفزو سره د تورات يوه نسخه موجوده وه او پۀ قديم کښې ئې يو بادشاه ته ښودلې وه. ولې مونږ د دې د پاره څۀ ثبوت نۀ لرو ځکه چې داسې څۀ تهذيبي اثار مونږ نۀ لرو. د تاريخ کتابونه ټول د”وئيلے شي، اورو يا وائي” پۀ روايت راروان دي، اخوند دروېزه هم پۀ خپل کتاب د قيل او قال نه استفاده کړې ده”۔
زمونږ د تمدن هم داحال دے چې د نړۍ نور قامونه راځي او پۀ مونږ تحقيق کوي. څوک وائي دا اريا دي، څوک ئې ساکا بولي او دوي ځانته بني اسرائيل وائي. د خپلو مشرانو دليلونه او روايات ترې نه هم هېر دي۔ د نوې زمانې تعليم يافته د دغه نظرياتو نه متاثره دي. خپل څۀ ژور تحقيق نۀ کوي چې څۀ نوي دليلونه راوړاندې شي او خلک پرې سوچ فکر وکړي.
يو ماهر د پښتنو د ځېلو معلومولو لپاره د سوات د قديم قبرستان نه د ډي اېن اے(DNA) نمونې راغونډې کړې وې، وئيل ئې د پښتنو نسل معلوموم. ولې دا فکر ئې نۀ کولو چې سوات ته پښتانۀ پۀ پنځلس سومه (۱۵۰۰) ميلادي خوا وشا کښې راغلي دي۔ نو د قديم قبرستان خاورې خټې خو د پښتنو نۀ شوې کنه. درې زره کاله اګاهو خو دلته نور قامونه اباد وو۔ نو هغه جديد تعليم هم مونږ ته څۀ فايده رانکړه يا ترې نه مونږ وانۀ خيستله. بل د ډي اېن اے ټېسټ لپاره به د نمونې يا سېمپل ټول تاريخ ليکل غواړي کنه او پۀ سائنسي اصولو به ئې ټاکي او د يونظام لاندې به نمونې راغونډوي او د صحيح مېتهډالوجي لاندې به کار کوي نو هله به صحيح نتيجې راوځي۔ خبره بل خوا لاړه۔ مونږ د تهذيب او تمدن خبره کوو او دا څيزونه د تمدن اوتهذيب برخه دي.
دا اوس زمونږ زمانه ده۔ پۀ اوسني دور کښې چې پۀ توله نړۍ کښې د تعليم لپاره هلې ځلې کېږي نو زمونږه ټولنه د فشار او انتشارسره مخ ده۔ دلته د جينکو سکولو نه ورانولے شي. پۀ سکولونو کښې بم چاودنې کولې شي چې داسې دا قام د علم پۀ رڼا منور نۀ شي بلکې تيارو ته لاړشي۔ د صوفي صېب خبره چې وئيل به ئي پخواني مشران ښۀ وو. د پښتو نه خبر وو او حجره جمات ئې ټينګ نيولي وو. جرګې مرکې به ئې کولې۔ هغه اقدار او روايات ختم کړے شول. د پښتنو روايتي مشران د خاورو لاندې شول. او داسې خلک ئې مشران شول چې د هېڅ نه نۀ دي خبر او داسې کار ورسره وشو چې اوس نۀ پښتو شته نۀ روايات شته بس د پېسې زور دے. يو مشر وئيل چې زما سره خو داغم دے چې هسې نه دا پښتو هم د دې خلکو نه هېره شي.
پۀ دې نوې دور کښې د پښتنو روايتي مشران چې د صدو نه ئې نوغے معلوم ؤ، خلک ورسره بلد وو کم پاتې شول يا ختم شول او د نوي دور هغه خلک چې د خاورې او قام د تاريخ او کلتور سره څه اړيکې نۀ لري رامېنځ ته شول. چې څۀ ټاکلي اقدار نۀ لري، هغه به د قام مشري څۀ وکړې او د پېښ ناورين نه به ئې څنګه وباسي۔ نو کلتور مو د ناورين ښکار شو، اقدار لۀ مېنځه لاړل.
زمونږ تهذيب جديد دے ولې ثقافت مو زوړ دے. اوس زمونږ ثقافت هم د نوي تعليم، ټي وي، فلمونو او سوشل ميډيا د اثر او اغېزې لاندې دے۔ پۀ غېر محسوس ډول پۀ کښې تغير راغلے دے. ګنې خپلو کورونو او د ژوند تېرولو طور طريقو ته يو نظر وکړئ۔ دېرش کاله اګاهو وګورئ چې څۀ وو او اوس څۀ دي.
د يو قام کړۀ وړۀ، رسمونه رواجونه، ناسته پاسته د تمدن برخه وي۔ لکه پښتو ټپه، چاربېته، بدله نيمکۍ او داسې د شاعرۍ ټول اثار لکه غزل، سندره او داسې نور ادبي اصناف چې منظوم دي۔ د دې سره سره روايتي قيصې او داستانونه، موسيقي، د موسيقۍ الات د تمدن يا ثقافت برخه ده او ښۀ ترقي ئې کړې ده دا زمونږ تمدن دے چې د قديم نه راسره دے. پښتنو د نوي دور يا نوې زمانې هغه ټکنالوجي چې راغلې ده لکه ټوپک تماچه يا نوره وسله نو هغه ئې خپله کړې ده. د جنګ او حرب ټول الات چې پۀ لاس ورتلل خپل کړي ئې دي. ولې پۀ دي مېدان کښې نور قامونه ډېر مخکښې تلي دي او مونږ اوس پۀ دغه صف کښې شاملېږو.
باچاخان ته دې الله اووۀ واړه جنته نصيب کړي، هغه پۀ تاريخ کښې وړومبے پښتون دے چې د ابلاغ او پښتنو د بېدارۍ لپاره ئې د جديدې ټېکنالوجي نه فايده واخيستله اوغوښتل ئې چې پښتانۀ جديد علم حاصل کړي او د نړۍ د قامونو سره مقابله وکړي، د دې لپاره ئې د يوې مجلې “پښتون” اجراء وکړه او سکولونه ئې پرانيستل چي ترنن پورې جاري دي. هغوي ښځې نر، لوے واړۀ دې ته وهڅول چې علم حاصل کړي او د نړۍ پۀ تهذيب يافته قامونو کښي پښتانۀ هم شامل شي.
د تعليم سره قامونه ترقي کوي، تهذيب يافته کېږي او مخ پۀ وړاندې ځي. ځنې خلک د مغلو تاريخ او اثار خپل تهذيب او اثار ګڼي او د مېنځنۍ اسيا سره اړيکې تړي چې زمونږ تهذيب يو دے او مونږ يو تاريخ لرو. ولې دغه خو د هغه خلکو تهذيب ؤ چې د ځان سره ئې راوړو او دلته ئې پۀ خلکو کښې خور کړو. يعنې مونږ د هغوي د تهذيب او تمدن زېراثر شو۔ زمونږ پۀ تمدن يعنې شاعرۍ او ادب کښې د هغوي ښۀ اثرات راننوتل اومونږ پرې خپل ادب فراخ کړو.
ځنې ماهران وائي چې قديم يوناني تاريخ دان هېروډوټس چې د پکتويت، پکتيکا يا پکتون کومې نخښې نخښانې يادې کړې دي هغه زمونږ تهذيب دے نوعرض دے چې هغه خو د يو پړي يا رسۍ، يو قسم له چاکو ذکر کړے دے او د دوي د جنګجويانه صفت ذکر ئې کړے دے. نور هغۀ د ابادو(ودانو)، جامه پېزار ذکر نۀ دے کړے او نۀ مونږ څۀ اثار لرو. پښتانۀ اوس هم پۀ پوره ډول له کيږدو او تمبوانو نه نۀ دي راوتلي. پۀ سوات کښې د جديد دور د تهذيب نخښې د بادشاه صېب محل او ودانۍ وې کومې چې مقامي خلکو اکثر ورانې کړې دي۔ د قلاګانو لرګي او ګټې ئې ځانله کورونو جوړولو له وړي دي. يعنې قامي ودانۍ او نخښې نخښانې ئې د خپلو ذاتي کورونو لپاره ورانې کړې دي۔ پۀ يورپ کښې د سوونو(سېکړو) او زرونو کاله پخوانۍ ابادۍ اوس هم هغه شان دي اوهغوي پرې فخر کوي.
د ليک دود خو به هډو ذکر نۀ کوو. زمونږ ليک دود د پير روښان نه شورو کېږي، هغوي ليکدود وضع کړے ؤ کوم چې د محمود غزنوي يو وزير حسن خان بدل کړے ؤ خو د دې هم څۀ پوخ ثبوت نشته ځکه چې مونږ د هغې نه اګاهو د ليک دود څۀ نخښې نخښانې او ثبوت نۀ لرو۔ نۀ چرته د څرمنې پۀ ټکړه، کاڼو يا تختيو څۀ ليکل لرو او نۀ څۀ بل څۀ. خو د دې نه هېڅ څوک انکار نۀ شي کولے چې پښتانۀ د خپل تمدن خاوندان نۀ وو ځکه چې د دوي شاعري د اعلیٰ پايې او ډېره مترقي شاعره وه د کومې اثار چې مونږ لرو.
د ټپې، چاربېتې او نورو اصنافو لکه سندرې، نيمکۍ او مصرئيزې خپل ترقي يافته ډول ته رسېدلې وې او د قديم نه راروانې دي موجودې دي۔ زمونږ اقدار چې پۀ پښتو بللے شي هم د زرګونو کالو د ارتقائي عمل نه تېر شوي دي او ترننني ډول رارسېدلي دي. دغه ټپې زمونږ د زوړ تهذيب خد وخال او نخښې نخښانې بيانوي. ولې د تهذېب مادي اړخ زمونږ ډېر کمزورے دے او د دې لويه وجه قبائيلي دښمنۍ تربګنۍ کېدے شي چې دوي ئې مخ پۀ وړاندې تللو ته نۀ دي پرۀښودي.(نور بيا)