د یوې جینۍ خط (“پښتون” – وړومبۍ فروري 1946) – پښتون

ۀ اوس د صوبې پۀ دوره کوهاټ ته تلے وم. چې څۀ وخت احمدي بانډې ته لاړم نو دا يو خط ما له سالار صاحب اسلم خان راکړو. الف جان د احمدي بانډې يوه لوستې جينۍ ده، دا د هغې خط دے. د دې خط د لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانو کښې بېداري پېدا شوه نو دا به زما د زړۀ يوه زړه ارزو پوره شي.

“پښتون” پۀ دې سلسله کښې هر قسم خدمت ته تيار دے او داسې مضامين به پۀ ډېره مينه سره چاپ کوي، مګر دومره عرض به وکړم چې پښتنې جينکۍ دې د خپلو نارينو پۀ طمع کېږي نۀ. پۀ پښتنو نارينو کښې د خپلو خوېندو او لوڼو د ترقۍ جذبه تقريباً د نيشت برابر ده – حال دا چې دا زمونږ اول فرض دي. حديث شريف دے، “العلم فریضةٌ عليٰ کل مسلم و مسلمةې” – مګر نارينو اول خو دا ضروري ګڼلے نۀ دے او کۀ ضروري ئې ګڼلے هم دے نو صرف د خپلو هلکانو د پاره؛ جينکو د پاره نۀ – نو پۀ دې وجه لوستو جينکو له پکار دي چې د خپلو خوېندو خدمت ته ملا وتړي او کوشش وکړي چې خپل نارينه د جينکو پۀ تعليم مجبور کړي.

زما لور مهر تاج راته اوس اوس دا ارزو ظاهره کړې ده چې زۀ د خپلو خوېندو خدمت کول غواړم. ما ورته ووئیل چې زۀ به ډېر خوشحال شم کۀ تۀ د خپلو پښتنو زنانو څۀ خدمت وکړې. دغسې ما د الف جانې پلار ته هم ووئیل چې تۀ الف جان ته ووايه چې دا کار صرف پۀ مضمونونو نۀ کېږي، تر څو چې تۀ څۀ عملي قدم اوچت نۀ کړې ـــــــــــ عبدالغفار

خوږه فخرِ افغانه!

مونږ د احمدي بانډې يو څو جينکۍ پۀ ډېر صداقت او اخلاص سره تاسو ته هر کلے وايو او ستاسو ډېره ډېره شکريه ادا کوو چې تاسو پۀ دې سړو سېلونو کښې خپل ارام او اسائش پرېښودلے دے او زمونږ ناپوهه قوم د پوهولو د پاره مو دورې شروع کړې دي. دا دورې د پينځلس-شلو کالو نه تاسو کوئ – کۀ زمونږ پۀ مشرانو خلقو کښې څۀ لږ ډېر اهليت وے نو دا ځل به ستاسو د دورې ضرورت نۀ ؤ پېښ شوے او خدائي خدمتګار به لکه د هندوانو بلا مقابله اسمبلۍ ته لاړ وو – مګر مونږ ګورو چې پۀ هر سيټ باندې مقابله ده. خداے دې زمونږ مشرانو ته هدايت وکړي چې دوي پۀ خپله ګټه او زيان پوهه شي.

خوږه مشره! زمونږ دا ځل دې خبرې سره ځکه دلچسپي پېدا شوې ده چې مونږ هم خپلې نامې د ووټرانو پۀ فهرست کښې وکتلې او مونږ هم پۀ دې خبره پوهه شو چې د حکومت پۀ جوړولو کښې زمونږ هم برخه شته دے. دا حق خو تاسو مونږ ته راکړو لېکن د دې حق پۀ استعمال باندې تر اوسه زمونږ زلمي هم نۀ دي پوهه نو مونږ د کوهي چيندخې به پرې څۀ پوهه شو؟ د دې د پاره د ډېر عقل او فکر ضرورت دے او عقل پۀ علم سره پېدا کېږي او زمونږ خو د علم دا حال دے چې پۀ دې کلي کښې پۀ مشکله سره څلور پينځۀ جينکۍ “پښتون” لوستلے شي.

خوږه فخرِ افغانه! مونږ اورو چې نن ورځ د هندوستان جينکۍ پۀ دې تحريک کښې د زلمو سره سمه حصه اخلي او ستاسو به هم زمونږ نه دا طمع وي؛ مګر دا طمع مو بې ځايه ده، ځکه چې د هندوستان جينکۍ پۀ تعليم کښې زمونږ نه ډېرې وړاندې دي او پښتون زمونږ د تعليم هېڅ انتظام نۀ دے کړے. اول خو پۀ کلو کښې سکولونه نشته او کۀ چرته خال خال دي هم نو زمونږ مشران د جينکو تعليم غېر ضروري بلکې نقصان ده بولي. دا وجه ده چې سرکارهم د تعليم څۀ تسلي بخش انتظام نۀ کوي.

مونږ “پښتون” کښې لوستي دي چې ستاسو زمونږ سره ډېره همدردي ده؛ نو کۀ چرې دا خبره تاسو کلي پۀ کلي زمونږ مشرانو ته وکړئ او کم نه کم پۀ خپلو خدائي خدمتګارانو د جينکو تعليم لازمي کړئ نو امید دے چې زمونږ حالت به ښۀ شي – کۀ نۀ وي نو د قيامت پۀ ورځ به مونږ د خپلو مشرانو غاړو ته لاس واچوو.

پۀ اخر کښې يو ځل بيا مونږه پۀ اخلاص تاسو ته هرکلے وايو.

پۀ ډېره مينه، الف جانه خټکه

پښتون

“پښتون” – وړومبۍ فروري 1946

د یوې جینۍ خط

زۀ اوس د صوبې پۀ دوره کوهاټ ته تلے وم. چې څۀ وخت احمدي بانډې ته لاړم نو دا يو خط ما له سالار صاحب اسلم خان راکړو. الف جان د احمدي بانډې يوه لوستې جينۍ ده، دا د هغې خط دے. د دې خط د لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانو کښې بېداري پېدا شوه نو دا به زما د زړۀ يوه زړه ارزو پوره شي.

“پښتون” پۀ دې سلسله کښې هر قسم خدمت ته تيار دے او داسې مضامين به پۀ ډېره مينه سره چاپ کوي، مګر دومره عرض به وکړم چې پښتنې جينکۍ دې د خپلو نارينو پۀ طمع کېږي نۀ. پۀ پښتنو نارينو کښې د خپلو خوېندو او لوڼو د ترقۍ جذبه تقريباً د نيشت برابر ده – حال دا چې دا زمونږ اول فرض دي. حديث شريف دے، “العلم فریضةٌ عليٰ کل مسلم و مسلمةې” – مګر نارينو اول خو دا ضروري ګڼلے نۀ دے او کۀ ضروري ئې ګڼلے هم دے نو صرف د خپلو هلکانو د پاره؛ جينکو د پاره نۀ – نو پۀ دې وجه لوستو جينکو له پکار دي چې د خپلو خوېندو خدمت ته ملا وتړي او کوشش وکړي چې خپل نارينه د جينکو پۀ تعليم مجبور کړي.

زما لور مهر تاج راته اوس اوس دا ارزو ظاهره کړې ده چې زۀ د خپلو خوېندو خدمت کول غواړم. ما ورته ووئیل چې زۀ به ډېر خوشحال شم کۀ تۀ د خپلو پښتنو زنانو څۀ خدمت وکړې. دغسې ما د الف جانې پلار ته هم ووئیل چې تۀ الف جان ته ووايه چې دا کار صرف پۀ مضمونونو نۀ کېږي، تر څو چې تۀ څۀ عملي قدم اوچت نۀ کړې ـــــــــــ عبدالغفار

خوږه فخرِ افغانه!

مونږ د احمدي بانډې يو څو جينکۍ پۀ ډېر صداقت او اخلاص سره تاسو ته هر کلے وايو او ستاسو ډېره ډېره شکريه ادا کوو چې تاسو پۀ دې سړو سېلونو کښې خپل ارام او اسائش پرېښودلے دے او زمونږ ناپوهه قوم د پوهولو د پاره مو دورې شروع کړې دي. دا دورې د پينځلس-شلو کالو نه تاسو کوئ – کۀ زمونږ پۀ مشرانو خلقو کښې څۀ لږ ډېر اهليت وے نو دا ځل به ستاسو د دورې ضرورت نۀ ؤ پېښ شوے او خدائي خدمتګار به لکه د هندوانو بلا مقابله اسمبلۍ ته لاړ وو – مګر مونږ ګورو چې پۀ هر سيټ باندې مقابله ده. خداے دې زمونږ مشرانو ته هدايت وکړي چې دوي پۀ خپله ګټه او زيان پوهه شي.

خوږه مشره! زمونږ دا ځل دې خبرې سره ځکه دلچسپي پېدا شوې ده چې مونږ هم خپلې نامې د ووټرانو پۀ فهرست کښې وکتلې او مونږ هم پۀ دې خبره پوهه شو چې د حکومت پۀ جوړولو کښې زمونږ هم برخه شته دے. دا حق خو تاسو مونږ ته راکړو لېکن د دې حق پۀ استعمال باندې تر اوسه زمونږ زلمي هم نۀ دي پوهه نو مونږ د کوهي چيندخې به پرې څۀ پوهه شو؟ د دې د پاره د ډېر عقل او فکر ضرورت دے او عقل پۀ علم سره پېدا کېږي او زمونږ خو د علم دا حال دے چې پۀ دې کلي کښې پۀ مشکله سره څلور پينځۀ جينکۍ “پښتون” لوستلے شي.

خوږه فخرِ افغانه! مونږ اورو چې نن ورځ د هندوستان جينکۍ پۀ دې تحريک کښې د زلمو سره سمه حصه اخلي او ستاسو به هم زمونږ نه دا طمع وي؛ مګر دا طمع مو بې ځايه ده، ځکه چې د هندوستان جينکۍ پۀ تعليم کښې زمونږ نه ډېرې وړاندې دي او پښتون زمونږ د تعليم هېڅ انتظام نۀ دے کړے. اول خو پۀ کلو کښې سکولونه نشته او کۀ چرته خال خال دي هم نو زمونږ مشران د جينکو تعليم غېر ضروري بلکې نقصان ده بولي. دا وجه ده چې سرکارهم د تعليم څۀ تسلي بخش انتظام نۀ کوي.

مونږ “پښتون” کښې لوستي دي چې ستاسو زمونږ سره ډېره همدردي ده؛ نو کۀ چرې دا خبره تاسو کلي پۀ کلي زمونږ مشرانو ته وکړئ او کم نه کم پۀ خپلو خدائي خدمتګارانو د جينکو تعليم لازمي کړئ نو امید دے چې زمونږ حالت به ښۀ شي – کۀ نۀ وي نو د قيامت پۀ ورځ به مونږ د خپلو مشرانو غاړو ته لاس واچوو.

پۀ اخر کښې يو ځل بيا مونږه پۀ اخلاص تاسو ته هرکلے وايو.

پۀ ډېره مينه، الف جانه خټکه

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …