1929-1928 استقلال، افغانستان او ‘پښتون’ (مۍ 1928، مخونه 41-37) – ‘پښتون’

 

 

 

 

مولانا عبدالمجید افغاني، مشن کالج، پېښور

د افغانستان ملکه او د یورپ لباس

د شاه افغانستان سياحت او د يورپ سفر يو داسې سفر دے چې د دنيا پۀ شاهانه سياحتونو کښې به د دې نظير پېدا نۀ شي، نۀ د کوم بادشاه دومره عزت کله شوے دے.

پرونۍ خبره ده چې افغانستان د دنيا پۀ وحشي قومونو کښې حسابېدو. نۀ د هېڅ عزت حقدار ؤ، نۀ پۀ کښې موجوده تهذيب ؤ، نۀ تعليم، نۀ ترې نه د چا څۀ امېد کېدے شو چې دا وحشي قوم به هم کله د دنيا پۀ مهذب قومونو کښې شريک شي؛ مګر د يو غازي امان خان پۀ برکت سره )خلد الله ملکه( پښتانۀ د تهذيب د مېدان پۀ هغه سر کښې ښکاري. د غازي امان الله خان چې څۀ عزت پۀ يورپ کښې شوے دے، هغه څۀ پټه خبره نۀ ده. د امير صاحب سياحت نۀ دے، بلکې پۀ دنيا کښې معلومېږي يو نوے انقلاب پېدا شو – مګر سوال دا دے چې دا دومره عزت د دۀ ولې وشو؟ اٰيا دے افغان دے يا بادشاه او د دې وجې نه دا دومره خاطر داري وشوه يا دا د دۀ د ازادۍ قدر ؤ، يا پۀ دۀ کښې خپل ذاتي داسې کمال ؤ چې تمام بادشاهان ئې پۀ عزت کولو مجبور کړل او د تمامې دنيا پۀ زړۀ کښې ئې ځاے پېدا کړو؟

اول صورت خو نۀ دے ځکه چې د دۀ پلار هم پښتون ؤ او نيکۀ ئې هم او بادشاهان هم وو او نور هم د مشرق ډېر بادشاهان يورپ ته تلي دي، مګر د هېڅ چا هم دومره عزت نۀ دے شوے او ازاد هم وو، مګر د يورپ خلقو ئې هېڅ پرواه نۀ ده کړې. د دې نه معلومېږي چې دا ټول د دۀ خپل کمال دے. دا منم چې د ازادۍ او بادشاهۍ هم دې کښې دخل شته، مګر افغانستان ازادۍ او بادشاهۍ هم د غازي امان الله خان پۀ وجه سره عزت موندلے دے، بلکې د دې دواړو وجود د هغۀ پۀ برکت دنيا ته راغلے دے – ورنه ازادي چرته او افغانستان چرته؟ نوپۀ اصل کښې کۀ څۀ کمال چې دے، هغه د امير صاحب پۀ ذات کښې دے.

دا هم د هغۀ پۀ وينه کښې قومي جوش ؤ؛ بل بادشاه دنيا ته تر اوسه پورې نۀ دے راغلے چې د رخصت پۀ وخت کښې يو معمولي دهقان او سپاهي پۀ سينه پورې ونيسي او پۀ ژړا ژړا ترې رخصت شي. دا هم د دۀ پۀ زړۀ کښې د ازادۍ قدر ؤ چې پۀ ممبۍ کښې يو سړي ورته دعا وکړه چې خداے دې تا زمونږ بادشاه کړي. نو دۀ ورته پۀ جواب کښې ووئیل چې تۀ ډېر احمق يې، د يوې غلامۍ نه ځان خلاصوې او بله د خداے نه غواړې؟ هم دا وړه غوندې خبره وه چې د هندوستان د سياست رنګ ئې بدل کړو او د خلقو خيالات ئې پۀ بله واړول او د همېشه د پاره ئې هندوان چپ کړل؛ ځکه د هغو چې څۀ وېره وه، هغه هم د دۀ نه وه.

دا هم د دۀ د همدردۍ اثر ؤ چې پۀ مصر کښې د ‘البلاغ’ اخبار اډيټر د يو هلک نه سوال کوي چې تۀ د امير صاحب پۀ راتلو باندې ولې دومره خوشحال يې؟ نو هغه ورته جواب ورکوي چې زما پۀ دې نۀ دے خوښ چې دے بادشاه دے، مسلمان دے او د مشرق دے؛ زما خو د دې بادشاه سره پۀ دې مينه ده چې دے پۀ رښتيا سره د خپل وطن دوست دے. دے داسې بادشاه دے چې بادشاه نۀ معلومېږي – زما سره ئې داسې جوړ تازه وکړل لکه د ورور سره چې څوک کوي. کۀ زۀ ژاړم نو دے هم راسره ژاړي او کۀ زۀ خاندم نو دے هم راسره خاندي. کوم ازغے چې زما پۀ پښه کښې ماتېږي، هغه د هغۀ پۀ زړۀ کښې ماتېږي. زۀ به ولې د دۀ پۀ راتلو باندې نۀ خوشحالېږم؟ خداے دې هرکله راولي، خداے دې هر کله راولي.

د مصر نه پس غازي امان الله خان د افغانستان بادشاه يو داسې ملک ته ځي چې هلته د رحم قدر نشته، د ژړا قدر نشته، زاري او منت د چا څوک نۀ اوري، خداے نۀ مني، مذهب او اخرت نۀ پېژني، بې د ځان نه بل څوک ورته سړے نۀ ښکاري – کۀ قدر دے نو د خود دارۍ او ازادۍ دے او کوم تهذيب چې هغو پېدا کړے دے او پۀ هغو کښې مروج دے، د هغې قدر دے. کۀ څوک پۀ هغۀ پوهېږي نو سړے دے او کۀ نه نو ځناور دے.

زمونږ بادشاه يورپ پۀ خوب کښې هم نۀ ؤ ليدلے، نۀ د کور نه بهر وتلے ؤ؛ مګر کوم وخت چې هغه د يورپ زمکې ته ورسېد هم هغه وخت نۀ دے مشرقي بادشاه ؤ، نۀ هغه امير ؤ چې يو څو ورځې وړاندې د مومندو پۀ جرګه کښې ولاړ ؤ، خبرې ئې کولې او يو خوارکي مومند ورته ووئيل، “امير صاحب! بل چا له هم وار ورکوې کۀ نه؟ ډېر مۀ ګړېږه چې زۀ هم خبرې وکړم” – او دۀ ورته وې ښه! نۀ به ګړېږم.”

بلکې دلته داسې معلومېده چې دے هم د يورپ بادشاه دے او هم پۀ دې اٰب و هوا کښې پېدا شوے، لوے شوے دے او دومره خود دار چې معلومېږي تمام يورپ د دۀ زېر فرمان دے. دا ټول سفر د دۀ پۀ خلاصېدو دے؛ د يورپ تمام متعصب اخبارات پۀ دې انتظار کښې دي چې کله به د امير صاحب نۀ څۀ غلطي کېږي او دوي به پرې اعتراض کوي او سپک به ئې کړي – مګر هېڅ عېب ورته نۀ ښکاره کېږي. نۀ د هغۀ پۀ خود دارۍ کښې څۀ عېب مومي نۀ پۀ لباس کښې نۀ پۀ خبرو کښې څۀ نقصان او نۀ د يورپ د تهذيب نه خلاف څۀ کمے شته. نۀ د هغو کارخانو د دنيا د تباهۍ سامان دريابي بېړۍ پۀ دۀ باندې څۀ دهشت پېدا شو. تمام يورپ حېران دے چې دا څۀ رنګ سړے دنيا ته راغلے دے.

هم دا رنګ د افغانستان ملکې چې کوم وخت د مغرب پۀ زمکه قدم ايښے دے، دا نۀ معلومېږي چې دا هغه مادرِ وطن ده چې د کابل پۀ کوڅو کښې به پۀ جينکو پسې ګرځېده او پۀ يو څو ورځو کښې ئې اتۀ سوه جينکۍ پۀ مدرسه کښې داخلې کړې او د هغو د تعليم انتظام ئې وکړ، بلکې داسې معلومېږي چې د يورپ يوه ملکه ده او تمام عمر ئې پۀ يورپ کښې تېر کړے دے. نۀ د يورپ قومونه د هغې پۀ وضع اعتراض کولے شي، نۀ پۀ ګفتګو باندې، نۀ پۀ لباس باندې او نۀ د هغې پۀ شاهانه خود دارۍ باندې. د يورپ تمامې ملکې د هغې هرې ادا ته ګوري او حېرانېږي چې د کابل پۀ غرونو کښې دې څۀ رنګ دا تهذيب پېدا کړے دے او دا تمامه تبديلي د شاه افغانستان پۀ حکم او اجازت سره وه.

هغۀ ته دا معلومه وه چې دا ټول تصويرونه به افغانستان او هندوستان ته ځي، هغۀ ته خپل قومي غېرت معلوم دے. هغۀ ته دا هم معلومه ده چې پښتون ته پۀ ښځه څومره غېرت ورځي – هغه د دې نه هم خبر دے چې دښمنان به پۀ دې بهانه سره پۀ افغانستان کښې د فساد پېدا کولو کوشش کوي او د هغو خلقو د پاره چې د زمانې د رنګ نه نا اشنا دي، دا يو لوے سند دے. دا هر څۀ غازي امان الله خان ته معلوم دي، مګر بيا هم دے هېڅ پرواه نۀ لري. هغۀ ته دا هم معلومه ده چې د مذهب پۀ خاوندانو به د دې څۀ اثر پرېوځي او ملايان به ما ته څۀ وائي. نۀ د هغۀ زړۀ د اسلام لۀ دړده خالي دے. مصطفيٰ کمال اووۀ ورځې خطبه ورکړې وه، مګر يو وار هم د هغۀ پۀ خولۀ باندې د خداے نوم نۀ ؤ راغلے او غازي امان الله خان بې د خداے د نامې نه يو قدم هم نۀ ږدي، مګر پۀ دې وخت کښې هغه چې څۀ کوي محض د دې د پاره چې يورپ ته معلومه شي چې يو افغان دا قابليت لري چې پۀ کوم اېډيکېټ او تهذيب باندې يورپ فخر کوي، پۀ لسو ورځو کښې پۀ کماله درجه سره حاصلولے شي او د افغانستان ملکه پۀ هفته کښې کوين الزبتهـ )مشهوره ملکه د يورپ( جوړېدې شي.

څوک چې اخبارونه ګوري، هغو ته دا پۀ ښۀ شان معلومه ده چې د افغانستان ملکې چې پۀ انګلستان کښې کومه وضع او لباس اختيار کړے دے، پۀ اټلي کښې نۀ ؤ؛ پۀ فرانس کښې نۀ ؤ چې د فېشن کارخانه ده؛ نۀ پۀ جرمن کښې نۀ به ائنده انشاء الله داسې لباس اختيار کړي – اخر د انګلستان د خصوصيت څۀ وجه ده؟ يوه وجه خو دا ده چې د يورپ پۀ نورو ملکونو کښې ملکه نشته. د افغانستان د ملکې د سيالۍ ځاے انګلستان ؤ او تمام يورپ ته دا معلومه شوه چې د افغانستان ملکه د تمام يورپ د ملکې سره هر تهذيب کښې برابره ده. بله دا ده چې امير غازي انګلستان ته دا ښودله چې د هغۀ قوم د هرې ترقۍ او د هر تهذيب حاصلولو د پاره تيار دے او دا څيز هغه پۀ يو څو ورځې کښې حاصلولےشي او لارډ رانډ شے چې پۀ خپل سپيچ او بيان کښې دا وئيلي وو چې ياغستان جاهل دے او جهالت د دې لائق دے چې پۀ تهذيب باندې قربان شي او مېدان ورته خالي کړي – د دې لارډ دا خيال غلط دے؛ افغاني قوم پۀ هېڅ کښې د چا نه کم نۀ دے.

دا خو د لباس متعلق زما خيال ؤ؛ باقي پاتې شوه پړده، نو د افغان پۀ قوم کښې نۀ پړده وه، نۀ شته، نۀ به راشي. د کوم قوم چې د ګلونو پۀ شان جينکۍ غرونو ته ځي او پۀ خپلو سرونو لرګي راوړي، پۀ وچو مېرو کښې لوونه کوي، د جنګ پۀ مېدان کښې پۀ مخکښې روانې وي او خاوندانو د دوي پۀ اوږه باندې ټوپکونه ايښي وي، دښمن وولي او دوي پۀ سرو لمبو کښې ولاړې وي، د داسې قوم ملکه به څۀ پرده وکړي؟ نۀ ورله پرده کول مناسب دي. د پښتنو پۀ دې اٰزادۍ باندې کۀ پۀ دنيا کښې څوک اعتراض کولے شي نو هغه فقط د هندوستان اسلامي قومونه دي؛ مګر د افغانستان بې پردګي لۀ اسلام نه دومره لرې ده لکه د هندوستان پرده چې د اسلام نه لرې ده. کومه پرده چې پۀ هندوستان او پنجاب او صوبه سرحد کښې رائجه ده، هغه هېڅ کله د اسلام پړده نۀ شي کېدلې؛ نۀ اسلام د داسې نقصانې پړدې اجازت ورکوي، نۀ خپلې بنديانې پۀ داسې سخت قېد کښې غورځوي، نۀ ئې د کار نه وباسي.

د پښتون پۀ بل نمبر کښې به انشاء الله زۀ پۀ دې باندې پوره مضمون ليکم.

رایې:

پۀ خدمت کښې د چلوونکي )ایډیټر( صاحب!

السلام علېکم! د مولانا صاحب د وېنا پۀ مطابق زۀ د هغوي پۀ دې مضمون باندې پۀ یو څو ټکو کښې خپله رایې ظاهروم – امید دے چې د هغوي د مضمون سره به ئې شائع کړئ او ما به مشکور کړئ.

د ګونګوسي نه داسې معلومېږي چې د بعضو روح مړو، ړوند زړو خلقو پۀ سترګو کښې د افغانستان ازادي او ترقي غړېږي او دا خیرن مخی کوشش کوی چې پۀ څۀ چل سره زمونږ د سر ګل، زمونږ د زړۀ ارام، زمونږ د حجرې مشر، زمونږ د کنډک شپون، زمونږ د محفل شمع غازي امان الله خان )سلطنت دې ئې همېشه قائم اوسي( پۀ خلقو کښې بدنام کړي.

پۀ خپله خو مو دا ایمان دے چې عزت د دۀ کېږي او د خوشحالۍ نه مونږ باغ باغ کېږو – باقي پاتې شوه د پړدې خبره، د مولانا صاحب خبره بالکل درسته ده چې پۀ پښتنو کښې د اول نه کومه پړده وه چې “اوس راغله د ډول پۀ سیوري” – شاه امان الله هم زمونږ یو پښتون ورور دے او چې څومره د شریعت تعلق دے نو هغه کوم یو کس دے چې پۀ رښتیا سره د شرعي پړدې لحاظ ساتي؟

میا احمد شاه

جولائي 1928، مخونه 7-5

میا احمد شاه، بېرسټر اېټ لاء، پېښور

د افغانستان ملکې او باچا ته هرکلے

پۀ خېر راغلئ! راتلل مو مبارک شه! ستاسو پۀ خېريت سره واپس راتلل نۀ يواځې تاسو د پاره باعث د قرارۍ او تسلۍ دي او نۀ صرف افغانستان پۀ خندا او خوشحالۍ دے، بلکې ټول پښتانۀ کۀ دلې دي کۀ هورې، کۀ پۀ غر دې کۀ پۀ سمه، کۀ پۀ کور دي کۀ پۀ بهر؛ د خوشحالۍ نه باغ باغ کېږي او پۀ ډکه خولۀ تاسو دواړو ته “پۀ خېر راغلي” “ستړي مۀ شئ” وائي” – دا راتلل اختر د اخترونو او خوشحالي د خوشحالیو ده. هر کله چې پردي خلق ستاسو نه پۀ ولاړې ځارېدل، ځکه چې پښتانۀ او سرداران د پښتنو وئ؛ نو دې نه به زيات د شرم خبره بله کومه وي چې مونږ ټول پښتانۀ چې د يوې ابۍ راوړي زامن يو، بيا هم تاسو پۀ مشرانو باندې ونۀ نيسو. پۀ هر ځاے او پۀ هر وطن چې هر څومره ………. ورورولۍ او پښتونولۍ نه ……… معلومه ده چې تاسو پۀ ډېري …….. پېدا کړ او هم ستاسو پۀ اخلاص………. د نورو قومونو سره وشوه نو ولې به مونږ نن ورځ نۀ خوشحالېږو – خوشحالي پۀ خپله مونږ ته راځغلي – چې قوم شو نو قومونه هم اوس مونږ سره ملي.

يورپي ملکونه او قامونه او د هغوي قامولي او يو ولي تاسو پۀ خپله وليدله. کومه ترقي چې هغوي تر اوسه پورې کړې ده او کوي، هغه هم ستاسو د نظره تېره شوه. د هغوي دا دومره پورته شوے دنياوي حالت به سره د هغې سامان او معلوماتو چې انساني دماغ پرې پۀ حقه سره د مبارکۍ دے، يو ګونه وېروونکي ښکارېږي – ولې بل طرف ته دا هر څۀ هوښيارو او پوهو خلقو لره ښۀ بېداروونکي او پوهوونکي دي. دا خبره هر چا ته معلومه ده چې د دې ترقۍ راز د کور ودانۍ او روغ والۍ دے. د کور ورانے چم ګاونډ ته ځان بربنډول او خپل پردي پۀ ځان پورې خندول وي. مغروره يورپ د مستۍ نه ټق چوي. د بل ملک وطن مال حال واړه د مور پۍ ګڼي او وائي چې دا واړه د تهذيب او د امن د قائمولو د پاره کېږي. دا ښۀ تهذيب او امن دے؟ د خداے يو لوے مخلوق پۀ خپلو ملکونو کښې بې اختياره او پۀ خپلو کورونو کښې بې واکه شي. دا ټوله نتیجه د طاقت ده چې نن د دوي پۀ لاس کښې دے. اګر کۀ مشرق هم نن ورځ د ترقۍ مېدان ته راکوز شوے دے ولې لا پۀ خړپوسو دے. کوشش کوي چې ډېر زر د ګرځېدو او د منډو شي. پښتانۀ هم پۀ ننګيالۍ او سيالۍ شوي دي. دا سيالي ئې مبارک شه خو ګورے د سردارۍ تاج ستا پۀ سر دے؛ هسې نۀ چې قدم دې خطا شي او دا خپلې قام قبیلې درته بلا نۀ شي. ستاسو غېرت مند او ننګيالے قوم د چا د خندا نۀ شي …… تۀ…… او یقین وکړئ پښتانۀ واړه ……. قوم د پاره ئې پۀ تلو کښې ککرۍ ….. پۀ شپول ټول را دننه کړه ……. لویې لويې کمرې دي؛ ولې کۀ يو ځل پۀ لار سم شو نو بيا ګرم دي کۀ بل چا نه کم شو. بيا څوک دي چې د دوي د سيالۍ شي؟ او دوي لکه د ګلو هسکې غړۍ لري. د هر نېک خواه نه ځارېدونکي او د هر بدخواه د وړاندې سترګې خونړۍ لري. متل دے چې “ډیوه د ډوې نه لګي”؛ هم دا رنګ ژوندون د ژوندون نه پېدا کېږي. د هر ژوندي قام د ژوندون يو څو نخښې نخښانې دي. سيالي، ننګيالي، غېرت، تکليف او مصېبت زغمل وغېره وغېره واړه صفتونه پۀ يو ژوندي قوم کښې پټ څرګند موجود وي. شکر دے چې پښتانۀ دا واړه لري. کۀ څۀ کمے دے نو دومره قدرې دے چې لا تر اوسه پورې پۀ سمه لار نۀ دي روان کړے شوي.

جنګ پۀ حقيقت کښې يو ډېر لوے مصېبت دے. کل کاروبار ګډ وډ شي. اګر کۀ نن ورځ داسې ډېر مهذب قومونه شته دے چې جنګ ئې خپل کسب ګرځولے دے ولې چې د بل بربادي د ځان وداني ګڼي، لېکن دا انصاف ته قريبه خبره نۀ ده. پۀ خپلو خپلو نصيبونه صبرېدل باعث د ارام او د امن ګرځي. پاتې شو افغانستان، تر ډېرو کلونو پورې افغانستان له پۀ څۀ جنګ کښې حصه اخستل پکار نۀ دي. کۀ چرې پۀ جنګ کولو باندې مجبور نۀ کړے شي، ولې چې مجبوري لويه بلا ده. بې شکه د ژرندې پلونه د افغانستان نه يو خوا او بل خوا پراتۀ دي او زوږ دے چې پۀ ګرځېدو دي؛ هسې نۀ چې افغانستان دل نۀ کړي، ولې چې افغانستان ته امن امان پکار دے. اول د کور وداني ده چې رښتينې ځوانمردي ده. د هر ممکن کوشش نه کار اخستل پکار دي چې د ملک مالي حالت ښۀ شي او بعد د هغې نه چې څومره کېدے شي، پۀ فوجي او تعليمي کارونو باندې د حد نه زياتې روپۍ خرڅ کول پکار دي. پۀ دې ټولو کارونو باندې اے د پښتنو خانه! تاسو ډېر ښۀ پوهېږئ، مونږ صرف تاسو ته پۀ خېر راغلے وايو او بيا:

اے سالاره د کاروان د پښتنو!
پښتانۀ دې بې کسۍ او بې بسۍ کښې
تۀ دې لاس د ورورولۍ پۀ سر ئې کېږده!
اے سرداره د خېلونو پرګنو!
کۀ دوي خلاص کړې لۀ دې واړو زولنو
شي به خپل کۀ دي زامن* د مېرنو

*ورورولۍ کښې خو ئې شک نشته، ځکه چې د يو بابا اولاد دي.

جولائي 1928، مخونه 9-8

اداریه ، باچا خان

د لندن د پښتنو طالبانو “هرکلے” شاه افغانستان ته

د لاندينۍ د هر کلي خطبه هغه پښتنو طالبعلمانو چې نن ورځ پۀ لندن کښې تعليم حاصلوي، د شاه امان الله خان پۀ خدمت کښې د اورولو د پاره تياره کړې وه. وائي چې د څۀ وجې نه د دې اورول ونۀ شو او د هغې پښتنو ځوانانو هلکانو د خپل بادشاه پۀ خدمت کښې د خپلې خوشحالۍ څرګندولو ارمان ونۀ رژېدو. د هغو خوشحالي به هم د ليدو وه – ولې د نصيب خبرې دي، د خداے او د بنده ارادې همېشه يو شان نۀ وي. اوس هغه خطبه پۀ “پښتون” کښې د چاپ کولو د پاره رالېږلې شوې ده. امېد دے چې شاه امان الله خان به ئې اوس وويني او ډېر ډېر به خوشحاله شي – هغه دا ده:

پۀ خدمت کښې د پښتون خان شاه افغانستان! سلطنت دې همېشه قائم اوسه!

زمونږ د سر ګله!

کۀ وطن کښې پۀ نامه امان يادېږې
د هرات نه تر پنجاب پښتون اباد دے
بادشاهان دې پۀ خپل قام پېژندګلو کړي
پۀ جهان د پښتنو لوے خان يادېږې
د دې واړو پۀ سر تۀ يو ځوان يادېږې
هسې نۀ چې يک تنها پۀ ځان يادېږې

مونږ د سرحد پښتانۀ طالبعلمان د اول نه اول پۀ ډېر ادب سره تاسو ته وايو چې “ستړي مۀ شئ، پۀ خېر راغلئ!” او بيا عرض کوو چې نن ورځ ستاسو پۀ ليدو سره مونږ ټول د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېږو. د خوشحالۍ اوښکې مو پۀ دو دو سترګو نه راځغلي. خلق تپوس کوي چې دا څوک دے؟ مونږ ورته وايو”مونږ ته ګران زمونږ ورور”. د انګلستان زمکه او اسمان شاهدان دي چې هم ستاسو پۀ سعي او کوشش سره پښتون قوم نن ورځ پۀ دنيا کښې لکه د نمر هسې ښکاره شو. مونږ د سرحد پښتنو کښې هم د يو نوي ژوندون روح پېدا شو. ستاسو قومي او ملي کوششونه دې همېشه کامياب وي!

مونږ د سرحد پښتانۀ اګر کۀ پۀ ظاهره بېل ښکارو، ولې زمونږ او زمونږ د نورو وروڼو خواه هغه پۀ افغانستان کښې وي يا علاقه غېر کښې، د ټولو زړونه يو تر بله سره ګنډلي دي. ظاهر بېلتون مونږ نۀ شي بېلولے – نسل، قوميت، ژبه، عادتونه، خويونه زمونږ د ټولو يو دي ـ بې شکه نن ورځ تاسو ازاد يئ، مونږ درته ګورو او زهيرېږو؛ ولې بيا هم پۀ “لا تقنَطُوا مِن رّحمة الله” باندې پوره پوره ايمان لرو؛ نن کۀ پۀ مونږ غم دے، دا به تېر شي.

بل زمونږ دا عرض دے چې د قوميت بنياد پۀ غېر متنزلزل عصبية ايښودل پکار دي او دا دواړه د يو صحيح قومي تعليم چې هم د قوم پۀ خپله ژبه کښې وي، پۀ موجودګۍ کښې پۀ وجود کښې راتلے شي. پښتنو له پۀ خپله ژبه کښې تعليم ورکول پکار دي. د هرې ژبې ترقي د هغې پۀ ويونکو باندې موقوف وي. دا به څۀ رنګ ښۀ وي چې د پښتنو طرف ته خاص توجه وکړې شي. دلته پۀ انګلستان کښې او پۀ نورو مغربي ملکونو کښې خپلې خپلې ژبې رائجې دي. علم و هنر او اخبارات او رسائل کل پۀ قومي ژبه کښې جاري دي. کۀ اسانتيا پۀ کور پېدا شي نو به ډېره ښه وي.

پۀ اخر کښې مونږ ستاسو د ملکه صاحبه او د سلطنت افغانستان د پاره ډېره ډېره دعا کوو.

مونږ يو ستاسو د سرحد پښتانۀ وروڼه مقيم پۀ لندن کښې.

مارچ 1928ز

جولائي 1928، مخونه 35-30

مولانا عبدالمجید افغاني

پۀ شاه غازي امان الله خان باندې د بزرګانو نظر

د دې مضمون متعلق به زما بعضې ماده پرست دوستان ضرور دا خيال کوي چې دا زما زوړ د ملاتوب وهم دے، مګر چونکې غازي امان الله خان پۀ خپله د دې خبرو قائل دے او دا مضمون هم د هغۀ متعلق دے، نو زۀ د داسې ړوند انکار پرواه نۀ لرم.

د چا پۀ دماغ کښې چې لږ هم د عقل بوي وي، هغه پۀ ښۀ شان سره دا معلومولے شي چې د بنيادم پۀ اندامونو کښې چې کوم حرکت دے؛ مثلاً سترګې ګوري، غوږونه اوري، لاس نيول، پښې تلل کړي اګر چې پۀ ظاهر کښې دا ټول حرکت هم د دې اندامونو معلومېږي او يو نادان به هم دا خيال کړي، مګر پۀ اصل کښې يو بل طاقت دے چې د دې اندامونو پۀ پړده کښې کار کوي او لکه چې د ترکاڼ اوزار بې د ترکاڼه هېڅ نۀ شي کولے – هم دا رنګ د انسان وجود بې د هغۀ د طاقت بې کار دے او دا طاقت پۀ يواځې انسان کښې نۀ دے بلکې پۀ هر زنده سر کښې دے. د خلقو پۀ اصلاح کښې دې طاقت ته روح وائي او بل نوم ئې ژوندون دے.

دا يقيني خبره ده چې تر اوسه پورې د دنيا يو حکيم يا ډاکټر هم د دې طاقت حقيقت نۀ دے معلوم کړے. نۀ د يورپ سائنس دانانو څۀ پته لګولې ده. سره د دې نه چې د اسمانونو ټول حال خو معلوموي، مګر کوم طاقت چې پۀ خپله پۀ دوي کښې موجود دے، هغه نۀ شي معلومولے او انکار هم نۀ شي کولے، ځکه چې د يو يقيني څيز نه به څنګه انکار وکړي؟

دا هم د منلو خبره نۀ ده چې يو شے به پۀ دنيا کښې موجود وي او شے هم هغه شے چې هغۀ ته ‘حيات’ وئيلے شي او د هغۀ د معلومولو او پېژندنې اسباب پۀ دنيا کښې نۀ وي؟ نۀ به دنيا ته تر اوسه پورې داسې څوک راغلے وي چې هغه خپل ځان وپېژني؟ دا ضروري خبره ده چې پۀ دنيا کښې داسې خلق شته چې هغوي دا طاقت معلوم کړے دے.

هم دا رنګ د دنيا کارخانه چې زمونږ پۀ مخکښې ده او د هغې هر يو پېچ چې پۀ خپل ځاے باندې ګرځي خپل کار کوي – سپوږمۍ خپله، هر ستورے پۀ خپله دائره کښې خوزي راخوزي. اوبۀ پۀ خپله لارې روانې دي، زمکه هم پۀ خپله تابعدارۍ کښې لګيا ده، لږ ساعت هم د خپل کار نه نۀ شي غافل کېدے – دا ټولې پرزې د انسان د اندامونو پۀ شان پۀ خپله هېڅ هم حرکت نۀ شي کولے، بلکې پۀ دې کارخانه کښې يو بل طاقت دے چې دا دومره کارخانه ګرځوي او د هغۀ نوم ‘قدرت’ دے يا ‘د خداے حکم’ او د دې طاقت او قدرت نه هېڅ څوک هم انکار نۀ شي کولے.

دا هم ثابته شوې خبره ده چې پۀ دې سترګو سره د انسان حيات او دا پټ انتظامي قدرت نۀ شي ليدلے، نۀ پۀ دې غوږونو اورېدے شي، نۀ پۀ دې عقل معلومېدے شي او کۀ چرته دا ممکنه وے نو د موجوده زمانې عالمانو به وختي دا حقيقت معلوم کړے وے. او دا هم د منلو خبره ده چې د انسان د پاره د دې راز معلومول ناممکن وي، بلکې ضرور پۀ انسان کښې يو داسې طاقت شته يا پېدا کېدے شي چې د هغۀ پۀ وجه سره دا پټ راز ښکاره شي او دا هم هغه قلبي انکشاف دے چې د پېغمبرانو پۀ حق کښې ورته ‘وحي’ وائي او د وليانو پۀ اصطلاح کښې ورته ‘الهام’ او د نېکانو پۀ ژبه کښې ‘کشف و کرامت’ – او دا هغه حقيقت دے چې څوک ترې نه انکار نۀ شي کولے. د تمامو پېغمبرانو پېش ګويانې پۀ تمام اسماني کتابونو کښې موجود دي. د اولياو الهامات هم موجود دي. کوم زړونه چې خداے صاف پېدا کړې دي، هغه پۀ تفکر سره يا پۀ رښتيني خوب سره وړاندې خبرې معلوموي او دا پۀ دې وجه سره چې د دې پاکو خلقو د هغه پټ قدرت سره تعلق وي او هغه قدرت يوه داسې دنيا ده چې پۀ هغې کښې د وړاندې وروستو هېڅ فرق نشته. تمامه دنيا هم پۀ هغه نقشه باندې روانه ده چې کومه نقشه د هغه قدرت د ازل نه پۀ لاس کښې ده.

پس لۀ دې توتیې نه زۀ دا دعويٰ کولې شم چې کومه مکاشفه چې وړاندې بيانوم، کۀ خداے ته منظوره وي نو هغه به بالکل رښتينې وي او چې کوم حالت هغه بزرګ ته ښکاره شوے دے، هغه به ظاهر کېږي.

دا به ډېره مناسبه وي چې زۀ اول هغه خوب بيان کړم چې پۀ خپله شاه افغانستان د بادشاهۍ نه ډېر وړاندې ليدلے ؤ او هم دغه خوب ؤ چې شاه غازي ئې د ازادۍ پۀ تخت کښېنوو او هغه شجاعت ئې پۀ کښې پېدا کړو چې د هغۀ نظير پۀ موجوده دنيا کښې نشته.

پروسکال د اختر پۀ ورځ زمونږ بادشاه دغه نصيحت کوۀ – يو خوب ئې هم بيان کړے ؤ، ووئیل ئې چې:

د دې خدمت نه وړومبے زۀ لا ورکوټے وم چې يو خوب مې ولید. ګورم چې پۀ يو چمن کښې ولاړ يم. پۀ دې منځ کښې يو سپين ږيرے يو لوے صندوق زما پۀ اوږه باندې ږدي او راته وائي چې دا اوچت کړه او يوسه! ما دغه صندوق اوچت نۀ کړو او لرې ترې نه لاړم ودرېدم – هغۀ راته ډېره زاري وکړه خو ما ونۀ منله. پۀ دې منځ کښې زما يو هندوستانے استاد راغے؛ هغۀ راته ووئیل چې دې صندوق کښې د رسول الله صلي علېه وسلم جبه ده، تۀ درود ووايه او اوچت ئې کړه! چې دا مې واورېدل، را دو مې کړو او صندوق مې اوچت کړو يو مې وړو او درود مې لوستو.

پۀ هغه وخت کښې زۀ د دې خوب پۀ حقيقت خو نۀ پوهېدم، مګر د هغې ورځې نه زما زړۀ لوے شو او هر خوف ترې نه ووت.

د خداے قدرت ته ګورئ چې کله زۀ بادشاه شوم نو چې پۀ کوم ځاے باندې ما د ازادۍ اعلان وکړو او د پېرنګيانو سفير ته مې خبر واستوۀ چې د نن ورځ نه افغانستان بالکل ازاد دے، دا هغه ځاے ؤ چې پۀ کوم ځاے کښې ما صندوق پورته کړے ؤ.

ممکنه ده چې څوک د نظام قدرت نه انکار وکړي نو دې ته به اتفاقي خبره ووائي، مګر شاه غازي وائي چې د 1919ز حال احوال تۀ زۀ ګورم نو زما د تخت کښېناستو نه هسې د خداے منشا پوره شوه، ګنې ظاهر کښې داسې صورت نۀ ؤ چې زۀ به د مسلمانانو خدمتګار شوے وے.

مکاشفه:

پۀ 1929ز کښې کوم وخت چې زۀ پۀ اجمير شريف کښې وم، يوه عجيبه واقعه مې وليده. څۀ ګورم چې خواجه صاحب بادشاهي تاج پۀ سر کړے دے، زما لاس ئې پۀ خپل لاس کښې نيولے دے او د مختلف ملکونو سېل راباندې کوي او د هر ځاے پوره حال راته وائي او د هر ځاے چې قصد وکړي نو يوه روښنائي پېدا شي او مونږ دواړه هلته ورسو. پۀ دې منځ کښې يو داسې ځاے ته ورسېدو چې لوړ لوړ غرونه، ژورې ژورې کندې وې او د غرونو پۀ سر يو هوار لوے مېدان ؤ. پۀ هغه مېدان کښې يو لوے بادشاهي کېمپ ولاړ ؤ. خواجه صاحب لۀ ما نه پښتنه وکړه چې تۀ دا ځاے پېژنې؟ ما وې نه! وې دا افغانستان دے. پۀ دې کېمپ کښې يوه لويه جرګه ده او د تمامې دنيا د بادشاهانو وزيران او سفيران پۀ کښې جمع شوي دي او د هغۀ خبرو خلاصے کوي چې د ټولې دنيا امن امان پرې موقوف دے. مګر تۀ ګورې چې دا ظالمان )نورې بادشاهۍ( هغه غريب )امان الله خان( څنګه تنګوي. ما پۀ ډېر ادب سره عرض وکړو چې ستاسو همدردي هغه ظالمانو سره ده يا دې غريب سره؟ خواجه صاحب وفرمائيل چې زۀ به د دې غريب سره ولې همدردي نۀ کړم، اګر چې هغه ما نۀ پېژني، مګر اٰخر زۀ ئې پلار يم او هغه مې زوے دے. دا جمله ئې چې ادا کړه نو خواجه صاحب لږ مسکے شو او زۀ پۀ هغه ساعت پوه شوم چې پۀ دې کښې د حبيب الله لفظ ته اشاره ده، ځکه چې د اولياو پۀ مکاشفاتو کښې د خواجه لقب حبيب الله دے. د دې خيال پۀ راتلو سره زما پۀ زړۀ کښې يوه عجيبه مستي پېدا شوه او دا خيال مې هم زړۀ ته راغے چې خواجه صاحب! لږ ګيله مند هم دے. بيا خواجه صاحب ووئیل چې اوس ګورم چې دلته دا خلق څۀ کوي؟ کۀ چرته دا ظالمان پۀ سمه لار رانۀ غلل نو زۀ به ئې سم کړم. تۀ خيال لره کۀ چرته ما چا ته پۀ تېز نظر باندې وکاتۀ او پرېوت نو تۀ د هغه ځاے نه ځه، ځکه چې يو پرېوت نو ټول به پرېوځي.

بيا دے روان شو. چې د خيمې خولې له ورغلو نو ما عرض وکړو چې لږ صبر وکړئ چې زۀ خبر ورکړم چې خواجه صاحب راځي؛ ځکه تاسو وئيلي وو چې هغه ما نۀ پېژني؛ هسې نۀ چې بې تعظيمي وکړي. خواجه صاحب ووې چې تۀ د دې خبرې خيال مۀ کو! زۀ د دې خبرې خيال پرواه نۀ لرم چې څوک زما عزت وکړي او کۀ ونۀ کړي.

بيا دے داخل شو او پۀ يو ګوټ کښې پۀ يوه کرسۍ باندې کښېناست او زۀ ئې شا ته ودرېدم. پۀ هغه خېمه کښې دننه لويه جرګه وه. يو غونډ مېز پۀ منځ کښې پروت ؤ او چاپېره ترې نه کرسۍ پرتې وې او د تمامو سلطنتونو وزيران پرې ناست وو. د هر وزير پۀ مخکښې د کاغذونو پنډونه پراتۀ ؤ. تقريرونه کېدل. چا پۀ ډېر جوش سره تقرير کوو، څوک به پۀ قهر شو لستوڼي به ئې اوچت کړل او مېز به ئې ودربوۀ، چا به يو بل ته سوکونه ښودل، چا به د کاغذونو عهدنامې راوښکلې او بل ته به ئې ښودلې او پۀ زوره به ئې پۀ مېز غورځولې؛ څوک پۀ ډېر غم کښې پټه خولۀ چپ ناست وو. يو دوه تنو چې پۀ ډېر اطمينان سره ناست وو، هېڅ پرواه ئې نۀ لرله.

پۀ دې منځ کښې د جرګې لۀ يو طرف نه غوغا پورته شوه او ټول پورته شو، لستوڼي ئې اوچت کړل او جنګ ته تيار شول. پۀ دې هنګامه کښې چې ما خواجه صاحب ته وکتل د هغۀ حالت بالکل بل شوے ؤ. د مخ نه ئې د اور شغلې تلې، د قهر نه سره لمبه وه، د کرسۍ نه راپورته شو او ما ته ئې حکم وکړو چې تۀ اوس ځه! زۀ بهر ته راووتم.

د دې نه وروستو چې ما څۀ وليدل، هغه زۀ نۀ شم بيانولے. نۀ زما پۀ ژبه کښې طاقت شته. البته کوم وخت چې زۀ د دې حالت نه پۀ خود کښې راغلم نو اول خيال چې زما دماغ ته راغے، د هغه مغربي سياست دان قول ؤ چې هغۀ د جنګ عظيم نه وړاندې دا د پېش ګويۍ پۀ طور وئيلي وو چې يو لوے جنګ به کېږي، مګر د هغه جنګ فېصله به د جنګ نه نهه لس کاله پس د اېشياء پۀ وسط کښې کېږي. بل اثر زما پۀ زړۀ باندې دا پرېوت چې کۀ خداے کاندي، مسلمانان به ژوندي شي.

زۀ ډېر افسوس کوم چې کوم بزرګ دا خپله مکاشفه ما ته راکړې وه، هغه خپل نوم ظاهر کول نۀ غواړي، مګر دومره قدر زۀ عرض کولے شم چې دا بزرګ د هغو صوفيانو )ټولګي نه( نۀ دے چې د ټګۍ دامونه غوړوي او دين پۀ دنيا خرڅوي. د عليګړهـ کالج اېف اے دے او پۀ 1904ز کښې چې لارډ کرزن د اخبار نويسانو پینځۀ تنه د شاه اېډورډ د ملګرتيا د پاره منتخب کړي وو، د هغوي نه يو دے هم ؤ. پۀ هغه وخت کښې دے د ‘الحق’ اخبار چلوونکے ؤ چې د سندهـ حېدر اباد نه راوتو. پۀ 1899 کښې چې سرکار د کشمير کچ د پاره کمېشن مقرر کړے ؤ، پۀ هغه کښې دے هم ؤ. د 1914ز نه دۀ دنياوي تعلقات پرېښي دي او اوس ئې د خداے سره کار دے.

شکر دے چې زمونږ بادشاه خپل وطن ته راغے او امید مې پېدا شو چې مونږ به ژوندي شو.

اوس به پۀ مخکښې نمبر کښې کۀ خداے ته منظوره وي، پۀ پړدې باندې خپل خيالات ظاهروم. وبالله التوفيق!

اګست 1928، مخونه 36-32

)ترجمه د ‘زمیندار’ اخبار نه(

د شاه افغانستان برخلاف سازش

د پېرنګیانو د شر نه ډک کاروان

لاهور څلورمه جولائي د “فاروډ” اخبار يو ليکونکے چې پۀ برلن )جرمني( کښې دېره دے، ليکي چې د يو برقي پېغام )خبر چې د بجلۍ پۀ ذريعه ځي( نه معلومېږي چې د کابل بادشاه شاه امان الله خان خپله د ايران دوره ډېره کمه کړه، ځکه چې پۀ افغانستان کښې د بغاوت وېره وه. خبرونه راغلي دي چې د پېرنګيانو د تنخوا خورو مليانو پۀ ذريعه د افغانستان د بادشاه برخلاف پۀ خلقو کښې د شر او د فساد پېدا کولو کوششونه کېږي. دا د دين ستنې مليان د دې پليت کار د پوره کولو د پاره د بادشاه د ښځې ملکه ثريا هغه څهرې چې کومې هغې پۀ ولايتي جامو کښې ويستلې دي، پۀ خلقو کښې خوروي او دا رنګ خلق ترې اړوي. )خبر ليکونکے ليکي( چې اګر کۀ دا خبره تر اوسه پورې هسې مشهوره وه، ولې اوس رښتيا شوه او دا پټه خبره څرګنده شوه چې پېرنګيانو پۀ پېسو باندې مليان ساتلي دي او دا مليان د دين پۀ جامو کښې د پېرنګيانو د پاره د افغانستان د مسلمان بادشاه برخلاف دا خبره خوروي چې د بادشاه اراده ده چې د افغانستان ټوله زمکه او جوماتونه د خلقو نه واخلي او د ټول قام ملکيت ئې کړي او بله دا چې پۀ مدرسو کښې د مذهبي تعيلم پۀ ځاے څۀ بل تعليم شروع کړے شي او دا رنګ دا )د نظره مۀ شه( مليان خامخا د بادشاه د خپل پښتون قوم سره خواخوږي او مينه او هم د پښتنو ملک له ترقي کولو لره د مذهب نه برخلاف يو څيز ښکاره کوي. )تاسو غور ورکړئ دې شريرانو ته( د ملکه ثريا )د بادشاه ښځې ته ‘ملکه’ وائي او ‘ثريا’ د هغې نوم دے( څهرې او نمونې ځاے پۀ ځاے دا مليان ښائي او برناحق د خلقو زړونه د هغې نه توروي. پۀ افغانستان کښې د شر او بغاوت پېدا کولو خبر د دې نه صحيح معلومېږي چې د پښتنو او ترکيانو ايرانيانو وروڼو د يو بل سره د سختۍ پۀ وخت د هر رنګ امداد کولو وعدې او اقرارونه وشول او د روسيانو سره هم د پښتنو د دوستۍ تعلقات قائم شول او دا خبره پېرنګيان نۀ خوښوي. )هم دغه خبر ليکونکے وائي( د دې ځاے اخبارونه بالکل صاف ليکي چې د پېرنګيانو د افغانستان نه فائدې دي. د دې د پاره د پېرنګيانو دا کوشش دے چې پۀ څۀ چل سره )پښتون بادشاه( امان الله خان د بادشاهۍ نه لرې کړي او د پېرنګيانو دا اراده د بادشاه امان الله خان يورپ ته پۀ تلو باندې ډېره پخه شوې ده. يعني دا چې دے لرې شي. دې پښتون ځوان پۀ لندن کښې )لندن د پېرنګيانو وطن دے( نۀ يواځې پېرنګيانو سره د څۀ قول اقرار کولو نه انکار وکړو، بلکې د خپل وطن د ازادۍ برقرار ساتلو د پاره ئې هغه ټولې بډې رشوتونه پۀ لته ووهل چې کوم پېرنګيانو دۀ ته وړاندې کړي وو. د پېرنګيانو طاقت پرې هېڅ قسم دباو او وېره وانۀ چوله. نو اوس يقين کول پۀ کار دي چې نن سبا افغانستان کښې د بغاوت پېدا کولو د پاره ئې د ملکه يورپي جامې او څهرې )فوټو( خلقو ته وړاندې کړي دي )لکه چې دا يوه ډېره نا اشنا خبره ده او بل څوک ئې نۀ کوي خو بس ملکې وکړل(. پېرنګيان همېشه دا وائي چې اېشياء کښې )افغانستان، ايران، ترکستان، هندوستان وغېره وغېره ملکونو ته وائي( يواځې بادشاهي پۀ کار وه، ولې چې د دې خلق بې وقره غېر مهذب )يعني ناپوهه شاړ شپاړ بې تعليمه( خلق دے. هر کله چې شاه افغانستان او ملکه ثريا يورپ ته راغلل او هم د هغوي د تهذيب جامې چې هغوي پرې دومره ناز کوي، واغوستې نو اوس هم دغه د تهذيب خبره د هغوي يعني د افغانستان د بادشاه او د ملکې بر خلاف استعمالوي. دنيا ته لۀ دې نه سبق اخستل پکار دي.

لاهور څلورمه جولائي اخبار “همدرد” داسې ليکي:

د بادشاه افغانستان د يورپ د دورې پۀ وخت کښې د پېرنګيانو خبر خوروونکې محکمې د خبرونو پۀ خورولو کښې بې شانه ډېرې ناوزګاره وې او د دې نه د پېرنګيانو د سياسي چالونو حال ښۀ شان سره معلومېږي. خلقو ته به معلومه وي چې څۀ وخت بادشاه پۀ يورپ کښې ؤ نو څو څو ځله دا خبره خوره کړې شوې وه چې شاه سلامت به روس ته نۀ ځي، ولې د خداے فضل دے چې بادشاه سلامت د دغې چلونو فرېبونو نه پۀ امن پاتې شو او پېرنګيان پۀ خپلو ارادو کښې سر ته ونۀ رسېدل. کۀ چرې د پېرنګيانو د ټولو خبرو خلاصه راوويستې شي نو هغه به دا وي:

  1. دا چې پۀ افغانستان کښې بغاوت شوے دے او شاه امان الله خان خپله دوره پرېښوده، نېغ افغانستان ته روان دے، ايران ته نۀ ځي.
  2. د تنخوا خورو مليانو پۀ ذريعه سره پۀ افغانستان کښې د بادشاه برخلاف کاروائي وشوله او د ملکه د يورپي لباس نمونې هر ځاے کښې ووېشلې شوې او د بادشاه او د ملکه بر خلاف مذهبي مخالفت پېدا کړے شو.
  3. هم د مليانو پۀ ذريعه دا خبره مشهوره کړې شوه چې پۀ مدرسو کښې ديني تعليم ورک کړے شو او نور دنياوي تعليم جاري کړے شو.
  4. د ټولو جوماتونو ملکانې او سېرۍ به حکومت واخلي او ضبط به ئې کړي.
  5. پۀ ملک باندې د حکومت کولو د پاره چې کومې قاعدې او اصول جوړ کړے شوي دي، د هغې نه د مذهبي او د ديني کارونو د حفاظت کولو قاعدې لرې شوې.
  6. پۀ افغانستان کښې د بغاوت کېدو خبر ځکه مشهور کړے شو چې د افغانستان کمزوري ثابت شي او د نورو ملکونو د نظر نه ئې پرېباسي.
  7. د نورو ټولو ملکونو نه زيات د دنيا رعب او دبدبه پېرنګيانو پۀ خپل ملک کښې شاه امان الله خان ته پۀ ښۀ شان وښودله. غرض ئې دا ؤ چې ووېرېږي او د پېرنګيانو دوستۍ ته غاړه کېږدي، ولې هغه هم د مور راوړے دے؛ غوږ ئې پرې هم ونۀ رپېدو.
  8. دې ټول کوششونو او پۀ ظاهره وېروونکو کارونو باندې چې کار ونۀ شو او شاه امان الله خان پۀ څۀ “معاهده” دستخط ونۀ کړو نو پۀ کابل کښې د بغاوت غلط خبر او داسې نور ډېر عبث کارونه چې پۀ هغې سره هغۀ ته د کمزورۍ رسېدو خيال کېدے شو، شروع کړے شول.
  9. د دې بغاوت وجه ئې دا بيانوله چې د کابل خلقو سره دا وېره پېدا شوه چې هسې نۀ چې پړده لرې کړې شي او د جوماتونو ملکانې او سېرۍ واخستلې شي او ديني تعليم هم پرېښودے شي.

سمے:

جناب ایډیټر صاحب رساله ‘پښتون’! السلام علېکم.

د جولایۍ پۀ پرچه کښې زما د اولې مشاعرې نظم “کۀ زلمي چرې پۀ خپل وطن قربان شي” اخري بېت داسې دے:

“هندوستان دې خداے نصیب کړي د هندیانو”

پۀ پرچه کښې لیکلے شوي دي:

“هندوستان دې خداے نصیب کړي د هندوانو”

دا د کاتب نه لفظي غلطي شوې ده – د دې پۀ نسبت یو مختصر یادګیرنه ورکړئ چې د “هندوانو” پۀ ځاے “هندیان” وکښي.

والسلام

خادم محمد اکبر، اتمانزئ

هندوستان دې خداے نصیب کړي د هندیانو
پۀ ‘سرحد’ دې جنډه ښخه د ‘افغان’ شي

ستمبر 1928، مخونه 26-24

محمد غفران صاحب، بي اے وکیل، پېښور

ګپ شپ

دا لیکنه ‘ګپ شپ’ بیخي هم نۀ دے – ‘د جهل موسم’ کښې دوه درې پیالۍ بې اتفاقي څښکل، د اتاترک سره د ‘پاچای مترقي’ د خبرو ‘یوه کرښه کښې تجزبه’ او د ‘نیمه افغاني’ پۀ پښتو د خالصه کښې – دا څو کرښې دي چې معنویت ئې نن هم پۀ خپل ځاے دے. د معنو نه زیات ئې “اسلوب” د لیدو دے.

قسم دے پۀ شمله د تهاڼېدار چې سمه به نۀ شي هېڅ چرې. سمه به نۀ شي ورځ ستاسو چې پرې نۀ دي غلا ستاسو د پڼو لۀ جوماتونو نه. خبردار! هلاک به شئ کۀ ونۀ خورئ نسخه د ډاکټر کچلو یوه توله تنظیم هر سبا او بېګا – نو ولې نۀ شئ تلے طالب علمانو د اسلامیه کالج تاسو د پېښور نه کالج ته پیاده؟ او حال دا دے چې کولے شئ فټ بال درې درې ګېنټې.

ګرانه ده فلسفه دغه – یاد کړه هغه وخت چې نۀ ؤ کالج زمونږ، اوس وپېژنه محسن خپل – دا بیان دے د فائدې ستاسو چې لاړم مطب ته د حکیم خادم صاحب نو تشخیص وکړو دا رنګ چې پۀ موسم د جهل کښې ما څښکلې ده دوه درې پیالۍ بې اتفاقي. نوم دے د دې مرض “غلامي” – ولې نۀ ښائي علاج د مرض لکه چې کوي فېصلې پۀ کچهرو زمونږ کښې – اے! تۀ نۀ شې کولې خبرې دیني پۀ مخکښې د غېرو قومونو نو وائې بد څۀ له د لیډرانو خپلو؟

نو بس پوې شه چې تقریر د مصطفٰي کمال پۀ مخ کښې د اعليٰحضرت خالي ؤ لۀ نمائشي ټکو نه.

او بل، دا برهان قطعي دے چې انټرنس پاس نوکري کوي پولس کښې پۀ کانسټېبلۍ – یقین لرم پۀ خبرو خپلو چې رښتیا دي پۀ کښې د نیمې نه ډېره حصه؛ ولې چې لا نۀ ده نیمه افغاني پۀ پښتو د خالصه کښې.

نو ړوند شه مجسټرېټ چې اخستې شي د هغۀ د کرسۍ د لاندې بډې تمامي ورځ – وجه دا ده چې پاسي د خوبه نهه نیمې بجې – نو کۀ ویښ ناوخته شي لیډران زمونږ نو وبه خوري خزانچیان چندې د قوم – ځکه نۀ لرم شوق د نیم بولا تیم بولا او د ادم درخانۍ د دې د پاره پرې نۀ ږدئ پرتوګ شپاړس ګزے پخوانے خپل؛ ځکه چې اغوستلې به څرمنې مشرانو د انګرېزانو. ثبوت دا دے چې وجه د بهادرۍ وژل د ورورو دي او دښمن د هر چا خو د ترۀ زوے دے.

نزدې ده زمانه هغه چې پاتې به نۀ شي ښځه پنجاب کښې یوه، ولې چې ټولې به شي ‘بي اے’* – د دې د پاره قېنچي کړل وېښتۀ خپل، پس غواړئ تاسو ازادي او نۀ ورکوئ ازادي همسایه خپلو لره چې ووائي خبرو دروغژنو ستاسو ته غلطې – ځکه نۀ شي کمولے خرڅ خپل پۀ غم ښادۍ کښې.

نو زیاته به شي مالیه پۀ بندوبست هر یو کښې لکه چې کمه شوه امدني د سرکار پۀ برکت د شورلټ سره.

نو چل زده کړو مزدور پېشه و د هړتال د بالشویکو نه. تپوس کېږي د نکته دان نه همېش چې ولې کېدے شي پۀ ګڼو د لږو تنو نه پس، منکر نۀ شئ چې حکومت وي پۀ خیالاتو باندې.

کۀ پخول غواړئ عمرونه خپل نو زده کړئ علمونه پۀ ژبه خپله کښې او امتحان اخلئ پۀ کال کښې څلور ځله – نو څۀ له ژاړئ پۀ جلسه کالیزه کښې او نۀ راغواړئ ‘پښتون’ ورنه – لاکن چې نۀ لګي پۀ ژړا بیعه هېڅ – پس واورئ اے بې برېتو لیډرانو! ولې اخلي تهاڼېداران رشوتونه اکثر؟ چې کۀ تپوس وشي د حقیقت د اصلاحات نه نو وایه چې غوښت دي پۀ منځ د مړزو کښې.

یاد کړه سبق نننے لکه چې یاد لرې دښمني پرونۍ.

* د “بي اے” معنٰي ‘هنرمند سړے’ او چې جینۍ پاس شي نو هغې ته هم بي اے یعني هنرمند سړے وائي.

دسمبر 1928، مخونه 16-5

میا احمد شاه، بېرسټر اېټ لاء

افغانستان: رښتیا رښتیا خبرې

د عامو خلقو د خبرولو د پاره هغه خبرې لاندې ليکم چې کومې بادشاه امان الله د زرګونو خلقو پۀ مخکښې پۀ کابل کښې کړي دي. هسې د غېر غماز پۀ لمسه باندې پۀ خپل ځان لمن اړول پۀ کار نۀ دي. پۀ کار دي چې سړے اول حقيقت معلوم کړي، محض پۀ بازاري واکو خبرو پسې تلل د يو هوښيار سړي کار نۀ دے. هر سړے دوست دښمن لري؛ د دې د پاره پکار ده چې سړے د عقل نه کار واخلي او نېکو بدو کښې پۀ خپله تميز وکړي.

نن ورځ پۀ بادشاه امان الله خان باندې قسم قسم تورونه برناحق پورې کېږي. يو هو ګډ شوے دے، ولې يو کس هم پۀ هغې خبرو باندې غور نۀ کوي چې کومې بادشاه امان الله د دې دنيا پۀ مخکښې کړې دي. “اختر څۀ پټ مېړۀ نۀ دے”، څۀ چې هغه کوي يا وائي، هغه څرګند څرګند وي. زياته د افسوس خبره دا ده چې يو خو بادشاه امان الله پۀ پښتنو باندې د خپل سرومال او بال بچ نه تېر دے او شپه او ورځ ئې د پښتنو د سوکالۍ د پاره شپه او ورځ يو کړي دي، بل خوا ته داسې بد نصيب شته دے چې اوچ پۀ موچ د هغۀ د پاره شر او فساد پېدا کوي. څوک وائي چې هغۀ مسلماني پرېښوده او خلق د نمونځونو او بانګونو نه منع کوي او څوک وائي چې هغه ګمراه دے، خلق ګمراه کوي. هۍ هۍ! بادشاه امان الله هغه ځوان دے چې تر اوسه پورې يوې پښتنې داسې ځوان لا نۀ دے راوړے. د فقيرانو سره فقير، د اميرانو سره امير دے. هغه شپه او ورځ پۀ دې فکر کښې پروت دے چې پښتانۀ به څۀ رنګ زر ترقي وکړي او د نورو خلقو سره به د برابرۍ شي او مونږ کوشش کوو چې د هغۀ پښې راکاږو او د دين دښمنانو ته ئې کچه او رسوا کړو!!! سړو! يو کافر خو به هم داسې ونۀ کړي، داسې ولې لېوني شوي يئ؟ ګوره! پۀ خپله کته چک لګول پۀ کار نۀ دي، رسوا شوئ. نورو قومونو ټولې دنيا ملا تړلې ده، لکه چې تاسو ئې پۀ خپله وينئ نو بيا هم راپاڅئ او خپلې سپينې پۀ خپله پرېکوئ!!! دا ولې؟ خيال وکړئ چې شينوارو څۀ غوبل جوړ کړو؟ څۀ کفر وشو کۀ بادشاه امان الله خان ترې نه هغه ماليه غواړي چې کومه د هغوي پۀ ذمه کېږي؟ ولې مونږ عالَم فصل پۀ فصل سرکار ته ماليه نۀ ورکوو؟ او چې ور نۀ کړو نو راسره څۀ عمل کوي؟ دا رنګ هر يو حکومت لۀ خپل رعيت نه واجبي ماليه اخلي. د شينوارو پۀ ذمه باندې د ډېرو ډېرو کالو ماليه پاتې وه، هر کله چې ترې نه حکومت وغوښتله نو هغوي غوبل جوړ کړو او قسم قسم تورونه ئې پۀ بادشاه امان الله باندې ولګول. کله وائي چې جوماتونه ورانوي او کله وائي چې ښځې ئې بې پړدې کړې. غرض دا چې څۀ پۀ خولۀ ورځي هغه وائي.

غېر غماز له هم ښه موقع پۀ لاس ورغلې ده. کوشش کوي چې د بادشاه امان الله ټولو کوششونه چې د قام د پاره ئې پۀ ډېر اخلاص او نېک نېتۍ سره کوي، تباه او برباد شي.

زۀ وايم کۀ چرې پښتانۀ د امان الله غوندې د مخلص بادشاه د لاندې ترقي ونۀ کړي، نو بيا هېڅ چرې څۀ اميد کېدے نۀ شي. نن وخت دے کۀ چرې پښتانۀ پۀ رښتيا سره ترقي کول غواړي.

د دې صوبې خلقو ته چې د انګرېزانو د حکومت د لاندې دي، هېڅ څۀ حق حاصل نۀ دے چې پاڅي او افغانستان يا بادشاه امان الله ته د ملامتيا ګوته ونيسي. دې ځاے کښې درې قسمه عالم دے: خانان، مليان او عام خلق.

خانان:

خانان هغه خلق دے چې پۀ جار ئې مذهب پرېښودے دے. حرام شه کۀ مذهب ورته د يوې پېسې هم ښکاري. کۀ د چا باور نۀ کېږي نو د 1895-96 کال بندوبست دې وګوري. پۀ هغه بندوبست کښې دې خانانو غوټ پرېکړي وئيلي دي چې مونږ ته رواج منظور دے، قراٰن نۀ پېژنو او خپل جوړ کړي رواج باندې ئې ګوتې ولګولې. مطلب دا ؤ چې د ميراث مسئله چې خداے پاک پۀ قران کښې ښودلې ده، شا ته غورځوي او لور، خور او مور لۀ خپلو جائزو حقونو محرومه کړې. کۀ د دې خبرې څوک رښتونې کوي نو د لاريمر صاحب پۀ کشرۍ مهتمم بندوبست ؤ، رواج نامه دې وګوري؛ پۀ هغې باندې زمونږ د مشرانو خانانو دستخطونه او ګوتې موجودې دي. پۀ دې جاري بندوبست کښې هم يو ځلې بيا د خانانو نه پوښتنه وشوله چې شريعت قبلوئ کۀ رواج؟ نو هغوي ورته ووې چې رواج!

د څلورو پینځو کالو خبره ده چې يو نجب خان نومې خان چې د پړانګو د چارسدې د تحصيل ؤ، مړ شو او څۀ ډېر څۀ مال ترې نه پاتې شو. پۀ مال باندې ئې جګړه جوړه شوه. يوه ډله د هغۀ د مال د قران شريف د حکم مطابق دعوېداره وه او بلې ډلې پۀ رواج باندې ملا وتړله – مقدمه شوه. د شريعت د ډلې خلقو ځان د پاره يو هندو وکيل ونيوو. هر کله چې د رواجيانو د طرف نه ګواهان تېرېدل نو يو سپين روبي خان ته وکيل صاحب ووې چې بس دے وشوه، بغېر د قسم نه ګواهي تېره کړه. خان ورته ووې چې ولې؟ وکيل صاحب ورته ووې چې تاسو قران نۀ منئ نو قسمونه پرې ولې خورئ؟ هغۀ وې “ځه هندو! ستا پرې څۀ؟ زمونږ خپل قراٰن دے.”

دا خو د ميراث حال دے!!! او ګورئ خداے څۀ فرمائي او خان څۀ کوي؟ باقي پاتې شو زکات، هغه کوم يو سړے دے چې رښتيا سره پوره پوره زکات ورکوي؟

بله دا خبره چې څۀ وخت پېرنګيانو او د هغو نورو ملګرو د لوے جنګ پۀ اخر کښې پۀ قسطنطنيه او بېت المقدس باندې پۀ يو چل سره قبضې وکړې نو د دې صوبې غټو غټو خانانو د هغه وخت چيف کمشنر صاحب ته د خوشحالۍ او د مبارکۍ تارونه ورکړل. د داسې خلقو حال خداے پاک پۀ قران شريف کښې داسې بيان کړے دے:

وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ آمَنَّا بِاللهِ وَ بِالْیَوْمِ الْآخِرِ وَ مَا هُمْ بِمُؤْمِنِیْنَ (8) يُخِادِعُوْنَ اللهَ وَالَّذِیْنِ آمَنُوْا وَ مَا یِخْدَعُوْنِ اِلاَّ أَنْفُسَهُمْ وَ مَا یَشْعُرُوْنَ (9) فِيْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللهُ مَرَضاً وَّ لَهُمْ عَذَابْ اَلِیْمٌ بِمَا کَانُوْا یَکْذِبُوْنَ (10) وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُوْا فِي الْاَرْضِ قَالُوْا اِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُوْنَ (11) أَلاَ اِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَ لٰکِنْ لَّا یَشْعُرُوْن (12) وَ اِذَا قِیْلَ لَهُمْ آمِنُوْا کَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوْا أِنُؤْمِنُ کَمَا آمَنَ السُّفَهَآءْ؟ أَلاَ اِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وِ لٰکِنْ لَّا یَعْلِمُوْنَ (13) وِ اِذَا لَقُو الَّذِیْنَ آمَنُوْا قَالُوْا آمَنَّا وَ اِذَا خَلَوْ اِليٰ شَیَاطِیْنِهِمْ قَالُوْا اِنَّا مَعَکُمْ اِنَّمَا نِحْنُ مُسْتَهْزِئُوْنَ.(14)

ترجمه: بعضې د خلقو نه داسې هم شته دے چې وائي چې مونږ پۀ خداے او پۀ ورځ د اخرت ايمان راوړے دے او حال دا دے چې دوي مومنان نۀ دي )دروغ وائي( خداے سره ټګي کوي او د هغې خلقو سره چې ايمان ئې راوړے دے او حال دا دے چې دوي ټګي نۀ کوي مګر د خپلو ځانونو سره، ولې هېڅ نۀ پوهېږي. د دوي زړونو کښې مرض دے، نو خداے د دوي دا مرض د شېطانۍ نور هم زيات کړي. دوي لره به د دوي د دروغو پۀ سبب سخت عذاب ورکړے شي او هر کله چې دوي ته ووئیلے شي چې پۀ زمکه کښې فساد مۀ کوئ نو دوي وائي مونږ خو ډېر نېکان يو )اے مخلوقه!( خبردار شئ، هم دوي فساد کوونکي دي، ولې دوي نۀ پوهېږي او هر کله چې د هغې خلقو سره يو ځاے شي چې چا ايمان راوړے دے نو هغوي ته وائي، مونږ خو ايمان راوړے دے. ولې چې هر کله د خپلو شېطانانو سره يو ځاے شي نو وائي، مونږ خو تاسو سره يو، مونږ صرف پۀ هغوي پورې ټوقې کولې.

د دې خبرو د پاسه د دې صوبې خانانو ته څۀ حق حاصل دے چې پاڅي او پۀ امان الله بادشاه باندې دا د دروغو تور پورې کړي چې هغه خلق بې ستره کوي. خيال وکړئ، غلبېل پاڅي کوزې ته وائي تا کښې دوۀ سوري دي.

ملیان:

پاتې شو مليان – تر اوسه پورې چې پۀ غرۀ او پۀ سمه دا ټول پښتانۀ بغېر د څۀ پړدې نه بهر ګرځي راګرځي او خپل کاروبار کوي نو مليان دوي ته نۀ وائي چې تاسو پړده ولې نۀ کوئ؟ زۀ تپوس کوم چې د ملا صاحب د کور خلق ولې پړده نۀ کوي؟ لاړ شئ ګورئ چې پۀ دې غرونو کښې مليان صاحبان تر کومه حده پورې پړده ساتي؟ لور پۀ لور جوارۍ، زنا، قتل، لارې شوکېدل، د دروغو ګواهي کول جاري دي. مليان چرې هم پۀ دې بدو خلقو پسې شوي دي؟ او يا ئې د يو بدکار سړي جنازه پرېښې ده؟ پۀ جوماتونو کښې هلکان څوک ساتي او ګډوي؟ د دروغو ګواهۍ پسې چا ملا تړلې ده؟ د مخبرې پۀ کار کښې څوک وړاندې وړاندې دي؟ ما ته پۀ خپله معلومه ده چې کوم مليان ډېر ډېر پېش دي، هغه ټول مخبران دي. باقاعده تنخواګانې خوري. پۀ دې صوبه سرحد کښې داسې ځايونه شته دے چې هلته کښې هلکان جينکۍ د څلور کنجه دنيا پۀ مخکښې پۀ پېسو خرڅېږي او دا مليان ورته غټ غټ ګوري. دوي چرې هم د هغوي بده بيان کړې نۀ ده – ولې؟

دا ئې مذهبي فرض نۀ دي چې پاڅي او خلق لۀ بدو نه واړوي او د خداے رسول حکم ورته بيان کړي؟ بېشک پۀ مليانو کښې ښۀ خلق هم شته دے، زۀ د هغوي ډېر قدر کوم، ولې اکثر د کار نه وتلي دي؛ پۀ مخبرۍ باندې لګېدلي دي او پۀ خلقو کښې د بادشاه امان الله برخلاف غلطې خبرې خوروي.

عام خلق:

دوي خو دې هډو څۀ وائي نۀ – ولې دوي د ترکيانو مسلمانانو مرۍ پرېکړې نۀ دي؟ بغېر د قتلونو نه دوي نور څۀ نۀ پېژني. تمامه ورځ د دروغو ګواهۍ، زنا، جوارۍ د دوي کسب دے. پۀ خپله دې منصفان کښېني او فېصله دې وکړي چې زۀ څۀ وايم دا رښتيا دي او کۀ نۀ؟

اوس خانانو، مليانو او عامو خلقو ته څۀ حق حاصل دے چې پاڅي او پۀ امان الله بادشاه پورې ونښلي؟ پۀ انصاف سره کتل پکار دي چې مذهب ته څوک سپک ګوري؟

د شرم خبره:

کوم کسان چې داسې ړندې خبرې کوي، هغوي لره پکار دي چې اول لۀ خپل ځان نه خبر شي. هسې پۀ ډوزو ويشتو باندې کار نۀ کېږي. دوي څۀ خبر دي چې څومره مسلمانانې پښتنې ښځې د هندوانو سکهانو پۀ دوکانونو او سرايه ګانو کښې تمام ورځ د لسو دولسو پېسو د پاره چڼې، جوار او شړشم وغېره پاکوي. دوي دې لږکوټي راشي او د دې عاجزانو دې خبر واخلي چې دوي پۀ څۀ حال دي – جامې ورپورې نۀ وي، پۀ مړه ګېډه ډوډۍ خوړلې نۀ شي، بال بچ ئې نهر او بربنډ وي، تمامه ورځ مېچنې چورولوي او ماښام ستړي ستومانه پۀ زمکه باندې چرته د غم شپه تېره کړي. د دې ذمه وار څوک دي؟ ولې خداے پاک پۀ قران شريف کښې د ښځو د حقونو پوره پوره بيان نۀ دے کړے؟ پۀ هره خبره او پۀ هره معامله کښې ورلره مناسبه مناسبه مرتبه ورکړې شوې نۀ ده؟ کوم خان ملا يا نورو خلقو د ښځو واجبي حقونه ادا کړي دي؟ لکه څۀ رنګ چې يو زوي لره تعليم ورکول او د هغۀ راتلونکے عمر پۀ ارام کول پۀ مور پلار باندې فرض دي، دا رنګ د يوې جينۍ هم پۀ خپل مور پلار باندې حقونه ثابت دي – کۀ د چا څۀ شک وي نو قران شريف دې راوخلي، و دې ګوري!

شاه امان الله خان څۀ کوي؟

دا کتل پکار دي چې امان الله بادشاه څۀ کوي او د هغۀ عقېده څۀ ده او د مسلمانانو او بيا د پښتنو تر کومه حده پورې خېر خواه دے – ښه به دا وي چې د بادشاه امان الله خپل بيانونه ښکل کړے شي چې خلق ترې نه سبق او عبرت واخلي. کوم غلط خبرونه چې د هغۀ پۀ حقله نن ورځې مشهور کړے شوي دي، هغه به پۀ خپله بې بنياده ثابت شي. بې شکه مفسدان پۀ ډېر زور سره بادشاه امان الله پسې لګيا شوي دي. کله وائي چې هغۀ ښځې بې ستره کړې او کله وائي چې جوماتونه ئې وسېزل او خلق د بانګونو نه منع کوي؛ خلاصه دا چې څۀ پۀ خولې ورځي، ورپسې وولي. اوس به پۀ خپله معلومه شي چې د هغۀ څۀ نیت دے او مونږ عالم ورپورې څۀ څۀ قيصې تړو.

پړده:

پېرنګيان پۀ خپله مني )وګورئ د شپاړسم نومبر ‘سول’ اخبار( چې امان الله بادشاه د پښتنو د “جرګې” پۀ مخکښې داسې بیان کړے دے.

“اے زما وروڼو! څومره چې د ستر د مسئلې تعلق دے، پۀ هغې کښې زۀ هېڅ نۀ وايم. د هر چا خپله خپله خوښه ده چې څۀ رنګ ئې زړۀ مني، هغسې دې کوي. ها! کۀ څوک د هغې حد نه زيات شي چې کوم پاک شريعت زمونږ د مسلمانانو د پاره مقرر کړے دے نو هغۀ لره به سزا ورکولې شي، ولې چې اسلام هغه ښکلے مذهب دے چې پۀ هغې باندې پۀ حقه سره ايمان راوړل د ټولو مسلمانانو فرض دي”.

پۀ بله موقع کښې ئې داسې وېنا وکړه،

“اے وروڼو! تاسو ټولو ته معلومه ده چې خداے پاک زمونږ د دين دنيا د ښائست د پاره خپل پاک کتاب قران شريف راولېږو. دا کتاب زمونږ د ټولو کارونو د پاره کافي دے او مونږ پرې پۀ حق سره ايمان راوړے دے. اے وروڼو! زۀ چې څۀ کوم هغه ټول پۀ اصل کښې د دې پاک قران د حکمونو مطابق دي. دا بله خبره ده چې بعضې ناپوهه خلق محض د شر او فساد پېدا کولو د پاره ما او زما پۀ نېک نيتۍ باندې تور پورې کوي. زۀ غواړم چې تاسو ټول پښتانۀ اسوده او خوشحال شئ. زۀ د هر قسم خدمت کولو د پاره تيار يم. ستاسو بال بچ زما خپل بال بچ دے. د هغو پۀ تعليم باندې هر څومره روپۍ لګولو د پاره تيار يم. زما توکل همېشه پۀ خداے دے چې شريک نۀ لري او ستاسو د دين دنيا ترقۍ د پاره هم د هغۀ نه دعا غواړم. خداے پاک دې ما لره د مرګ پورې طاقت راکړي چې ستاسو پۀ ښۀ شان سره خدمت وکړم.”

بيا ئې پۀ بله موقع کښې داسې ووې:

“اے ورونو! زما دا ټولې خزانې ستاسو د ارام د پاره موجود دي. پاڅئ ملا وتړئ! خپل نفع نقصان وپېژنئ! نن مو وخت دے، ګورئ چې د غېر غماز پۀ خبرو پسې لاړ نۀ شئ ګنې نو وخت به تېر وي او لکه د مچ به بيا د ارمان منګولې مروړئ. راشئ دا خپل وطن پۀ ښۀ شان سره سمبال کړئ! ما ته چې څۀ وایئ هغه کوم، ولې چې هېڅ وخت فساد او بد امني ونۀ کړئ!”

پۀ بله موقعه ئې داسې ووې:

“زۀ د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائېږم چې پښتانۀ ځوانان د خپل قام او د وطن پۀ خدمت پسې روان وينم. زړۀ مې غواړي چې بېل بېل مې ځان ته تر غاړه ايستے او پۀ دواړه مخه مې ښکل کړے.”

ښځې او تعليم:

پۀ دې حقله کښې ئې داسې ووې:

“خداے پاک زمونږ د هدايت د پاره خپل پاک شريعت راولېږو او د هر انسان د حقونو ئې پۀ کښې صاف صاف بيان وکړو. پۀ اسلام کښې د ښځو د نارينو پۀ شان خپل خپل حقونه دي. د هغې ادا کول د هر مومن سړي د پاره فرض دي. بې شکه د لاس ګوتو کښې لنډې اوږدې ضرور شته ولې هره يوه ګوته پۀ خپل خپل ځاے ضروري ده. هم دا رنګ پۀ سړو او ښځو کښې فرق شته ولې هر يو پۀ خپل خپل ځاے پۀ کار راځي. پۀ مونږ باندې د جينکو د صحت، د تعليم او د اسودګۍ خيال داسې فرض دے لکه د هلکانو پۀ حقله کښې چې دے. مونږ ټول سړي هم د دوي پۀ غېږو کښې لوے شوي يو نو اوس به دا څۀ رنګ وشي چې مونږ دوي شا ته وغورځوو او د ارام او د تعليم ئې هېڅ خبر وانۀ خلو؟ پۀ کار دي چې وړومبے د جينکو د تعليم او د سوکالۍ خيال وساتلےشي. زما حکومت د دوي د خدمت د پاره هر وخت تيار دے. ښځو لره هم پۀ کار دي چې د سړو سره سم د ملک او د قام خدمت د پاره تيارې شي. ها! د شريعت د حد نه دې بهر نۀ وځي – چې څۀ خداے او رسول وئيلي دي، د هغې کول ضرور دي. محض پۀ کور دننه ناسته خداے پاک نۀ ده وئيلې. دنياوي کاروبار کښې هم حصه اخستل پۀ کار دي. زۀ غواړم چې دوي ښې اسوده شي.”

پۀ بله موقع کښې داسې ووې.

“اے پښتو وروڼو! راغونډ شئ او د خپل وطن ودانۍ ته ملا کلکه وتړئ! زۀ ستاسو ورور يم. څۀ خدمت چې پۀ ما اچوئ هغې ته تيار يم، خو ګورئ چې د چا لمسې پسې لاړ نۀ شئ ګنې نو بيا به ارمان کوئ او وخت به تېر وي!”

د عبرت خبره:

زما يو دوست مومند هغه بله ورځ راته يوه عجېبه قيصه بيان کړه – هغۀ وې چې ما ته يو سړي د ماسل صاحب )ماسل صاحب يو مشهور سړے دے پۀ مهمندو کښې، ډېر تورزن يادېږي( نه داسې بيان کړے دے چې کوم وخت بادشاه امان الله د مومندو جرګه کابل ته وبلله او څو څو ورځو پورې ئې د هغو ډېر ډېر مدار وکړو نو بيا ئې دارالامان ښار ته بوتلل. ټوله ورځ پۀ خندا او خوشحالۍ سره تېره شوه – چې ماښام نزدې شو نو بادشاه امان الله ووې چې زۀ پغمان ته ځم، غواړم چې ستاسو يو درې کسان ځان سره بوځم چې پۀ شاهي محل کښې زما بېګا ته مېلمانۀ وي. وائي چې ماسل، محمد عمر ګډاخېليان او عبدالحليم دا درې ئې ځان سره پۀ موټر کښې روان کړل. وخت ماښام تيارۀ ؤ، چې کوم وخت دوي بهر ته ووتل نو ملک ټول تورتم ؤ. ماسل عرض وکړو، کۀ چرې د بادشاه اجازت وي نو مونږ به خپلې تماچې راوباسو. يو ځل ئې ووې، بيا ئې ووې؛ پۀ درېم ځل بادشاه خپل جېب ته لاس کړو، خپله تماچه ئې راوویسته او ماسل ته ئې ووې چې دا ده ماسره هم تماچه شته دے، ولې مرګ پۀ سبب سره نۀ نورېږي او وېره د څۀ خبرې ده؟ کۀ چرې زۀ پوهه شوم چې زۀ نور د خپل وطن او د قام خدمت نۀ شم کولے او خلق رانه نفرت کوي، بيا ما ته پۀ خپله نور پۀ دنيا کښې اوسېدل پۀ کار نۀ دي. زۀ به ځان پۀ خپله تماچه وولم”.

اے څوک شته چې ځان پوهه کړي؟

دسمبر 1928، مخونه 39-36

عبدالخالق خلیق

د افغانستان جشن د استقلال پۀ ‘بولیویا’ کښې

)پاتې د بلې میاشتې(

د دې اعلان نه پس پۀ دوه دوه نيمې مياشتې کښې احمد ګل د برازيل د تللو د پاره ډېره تياري وکړه. د سوداګرۍ اکثر مالونه ئې خرڅ کړل. نغدې روپۍ چې څۀ وې، هغه ئې پۀ يو بېن الاقوام بېنک کښې جمع کړې او د سنکونا د اونو د ځنګل حقوق ئې د خپل جرمني نوکر پۀ نامه کړل او د کونېنو د کارخانې اشتهار ئې ورکړو. اخر د هغې د پاره هم يو مالداره ټولے تيار شو او پۀ دې ورځو کښي څومره پښتانۀ چې د بوليويا پۀ حکومت کښې اوسېدل، ټول د احمد ګل څخه جمع شول. اوس صرف يوه جمعه پۀ نېټه کښې پاتې ده چې سبا به د کارخانې پۀ اقرار نامې دستخط وشي او بله ورځ به د پښتنو دا مختصره قافله د برازيل پۀ طرف روانه شي. پۀ دې کښې نن د احمد ګل د دلاپاز پۀ يو هوټل کښې مرسينې ته د چايو مېلمستيا کړې وه. مرسينې ته چې څۀ وخت د مېلمستيا رقعه ورسېده نو هغې يو ښۀ ښائسته پوشاک واغوستو، ښۀ سينګار ئې جوړ کړو او هوټل ته روانه شوه. ځکه چې د هغې زيات دا ګمان ؤ چې نن به احمد ګل ما سره د وادۀ پۀ نېټه باندې بحث کوي.

د مازيګر وخت دے. د چينيانو د هوټل پۀ يوه ښائسته کمره کښې احمد ګل او مرسينه ناست دي. د هوټل نوکران ورته زرين لوښي او قسم قسم بسکټونه، کېکونه او مېوې پۀ ښائسته ښائسته رکېبو کښې ږدي. دواړو ښۀ پۀ ګپ شپ چاے وڅښکلې، لوښي اوچت شو. مرسينه پۀ دې انتظار وه چې اوس به احمد ګل د وادۀ بحث شروع کړي مګر احمد ګل د يوې داسې قيصې اورولو نیت کړے دے چې مرسينه د هغې اورېدو د پاره نۀ وه راغلې.

احمد ګل پۀ ډېر شوق سره د مرسينې منګل پۀ خپل لاس کښې ونيوه او کرسۍ ئې لږه نزدې کړې، دا بيان ئې شروع کړو؛

“زما محبوبې! تۀ جوړ نۀ یې خبر چې زۀ ستاسو وطن د همېشه د پاره پرېږدم. تۀ خبر شه چې زۀ به سبا نۀ بله ورځ د خپلو وطن دارو سره د برازيل پۀ طرف روانېږم. سامان د سفر تيار دے، صرف دا يوه ضروري خبره پاتې وه چې هغه ستا نه رخصت اخستل وو. مګر زما امید دے چې تۀ به ما ډېر پۀ خوشحالۍ سره رخصت کړې او واخله زما د محبت پۀ ياد کښې زما دا ګوته وساته چې پۀ دې کښې د پینځو سوو روپیو يو قيمتي غمے لګېدلے دے او تۀ هم خپله نخښه راکړه. بهتره به دا وي چې خپل تصوير راکړې چې زۀ پۀ دغه نوي ملک کښې پرې ستا غم غلطوم.”

دا الفاظ مرسينې واورېدل او رنګ ئې تک سپين وتښتېدو. يوه شېبه لکه د سنګ مرمر د بت بې دمه ناسته وه. اخر ئې پۀ رپېدونکي اواز تپوس وکړو، “احمد ګل خانه؟ د خداے د پاره ما ته رښتيا ووايه چې تۀ ما سره ټوقې خو نۀ کوې؟ او کۀ رښتيا وي نو د دې ناڅاپه تللو وجه څۀ ده؟

احمد ګل ورته پۀ جواب کښې دا قيصه مختصره تېره کړه چې دا رنګ ډان سينکو يو تجويز پۀ قامي جرګه کښې مخکښې کړو چې هغه منظور شو او بيا حکومت داسې يو اعلان وکړو. هر کله چې زمونږ د قوم څۀ معاهده د بوليويا سره نۀ ده شوې نو زما تلل ډېر ضرور دي. مرسينې ترې بيا پوښتنه وکړه چې تۀ د کوم وطن يې او بيا قوم ولې معاهده نۀ کوي او ولې هېڅ چل نۀ شي کېدے؟

احمد ګل پۀ افسوس سره ووې چې اٰه! زۀ پښتون يم او زمونږ ملک افغانستان دے او د دې هېڅ صورت نۀ شي کېدے، ځکه چې زمونږ قام د سياست پۀ مېدان کښې ډېر وروستو پاتې دے. اګر چې زمونږ پښتانۀ يو بهادر قوم دے، مګر پۀ دنيا کښې ئې نوم ورک دے. مرسينې ورته زر پۀ هېبت ووې، څۀ دې ووې؟ افغانستان؟ ما خو پۀ ننني اخبار کښې يو تازه خبر لوستے دے چې دار الحکومت د “اېکواډور” کښې د اختيار مند سفيرانو د بوليويا او د افغانستان پۀ سياسي معاهده دستخطونه وشو او نن به افغانے سفير دلاپاز ته ورسي. احمد ګل د مرسينې دا خبره پۀ ډېره حېرانتيا سره واورېدله، ځکه چې دے د وطن نۀ راتلو نو د افغانستان څۀ بله نقشه وه. خېر! احمد ګل زر د وزير خارجه د دفتر نه د ټیلیفون پۀ ذريعه پوښتنه وکړه. جواب ورکړے شو چې هو! نن د مازيګر نه اول “هِز اېکسلنسي سردار عبدالتواب خان” د هوائي جهاز پۀ سورلۍ رارسېدلے دے او پۀ فلاني هوټل کښې دېره دے.

احمد ګل د ماښام ډوډې پۀ خپل مکان کښې وخوړه او بيا موټر کښې کښېناست او نېغ د سردار صاحب ليدو له لاړو. دغه شپه احمد ګل د سردار صاحب سره يو ځاے تېره کړه او احمد ګل ورته د پښتنو ټول تکليفونه بيان کړل. سردار صاحب وعده وکړه چې سبا اول کوم کار چې به زۀ کوم، هغه به هم دا وي چې د بوليويا پۀ حکومت باندې به د پښتنو ټول حقونه ومنم او د هغې اعلان د اثر نه کوم چې شوے دے، پښتانۀ ازاد کړم. احمد ګل سحر وختي خپل مکان ته راغے او هغه ټولو پښتنو وروڼو ته ئې خبر ورکړو چې د غازي امان الله خان د استقلال پۀ برکت سره مونږ د تلو نه پاتې شو. بيا پۀ بله ورځ کومه چې د قافلې د تلو د پاره مقرر وه، دا ټول پښتانۀ د دلاپاز د ښار نه بهر د غرۀ پۀ خوا کښې پۀ يوه چينه جمع شو، لوے صحبت ئې وکړو او د افغانستان جشن د استقلال ئې هلته وکړو او پۀ اخر کښې ئې يوه لويه شاډوله واچوله او قامي سندرې ئې پۀ پښتو ژبه پۀ زوره زوره ووئیلې او اخر سر به ئې پۀ دې اړوو.

چې د خپل قام لۀ غمه تل یې پرېشانه
پۀ پښتنو وروڼو تۀ ډېر یې مهربانه
مدد دې تا سره خداے وکړي د اسمانه
عمر دې ډېر شه د کابل “غازي سلطانه!

مارچ 1929، مخونه 12-5

میا احمد شاه، بي اے، بېرسټر اېټ لاء

غازي بادشاه امان الله خان – اسلام او کفر

خداے خرڅوونکو، رسول خرڅوونکو، قران خرڅوونکو، دين او ايمان خرڅوونکو؛ خپل ازاد وطن، عزت، حيا او پښتو خرڅوونکو د اسلام پۀ جامه کښې د دين د دښمنانو پۀ لمسون او وېنا سره يو مومن مسلمان بادشاه امان الله خان ته د کفر نسبت وکړو. غرض ئې دا ؤ چې عام ناپوهه خلق د هغۀ نه وګرځي او بدمعاشانو او دښمنانو ته د ازاد افغانستان د بربادولو موقع پۀ لاس ورشي. هم هغه شان وشوه – ولې چې ورځ د قيات شي او خداے پاک کل مخلوقات د حساب د پاره راوبلي او زمونږ رسول الله صلي الله علېه وسلم قران پۀ ترخ کښې د خداے پاک پۀ مخکښې حاضر شي نو پۀ هغه لوے مېدان د حساب کښې پۀ حقه سره خداے منونکے، پۀ رسول الله باندې قربانېدونکے او د خپل وطن پۀ خاوره باندې د خپل بال بچ سره ځارېدونکے بادشاه امان الله خان به د خلقو نه راجدا شي او پۀ لوے اواز سره به کلمه طيبه درسته کړي او بيا د زړۀ د درده به يوه لويه کريکه وباسي او د هغو ‘ټاس’ پۀ سرو، ګز ږيرو، زر تسبيحو، د مکر قبا پوشو مليانو ګرېوان ته به لاس واچوي او خداے پاک ته به ئې پېش کړي او پۀ ژړا به شي چې اے لويه خدايه! دا هغه عزت ورکي، ملک خرڅوونکي، قام شرموونکي خلق دي چې د يو څو روپیو د پاره ئې پۀ ما باندې د کفر فتويٰ ورکړې وه او حال دا ؤ چې ما تۀ، ستا رسول، ستا قران، ستا کعبه پۀ حقه سره منل او خپل عمر مې ستا د يو لوے مخلوق د پاره چې پښتانۀ بللے شو، وقف کړے ؤ او خپل سر او مال مې ترې نه ځارول – ولې دې مکارو د کفارو پۀ لمسون سره پۀ ما باندې د دروغو تورونه پورې کړل او خپل ازاد وطن ئې لوټې لوټې کړو. د داسې مخ تورنو به پۀ هغه وخت کښې چې څۀ حالت وي، هغه به ډېر زر دوي ته ښکاره شي.

بادشاه امان الله خان او بچه سقه:

يو خوا بادشاه امان الله خان ؤ چې د پښتنو د ترقۍ د پاره ئې مدرسې، کارخانې، سړکونه، ابادۍ شروع کړې وې او خپل قام ته ئې پۀ حکومت کښې واک او اختيار ورکړے ؤ او قام ته ئې پۀ لوے اواز سره بلنه کوله چې راشئ چې دا خپل وطن پۀ جمع سره سمبال کړو!

لويه جرګه ئې د هغۀ د قامي اخلاص او همدردۍ يوه څرګنده نخښه وه. پۀ هندوستان او يا پۀ داسې نورو ملکونو کښې خلق شپه او ورځ کوششونه کوي چې څۀ لږ ډېر اختيار حاصل کړي، بل طرف ته پۀ افغانستان بادشاه پۀ خپله خلق رابلي او ورته وائي چې راځئ چې د وطن د ساتنې او د ترقۍ د پاره ښې ښې لارې راوباسو! بل خوا يو بدمعاش، لوچه، جوارګر، بنګي، چرسي، غل، ډاکو سړے لکه بچه سقه )د مشکي زوے( چې د پېښور نه د بدمعاشو پۀ سبب د پوليس د وېرې نه تښتېدلے دے، د افغانستان د ازادۍ دښمنانو پۀ کابل کښې کښېنولے دے او پۀ ټول جهان کښې ئې پښتانۀ رسوا کړل او کوم ظلمونه چې هغه پۀ ښځو او سړو کوي، هغه هر چا ته معلوم دي. د نېکو پاکو مومنانو مسلمانانو ښځو سره پۀ جار باندې او د هغۀ پۀ حکم سره بدعملي کېږي او عام مسلمانان قتلېږي او بيا دغه شېطان ته دا ګز ږيري، تور زړي پيران او مليان مسلمان وائي او تعريف ئې کوي او د بادشاه امان الله خان پۀ ځاے ئې کښېنولے دے!!! اصلي خبره دا ده چې روپیو د مليانو، د بچه سقا د شنوارو او د خوګياڼو سترګې ړندې کړې دي او د سپي مچان ترې نه جوړ شوي دي. بيا هم ټوله ذمه واري د شر پورته کوونکو پۀ سر ده نۀ چې د شر کوونکو يا د لمسېدلو پۀ سر – ځکه چې د غېر غماز کار او غرض څۀ دے چې وروڼه د وروڼو سره پۀ جنګ کړي او وطن پرې برباد کړي!!!

 

د سرحد ننګيالي:

نن ورځ پۀ هندوستان کښې چې کوم خواخوږي د شاه امان الله سره هندوان او مسلمانان يو شان ظاهروي، د هغې مبارکتيا لائق د سرحد ننګيالي پښتانۀ دي – چې کوم وخت لمسېدلي شرمېدلي پورته کړے شوي بچه سقه د ناشونو خبر د سرحد پښتنو ته راورسېدو نو هر پښتون او پښتنه پۀ وير شول. قسم پۀ هغه لوے ذات دے چې نوم ئې الله دے؛ د هر رښتينې پښتون د زړۀ نه د غم وينې څاڅي او دا ځکه اے شاه امان الله خان! چې تا پۀ رښتيا سره خپل سر پښتنو ته بخښلے دے؛ تا د دوي سره خپل غم او ښادي شريک کړي دي؛ تۀ د هغې غريبانو، عاجزانو، مظلومانو يعني د ښځو پۀ غم غمژن شوے یې چې مونږ خلقو پۀ ډېرې بې ترسۍ سره د خپلو واجبي حقونو نه محرومه کړې دي. تا دوي ته هم د خداے مخلوق ووئیل او د هغوي د تعليم او د اسودګۍ د پاره دې کوششونه شروع کړل، ولې ظالمانو د خپل ظلم زور اخر ښکار کړو. ځکه چې دا ئې زړۀ نۀ غوښتل چې ښځې عاجزانې هم څۀ پۀ سوکالۍ خپل عمرونه تېر کړي. هم دا سبب دے اے ننګيالي پښتونه امان الله خانه! چې پښتنې ښځې ستا د بري د پاره خپل خداے ته زاري کوي او تا سره د امداد کولو د پاره د خپلو کالو پترو پورې ورکولو د پاره تيارې دي. د دې عاجزانو هم دغه ګور کفن دے، نور پۀ دنيا کښې هېڅ نۀ لري.

 

جنګ:

د مور د سينې پۍ حرام شه پۀ هغې پښتون باندې چې پۀ بادشاه امان الله خان پسې ټوپک راواخلي. وخت راغلے دے چې ننګيالي ځوانان د افغانستان د ازادۍ د ساتنې د پاره خپل سرونه قربان کړي. تاريخ ګواه دے چې قومونه پۀ قربانۍ سره ژوندي پاتې کېږي. د افغانستان د ازادۍ بنياد بادشاه امان الله خان کېښودو او هم دا بادشاه امان الله خان ؤ چې پښتنو کښې ئې د ژوندون يو نوے روح پېدا کړو. کال 1919ز به بادشاه د افغانستان پۀ تاريخ کښې لکه د نمر هسې ځلېږي.

اے شاه امان الله خانه! دا تۀ وې چې پۀ دې کال دې د پښتنو د قامولۍ بنياد کېښودو. مونږ به مړۀ او هېر شو او ډېرې پېړۍ به راشي او تېري شي؛ ولې ستا نوم به د همېشه د پاره ژوندے وي. د پښتنو د ازادۍ د تاريخ شروع به هم ستا پۀ نوم کېږي. راتلونکي نسلونه به هم تا پۀ احسان او تعريف سره ستائي. د بچه سقه بدمعاشي او د شور بازار د پير وطن او ازادۍ خرڅول به د پښتنو پۀ سپينه جامه باندې تر ډېرې مودې پورې يو تور داغ وي – ولې هغې نمک حرامو هم درسره وفا ونۀ کړه چې ستا پۀ نمک باندې لوے شوي وو. افسوس پۀ هغې “نان بخور” خلقو باندې چې عېن د تکليف پۀ وخت کښې ئې تۀ پۀ مېدان پرېښودې.

د پېرنګيانو پۀ بډه پياز:

انګرېزي حکومت وائي چې مونږ د افغانستان پۀ معامله کښې لا تعلق يو – دا منې؟ ولې دا څۀ رنګ خبره ده چې پۀ دنيا کښې پرې ټول خلق ملامته وائي؟ هم د دوي خپل خلق لکه فرانسيس، جرمني وغېره وائي چې دا ټول شر فساد پۀ افغانستان کښې پېرنګيانو پېدا کړے دے. وائي چې کوم ځاے کښې لوګے خېژي، هلته کښې اور بلېږي. پۀ دې حقله کښې وړې وړې خبرې هم اصل حقيقت ته ګوته نيسي.

هر چا ته معلومه ده چې عېن د اړي ګړي پۀ وخت کښې د محمد ايوب خان زوے محمد عمر خان د اله باد د ښار نه راوتښتېدو او شپږ اووۀ سوه ميله ئې پۀ رېل ګاډي کښې سفر وکړو، بيا ازاد سرحد ته لاړو. پۀ دې ټوله لار باندې هغۀ ته نۀ پوليس او نۀ سي اٰئي ډي څۀ ووې او حال دا دے چې پۀ اله اباد کښې به هغه همېشه د پوليس د نظر لاندې ؤ. نۀ شو وئيلے چې اصليت څۀ دے؟

بله د حېرانتيا خبره دا ده چې کوم وخت پۀ امان الله خان باندې تکليف راغے نو لويو لويو ذمه وارو خلقو لکه سر مائيکل اوډوائر غوندې پېرنګي ورته خپله پټه دښمني او بغض ښکاره کړو. دا پېرنګے د ډېر قهر او غصې نه وائي چې امان الله خان پۀ زور او پۀ ناحقه سره پۀ تخت قبضه کړې وه او خلق پرې رضا نۀ وو.

بيا ئې وئيلي دي چې د 1919ز صلح ډېره د بې شرمۍ صلحه وه. پۀ 1919ز کښې بادشاه امان الله خان د پېرنګيانو سره وجنګېد او خپل ملک افغانستان ئې ازاد کړو او پۀ راولپنډۍ کښې ئې پۀ پېرنګيانو باندې خپله ازادي ومنله.

د سر مائيکل اوډوائر اشاره دې صلحې ته ده؛ ګويا کۀ د سر مائيکل پۀ خيال کښې بادشاه امان الله خان ډېر لوے جرم وکړو چې خپل وطن ئې ازاد کړو. تاسو ورته خيال وکړئ! يو هندو صاحب چې نوم ئې بېنرجي دے، سر مائيکل ته پۀ جواب کښې وائي چې تاسو ولې هندوستان پۀ زور زياتي سره سره نيولے دے؟ تاسو خو هم پۀ هندوستان باندې د خلقو د مرضۍ برخلاف قبضه کړې ده، هندوستان قطعي پۀ تاسو باندې خوشحال نۀ دے او بادشاه امان الله خان خو د خپل پلار پۀ تخت ناست دے، پۀ دې ولې د سر مائيکل زړۀ چوي؟ دا هندو صاحب مخکښې وائي چې پخوا يو لوے سړے تېر شوے دے چې نوم ئې والټائر ؤ. والټائر وائي چې چرته شر فساد جوړ شي نو تاسو هغۀ ځاے ښځه لټوئ، يعني دا چې فساد به هم د هغې ښځې نه جوړ شوے وي. بېنرجي صاحب ووې چې نن سبا پۀ ټوله دنيا کښې چې چرته شر او فساد پېدا شي نو تاسو پېرنګے لټوئ، يعني دا چې دا شر به هم هغۀ جوړ کړے وي )وګورئ د فرورۍ “لائټ” اخبار(. پۀ ولايت کښې پۀ انګرېزي اخبارونو کښې پۀ بادشاه امان الله خان او پۀ پښتنو پورې د دې حده پورې ټوقې او خندا شوې دي چې انګرېزي اخبار “سول اېنډ ملټري” ليکي چې دا دومره ټوقې خندا ډېر زياتے دے، ښه نتیجه نۀ پېدا کوي. 13) فروري 1929ز(.

“سول اېنډ ملټري” اخبار 23) فروري( کښې صفا ليکلي دي چې د پېرس او د قسطنطيې افغاني سفيرانو ډېره زياته ناراضتيا ظاهره کړې ده او د دې خبرې بر خلاف ئې ښکل چاپ کړي دي چې ولې پېرنګيان د خلقو د راوستو د جهازونو نه علاوه نور جهازونه بغېر د اجازت نه افغانستان ته بيائي را بيائي. د دې نه هم معلومېږي چې څۀ نه څۀ ضرورت شته دے – يعني دا چې د افغانستان پۀ پېرنګيانو باندې څۀ نه څۀ شک ضرور شته دے، ځکه خو د هغوي برخلاف پۀ اخبارونو کښې خپل خفګان ظاهروي.

د ټولو نه غټه خبره دا ده چې هغه بله ورځ د انګرېزي حکومت وزير خارجه سر اسټن د لويې جرګې )پارلېمنټ( پۀ مخکښې ووې چې مونږ د امان الله خان حکومت صحيح افغاني حکومت تر هغې پورې نۀ شو منلے چې تر کومه پورې ټول خلق بيا امان الله خان خپل بادشاه ونۀ مني. بس اصل د مطلب خبره هم دا ده – دا ښۀ د افغانستان سره د دوستۍ تعلقات دي!!! نور بادشاهان او ملکونه خو د بادشاه امان الله خان حکومت مني ولې انګرېز ترې نه انکار وکړو. اصل حقيقت ښکاره شو؛ ټول غوبل د دې د پاره جوړ کړے شوے دے چې بادشاه امان الله لرې کړے شي.

مارچ 1929، مخ20

چلوونکے

غازي بادشاه امان الله خان – اسلام او کفر

د تېر شوي کال پۀ مياشت د مۍ پۀ پرچه د “پښتون” کښې يو مضمون پۀ سرخط “د جنګ خبرې خوږې ساعت ئې تريخ دے” شائع شوے ؤ – پۀ هغې کښې د لوے جنګ نه پس د يورپي او مشرقي قومونو مختصر غوندې حالات بيان شوي وو. د وړومبنو د ملک ګېرۍ حرص او د وروستنو د بې بسۍ بيان شوے ؤ او دا هم ښودلے شوي وو چې د يورپ )پروپاغنډه، پوليټکل چال او پوليس( به پس د دې نه د مشرقي قومونو د تباهۍ د پاه استعمالېدے شي او د يوې مودې پورې به دا جنګ شروع وي او ډېر مشرقي قامونه به پۀ دې کښې لاهو شي. دښمن به لرې ولاړ وي او تماشه به کوي او دوي به ئې پۀ خپل کور کښې اخته کړي وي. هم داسې د افغانستان موجوده حالت د دې شهادت ورکوي. “یَاایُّها الَّذِینَ اٰمَنُوا ان تسسکم حسنة تسئوهم و ان یصبکم سیئة یفرحوا بها و ان تصبروا و تتّقوا لا یضرکم کیدهم شیئًاط او دښمن پۀ جامه کښې د دوست چې کوم نقصان ورسوۀ، هغه د رڼا ورځ نه هم روښانه دے. هم دا وجه ده چې مشرق مشرق دے او مغرب مغرب دے او د دوي دواړو دوستي نۀ شي کېدې.

څۀ ښۀ به وے کۀ پښتون قوم د مغربي قوم د مکارۍ او د فرېب نه ځان ساتلے وے. خېر! چې څۀ وشو هغه وشو؛ اوس دې دوي دې راتلونکې بلا ته ځان تيار کړي. دا کومه خاکه چې جرنېل فوش پۀ وړاندې کرښو کښې راکښلې ده.

پښتونه! تۀ به څۀ کوې؟ تماشه دې پۀ خپله جوړه کړه – امید خو نۀ دے چې تۀ به بچ شې؛ خداے دې پۀ سمه لار کړه، د چا پۀ وېنا خو پوهه نۀ شوې!!!

مارچ 1929، مخ27

بسم الله الرحمٰن الرحيم

چیست انسان تپیدن از تپ ہمسایہ گان
از سمومِ نجد در باغِ عدن پژماں شدن
(حالی)

کہ در آفرنیش ز یک جوہرند
دگر عضو ہا را نماند قرار
نہ شاید کہ نامت نہمند آدمی
(سعدی)
بنی آدم اعضای یک دیگر اند
چو عضوی بہ درد آورد روزگار
تو کز محنت دیگران بی غمی

]

پۀ خدمت د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ کښې:

د ادب نه پس دا عرض دے چې کوم حالت نن ورځ د افغانستان پۀ اوسېدونکو باندې دے او خاص کر پۀ سلطان امير ابن الامير امان الله خان، هغه د ورځ روښانه نه هم سرګند دے. ټول مسلمانان د دې غم نه پۀ اوښکو او وينو سره رنګ بنګ دي. کوم حالت چې زمونږ د هلکانو د اسلامي مدرسې د اتمانزو دے، هغه د وئيلو نۀ دے او نۀ اورېدونکي د هغې د اورېدو طاقت لري. ولې به نۀ وي، زمونږ غوښې او هډوکي د اسلامي درد سره اشنا دي. مونږ ته د همدردۍ سبق چې هادي اسلام علېه تحيةُ والسلام راکړے دے، هغه زمونږ پۀ رګ و رېښه کښې جاري ساري دے.

زمونږ دا وخت دے چې خپله همدردي د خپلو مظلومانو پښتنو وروڼو سره ښکاره کړو او دا قوم ته ثابت کړو چې مونږه ستاسو پۀ غریبه درسګاه کښې څۀ لوستلي دي، هغه بې فائدې نۀ دي. مطلب دا دے چې د هغې وفد سره چې کوم افغانستان ته روان دے، شاملېدل غواړو. پۀ داسې وخت کښې مونږه ته د څۀ زدکړې پۀ ځاے د قوم خدمت بهتر ښکاري؛ ځکه چې افضل عبادت خدمت خلق الله دے – بس زمونږ دغه معروض دے.

مارچ 1929، مخ42-41

چلوونکے )باچا خان(

افغانستان او پښتون – پښتنو سره څو خبرې

نن سبا د افغانستان خبري دي – څوک خوشحاله دي، څوک غمژن دي – ولې به نۀ وي؛ هر دوه ټولي کۀ څوک خوشحالي کوي ښائي ورسره – دښمن دښمن وي، د دښمن کار دوستي نۀ شي کېدے. هن! يوه خبره ده، هغه خودي ده – کۀ دښمن معلوم وي نو دومره نقصان نۀ شي رسولے. دښمن پۀ جامه د دوست کښې ډېر ناکاره نقصان رسولے دے. دغه پۀ لږو خلقو کښې هم، پۀ لويو تپو کښې هم سبب د هلاکت او د بربادۍ ګرځي. د دوست دښمن فرق کول ډېر ګران کار دے. هر يو ټولي چې دا فرق ونۀ کړو، هلاک شوے دے – لکه شاعر وائي:

ہر ہلاکِ امتِ پیشیں کہ بود
زاں کہ ہر جندل گماں بردند عودج

چې څوک خفه او غمژن دي، هغه يا پۀ سبب د رشته اخوت اسلامي يا تعلقات همسائیګۍ پرېشان دي. پښتونه! تۀ خو د وينې رشته هم لرې؛ تا له پکار دي چې تۀ خو د دواړو نه مخکښې وې، مګر ستا نه څۀ امید کېدے شي. د زر بچيه زر پۀ دين وايمان قبضه کړې وه، صرف يو قوم درنه پاتې ؤ، هغه دې هم برخې برخې کړو. ځان دې ټوله دنيا کښې وشرمو، غېرت دې خرڅ کړو – خلقو به وئيل “جهل بافغان دارند”- مونږ وئیل انشاء الله لږه موده کښې به پښتون قوم د جهالت د پنجې ته وځي، مګر معلومېږي چې تۀ پۀ تاريکۍ کښې خوښ يې. غلامي ستا پۀ قسمت کښې نشته مګر تۀ پۀ زور خپل ځان غلامۍ ته راکاږې.

پښتون به د دښمن نه څۀ ګيله کوي؟ لکه چې وئيلي شوي دي چې د دښمن کار دوستي نۀ شي کېدے. پښتون ته کۀ افسوس راځي هغه پۀ “پښتون قام” ولې؟ چې څۀ دې پۀ ځان وکړل، نتېجې ته ئې انتظار کوه! تا ته به زر معلومه شي چې قومونه څۀ رنګ بربادېږي – تۀ خو ورور نۀ پېژنې، زر ښۀ پېژنې. تاريخ کښې به ستا د بني اسرائیليت چرچه شي او تۀ به خپل ځان د خالد بن وليد د اولاد نه ثابت نۀ کړے شې؛ ولې چې ‘زر’ دې ډېر خوښ دي. قوم دې شا ته وغورځوو او ښه ماتې دې وخوړه؛ دښمن ښه شا درکړه – “وزير” دې بې کاره شو، اوس “فیل” يواځې څۀ کولے شي؟

اے پښتونه! چې څۀ دې وکړل، و دې کړل – “تېرې شوې اوبۀ د ورخه نۀ بېرته راګرځي” – هن! يو صورت شته؛ هغه کفاره ده – کفاره د مال او د ځان ده، کفاره د وينې ده. کۀ دې ته تيار شوې او زوړ عادت دې پۀ ايماندارۍ سره پرېښود، امید دے چې څۀ به ترې نه جوړ شي؛ ورنه ورځې دې د شمار دي، نېټه دې پوره شوې ده، وزرې دې کړې دي، ځان درنه ورک دے، پۀ ډوبېدو يې؛ هسې بې لاسه لاس پښې وهې، څۀ به ترې جوړ نۀ کړے شې – ځکه چې دښمن ته دې شا کړې ده او خپل ورور دې پۀ مخه اخستے دے. غېر پښتون پۀ طريقه د همدردۍ تا ته دا رنګ وائي:

ملت افغان مقام خود شناس
در جہان رمز دولم خود شناس
باز فریب روزگار اگاہ شو
از فریبِ روزگار آگاہ شود
جانِ خود را دارہان از پیچ و تاب
روشن از تابِ امان اللہ شود
جان خود را دارہان ازیچ و ناب
وحدت گم گشتۂ خود بازیاب

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …