د جاسوس قیصې: ‘را’، اٰئي اېس اٰئي’ او د امن فرېب – “پښتون”

SPY CHRONICLES: RAW, ISI & THE ILLUSION OF PEACE

HarperCollins Publishers, India, 2018

هند او پاکستان تل یو بل سره د تُورې پۀ ژبه خبرې کړې دي خو اوس حالات ډېر بدل دي. اوس یوې مودې نه ډېر پۀ هنر سره د دنیا د ټولو نه ‘تود بارډر’ واهګې نه د دښمنۍ لمبې مغربي ډېورنډ کرښې ته اړولې شوې دي. د هند او پاکستان تر منځه د تجارتي او اقتصادي هلوځلو نه د ثقافتي او کلتوري شریک محفلونو، مشترکه فلمسازۍ او ‘اچهے پړوسی والے’ راشه درشه روان دي. د واهګې پۀ پوله بسونه ځي راځي، اخوا اجمیر شریف له د ډمبرګلو لړۍ ځي او دېخوا داتا ګنج بخش له راځي. د پاکستان سندرغاړي پۀ هند کښې راګونه غږوي او د فلمونو ستوري ئې هم د یو بل پۀ انګڼونو کښې ځلېږي. د جنرل مشرف دور کښې خو به پۀ هندي پنجابي وزیر اعليٰ د پاکستاني پنجابي وزیر اعليٰ لۀ خوا پېغلو د ګلونو پاڼې هم رژولې.

قسم مو دې پۀ ذات د خداے وي کۀ حسد ترې کوو. بس دا وایو چې د هند سره کۀ د ښۀ تعلقاتو قائمولو د پاره کوم کوشش کېږي نو دا دې پۀ ګاونډ کښې مسلمان افغانستان سره هم وشي!!!!

د هندي ‘را’ د مشر امرجیت سنګهـ دولت او د پاکستاني ‘اٰئي اېس اٰئي’ د مشر اسد دراني یاداشتونه چې ادیتیا سنها نومې صحافي ‘د جاسوس قیصې: را، اٰئي اېس اٰئي او د امن فرېب’ پۀ نوم کتابي بڼه کښې چاپ کړي دي، دا وخت د بحث لاندې دي. پاکستان کښې د کوم حاضر سروس یا رېټائرډ فوجي افسر لۀ خوا د کتاب لیکلو او پۀ مختلفو واقعاتو د خپلو خیالاتو د اظهار دا روایت پۀ وړومبي ځل مخې ته نۀ دے راغلے. تازه مثال ئې د ډکټېټر جنرل مشرف “In the line of fire” دے؛ خو دې کتاب کښې د جنرل اسد دراني سره د منسوبو خیالاتو پۀ اساس دا پۀ وړومبي ځل وشول چې جنرل هېډ کوارټرز اسد دراني هغۀ سره د منسوبو خیالاتو وضاحت د پاره رابللے شوے دے. د دې کرښو لیکلو پورې اسد دراني لا دغه سپیناوي د پاره پېش شوے نۀ دے خو د تجزیه نګارانو رایه ده چې دا وخت به زیات نه زیات هغۀ باندې د ملک نه د بهر سفر کولو بندېز وي.

یاد کتاب کښې د هند او پاکستان سره تر یوۀ حده افغانستان او ایران سره متعلقه حالات، د هند او پاکستان تعلقاتو کښې روسي او امریکائي کردار، حافظ سعید، کلبهوش یادو، د شپږویشتم نومبر پېښه، لاهور، ممبۍ، کشمیر، اسامه بن لادن او داسې نورو مهمو واقعاتو باندې د دواړو ملکونو د خفیه ایجنسیو د مشرانو رایې شاملې دي. د سیمې د سیاست پۀ خړه زیړه غولۍ کښې دا ژوره غوپه د یوې خپرونې کتابي صورت دے. دا خپرونه اګرچې پۀ پاکستان او هند کښې ممکن نۀ وه نو قسطونه ئې استنبول، بېنکاک او کټهمنډو کښې رېکارډ شوي چې ادیتیا سنها ورته د کتاب صورت ورکړے دے.

کتاب کښې راغلي واقعات د دوه مهمو شخصیاتو د یاداشتونو نچوړ دے او ځکه ئې د اهمیت نه انکار ممکن نۀ دے، بیا هم، دا د دغه شخصیاتو شخصي رایې دي. د دواړو د خبرو نتیجه هم دا ده چې هند او پاکستان د مسئلو حل د پاره مونډیز ګامونه نۀ پورته کوي او ځکه د دواړو ملکونو تر منځه مذاکرات هر وخت د ترهګر تنظیمونو د ګوتې پۀ اشاره تالان کېږي.

پاکستان کښې عموماً د داسې کتابونو څۀ حېثیت نۀ وي. د داسې کتابونو لیکونکي خپل اثر رسوخ هم لري او خېر خواهان هم. یقیناً چې جنرل اسد دراني به پۀ هره حواله د راو انوار نه زیات طاقتور او زیات اثر لرونکے وي. بیا هم، کۀ کتاب کښې د ملک او سیمې پۀ حقله څۀ د قومي دهارې د اهمیت خبرې پۀ غېر ذمه وارانه طریقه شوې وي، یا ترې د ملک سالمیت ته خطره وي نو پۀ دې باندې د تپوس کولو او وضاحت طلب کولو روایت ښۀ روایت دے.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …