زما د ډېرې مودې نه خيال ؤ چې پۀ سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم. ولې چې زما پۀ خيال پۀ داسې سړي ليک کۀ ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے. دا کار نۀ پۀ اٰمد کېدو او نۀ پۀ اٰورد، نو بس ترې قلار به شوم؛ خو اخر مې فېصله وکړه چې یه هلکه! راشه توکل کړه او ځان د يوسف پۀ خريدارو کښې شامل کړه! سبا له خو به خلق وائي چې دۀ هم پرې څۀ ليکلي دي کۀ ښۀ او کۀ ګذارې واله، ما له پرې څوک کوم انعام راکوي. د دې يوه وجه دا هم ده چې سعدالله جان برق زما پۀ خيال لوے سړے دے، کۀ د فن پۀ لحاظ وي او کۀ د وجود پۀ لحاظ. ځينې خلق ورته د وجود پۀ لحاظ لوے سړے وائي او ځينې ورته د فن پۀ لحاظ او زۀ ئې پۀ دواړه اړخه لوے سړے ګڼم، خو بيا هم هغه شان يادونه ئې نۀ ده شوې څومره چې پکار وه. هغه د فضل احمد غر خبره:
دنيا ړنده شوه چې د غر پۀ شان سړے نۀ ويني
نو ځان د ړندو د دې قطاره وباسم او کوشش کوم چې د دې غر هومره سړي سره انصاف وکړے شم، د هغۀ د شخصيت او فن پۀ حقله يو ښۀ تصوير وړاندې کړم، د خپلې مطالعې او مشاهدې سره سره د هغۀ پۀ حقله د يو بل نه اورېدلې خبرې هم وليکم او زما پۀ خيال به داسې دمه پۀ دمه د دې غر سر ته وختے شم ګنې نو هسې خو هغه د ډاکټر راج ولي شاه خټک خبره :
بيا پۀ طمع د وصال مې واورې پرېوځي
چې دا ستا د کلي غرونو ته مې پام شي
خو هغه د پښتو متل دے کۀ غر لوے دے نو پۀ سر ئې لار شته. او پۀ دغه لاره چې بنده ځي او همت ونۀ بائيلي نو اخر د غر سر ته ورسي او ما هم همت کړے دے.
سعدالله جان برق لکه د غر پۀ وجود لوے او خور وور دے. بې شمېره خوبۍ او خامۍ لري. خو خامۍ ئې ښکاره او خوبۍ ئې پټې دي او د ټولو نه لويه خامي ئې غريبي ده، ځکه چې ځان له څۀ نۀ مومي نو بل له به څۀ ورکړي. پۀ دې سرکاري افسرانو يا مالداره خلقو کښې چې د چاخولۀ خرابه وي او سپکې سپورې وائي نو ماتحتان او نوکران ئې ځان له پۀ دې زړۀ ښۀ کوي چې صاحب د زړۀ نه ډېر ښۀ دے خو د دۀ متعلق دا څوک ځکه نۀ وائي ولې چې دے نۀ افسر دے او نۀ مالداره، ځکه هراکثر خلق وائي بې سړيتوبه دے، خولۀ پورې ئې سپے تړلے وي. د دۀ پاکې او پليتې د ليکلو او نۀ ليکلو خبرې کۀ څوک راجمع کړي نو يقين دے چې څو لوي کتابونه ترې جوړېدے شي او د ليکلو نه ئې هغه د نۀ ليکلو خبرې بنده له ډېر خوند ورکوي. د خپلو خبرو څۀ تراشلې برخه ئې پۀ يو کتاب کښې چاپ کړې ده چې نامه ئې ده ‘رښتيا دروغ او دروغ رښتيا’. پۀ دې کښې ئې دروغ او رښتيا سره داسې ګډوډ کړي دي چې رښتيا ئې دروغ او دروغ ئې رښتيا ښکاري. د هغۀ خبرې هم داسې دي خو زما پۀ خيال مثال ئې د مداري يا سنډاسي دے چې خلقو ته يوه زبردسته قيصه شروع کړي او يا اعلان وکړي چې اوس به زۀ پۀ دې مېدان مار او نولے جنګوم او تاسو به دا هر څۀ پۀ خپلو سترګو ووينئ؛ بيا يو غر او بل غر جنګوي. پۀ منځ کښې خپلې ګولۍ او دارو خرڅ کړي او د مار او نولي جنګ پۀ ځاے پاتې شي.
سعدالله جان برق پۀ داسې کلي کښې پېدا شوے دے چې ورته ډاګ بېسود وائي او کۀ چا ليدلے وي نو واقعي چې بې سوده ډاګ دے. بلکې چار چاپېره غرونه هم ورسره اوچ کلک دي. هسې د خلقو سره د سيالۍ د پاره وائي چې ما لسم جماعت پورې سبق پۀ سکول کښې وئيلے دے خو دا ما ته ګپ ښکاري البته درېم څلورم پورې به سکول ته تلے وي ځکه چې اکثرو مزاحيه ډرامو او خاکو وغېره کښې به ئې د پخواني څلورم پاس يو کردار ضرور ؤ. د ځوانۍ نه تر بوډاتوبه هره جائزه مزدوري ئې کړې ده. د خټو لوټو د دياړۍ نه تر مصالحو، پوزکو او هوټلو پورې هر څۀ ته ئې لاس اچولے خو هر ځاے ئې پښه نۀ ده لګيدلې. غريب ؤ او غريب پاتې شو او چې کله ئې زړۀ پۀ چا نازنين ورغلے نو بې واره ئې د خولې نه ختلي دي:
دا زما خاورې ايرې ژوند پکښې ستا نيازبينه مينه
لکه ګل وي چا ټومبلے پۀ ريښې ريښې پګړۍ کښې
هم دې غربت، لوږو تندو، مايوسو او محرومیو هغه شاعر کړے دے ولې چې دا د ښې شاعرۍ د پاره ضروري دي او چې کله ئې غريبي د حده اوړېدلې او څوک صاحبِ مال باذوقه سړے ورله پۀ ګوتو ورغلے نو خپل شعرونه ئې هم پرې ورخرڅ کړي دي. کۀ څوک ئې فن فروشه او ضمير فروشه ګڼي خو زۀ ئې ځکه معاف کوم چې ما خپله دا حالت ليدلے او نقشه ئې څۀ لږه ډېره پۀ دې شعر کښې شته.
پۀ دغه وخت کښې د بنده د زړۀ نه خداے خبر وي
چې ورته وژاړي د لوږې نه واړۀ پۀ کور کښې
داسې حال ته يواځې زۀ يا برق نۀ يو رسيدلي، نور هم ورسره مخ شوي دي لکه چې ساحر لدهيانوي وئيلي وو:
وه ګيت جو ميں نے تيرے پيار کے خاطر لکهے
آج ان ګيتوں کو بازار ميں لے آيا هوں
بلکې کله کله خو لکه د خوشحال خان خټک غوندې لوي لوي خلق هم پۀ دې وېنا مجبوره شوي دي:
زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده
پۀ اور وسوزه دا تورې قلمونه
دا مې هم ليدلي دي چې سعدالله جان برق د ليک نه زياته د لوست سره مينه لري. ما چې کله هم دے پېښور او پبو کښې ليدلے نو ورسره مې پۀ لاس کښې ضرور څۀ کتاب او خصوصًا د اردو کرم زوړ ډائجسټ ليدلے دے چې پۀ بس کښې خو څۀ چې پۀ بازار کښې مې پۀ روانه هم پۀ مطالعه څوڅو ځله مشغول ليدلے دے. پبو بازار کښې يو ځل روان ؤ او پۀ روانه ئې څۀ کتاب لوستو نو ما ته يو ملګري ووې، هغه وګوره! دا روغ دے او کۀ لېونے؟ ما ورته وې څوک يادوې؟ هغۀ وې برق دے او کۀ غرق دے؛ او واقعي چې ما وکتل نو برق پۀ مطالعه کښې غرق ؤ. پۀ منځ بازار کښې ئې ښۀ بې غمه کتاب پۀ لاس کښې نېولے پۀ لوستو روان ؤ. د دوي د علاقې يو ليکوال به پرې الزام لګولو چې دے د دې زړو ډائجسټونو نه استفاده کوي او دې کښې د درج شوو لطيفو نه ريډيو او ټي وي له مزاحيه خاکې جوړوي او د سنجيده قيصو نه د ډرامو ائيډيا اخلي. ما هغۀ ته څو ځله د چيلنج پۀ توګه وئيلي وو چې تۀ د دې څۀ ثبوت راوړه خو هغۀ تر اخره پېدا نۀ کړے شو.
برق د پراخه مطالعې لۀ کبله هر فنِ مولا دے ــ شعرونه ليکي، افسانې ليکي، ډرامې ليکي او نور هم ډېر څۀ ليکي او ليکلے شي. هم د دې مطالعې پۀ وجه تنهاپسند دے. ځان له خوشحاله وي خو کۀ څوک ورشي نو بيا ورسره مشغولا کوي. سنجيده ليکونه ئې ډېر کړي او کولے شي خو طبيعت کښې ئې طنز ومزاځ زيات دي او کۀ څۀ هم دۀ نه وړاندې مشرانو ليکوالو طنزيه او مزاحيه ليکونه کړي خو دے باقاعده د يو طنزيه او مزاحيه ليکوال پۀ توګه شهرت لري. رېډيو پاکستان پېښور او پېښور ټيلي ويژن سنټر له ئې ډېرې مزاحيه ډرامې او نور د ټوقو ټقالو پروګرامونه ليکلي دي، ډېر شهرت ئې هم د دې پۀ ذريعه ترلاسه کړے دے خو کۀ دۀ ته څوک هغه ډرامې يادې کړي نو وائي چې ما رېډيو او ټيلي ويژن کښې مزدوري کړې وه.
برق مستقل مزاجه بيخي نۀ دے. پۀ عام ژوند کښې ئې د غېر مستقل مزاجۍ دا حال دے چې زر زر ئې فکر بدلېږي او ورسره کارونه بدلوي. د برق سره نزدې پاتې شوي خپلوان او دوستان وائي چې دے زر زر کارونه بدلوي نو د غربت او ناکامۍ نه زياته وجه پکښې د دۀ د طبيعت ده. يو نزدې خپلوان اسلم خان حاجي ئې وائي چې د کلي نه بهر مېره کښې ئې څۀ لږه ډېره زمکه ده نو يو ځل ئې پۀ هغې کښې نيمبوان کرلي وو. څوکاله زمکه د نور فصل نه وتلې وه خو چې کله نيمبوان ورسېدل نو طبيعت ئې ورته خراب شو او هغه ئې واړول. بيائې اعلان وکړو چې زۀ د مهيانو فارم جوړوم. نو دې د پاره ئې ټرېکټر راوغوښتو او پټي کښې ئې لويه کنده جوړه کړه. د مردان نه ئې مهيان هم راوړل خو د دۀ د بې غورۍ لۀ وجې هغه هم دغسې پراتۀ وو اخر دا چې ختم شول او بيا څو کاله پټے شاړ پروت ؤ.
غېر حاضر دماغه هم دے او د عمر تېرېدو سره ئې دا مرض نور هم پۀ سېوا کېدو دے. هم دغه حاجي اسلم وائي چې يو مېلمه راغلے ؤ، هغۀ ما ته وې ما سره د برق ځاے ته لاړ شه. نن سبا هغۀ د کلي نه بهر مېره کښې خپلو پټو کښې کور جوړ کړے دے. چې ورغلو نو زۀ وروړاندې شوم، ستړي مۀ شي مې ورسره وکړل، بيا مې ورته ووې ما سره دا راغلے سړے مېلمه دے، نو د هغۀ پۀ ځاے بيا ما ته راغاړه وتو. هم پۀ دې غېرحاضر دماغۍ کښې چې ورسره کله کله دوه درې تنه ناست وي نو دے به چرته پۀ فکر کښې تلے وي. کېدے شي چې دوي ته ناڅاپه ستړي مۀ شي ووائي او يا د بل چا پۀ ټس کښې ورته يو غټ کنځل وکړي.
دا مې هم اورېدلي دي چې يو ځل ئې د پي ټي وي نه بائيکاټ کړے ؤ چې نورې ډرامې نۀ ليکم. هغوي ورته پۀ نزدې ورځو کښې ډېر ووې خو دۀ ونۀ منل او چې داسې مياشت يوه نيمه تېره شوه نو پۀ خپله ټي وي سنټر پېښور ته ورغلو. هلته ورته يو پروډيوسر ووې، برق صاحب! هسې دې زمونږه نۀ منل، د ليکوال کله د ميډيا نه بغېر ګذاره کېدې شي او ما ته پته وه چې تۀ به ضرور پۀ خپله فېصله پښېمانه کېږې. برق وې ما بائيکاټ نۀ دے ختم کړے. پروډيوسر ووې چې بائيکاټ دې نۀ دے ختم کړے نو بيا څۀ له راغلے ئې؟ دۀ ورته ووې، صدر ته راغلے وم نو ګېډه کښې مې داسې لږ ګړ بړ وو، بل ځاے راته نۀ ؤ معلوم نو ځکه دلته راغلے يم.
سعدالله جان برق د روزګار پۀ تکل کښې څۀ موده ډاکټري هم کړې ده. د هوميوپېتهي کورس ئې کړے دے او د دغه علاج پۀ حقله اکثر کتابونه ئې لوستي وو. يوځل چې دۀ بيا دغه وخت ډاکټري د خپل اواره طبيعت مطابق پرېښې وه، چا ترې تپوس کړے ؤ چې برق صاحب! د هيوميوپېتهي د علاج څۀ فائده شته؟ پۀ جواب کښې ئې ورته ووئيل، هېڅ فائده ئې نشته خو علاج کوونکي ډاکټر ته د دې فائده رسي چې خلقو نه پېسې اخلي او کار ئې روان وي. البته د دې دارو يوه غټه فائده دا ده چې کۀ بنده ښه نۀ کړي نو خرابوي ئې نۀ او ايلوپېتهک علاج سره کۀ څوک ښۀ نۀ شي نو خراب اثرات پرې ضرور کېږي. پۀ يوه بله موقع مې ترې دا هم اورېدلي وو چې د څلوېښتو کالو نه څوک واوړي نو هغه دې دا علاج بيخي نۀ کوي ولې چې د مرض ښۀ کېدو د پاره شل دېرش کاله دا علاج مسلسل پکار وي او دومره موده به يا څوک پائي او يا نۀ، خو بيا هم زۀ خپله دوه څلور داسې مريضان پېژنم چې د دۀ نه ئې علاجونه کړي وو او ښۀ شوي دي. ډېر تعريف ئې کوي. پۀ ليکوالو کښې ئې يواځې نوموړے شاعر او ليکوال سليم راز صاحب د ډاکټرۍ قائل ؤ خو اوس هغه هم څۀ نۀ وائي او برق هم د خپلې غېرمستقل مزاجۍ پۀ وجه دغه پېشه پرېښې ده.
سعدالله جان برق څۀ موده پۀ عملي سياست کښې هم برخه اخستې وه خو د خپلې غېر مستقل مزاجۍ غربت او خصوصاً د خولې د لاسه دغلته هم د ناکامۍ سره مخ شو او هېڅ کوم لوے مقام ته نۀ دے رسېدلے. د تعلقاتو سلسله ئې هم څۀ ډېره پراخه نۀ ده، د خپلو نزدې خپلو خپلوانو نه علاوه کله چې کلي کښې اوسېدو نو دوه څلور دوستان ئې وو چې مازيګر کښې به ګېنټه نيمه دوي کښېناستل او برق به پکښې اعلان وکړو چې هغه خبرې به کوو چې بل ځاے د کولو نۀ وي. سم صفا به ئې وئيل چې غل غوشان به خورو اګر چې د ليکوال او دانشور پۀ توګه ئې ډېر خلق پېژني خو د شمېر د څو ليکوالو سره ئې تعلقات وو او دي چې پکښې قلندر مومند، ايوب صابر، سليم راز، محب الله شوق او حمدالله جان بسمل د يادولو وړ دي. د قلندر مومند او ايوب صابر سره ئې د عقيدت مندۍ تعلق ؤ او د دوي د ښېګڼو اعتراف کوي. حمدالله جان بسمل صاحب سره ئې د همزولتيا او ملګرتيا تعلق دے. دا دواړه چې د يو بل پۀ موجودګۍ او غېر موجودګۍ کښې کومې شانداره تبصرې کوي هغه د اورېدلو خو دي ولې اکثرې د ليکلو نۀ دي. برق وائي چې کله بسمل صاحب رېډيو پاکستان کښې بهرتي شو نو پۀ سبا له ئې خپل برېت وخرئيل او وئيل ئې چې د ځان سره مې دغه يوه د سړيتوب نخښه راوړې وه نو ما وې چې دا هم لرې کړه، او بسمل صاحب د سعدالله جان برق پۀ حقله وائي چې ايمان کښې ئې لس اتۀ ټانکې لګېدلې دي. د هغه پۀ خيال داسې هېڅ خرابي او بدبختي به پۀ دنيا کښې نۀ وي چې برق به ورسره مخ شوے نۀ وي خو بيا هم هغه دا مني چې لوے ليکوال او صحافي دے.
دې کښي شک نشته چې برق ډېر لوے شاعر، افسانه نګار، ډرامه نګار او طنز ومزاح ليکونکے دے. پۀ پښتو او اردو کښې ئې يو شان قلم چلېږي او دواړو ژبو کښې ئې خلق د ليکونو نه متاثره شوي دي ولې چې ليک پۀ عامو انساني مسئلو کوي او پۀ ډېر ښۀ انداز کښې ئې کوي. د طنزيه او مزاحيه ډرامو لوے ليکوال ګڼلے شي او ډېرې ډرامې ئې نشر شوي چې پۀ اولسي توګه خوښې کړې شوې دي خو زما پۀ خيال د هر څۀ نه ئې شاعري ډېره زورداره او فطري ده ولې چې دا محض د خپل ځان د پاره کوي او چې څنګه ئې پۀ زړۀ وي نو هم هغه شان ئې ليکي.
کله کله د سعدالله جان برق سره پۀ خپله هم ټوقې شوې دي، وائي چې يو ځل د افغانستان د فارسۍ ژبې مشهور سندرغاړے چې د شاهي سندر غاړي درجه ئې لرله، استاد سراهنګ پېښور ته راغلے ؤ. دلته رېډيو پاکستان پېښور کښې ئې څو د فارسۍ او پښتو سندرې وئيلې وې. برق پۀ دې خيال ورغلے ؤ چې رېډيو کښې د هغۀ د ټېپ نه به ځان له کاپي واخلي. چې کله ورغلو نو د خوش قسمتۍ نه هغه ټېپ پېدا شو چې د پاسه پرې د سندرو تفصيل او د استاد سراهنګ نامه درج وه خو چې وې لګولو نو پۀ هغې کښې د استاد سراهنګ پۀ ځاے د کرکيلې پروګرام ؤ چې پکښې يو ماهر د ډېراني سرې خاصيتونه بيانول. اوس يو ځل بيا د صحافت مېدان ته راغلے دے چې وائي دا مې پټے دے او پښتو مې کور دے. يعني لکه څنګه چې يو کروندګر د پټي ګټه پۀ کور کښې لګوي نو دے هم د اردو پۀ کالم نګارۍ ګټلې روپۍ د پښتو پۀ کتابونو چاپ کولو مصرف کوي. خودلته هم ورسره ټوقې کېږي. يو خو دا چې د زړې او نوې املاء پۀ جنجالونو کښې نښتے وي، دوېم د پروف ريډنګ مسئله هم نۀ شي حل کولے او درېم دا چې د زوړ وخت سړے دے نو د نوې زمانې پۀ چل ول نۀ پوهېږي او هم داسې چې يو کتاب ئې څو څو ځله د چاپ د پاره يو بل ته وسپارلو او بيا هم چاپ نۀ شو نو د هغې خلاف ئې فتويٰ جاري کړه چې دا ‘منحوس کتاب’ دے اګر چې دا وړومبے سړے نۀ دے چې د خپل کتاب پۀ ضد ئې اقدام کړے دے. دۀ نه وړاندې مسلم ليګي قيوم خان هم پۀ خپل يو کتاب بندېز لګولے ؤ. سرفرازخان عقاب خټک د رحمان بابا خلاف يو خلاف کتاب ليکلے او بيا ئې سېزلے ؤ. د تقويم الحق کاکاخېل صاحب تحقيقي کتاب چې د غلطو ډک چاپ شوے ؤ نو د هغه خلاف ئې ليکلي وو چې زۀ د خپل کتاب پۀ غندنه کښې ليکل کوم لکه څوک چې خپل لېونے زوے پۀ څپېړو وهي. خو دۀ پۀ خپل کتاب د منحوس کتاب نامه ايښې ده حالانکې کتاب غريب ته څۀ ګناه وه، غلطي هم د دۀ خپله وه. هغه پښتانۀ وا ئي چې پۀ پردي لاس مار هم وژل نۀ دي پکار.
بهرحال، اوس ئې د پټي د ګټې يعني اردو کالم نګارۍ پۀ وجه لږ لاس ازاد شوے او څۀ قدردانان ئې هم پېدا شوي دي. د اردو کالم نګارۍ کښې د ژبې کمزوري د اردو د کلاسيکي شاعرانو پۀ ګرانو شعرونو ليکلو پوره کوي. کۀ ميا تقويم صاحب ژوندے وے نو کېدے شي چې د دۀ د کالمونو د ژبې پۀ حقله ئې هم هغه تبصره کړې وه کومه چې هغۀ د پرېشان خټک صاحب د اردو کتاب ‘پشتون کون’ پۀ حقله کړې وه چې دا د ماضي اردو نۀ ده، د حال هم نۀ ده، دا د مستقبل اردو ده نو دې مار خپله او د يو بل پۀ مرسته د پښتو او اردو کښې کتابونه چاپ کوي چې لوستونکي ئې خوښوي او اوس ئې ورسره پۀ سپينه ږيره د تحقيق او تاريخ مېدان ته هم وردانګلي دي. زۀ خو چې دے د يو محقق او مورخ پۀ توګه وينم نو د نوموړي محقق، مؤرخ او ليکوال قاضي عبدالحليم اثر افغاني صاحب پۀ زبرګۍ مې يقين راشي، ولې چې برق به هغۀ پورې اکثر ټوقې کولې چې اثر صاحب له د داسې کتابونو دوه درې پاڼې پۀ ګوتو ورځي چې نور اکثر وېنو خوړلې وي او بيا د کشف القبور او اندازو پۀ ذريعه څۀ ليکي. خو اوس دے خپله د پښتنو پۀ حقله د تاريخ او تحقيق پۀ سلسله کښې محض اندازې لګوي هغه د رحمان بابا خبره:
پۀ ازار د چا راضي مۀ شه رحمانه!
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
د برق دا حالت چې ما وليدو نو راته د دوه لويو امامانو واقعه راياده شوه کومه چې د تاريخ پۀ پاڼو کښې خوندي ده اوهغه دې له بيانول ضروري ګڼم چې ترې د قاضي عبدالحليم اثر صاحب زبرګي ثابتېږي. وائي چې امام ابويوسف او امام محمد دواړه د امام اعظم ابوحنيفه شاګردان وو چې د هغوي د وفات نه پس بيا امام محمد خپل نيمګړے عِلم د امام ابويوسف نه مکمل کړے ؤ نو امام ابويوسف د امام احمد سبقي او استاد ؤ. کله چې امام ابو يوسف قاضي مقرر شو او امام محمد ته پته ولګيده نو هغۀ ووې چې دا ئې ښۀ نۀ دي کړي او پکار وه چې د خپل استاد امام اعظم اتباع ئې کړې وے چې هغه وهل خوړلي وو او جېل ته تلے ؤ خو د قضا عهده ئې نۀ وه قبوله کړې. امام ابويوسف چې کله د دې نه خبر شو نو هغۀ لاسونه پورته کړل او دعا ئې وکړه چې ياالله! تر هغې امام محمد له مرګ مۀ راولې تر څو چې قاضي شوے نۀ وي او بيا امام محمدخپله قاضي مقرر شو. نو برق هم د اثر صاحب د ښېرو يا دعا پۀ وجه محقق او مؤرخ شوے دے. هغه د کوهاټ د نوموړي شاعر رحمت شاه رحمت خبره:
سامعه خداے خو دې اخته کړه د سخن پۀ مرض
چې هر شاعر دې پۀ محفل کښې پۀ واه واه ګز کړو
عجيبه خبره دا ده چې قاضي صاحب خو به څۀ نه څۀ د کتابونو حوالې ورکولې، دے خو بيخي پۀ خپل سمي لګياوي، اندازې جنګوي بلکې د خوشحال خان خټک غوندې معتبره حواله هم شايد نۀ مني چې هغه پښتانۀ بني اسرائيل ګڼي:
چې لۀ پښته د يعقوب(ع) دي
ماسره وېره ده چې هسې نۀ لکه د محترم پرېشان خټک صاحب پۀ اخره دې نتيجې ته ورسي چې لکه هغه د ‘پښتون’ د ټکو تشريح شروع کړي چې د پ نه پت، ن نه ننګ او ت نه توره. ډاکټراسرارصاحب يو ځل وئيل کۀ داسې شي نو دا خو ‘پنجاب’ نه هم جوړېدلے شي.
برق د پښتنو د اصل نسل پۀ حقله پۀ پښتو او اردو کښې کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي چې ځيني خلق ئې حمايت او ځينې مخالفت کوي. مخالفت کوونکي ئې وائي چې تحقيق کښې حوالې ضروري وي، پۀ تشو اندازو کار نۀ کېږي او برق وائي چې اندازې به لګوو ولې چې دا تاريخونه مختلفو بادشاهانو د خپلو غرضونو د پاره ليکلي دي.
تېرو ورځو کښې زلمي شاعر او ليکوال ايازالله ترکزي صاحب نه خبر شوم چې هغه پۀ سعدالله جان برق ليکونه راغونډوي او د دۀ د ژوند او فن پۀ حقله يوکتاب چاپ کول غواړي. زما زړۀ غواړي چې ورته ووايم چې د ليکونو پۀ ځاے به دا غوره وي چې شل دېرش تنه راغونډ کړي او برق له غوټه دا خولۀ ماته کړي ځکه چې داسې به هغه هم د غمه خلاص شي ولې چې هغه د مشرانو خبره ‘ابا مړ او تبه ئې پرې شوه’. هغه خپله هم څو څو ځله خلقو له دعوت ورکړے دے چې ما له دا خولۀ ماته کړئ. کۀ پۀ دې ورته ځان بدي ښکاري چې مشر دے او تر اوسه د هغۀ نه ښو مشرانو ليکوالو برداشت کړے نو پکار ده چې پۀ شريکه ئې پۀ ګڼو کسانو ونيسي او د مازغو ډاکټر له ئې بوځي چې علاج ورله وکړي ځکه چې د لېونتوب ټولې علامې پکښې شته او خپله ئې مني هم.
يو شاعر چې نوم ئې برق دے
پۀ مازغو کښې ئې لږ فرق دے
کۀ داسې پاتې شو او لا حوصله افزائي ئې وشوه چې د هغۀ دومره قدرداني کېږي او خلق پرې کتابونه چاپ کوي نو کېدے شي چې ټول ګزګومبت کړي. هسې هم ترې څوک خلاص نۀ دي؛ نۀ شاعران معاف کوي نۀ مليان، نۀ سياستدانان او نۀ عوام. نو پۀ داسې سړي کتاب چاپ کول نۀ ښائي. ته ګوره خپله شاعر اديب دے خو د هېڅ يو شاعر دا خبره نۀ مني چې ګنې هغه د پښتو ادب خدمت کوي. يو شاعر ته خو ئې ډېر پۀ بېباکۍ وئيلي وو چې ته دې خپلې درې څلور شعري مجموعې د پښتو ادب نه لرې کړه نو هېڅ فرق پۀ پښتو ادب نۀ پرېوځي. ځان له د شهرت وږے ئې او پۀ دې طريقه ځان مشهورول غواړې، نو چې څۀ دې خوښه وي هغه کوه خو د پښتو ادب د خدمت خبرې مۀ کوه. يومحقق ورپسې کلي ته ورغلے ؤ او ورته ئې وئيلي وو چې برق صاحب! دا څۀ پۀ ګډووډ سر ئې؟ دا پرېږده او دې کلي علاقه کښې د ورکو شاعرانو ژوند حالات کلامونه راغونډ کړه. دا دے ما خپله دومره څۀ راپېدا کړل چې روغ کتاب مې ترې چاپ کړو؛ نو دې سپين سترګي ورته پۀ خپل ځاے کښې وئيلي وو، تاسره د مړو شاعرانو د ورکو کلامونو غم دے او زمونږه دې علاقه کښې دوه درې ژوندي شاعران دي. زړۀ مې غواړي چې پۀ دې مرۍ ورله غلے شم او کلامونه ئې پۀ سيند لاهو کړم.
يو ځل ترې چا د غني خان د شاعرۍ پۀ حقله تپوس کړے ؤ نو ورته ئې پۀ جواب کښې وئيلي وو چې د هغۀ شاعري د کباړي دوکان دے، ښۀ څيزونه پکښې شته خو لټون غواړي. محقق او پوهان ته ‘پوخان’ وائي. نووړومبے خو ئې دا ټولې خبرې غلطې دي او کۀ سمې هم دي نو هغه د سياستدانانو خبره د جمهوري اصولو خلاف دي. ولې چې مونږه شاعران اديبان خو ځان له پۀ دې خبره زړۀ ښه کوو چې ګنې مونږه د پښتو ادب خدمت کوو. چې دے ئې نۀ مني نو غوره خبره به دا وي چې ښۀ سم سم ووهلے شي او توبه ګار کړے شي، خو کېدے شي ايازالله ترکزے ووائي چې کۀ داسې وه او دا سړے د وهلو، تړلو او شړلو ؤ نو تاسو ولې دا کار نۀ کولو. نو زۀ وايم چې هغه وخت ئې کتابونه نۀ وو چاپ شوي، تشې د خولې خبرې ئې وې او لونده ژبه ده پۀ هر اړخ اوړېدلې شي. کېدے شي بيا ترې منکر شوے ؤ چې ما خو هېڅ نۀ دي وئيلي اوس پرې هر څۀ ثابت دي ولې چې اوس ئې خپلې خبرې پۀ کتابونو کښې لیکلې دي. نور خو پرېږده چې د مشرانو خبرو يعني “اقوال زرين” ته ئې هم ډېر پۀ سپک نظرکتلي دي. وائي چې د مشرانو بل څۀ کار نۀ ؤ نو ټوله ورځ به ئې اقوال زرين ارشاد کول او چې کوم کارونه به ترې پۀ خپله نۀ کېدل نو د هغې د کولو پۀ حقله به ئې اقوال زرين جوړول. مړه بس کومه کومه خبره به ئې کوم خو هغه د چا خبره “ګل د کدو ګل دے چې يو ترې شوکوم ورلاندې بل دے”. يو عېب ئې نۀ دے او نۀ يوه خرابي ده ځکه نو شريفانه کار به دا وي چې شل دېرش تنه ليکوالان راغونډول غواړي چې پۀ زور ئې د دماغو ډاکټر له بوځو. څلورشپږ تنه پرې زړۀ نۀ شي کولے. زور به پکښې يا دومره وي او يا نۀ خو پۀ وجود غټ او هغه د چا خبره د غر هومره سړے دے نو هسې ترې خلق څنډه کوي. خو يقين مې نۀ شي کۀ دا د خېر کار سرته ورسي. هسې هم د شاعرانو او ليکوالو متعلق مشهوره ده چې دوي د عمل پۀ مېدان کښې پاتې راځي. دا دے ما ته نه ګورئ چې دومره پاڼې مې تورې کړې او څومره ورځې مې پرې ولګولې حالانکه کۀ هډو ما کوشش کړے ؤ نو پۀ دې دومره ورځو کښې مې دوه څلور تنه خو خپل هم خيال پېدا کولے شول چې سعدالله جان برق مو د مازغو ډاکټر له بوتلے وے. ځکه نو ګمان کوم چې نور هم زما وروڼه دي ليکل به پرې دوه سوه کسان وکړي خو د علاج د پاره به ئې تر قيامته هم شل کسان او بيا ليکوالان راغونډ نۀ شي.
نشې د عاشقۍ پۀ مېخانو نۀ بدلوم
دولت د محبت پۀ خزانو نۀ بدلوم
ژوند هغه دے چې تېر شي پۀ محفل کښې د جانان
لمحه ئې د وصال پۀ زمانو نۀ بدلوم
توئېږي چې د سترګو نه پۀ یاد کښې د محبوب
د اوښکو دا ګوهر پۀ دُردانو نۀ بدلوم
قسمت کۀ راکوي د یار د سرو لبو شراب
یو جام ئې د مغان پۀ پېمانو نۀ بدلوم
پۀ مخ کښې د نګار دے هر نګار صنم صنم
یو نقش ئې د اٰذر پۀ بتخانو نۀ بدلوم
یو داسې اواز پورته شو د لوري د جانان
محبه! ستا یاري پۀ یارانو نۀ بدلوم
ارواښاد پروفېسر محب الله محب