زمونږ د دې ډول ليکونو نه مقصد اولس ته علمي شعور ورکول دي. د کفر او ارتداد د فتوو او نۀ زغم پۀ ځاے مکالمې او مثبت بدلون ته پۀ خپله خاوره وده ورکول دي. پۀ چا خپل نظر ورتپل نه بلکې خپله پۀ دليل وئيل او د بل پۀ دليل سره د اورېدو کلتور زېږول دي. موسيقي حلال او حرام پۀ خپل ځاے يو ستربحث دے خو مونږ د دې صنف پۀ تاريخي شاليد بحث پۀ مخ بوتلل غواړو .
پۀ افغانستان کښې چې نن سبا کوم سياسي چاپېرچل دے نو د ډېرو ستونزو سره د موسيقۍ سره تړلي خلک هم د ډېرو ستونزو سره مخ دي. دې وضعيت ځنې پښتانۀ ځوانان ډېر حساس کړي دي خو کۀ مونږ وګورو نو د افغانستان يوازې موسيقي نۀ ده بلکې دومره ټولنيزې ستونزې پېښې دي چې هره يوه ستونزه د افغانانو پۀ افغاني ننګ موړ وګړي هره ورځ ډېر زوروي .
دوېمه دا چې کۀ د ميوزک خبره وکړو نو پۀ افغانستان کښې د ميوزک سره وخت پۀ وخت همېش د دربار له خوا شخړې پاتې شوي. لياقت تابان ليکي چې د باختر پۀ سيمه د اسلامي دورې پېل کېدو سره درباري موسيقي پۀ بشپړ ډول لۀ مېنځه لاړه ځکه پۀ اسلام کښې د جمهور علماء د رايه موافق د موسيقۍ ځاے نشته البته ځنې پوهان لکه علامه ابن حجر عسقلاني، امام شوکاني، ابو نصر الفارابي، پيرروښان، مولونا ابوالکلام ازاد، مصري دين پوهه عالم يوسف القرضاوي، شېخ محدث دهلوي عبدالحق سيد جمال الدين محدث حنفي، جاويد احمد غامدي، ارواښاد ډاکټر فاروق، د دې سره اختلاف لري او موزون شاعري او بامعنا موسيقۍ لپاره جواز ثابتوي. د قوالۍ او غنا لپاره خپل شرطونه وړاندې کوي خو کله چې موسيقي د دربار نه لاړه نو اسلامي خلفاء پۀ محلي موسيقۍ کوم بندېز نۀ ؤ لګولے ځکه لياقت تابان وائي چې د دربار نه پرته محلي موسيقۍ وده کوله چې د غزنوي پۀ وخت کښې دغه موسيقي بيا دربار ته ننوتله او غزنويانو موسيقۍ ته پراخه سينه ورکړه چې د مختلفو دورو سره بيا را روانه پاتې شوه. موسيقي د فنون لطيفه برخه وي چې د انساني جمالياتي حس د اظهار وسيله ګڼلې شي. د افغانستان اوسني واکمن چونکې د وړومبي نظر پلويان دي ځکه دوي پۀ خپله وړومبۍ دوره او هم اوسني وخت کښې د موسيقۍ د جواز منونکي نۀ دي چې د خپل مسلک مطابق يو سياسي پرېکړه هم ده. د ميروېس هوتک بابا، احمد شاه بابا، امير عبدالرحمن، امير حبيب الله خان او غازي امان الله خان پۀ وخت کښې پۀ افغانستان کښې موسيقۍ ته څۀ نه څۀ پام شوے ؤ خو د بچه سقه او نادرخان پۀ وخت کښې موسيقي بيا د ستونزو سره مخ شوې وه. د ظاهر شاه راتلو سره پۀ 1950ز کښې موسيقي بيا دربار ته ورسېده او مخه ورکړې شوه. د ثور انقلاب نه پس پښتو موسيقۍ ډېر جدي پرمختګ وکړو خو د مجاهدينو د واک پۀ وخت کښې پۀ 1991ز کښې واک ته پۀ راتلو او بيا د 1996ز طالبانو پۀ راتلو سره موسيقي لۀ مېنځه پۀ بشپړ ډول هم د دربار او هم د ټولنې نه لاړه. ډمان هنرمندان ډېر د بې وسۍ بې کسۍ پۀ حالت کښې د پښتونخوا پۀ لور رامات شو. پۀ پښتونخوا کښې موسيقي ورسره ډېره مخکښې لاړه. د 9/11 نه پس د طالبانو د سقوط سره پۀ افغانستان کښې موسيقي يو ځل بيا دربار ته لاړه او شل کاله ئې ډېر پرمختګ وکړو خو پۀ 15/,2021 د اګست سره موسيقي يو ځل بيا لۀ مېنځه لاړه او هنرمندان بيا د بلې نړۍ پۀ تکل شو .
پښتانۀ موسيقي خوښوي ډېره پۀ سور ئې اوري خو پۀ هنرمند پسې خاندي، ډم ورته وائي. ډم ښکنځل ګڼي او ډم سپک نوم ګڼي خو کۀ وګورو نو دا د پښتنې ټولنې د هغه ډېرو دوپړک خويونو ننداره کوي چې پۀ ښکاره يو شان او پۀ پټه بل شان مخ لري. هنرمند هم د دې ټولنې انسان وي او دغه هنرمندان ډېر مينه ناک خلک وي. پۀ علمي بڼه موسيقي د فنون لطيفه برخه ده او فنون لطيفه د يوې ټولنې د ښائستونو او جمالياتي اړخونو ننداره وي .
چې “انځورګري”، شاعري، مجسمه سازي، ډول ډول ودانۍ، خطاطي او ډرامه هم پۀ کښې ده. فرانسيسي پۀ کښې د نن سبا ډول ډول خوراکونه هم ننباسي.
موسيقيت خوږ غږ ته وئيلے شي. دا خوږوالے دوه ډوله وي. يو پۀ اواز، غږ کښې او بل پۀ معنويت کښې. پۀ اواز کښې خوږوالے دا د مانوس تورو، وزن، رديف، قافيې او د ضمني قافيې پۀ وجه غزل يا پۀ بل صنف کښې پېدا کېږي. دا پۀ خارجي موسيقيت هم يادېږي. بل معنوي موسيقيت دے چې د الفاظو د معنا او د هغې د اثر نه را ولاړېږي. کوم سره چې زمونږ اودۀ جذبات او احساسات راوېښېږي او تحريک ورکوي. موسيقي زياتره پۀ سندرو او نور غنائي اصنافو کښې وي ځکه چې هغه د ساز او اواز د وئيلو لپاره ليکلې شي. .پۀ تاريخي بڼه پښتانۀ پۀ هر دور کښې د هر مذهب سره کلک پاتې شوي. د اسلام نه مخکښې موسيقي هم د مذهبياتو برخه وه نو ځکه پښتانۀ د موسيقۍ سره ډېر تړلي پاتې شوي دي. د اسلام نه پس پۀ موسيقۍ کۀ څۀ هم بندېزونه راغلي خو بل اړخ ته پښتانۀ د خپل بنسټيز کلتور پۀ بڼه د موسيقۍ سره اوږه پۀ اوږ ولاړ دي. پۀ هر مجلس، غونډه، موسم او پۀ اولسي کچه خورا ونډه لري. د پېړو پېړو نه ډول او اتڼ د پښتنو د ټولنې تر اوسه د موسيقيت د اړخ ژوندۍ ننداره ورکوي. دغه ډول د دې د لښکر نه واخله تر د پېشمني د غږ پورې ژوندے دود دے. دا دود شاته ډېر لرغونے شاليد، دودونه پۀ کلتور کښې راځي او کلتور د خلکو د يوې ځانګړې ډلې ځانګړنو او پوهې ته وائي چې ژبه، مذهب، خواړه، ټولنيز عادتونه، موسيقي او بېلابېل هنرونه پۀ کښې راځي.
څرنګه چې پۀ نړۍ کښې بېلابېل ټبرونه د نژاد، ژبې، مذهب او رنګ لۀ پلوه سره وېشل شوي دي، پۀ همدې توګه د خپلو راشه درشه، خپلمنځي اړيکو، لوبو، جامو او دودونو لۀ پلوه هم سره بېل دي. دغه راز د طالبانو اتڼ، د لوګريانو، د خټکو د منګي اتڼ پۀ دوديز توګه ډېر شهرت لري. ډمې ګډول پښتون کلتور نۀ دے بلکې دا ناوړه عمل دے . څۀ وخت کښې د هندوستان هندي سندرو پښتو موسيقۍ ته ډېر زيان ورکړے ؤ. دغه راز د ۲۰۰۸ز نه پس د پښتو موسيقۍ ډېره سخته ضربه خوړلې خو اوس د لوستو ځوانانو پۀ وجه چې د سر او تال سره ډېره ښۀ شاعري ټاکي. پښتو موسيقي يو ځل بيا پۀ ډډه اووښتې.
د موسيقۍ ډېر تعريفونه شوي دي. يو دا چې د موسيقۍ معنا ده پۀ هوا کښې غوټې تړل او د سريانې ژبې تورے دے. يا بل نظر دا دے چې موسيقي يوناني تورے دے چې معنا ئې ده زېږول .
موسيقي کۀ يوناني تورے شي نو د موسي څخه روتې معنا ئې ده ‘زېږول’ پۀ لاطيني يوناني کښې د يائې نسبتي پۀ شان د نسبت لپاره ق لګولے شي نو موسي نه موسيقي شوه .
د موسيقۍ د سرياني طرفدار وائي چې ((مو )) د هوا نسيم او ((سيقي )) د غوټې معنا ورکوي. يعنې “پۀ نسيم غوټه وهونکے”.
موسيقي هغه علم دے چې غنا او لحن لري چې پۀ يو بل پرېوځي پرله پسې وي، نغمه پۀ کښې موزونه وي .
پۀ ختيځه موسيقۍ کښې سازونه تر پينځه سوه پورې دي .
لياقت تابان او مصطفٰي جهاد ليکي چې څلور زره کاله پخوا د چينايانو خپل يو ځوان “لنګ لن” د شپېلۍ هنر زده کولو لپاره باختر ته رالېږلے ؤ. رباب، بربط، سهتار او تنبوره هم د باختر نه د اريايانو له خوا پۀ دوېمه پېړۍ کښې د سېنګيانګ لۀ لارې چين ته وړل شوے ؤ .
علامه حبيبي وائي چې بايزيد روښان پۀ هلکوالۍ کښې د سرود سره ډېره مينه لرله چرته به چې د سرود مجلس ؤ، دۀ به توره پۀ لاس وردنګل، پلار پۀ دې کارونو د کوره وشړلو خو پۀ بايزيد روښان د دې خبرې څۀ اغېز نۀ کېدو.
د علي محمد مخلص حال نامې د وېنا ترمخه د مير فضل الله ولي خليفه د حاجي محمد پۀ رباب کښې د نوو تارونو زيات والے وکړو. پښتنو موسيقارانو نوي راګونه د دې پۀ برکت جوړ کړل خو غږوونکو د ساز پۀ وزن نۀ شو سمولے نو بايزيد روښان پۀ خپله د هغوي اصلاح وکړه او د نوي تار د راګ سره ئې بلد کړل. پښتانۀ د خپلې موسيقۍ ځانګړے اوزار هم لري چې رباب او شپېلې پۀ کښې ده.
موسيقي هغه رياضي علم دے چې غنا پۀ کښې وي. غنا هغه خوږ غږ دے چې پۀ يوبل لوئيږي چې کلمې جوړوي. پرله پسې وي، نغمه وي او موزون وي.
فخر الدين رازي وائي چې د موسيقۍ جوړوونکے حکيم فيثا غورث ؤ. صرين وائي چې موسيقي د دوي فرعونانو ايجاد کړې. يونان والا وائي چې موسيقي د دوي دېوتا”اپولو” ايجاد کړې. يهود وائي چې موسيقي د حضرت ادم پۀ اووم پشت کښې”جوبل” نومې کس ايجاد کړې. عرب وائي چې د موسيقۍ نه څاروي هم خوند اخلي. ځنې د مصر د اوس وخت يو ستر عالم ډاکټر يوسف القرضاوي د موسيقۍ پۀ اړه وائي چې فحش ګوئي او دين بې زاري پۀ کښې نۀ وي نو پۀ سماع کښې کوم باک نشته. همدا نظر د جاوېد احمد غامدي هم دے. ډاکټر سهېل خان د موسيقۍ پۀ اړه وائي:
“موسيقي چې مونږ ورته پښتو کښې ‘ټنګ ټکور’ وايو د انساني تاريخ هومره زړه ده. دا د انسان د پېدائش سره د مور غېږ کښې د “الاهو” نه واخله تر “للې للې للو”، “ډنګه ډيچه ډاسا”، د مېچن اوړۀ کېدو سره “شرنده شرېږي”، د چاټوري د شوملو سره ‘شخنده شخېږي. بلنده بلېږي’ نه واخله تر د غرونو لمن کښې د چينو او ژرندو لشکار سره بيا د سيند پۀ غاړه چې څاروي اوبۀ نۀ څښکي نو د مالک يو شپېلي سره څاروي پۀ اوبو خولۀ کېږدي. او چې شپېلۍ بنده شي نو خپل مالک پسې سترګې وچتې کړي. د توراڼکې د “کُوکُو” نه واخله د کور کوړې د “ګوګوشتو” پورې. او د طاوس د ګډا د رنګونو ثناء نه تر د مار د ګډا پورې. خپل وجود او احساس کښې موسيقي مينه ده، حسن دے، مستي ده، شوخي ده، کېف دے، سرور دے، وخت دے، امن دے، موسم دے، ژوند دے او د ژوند الاهو ده.
څومره چې پښتو دود دستور او کلتور زوړ دے، هومره پښتو موسيقي هم تمبل، ډول، ډولکے، شپېلۍ، رباب، بېنجو، سرنا او شهنائي د پښتني تهذيب او ثقافت يوه ضروري برخه ګڼل کېږي. د پښتو فولکور ټپه د پښتو د موسيقۍ د ټولو نه غټه ورثه ده. فولکوري سندرې پۀ ټپه اډاڼه دي. ټپه د پښتني تهذيب او کلتور او د رواياتو مالکه، محافظه او امينه ده. سائنسي څېړنې وائي چې موسيقۍ سره د رنځونو علاج هم ممکن دے. هندوان وائي چې ماران موسيقۍ ته ګډېږي. دغه رنګ ځنې پوهان د موسيقۍ بنيادي اووۀ راګونه هم د مرغو غږونه بولي… سا رې ګا ما پا دها ني۔
پۀ دې اړه د موسيقۍ پوهان وائي چې د موسيقي اووۀ “سرونه” د اووۀ مرغانو د اواز نه اخستل شوي. چې دغه مارغان د قدرت تخليق دے او موسيقۍ ته هم د فطرت غږ وئيلے شي.
سا “کهرج” د طاؤس د اواز نه اخستل شوے.
رې “رکهب” د بلبل د اواز نه اخستل شوے.
ګا “ګدهار” د ګډې د اواز نه اخستل شوے.
ما “مدهم” د کلنګ د اواز نه اخستل شوے.
دها “دهيوت” د اس د اواز او ” شڼار” نه اخستل شوے.
ني “نکهار” د هاتهي د اواز نه اخستل شوے.
خالق کائنات د هر څيز د اواز او موسيقيت جوړوونکے دے .
د باران ټپه، د چينو بهېدل، د څړوبي راتوئيدل، د درياب او سيندونو رواني. د اور د لمبو غرغرې، د مرغانو اوازونه، د څېر پۀ څېر څارويو د اواز غږ، د انسان د خولې خبرې، خندا، ژړا دا ټول د خالق کائنات د تخليق او د اواز د ښکلا او موسيقۍ ښکارندويي دي.
غني خان وائي ! پښتانۀ موسيقي خو خوښوي خو هنرمند ته “ډم” وائي او سپک ورته ګوري. دغه راز د يو مارغۀ پۀ اړه وئيل کېږي چې موسيقار نوم ئې دے. زر کاله عمر ئې وي، اووۀ سوه اوازونه ئې د مښوکې نه راوځي. پۀ خپله جاله کښې چې پۀ سور کښې راشي نو ځان وسېځي او بيا د دغه ايرو نه پېدا شي. دغه مارغۀ ته پۀ عربۍ کښې ققنس، پۀ سنسکرت کښې ديپک لاټ او پۀ يوناني کښې فېنقس او پۀ فارسۍ کښې اتش زن وئيل کېږي. حضرت داؤد ع داسې ښکلے اواز لرلو چې کله به ئې تورات وئيلو نو مارغان به ورته پۀ هوا کښې ودرېدل ځکه خو خوشحال بابا پۀ دستار نامه کښې وائي چې څوک موسيقي نۀ مني نو هغه د لحن داودي نه انکار کوي. د هند خلک د خپلې موسيقۍ مخترع برهما ګڼي. د ډنمارک يو څېړنکار وائي چې سومريانو پينځۀ زره کاله مخکښې د موسيقۍ يوه اله غږوله نو دا ئې د پښتنو د وطنه وړې وه. دغه شان پۀ باميان کښې پۀ يو انځور کښې هم د موسيقۍ ننداره کېږي. د پېښور پۀ ميوزيم کښې هم داسې د ګندهارا ډبرين انځورونه شته. دغه شان د چين پۀ يو افسانه کښې وئيل شوي چې څلور زره کاله وړاندې يو ځوان د شپېلې زده کولو لپاره باختر ته لېږلے شوے ؤ. پۀ غوږونو دوه ډوله اواز لګي يو بد او بل خوږ کله چې پۀ يو اواز کښې طرز وي نو خوږ لګي لکه د مرغۍ غږ او کله چې يو غږ بې ترتيب وي نو بد لګي لکه شور او ګډوډ اوازونه. د موسيقۍ استاذانو د يو ځانګړي اواز پۀ اساس ټول سرونه پۀ اووۀ برخو کښې وېشل چې دا ټول د سنسکرت نومونه دي. “سا” “رې” “ګا” “ما” “پا” “دها” “ني”. د دې د راګونو غږولو خپل وختونه دي. رباب د پښتو ساز دے. او دې ته د سازونو “زمرے” وئيل کېږي. زمرے چې کله وغړمبېږي نو د نورو ځناورو غږونه غلي شي. د رباب برخې دا وي: “تاج غړې” “ګوډې” “ډول” ” ټټو” “غوږې” “کټې” بم زېر” “شاتار” “بچي پرده” او شاباز. يو رباب اوويشت انچې اوږد وي. يو اتويشت او بل دېرش. رباب د پښتنو ځانګړے ساز ځکه دے چې د بدهـ مت د دور پۀ موندل شويو لرغونو اثارو کښې پۀ ډېرو انځورونو کښې د ګندهارا ارټ د وخت نه “رباب” پۀ غېږ کښې نيولے ښکاري. ځکه د کوشاني امپراتورۍ پۀ وخت کښې د باختر پۀ خاوره موسيقۍ ډېره وده موندلې وه.
د موسيقۍ پۀ اصطلاح کښې د يوې دمې نه پس د “لې” تاوېدل مسلسل تکرارېدل او د يوې دائرې پۀ شکل تاوېدو ته تال وائي. سر د سنسکرت تورے دے چې پۀ اصل کښې د اواز يو فرېکونسي ده چې پۀ يو سېکنډ کښې د هغې اواز ارتعاش ظاهروي. سر د راګ اکائي ده خو مونږ ورته د موسيقۍ اکائي هم وئيلے شو ځکه چې موسيقي پۀ راګ اډاڼه ده او راګ پۀ سر؛ هر سر خپله يوه فرېکونسي لري. عبدالرؤف بېنوا وائي چې رګ وېد ټول پۀ افغانستان کښې جوړ شوے. دا د پخوانو اريايانو د مهذب مدنيت نخښه ده. دا ټول منظوم دي چې پۀ رګ وېد، سام وېد، اتهر وېد او يجور وېد خوارۀ دي .اوېستائي مدنيت څۀ ۱۰۰۰ ق م دوره کښې د اريانا پۀ شمالي برخو کښې مېنځ ته راغلے ؤ. د دوي لوے کتاب اوېستا چې د بلخ د زرتشت پۀ نامه مخې ته راغلے ؤ پۀ اوېستا کښې هم زياتره سرودونه او سندرې دي. اوېستائي مدنيت دلته تر د سکندر مقدوني د يرغل پورې شتون لرو. ځنې يونانيان ليکي چې د ارياؤ مشران چې به کله پۀ دسترخوان کښيناستل نو سندر غاړو به ورته سندرې وئيلې. د سکندر پورې مذهبي موسيقي پۀ دې سيمه کښې پاتې شوې وه. د پښتنو پۀ سيمه مذهبي موسيقي د خوشالو مجلسونو ته څنګه راغله پۀ دې اړه لياقت تابان ليکي چې د سکندر د مرګ نه پس د دۀ سلطنت پۀ دوه کسانو وويشل شو. چندر ګپت موريا او سيمو سيلو کس ترمېنځ د ډېرو جګړو نه پس دواړو روغه وکړه او سيلو کس خپله لور چندر ګپت ته ورکړه .د وادۀ پۀ خوشحالۍ کښې کوم مجلسونه چې جوړ شوي وو نو سندرغاړي د اراکوزيا “قندهار” نه بلل شوي وو. مصطفي جهاد ليکي چې د کوشانيانو پۀ دوره کښې موسيقۍ ډېره وده وکړه او ډېرې څانګې ئې پېدا کړې.
لياقت تابان ليکي چې د اسلامي دورې راتلو سره د پښتنو پۀ سيمه موسيقي لۀ مېنځه لاړه ځکه چې د اسلام د نظره پرې بندېزونه راغلل خو محلي موسيقۍ بيا هم پرمختګ وکړو. پۀ اسلامي دوره کښې د بنوعباس پۀ وخت کښې عربي موسيقۍ وده وکړه او پۀ بغداد کښې ډېر موسيقار اوروزل شو. د غزنويانو پۀ دوره کښې موسيقي ډېره راژوندۍ شوه. سندرغاړي او اتڼ باز دلبار ته راغوښتل شو او ډول سرنا ډېره مخه وکړه. د موسيقۍ ستر استاذ ابو نصر فارابي هم پۀ دغه دوره کښې ؤ. فارابي د موسيقۍ د پرمختګ لپاره ډېر کار وکړو. د فيثا غورث نه پس فارابي ته دوېم ستر استاذ وئيلے شي. ابن سينا هم د دغه وخت سړے ؤ او د موسيقۍ يو ښۀ پوهاند ؤ. د موسيقۍ د الاتو ښۀ غږونکے ؤ. د غوريانو پۀ دوره کښې هم موسيقۍ تر لرې لرې ورسېدله. امير خسرو بلخي د دغه وخت د موسيقۍ ستر پوهاند ؤ. د سهتار اختراع کوونکے دے ګڼلے شي. پۀ فارسۍ، عربۍ کښې هم شاعري کوله او بهاشا او سنسکرت ژبې هم زده وې. د چنګېز خان او تېموريانو پۀ وخت کښې د پښتو موسيقي د نور هر څۀ سره لۀ مېنځه لاړه. صرف د سلطان حسېن بايقراد تېموري څلوېښت کلن دوره کښې د سيمې او موسيقۍ څۀ نه څۀ پرمختګ شوے ؤ. د پير روښان پۀ وخت کښې پښتو موسيقۍ ډېره وده وکړه. حاجي محمد د پښتو موسيقۍ باني ؤ. او بايزيد هم د سرود شوقي ؤ. پښتو موسيقي ئې ډېره اصلاح کړه او نوي نوي راګونه ئې پۀ کښې پېدا کړل. پير روښان به وئيل چې د دنيا د لذت لپاره موسيقي حرامه ده. د جنت پۀ مينه او د خداے پۀ مينه ئې اورېدل روا دي. د احمد شاه بابا زوي تېمور شاه موسيقۍ ته ډېر پام کړے ؤ او پۀ دلبار کښې به ئې هنرمندان راغوښتل. پۀ سيمه کښې هم پۀ محلي کچه موسيقي رواج وه. د امير شېر علي خان پۀ وخت کښې موسيقي يو ځل بيا ژوندۍ شوه. امير عبدالرحمن خان هم موسيقۍ ته پام کولو او تر د نورستان پورې به ئې موسيقار راغونډول.
اميرحبيب الله خان هم د موسيقۍ خوښونکے ؤ. خپله به ئې پيانو غږوله. پۀ کال ۱۸۷۷ز کښې چې الېګزنډر الوا ايډيسن باجه کله ايجاد کړه نو موسيقۍ ورسره ډېر پرمختګ وکړو. پۀ کال ۱۹۰۲ز کښې پۀ هندوستان کلکته کښې پۀ اول ځل مس ګوهر جان پښتو سندره رېکارډ کړه. وروستو بيا نورې ډېرې سندرغاړې او سندرغاړي، حنيفه، خانم جان، مريان جان، سلطان جان او سيد محمد، پير محمد، اکرم خان او عبد الرحمن هم راغلل. د امان الله خان پۀ وخت کښې پۀ اول ځل موسيقي د کابل پۀ ښوونځيو کښې د مضمون پۀ ډول شريکه شوه. امان الله خان پۀ خپله د استاذ قاسم نه پيانو هم زده کړې وه. پۀ ۱۹۲۵ز کښې د رېډيو د لارې نشريات شروع شو چې موسيقي به ترې خورولې شوه. پۀ ۱۹۳۵ز کښې د پېښور نه د رېډيو چالو کولو سره هم پښتو موسيقۍ ته وده مېلاؤ شوه. پۀ کابل کښې د ۱۹۶۰ز نه تر اتيايمې لسيزې پورې وخت د پښتو موسيقۍ لپاره ډېر د پرمختګ وخت دے. د سوات پۀ رياست کښې هم موسيقۍ ته دلباري او اولسي کچه پاملرنه کېده. استاذ اينځر ګل، استاذ مظفر، استاذ خان زاده او مېرمن سويه خان پۀ کښې ياد سندر غاړي وو. دغه راز د موسيقيت سره پۀ پښتنه ټولنه کښې اتڼ هم يو ډول دوديزه ګډا او د خوښې لوبه ده چې لۀ ډېرې لرغونې زمانې راهسې پۀ افغانستان او د پښتنو پۀ نورو سيمو کښې دود دي. او تاريخي لرغونتيا ئې اريايي ټولنې ته رسېږي، چې د هغه مهال لۀ مذهبي عنعنو نه سرچينه اخلي. پۀ افغانانو کښې پۀ ځانګړې توګه پښتنو کښې لۀ ډېر پخوا نه تر ننه اتڼ د رزم او بزم د يو غوره سمبول پۀ توګه ژوندي دي.
دغه ملي او اولسي ګډا معمولاً له ډهول او سورنې سره ترسره کېږي او پۀ کښې د اجرا کوونکي د وجود ټول غړي پۀ ځانګړې توګه لاسونه، سر پښې، غاړه، اوږې، سينه او نور پۀ مخصوص او منظم ډول حرکت کوي. د بدن د بېلابېلو غړيو دا حرکتونه که لۀ يوې خوا د ټول وجود او پۀ ځانګړې توګه د دغو غړيو د قوت او پياوړتيا سبب ګرځي، نو لۀ بلې خوا د يو ځانګړې جګړه ايز مهارت پۀ توګه لۀ دښمن سره مقابلې پۀ وخت ورنه هم کار اخستل کېږي. لۀ تاريخي څېړنو نه داسې څرګندېږي چې د دغه هنر، ورزش او لوبې بنسټ پۀ لومړيو کښې د دې لپاره ايښودل شوے چې ځوانان د جګړې پۀ مهال د وسلې پۀ ځانګړې توګه د تورې، کوتک او ټوپک چلول زده کړي. او د دوي بدن چست، چالاک او غښتلے وروزي چې د دښمن مقابلې ته ښۀ چمتو وي. خو وروسته د وخت پۀ تېرېدو ورو ورو دا ملي ورزش د افغاني موسيقۍ او هنر يوه پخه برخه شوه. پۀ ځوانانو کښې د شور ، جذبې او احساساتو د پېدا کولو لپاره به ئې دا ورزش د موسيقۍ له الاتو پۀ ځانګړې توګه د ډول او سورنې له ساز او سُرود سره يو ځاے ترسره کولو. دغه راز اتڼ پۀ سيمه ايز، قبيلوي او وګړنيز توپير ځانګړي ډولونه هم لري. او يوې سيمې، قبيلې او يا ډلې ته منسوبېږي. لکه قندهاري اتڼ، پکتياوال اتڼ، غزنيجي اتڼ، طالبي اتڼ او نور. خو د بڼې پۀ لحاظ ئې يو ډېر مهم ډول غبرګ اتڼ دے. چې پۀ کښې ښځې او نارينه ګډه برخه اخلي، داسې چې يوه ښځه او يو نارينه ودرېږي او پۀ ګډه اتڼ کوي. دا ډول اتڼونه معمولاً پۀ خوشحالو کښې د يوې کورنۍ د غړيو او خپلوانو تر مېنځ ترسره کېږي. اتڼ د پښتنو د زرګونو کلونو دوديز روايت پاتې شوے. چې پۀ اصل کښې يو جنګي مشق به هم ؤ چې د اسلام نه مخکښې مذهبي بڼه ئې هم لرله. د چندر ګپت موريا پۀ اړه وئيل کېږي چې دغه وخت کښې موسيقي د مذهبيت نه د خوشحالۍ دودونو ته هم واوښته. د پښتنو د هرې سيمې او د هرې قبيلې اتڼ هم ياد شوے. لياقت تابان پۀ خپل کتاب ‘موسيقي تر سوېلي پښتونخوا پورې’ کښې ليکي چې د سوېلي پښتونخوا د هرې سيمې خپل خپل اتڼ دے. زياتره کرلاڼي قبائيل يادوي نو اتمانخېل هم د کرلاڼي پۀ څپ کښې به خامخا خپل اتڼ لرلو خو يوه خبره زۀ وينم چې د ښاخي خېلو قبيلو اتڼ هم ورک دے چې د دې متروکيت لۀ سببه کېدے شي. د اتمانخېلو اتڼ هم د مېنځه تلے دے چې د يو بل سره جوخت پۀ تمدني ارتقا يو شان ختي ځکه چې د ښاخي خېلو هم به خامخا اتڼ ؤ. چې پۀ يوه پښتنه قبيله کښې د زنانو پۀ خوشحالۍ کښې د “ناري ګوښ” پۀ نامه خو اتڼ تر اوسه ؤ، ليدلے مو دے. دغه راز د طالبانو، کوچيانو، مومندو، خټکو او لوګريانو اتڼ به هم ځانګړے ؤ .