د شلمې پېړۍ ستورے – مولانا خانزېب

افراسياب خټک د غني خان پۀ اړه د ډاکټر وقار علي شاه د کتاب پۀ سريزه کښې ليکي چې روسي اديب پروفېسر ‘ګېرس’ پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې د شلمې پېړۍ پښتانۀ مبارزين روشن فکران د طوفان مارغان وو چې د وخت د هرې سختۍ مقابله ئې کړې وه …

نور ولولئ »

کاروان لا روان دے   ( ‌‌‌ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے

د پردې شاته د راوي اواز ( چې الهامي او غېبي دروندوالے پکښې دے): پښتنو قامي تحريک پۀ شپاړسمه پېړۍ کښي شروع کړے ؤ چې کله لا يورپ هم د قام او قامولۍ نه ناخبره ؤ. پير روښان د پيرۍ او مريدۍ پۀ جامه کښې د مغلو د غلامۍ او …

نور ولولئ »

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي او چې تر څو چرته هم د انسانيت، جمهوريت، برداشت، مينې، ورورولۍ، پښتونولۍ، مشرولۍ او عدم تشدد خبره کېږي نو دا دواړه سترې نامې به د خلکو پۀ خولۀ وي. باچاخان او ولي خان چې …

نور ولولئ »

سامراج او زمونږ سيمه – شفيع افغان (دعوامي نېشنل ګوند پښين اولسوالۍ وياند)

د شلمي صدۍ پۀ دوېمه لسيزه کښې د ټولې نړۍ وضعيت د بېن المللي سامراج برطانوي لخوا ډېر د سخت مشکل سره مخامخ ؤ. پۀ خاصه توګه جنوبي اسيا برصغير باندې قبضه د يو څو مقاصدو لپاره وه. د برطانوي سامراج پۀ خپل ملک کښې خام مال نۀ ؤ. د …

نور ولولئ »

پښتون او پښتونولي – ډاکټر سالار خان

مکمل ضابطه حیات یادګیرینه: (دا مضمون د یکم اکتوبر ۱۹۸۹ ګڼه کښې هم راغلے ؤ) هسې خو به نړۍ کښې د مختلفو قومونو د ژوند د پاره مختلفې معاشي او اولسي ضابطې او نظریې ټاکلي شوي دي. دا نظريې د اشتراکیت یا سوشلزم پۀ نوم یادېږي. یا سرمایه دارانه نظام …

نور ولولئ »

د حمزه بابا مرثيه نګاري – فېض الوهاب فېض

(انتخاب) نوټ: دا غوره ليکنه د محترم اديب او ليکوال ښاغلي فېض الوهاب فېض صېب د کتاب “” نه اخستې شوې. مرثيه هغه نظم ته وائي چې د مړي ماتم او پسماندګانو سره پۀ کښې غمرازي کولے شي، دا د عربي لفظ رِثا نه مشتق دے. د رثا معنٰي ده …

نور ولولئ »

ګراني او کلتور – انور نګار

د ګرانۍ د زياتېدو يو شمېر لاملونه دي چې پۀ هغې کښې يو اهم د طلب او رسد (Supply and Demand) توازن دے. يعنې کله چې يو څيز مارکيټ ته پۀ زياته پېمانه راځي او خرڅ ئې د پېداوار پۀ نسبت کم وي، نو داسې ئې نرخ راغورځېږي. بل خواه …

نور ولولئ »

د وحشت نه د انسانيت پۀ طرف – اسرار د طورو

ځناور: د ځنګل ځناور د خوراک څښاک شعور لري. څوک وينه څښکي، څوک غوښه خوري، څوک مېوه او پاڼې خوري، د هوا مارغان يوبل خوري، د غر، صحرا، سمندر ځناور خوري، زهر هم خوري او ترياق هم، دښمن پېژني ځان ترې نه تر وسه وسه پۀ تېښته ساتي، پنجه ور …

نور ولولئ »