د اکتوبر مياشت کال دوه زره اوولس کښې د هغه وخت وزيراعلي پروېز خټک د بي ار ټي د بنياد تيګه ايښې وه او دعوي ئې کړې وه چې پۀ شپږو مياشتو کښې به سر ته رسي او د دوه زره اتلس د مارچ پۀ مياشت کښې به ئې پرانسته کېږي. حکومت دا هم دعوي کړې وه چې دا لويه منصوبه به صرف پۀ ۴۹ ارب روپۍ سر ته رسي. وخت تېرېدو او د مارچ مياشت راغله خو پرانسته ؤ نۀ شوه. ورپسې کال، بل کال او دغه دے چې درېم کال هم راورسېدو چې ناساپي ئې پرانستې له وزيراعظم عمران خان تشريف راوړو. دا پرانسته پۀ وخت شوې ده او کۀ د وخت نه مخکښې، دې پله راځو خو اول راځئ چې لږ شان وړاندې لاړ شو او ياد کړو چې د دې منصوبې د پاره څنګه د پېښور مخ وران کړے شو، خلک درې کاله پۀ تکليف کښې وساتلے شول، د خلکو کاروبارونو ته پۀ کروړونو روپۍ زيان واوړېدو، ځاے پۀ ځاے پۀ بدلونونو د عوام پېسې لکه د اوبو خرچ کړے شوې او د شپږو مياشتو پۀ ځاے دغه منصوبه درې کالو ته وغځېدۀ. خو سوال دا دے چې د کومې منصوبې پرانسته شوې ده نو دا سر ته رسېدلې ده کۀ نه؟ حقيقت دا دے چې عوام له دهوکه ورکړے شوې او پۀ دې منصوبه کښې لا اوس هم بلها کار پاتې دے. کۀ کار مکمل وے نو د پرانستې دستورې سره خوا کښې به بس ډپو پۀ شنو کپړو ولې پټولے شو؟ هم دغه شان لا اوس هم پۀ حيات اباد کښې بلها کار پاتې دے او پۀ ځينې سټېشنونو کښې د واش رومز اسانتياوې هډو شته نه. دغه شان حکومت به پۀ پنډۍ اسلام اباد مېټرو تور لګولو چي جنګله سروس دے او خرچه پرې ډېره شوې ده خو اوس د دوي پۀ منصوبه خپله خرچه د دوي پۀ خلۀ اويا اربه ته رسېدلې ده او لا کار پرې روان دے. او بلخوا اپوزيشن وائي چې پۀ اصل کښې پۀ دې منصوبه سل اربه روپۍ خرچه راغلې ده او ځکه خو پۀ کښې اپوزيشن د کرپشن خلاف د پلټنو ټينګار هم کوي. حکومت خوشګمانه دے چۀ روزانه به پۀ کښې پۀ لکهونو خلک سفر کوي او روزانه به څۀ کم دوه کروړه روپۍ د حکومت جېب ته راځي او دغه شان دغه خيال دوي د کال پۀ سر ۶۵ اربه روپۍ ته رسوي. اول خو داسې ممکنه نۀ ده او بله دا چې د سسټم خپله خرچه هم ډېره زياته ده. خداے دې وکړي چې کامياب شي خو څنګه چې دا منصوبه پۀ جلتۍ کښې شروع کړے شوې وه هم دغه شان ئې پرانسته هم پۀ بيړه کښې شوې ده او هم دغه وجه ده چۀ د پرانستې نه پس پۀ يوه هفته کښې پۀ کښې درې څلور حادثات مخې ته راغلل. اول پکښې ټائر پنکچر شو، بيا پۀ کښې يو ډبل بس د حادثې ښکار شو چې بيا د کرېن پۀ مرسته ډپو ته ورسولے شو او ورپسې بيا لويه حادثه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې پۀ حيات اباد کښې پۀ يو بس کښې اور ولګېدو. شکر دے څۀ ځاني نقصان ؤ نۀ شو خو خلکو ته د بسونو د معيار پته ولګېده. يو خوا حکومت او مشيران ئې د بس سروس پۀ صفتونو نۀ مړېږي او وائي چې د دنيا تر ټولو غوره سروس دے او بلخوا دغه حال دے. هم دغه شان نوره د نامکملۍ قيصه ئې هغه وخت رامخې ته شوه کله چې بادرو ورندۍ شوه او يو شمېر د سټېشنو چتونه پۀ څڅېدو شول. د دې منصوبې د تکميل د پاره د اېشئين ډولپمنټ بېنک نه پۀ مليونه ډالره قرضه اخستې شوې ده او د قرضې د ادائېګۍ او سود پۀ مد کښې به هر کال دولس اربه روپۍ صوبائي حکومت واپس کوي کومه چې د صوبې د وسائلو پۀ تناظر کښې ناممکنه کۀ نۀ ده خو ګرانه ضرور ده. دې سره سره يو خوا کۀ دا منصوبه پۀ جلتۍ کښې شروع کړے شوې ده نو ورسره بيا وخت پۀ وخت پۀ کښې يو شمېر بدلونونه هم شوي دي خو چا ئې هم تر اوسه پورې پلټنې څۀ چې تپوس قدرې ؤ نۀ کړو چې ګناه د چا وه؟ د يوې غريبې صوبې د غريب اولس د ټېکسونو پېسې ولې او څنګه پۀ بيا بيا بدلونونو لکه د اوبو ولګولې شوې؟ دا هم چا تپوس ؤ نۀ کړو چې دا نااهلي وه کۀ نه منصوبه بندي نۀ وه؟ دې سره سره د پرانستې سره سم پۀ څو ورځو کښې ولې او څنګه بسونه د خرابيو سره مخ شو؟ معيار ټيک نۀ دے کۀ د دې ځاے موسم سره ئې نۀ لګي. بهر حال د يوې نامکمله منصوبې پۀ بيړه کښې پرانسته وشوه او خلکو له پۀ سترګو د لاس کېښودو کوشش پۀ رڼا ورځ وکړے شو.