فرمائشي خاكه – ګل محمد بېتاب

د تېرو خواوشاه نولس كالو راهسې راته هغه د چا خبره دا يو زړۀ وائي چې يوه فرمائشي غوندې خاكه وليكه؛ خو دا بل زړۀ راته وائي چې خاكه فرمائشي نۀ وي او كۀ داسې شي نو هغه به خاكه نۀ وي، ځكه پوهان وائي چې د كوم بنده سره د چا عقيدت وي نو پۀ هغۀ خاكه نۀ شي ليكلې كېدې. دغه شان د كوم بنده نه چې د چا نفرت وي، پۀ هغۀ هم خاكه نۀ شي ليكلې. پۀ دې لحاظ خو خبره سمه ده ولې چې نۀ زما د دغه سړي سره عقيدت دے او نۀ نفرت – د كوم بنده پۀ حقله چې راته دا يو زړۀ وائي چې خاكه پرې وليكه او راته وائي فرمائشي خاكه پرې وليكه او دا بل زړۀ راته وائي چې مړه! دۀ كومې كافرې كونډې كړې دي؟ پۀ قلاره كښېنه! نو بس پۀ قلاره كېنم – خو څۀ موده پس راته بيا دا يو زړۀ ووائي چې وليكه، خامخا ئې وليكه او فرمائشي ئې وليكه. اخر مجبور شوم او د يو زړۀ منلو ته مې غاړ كېښوده خو دا بل زړۀ به هم پكښې ځاے پۀ ځاے ټک كوي؛ نو توكل پۀ خداے او پۀ بركت د هغه استاذانو ليكوالانو چې ټول عمر ئې پۀ اٰمد او اٰورد ليكل كړي دي.

يوه د مزې خبره دا را مخې ته شوه چې ما وې ګنې يواځې هم زۀ د دوو زړونو مسئلې سره مخ شوے يم خو شكر دے زما نه وړاندې نور هم پۀ دې غم اخته شوي وو لكه مراد شينواري وائي،

پۀ دوو زړونو كښې شم پاتې ستا كوڅې ته چې زۀ راشم
اخلم ځكه قدمونه كله يو خوا كله بل خوا

خو هر كله چې دا يو زړۀ راباندې زورور شو او د دۀ مې ومنل نو كوشش به كوم چې دا دوېم زړۀ منع كړم چې هډو كش كړپ ونۀ كړي خو انسان مجبوره دے، كېدے شي پۀ خطا كښې بې اختياره راته څۀ ووائي. كوشش كوم چې د دې يو زړۀ ومنم او اراده مې ورته كړې ده چې فرمائشي غوندې ليک وكړم. داسې به زما اطمينان وشي او پۀ چا چې مې د ليک اراده كړې ده، هغه به هم خوشحاله شي. دغه سړے پۀ خپله هم يو مخيزے دے؛ چې څۀ وائي نو لكه زما د دوو زړونو پۀ جنجالونو كښې نۀ نښلي. چا نه ئې چې زړۀ ښۀ شي نو د زم زم پۀ اوبو ئې لمبوي او كۀ څوک ئې د پامه چپ راغلو نو پۀ مخ ورله د سياهۍ پۀ ځاے تاركول مږي. مثال ئې د هغه بد دماغه سړي دے چې ښځه ئې وهله نو چې هېڅ بهانه پۀ ګوتو ورنۀ غله نو وې وئيل، دا چې اوړۀ اغږي نو ولې ورسره خوځېږي؟

تاسو به حېران شوي يئ چې دا څۀ انګا بنګا وائې او څۀ يو غر او بل جنګوې؟ نو كۀ د دې وجه درته وښايم نو تاسو به هم لكه زما حېران شئ چې يو خوا د هغۀ يو كتاب دے او بل خوا د هغۀ شخصيت، ما له دلته د هغۀ پۀ ځاے هغوي ليكل پكار وو خو څۀ وكړم، خاكه كښې اكثر دا قسمه خبرې نۀ وي، بلكې چا ته صاحب ليكل وغېره هم ښۀ نشي ګڼلے اګرچې دا فرمائشي خاكه ده نو كۀ هر څۀ پكښې زۀ وليكم نو چا ته پرې اعتراض نۀ دے پكار.

ښه! نو ما د هغۀ د يو كتاب خبره كوله چې د دې د چاپ پوره نولس كاله كېږي. دې نه وړاندې ئې هم څو كتابونه چاپ دي او وروستو هم خو دغه كتاب ئې پۀ خاص توګه د ذكر جوګه دے چې پۀ دغه كتاب كښې ئې د خپل وخت نوميالو ليكوالو او هغه شخصياتو ته پيرزوئينې وړاندې كړې دي كوم چې د دۀ خوښ وو؛ دۀ سره ئې نېكۍ كړې وې او يا دے ترې متاثره ؤ – ولې دغه خلق انسانان وو، مونږ هم ليدلي وو او څۀ نۀ څۀ پېژندګلو مو ورسره لرله. خو دۀ بيخي دغه انسانان د فرشتو پۀ شكل كښې وړاندې كړي دي. هغه د سعادت حسن منټو خبره هر يو ئې لانډرۍ كښې وينځلے او استري كړے دے. كتاب له ئې نامه هم پۀ دغه مناسبت ”ښكلي ښكلي خلق“ ايښې ده. د دوي هېڅ يوه بدي ئې نۀ ده بيان كړې او كۀ كومې كمزورۍ ئې پكښې ليدلې نو هغه ئې ورله پۀ خوبیو او صفتونو كښې شمار كړې دي لكه د محترم قمرراهي صاحب تندخوئي مشهوره وه نو دے د هغه باره كښې ليكي:

”راهي صاحب پۀ خوي تريخ او مزاج نازك مشهور دے. دغه څيزونه د هغوي د شخصيت سره داسې اغږلي شوي دي چې كۀ هغۀ له ئې پۀ خپله هم څۀ علاج نۀ ورځي نو ملګرو ورسره هم داسې منلې ده چې د هغې نه بغير ورته راهي صاحب نېمګړے ښكاري.“

وړاندې هم دې ليكنه كښې ئې يو ځاے حد كړے دے، ليكي:

”راهي صاحب چې ستائينه كښې څومره محتاط دے، پۀ غندنه كښې هومره نا ترسه او بېباكه دے دا د راهي صاحب مزاج دے؛ د هر سپين زړي بنيادم د مزاج هم دغه رنګونه وي.“

دې نه پۀ اسانه اندازه لګي چې هغۀ پۀ كوم نيت دا كتاب ليكلے دے او بيا دا انداز ئې ورله څنګه خوښ كړے دے. د نورو شخصياتو پۀ حقله ئې هم كم و بيش ليكل هم دغه رنګ كړي دي او هم د دغه كتاب مطالعې زۀ دې ته مجبوره كړے يم چې بنده کۀ يو سړے پۀ پینځلسو ليكوالو پۀ يوه مخه تعريفي ليكونه كولے شي نو تۀ ولې د يو سړي پۀ باره كښې نۀ شې ليكلے. د هغۀ دا ټول ليكونه هغه د چا خبره د دغه شخصياتو پۀ حقله ستائينليكونه دي. پۀ چا ئې چې ليكونه كړي نو هغوي او يا د هغوي نزدې خپلوانو ورته پۀ يوه خولۀ خاكې ‘وئيلې’ دي، ځكه نو زۀ هم ورته ‘مدحيه’ خاكې وايم.

ما ته دې يو زړۀ كوم چې پۀ فرمائشي خاكه ليكلو مجبوره كړے يم، ووې چې د دۀ نوم به وړاندې نۀ اخلې خو دې بل زړۀ راته ووې چې د ”د ښكلي ښكلي خلق“ كتاب نامه دې واخسته نو دغه سسپنس دې سر وخوړو؛ ځكه دا خو هر چا ته معلومه ده – هغه د مشرانو خبره چې ‘غونډ دے خو نارنج دے’. دا كتاب پروفېسر ډاكټر محمد همايون هما ليكلے دے چې پۀ وړومبي ځل 2000ز كښې او بيا وروستو څو كلونه پس ته دوباره چاپ شوے دے.

همايون هما زۀ د ډېرو وختونو نه پېژنم، بلكې چې پۀ ښه بده پوې شوے يم نو دا نوم مې پۀ رېډيو اورېدلے ؤ خو ليدلے مې نۀ ؤ. بيا چې كالج ته لاړم او څۀ نه څۀ ادبي كش كړپ مې شروع كړل نو پۀ رېډيو، ټيلي وژن، اخبارونو او رسالو كښې به مې دا نامه اورېدله او ليدله او ورسره زمونږه يو استاد پروفېسر افضل رضا صاحب به خامخا او بغېر د ضرورت نه دا نوم ډېر ډېر يادولو. دۀ سره به ئې د خپلو ملاقاتونو ذكر ډېر پۀ خوند خوند كولو. کۀ هغه نن ژوندے ؤ او زما دا ليک ئې لوستلے ؤ نو ډېر به خوشحاله شوے ؤ. زما يقين دے چې زما دا ليک به ئې پۀ خپله هما له وړے ؤ او ډېر پۀ فخر به ئې ورته وئيلي وو چې واوره! زما يو شاګرد پۀ تا داسې ليک كړے دے.

امكان دے چې زما پۀ ليک كښې ئې څو ستائينې نورې سېوا كړې وې خو كېدے شي زباني ئې پۀ خندا كښې ورته دا هم وئيلي وو چې ځه ته ئې پۀ ايمان ووايه تا كښې ګنې دومره صفتونه شته؟ ځكه چې د افضل رضا صاحب د همايون هما سره ازادي وه او هر څۀ ئې ورته وئيلے شول. كيدے شي دا ئې هم ورته وئيلي وے چې تا او ستا پۀ شاګردانو كښې خداے تعاليٰ يو له هم دا توفيق ورنۀ كړو چې پۀ ما دې څو پاڼې تورې كړي. پوره اتيا كتابونه مې ليكلي دي او ولې زۀ ګنې پۀ ښكلو ښكلو خلقو كښې تا نۀ شوم شاملولے؟ ما كښې څۀ كم دي؟ خو افسوس چې افضل رضا صاحب نشته. خداے دې وبخښي او هما له دې ژوند وركړي.

ډاكټر محمد همايون هما د مردان پۀ بغداده كښې پېدا شوے دے. والله کۀ ما ته دا پته وه چې بغدادې ته د بامبړانو د مسكن او يا د طوطيانو د بڼ پۀ وجه بغداده وائي. دا هرڅۀ ده پۀ خپله ليكلي دي چې اصل كښې ويونكے ئې لوے پوهاند صديق الله خان ريښتين دے.

د همايون هما پلار سعادت خان يو مزدوركاره او جفاكش انسان ؤ چې د متحده هندوستان تر لرې لرې ښاريو ګرځېدلے ؤ.اټو موبائيل انجینيئر ؤ. 1918ز كښې ئې د ډهلي يو پوليټيكنيک ادارې نه ډپلومه اخستې وه. پۀ 1950ز كښې چې بهوپال ته راغلو نو مالي حالت ئې خراب شو. غريب ؤ خو ولې عظيم انسان ؤ چې پۀ بچو ئې د تعليم خواهش لرلو. او هما د خوش قسمتۍ نه د سكول پۀ زمانه كښې داسې يو خوا خوږے استاد د ميا خېرالحق ګوهر كاكاخېل پۀ شكل كښې وموندلو چې دۀ د پاره ئې د خضر غوندې د رهنما كار تر سره كړو. هم د دغه تعلق پۀ وجه ئې د مردان د هغه وخت ټول ليكوالان وپېژندل او خپل ادبي سفر ئې پۀ داسې انداز كښې شروع كړو چې د خپل استاد نه ئې زيات نوم وګټلو. بلكې زما غوندې ډېر ليكوال خو ميا خېرالحق ګوهر كاكاخېل د هما پۀ وجه پېژني او پۀ رښتيا معنو لوے سړے خو ځكه ؤ چې د دۀ غوندې شاګردان ئې تيار كړي دي.

همايون هما د خپلو ښو اخلاقو، خدمتونو او تابعدارۍ پۀ وجه د ځينو نوموړو ادبي شخصياتو سره دومره نزدې پاتې شوے دے چې بنده ورته حېران شي. قمر راهي صاحب هما ته ليكلي دي:

”حسن خان سوز زما مشر ورور ؤ خو تا زما نه هم ښۀ پېژندو او زما خواهش دے چې تۀ د هغۀ پۀ فن او شخصيت مزيد ليكل وكړې.“

همايون هما د طالب علمۍ پۀ زمانه كښې رېډيو پاكستان له پۀ وړومبي ځل اكتوبر 1962ز كښې دوه ډرامې ليكلې وې چې يوه د ”تورزن كاكا“ پۀ نامه وه دا د ماشومانو د پاره وه چې دورانيه ئې لس منټه وه او بله ”څلور زره روپۍ“ وه چې دواړه ډرامې د رېډيو پاكستان پېښور نه د ډرامې نوموړي ليكوال او پروډيوسر عمر ناصر صاحب نشر كړې وې. بيا ئې وخت پۀ وخت رېډيو له نورې ډرامې هم ليكلې دي چې باقاعده نشر شوې دي خو هغه اكثرې وركې شوې دي او محض دوه درې د نمونې پۀ توګه پاتې دي. دې دوران كښې ئې د خپل سيمابي فطرت لۀ كبله د رېډيو د واكدارانو نه ګيلې مانې هم پېدا شوې دي لكه ”قند“ مردان مجله كښې ئې يوه ډرامه چاپ شوې وه چې پۀ هغې ئې د پاسه يو نوټ ليكلے ؤ، ‘د رېډيو پاكستان د ډرامې د خپلواک عمر ناصر پۀ نوم چې كله ئې هم زما ډرامه پۀ معيار پوره ونۀ ختله’ – دا رساله ما چرته د يو كباړي نه اخستې وه او چې عمر ناصر صاحب ته مې وښودله نو هغۀ ډېر وخاندل. بيا ئې ووې، هما ته څۀ پته ده چې ما دا ډرامه ولې واپس كړې وه؟

اصل كښې خبره داوه چې د خاص حالاتو پۀ تناظر كښې مونږ ډرامه نګارانو ته د ډرامو ليكلو وئيلي وو خو بيا حالات بدل شول نو دغه ډرامې مونږه د پاليسۍ مطابق نۀ شوې نشر كولې نو ما زړۀ كښې ووې، دلته به وركې شي؛ ښه به دا وي چې دا دې ليكوالو ته واپس ولېږو.

همايون هما خواوشا 1984ز كښې ماليدلے ؤ چې دغه وخت دے يو مشهور شاعر او ليكوال يادېدلو. ډېرې ډرامې ئې د رېډيو او ټيلي وژن نه نشر شوې وې. زۀ يو نو اموزه ليكوال وم او د دۀ پۀ ليدو ډېر خوشحاله شوے وم. همايون هما هغه وخت ډېر ښكلے سړے ؤ؛ ښكلي ګڼ وېښتۀ، غټې سترګې، غونډ مخ او خنده رويه څهره چې اوس هم د هغۀ وړومبے تصوير زما پۀ زړۀ نقش دے. چرته كالج كښې د اردو ژبې ليكچرار ؤ. خبر شوم چې د اردو سره ئې پښتو كښې اېم اے كړې ده او دې نه علاوه ئې د كراچۍ نه د اېل اېل بي ډګري هم تر لاسه كړې ده. د قانون ډګري ئې محض د وېرې اخستې وه ولې چې د كالج رساله كښې يو مضمون چاپ شوے ؤ او د نورو سره پۀ كښې پۀ دۀ هم د كميونسټ كېدو الزام لګېدلے ؤ. منظور باچا ئې صفائي كړې وه چې خصوصاً هما خو هډو د كمیونيزم پۀ پوله هم نۀ دے تېر شوے او هغۀ چې دۀ ته حال ووې، د مارشل لاء دور ؤ نو ورسره غم شو چې هسې نۀ سبا له دې پۀ څۀ بهانه فارغه كړي. راشه د قانون ډګري واخله نو داسې هما اېل اېل بي شو خو نور د عدالت او كچهرو نه ځان ساتي.

خېر دا خو پكښې نورې نورې خبرې راغلې، خبره مې د همايون هما د ځوانۍ او ښكلا كوله چې خداے دې د بد نظره وساتي اوس هم تقريباً هغه شان دے ځكه زۀ وايم د هغۀ پۀ كتاب ”ښكلي ښكلي خلق“ كښې د پينځلسو نورو ښكلو ښكلو شخصياتو سره شپاړسم ښكلے سړے هما پۀ خپله دے. كله كله زما شک راشي چې شاعر امن پير ګوهر صاحب كوم خيالي مشين ايجاد كړے ؤ او د هغه مشين صفت دا ؤ چې كوم زوړ تن به دې ور واچولو نو هغه به ترې اخوا ځوان جان راووتلو. كېدے شي د تجربې پۀ توګه ئې ورته همايون هما اچولے وي ولې چې دۀ پۀ پير صاحب ډېر خواږۀ او درانۀ ليكونه كړي وو او پير صاحب به ورله پۀ بدل كښې دا كار كړے وي. يا كېدے شي خداے تعاليٰ د نورو د ښكلي كولو او درنولو پۀ انعام كښې تل عمري ځواني وركړې وي.

ډاكټر همايون هما يو ښۀ شاعر، افسانه نګار، ډرامه نګار، تكل نګار، رپوتاژ ليكونكے، كمپئير، خاكه نګار، محقق، نقاد او كالم نګار دے. اردو او پښتو ژبه كښې ئې دومره كار كړے دے چې د خپل وخت د ډېرو ليكوالو نه وړاندې شوے دے خو كومه ډله ټپله او سياسي ډلو سره تړون نۀ لري ځكه نو هغه هومره قدرداني ئې نۀ ده شوې د څومره چې دے مستحق دے. زما د معلوماتو تر مخه ئې پۀ نظم او نثر كښې د شلو پورې لوي واړۀ كتابونه ليكلي خو لا ئې شل كړې نۀ ده او دوه درې كم شل كتابونه ئې چاپ شوي دي خو تر اوسه ورسره د كوم سركاري او غېر سركاري ادبي تنظيم لۀ خوا كوم مازيګرے يا ماښامے نۀ دے شوے.

د هما ګڼ حېثیتونه دي او ټول دومره روښانه دي چې ځان ځان له څېړنې غواړي خو زيات شهرت د يو ډرامه نګار او كالم نويس پۀ حېث لري. د پاكستان ټيلي وژن سنټر د پاره ئې ډېرې سنجيده او مزاحيه ډرامې او سيريلز ليكلي دي خو د دۀ يوې ډرامې پۀ پښتو او اردو دواړو كښې ډېر شهرت موندلے ؤ چې تر اوسه ئې خلق د مثال پۀ توګه يادوي.

دا ډرامه سيريز پۀ پښتو كښې د ”ميم زر ما“ او اردو كښې ”جھوٹ كى عادت نہیں مجھے“ پۀ نامه نشر شوې ده. البته پښتو كښې دا ديارلس قسطونه وو او اردو كښې یویشت دوه ویشت قسطونه وو.

د تېرو ډېرو كلونو راهسې مختلفو اخبارونو كښې پۀ اردو ژبه كښې مسلسل كالمونه د ”ادھر ادھر سے“، ”باتوں باتوں میں“، ”جھوٹ كى عادت نہیں مجھے“ پۀ نامه ليكلي دي. دوي پۀ ورځپاڼه مشرق، خېبر او نن سبا ”آئين“ اخبار كښې ليكل كوي چې كالمونه ئې علمي، ادبي او عوامي حلقو كښې ډېر شهرت لري. يوه خبره دلته پۀ دعوې سره كوم چې دا وخت د پښتونخوا څومره كالم نګاران اردو كښې كالمونه ليكي نو پۀ دې ټولو كښې همايون هما او ناصر علي سيد ډېره ښكلې اردو ليكي. د دې دواړو غوندې روانه اردو ما د بل چا نۀ ده ليدلې. بيخي د خپل خيال مطابق مناسب او صحيح لفظونه ډېر پۀ اسانۍ سره ليكلے شي او تۀ به وائې جوړې دا دواړه ګنې اهل زبان دي. ناصر علي سيد پۀ اردو كښې شاعري او نور نثرونه هم ليكي. البته د همايون هما د اردو شاعري يا افسانې ما نۀ دي لوستې خو کۀ وغواړي نو يقيناً چې پۀ اسانۍ پكښې ښۀ معياري ليكل كولے شي. دې نه علاوه د ټيلي وژن وړومبنو كمپئيرانو كښې راځي او خصوصاً د ادبي پروګرامونو ئې تر اوږدې مودې پورې كمپئيرنګ كړے دے.

ډاكتر همايون هما خپله ”قند“ رساله كښې تر څۀ مودې كار كړے ؤ، ځكه نو اېم فل ئې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نه پۀ كال 1931ز كښې پۀ اردو كښې ”ماهنامه قند كى ادبی خدمات“ او پي اېچ ډي ئې پۀ 2000ز كښې ”د قند هنداره“ پۀ نامه پښتو كښې د پېښور يونيورسټۍ نه كړې ده.

خو د پي اېچ ډي ډګرۍ ورته تش د ډاكټر كېدو نه زياته هېڅ فائده نۀ ده وركړې، البته جواب طلبي ترې شوې وه چې تا ولې پۀ پښتو كښې پي اېچ ډي كوله؟ ولې چې دے د اردو ژبې استاد ؤ او پي اېچ ډي ئې پۀ پښتو كښې كړې وه.

ډاكټر همايون هما خواوشا پينځۀ دېرش كاله استاذي كړې ده او اندازاً دېرشو زور پورې شاګردان ئې پاتې شوي دي ځكه نو چې پۀ لاره روان وي نو کۀ يو خوا ورته د لويو لويو او نوو موټرو نه سلامونه كېږي نو بل خوا ورته خيرنې جامې اغوستې مزدوران، د ركشو ډرائيوران، د بسونو او مزدو كلېنډران، دكانداران، د ائسكريمو ګاډو والا او وږي خرڅوونكي پۀ خېر راغلے وائي. کۀ چرته د فتر ته لاړ شي نو څوک نه څوک شاګرد ئې پېدا شي او د ستر ګورپ كښې كار وشي، بلكې چاے شربت هم پرې پۀ زور كوي.

همايون هما خپله غصه او خندا بيخي نۀ شي قابو كولې بلكې دا دواړه ئې دومره بې اختياره وي چې كله كله خو ئې پۀ خندا د بنده دا ګمان راشي چې دا خو به چرته اېكټنګ نۀ كوي، ځكه چې هغه پۀ غېر ارادي طور ډېره اوږده شي خو دا خندا زياتره هله كوي چې كله ورسره زاړۀ اشنايان يو ځاے شي. د لطيفو لويه پنګه هم ورته ياده ده.

د ډاكټر همايون هما لوے صفت دا دے چې تكبر پكښې بيخي نشته. پۀ خبرو اترو ناسته ولاړه او راشه درشه كښې عام ساده كليوال سړے دے ګنې نو اكثر د غريبې كورنۍ خلق چې لويو عهدو ته ورسي نو د ناديدو غوندې حركتونه كوي، د پلار نيكه رشتې نوابانو خانانو او بيوروكرېټانو پورې تړي خو دے د بغدادې د خپل كچه كور، غټې او زړې كوټې ذكر داسې پۀ خوند كوي چې بنده وائي ارمان دے چې دا مې ليدلے وے. كله كله خو چې پۀ جوش كښې راشي نو داسې ووائي چې نور څۀ به نۀ وو نو سړې ډوډۍ سره به مو ګوړه، پياز او يا چهولې وخوړې خو څۀ بل شان خوند به ئې ؤ. نۀ پوهېږم چې هغه وخت به دا خوند پۀ خولو كښې ؤ او کۀ پياز، ګوړه او چهولو كښې؟ ولې چې دے ئې كله ذكر كوي نو د بنده خولۀ كښې ورته اوبۀ راشي. ما سره خو كله كله وېره شي هسې نۀ دا ووائي چې د هغه زمانې د نارنجانو خوند به د دې زمانې د مالټو نه ښۀ ؤ. غرض مې دا دے چې پۀ خپله ماضي او غريبۍ نۀ شرمېږي بلكې پۀ دې شكرونه وباسئ چې خداے تعاليٰ د كوم ځاے نه كوم ځاے ته ورسولم.

دا خبره هم ډېره كوي چې پۀ كالج كښې د غريبۍ او لږ غوندې فیس د ناچارۍ لۀ وجې نۀ ؤ داخل شوے. د بجلۍ محكمه كښې معمولي بابو لګېدلے ؤ چې كله به ئې نوښار او كله پۀ حسن ابدال كښې ډغرې وهلې خو دې دوران كښې ئې څوارلسم جماعت پۀ پرائيوېټ توګه پاس كړے ؤ او چې كله د قمر راهي صاحب پۀ واسطه ”قند“ مردان ته راغلو نو ورسره ئې پۀ پرائيوېټ توګه اېم اے پاس كړو. د اردو ليكچرر شو او څۀ موده پس هغه مردان كالج ته د افسر پۀ حېث راغلو چې دۀ پكښې د غربت پۀ وجه باقاعده تعليم نۀ ؤ حاصل كړے. ولې پۀ راتلونكې زمانه كښې ئې د ډېرو غريبانانو دعاګانې اخستې وې او فیسونه ئې ورته معاف كړي دي. ګورنمنټ ډګري كالج (2) مردان كښې پرنسپل پاتې شوے دے.

همايون هما پۀ ژوند كښې ډېرې معركې كړې دي. هغه د چا خبره د لويو لويو هاتيانو سره ئې ټانټې ژوولې دي او د هغوي ډاګيز مخالفتونه ئې كړي دي لكه د امير حمزه خان شينواري صاحب غوندې د لوے شاعر متعلق ئې وئيلي بلكې ليكلي وو چې د حمزه صاحب شاعري اوس زړه شوې بلكې ‘نيا’ شوې ده چې د دې پۀ جواب كښې حمزه صاحب يو مهمل غزل ليكلے ؤ او د هغۀ پۀ كتاب ”سپرلے پۀ ائينه كښې“ چاپ دے. دغه غزل سره ئې پۀ خصوصي توګه يو نوټ ليكلے دے. د دغه غزل مقطع داسې ده:

حمزه کۀ شاعري شوه د تا ”نيا“ او تۀ نيكۀ شوې
بيا څنګه دې دا پېغلې د غزل وزېږولې

د حمزه صاحب سره ئې د خط و كتابت سلسله هم چلېدلې وه چې بيا وروستو ئې دغه خطونه پۀ كتابي شكل چاپ كړي دي. د حمزه صاحب د وفات نه وروستو ئې هغۀ ته د خراج عقيدت وړاندې كولو د پاره د ”ليجنډ“ پۀ نامه يوه تفصيلي ليكنه هم كړې ده او د هغۀ عظمت ئې منلے دے.

د سيد تقويم الحق كاكاخېل او اياز داوزي صاحب پۀ تابعدارو كښې ؤ خو د اندېش شمس القمر صاحب سره ئې پۀ يوه معمولي خبره ورانه وه خو بيا ئې د هغې ازاله داسې وكړه چې د اندېش صاحب پۀ ډېرو غزلونو ئې طرحي كلام ليكلے دے. مطلب مې دا دے چې چا سره ئې هم ورانه راغلې نو بيا ئې د هغوي د پخلا كولو كوشش كړے دے او دې كښې كامياب شوے دے. د هما يو كمال دا دے چې د هر شاعر د كلام پېروډي سمدستي پۀ ښه توګه كولې شي.

بل صفت ئې دا دے چې چا هم ورسره رابطه كړې ده نو مرسته ئې ورسره كړې ده. لكه مونږ د ډاكټر اسرار صاحب پۀ وسيله څو اخبارونه ورته ولېږل، بيا ئې څو خطونه هم راته ليكلي وو چې پۀ هغې كښې د ”غازي“ اخبار د پښتو صفحه كښې دوه پۀ ګوتو راغلل. دغه خطونو كښې هغۀ ما ته د اخبار د ايډيټر پۀ توګه څو مشورې راكړې دي خو پكښې يقيناً داسې څو خبرې شته چې د هغۀ طبيعت ترې پۀ ډاګه كېږي. پۀ شپاړسم دسمبر 1991ز خپل رالېږلي خط كښې وائي:

”ډاكټر صاحب (مراد ترې نه ډاكټر اسرار صاحب دے) راته وئيلي دي، تاسو د قلندر صاحب يوه ډېره زوروره انټرويو چاپ كړې ده. زما زورور خلق خوښ وي ځكه چې خپله مې هم د زړۀ زور سېوا دے. کۀ څوک پرې سوزي او کۀ لمبه كېږي، رښتيا وايم او چې د قلم څښتن رښتيا ونۀ وائي نو نور به ئې څوک وائي؟ دا شان د رښتياو او دروغو پته ولګي، جعلي او اصلي خلقو ته ښكاره شي او د ډېرو مسټرز (نام نهاده) اندازه ولګي چې پۀ څومره اوبو كښې دي.“

دې نه پس به اخبار مونږ د دوي د كور پۀ پته لېږلو. د قلندر مومند او همېش خليل صاحب دوي مركې ئې چې ولوستې نو پۀ دې حقله ئې ډېر تفصيلي پرانستے خط پۀ دېرشمه جنورۍ 1992ز رالېږلے چې د دې دواړو مركو تنقيدي جاج ئې اخستے ؤ. د قلندر مومند صاحب مركه كښې ئې پۀ يوه خبره اعتراض كړے ؤ – لیکلي ئې وو، ”د ښاغلي قلندر دا خبره چې پۀ ‘غزونې’ كښې كومه د نظم حصه ده دا د غزلونو نه زياته ښه ده او دا چې حمزه صاحب له غزل نۀ وو ليكل پكار. دا څۀ داسې خبرې دي چې پۀ دې ډېر معلوماتي بحث چلېدے شي ځكه چې ښاغلي قلندر پۀ كومه طريقه د حمزه صاحب د غزلي شاعرۍ نفي كړې ده، هغه د حمزه صاحب د بې شانه وسيع غزلي سرمايې پۀ موجودګۍ كښې يوه بيخي اٰمرانه فېصله ده. پكار ده چې پۀ دې موضوع ښۀ پۀ تفصيل سره ليكل وشي، خصوصاً ښاغلي قلندر د پاره چې هغوي پۀ كوم بنياد د حمزه صاحب د غزل د اهميت نه انكار كوي.“

دلته ډاكټر هما د قلندر صاحب پۀ رایې اعتراض لري او د هغوي دعويٰ بحث طلبه ګڼي خو د قلندر صاحب ”پټه خزانه في الميزان“ كتاب چاپ ؤ نو د يو بې طرفه محقق او نقاد پۀ توګه ئې د همېش خليل صاحب د انټرويو پۀ حقله پۀ ډاګه وئيلي وو. د همېش خليل سره مركه كښې د پټې خزانې بحث ډېر دلچسپ دے. ما ‘پټه خزانه’ هم لوستې وه او ‘پټه خزانه في الميزان’ هم. د پټې خزانې پۀ دفاع كښې چې كوم مضامين ليكلے شوي دي، هغه مې هم د نظر نه تېر شوي دي. د دې هر څ“ پۀ رڼا كښې في الحال د پټې خزانې پۀ حقله د قلندر مومند تله درنه ده ځكه چې د هغې پۀ رد كښې لا تر اوسه څۀ كوټلې خبرې مخې ته نۀ دي راغلي“. وړاندې وائي چې ”ښاغلے همېش خليل دې لړ كښې خپلو دلائلو ته كتابي شكل وركوونكے دے او پۀ دې لړ كښې ډېر زيات پر اعتماده دے.“

دې نه د ډاكټر هما د تنقيدي بصيرت او بې طرفه پاتې كېدو اندازه لګي خو د خوند خبره دې نه وروستو ده او هغه دا چې ما ته ئې مشوره راكړې وه چې د اصغر لالا، طلا باچا، قمر راهي، شېر علي باچا او پير ګوهر سره مركې وكړه. اولسي شاعرانو كښې ئې راته علي حېدر جوشي صاحب پۀ ګوته كړے ؤ. ما رابطې وكړې خو چرته كامياب او چرته ناكامه شوم. بهر حال د شېرعلي باچا او پير ګوهر صاحب مركې مې چاپ كړې وې خو يو طالب علم رانه فائل يوړو او تر ننه ئې واپس نۀ كړو. دغه دواړه مركې وركې شوې. د محترم قمر راهي صاحب كور ته مې د ځان سره اندېش شمس القمر، محمد اقبال اقبال او ډاكټر اسرار بوتلي وو خو د راهي صاحب د كور بنديانو ووې چې طبيعت ئې ناسازه دے. بيا څو ورځې وروستو راهي صاحب يو خط رالېږلے ؤ او پكښې ئې د مركې نه د انكار كولو وجوهات ښودلي وو. دغه خط هم مونږه پۀ اخبار كښې چاپ كړے او ما سره پروت دے. ډېر كلونه وروستو ما ته احساس وشو چې ډاكټر همايون هما هم د كار پۀ حواله لوے نوم لري او هر كله چې دۀ ما له نورو سره د مركو كولو مشوره راكوله نو خپله به څنګه انكار كوي. نو د كال 2016ز د وړوكي اختر نه دوه څلور ورځې پس مې ورته خپله مدعا بيان كړه. راته ئې ووئيل چې زۀ لاهور كښې يم. بهر حال ما ورته سوالنامه ولېږله چې جوابونو راكولو كښې اساني پېدا شي. چې كله راغلو نو وخت پۀ وخت به مې ورته يادول خو كله يوه بهانه او كله بله. منځ كښې ډېرې مياشتې تېرې شوې. يوه ورځ مې ورته پۀ موبائل يو پېغام ور ولېږلو؛ ”سلام ډاكټر صاحب! تاسو د لاهور نه مردان ته راواپس شوي يئ کۀ نۀ او کۀ هغه مركې ته تيار يئ نو چې زۀ حاضر شم. “ جواب ئې راغلو،

”څومره پۀ ما ګران دي د اشنا ليدل
تلے وم، اوس راغلمه اوس بيا ځمه

دا خو ستا د يوې خبرې جواب شو. د دوېمې خبرې جواب دا دے چې دا ټول انتهائي فضول كارونه دي. خفه نۀ شې ما ترې توبه كړې ده – کۀ الله راته دا شته ګناهونه معاف كړي.“

پوهه شوم چې پۀ جلالي موډ كښې دے، راشه څۀ ورته وليكه چې غصه ئې سړه شي. ما ورته بل پېغام ولېږلو، ”جناب! ما سره مو لوظ كړے ؤ او الله تعاليٰ دې مونږه ټولو ته ګناهونه معاف كړي. ګناهونه مو ښۀ ډېر كړي دي، مونږ ئې منو او کۀ نۀ.“

خو د ډاكټر هما جلال هغه شان برقراره ؤ. څۀ وخت پس ئې پېغام راغلو، ”همېش خليل د پښتو لوے ليكوال دے، د كرایې پۀ كور كښې بې اسرې پروت دے، د هغۀ څۀ غم پكار دے. تاسو تشو مضمونونو، مركو او نورو قيصو له زور وكړے دے.“

سوچ مې وكړو چې د دۀ اوس نور چېړل نۀ دي پكار. بلډ پرېشر ئې اوچت شوے دے خو د هغۀ د زړۀ بوج لا هغه شان برقرار ؤ ځكه شېبه پس ئې بل پېغام راغلو، ”د عبدالولي خان يونيورسټۍ وائس چانسلر ډاكټر احسان علي د قمر راهي او پير ګوهر سره د يو يو لاكهـ روپیو نغد امداد وكړو نو ورپسې خلقو شور جوړ كړو چې دا ولې؟ دا خو شين پوش دي. ستا يو زوړ اشنا )مراد ترې ډاكټر اسرار صاحب دے( هم پۀ دې مهم كښې شامل ؤ. سعدالله جان برق ورپسې پۀ خپل كالم كښې خنداګانې وكړې. پۀ پښتنو كښې يو فقير د بل فقير بدي شي.“

زۀ پوهـه شوم چې اصل خبره دا ده او كېدے شي زما د اشنا پۀ وجه ما ته هم غصه وي ولې چې قمر راهي او پير ګوهر صاحب دواړه پۀ دۀ ډېر ګران وو خو دې دوران كښې ئې پېغام راغلو، ”نو بېتاب صاحب! زما درته نصيحت دا دے چې هېڅ ترې نۀ جوړېږي، خپل رقم او وخت مۀ بربادوه! پۀ قلاره كښېنه مړه!“

يو پېغام كښې ئې دا هم ليكلي وو،

”پۀ پښتو اكېډمۍ كښې څوک دانش بېټنے دے، فون ئې راته وكړو وې ‘د پښتنو ليكوالو پۀ كوائفو انګرېزۍ كښې كتاب ليكم، خپله بايو ډېټا راولېږئ. صفا انكار مې ورته وكړو چې زۀ پكښې نۀ يم؛ بس څومره خلقو چې تر اوسه پېژندلے يم دغه ډېره ده، پۀ نورو ځان نۀ پېژنم.“

دا بيان لږ اوږود شو خو زما پۀ خيال ښۀ پۀ دې وجه دے چې ترې نه د ډاكټر هما د خوي بوي او جذباتيت اندازه لګي.

د خپلو ډېرو نظم او نثر د كتابونو نه علاوه ئې څو كتابونه د نورو هم چاپ كړي دي. لكه پۀ ميا خېرالحق ګوهر كاكاخېل ئې د ”ښاغلي“ پۀ نامه د مختلفو ليكوالو مقالې او نظمونه چاپ كړي دي. د سيد تقويم الحق كاكاخېل خوارۀ وارۀ ليكونه ئې د ”غوره ليكونه“ پۀ نامه كتابي شكل كښې چاپ كړي دي. د اياز داودزي صاحب چې كوم علمي كتاب د ”ادبي هڅې“ پۀ نامه چاپ شوے دے، د هغې مواد هم دۀ راغونډ كړي دي او يوه ډېره علمي مقاله ئې پرې ليكلې ده. څلورم كتاب ئې د پښتو ژبې د نوموړي ډرامه نګار عبدالكريم مظلوم ډرامې ”څهرې“ پۀ نامه چاپ كړے دے. د دې ډرامو د كتاب د پېدا كولو قيصه هم ډېره خوندوره ده. ما څو كاله وړاندې اورېدلي وو چې د دې ډرامو د كتاب يو فوټو سټېټ د ډاكټر خالد خان خټک سره شته نو د هغۀ لټون مې شروع كړو خو دا كار راته ډېر ګران پرېوتو. د هغۀ متعلق مشهوره ده چې نۀ چا ته خپل كور ښائي او نۀ چا له د ټيلي فون يا موبائل نمبر وركوي؛ خو ډاكټر هما ورپسې شو او د هغۀ يو خپلوان غازي الرحمان قلندر ته ئې مسئله وړاندې كړه چې د هغۀ پۀ ذريعه دا كتاب دۀ ته ورسېدو او د خپلې تفصيلي علمي مقالې سره ئې خور كړو. زما پۀ خيال دا ئې ډېر لوے خدمت وكړو.

د همايون هما يوه بله واقعه هم د يادولو ده. پېښور يونيورسټۍ يو طالب علم ګل منير ادينزي ته د پي اېچ ډي د پاره ”د ولي خان د نثر نګارۍ تحقيقي او تنقيدي جائزه“ موضوع وركړې وه چې پۀ خپل يو كالم كښې دۀ ليكلي وو، خان عبدالولي خان د سياست د مېدان مشهور شهسوار ضرور دے خو د ادب پۀ مېدان كښې ئې دومره خدمات نشته چې د پي اېچ ډي د كچ څېړنه دې پرې وشي، چې پۀ دې د هغۀ خلاف لوے محاذ جوړ شوے ؤ او ځينو ورپسې سپورې ستغې وئيلې وې خو ګل منير ډګري تر لاسه كړه. البته د ډاكټر هما ارمان داسې پوره شو چې ګل منير ادينزي يو كتاب پۀ خان عبدالولي خان ”د سياست نابغه“ پۀ موضوع ليكلے او چاپ كړے دے.

ځينې خلق ښكاري يو شان خو وي بل شان. دغه حال د ډاكټر هما هم دے. ما چې څومره خبرې وكړې او يا زما ذاتي طور كومه اندازه وه نو هغې پۀ بنياد مې خيال ؤ چې هغه به كور كښې هم د هر چا نه مرور وي او د كور خلق به هم ترې پوزې له راغلي وي خو عجيبه دا ده چې بالكل هم داسې نۀ ده بلكې دے يو ډېر تابعدار زوے ؤ. دا خبره هم د ذكر وړ ده چې دے پۀ 2004ز كښې د خپلې مور بي بي او كورنۍ د نورو غړو سره عمرې له تللے ؤ چې د عمرې نه پۀ واپسۍ جده كښې ئې مور بي بي پۀ حق ورسېده. هلته د العزيزيه پۀ قبرستان كښې دفن شوه. هما او نور ترې نه لوندې سترګې واپس راغلل. ډاكټر حميدالرحمان څوک چې د زړونو سپېشلسټ ؤ او د مرحومې علاج به ئې كولو، ورته وئيلي وو چې ما له به د ځان سره د عمرې نه واپسۍ كښې څۀ راوړې؟ نو هغې ورته وئيلي وو، ”زۀ واپس راځم نۀ نو تا له به څۀ راوړم.“ تر ننه د مور ذكر ډېر پۀ قدر او احترام كوي. د كور ودانې سره ئې د مينې دا حال دے چې د هغې خدماتو ته د خراج تحسين وړاندې كولو پۀ غرض ئې يوه خاكه د ”همزاد“ پۀ نامه ليكلې ده. دا خبره ئې پۀ جار منلې ده چې کۀ زما سره د همزاد مرسته نۀ وه نو هېڅ به نۀ وم. د بغدادې د زوړ كور نه به د شېخ ملتون بنګلې ته كله هم نۀ وم راغلے. همايون به وم خو هما شوے به نۀ وم او نۀ به مې بچي داسې كامياب شوي وو. د خپلو بچو سره ئې هم مثالي مينه ده. يو زوے عظمت هما ئې مردان كالج كښې د اردو پروفېسر دے چې هم د دۀ نه ئې چارج اخستے دے. بل زوے شفقت هما ئې ډاكټر دے. لاهور كښې يو هسپتال كښې د دماغي امراضو د مشر ډاكټر پۀ توګه كار كوي. لور ئې هم هلته وادۀ ده، ځكه نو دے كله د زوي، لور او د نمسو پۀ مينه كښې لاهور ته ځي او كله د زوي، ښځې، نمسو او غم ښادۍ د پاره مردان ته راځي.

ژوند ئې هم هغه شان مصروف دے. دا وخت ”آئين“ اردو اخبار له كالمونه ليكي او خپلو نوو زړو مسودو كښې بوخت وي. پۀ خپل ژوند كښې ئې ډېر دولت او داد وصول كړے خو هغه مقام قطعاً نۀ دے وركړے شوے د كوم چې حقدار ؤ او وجه ئې داده:

اے روشنى طبع تو بر من بلا شدى

رښتونے سړے دے، پۀ مخ سپينه خبره كوي او چې كله د اوياو كلونو نه اوړېدلے دے نو بيخي زړۀ، خولۀ او ګوتې ئې يو شوې دي. کۀ د چا نه ئې زړۀ ښۀ شو نو پۀ تقرير او تحرير دواړو كښې ئې اسمان ته رسوي او کۀ چا نه خوا بدے شو نو خداے به ئې ترې خلاصوي.

بهر حال، ما وړاندې د دوو زړونو خبره كړې وه نو دا يو زړۀ راته وائي، دې كوم زړۀ چې دې خاكې ته اماده كړے وم؛ د دۀ پۀ خيال ډاكټر همايون هما د كار، زيار، مقدار او معيار پۀ حواله ډېر پۀ اوچت مقام دے. د لوړې پایې شاعر، د اعليٰ درجې ډرامه نګار، خاكه نګار، مؤلف، محقق، نقاد، كالم نګار، ښۀ او شريف سړے دے او د دۀ غوندې خلق نن سبا ډېر كم دي. پاتې شو دا بل زړۀ نو دۀ هسې شور شغرب جوړ كړے ؤ، خو دا څۀ چې مې تر اوسه وليكل نو د دې پۀ رد كښې ورسره څۀ كوټلي دليلونه نشته نو ځكه پۀ اخره كښې وايم چې کۀ څۀ هم ما د ډاكټر همايون هما خاكه د فرمائشي خاكې پۀ نامه وليكله خو دا د هغۀ حقيقي خاكه ده.

 

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …