سنګیتا بروح پشورټي – ژباړه: پښتون

فېصل خان پۀ هندوستان کښې یو سماجي کارکن دے چې د باچاخان پۀ ویاړ ئې هند کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ بیا بنیاد ایښے دے. هغه د خپلو ملګرو سره ډېر ټولنیز فعالیتونه کوي او د خپل معروض ضرورت سره سم د هغۀ دغه هلې ځلې پۀ ټول هند کښې پۀ درنه سترګه کتلې کېږي.

هند کښې جمهوري نظام دومره مضبوط دے چې کۀ څوک د سیاست نه بیخي یو اړخ ته سماجي کار د پاره تنظیم سازي وکړي نو هم د نړۍ پۀ دغه اتمه عجوبه داسې فرق نۀ پرېباسي. د ټولنیز خدمت چارې د سیاست نه جدا ګڼلو سره کۀ هر څو مونږ خپل اصولي اختلاف لرو، د فېصل خان پۀ اړه د دغه غورځنګ د بیا تابیا کولو نه یو کال پس (2011) کښې د هند د نوموړې جریدې سره د هغۀ مرکه دلته خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.

نن پۀ 2018ز کښې دغه غورځنګ نور هم پر مخ تللے دے او د مسلمانانو سره سره د نورو مذهبونو ګڼ خلق هم د دې غورځنګ ملګري شوي دي.

هندوستان کښې

خدائي خدمتګار غورځنګ

Revival of Khudai Khidmatgar in India

]د فرنټيرګاندهي (باچاخان) د تلين پۀ مناسبت د ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي خدايي خدمتګار تحرېک د بيا جوړولو پۀ اړه مدني فعال فېصل خان خپلې خبرې کوي[

.پۀ يوه مسلمانه ټولنه کښې مدني فعال کېدل اسان کار نۀ دے، ډېر خلق درته ګوتې نيولې شي چې تۀ داسې نۀ کوې يا هغسې نۀ کوې، تۀ دا پوښتنه کوې يا هاغه. يوه ټولنه د ځانه سره بوتلو وړاندې يو څوک ازموئيلے کېږي.”

دا خبرې پۀ دهلي کښې مېشت د يو مدني فعال فېصل خان دي چې هغه د خپلو هلو ځلو پۀ اړه کوي او پۀ خصوصي توګه هغه هلې ځلې چې هغه ئې لۀ تېر يو کال راهسې کوي. پۀ 2011ز کښې د جنورۍ پۀ شلمه نېټه هغۀ تاريخ يو وارې بيا وليکو. د اولسي غورځنګ قامي اتحاد (نېشنل الاينس اٰف پيپلز مومنټ) لۀ لارې د ټولنيزې څانګې د يو اوږد تړون پۀ بنياد د باچاخان د ازادۍ نه وړاندې د خدائي خدمتګار غورځنګ د خپلې ټولنې د پنځوسو کسانو پۀ ملاتړ پۀ راجګاتهـ کښې يو وارې بيا پېل کړو. خدائي خدمتګار پۀ شمال سرحدي صوبه )اوس خېبر پښتونخوا( کښې فرنټئيرګاندهي د يو تنظيم پۀ شکل کښې شروع کړے ؤ چې مقصد ئې د خپل اولس ټولنيزه اصلاح کول وو، وروستو دغه تنظيم د برطانوي سامراج پۀ ضد د ګاندهي جي د عدم تشدد لۀ لارې د مبارزې غورځنګ سره يو شو. فېصل پۀ ټول هېواد کښې مېشت د خپلې ټولنې سره ملاو شو او هغوي ئې پۀ دې مطمئن کړل چې د دې غورځنګ پۀ شروع کولو کښې د دۀ ملاتړ وکړي او داسې “پۀ ټولنيزه برخه کښې ريښتوني ايمانداره مشران جوړ کړي چې د سياسي تړاو نه ازاد وي.”

فېصل وائي چې “مسلمانان د کومو حالاتو نه راتېر شوي نو دا اسانه نۀ ده خو خوشحاله يم چې يو کال وروستو مونږ پۀ ټول هندوستان کښې 5000 ملګري لرو.”

د 2012ز د جنورۍ شلمه نېټه د فرنټيرګاندهي 24م تلين نمانځل کېږي، د فېصل لۀ خوا بيا شروع کړے شوے خدائي خدمتګار تحريک به پۀ دې لړ کښې د نوي دهلي پۀ برلا کور کښې خپلو فعالو ملګرو کښې جامې ويشي. دغه غړو ځان تړلے چې د باچاخان د پېغام پۀ رڼا کښې د قدرتي يا انساني افتونو پۀ موقع به دوي بې لۀ څۀ لالچه کار کوي او پۀ ستياګره به خپل يقين نور پخوي. فېصل خان پۀ يوه مرکه کښې د دغه تحريک او د دې راتلونکي پۀ اړه څۀ داسې وائي:

تپوس: د خدائي خدمتګار سوچ مو څنګه ذهن ته راغلو؟

فېصل: ما وکتل چې د مسلمانانو او پۀ خصوصي توګه د ځوانانو پۀ ټولنيزو هلو ځلو کښې نمائندګي د نيشت برابر ده. ډېر خلق غواړي چې پۀ دې برخه کښې مسلمانان يواځې د مظلوم پۀ شکل کښې وويني چې داسې پۀ دې ټولنه کښې کوم مشر هم رامنځ ته نۀ شي، خو کۀ تاسو زمونږ تاريخ وګورئ نو مونږ پۀ ټولنيزه برخه کښې لوے لوے مشران پېدا کړي لکه د مثال پۀ توګه فرنټئيرګاندهي، بي بي امتوش سلام، عامرسبحاني او داسې نور. دې زۀ پۀ سوچ مجبوره کړم چې د دې نه بله ښه لار نشته چې خدائي خدمتګار بيا راژوندے کړو.

تپوس: د دې مقصد څۀ دے؟

فېصل: مونږ غواړو چې د مسلمانانو او پۀ خصوصي توګه د ځوانانو لپاره يوه داسې ضمينه برابره کړو چې د سرحدي ګاندهي (باچاخان) د سوچ او فکر پۀ رڼا کښې د ټولنې لپاره کار وکړي. پۀ دې کښې مونږ هر چا ته هرکلے وايو خو هغه څوک چې سياست سره تړاو لري، هغه زمونږ د تنظيم فعاله غړي نۀ شي جوړېدلے، ځکه چې زمونږ سوګند دا وائي چې زمونږ مشر يواځې خداے دے. کۀ څۀ هم پۀ دې تنظيم کښې زياتره مسلمانان دي، خو مونږ پۀ مرکزي کونسل کښې د هندو غړو لپاره د لسو نه تر څلوېښتو پورې نشستونه مختص کړي دي. د دې پېغام د ټولنيز همغږۍ ته وده ورکول دي. پۀ تېره جنورۍ کښې د “ګاندين” تارا ګاندي بهټاچاريا او وي کے تريپاتي پۀ موجودګۍ کښې دا تنظيم يو وارې بيا شروع کړے شو او لۀ هغې وروستو مونږ د دې غړيتوب پېل کړو. نن زمونږ پۀ هر رياست کښې غړي موجود دي لکه پۀ اسام او ماني پور کښې. د جنورۍ پۀ شلمه نېټه به مونږ خپلې جامې پۀ فعاله غړو کښې تقسيموو چې دغه رنګ يو داسې ګروپ جوړ کړو چې د قدرتي يا انساني افتونو پۀ وخت د ضلعي انتظاميې سره مرستې کوي. کۀ څۀ هم د هغه خدائي خدمتګارو جامې سرې وې خو مونږ دې له سوربخن رنګ خوښ کړے دے ځکه چې اوس سور رنګ د کيڼ اړخو لپاره پېژندګلو لري.

تپوس: پۀ نن دور کښې ستياګره څنګه کاميابېدې شي؟

فېصل: زۀ به د يو مثال نه شروع وکړم، پۀ دې وروستي وخت کښې د دهلي پوليسو زما پۀ ګاونډ اوکهلا کښې دوه ځوانان د هند مجاهدينو سره د تړاو پۀ شک کښې ونيول او بيا ئې ورسره ناروا چلند کوۀ، نو زۀ د احتجاج پۀ توګه پۀ کور کښې دننه روژه شوم. مونږ غواړو چې ترهګر ونيول شي خو زما احتجاج پۀ دې ؤ چې پوليسو د دغه کسانو د نيولو پۀ وخت د ډي کے باسو کمېټۍ د لارښونې نه سرغړونه کړې وه. پۀ دې احتجاج ما پورې خپلو خلقو هم خاندل خو د بشري حقونو قامي کمېشن دا پۀ پام کښې ونيول او لۀ پوليسو ئې غوښتنه وکړه چې پۀ څلورو اوونو کښې د دې رپورټ ورکړي. هم داسې دوي د ستياګره طاقت وليدو.

تپوس: د دې راتلونکے درته څنګه ښکاري؟

فېصل: مونږ نۀ خو داسې يو غېرسرکاري تنظيم جوړوو چې د مالي مرستې کوونکو پۀ ايجنډا چلېږي او نۀ د دې نه سياسي ګوند جوړوو. مونږ غواړو چې رضاکار جوړ کړو، کوم چې زمونږ د کلو او زنانو حالات ښۀ کړي او داسې د ټولنيز همغږۍ پۀ لور ګامونه پورته کړي.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …