د خان عبدالولي خان دانګرېزۍ مرکې پښتو ژباړه – پښتون

‘پښتون’، جلد 5، شمېره 37، 1992، مخونه 10-5

د خان عبدالولي خان دانګرېزۍ مرکې پښتو ژباړه

یادګیرنه: د انګرېزۍ ورځپاڼې “Pakistan Observer” د کال 1992 د دیارلسم دسمبر د اتوار ورځې ګڼه کښې ملي رهبر خان عبدالولي خان سره یوه مرکه شائع شوې ده. مرکه کوونکي د دغه ورځپاڼې د پېښور خبریاان سید بخاري شاه او عبدالله جان صاحبان دي. مونږ د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره د دغه مرکې خاص خاص خبرې د انګرېزۍ نه پښتو ته پۀ دې غرض راړوو چې ګڼ شمېر مئینان ئې ولوستے شي ـــــ بېنوا

افغان مسئله:

‘پۀ لساني او نسلي بنياد د افغانستان تقسيمېدل به د پاکستان علاقائي سلامتيا ته يوه لويه خطره پېښه کړي او د دې نتيجه به ارو مرو دا راوځي چې )خداے مۀ کړه( دا هېواد به هم پۀ دغه بنياد پړوکي پړوکي شي. داسې ټولو قوتونو له پۀ سختۍ سره مخه وهل پکار دي څوک چې د افغانستان ټوټې کولو پسې شوي دي. افغانستان کۀ يوځل هم پۀ لساني او نسلي اساس ټکړې ټکړې کړے شو نو بيا به دلته “ډېورنډ” کرښه هم نۀ وي.’

د دې خيالاتو څرګندونه د عوامي نېشنل پارټۍ مشر خان عبد الولي خان “پاکستان ابزرور” سره يوه مرکه کښې کړې ده. ولي خان زياته کړه چې د افغانستان لساني تقسيم به د وطن پښتانۀ پۀ دې مجبوره کړي چې د پولې پورې غاړه پښتنو ته به ورځي او د پښتو ويونکو د پاره به د علاقې پښتنو سره د يوځاے کېدو نه بغېر بله هېڅ چاره نۀ وي او د افغانستان نور قوميتونه به هم پۀ دغه لاره تګ شروع کړي او دغسې به د ډيورنډ کرښه ختمه شي.

ولي خان ووې، افغانستان کښې د اوسنۍ شخړې هوارولو ايکي يوه لاره دا ده چې د افغانانو پۀ کورنیو معاملو کښې دې بهرنے مداخلت ختم کړے شي او دوي له دې د خپل سباوون پۀ خپله فېصله کولو موقع ورکړې شي.

ولي خان ووې، کومو بهرنو طاقتونو چې څوارلس کاله د “افغان جهاد” مرسته ملاتړ وکړو؛ دوي اوس پۀ فرقه ايزو او لساني بنياد د افغانانو تس نس کولو سازشونه شروع کړي دي. افغانانو ته اوس د شيعه، سني، پښتنو او فارسيوانو پۀ سترګه کتلے شي.

جنګ او امن:

ولي خان دا خبره را پۀ ياد کړه چې مونږ د افغانستان جنګ پۀ هېڅ جوړ “جهاد” نۀ دے منلے او زمونږ پاليسي اوس هم دغه ده. افغانستان کښې اوسنو حالاتو زمونږ د پېشګويو صداقت پۀ ډاګه کړے دے. د افغانستان خلق د “جهاد” د نتيجو نه مايوسه دي. افغانستان کښې چې زر تر زره امن قائم شي نو دې کښې د پاکستان هم لوے خېر دے. دا به پۀ علاقه کښې د تجارت يو مرکز وګرځي. مونږ بۀ بيا د يورپ او منځنۍ ايشيا ترمنځه د رابطې او تړون کار کولے شو خو دا هله کېدے شي چې د افغانستان نه بنيادګري قوتونه ووېستلے شي. کۀ دافغانستان د سياست نه مُلا خارج شو نو دا به د افغان اولس د پاره ښه چاره وي. افغان اولس د خپلې مورنۍ خاورې د پاره عظيمې قربانۍ ورکړې دي. افغانستان کښې چې نن پرون د فرقه پرستۍ کومه څپه راخوره شوې ده، دې حالات سنګين کړي دي او کۀ پۀ دې ساعت د دې مخنيوے ونۀ کړے شو نو حالات به نور تاوژن شي. دغه هم د فرقه پرستۍ اثر دے چې د بهارت د مسلمانانو د پاره ئې مسئله پېدا کړه او هندوانو اترپردېش کښې د بابري جومات سپکاوے وکړو.

سياست او مذهب:

کانګرس پۀ يو پي کښې د 45 کالو راهسې حکومت کولو خو داسې څۀ مسئله نۀ وه راپورته شوې. دا يو منلے شوے حقیقت دے چې کله سياست او مذهب سره ګډوډ کړے شي نو منطقي نتيجه به ئې انتها پسندي او بنياد پرستي وي. بهارت کښې چې مذهبي قوتونو د کانګرس پارټۍ مخالفت شروع کړو نو سيکولر )غېر فرقه واري( قوتونه کمزوري شول او انتهاپسندو هندوانو زور طاقت حاصل کړو. د بادشاهي جومات امام بخاري د بهارت مسلمانانو ته غږ کړے ؤ چې کانګرس له ووټ مۀ ورکوئ، د دې ښېګړه بهارتيا جنتا پارټۍ ته ورسېده. دا ډله نوره مضبوطه شوه کومې چې د دنيا د ټولو نه لویه جمهوريه کښې د فرقه پرستۍ اور له هوا ورکړه. د بهارت پاکستان پۀ تعلقاتو به بې شکه چې د بابري جومات شهيد کولو درد ناکه پېښه بد اثر وغورځوي ځکه چې د دوي تعلقات هسې هم ډېر ښۀ نۀ دي پاتې شوي.

احتجاجي مظاهرې:

د بابري جومات شهيد کېدو پۀ دردناکه پېښه چې پاکستان کښې د احتجاجي مظاهرو کومه سلسله شروع شوې ده، ولي خان د دې پۀ انداز حېراني ښکاره کړه چې دا د احتجاج عجيبه طريقه ده ـــ يو طرف ته پۀ بابري جومات د حملې غندنه کولې شي او بل طرف ته پۀ 65 درمسالونو هم هغه رنګ حملې کولې شي. د دې قسمه احتجاج نه به مونږ ته څۀ خېر راورسي؟ دا قسمه مسئلې د جوش پۀ ځاے د هوش پۀ ذريعه هوارول مناسب دي. د بهارت حکومت د وړاندې نه صوبائي حکومت مات کړے دے او د جومات بيا جوړولو تسلي ئې ورکړې ده. د متعصبه هندوانو د ګوند ذمه وار کسان ګرفتار کړے شوي دي او دوي ته به د سپريم کورټ د فېصلې پۀ خلاف ورزۍ کولو سزا ورکولې شي.

پاکستان کښې چې خلقو پۀ درمسالونو حملې کړې دي، د دې نه دا خبره ثابته شوه چې دوي هم د بنياد پرستۍ پۀ لوري روان دي او کوم ملک کښې چې خلق خپل جذبات نۀ شي قابو کولے، هلته هېڅوک سرمايه کارۍ کولوته غاړه نۀ ږدي.

مذهبي ليوني:

کۀ دافغانستان د سياست نه داقسمه “ملايان” وويستے شو نو دا سيمه د ګړدې نړۍ د پاره د تجارت مرکز جوړېدے شي. دې کښې شک نشته چې ډاکټر نجيب او د هغۀ ډلې د افغانستان خلقو کښې سياسي شعور پېدا کړے دے. د ډاکټر نجيب ډلې دا خبره ثابته کړې وه چې دا ايکي يو سياسى قوت ؤ چې د ګڼ شمېر طاقتونو پۀ ضد ئې د ملک دفاع کوله او خلقو سره ئې رابطه او تړون ساتلے ؤ. دې بنياد ګرو سره د ډاکټر نجيب الله خان خلاف تر اوسه پورې يو “سپر پاور” او عربو مرسته کوله، ولې اوس هم هغه قوتونه د دې بنياد ګرو مخالفت کوي.

جاروتنه:

پاکستان کښې هم دغه رنګ لوبه شروع شوې ده. جماعت اسلامي به د عوامي نېشنل پارټۍ مخالفت کولو ځکه چې زمونږ ډلې د امريکې پۀ پاليسيو ټکونه کول؛ خو نن جماعت اسلامي هم پۀ امريکه لعنت وائي. هغه قوتونه چې بنياد پرستو سره ئې جوختې اړيکې لرلې، اوس د قوم پرستانو ملاتړ کوي. د دې علاقې سياست پېر خوړلے دے. پروني دښمنان ننني دوستان جوړشوي دي. تېر دور کښې عوامي نېشنل پارټۍ افغان حکومت او پخواني سويت يونين به افغان چارو کښې د پاکستان پۀ مداخلت ټکونه کول. افغان مسئله کښې د پاکستان مداخلت اوس څۀ پټه پناه خبره نۀ ده. د اٰئي اېس اٰئي بريګېډير يوسف خپل اوسني کتاب “The Bear Trap” کښې دا ټول حقيقتونه منلي دي.

کۀ چرې پاکستان د افغانستان راتلونکي حکومت سره د ښو تعلقاتو جوړولو د پاره مېدان سمول غواړي نو پکار دي چې د بنياد پرستو پۀ ضد ترقي پسند قوتونو سره رابطې وساتي.

د پوځ کردار:

پاکستان کښې د پوځ د کردار پۀ بابله خان عبدالولي خان ووې چې د سول انتظاميې د ناکامۍ تر مخه د ملک يو څو برخو کښې د امن و امان حالت قابوکولو د پاره پوځ رابللے کېدے شي. مونږ سياست کښې د پوځ د کردار چرې هم مرسته نۀ ده کړې خو د وسله بند پوځونو ائيني استعمال جدا څيز دے. سندهـ کښې پۀ دستي الغاو تلغاو کښې او د ملک بېلابېلو علاقو کښې د سيلابونو د تباه کارۍ پۀ وخت د پوځ کردار د ستائيلو جوګه دے.

دغو حالاتو کښې وسله بند پوځونو بيخي هغه شان کار کړے دے څۀ چې د قام زړۀ غوښتل. پاتې شوه د ملکي سياست خبره نو مونږ همېشه د مارشل لاء )پوځي او سِول دواړو( مخالفت کړے دے. باور مې دے چې پوځ به پۀ هغه مثال عمل کوي کوم چې ئې د جرنېل ضياء الحق د مرګ نه پس قائم کړے دے. يعني د ځينو خلقو د خواهش باوجود ئې هم پاکستان کښې مارشل لاء نافذ نۀ کړه.

اوږد لاريون:

د پي ډي اے د اوږد لاريون “Long March” پۀ بابله ملي رهبر ولي خان ووې،

‘د يو منتخب حکومت پۀ موجودګۍ کښې د دې قسمه کارونو هېڅ ضرورت نشته، ځکه چې اولسي تحريکونه د يو داسې حکومت خلاف راپورته کولے شي چرته چې اولس د خپلو بنيادي ائيني حقونو نه محرومه وي او پۀ مملکت د زور ګیرو کسانو پنجې ښخې وي. دوي ما ته هم اوږد لاريون کښې د شاملېدو بلنه راکړې وه خو ما انکار وکړو. تېر دور کښې زۀ د حکومت خلاف ټولو تحريکونو کښې جوخت ملګرے پاتې شوے يم. دا وړومبے ځل دے چې نوابزاده نصرالله خان يو طرف ته دے او زۀ بل طرف ته، او دا ځکه چې موجوده وخت کښې پۀ جمهوري طريقه منتخب شوے حکومت پۀ اقتدار کښې دے، ايوان کښې درېوکښې دوه برخې اکثريت لري نو زما پۀ خيال د يو داسې حکومت خلاف تحريک به ملک کښې جمهوريت ته نقصان ورسوي. کۀ چرې د مخالفې ډلې دا دعويٰ رښتيا وي چې ووټونو کښې غلا غلتي او ټګي ټوري شوې ده نو قانوني او ائيني لاره دا وه چې دوي د عدالت ورټکولے وے، ولې عجيبه دا ده چې اسمبلۍ کښې د دوو کالو تېرولو نه پس د وي ته د غلا غلتۍ پته ولګېده؟ پي ډي اے يو طرف ته خو د حکومت خلاف اوږد لاريون شروع کړے دے او بل طرف ته د پارلېمنټ د ممبرانو پۀ حېثيت د ټولو اسانیو مزې هم اخلي!!! دوي له د ماضي نه سبق اخستل پۀ کار دي. پاکستان قومي اتحاد چې کله د ذولفقارعلي بهټو خلاف تحريک شروع کولو نو اول ئې د پارلېمان د ممبرانو پۀ حېثيت خپلې استعفٰي ګانې ورکړې وې. هم دغه پي ډي اے ده چې پۀ صدر خو پۀ دې خبره ټکونه کوي چې د دوي حکومت ئې برطرف کړے دے او اوس ورته د هغه عمل بيا ګردانولو مطالبه هم کوي کوم چې دوي د وړاندې نه غېرائيني، غېرقانوني، غېر جمهوري ګڼلے دے.

مخالفې ډلې له پۀ کار دي چې د مهذبو خلقو پۀ شان رويه وساتي ځکه چې د قام او جمهوريت خېر پۀ دې کښې دے.’

د امريکې پاليسي:

قامي مشر ولي خان د يو تپوس پۀ ځواب کښې ووې چې د پاکستان پۀ لوري د امريکې پاليسۍ کښې د بدلون څۀ امکان نۀ ښکاري. منتخب صدر بل کلنټن به خپل ټول پام کورنیو مسئلو ته ګرځوي. بله دا چې د پخواني سويت يونين ټوټې کېدو نه پس د امريکې د پاره د پاکستان څۀ دومره اهميت نۀ دے پاتې ځکه چې امريکائي مفادو ته ورپېښه لويه خطره اوس لرې شوې ده. بيا هم دغه خطره کۀ في الحال نشته ولې پخوانے ټوټې شوے سويت يونين به خپل اولنے حېثيت بيا حاصل کړي او هم هغه طاقت به بيامومي.

کالاباغ ډېم:

وزيراعظم نوازشريف تسلي راکړې ده چې د کالاباغ ډېم سترې منصوبې پۀ بابله فېصله به د څلورو واړو صوبو ترمنځه د اتفاق رایې نه پس کولې شى. ولي خان دا خبره پۀ ډاګه کړه چې د کالاباغ ډېم د منصوبې اصل مقصد دا دے چې پنجاب کښې د چولستان صحراګانو ته اوبۀ ورسولې شي چرته چې ځينو با اثره خلقو پۀ دې طمع اسره زمکې اخستې دي چې د دې منصوبې سرته رسېدو نه پس به ډېرې ښېګړې حاصل کړي خو مونږ د نورو د ښېګړې د پاره خپل نسلونه او کورونه نۀ شو تباه کولے او هر څوک چې زما کور تباه کولو له راځي نو زۀ به ورته ګورم څۀ؟ دا خبره صحيح نۀ ده چې ګنې د اباسين د اوبو د وېش لوظنامه د کالاباغ ډېم جوړولو ته لاره صفا کړه. د دې لوظنامې تر مخه هره صوبه د خپلې علاقې د پاره خپله برخه اوبۀ ډب کولې شي خو پنجاب به اخر زمونږ علاقه کښې څنګه او ولې اوبۀ ډب کوي؟ مونږ سوات کلانګي کښې د ډېم جوړولو اجازت نۀ دے ورکړے نو کالاباغ ډېم به څنګه پرېږدو؟

د کالاباغ ډېم د پاره مثالي رقمونه د عالمي بېنک نه پۀ چل ول حاصل کړے شوي وو ځکه چې بينک د اوبۀ خور د مقصدونو د پاره د پېسو ټکو ورکولو نه انکار کړے ؤ او کالا باغ ډېم چونکې د اوبۀ خور مقصدونو دپاره ؤ، لۀ دې کبله د دې د جوړېدو معامله ډتۍ شوه خو وروستو د پاکستان واکمنو فېصله وکړه چې د کالاباغ ډېم منصوبه به د بجلۍ پېدا کولو يونټ کښې بدله کړو چې دغسې د عالمي بېنک نه قرضه واخستې شي. بيا هم د پاکستان واکمن دې لړکښې دوو مسئلو سره مخامخ دي؛ وړومبۍ دا چې د ډېم اوچتوالي کښې زياتون مونږ نۀ منو، بله دا چې دې کښې د کموت راوستو عالمي بېنک مخالفت کوي..

پۀ هر حال، دا زمونږ سر خوږے نۀ دے خو کالاباغ ډېم څۀ دومره بيخي ضروري هم نۀ دے ځکه چې د دې د پاره نورې لارې هم شته لکه بهاشا ډېم کۀ جوړ کړے شي نو يواځې دا نۀ چې ښه زياته بجلي به پېدا کوي بلکې د تربېلا ډېم ژوند به هم سېوا کړي. د بهاشا ډېم جوړولو به هېڅ بد اثر نۀ پرېوځي او دا د کالاباغ ډېم يو زړۀ پورې بدل کېدے شي.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …