افغانستان د میروس ‘هوتک’ نیکۀ نه، د احمد شاه ‘دراني’ بابا نه او د ‘امیر’ دوست محمد خان بارکزي نه د غازي امان الله خان پورې – افغانستان د غازي امان الله خان نه د سردار داود خان د ‘رپبلک افغانستان’ او بیا هلته نه د شهید ډاکټر نجیب …
نور ولولئ »د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د تجليل پۀ مناسبت – پۀ پاکستان کښې د افغانستان د فرهنګي استازي حضرت ولي هوتک پېغام
ښاغلو لوستونکو! تر هر کلام د مخه زما سلام، نېکي هېلي او پېرزويني ومنئ. د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې درناوی او زمونږ د ملت د دې ستر بري او وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يواځې پۀ دې کښې پټ نۀ دی چې سل کاله پخوا زمونږ …
نور ولولئ »د استقلال سل کلن شالید کښې د پښتنو افغانانو د رویو/ نفسیاتو جاج – همدرد یوسفزے
پۀ داسې حال کښې چې د لوی افغان وطن سل کلن د ازادۍ خپلواکۍ جشن لمنانځلے کېږي، د دغه سل کلني حالاتو واقعاتو او پۀ تېره تېره د دغه سلو کالو نفسياتي جاج اخستل، څېړل او کتل او دغه جاج څېړنه او کتنه خپل اولس ته حواله …
نور ولولئ »د افغانستان استقلال د ساتنې پۀ سل کلنه مبارزه کښې،د افغان کډوال وجود د یوې سیاسي ستونزې پۀ حېث – حبیب الله کاکړ
پۀ 1879ز کښې چې د امیر یعقوب خان او لویس کیواناري (Sir Louis Cavagnari) ترمنځ د ‘ګندمک’ کوم تړونلیک لاسلیک کړی شو او بیا امیر عبدالرحمان هغه لۀ پېرنګو سره ومنلو، تقریباً تر یو کم څلوېښت کلونو پوري افغانستان د یو ریاست پۀ حېث د برطانوي …
نور ولولئ »افغانستان کښې انقلابي شبکې اوغازي امان الله خان – ډاکټر فضل الرحیم مروت
د شلمې پېړۍ پۀ اولني لسو کلونو کښې افغانستان نۀ صرف سیاسي بېلتون (Isolation) نه راووت بلکې د هېواد دننه نوي سوچ فکر چې د خارجي سیاسي، دستوري او اقتصادي مفکورو او شبکو د اثر لاندې خپل انداز کښې زړه ‘سټېټس کو’ (Status-quo) ماته کړه – افغانستان …
نور ولولئ »‘پان افغانزم’ –’غازي امان الله خان’ او ‘باچا خان’ – فضل الرحیم مروت
شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک د انقلابونو پېړۍ وائي خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ د جنګونو پېړۍ هم وه او د انقلابونو پېړۍ هم. د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتنونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه …
نور ولولئ »دوه نظمونه – دوه توکنې (‘کابل’ او ‘ډیورنډ لائن’) – فېصل فاران
(1) ‘کابل’ – رحمت شاه سائل د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم ‘کابل’ چې د هغۀ اتمه شعري ټولګه ‘د چنارونو نه لمبې ووتې’ کښې شامل دے، یواځې پۀ دې وجه مهم نۀ دے چې دا د رحمت شاه سائل غوندې د قامپاله شاعر نظم دے، بلکې …
نور ولولئ »د پاڼ او پړانګ پۀ منځ کښې (دوېم افغان انګلیس جنګ او لۀ هغې وروسته) – دروېش درانی
‘د پښتني ژوند کړۀ وړۀ’، زم زم پرېس، کراچۍ، 2014ز، مخونه 424-408 (1) د امير دوست محمد خان لۀ مړينې 1863)ز( وروسته د هغۀ زوی شېر علي خان امير شو. لۀ امير کېدو سره سم ئې پۀ هېواد کښې د خپلسرۍ هغه زړه ناروغي بيا راژوندۍ شوه. …
نور ولولئ »د کابل د لیدلو حسرت – ډاکټر لیاقت تابان
پښتانۀ پۀ ژوند کښې د دوو ښارونو د لیدلو حسرت لري – یو کابل، بل حرم – د نورو پۀ څیر زما د ذهن پۀ پړدو هم د کوشنیوالي راهسې دا نغمه هر وخت زمزمه کېدله: کابل ته ځمه – کابل ښۀ ځای دی بیا نۀ راځمه د …
نور ولولئ »غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ سرخېل – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل
د افغانستان د ازادۍ او د استقلال د جنګ سل کاله پوره شو. دا ازادي د پېرنګي نه غازي امان الله خان ګټلې وه. د امان الله خان دور حکومت لس کاله ؤ. دا لس کاله د افغانستان پۀ تاريخ کښې لکه د يو ځلند ستوري پۀ …
نور ولولئ »