د حزب اختلاف يوولس ګوندونه لګيا دي پۀ ملک کښې جلسې کوي. وړومبنۍ لويه جلسه پۀ ګوجرانواله کښې وه، بيا پۀ کراچۍ او کوټه کښې ئې لويې لويې جلسې کړې دي . څلورمه جلسه ئې پۀ دوويشتم نومبر پۀ پېښور او بله لويه جلسه ئې د دسمبر پۀ ديارلسمه لاهور کښې ټاکلې شوې ده. اپوزيشن دريځ لري چې د کال دوه زره اتلس ټاکنو کښې دوي سره پۀ رڼا ورځ ټګي شوې ده او د دوي مېنډېټ غلا کړے شوے دے . دوي وائي چې د اولس سره شوې وعدې ټولې دروغ وې او ملک د ترقۍ پۀ ځاے پۀ بل اړخ روان دے . دوي وائي چې ووټ د درنو پښو لاندې کړے شوے دے او د ووټ تقدس ته زيان رسولے شوے . اپوزيشن وائي چې دوي دوه کاله د ملک وزيراعظم او حکومت ته سينه راښکله خو هغه د اپوزيشن څۀ چې د اولس هم فکر نۀ کوي . دوي وائي چې پۀ ملک کښې ګراني ورځ پۀ ورځ پۀ زياتېدو ده او د غريب سړي ژوند ګران شوے دے . دوي وائي چې د هرې خبرې پۀ جواب کښې پۀ دوي بې بنياده الزامونه لګي، د دوي کردار کشي کېږي او د دوي د غوښتنو پۀ جواب کښې پۀ دوي د غدارۍ فتوې لګي . د اپوزيشن مشران وائي چې پۀ دوي د غلا غلتۍ تورونه ولګېدل، دوي جېلونو ته ولېږلے شول، بدنامۍ ئې وشوې خو د چا نه هم يوه پېسه هم بوده نۀ شوه . دوي وائي چې يو “چنتخب” سړے وزيراعظم کړے شوے څوک چې هېڅ اختيار نۀ لري او د ځان د بچ کولو لپاره پۀ اپوزيشن بې ځايه او بې بنياده تورونه لګوي او د سياستدانانو سره سره سياست هم بدناموي . ځکه نو اپوزيشن غواړي چې دا نا اهله، نا قابله او ناپوهه حکومت دې رخصت کړے شي، نوې او صفا ټاکنې دې وکړے شي او واک اختيار دې د اولس اصل نمائندګانو ته وسپارلے شي . کۀ پۀ موجوده حالاتو کښې د پي ډي اېم دې غوښتنو ته ګورو نو داسې ښکاري چې دا د هر پاکستاني اواز دے ځکه چې دوي سره شوې يوه وعده هم پوره نۀ شوه او نن حال دا دے چې غريب سړے پۀ ځان پورې اريان دے . کۀ يو خوا دا حالات دي چې اپوزيشن پۀ سړکونو او غريب سړے پۀ ځان اخته دے نو بلخوا حکومت ځان ناغرضه کړے دے او د اپوزيشن د نيوکو او پوښتنو پۀ جواب کښې الټه پۀ اپوزيشن تورونه لګوي . پکار خو دا وه چې حکومت د اپوزيشن سره ناست وے، د دوي خبره ئې اورېدلې وې او د حل لار ئې برابره کړې وې . خو داسې نۀ ښکاري بلکې الټه حکومت داسې ښکاري چې پۀ دې حالاتو خوشاله دے او غواړي چې اپوزيشن نور هم تېز شي او نورې هم لويې جلسې وکړي ځکه چې پۀ ګوجرانواله کښې د نواز شريف د تقرير نه پس د حکومت کوشش دا دے چې اپوزيشن او اسټېبلشمنټ د يو بل سره لاس او ګرېوان کړي او خپله صرف تماشه کوي . د حکومت د دې قسمه پاليسۍ او رويې لۀ وجې ملک خداے مۀ کړه د يو لوے تاوان او بحران سره مخ کېدے شي خو عمران خان او د هغۀ وزيران پته نۀ لګي ولې پۀ خوب اودۀ ښکاري او يا ورته خپلې کرسۍ د ملک نه هم زياتې خوږې دي . ځکه نو د اپوزيشن د جواب پۀ ځاے ئې پۀ هغوي د غدارۍ تورونه لګول شروع کړل . او دا سلسله دومره اوږده شوه چې اوس څوک هم خبره کوي نو بس هغه غدار دے . خبره صرف جلسو پورې پاتې نۀ شوه بلکې پۀ قامي اسمبلۍ کښې دننه هم د غدارۍ تنور ګرم کړے شو . اول خو پۀ ګوجرانواله کښې پۀ څلوېښت کسانو مقدمه جوړه شوه، بيا پۀ کېپټن صفدر پۀ کراچۍ کښې مقدمه درج شوه او دغه شان بيا خبره بېنرونو او پوسټرو ته ووته . د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر سردار اياز صادق پۀ کېس کښې خو حدونه تمام کړے شول ځکه چې هم د هغۀ پۀ حلقه کښې د هغۀ خلاف پوسټرې ولګېدې او ورته د غدارۍ پټکے پۀ سر کړے شو. خو عجيبه دا وه چې پۀ دغه پوسټرو کښې د پاکستان د لوےدشمن نرېندر ا مودي تصوير هم ؤ . هم دغه شان دغه پوسټرو باندې ليکلے شوي وو چې “لۀ اړخه محبان وطن” خو بيا وروستو پته ولګېده چې دا مهم پۀ مبينه توګه د عبدالعليم خان لۀ خوا چلېدلے ؤ . اوس نو دې کښې به سړے څۀ ووائي . بيا پۀ اسمبلۍ کښې دننه هم عجيبه کار وشو. سردار اياز صادق پۀ خپل بيان غدار خو د پلوامه پۀ اړه د فواد چوهدري پۀ بيان هر څوک خاموش . ګينې کۀ وګورو نو د هندوستان پۀ ميډيا کښې زيات شور د فواد چوهدري پۀ بيان جوړ شوے ؤ ځکه چې هغه وفاقي وزير دے او هندوستان د هغۀ خبرې لۀ زيات وزن ورکولو. او کۀ دلته خلکو د اياز صادق بيان ناقابل معافي جر م ګرځولو نو بلخوا د هندوستان د يو شخصي ټي وي سره پۀ خپلو خبرو کښې فواد چوهدري ووئيل چې داسې قسمه خبرې سياستدانان د يو بل خلاف کوي او زياته ئې کړه چې اياز صادق دغه خبره د ارمي چيف خلاف نه بلکې د حکومت خلاف کړې ده . بس نو خبره ختمه . خو نا، خبره نۀ ده ختمه او لا به رېشلې کېږي ځکه چې حکومت ترې خپلې سياسي ګټې پورته کول غواړي ځکه خو ورپسي څو ورځې پس د اطلاعاتو وزير شبلي فراز ووئيل چې دا اياز صادق خبره به پس منظر ته تلو ته نۀ پرېږدي او وې وئيل چې وخت راغلے دے چې اوس يو بل مسلم ليګ جوړ کړے شي . لکه د اپوزيشن د سوالونو او غوښتنو جواب يا خو غداري دے او يا د الزامونو پېټے . يعنې حکومت سره څۀ جواب نشته او چې څوک هم خولۀ پرانېزي نو بس هغه غدار دے . دا سټرېټجي به د حکومت د سوچ مطابق د دوي لپاره سودمنه وي خو د ملک لپاه بېخي د اندېښنې وړ ده . پۀ جمهوري ملکونو کښې د حکومت او اپوزيشن ترمنځه اړے ګړے او تاو تريخوالے راځي خو حکومت د لويې سينې مظاهره کوي او حالات قابو کوي ځکه چې د ملک د چلولو او اولس ته د اسانتياو راوړلو ذمه واري ټول پۀ ټوله د حکومت وي . او بيا سياست خو نوم د بصيرت او حکمت دے خو دلته د حکمران جماعت پۀ شکل کښې داسې يوه ټوله مسلط ده چې بصيرت او حکمت ورته پته نۀ لګي ولې د ځان دشمنان ښکاري . د سياسي رواياتو، جمهوري اقدار او اخلاقياتو ترمخه کۀ وګورو نو جلسې کول، سړکونو ته راوتل، خپل اولس او ووټر متحرک کول او هغه د خپلې بيانيې نه خبرول او د نااهل حکومت پۀ کارکردګۍ خبرول او خپله خبره کول د هر ګوند حق او ورسره فرض هم دے . هم دغه شان هم د دغه اصولو ترمخه د حکومت ذمه واري وي چې اپوزيشن واوري، جائز غوښتنې ئې ومني او د مسئلو د هواري لار برابره کړي . خو هغه د چا خبره چې چا ته ئې وائې! دلته خو د وزيراعظم نه تر وزيرانو ټولو دا نيت کړے چې مونږ نېک يو، پارسا يو، پرښتې يو، لمنې مو پاکې او مخ مو قبلې ته دے او بلخوا ئې دا سبق رټه کړے چې اپوزيشن غل دے، د ټولو خرابيو يواځينے سوب دے، غدار دے او ملک ئې لوټ کړے دے . کۀ يو نو مونږ يو ګينې نو هېڅ نشته . لۀ بده مرغه چرته چې هم داسې يو سوچ راسخ شي نو هلته بيا د خبرې وقعت ختم او د حل لارې ډېرې ګرانې شي . نن پۀ دې ملک کښې هم د دغه سوچ خاوندان د واک او اختيار مالکان دي او د خبرې پۀ زور نه بلکې د ډنډورې پۀ زور يقين لري . داسې ښکاري چې ټول ډنډورچيان دي، پۀ غوږونو کښې ئې مالوچ ايښي دي او بس لکه د طوطيانو لګيا دي . اګر چې د مسئلو دوران د خبرو اترو امکان کله هم نۀ رد کېږي او يو نه يو فريق يوې نه يوې خبرې ته ضرور غاړي ږدي خو د موجوده حکومت رويه او انداز بېخي بدل او د روايتي اصولو خلاف دے . اپوزيشن يوه خبره کوي او وزيراعظم عمران خان وائي چې اېن ار او نۀ ورکوم . د دې اېن ار او نۀ ورکولو دا خبره دومره زړه، مخلې او بې خونده شوه چې اوس پرې د سي اېس اېس پرچو کښې سوال هم نۀ راځي . مونږ خو دا اورېدلي دي چې پۀ سياست کښې جنګ او زغل پۀ نظريو او نعرو وي خو د حکومتي جماعت لۀ خوا خبره شخصياتو ته اوړېدلې ده . پۀ سياست کښې د رواياتو ترمخه د مسئلو حل لټولے شي خو دلته د حل پۀ ځاے د مسئلو او کشالو اور ته د حکومت لۀ خوا لمن وهلې شي . مونږ پۀ عام ژوند کښې ګورو چې کله هم پۀ يو کور کښې څۀ مسئله جوړه شي نو د هغه کور مشر د حل لپاره هر ممکن کوشش کوي او کۀ دغه کوشش کښې د هغۀ ذاتي نقصان هم کېږي نو هغې ته نۀ ګوري خو خپل کور بچ کوي . نن د پاکستان د وزيراعظم پۀ حېث د عمران خان ذمه واري جوړېږي چې کۀ نور هېڅ هم نۀ شي کولے خو چې د الزامونو او تورونو نه نور لاس واخلي . د اېن ار او قيصې دې پرېږدي ځکه خلک اوس پۀ دې هر څۀ پوهه دي . هم دغه شان د غدارۍ دا سلسله واره ډرامه دې هم پاے ته ورسولے شي ځکه چې اوس خلک پوهه دي چې کۀ باچا خان ؤ او کۀ فاطمه جناح وه، ولي خان ؤ او کۀ بهټو، يو هم غدار نۀ ؤ او نن خو دغه سودا بېخي نۀ خرڅېږي.