مونږ ځانونه د بل چا اسرې ته نۀ شو سپارلے، طالبانو ته خو کله هم نۀ – Lindsey Graham

 

We can’t outsource our security to anyone – especially the Taliban

Jack Keane

Washington Post

August 28, 2019

د اتلس کلن جنګ نه پس د امريکائي صدر ټرمپ پۀ افغانستان کښې د امن د خواهش مازغۀ اخلي. جنګ حل نۀ دے.

خو د امن دې خواهش کښې د افغانستان نه داسې تادۍ کښې فوج راویستل به زمونږ یوه ستراتیژیکل غلطي ثابته شي. د افغانستان نه ټول امريکائي فوج راویستل به امریکې د پاره کله هم سم اقدام نۀ وي. دا خبره دې واضحه وي چې مونږ قامي سيکورټي بل چا ته نۀ شو حواله کولې؛ مونږ ځانونه د بل چا اسرې ته نۀ شو سپارلے، طالبانو ته خو هېڅ کله هم نۀ. طالبانو سره پۀ دوهه )قطر( کښې د روانو مذاکراتو نه خو څرګندېږي چې شرطونه د طالبانو منلے کېږي – دا مذاکرات د طالبانو نۀ بلکې زمونږ )امريکا( پۀ شرطونو پۀ کار دي. مونږ له کله هم نۀ دي پکار چې خپلې سیکورټۍ د پاره پۀ طالبانو ملا وتړو. دوي زمونږ ډېر فوجيان وژلي دي. باید د افغانستان جنګ د طالبانو پۀ ځاے زمونږ پۀ شرطونو ختم کړے شي.

د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې څنګه به د امریکې قامي مفادات او قوم محفوظ کولو د پاره دې حکومت د ترهګرۍ پۀ ضد تکړه انټيلجنس ادارې جوړې کړي ځکه چې اصلي خطره خو داعش ده چې پۀ افغانستان کښې موجود ده. هم د دې د پاره پۀ افغانستان کښې پاتې کېدل او پۀ ډېر ښۀ شان د راتلونکو ستونزو مقابلې ته تابيا وکړې شي. د امريکائي فوځ د ويستلو نه مخکښې د دفاع او سېکرټري سټېټ له پکار دي چې کانګرس ته د دې خبرې ضمانت ورکړي چې پۀ را راون وخت کښې کۀ حالات هر څنګه وو، امريکا او زمونږ مفادات به د ترهګرو د یوې بلې حملې نه بچ وي.

دا خبره د هېرولو نۀ ده چې کله پۀ 1996 کښې طالبانو د افغانستان کنټرول پۀ لاسو کښې واخستو نو هم د دوي پۀ وجه وطن پسمانده شو؛ طالبانو د ترقۍ ذرائع تباه کړې، پۀ ښځو ئې بندېزونه ولګول او بنیادي انساني حقوق ئې تر پښو لاندې کړل. طالبانو اسامه بن لادن او القاعده ته هر کلے ووئيلو او خپل مېلمانۀ ئې کړل. اسامه د افغانستان خاورې نه پۀ دوو امريکائي سفارتخانو افريقه کښې پۀ 1998 او يمن کښې پۀ 2000 کښې، او وروستو د نائن الېون د حملو منصوبه بندي او تیاري کړې وه چې پکښې 3,000 امريکائي خلق وژلے شوي دي. د نائن الېون نه پس سم د لاسه صدر بش طالبانو ته ووئيل چې اسامه امريکائي حکومت ته حواله کړي يا خپلې تباهۍ ته تيار شي!!! طالبانو امريکا ته انکار وکړو او القاعده سره پۀ مرسته ودرېدل او حد خو دا دے چې تر نن ورځه پورې به لا طالبانو القاعده نه لاس اخستي نۀ دي. دا هم ده چې کۀ طالبان معاهده کښې امريکا سره د القاعده مخالفت پۀ ډاګه وکړي هم، بيا هم پته نۀ لګي چې دوي به پۀ خپله خبره ودرېږي؟

امريکا د خپلو عوامو پۀ حفاظت به کله هم هېڅ سودا نۀ کوي او بیا طالبانو سره خو هېڅ کله هم نۀ – دا امکانات شته چې د امریکا افغانستان څخه د وتلو نه پس طالبان القاعده او داعش ته هم د سر سیورے ورکړي.

مونږ دا اندېښنه لرو چې د طالبانو سره د مذاکراتو نتیجه کښې د امريکائي فوج وتلو نه وروستو به هم دا جنګ ختم نۀ شي. د دې خبرې قوي امکان موجود دے چې کۀ چرې بهرني فوځ وځي نو يو ځل بيا د شدیدې خانه جنګۍ خطره موجود ده – افغان ځواکونه به مورال وبائیلي، حکومت به کمزورے شي او شمالي اتحاد به هم د افغان ملي اردو نه خپل کسان راوباسي.

څنګه چې د امریکائي فوځ انخلاء افغانستان نه وشي نو داعش او القاعده د پاره به مېدان خالي شي او هغوي به دلته د نوي سره داسې خونړي عملیات پېل کړي لکه چې شام )سیریا( کښې ئې کړي وو. داسې حالاتو کښې، طالبان کۀ وغواړي هم، القاعده به بهر نۀ کړې شي.

د تاريخ مهمه ښودنه دا وي چې څنګه به جنګ ختموو، دا نۀ چې څنګه به جنګ شروع کوو – کۀ چرې مونږ دا جنګ ختم نۀ کړے شو نو دا به کله هم ختم نۀ شي؛ بلکې مونږ به د طالبان، القاعده او داعش نه علاوه د هر انسان د پاره بد ترين حالات پېدا کړو. )ژباړن: رؤف یوسفزے(

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …