غني خان چې د پښتو ژبې بې بدله او د خپل عهد يو ډېر ستر تخليق کار دے. يو داسې تخليق کار کۀ څوک مونږ ته دا کرښه راښکي چې د شلمې پېړۍ نه به يو شاعر را اخلئ او يا دا چې مونږه د فلسفيانه، روماني او حريت پسنده شاعرۍ پۀ حواله د چا پۀ زمانه کښې ژوند کوو نو کۀ هر څو شلمه پېړۍ د پښتو شعر او ادب پۀ حواله ډېر ښېرازه او بختوره ده او پۀ دغه پېړۍ کښې مونږ ډېر ستر ستر تخليق کار، څېړنکار او پوهان لرو خو کۀ خبره د يو داسې ستر تخليق کار را شي نو بيا به زمونږ فېصله هم د رنګ او نور، د جنون او د جانان د شاعر خان عبدالغني خان پۀ حق کښې وي.
خان پۀ دغه منفرده، ژوندۍ او جانانه شاعرۍ کښې ګڼ شمېر سياسي، سماجي، قامي، کورني، علمي او ادبي شخصيتونه ياد کړي او مخاطب کړي دي. د دغه “ياد” او “خطاب” خپل يو ځانګړے شا ليد او مخ ليد دے. دغه شخصيتونه “خان” پۀ يو مخصوص علمي، ادبي، سماجي او قامي تناظرکښې ياد کړي او مخاطب کړي دي چې پۀ خپله د “خان” د خپل شخصيت او نفسياتو پۀ حواله د لوستونکي سره ډېرلاس امداد کوي. د دغه شخصيتونو پۀ حواله زمونږ ګران کشر ايازالله ترکزي يو ډېر زړۀ پورې کتاب هم ليکلے دے کوم چې د باچاخان مرکز څېړنيزې څانګې پۀ ډېره مينه او پښتني وياړ چاپ کړے دے. نن چې زۀ د کومو شخصيتونو خبره کول غواړم هغه د خان پۀ شاعرۍ کښې ذکر شوي هغه علمي او ادبي هستۍ دي چې “خان” ئې يا خو ستائنه کړې ده يا ئې مخاطب کړي دي او ورسره ئې “مکالمه” کړې ده. يا ئې ورسره اختلاف کړے دے او يا ئې لکه د خپل “همزاد” د هغوي فکر او جذبې سره اتفاق کړے دے. پۀ دغه شخصيتونوکښې ځينې داسې دي چې “خان” ئې پۀ يوه خاصه او ځانګړې حواله “سرسري” ذکر کړے دے. زۀ به هم د هغۀ هستو دلته د “خان” پۀ حواله سرسري ذکر کوم البته پۀ دغه هستيوکښې پينځه هستۍ داسې دي چې د هغوي ذکر به پۀ تفصيل سره کول غواړي، ځکه د هغوي ذکر “خان” هم يا پۀ تفصيل سره کړے دے او يا کۀ ئې پۀ يو شعر نيم کښې ياد کړي دي خو دغه “ياد” او “مخاطبه” پۀ فکري او ادبي حواله د زښت اهميت وړ ده.
د انبيائے کرام نه علاوه چې خان د کومو علمي شخصيتونو ذکر سرسري يا پۀ بلواسطه توګه کړے دے پۀ دغه هستيو کښې د يونان دوه هستۍ داسې دي چې “خان” پۀ شعر کښې د خپل تاريخي کردار پۀ حواله يادې کړې دي. دوي کښې يو ستر يوناني حکيم او سائنس پوهه فلسفي بقراط او بل د خپل دور ستر روايت شکن او حق ګو فلسفي “سقراط” (399 ق م دے) څوک چې د يونان پۀ ايتهنز ښار کښې زېږېدلے ؤ. د ستر فلسفي افلاطون استاذ ؤ او هم د هغۀ د ليکونو پۀ ذريعه دنيا پېژندلے دے. دا هغه علم دوسته، حق پرسته او ريښتونے پوهان ؤ چې پۀ وړومبي ځل ئې د رواياتو، مروجه ديني اخلاقياتو، دېوتاګانو او اشرافيه پۀ حواله سوالونه را اوچت کړل او د دۀ دغه را وچت کړيو سوالونو پۀ دغه روايتي او د رسمونو پۀ جال کښې ګېر سماج کښې يو ډېر لوے بدلون راوست. دۀ به دا وئيل چې “د بدن مرګ دروح مرګ نۀ دے بلکې دا خو د روح د ازادۍ يوه لاره ده”، “بدنصيبي د شعور د کمي پۀ وجه راځي”، “نېکي عقل او بدي جهالت دےا و دا چې نېکي پۀ خپله اجر او بدي پۀ خپله سزا ده” دايتهنزښار پۀ کوڅو کښې به سروهلے بروهلے ګرځېدو او خلقو ته به ئې د حق او صداقت تبليغ کولو او هم پۀ دغه جرم کښې دے د وخت حاکم د زهرو پۀ پيالۍ څښکلو مجبوره کړو. غني د دغه حق پرسته، وهم دښمنه او روايت شکنه فلسفي ذکر پۀ دې ډول کوي.
ارسطو، سقراط، بقراط يې
پۀ مخ کښې دې زبون
کله فرياد، سلګۍ، کله نرتوب شي
کله سينه دسقراط، کله خرتوب شي
دلته کښې هر د خود او حسن ايات
دلته ګويا منصور،دلته ګونګے سقراط
او دا چې
د عيسي (ع) غمګينې سترګې، د سقراط پۀ جام کښې زهر
د منصور مستي بې خوده او د سپينې رڼا لهر پۀ هر لور
د سقراط ذکر چې “خان” د کومو هستيو سره کړے دے دغه هستۍ هم د خپل خپل دور “حق پرستې” هستۍ وې او د زمانې روايت پسندو پۀ دار کړې وې. د دوي نه علاوه د افلاطون د شاګرد ارسطو(384تا 322 ق م) ذکر د ځينو نورو عالمانو سره داسې کوي.
چې لقمان او افلاطون
ارسطو، سقراط، بقراط يې
د دوي نه علاوه “خان” پۀ خپل يوشعر کښې پښتون زلمي ته د خپل ژوند، پښتون جلال او جمال درس پۀ داسې انداز کښې ورکوي چې د نړۍ ځينې ستر تخليق کار ورته پۀ طنزيه انداز کښې ور يادوي او دا ورته وائي چې دا ټول خو تۀ پېژنې او دوي يا دوي خو خپل اتلان او خپل کلاسيکي تخليق کاران لکه خوشحال بابا، رحمان بابا او داسې نور نۀ پېژني:
هېر دې کړۀ رحمان، سعدي ،غزلې د بائرن وايه
کيټس و شکسپئير وايه شيلے او ټيني سن وايه
دا ټول د اروپا تخليق کار دي، شکسپئير د انګرېزۍ ژبې ستر ډرامه نګار دے. ټينى سن (1809 نه تر 1892ز)
د نوې کلاسيکي دورې ستر شاعر ؤ، هم دغه شان بائزن (1788ز نه تر 1824ز) د رومانوي تحريک يو نمائنده تخليق کار ؤ. د “منصور” او “مجنون” ذکر هم خان ډېر زيات کړے دے. “منصور” د خپل دور يو ستر عالم هم ؤ خو د منصور او مجنون د شهرت سببونه نور وو نو ځکه ئې مونږ دلته ذکر نۀ کوو البته د کوم علمي، ادبي هستيو ذکر چې د دې ليک پۀ پېل کښې ما کړے دے. پۀ هغوي به د “غنياتو” پۀ حواله پۀ تفصيل سره خبره کوو او هغه دي (١) افلاطون (٢) خيام (٣) خوشحال بابا (٤) علامه محمد اقبال (٥) قلندر مومند.
(1) افلاطون (347-427 ق م)
افلاطون چې د سقراط نازولے شاګرد ؤ د نړۍ د فلسفې “امام” ګڼلے شي.دا هغه سړے ؤ چا چې پۀ ايتهنز کښې د “اکادمۍ” بنياد کېښود او خپل خيالات ئې د “جمهوريت” يا جمهوريه او “مکالمات افلاطون” کښې مونږ ته پرېښودل. دے کۀ د سقراط شاګرد دے نو د ستر فلسفي “ارسطو” استاذ هم دے. د دۀ پۀ حقله د نړۍ علمي او ادبي تاريخ وائي چې “دے پېدائشي شاعر ؤ خو د خپل استاذ د روزنې اثر ؤ چې خپلې ډرامې او نظمونه ئې وسېزل او خپله ټوله توجه ئې فلسفې ته ورکړه”۔
د افلاطون د کتاب “مکالمات افلاطون” پۀ حقله اېمرسن وائي چې دا هغه کتاب دے چې پۀ کښې د نړۍ د هر کتاب مواد مېشته دي ۔ هسې خو دغه ټول کتاب د ډېر اهميت وړ دے خو پۀ تېره تېره “جمهوريه (ري پبلک) پۀ دوه سببه د زيات اهميت وړ دے او هغه دا چې دې کښې هغۀ د يو مثالي رياست تصور وړاندې کړے دے او بل دا چې خپل دې ليک کښې هغۀ شاعر د خپل تصوراتي رياست نه بهر کړے دے”۔
هغه پۀ دې لړکښې وائي چې “چونکې شاعري يوه رڼا ده او الوت کوونکے يو پاک شے دے او دا ځکه دے ترهغه وخته تخليق نۀ کوي ترڅو چې پرې الهامي کېفيت نۀ وي طاري شوے تردې چې د دۀ حواس او د دغه الهامي توان د لاندې راشي او ځانونه بائيلي ترڅو چې هغه دغه الهامي قوت پۀ خپله ولقه کښـې نۀ وي اخستے هغه بې توانه وي”
دے دا هم وائي چې د فن مقدسه د ېوي چې کله د دۀ (شاعر) پۀ اوږو کښېني نو دومره مست او جذباتي شي چې عقل ئې کار پرېږدي ځکه پرې باور نۀ شي کېدلے”۔
اصل کښې افلاطون د شاعرانو د اهميت او جادو بيانۍ نه پۀ پوره ډول اګاه دے ځکه خو وائي کنه چې کله شاعران زمونږ ښار ته را شي نو مونږ دې د دوي پۀ وړاندې ټيټ شو د دوي پرستش دې وکړو ځکه د خپلو وهبي قوتونو پۀ سبب دوي ډېر پاک او سپېځلي وي خو زمونږ پۀ مثالي رياست کښې د دوي موجودګي ناممکنه ده. پکار دي چې کله دوي زمونږه ښار ته راشي نو چې پۀ دوي ګلونه وشنيدو، هارونه ورته واچوو او بيا ئې پۀ عزت سره دښار نه بهر کړو”
دے دا هم وائي چې دا فنکار د نقل، نقل کوي ځکه چې پۀ دې دنيا کښې هر شے د يو “اصل نقل دے.
دلته کۀ وکتے شي نو افلاطون د تضاداتو ښکار دے لکه د مثال پۀ توګه خپل مزاج ئې شاعرانه دے خو د خپل “عقل” ئې منلي دي نو دخپل “تخيل” او “شاعرۍ” پۀ مرۍ ورغلے شوے دے. بله دا چې هم د شاعر د عظمت قائل دے او هم ئې د خپل رياست نه بهر وباسل غواړي. هم دغه شان هغه پۀ ابتداء کښې د امريت او اشرافيه منونکے ؤ خو د عمر پۀ اخري برخه کښې ئې خپله ټوله توجه د علم او هنر لور ته را واړوله د هغۀ پۀ ذات کښې دغه موجود تضادات د “غني” رسا نظر ليدلي او د هغه “روح” محصوص کړي دي. هغۀ دې ته هم کتلي دي چې يو خوا خو اطلافون د اشرافيه، اشرفيت له ستنې ورکوي او بلخوا د فکر د ازادۍ خبره کوي او د “امرانه اخلاقياتو” پرچار هم کوي. او د ټولو نه غټه خبره دا ده چې افلاطون د عقل غلام دے. هغه جذبې، وجدان او تخيل نۀ مخ اړوي بلکې دا خبرې د خپل رياست لپاره تاواني ګڼي ځکه خو د تخيل سختن (شاعر) ترې نه وباسي. غني داسې محسوسوي چې د افلاطون پۀ اوږو سرخو شته خو پۀ سينه کښې ئې زړۀ نشته. حالانکې د انسان روح او د دۀ تخيل د دۀ د عقل نه زيات “غني” او توانا دي او هم پۀ دغه سبب غني خان افلاطون پۀ دې ټکيو مخاطب کوي:
بس دے افلاطونه فلسفه دې سمبال کېږده
غونډ دې کړه دامونه خپل او ټپه دې جال کېږده
عقل، عقل څۀ دے؟ کفر کفر دے عقل چې ئې ګېر کړي دے غلام، غلام زما
بس دے افلاطونه تۀ خپل ډول ډبلۍ پورته کړه
دا مندر د حسن دے تۀ مخ د عقل کور ته کړه
د دې نه علاوه چې چرته هم “خان” افلاطون ياد کړے دے نو هغه ئې پۀ پښتنه ټولنه کښې پۀ معروفو معنو مشهور “افلاطون” ياد کړے دے. چې مطلب ئې يا خو طنز دے او يا تنقيد لکه چې وائي:
نشته د دۀ نه افلاطون ، خرڅ ئې د پلار هډوکي کړل
مږې ئې هم دکوره تښتي هجرتونه کوي
پۀ فکر افلاطون دے پۀ اخلاقو ښاپېرے دے
پۀ عقل لږ مېخين دے خو پۀ ژبه چرچرے دے
تا ورکړه پۀ ټېپرو فلسفه د افلاطون
تۀ ورور شوې د خرۀ پرې دې ښوده وروري د ازمري
چې لقمان او افلاطون
ارسطو، سقراط، بقراط يې
او دا چې :
لالا مې افلاطون دے د تقرير او دتکرار
لالا مې پاس پۀ سټېج کړي د زمري پۀ شان غرار
پۀ مېخانه کښې افلاطون ګورم
ځان ته چې سترګې مې را واړولې
لګولو د پېسو کښې افلاطون ؤ
خو ګټلو کښې غريب ؤ بې همته
مطلب دا چې پۀ دغه وړومبيو اشعارو کښې “غني” پۀ افلاطون او د هغۀ پۀ عقل پرستۍ نيوکه کوي او پۀ بلواسطه توګه د هغۀ شاعر دښمني هم رد کوي او داسې د هغۀ د فکر تضاداتو ته هم پۀ تخليقي انداز ګوته نيسي او دې نورو شعرونو کښې چې د “افلاطون” ذکر پۀ کومو معنو کښې شوے دے دې ته مونږه “عُرف” وئيلے شو چې پۀ پښتنه ټولنه کښې يو عام وګړے دا نوم پۀ کومه معنٰي کښې استعمالوي “غني” هم پۀ هغه روايتي معنٰي کښې پکارولے دے.
(٢) عمرخيام:
نوموړے مصري اديب ډاکټر عبدالوهاب عزام وائي چې د اوومې پېړۍ جلال الدين رومي او د څوارلسمې پېړۍ هجرۍ اقبال يو روح او يوځان دي. هم دغه خبره کۀ مونږ د شپږمې پېړۍ هجرۍ (405هـ تا526هـ) د ابوالفتح عمر خيام بن ابراهيم نيشا پوري او د څوارلسمې پېړۍ هجرۍ د خان عبدالغني خان پۀ حقله وکړو نو هم به ورسره څوک خيام شناس او غني شناس د اختلاف جرات ونۀ کړے شي. رومي خو د اقبال پير او مرشد دے. ولې خيام هم د غني مرشد دے او هم ئې همزاد دے. غني خيام سره دومره جذباتي تړون لري چې کله پۀ ځان کښې خيام ويني او کله پۀ خيام کښې خپل ځان د غني پۀ تخيل کښې.
خيام د يو علامت او سمبول صورت اختيار کړ دے او دغه تصور سره هغه رومانس کوي. هغه پۀ شاعرانو کښې خيام د هر چانه زيات ياد کړے دے او هر وار ئې د دغه ياد نه د خپل وجدان او خپل روح پۀ زور يوه نوې معنٰي را ويستې ده او پۀ داسې موقع سړے داسې محسوس کړي لکه چې د پرون خيام د نن غني سره پۀ يو کټ کښې څنګ پۀ څنګ ناست دے. دواړه بوډاګان شوي دي. ساقي هم عمر خوړلے دے او غني چې بوډا خيام او عمر خوړلي ساقي ته ګوري نو بې اختياره ئې د خولې نه دا نعره ووځي چې:
لاړ ساقي بوډا شو، خيام هم د برمه پرېوتو
اے د مستۍ جامه! دغه ستا د ماتېدو دے وخت
او د هغۀ د دې رندانه غږ پۀ جواب کښې خيام د ژوند د هغه بل سرنه داسې ګويانه شي.
مېخانې نه نعره وشوه مستانه
اے زما پۀ مينه مسته ديوانه!
پاڅه، ډکه کړه پياله د دې نه مخکښې
چې مو ډکه کړي د عمر پېمانه
د سلجوقي دور پۀ دغه دانشور، مفکر، ماهر علم نجوم، مفکر، رياضي دان او تخليق کار او د څوارلسمې پېړۍ هجرۍ پۀ دغه ستر مفکر، مجسمه ساز، انجينئير او بې بدله تخليق کار (غني خان) کښې دومره فکري او روحاني مماثلتونه دي او دومره خبرې پۀ کښې يو شان دي چې سړے ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي. ګو چې دغني خان شاعري يوعجيبه ځانګړے انداز او اسلوب لري. هغه د هر چا پۀ شان ښکاري خو د هېچا پۀ شان هم نۀ دے. خيام سره د همرازۍ او همزادۍ باوجود دغني امېد د هغۀ جرات اظهار، د هغۀ حرارت، د هغۀ پښتنه مستي، د هغۀ قامولي او د هغۀ ځانته ځانګړتيا هم ده او عظمت هم او بله دا چې پۀ مشرق کښې زمونږ د فکر او جذباتو سرچينې شريکې دي دلته مونږ سټائل او اسلوب د يو بل نه بېلوي. مطلب دا چې پۀ تخليقي دنيا کښې د څۀ وئيلي نه د څنګه وئيلي اهميت زيات دےخو بيا هم غني چې خيام څنګه او پۀ کوم جذباتي انداز ياد کړے ، د خيام د کلام او د غني د يادولو انداز دغني او خيام پۀ حواله ګڼ مماثلتونه را مخې ته کېږي چې دا دي:
(1) لکه د مثال پۀ توګه دواړه د خپل دور جرات مند او بې بدله تخليق کار هم دي او د دې سره سره د سائنس طالب علمان هم غني کۀ انجينئير دے نو خيام “مهندس” او داسې دواړه ژوند ته د سائنس د يو زده کوونکي پۀ حېث ګوري خو دواړه فطرتاً شاعران دي او د دواړو تعلق هم د “مشرق” سره دے. چرته چې روحاني روايت زيات مضبوط او قوي دے ځکه نو پۀ مادي سترګه ورته ګوري؛ د خپل تخيل پۀ زور پۀ کښې رنګونه اچوي او د شاعرانه تخيل پۀ لار ئې د روح غېږې ته ورسپاري ۔ دابقوريت عملبردار دا مست او مستانه تخليق کاران دا مستانه نعره هم لګوي چې دنيا خو څو ورځې ده نو بيا ښۀ پرېوانه د دې ښکلاګانواو ښائستونو نه مزې اخستل غواړي او بيا دغه همزاد او همراز هم د وجود پۀ لار د ښائست ښاپېرۍ د ګوتې نۀ نيولې د عشق پۀ غېږه کښې د “روح” د جمال اباد پۀ سېل وځي.او لکه د “بلبل هزار داستان” اسماني سندرې وائي. د وجود او روح پۀ دغه صفا مروه کښې لېونۍ منډه وهي او د خپل بې قراره او نا قلاره روح د لاسه ستړې ستړې، ريچې ريچې او بسمې بسمې د جانان غېږې له ورځي ځکه چې پۀ دغه دواړو کښې يو بل قدر مشترک دا دے چې:
(2) د خپل شاعرانه سفر پۀ يو پړاو دواړه د “زبردست” روحاني اضطراب (Spiritual Crisis) ښکار شوي دي ځکه چې ژوند ته اپروچ ئې “مادي” او “وجودي” دے. مزاج ئې شاعرانه دے او “ماحول روحاني” خو دغلته چې کوم اضطراب را پېدا شوے دے، د هغې حل نۀ خو روايتي ملا سره شته او نۀ کوم پير، سره! او دا ځکه چې د دغه دواړو تخليق کارو ذهني سطح ( Intellectual Level ) ډېر اوچت دے او پۀ داسې حال کښې د دغه دواړو پۀ خپله خپله زمانه کښې څوک هم همزاد او هم سفر نشته ځکه خو دوي پۀ خپل خپل سمي، پۀ خپله خپله طريقه د ” عرفان ذات” پۀ لټون وتلي دي او پۀ دغه سفر کښې ورسره “تصور جانان” هم اوږه پۀ اوږه روان دے خو داسې ښکاري چې هغه ورسره پټ پټوڼے کوي او داسې روحاني اضطراب د دواړو تخليق کارانو نه داسې شاعري راويستې ده چې خپل مثال پۀ خپله دے. دا هم ډېره د حېرانتيا خبره ده چې دغه دواړه خپل قاري د روحاني اضطراب سره نۀ مخ کوي بلکې د مستۍ پۀ لار ئې کوشېروي او هم دا د دغه بې بدله تخليق کارانو يو بل اعجاز دے. او هم لۀ دې سببه دغه دواړه د خپل خپل دور د روايتي مليانو او سطح بين زاهدانو د فتوو ښکار شوي دي. د ملحد او ګستاخ الزامونه پرې لګېدلي دي او بيا وروستو د وخت سترو عالمانو دوي ته دخپل مخصوص انداز “روحاني” شخصيات او مفکرين وئيلي دي. پۀ غني او خيام کښې يو بل قدر مشترک د دواړو تخليق کارو د خوښې لغات او علامات دي، پۀ خصوصي توګه ساقي، خمريات، جانان او خمار. د دغه ټکيو پۀ وجود کښې دغه دواړو نوې نوې معنٰې ور پوکلي دي او د نوو نوو ناوياته روحاني دنياګانو سره ئې اشنا کړي دي.د دوي يو بل قدر مشترک د دوي جرات اظهار او ځانګړے اسلوب دے چې دوي دواړه ئې د خپل خپل عهد بې بدله شاعران ګرځولي دي.
د دوي يوبل غټ مماثلت د “تقدير”پۀ حقله د دوي تصور دے . د تقدير مسئله تل د انسانانو او پۀ خصوصي توګه د نړۍ د مفکرينو ترمنځه د اختلاف سبب ګرځېدلې ده او داسې دې لړکښې دوه غټې ډلې جوړې شوې دي چې يوې ته “قدريه” او بلې ته “جبريه” وائي. خيام او غني دواړه د انسان د عظمت هم قائل دي، د ژوند د حرارت او مستۍ هم منونکي دي خو ځاے پۀ ځاے ئې د تقدير پۀ وړاندې د انسان د بې وسۍ او بې ارزۍ فرياد هم کړے دے او داسې پرې د “جبر” چپې راغلي دي خو بيا هم دمجهوليت ښکار شوي نۀ دي لکه د مثال پۀ توګه غني وائي:
وېش د بل پۀ لاس دے کۀ تۀ خاندې او کۀ ژاړې
او دا هم وائي چې ما وروستي پړاو له بيائي که زۀ ځم او کۀ زۀ نۀ ځم او هم دغه فرياد هم پۀ دې انداز کوي:
پۀ وچ زور مې دې جهان ته راوستل وو
ژوند خو نۀ ؤ، خو فقط حېرانېدل وو
نۀ پۀ خوښه وم راغلے، نۀ ترې ځمه
د دې جبر تګ را تګ نه څۀ حاصل وو؟
(3) پۀ دواړو کښې يو بل قدر مشترک د دوي باده نوشي او جمال پرستي ده. د جمال خپله فلسفه ده او خپل خالق ته هم د ښائست او جمال پۀ لاره رسېدل دي. دوي دواړه خپل خالق سره لېونۍ مينه کوي خو دغه تعلق او تړون او د خپل رب سره دغه رشته د وېرې او تقدس پۀ بنياد نۀ ده” دا د حسن، ښکلا او مينې لاره ده. د روايتي شېخانو او مليانو نه بېخي بدله او ځانګړې ده. دې لړکښې د غني “لټون” او د خيام رباعيات لوستل ډېر ضروري دي. دا دواړه د کائناتي تکون پۀ حقله سوالونه هم ډېر پۀ جرات سره را وچتوي او هم د دوي زړونه پۀ خپل جانانه انداز جوابونه هم ورکوي. او اوس به د لټون نه دغني د خيام فهمۍ، خيام خوښۍ او خيام تنقيدۍ ځينې مثالونه د لوستونکو پۀ وړاندې کېږدو نو بيا به د خوشحال بابا پۀ لور ورځو، غني وائي:
او هغه دے ولاړ دے پۀ ګلونو کښې خيام
وائي ژوند خاورې ايرې دے بې د مينې او جانان
ورو ورو غلے مې پۀ ولي باندې لاس کېښودخيام
وي دې کوڅو کښې زۀ تلے راغلے يم پخوانه
اے خيامه تۀ تش غم يې، تشه تېښته تل فرار
تۀ د جام او ساقي بار ئې، يو خېشته رنګين انکار
نوټ: “دلته پښتون” متحرک قام پرسته غني “خيام” باندې د مجهوليت او “فرار” الزام لګوي خو دا وټه او دا تنقيد ډېر وقتي او ډېر عارضي دے لکه چې دوه ياران پۀ ګپ شپ کښې پۀ يو بل وټه وائي:
څنګه وښائم خيام ته
څنګ د بل تالي پاتې
کله تال مستانه د خيام شي
کله سپور ماښامونه د غم
خيال مستانه د خيام پۀ شان
تلۀ دې مخمور ماه جبين هسې
يوخوا قبا او تسبې؟
بل خوا پياله او خيام؟
ستا پۀ لاس خيام پۀ جام کښې
بې خودي او دلبر يوړۀ
ستا خپل د پښو د لاندې د نمرود د غلام وينم
د خيام لاس کښې کچکول دے، د دله لاس کښې جام وينم
دا شپه د خزان او خوب د بهار
نشته د مجنون او پياله د خيام
چې تۀ ټول مجنون مجنون شوې، زۀ هم ليلٰي ليلٰي شوم
چې تۀ مرګ شوې او خيام شوې، زۀ شراب زۀ ګل اندام شوم
چې خيام د مېخانې نه
توبه ګار شي پۀ ماښام کښې
را که چې وڅښکم او لېونے شم
د نن ثواب ئې ټول د خيام شو
لږ عېش، لږه ځواني، مال محبوبه، بس دغه وايه
بس يو خيام خبروؤ نور ړاندۀ دي شاعران
لېونے مخ د خيام دے
کۀ يو مات د غنم کچکول
کلۍ شي محبوبا د خيام رنګ
کله شوے شان اهنګ دمنصور د چنګ
تا کښې شرنګ هغه د ماښام نشته دے
سرور پۀ سترګو کښې د خيام نشته دے
رحم نۀ انصاف دے يو تدبير دے د دوام
هر څوک ئې پکار دے کۀ خېټو دے کۀ خيام
کله روح د مجنون او ساقي او پياله
کله سر د خيام او ژړا او صحرا
دغه “وئ” د غم او دغه “وخ” د همه ساز
دغه د “خيام” او د “بلال (رض) ” د خلې اواز دے
غاړه د اور او خيام
شروع قيصه ده
او ستار کښې شړنګ هغه د ماښام نشته دے
سرور پۀ سترګو کښې د خيام نشته دے
د کروړونو کالو لار به، يو تورتم کښې شي تمامه
دغه وخت به عيسٰي مړ شي، ساه به وځي د خيامه
يا د چا وړه ډېوکه، يا ګلاب ګوتو کښې جام شي
د خيام لونګين خيال شي، د ساقي رنګين جمال شي
خيال به د نسيم پۀ شان ګلونو له ماښام له تلو
عقل مرور د حورو ساز له او خيام له تلو
سرې سترګې ساقي د ساقي سرو سترګو کښې جام دے
لاس پۀ ستار پروت لېونے مست لکه خيام دے
قيصه دحسن هېره شوه مزه د مينې تېره شوه
ملا بانګ د سبا وې اخر پۀ سول خيام شو
غاړه د اور او خيام شروع قيصه ده
د شاعر سُر او ستار مهين غږېږي
کله د درياب، کله کوومه د خيام تپوس
کړمه د غمونو، تلوسو نه د ارام تپوس
نوې سپوږمۍ را ختلې ده، نوې سرور کښې خيام دے
چونګ خاوره کوزه شي يا ډېوه شي او يا جام شي
وړوکے غوندې سر کله قارون کله خيام شي
ستا شراب د خاورو د کنډوله جوړ کړې جام
ستا سترګې کړې جوړې د خرچوکي نه خيام
دا مکه د سامري ده، خانان ډېر دي خيام نشته
دلته رنګ نۀ رنګيني شته، نۀ شراب شته نۀ خيام
د جمدون د تيارو ډک دے، دلته رنګ د خيام نشته
او ستار کښې شړنګ هغه د ماښام نشته
سرور پۀ سترګو کښې دخيام نشته
رحم نۀ انصاف دے يو تدبير دے د دوام
هر څوک ئې پکار دے کۀ خېټو دے کۀ “خيام”
کۀ مونږ د غني دغه ټول شعرونه د زړۀ پۀ سترګو ولولو نو د غني پۀ روح کښې “خيام” د مستۍ، سرور، جمال پرستۍ، باده نوشۍ، قناعت او مينې يوه بليغه استعاره او يو بشپړ علامت دے او دا ځکه چې هغه هم د هغۀ مرشد دے او هم همزاد کۀ چرې زما لوستونکي د “خيام” رباعيات ولولي نو دغه ټولې خبرې او دعوېٰ به ورته يو پۀ يو سپينې شي او داسې به زما مقصد هم پوره شي.
(3) او اوس غني او خوشحال (1613ز تا 1689ز)
خوشحال بابا د پښتو ژبې يو بې بدله تخليق کار او د ګڼو خوبو مالک انسان ؤ هغه کۀ يو خوا د پښتو ژبې ډېر لوے او بې بدله شاعر او نثرنګار ؤ نو دې سره سره يو لوے حکيم، يو سر لښکر، يو مفکر، يو ننګيالے، يو سياستمدار، يو سردار، يو ماهرعمرانيات، يو ماهر نباتات، يو طبيب، يو ښکاري، يو ديني عالم، يو مورخ او څېړنکار هم ؤ. هغۀ کۀ دا دعويٰ کړې ده چې:
پۀ پښتو ژبه چې ما علم بلند کړۀ
د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړۀ
پۀ فارسۍ ژبه مې هم ژبه ګويا ده
پۀ پښتو ژبه مې خلق بهرمند کړۀ
قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو
د وربشيو پۀ ډوډيو چې چا شخوند کړۀ
نو دا دعويٰ ئې بې ځايه نۀ ده. د پښتو شاعرۍ له هم هغۀ يو نوے ژوند، نوے رنګ، نوے اهنګ، نوې لارې نوے لورے او اسلوب ورکړو او دا ئې د ژوند د ټولو رنګونو سره اشنا کړه هم داسې ئې قام لۀ د “دستارنامې” پۀ صورت کښې د سياسياتو او سوشيالوجي يو داسې کتاب ورکړو چې د پښتو د سماجي نظام او د بابا د مطالعې پۀ رڼا کښې يو دستور او ائين حېثيت لري. هم دغه سبب دے چې علامه محمد اقبال د مۍ 1928ز پۀ اسلامک کلچر نومې رساله کښې د بابا پۀ حقله ليکي:
Kushal Khan Khattak
The Afghan warrior poet
د سرخط لاندې ليکلي چې :
He has a versatile mind and wrote on various Subjects, Such as Poetry, Philosophy, Ethics, Medicine and his own auto biography which is unfortunately lost, throughout his poetry, The major portion of which was written in India and during his struggle with The Mughals, breathes The spirit of early Arabian poetry we find the same simplicity and directness of expression the same line of freedom and were the same critics to life.
او هم علامه صاحب بابا ته پۀ فارسۍ کښې پۀ دې ټکيو درناوے ورکوي:
خوش سرود آن شاعر افغان شناس
آن که بيند بازگوئدبے هراس
آن حکيم ملت افغانيان
آن طبيب علت افغانيان
راز قومے ديد و بے با کا نه گُفت
حرف حق باشوخي رندانه گفت
کله چې خوشحال بابا ظالم اورنګ د خپلو وروڼو قاتل شکي مزاج اورنګ پۀ ګواليا او رنتهبور کښې هېڅ بې هېڅه بندي کړو. د 1074ز تا 1076ز) او بابا پۀ دې نتيجه ورسېدو چې د وخت دا سامراج د پښتون قام د هډ دښمن دے خو مونږ لکه د دهوبي پۀ دهوبي ګاټ کښې يوبل له راخلاصوي او خپله د بادشاهت مزې اخلي نو هم پۀ دغه قېد کښې لکه چې يو بل خوشحال وزېږېدو. د اورنګ دغه ظلم پښتون قام سره ډېر ښۀ هم وکړل چې زمونږ “بنوع” او جينئس ئې مونږه ته را واپس کړو او هم پۀ دغه بند کښې بابا دا فېصله وکړه چې:
پس له بنده دے دا عزم
د خوشحال دخاطر جزم
يا نيولے مخ مکې ته
يا مغلو سره رزم
او بيا دغه فعال، ننګيالي او مبارز خوشحال دغه دوېمه لاره اختيار کړه چې د استعمار پۀ ضد ئې توره را واخسته او اعلان ئې وکړو چې:
د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
او دا چې:
هره چاره دپښتون تر مغل ښۀ ده
اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې پۀ هند کښې پښتانۀ وو بادشاهان
يا هغه پښتانۀ نور وو دا څۀ نور دي
يا د لوے خداے دے هم دا رنګې فرمان
اتفاق کۀ پښتانۀ کښې را پېدا شۀ
زوړ خوشحال به شي پۀ دا خبره ځوان
هم دغه خوشحال د غني خان بابا ائيډيل او قامي مبارز دے او هم دغې خوشحال بابا ته غني داسې مخاطب دے.
د خټکو لويه خانه، دهمه پښتون سرداره
اے غم ګيره د غمژنو د پرېوتومدد ګاره
آ حجره چې تۀ ئې خان وې، آ کاروان چې تۀ ئې مير وې
آ حجره پۀ ورانېدو ده، آ کاروان دے بې مهاره
ستا پۀ اوښکو زرغون شوے، ستا پۀ وينو پائيدلے
هغه باغ لوغړن پروت دے، بې بلبله بې بهاره
بيا د ننګ توره تېرۀ کړه، بيا ننګياله دا دېره کړه
شه رضا مرور خانه، شه پخلا دلګير سالاره
او د خټکو پۀ حقله وائي چې:
د خټک د نرمې ږېرې
هر ويښتۀ خوشحال خوشحال دے
او چې کله ئې د عدم تشدد علمبردار پلار او د قام ستر مصلح او نهضت ګر لاريون کوي نو دغه وخت ډېر پۀافسوس سره خوشحال بابا ته وائي:
راشه راشه اے خوشحال بابا
اے خالده وګوره
خوشحال بابا کۀ يو خوا، غني د قام سالار او مبارز ګڼي نو بلخوا د شلمې پېړۍ پۀ غني او د اوولسمې عيسوي پېړۍ پۀ دغه پښتون مبارز کښې ډېرې خبرې يو شان او مشترکې هم دي.
(1) لکه دمثال پۀ توګه دواړه د خپل خپل عصر لوے او منفرد شاعران دي.
(2) دواړه صاحب طرز نثرنګاران هم دي.
(3) دواړه خانان دي خو خويونه ئې د دروېشانو دي. نۀ چرې پۀ خوشحال بابا د سردارۍ باوجود “زکات” فرض شوے ؤ او نۀ غني د دنيادارۍ سره څۀ رغبت لرلو.
(4) دواړه د قام لپاره د وخت د استعمار خلاف ودرېدلي دي او دواړه هم د زمانې د استعمار او غليم دلاسه د جېل د تورو تمبو شاته تلي دي خو فرق صرف دومره دے چې يو جېل ته د تلو نه اګاهو د قام پۀ ننګ ولاړ وو ځکه چې محترم پلار ئې د هغۀ پۀ ضد مبارزه کوله او بل چې کله د وخت استعمار او ښکيلاک د جېل د تورو تمبو شاته بندي کړو نو پۀ پته پوهه شو چې:
بله هېڅ ليدلے نۀ شي تر دا مېنځه
يا مغل دمېنځه ورک يا پښتون خوار
(5) دواړو د جېل د تورو تمبو شاته کتابونه ليکلي دي. خوشحال بابا کۀ پۀ جېل کښې “دستارنامه” ليکلې ده او د قېد او بند دردونه ئې پۀ فراق نامه کښې خوندي کړي دي. نو غني د غليم پۀ پنجره کښې “د پنجرې چغار” کړے دے.
(6) دواړه د يو تخليق کار پۀ حېث د خپل ځانګړي اسلوب او سټائل سختنان دي او خپل فني قالبونه او چوکاټونه ئې ساز کړي دي.
(7) دواړه د غليم پۀ ضد د قلم سره سره د “تورې” د استعمال پلويان دي. کۀ خوشحال بابا د مغل خلاف توره را خستې ده نوغني هم پۀ ملک کښې د بې وسه او بې ارزه زلمو د پاره “پښتون زلمے” جوړ کړے دے.
(8) دواړه قام د غليم خلاف را پاروي او پۀ مبارزه ئې اماده کوي کۀ يو وائي چې :
کۀ خازي شنې مې پۀ قبر وي ولاړې
چې غلام مړ يم راځئ توکۍ پرې لاړې
نو بل هم سوونه کاله اګاهو دا اعلان کړے ؤ چې:
د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
کۀ يو وائي چې:
سرداري نۀ کېږي د تورې د مستۍ نه بغېر
الله ليدے نۀ شي د حسن پرستۍ نه بغېر
نو بل هم سوونه کاله اګاهو وئيلي دي چې:
پۀ جهان د ننګيالو دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
او دا چې :
د خوشحال خټک خو ښکلے مخ پکار دے
کۀ د سوات کۀ د پکلۍ کۀ د بونېر وي
(09) خوشحال بابا چې کله نثر ليکي يا قام ته پېغام ورکوي نو ډېر پۀ سنجيدګۍ سره ئې ورکوي خو چې کله روماني شاعري کوي نو بيا د هېڅ پرواه نۀ کوي. هم دغه شان غني هم ازاد خياله او بې پرواه دے.
(10) د دواړو “محبوب” معلوم دے. د بُوسو لاندې ئې اوبۀ نۀ دي بوتلې او نۀ ئې “امرد پرستي” کړې ده. د دواړو “ښځينه شاعري” لکه د اروپا يا زړو عربو شاعرانو د ټولو اخلاقياتو يا د اخلاقي بندونو نه ازاده ده. نۀ ئې دې لړکښې د مصلحت نه کار اخستے او نۀ د منافقت نه .
د دواړو محبوب معلوم دے چې ښائسته “ښځه” ئې خوښه ده او لکه د حميد مومند او علي خان بابا “امرد پرسته” نۀ دي او نۀ پۀ مېنځ کښې ولاړ دي. نۀ لکه د کاظم خان شېدا افلاطوني عشق کوي. کله چې روماني شاعري کوي نو دواړه خپل ګاډے ښۀ پۀ خلاص مټ پۀ کچه ګرځوي.
جرات اظهار د دواړو “خاصه” ده لکه څنګه چې پۀ زړونو سپين دي هم داسې پۀ خولو بې باکه او نران دي. شپ شپ نۀ کوي. صفا وائي چې دا “شلتالو” دے.
دواړو هم پۀ ښځينه شاعرۍ کښې د ښځو پۀ قسمونو او خويونو ښۀ پۀ خلاص مټ وېنا کړې ده. او هم ئې د دې د “بدن” ښکلاګانې ستائيلي دي. او دې لړکښې ئې پۀ “اوړو بوڼۀ” نۀ دي دوړلي.
دواړه هم د ښځو ستائنه کوي او هم د ځينو ښځو د بدو خويونو غندنه او ښۀ پۀ خلاص مټ ئې کوي. پۀ پښتو شاعرۍ کښې اکثر شاعران د عاشق پۀ حېث بېخي د “مجهوليت” ښکار دي او محبوبې ئې هم پۀ عجيبه رنګ کښې پېش کړې دي اوس کۀ دا خبره پۀ مصلحتي اخلاقياتو او منافقانه رويو کښې “ښۀ ده” او “کۀ بده” خو دواړو شاعرانو ښۀ پۀ جرات سره پۀ روماني شاعرۍ کښې د “نسواني حسن” ستائنه هم کړې ده او صفا صفا اظهار ئې هم کړے.
غني خو بيا هم څۀ لږه ډېره ګزاره کړې ده. خوشحال بابا خو لکه د زړو عربو شاعرانو دې لړکښې هر څۀ وئيلي دي کۀ يو د نن نه سوونه کاله اګاهو دا اعلان کوي چې:
توره چې تېرۀ شي نو ګزار له کنه
زلفې چې ول ول شي نو خپل يار لره کنه
شېخ دې مونځ روژه کړي زۀ به ډکې پيالۍ اخلم
هر سړے پېدا دے خپل خپل کار لره کنه
او دا چې:
زۀ خوشحال کمزورے نۀ يم چې به ډار کړم
پۀ ښکاره نعرې وهم چې خولۀ ئې را کړه
نو غني هم د بابا نه وروستو نۀ دے هغه ساقي ته وائي:
راشه راشه ساقي راشه
درې درې ملا درې
پۀ ما باندې بدې لګي
ستا پخې پخې خبرې
تۀ د مينې بې خبره
تۀ د حسن نه منکرې
دا محفل دے د رندانو
ساقي سترګوکښې مسکۍ شوه
بيا ئې د خيال کېښوې وزرې
پۀ تُل مسته مسته راغله
سرې پاپۍ ئې دکمترې
ستا اووۀ واړه جنته
د دې دوه د ناز خبرې
ستا وعدې اوږدې د حُورو
دلته سرې شونډې شکرې
ستا د سُور دوزخ د وېرې
جانانه مېخانه درکړم
واخلم ستا کندې کپرې
مُلا تا څښکلي نۀ دي
نرۍ سرې شوندې کافرې
ستا پۀ غېږ کښې ناستې نۀ دي
د کالو ډکې کمترې
د جومات پۀ چارچوبۍ کښې
يادوه پردۍ تورسرې
راشه راشه لېوني لۀ
جام وچت کۀ مسلمان شه
د رندانو پۀ مذهب شه
جنتي پۀ دې جهان شه
او دا چې:
ما پۀ ګل کښې وليد
چې تۀ ئې نۀ مومې کتاب کښې
اے ملا ستا نيم کتاب مې
واورېد پۀ رباب کښې
ستا پګړۍ د عقل
زما تاج د لېونتوب پۀ سر
تۀ ئې پۀ غاړه ژاړې
زۀ غوټې وهم درياب کښې
او اوس اقبال او غني
اقبال: (9 نومبر1877 تا 21 اپرېل 1938ز)
اقبال او غني دواړه د شلمې پېړۍ لوے شاعران دي د دواړو پۀ کلام کښې تفکر هم شته او د تخيل الوت هم. پۀ کلياتوکښې “غني خان” پۀ علامه اقبال يو نظم هم ليکلے دے او د هغۀ دوه نظمونه ئې هم ژباړلي دي. کۀ وکتلے شي نو د خپل وخت يو لوي تخليق کار د بلې ژبې يو داسې تخليق کار ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې کوي چې د دواړو سياسي لارې جدا جدا وي ولې د عشق، حسن او د مرګ او ژوند پۀ حقله د دغه دواړو پۀ خيالاتو کښې ډېر مماثلت هم دے ګو چې د غني قام پرستي د هغۀ جرات اظهار او د هغۀ خپل اسلوب د هغۀ روماني شاعري او د هغۀ ازاد خيالي ځانته يوه خپله لاره ده ولې پۀ دغه دواړو کښې ډېر څيزونه مشترک هم دي ځکه خو غني د اقبال دوه اهم نظمونه د “ترجمه د اقبال” او “ميلاد ادم” ژباړلي دي.
د ميلاد ادم نومې نظم ژباړلو کښې د غني خان مقصد دا ؤ چې د اقبال د انسان پۀ عظمت او د دغه عظمت پۀ سبب کوم ايمان او ايقان ؤ هغه د غني خان غوندې دستر تخليق کار زړۀ ته پرېوتے ؤ. لوستونکي دې دغه وړوکے شعر پۀ خپله ولولي نو پۀ نتيجه به ورسي “اقبال” وائي:
عشق کړه چغه چې پېدا شو لېونے ځيګرپېدا شو
حسن ورپېد د وېرې چې د تول نظر پېدا شو
يوه چغه د دې خاورې د اجل تيارو ته لاړه
اے پردو کښې پټو واورئ پرده سوزشرر پېدا شو
اوفطرت حېران خفه شو چې د دې خاورې مجبورې
ځان جوړونکے ورانونکے ځان ليدونکے سر پېدا شو
پۀ يوځائے کښې د اقبال دعشق او حسن د اپروچ پۀ حقله غني خان بې ساخته وائي:
دا پخوا اقبال زمانه
ډېرخېشته رنګ کښې وئيلي
پۀ غني او اقبال کښې چې کومې خبرې د اسلوب او اپروچ د ځانګړتيا باوجود مشترکې او يو شان دي هغه پۀ لنډو ټکيوکښې دادي:
(1) دواړه دخپل عصر لوے تخليق کار دي
(2) دواړه د انساني عظمت منوونکي او حريت پسند دي
(3) دواړه د “مُلا” او “زاهد” د تنګ نظرۍ او بدنيتۍ نه “نالان”دي او ښۀ پۀ جار ئې ردکوي.
(4) دواړو لکه د نړۍ د هر تخليق کار روايت نه مخ اړولے دے او پۀ موجودلغاتو کښې ئې نوې نوې معنې اچولې دي .
کۀ اقبال د نظر، خبر، عشق او وغېره غونده زړو لغاتو کښې د خپل تخيل پۀ زور نوې معنې ور اچولې دي نو غني هم عشق، خمار، جانان، ساقي او مستۍ غونده ټکيو سينه شلولې ده او د خپل تخيل پۀ زور ئې پۀ دغه ټکيو کښې نوې معنې ور اچولې دي.
دواړه پۀ بنيادي توګه شاعران دي خو اقبال کله پۀ شعوري توګه د مفکر حېثيت اختيار کړي نو کله کله لږ شان سطحي هم شي او د فکري تضاداتو هم ښکار شي. بلخوا غني اول شاعر دے او وروستو مفکر دے ځکه نو د هغۀ “تضادات” هم فکري او سطحي نۀ دي بلکې دغه Intellectual crisis دي او غني خپل دغه Crisis پۀ خپله د خپل روح پۀ زور حل کړي دي .
(5) دواړه پۀ حرکت او حرارت يقين لري.
(6) دواړه د خداے پۀ مينه مست دي او عشق ئې د يو تخليقي فعليت پۀ صورت کښې پېش کړے دے.
(7) دواړو مزاحيه شاعري هم کړې ده. او دې لړکښې ئې د انسان نزدې ګاونډيان ځناور مخاطب کړي يا بيان کړي دي خو د اقبال پۀ مقابله کښې دغني مزاحيه شاعري زياته جانداره او ژوندۍ ده. البته دعشق پۀ حواله د دواړو شاعرانو پۀ مقام او مرتبه کښې د لوي او وړوکي فېصله کول ډېر ګران دي. د غني “قام پرستي” زياته حقيقت پسندانه او فطري ده او د اقبال تصور محض يو”رومانس”دے. البته د دواړو حريت پسندي، فعاليت او پۀ انساني عظمت ايقان د يوې سطحې دي.
(8) د دواړو عقل دښمني او عشق پرستي هم مشترکه ده.
(9) د ژوندا و مرګ فلسفه ئې هم تر ډېره حده يو ده خو د حسن پۀ حقله د دواړو “نظر” جدا جدا دے.
نواوس هسې د تبرک د پاره د دواړو څو شعرونه وړاندې کوم او خبره را ټولومه.اقبال وائي:
موت کو سمجهے ہے غاقل اختتام زندگى
ہے یہ شام زندگى صبح دوام زندگى
او غني خان هم دغه خبره پۀ خپل انداز کښې پۀ دې رنګ کوي:
نۀ منم نۀ منم مرګ انجام د هستۍ نۀ دے
خلاصېدل شراب پۀ جام کښې اختتام دمستۍ نۀ دے
او دا چې:
مرګ هغه وعده ده چې جانان کېښوه جانان سره
مرګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره
اقبال وائي:
بے خطر کو د پڑا آتش نمرود میں عشق
عقل ہے محوتماشائے لب بام ابهى
او غني وائي:
عقل عقل څۀ دے کفر کفر دے
عقل چې ئې ګېر کړي دے غلام غلام زما
لنډه دا چې دا دواړه شاعران د شلمې پېړۍ داسې تخليق کار دي چې د مغرب د يلغار او د انسان د بائيللي روحاني توان او اعتماد د بحال کولو هڅه هم کوي او د دۀ ديواليه شوي روحاني دنيا د ابادولو کوشش هم او د دې سره د ازادۍ او حريت پسندۍ علامتونه هم دي.
قلندر مومند(1930ز تا فروري 2003ز)
صاحبزاده حبيب الرحمان قلندر مومند د شلمې پېړۍ د پښتو ادب يو ډېر لوے نوم دے. پۀ نظرياتي توګه اشتراکي ؤ. خو پۀ يوه زمانه کښې د يو قوم پرست دانشور پۀ حېث باچاخان او بيا د خان عبدالولي خان سره هم ډېر نزدې پاتې شوے ؤ. دے يو ښۀ څېړنګار، تکړه صحافي، مترقي شاعر، لوے افسانه نګار او لغت نويس ؤ. پۀ مودو مودو ئې د “مرکې” پۀ نوم يو ادبي تنظيم چلولے دے او دغلته ئې د پښتو ژبې خدمت هم کړے دے او د ځوانانو اديبانو شاعرانو روزنه ئې هم کړې ده. د خپل دور دغه نمائنده شاعر او اديب د “خان” يو نزدې ملګرے هم، پۀ کلياتو کښې چې د هغۀ پۀ نوم کوم اوږد نظم دے او “خان” پۀ کښې هغه مخاطب کړے دے د هغې شاليد مونږته دا ښائي چې غني خان قلندر سره يو جذباتي او پۀ ځينو حوالو يو خاص فکري تړون لري. دغه نظم کښې پۀ ډېر تخليقي انداز کښې د قلندر سره د خپل جذباتي تعلق سره سره پۀ اشارو کنايو کښې هغۀ سره ځينې اهمې سياسي او قامي خبرې هم کوي او دا دوو ملګرو، د خپل عهد د دوو نمائنده تخليق کارو او پوهه انسانانو پۀ نفسياتي او فکري اړخ هم رڼا اچوي دا يوداسې ليکوال دے چې د خان خاص ملګرے دے.
“خان” پۀ خپل مخصوص انداز کښې مخاطب کړے دے. پۀ دغه نظم کښې “خان” قلندر مومند ته پۀ يوه موقع وائي:
څۀ پۀ پته پوے شوې چې دا ښکته ځي کۀ بره
دې کښې څۀ واره شته چې سړے وکړي خبره
لسو بلاګانو کښې ده کومه بلا غوره
او وروره قلندره
ما نه خفه شوے، کۀ خفه ئې د اشنغره
کله کله مونږ له هم راځه د پېښوره
ښۀ وي چې ياران وي د سړي تکړه غاوره
نوم، ناموس او خوئي او همه خونه معتبره
خو يو پۀ کښې پکاردے دا زما غوندې بې سره
دا پۀ کښې کنجکه چې ساتي مو د نظره
او وروره قلنده
دا ناتاره خبره
ګټې د زندان او قلا دواړه د يو غره
او وروره قلندره
دا خو څوک دمټه غواړي څوک ئې د ځيګره
زۀ کمزورے ښۀ يم کمزور وي بې ضرره
مونږ نۀ بل وژلے شو نه ځان له لرو زغره
او وروره قلندره
کتابيات
(1) اقبال او غني خان کى شاعرانه مماثلتين از گوهر رحمان نويد يونيورسټى پبلشرز پشاور اکتوبر1914ز
(2) پختو، پختون اور پختونولى از نورالامين يوسفزے عامر پرنټرپشاور 17 اگست 2015ز
(3) مجله “پختون” مارچ 2020ز باچاخان مرکز پشاور
(4) غنى نامې اياز الله ترکزے امن پرنټرز پشاور باچاخان مرکز پشاور مارچ 2019ز
(5) کليات غني د قومونو او قبائيلو وزارت کابل 1364/ 1985ز
(6) درې نهضت ګر از نورالامين يوسفزے امن پرنټرز پشاور باچاخان مرکز جنورى 2019ز
(7) دارسطو نه تر ايليټ ، ژباړه او لنډيز نورالامين يوسفزے اعراف پرنټرز محله جنګي پېښور نومبر2019ز