کسب ګر پښتانۀ او د جائيدادونو پښتانۀ – مولانا خانزېب

انساني ټولنه چې پۀ فرد، کورنۍ، قبيله او قام مشتمله وي، نن د يو جديد مترقي رياست تصور هم لري. قاميت څۀ خپل لازمي شرائط لري چې جغرافيه، کلتور، شريک اقتصادي تړون او شريکه ژبه پکښې مهم توکي وي. دغه شان ټولنه پۀ غټ، واړۀ، سپک، معزز، خان، نوکر، غريب او مالدار کښې پۀ طبقاتي امتيازاتو او ورسره پۀ سپکو خويونو کښې وېشل يو ډېر بې خونده کار دے چې پۀ نتيجه کښې د انسانیت سپکاوے راځي. خو لۀ بده مرغه انساني ټولنه پۀ دغه وړو وړو پاټکو کښې د زمانو زمانو نه ښکېل پاتې شوې او تراوسه چې د انسان د الوت سيمرغ تر د سپوږمۍ د بام پۀ لور رسېدلے خو د انساني ټولنې دننه بې خونده طبقاتي وېش نور هم پړسېدلے او غځېدلے چې سرمايه دارانه نظام پۀ ډول ډول دهوکو دغه انساني وېش او کينو ته ښۀ ډېر پراخوالے ورکوي. پۀ جمله حېواناتو کښې انسان خداے پاک غوره پېدا کړے. انسان ته خداے شرافت او درناوښت وربخښلے خو د انسانيت دروند والے دا د بل انسان پۀ سپکوالي کښې نا بلکې پۀ دروند والي کښې دے. هم دغه وجه ده چې پۀ قران کښې د يو انسان ژوند ژغورل د ټول انسانیت ژوند ژغورل ګرځولے شوے دے او د يو انسان وژنه د ټول انسانیت وژنې پۀ معنا ګرځولې شي. د خداے پېغمبر (ص ) وائي چې انسان د خداے يو شاهکاري ډول دي، د خداے لعنت دې وي پۀ هغه چا چې د خداے دغه ښکلا وژني. بله يو وېنا کښې د خداے پېغمبر(ص) وائي انسان د خداے ابادي ده څوک چې دا نړوي پۀ هغۀ دې لعنت وي .دغه راز د يو انسان زړۀ ازار کول د کعبې د نړولو نه لوے جرم ګرځول شوے. مونږ او تاسو وينو چې د زمانو زمانو نه د خداے د مقدس دين پۀ نامه د پښتنو وينه توېولې شي، دا هرڅۀ هېڅ د کم مقدس مقصد لپاره نۀ دي بلکې د دې هرڅۀ بربادو او بدرنګو شاته تش د پردو غرضونه دي. دا جګړې هېڅ د وطن پۀ تقدس نۀ دي. پښتانۀ پۀ کښې تش اشر ګرندي دي خو دې اشرو کله هم خېر نۀ دے راوړے. مونږ نور د جنګ پۀ ځاے امن او د وطن پرمختګ ته ولې اشر او لښکر کېږو نه؟ پښتانۀ عجيبه خلک دي چې د اسلام نوم ورته چا ياد کړو نو سوچ پرې وروستو کوي خو ځان او بل اول مړ کړي او وطن مو پۀ کښې د پاسه وران شي او ننګ و ناموس هم پۀ بام ليلام شي. نور بايد چې بحېثيت قام پښتانۀ پۀ خپل ګرېوان کښې سوچ وکړي چې پۀ مونږ کښې خو پۀ نن سبا کښې د بل دين يو منونکے هم نشته؛ نو بيا د اسلام پۀ نامه زما پۀ خاوره ولې جګړه دوام داره ساتلې شي؟ ولې مې وطن ورانولے شي؟ ولې مې تورسرې کونډولې شي؟ دغه راز جنګونه ټول عمر کرکې او وحشتونه زېږوي. جنګ کله هم خېر نه راوړي، کۀ پۀ تېر لنډ وخت کښې بل د پښتنو پۀ وطن يرغلګر وو نو چې پۀ وازه خولۀ هغه وائي چې وځم او بل انډېوال وائي چې منم ئې نو بيا پۀ هلمند، تخار، کابل، خوست او کونړ کښې ولې پښتنې کونډې کېږي، ولې تور سرې د خپل کورونو نه شړلې شي؟ د پښتنو ماشومان ولې يتيمان کولے شي؟ هغه بله ورځ د امریکا د باندينو چارو وزير مائيک پومپيو چې کله دا خبره پۀ فخر وکړه چې پۀ تېر کال دوه زره شل کښې پۀ افغانستان کښې يو هم امريکائي نۀ دے وژل شوے خو بلخوا د يو محتاط اندازې ترمخه څۀ دېرش زره پښتانۀ دواړه خوا ووژل شو، ددې نه بل غټ پېغور او شرم ددغه جګړه مارو لپاره شته چې پۀ کوم نوم جنګ ؤ، د چاسره جنګ ؤ، هغه خو روغ رمټ دے، روغه ورسره کېږي خو د پښتون رور سره ډزبندي قدرې نۀ شي کېدې. دا عمل دا څرګندوي چې پښتانۀ بېدار نۀ شي، ځان پوهه نۀ کړي، د خپلې خاورې د راتلونکي د ښۀ او بد احساسات و نۀ لري نو دباجوړ نه تر وزيرستانه او د هلمند نه تر پکتیا به کله هم د دې ورورولۍ پرمختګ ښېرازي او د قلاري د عزت ژوند پۀ خپله د زرګونو کالو پۀ ټاټوبي کښې پۀ برخه نۀ شي.

اسلام او پښتونولي دواړه مونږ ته د مينې، ورورولۍ، یووالي، کلي ګاونډ او د خپل مېنځني شخړو د ختمولو سره د ټول انسانيت سره د بشر دوستۍ ښودنه کوي. پۀ قران پاک کښې خداے پاک وائي، يو شئ، ډلې ډلې کېږئ مۀ ګنې ستاسو دبدبه به ختمه شي. پښتانۀ وائي چې کور يو شي کلي ته ئې زور رسي او چې کلے يو شي اولس ته رسي او چې اولس يو شي نو د هېچا زور ورته نۀ رسي. د خداے پېغمبرص وائي د خداے مرسته هم د ټولګي سره يو وي. نړۍ او چاپېريال نور بدل دے. دا د جنګونو فلسفې به هم نورې د قامي مټ پۀ زور د عدم تشدد پۀ مفکوره د مېنځه وړل غواړي، هله به د اجتماعي برباديو نه بچ کېږو.

پښتون هم يو قام دے او د ګڼو قبيلو نه مرکب دے. دغه قبيلويت د اسلام او پښتونولۍ پۀ اساسي چوکاټ کښې فقط پېژندګلو ده، ښۀ والے، غوره والے فقط پۀ سپېځلي کردار و افکارو دي. قرآن کريم کښې خداے فرمائي، انا خلقنکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا . لۀ بده مرغه د اووۀ اتۀ سوه کاله نه او بيا پۀ ځانګړي ډول د مغل او بيا د پېرنګي د دسيسو د برکته د پښتنو ټولنه هم پۀ جغرافيائي توګه ماته کړې شوه، د خپل مرکز کابل نه غوڅه کړې شوه او هم ئې قاميت د قبيلوي کرکو پۀ څېر پۀ وړو وړو ټولګيو کښې ورمات کړے شو. د قاميت پۀ ځاے د قبيلو پۀ افتخاراتو کښې ورښکېل شو، شخصي علامتونه مقدس شو او کردار وغندل شو . هنر او علم ئې د ټولنې د جهالت پۀ څېر سپک کړو او د مذهبي فرقه واريت سره د جاګيرونو، دوترو پۀ امتيازاتو ئې خلک پۀ اقا او غلام کښې وېشل.

دغه شان پۀ پښتنو کښې څۀ خلکو د پښتون قام نامه د ځان لپاره خاص کړه، د زمکې خاوند ځانته پښتون او وچت نسل وئيل شروع کړل، ميا، مولا، ترکاڼ، لوهار، ائينګر، زرګر، سوداګر، رنګ رېز، جولا، نائي، کولال ،کرونده ګر وغېره ئې د پښتنو د څپ نه وويستل او دا خبره به ډېره پۀ فخر کېده چې فلانے پښتون دے او فلانے نۀ دے. زۀ پښتون يم او دغه څۀ بېکاره سړے دے. حالانکه حقيقت دا دے چې د هرقام کسب ګر خلک څۀ د بهر نه، نۀ راځي . کسب هنر پۀ هروخت کښې د انساني ټولنې ضرورت پاتې شوے. پۀ نسلي توګه هېڅوک هم پۀ کوم کسب کښې نۀ وي پاتې. کسب نسلي اکائي ده، قامي نا! د خېټې مجبوریت خلک پۀ کسب مجبور کړي چې تر اوسه د انساني ټولنې ضرورت هم دے او پۀ حقيقت کښې انساني ټولنه هم د دغه کسب ګر او هنرمند خلکو پۀ برکت ژوندۍ ده او د ټولنې جماليات هم د کسب ګرو د لاسه ژوندي دي. يو سړے به د جولا پۀ کور کښې پېدا شي، ښې زده کړې به وکړي، غټ افسر به جوړ شي، ایا بيا هم دغه افسر ته سپک ګورو. ټول ورته سلامونه نۀ کوو. کۀ کسب قامي اکائي وے نو بايد چې ممنون حسېن بيا د پاکستان صدر نۀ وے يا نواز شریف چې لوهار دے هډو وزير اعظم نۀ وے. پۀ کسبونو کښې تاسو به ګورئ کله به يو وخت کښې مالداره سړے وي قبيله به ئې هم معلومه وي خو غريب به شي بله ورځ به ګاډے چلوي يا به د دېوالونو مستري شي. کسب کومه قامي اکائي خو نۀ ده بلکې دا د ټولنې د پرمختګ يو کلتوري اړخ وي چې د ټولنې د جمالېاتي اړخونو ننداره پکښې وي. کۀ خبره د ځمکو او د ډېرو دوترو د خاوندانو وکړو نو دغه ډېرې زمکې زیاتره پۀ زور زياتي پۀ ناروا اؤ پۀ وينې تويولو د ورور عزيز پۀ وژنو د قام او وطن پۀ خرڅېدو هروخت جوړې کړې شوې وي. مغل او پېرنګي به هغه چاله دوترې ورکولې چې د قام او خاورې خائن به ؤ، نن هم ګورئ د قام خبره چې څوک کوي هغۀ ته غدار وئيل کېږي او قام خرڅي ته ډېر ستر وفادار وئيل کېږي . د پېرنګي پۀ وخت کښې او د پاکستان پۀ وخت کښې د اېف سي ار لاندې به د شملورو پښتنو زمکې ليلام کولې شوې. دغه ځمکې پېسې هروخت بل لۀ تلې شي، د پلار پۀ نيکۀ غټ خېټي خلک پۀ ټولنه يو بوج وي، نه ئې څۀ هنر زده وي نۀ کوم روزګار کوي خو بس د پلار نيکۀ تيارې ته ناست وي او لکه د شاتو مچو د نر تیار خور وي . کسب خواري به بل کوي او تش خوراک ته دا پروت وي. پۀ ټولنه کښې اصل خلک هم هنر مند او کسب ګر دي چې ټولنه پرې روانه وي ځکه پښتانۀ وائي پېسه خو د لاس خيرے دے . اوس تاسو پۀ خپله سوچ وکړئ چې يو سړے خواري کوي، کسب ګر خو د خداے دوست دے او بلخوا يو زېاتي خور وائي زۀ پښتون يم او دا بل خواري کښ پښتون نۀ دے . نو کوم ښۀ پښتون شو ځکه چې پښتون پښتونولي خو د قبيلويت نا !د ژوند ژواک او د يو نظام نوم دے.

د نسل پۀ اساس د برترۍ دعوې د ابليس عمل ؤ. چې ترڅو کړۀ وړۀ ستا د پښتون او ښۀ مسلمان نۀ وي نو پۀ دې هېڅ نۀ کېږي.

چې پۀ پښتنو کښې پېدا وي، پښتو وائي، پښتو کوي بس دغه پښتون دے. کۀ کسب ئې هرڅۀ وي، سپک ورته مۀ ګورئ. کسب هنر ته سپک کتل د يوې ټولنې د جهالت نخښه وي. اوس وخت بدل دے. پۀ دې کار نۀ کېږي چې زۀ د ډېر غټ سړي زوے يم، لوے والے پۀ سړيتوب او کردار دے او د دې لپاره علم پوهه لازم ده. د هېچا نه مۀ مرعوب کېږئ . پۀ احساس کمترۍ کښې مۀ راځئ. کۀ پۀ تا کښې کمال حوصله او جرات ؤ نو هېڅوک ستا مخه نۀ شي نيولې. قبيله د قام لاندې يو اکائي ده، پۀ دې نامه خلک وېشل يا قبيلې ته قام وئيل ډېر ناسم عمل دے، لکه نن سبا چې پۀ دير کښې څۀ نادیده خلکو دغه درز غوبل جوړ کړے، د پښتنو پرمختګ صرف پۀ قامي وحدت کښې دے.

باچاخان پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې د پښتنو د ځان ښۀ او وچت ګڼل او بل ورور لاندې ګڼلو د ذهنيت او نفسیاتي رنځ پۀ اړه ليکي ! ما د ټالسټائي پۀ يو کتاب کښې چې شپږويشت قیصې پکښې ليکلي شوي، ( ټالسټائي يو ستر روسي ليکوال ؤ ) دا قيصه لوستې ده، چې يوه چينه ده د هغې نه هر محلت ته نلکه راغلې خو د هر محلت خلک پۀ دې نښتي دي چې زمونږ د (نلکې) اوبۀ پاکې او خوږې دي او د دې نورو نلکو اوبۀ ناپاکې او ترښې دي. دې ته هېڅوک فکر نۀ کوي چې دا ټولې نلکې د يوې چينې نه راغلې دي نو څنګه د يوې هغه پاکې او خوږې شوې او نورې ناپاکې او ترښې شوې . اسلام خو دا تعليم ورکوي چې مسلمان به پۀ دې کتاب هم ايمان او عقيده لري او پۀ وړاندې مذهبونو او کتابونو هم،والذين يؤمنون بما انزل الیک وما انزل من قبلک، دا د دې ثبوت دے چې اسلام د ټولو مذهبونو سره رواداري غوره کړې ده.

د نړۍ د انسانانو ترمېنځ کۀ پۀ هره عقيده وي لويه رشته د انسانیت ده . هېڅ کوم انسان ددغه پوړۍ نه غورځول نۀ دي پکار، قرآن هم انسانیت ته وېنا کوي. د اسلام د يو امت کېدو شاته هم د انساني وګړو پۀ يو ورورولۍ وردننه کول دي . هم دغه وجه ده چې پۀ موجوده پرمخ تللې نړۍ کښې د ملل متحد د سېوري لاندې يو نړيوال تړون هم شته چې د بشري حقونو د څارنې او سر ته رسونې غږ ترې کېږي.

پښتانۀ هم د انساني ټولګې يوه برخه ده، خپله خاوره ژبه وګړي او ځانګړے کلتور لري . پښتانۀ پۀ حېث د قام او ملت يو لوے ټولګے دے چې څۀ کم سل مليونه وګړي لري .

دا وګړي لکه د نورو انسانانو خپله، قبيله ، خېل ،کندي او کورنۍ لري خو دا ټولې اکايان دوي پۀ يواځيني قاميت ورننباسي . قبيلوي پيژندګلو د هرچا شته خو پۀ ځاے ددې چې پښتانۀ دغه امتيازات پۀ يو قاميت وربدل کړي، يو وجود او يو تن جوړ شي خو د بده مرغه دغه قبيلوي علامتونو پښتانۀ ځان د يو بل نه بېل کړي او هره قبيله ځان بېل بېل قام ګڼي، هره قبيله د بل د حال نه ناخبره، هر يو ځان د ځان لۀ ژغورلو هڅه کوي خو دې ته سوچ نۀ کوي چې ټوله نړۍ اوس پۀ يو کلي بدله شوې ده، د کابل او پېښور، د کوټې او مردان، د وانا او باجوړ ستونزې يوشان شوې دي . څوک وائي زۀ وزير يم، څوک وائي زۀ مسید يم، څوک وائي زۀ مومند، اتمانخېل، اپريدے، ايسپزے، ځاځے، درانے، غلجے او فلانے فلانے يم . ډېرو خلکو د خپلو قبيلو پۀ نومونو پۀ سماجي رسنيو پاڼې جوړې کړي او ټوله هڅه ئې پۀ دې باندې وي چې يره زما د قبيلې نسلي څېړنه نۀ ده شوې. مونږ پۀ تاريخ کښې ياد شوي نۀ يو، هلکه ! کۀ پښتون يې خو پۀ تاريخ کښې هم ياد يې او تاريخ دې هم شته او کۀ تۀ ځان د خپل قامي وجود نه ماتوې نو نور به هم ورکېږې او غورزېږې ځکه چې پښتانۀ وائي چې کومه مرغۍ د سېل نه بېله شي هغه ورکېږي، کومه ګډه بزه چې د رمې نه بېله شي هغه شرمخ ماتوي. ښۀ او بد ټولنيز ښۀ والے او صفات پۀ هره انساني قبيله کښې وي خو دا هرڅۀ د قام پۀ وندر، کښې راښکېل وي. ډېر کم خلک دا وائي چې زۀ پښتون يم، افغان يم . پۀ ډېر لاندې قامي اکائۍ کښې ځان ښکېل او بند ساتل د يو رنځورې ټولنې نخښه وي . د يو قام پرمختګ د يووالي او قامي مټ پۀ زور ممکن وي، هم دغه وجه ده چې د مغل سره پېرنګيانو هم د خلکو پۀ ټولګوټولګو کښې وېشل د خپل زورواکۍ د استبداد لپاره يوه لويه پلمه ګڼله . د پېرنګي زورواکۍ پۀ وخت کښې د وچې وړې سيمه پۀ 564 وړو وړو ریاستونو وېشل شوې وه . پۀ نړۍ کښې د قامونو يو کېدل د يو قام د بقا راز وي چې دغه د قاميت پۀ لاره نن هم د پرمخ تللي قامي رياستونو بام ته ختل کېږي . د قامونو تحليل کول خپل قامي نسبت بدلول، نۀ منل د مذهب رياستي زورواکۍ د علمي فکري مغالطو پۀ اساس يوه ستره تېروتنه ده چې کله هم د چا پۀ خېر نۀ ده تمامه شوې. مولانا عبېد الله سندهي وائي چې د قاميت د حقيقت نه انکار د اسلام د ورورولۍ د فلسفې نه ناخبرتيا ده . اسلام نړيوال تګ لاره او تاريخي ارزښتونه تل د انسانانو قامي تنې ته درناوښت لري.

پښتانۀ د نړۍ هېڅ کوم انساني ټولنې نه کم او نيمګړي نۀ دي . پۀ دماغي او بدني توګه پښتانۀ ډېر ژوندي پهلوانان او ګړندي دي او هم دغه وجه ده چې کله هم د يو پښتون مخه د لوړو زده کړو پۀ لور اووښتې نو د نړۍ پۀ سر پۀ هنر او هر ډول فني امتیازاتو کښې ئې ځان بېل ښکاره کړے دے. کۀ سياست دے، کۀ طب دے، کۀ سائنس دے، کۀ ادب او شعر دے تردې چې د پېښور پۀ بډهـ بېره سيمه کښې يو پښتون ځوان څۀ وخت مخکښې پۀ خپلو وسائيلو د الوتکې پۀ څېر جهاز هم الوځولے ؤ . پۀ محنت مزدورۍ او سوداګرۍ پښتانۀ د هرچا نه وړاندې کېدے شي ځکه چې اسټراليا، دوبۍ، قطر، هندوستان او غربي هېوادونه د کراچۍ پۀ شان ښارئې هم دې پښتنو پۀ خپلو خولو اباد کړې دي خو خپل وطن ئې کنډر کنډر دے. کۀ چرته د دوي خاوره د قبيلوي کرکو، تربګنو، پردو لاس وهنو او د پردو جنګونو لومو او پړکو نه راخلاصه شي نو پۀ دې خاوره او قام کښې دومره زور او پۀ دې خاروه دومره قدرتي وسيلې دي چې د دوي د وطن تماشې لۀ به بيا خلک د لوېديځ نه راځي. د پښتنو خاوره به د هر ډول کرکو نه د پاکولو لپاره بحېثيت قام پاڅون پکار وي، تش پۀ خبرو نا، دا پاڅون به د ډز ټوپک او وژنو نۀ وي بلکې دا به فکري شعوري پاڅون وي چې لازم توکي ورله خپله ټولنه د ننني وخت د سياست د لوړو ژورو سره بلد کول بحېثيت قام تنظيم کېدل د جهالت پۀ ځاے د علم او شعور پۀ لور ارادي تګ او د دې هرڅۀ د حصول لپاره به پۀ ټولنه کښې پوهانو، اديبانو، سیاست مدارو، استاذانو ،خبريالانو. مدني فعالانو، حق پرست علماؤ او هر هغه وګړي لۀ د ټولنې شعوري کچې لوړولو لپاره کار کول وي چې د پښتنو پۀ خاوره اوسېږي . لکه څنګه کار چې پۀ شلمه پېړۍ کښې د انجمن اصلاح الافاغنه د لارې شوے ؤ. اول قام جوړول دي، بيا ترې کار اخستل دي، دا کار یواځې د سیاسي خلکو نۀ دے ځکه چې د دې خاورې توده سړه هر سړي ته رسي نو بايد چې د قام هر باشعوره وګړے هم ځان ذمه وار وګرځوي، کۀ د دغه قامي شعوري هڅو خبره وکړو نو د پير روښان نه واخله تر باچاخان او د هغۀ د فکر لاروو دا کار د سرونو پۀ بدله تر پوره حده ترسره کړے هم دے چې د فکر باچاخان د مل خلکو زيار ډېر روڼ او روښانه دے او تر پوره حده پۀ اولس کښې دغه غږ وردننه کړے شوے هم دے خو بيا هم د پښتنو بدبختي ده چې دا قام پۀ زیاتره شمار د فکري انتشار او جنجال ښکار کړے شوے دے خو د قام دې پۀ دې سر خلاص وي چې د پښتنو ستونزې هغه خلک حل کول او کمول نۀ غواړي چې د خپلو سیاسي غرضونو لپاره د اسلام سپېځلے نوم لکه د کاروباري توکو کاروي او نۀ هغه خلک چې د هغې د سیاست مخه د اټک پۀ لور د اباسین نه پورې غاړه ده . د پښتنو قامي ستونزې هم هغه خلک ختمولې شي د چا چې سل کلن د وياړ تاريخ دے، څوک چې د وطن پۀ هره توده سړه کښې هم پۀ دې خاوره شتون لري . راځئ نور دا پردي جغونه د څټونو نه وغورځوو او د خاورې او قام جغ لۀ پۀ حېث د قام پۀ رښتيا اوګه ورکړو نو هله به ممکن شي چې خپلې بدې ورځې به پۀ ښه راتلونکي بدلې کړو . که دا مو و نۀ کړل نو خپل راتلونکي نسلونه به مو معاف نۀ کړي او کېدے شي چې قبرونه مو هم پۀ کاڼو وولي.

زمونږ نه پس زمونږ راتلونکي نسل

زمونږ قبرونه که پۀ کاڼو باندې و نۀ ویشتل

دا به واقعي دَ يويشتمې صدۍ

نوي ساده او شریفان خلک وي

( سائل صېب)

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …