لکه څنګه چې مجلسيان د غزل يا د چاربېتې نه وړاندې رباعي يا ټپي وائي نو زۀ هم د خاکې نه وړاندې يوه واقعه پۀ لنډو ټکو بيانول غواړم. دا واقعه ځکه بيانول ضروري دي چې د دې پۀ وجه دې خاکې ليکلو ته اماده شوے يم.
دا واقعه ما چرته لوستلې وه چې ابونصر یو غريب سړے ؤ چې يوه ښځه او ماشوم زوے ئې ؤ. يوه ورځ دے او کورنۍ ئې لوږې بدحاله کړل نو دے بهر ته ووتو چې د خپلې علاقې لوے عالم او بزرګ ئې وليدلو. هغۀ ته ئې خپل حال ووې. برزګ ورته ووې دې سيند کښې جال وغورځوه خداے به خېر کړي. د ټکه پۀ کښې دوه قیمتي مهيان ونخښتل. هغې دومره روپۍ وکړې چې د خوراک ښۀ مناسب سامان پرې وشو. دے پۀ خوشحالۍ کورته روان ؤ چې پۀ لاره ئې يوه ښځه او ماشوم وليدل. د ښځې سترګې د اوښکو نه ډکې وې او ماشوم ئې د لوږې نه ناقلاره ؤ. هغۀ فرياد کولو چې زۀ اوږے يم او مور ورته د اوښکو پۀ ډکو سترګو وئيل بچے غلې شه څوک د خداے ښۀ بنده به راله د خوراک غم وکړي. دۀ چې دا مور او زوي په دغه حال کښې وليدل نو زړۀ کښې ئې ووې زما ښځه، ماشوم زوي او دې ښځه او ماشوم کښې څۀ فرق دے. د خوراک ټول سامان ئې دوي له ورکړو. دې سره د ماشوم پۀ شونډو مسکا خوره شوه او د ښځې د غم اوښکې د خوشحالۍ پۀ اوښکو بدلې شوې. ابو نصر روان شو. کله چې خپلې کوڅې ته ورسېدو نو يوسړي د خلقونه د دۀ تپوسونه کول چې چا ورته پۀ ګوته کړو. هغه سړي ووې ما سره ستا د پلار دېرش زره درهمه امانت دے. ما څو کلونه تا پسې سوال جوابونه کړي وو خو ته رانغلې. د مرګ او ژوند پته نۀ لګي نو دا دے تاله مې دا رقم را وړے دے هن دا واخله.
ابونصر وائي ما وګڼل چې دا ماله خداے تعالي د دغه صدقې بدل را کړو نو پس له دې مې پۀ زرګونو لاکهونو د صدقې پۀ توګه ورکړې او پۀ دې ډېر باوري وم خو دے وائي چې يوه شپه مې خوب وليدلو چې د قيامت ورځ ده. هر چا سره حساب کتاب کېږي. زما نېکۍ او بدۍ چې تلې ته واچولې شوې نو د نېکو نه مې د ګناهونو تله درنه وه. خو دې کښې فرشتو د هغه غريبې ښځې دوه اوښکې او د ماشوم مسکا چې تله کښې واچول نو د ګناهونو نه د نېکو تله ډېره درنه شوه. زما د نورو نېکو عملونو پۀ مقابله کښې دا ما ته وړوکے غوندې عمل ښکاره کېدو خو وزن ئې د نورو زرګونو لاکهونو درهمو د صدقې نه زيات ؤ. نو زۀ هم کوشش کوم چې د دې بنده روح خوشحاله کړم. دا ئې پۀ مونږه یو قسم له بدل راپورې دے چې دۀ تل زمونږه پۀ شونډو مسکا خوره کړې ده. د دۀ پۀ مرګ زما د سترګو نه دوه څلور اوښکې څڅېدلې وې. ولې چې دے وروستي عمر کښې صاحب کتاب او نصاب شوے ؤ خو صاحب اولاد نۀ ؤ. د دې ورته ډېر احساس ؤ. اکثر به ئې د دې ذکر کولو او کله کله خو به ئې د محرومۍ نه ډک اشعار هم وليکل لکه يوځل ئې خپله ګيله رب ته داسې کړې وه.
چې اولاد نه دې محروم کړم لويه خدايه
دا د کوم جرم سزا ده زما ربه
خفه نۀ يم کۀ خفه شم څۀ به وکړم
ستا رضا، زما رضا ده زما ربه
پس د مرګه به مې څوک د دعا نۀ وي
بس هم دا زما ژړا ده زما ربه
خوبيا به ئې ځانله خپله تسلي ورکړه. دې زړۀ سوي بنده تل خپل غمونه او دردونه پۀ خپل وجود زغملي او بيا ئې خپلې مجبورۍ، بې وسۍ او محرومۍ پۀ داسې ښکلې طريقه سينګار کړې وې چې چا به ئې کلام اورېدلو يا لوستلو نو کله کله به ئې بې اختياره پۀ بړق بړق وخاندل ګنې نو مسکا خو به ئې پۀ شونډو ضرور خورېدله. لکه د هر ټوقمار پۀ خپله ښۀ کړېدلے او ژړېدلے ؤ. د مشهور کاميډين چارلي چپلن قول دے چې زما باران پۀ دې وجه خوښ وي چې دې کښې د بنده د اوښکو پته نۀ لګي خو هغه ټول عمر نور خلق خندولي وو.
د دۀ مثال هم لکه د ګل ؤ چې د ازغو مېنځ کښې به خندان ؤ ګنې نو د پېدائش پۀ څلورمه ورځ ئې پلار وفات شوے ؤ چې د پښتنو پۀ معاشره کښې داسې ماشوم ته سپېرۀ وئيلے شي بلکې د غريبانانو بچي خو هسې هم سپېرۀ وي چې نۀ پۀ تن پټ وي او نۀ پۀ ګېډه ماړۀ وي. د يتيمۍ او د غريبۍ څپېړو داسې وهلے ؤ چې د دغه هر څۀ نخښې ئې پۀ څهره کښې تر اخره صفا ښکارېدلې.
پۀ دنياوي توګه بدقسمته او سپېرۀ ؤ خو پۀ ادبي توګه خوش قسمته ؤ او دا د پښتو ادب خوش قسمتي ده چې داسې شاعر پۀ کښې پېدا شو او د يو طنزيه او مزاحيه شاعر پۀ توګه ئې لره او بره پښتونخوا کښې د شهرت نغارې وغږېدلې. ابتدا کښې لږه موده ئې سنجيده شاعري کړې وه. وروسته ئې هم ځنې سنجيده نظمونه، څهرې، قطعات او مرثيې وغېره ليکلې دي خو چې د نوموړي شاعر مراد شينواري صېب پۀ مشوره ئې مزاحيه شاعري شروع کړه نو بس هغه د چا خبره چې خټه او ګټه ولګېدل. د هر محفل ښکلا شوه او چې کله ئې خپل مشهور نظم “چاقو” وليکلو نو د هرچا پام ئې ځان ته راوګرځولو.
نۀ پۀ ويښه نۀ پۀ خوب رانه بېلېږي
چې مې يار هم څوکيدار زما چاقو
څنګه تېر به رانه شي قيصه خانه کښې
فتح کړے دے ټول ښار زما چاقو
تماچه چې کله ووينې کونټي شي
ګوره څومره دے مکار زما چاقو
داد محمد دلسوز او چاقو لازم او ملزوم وو اوس هم چې کوم محفل کښې چاقو ياد شي نو ورسره دلسوز يادېږي او چې چرته د دلسوز ذکر وشي نو ورسره چاقو يادېږي. دا د چاقو تصور پرې داسې خور شوے ؤ چې خپله هم د ژوند تر اخري کلونو تر څو ئې چې ږيره نۀ وه پرېښې نو سم چاقو به ښکارېدلو.
خپله ئې راته وئيل دې چاقو نظم مانه سم چاقو جوړکړے دے. هغه ورځ مې ځان پۀ يوتصوير کښې وليدو نو ځان راته بېخي د چاقو غوندې ښکارېدلو. دا به ئې هم وئيل چې زما هډو ښۀ تصوير نۀ راځي. څو څو ځله داسې شوي دي چې خپل پۀ کېمره ويستلے شوے تصوير به ئې وليدلو نو وبه ئې وئيل دا خو ډېر بدرنګ دے. دا زما تصوير نۀ دے دا خو بس چاقو دے نو.. يوه ورځ ئې وئيل کله کله چې شيشې ته ښکاره شم نو د ډاکټر اسرارصېب دا شعر راته ياد شي.
جوړ ائينه را پورې ټوقې کوي
دومره بې خونده موشاده مې نۀ وه
د هغۀ د تصوير پۀ حقله د هغۀ دوست او کلي وال پروفېسر داورخان داود يوه قطعه ليکلې و:
يوکس پۀ ځېر ورته کتل وئيل يې
چې دا تصوير خو زما وران وتے دے
ما ورته ووئيل چې اے نېک بخته
چې دا تصوير خوستا پۀ شان وتے دے
دلسوز چې پۀ کومه زمانه چاقو نظم ليکلے ؤ نو لا دلته دومره ډېرې جديدې وسلې نۀ وې راغلې نو دا به وسله ګڼلې شوه او مستانه هلکانو به د ځان سره پۀ بډه يا جېب کښې چاقو ګرځولو. قسم قسم چاقوان به ښار کښې خرڅېدل چې کمانېدار او د دير چاقوان ډېر مشهور وو. خو د دلسوز چاقو پۀ ټولو کښې خاص ؤ ولې چې د دۀ فضائل د نورو د ټوپکو تماچو نه هم زيات وو. دا د يو نوموړي شاعر چاقو ؤ او هرڅوک پرې مئين وو. تر دې چې د عدم تشدد پلویانو به ئې هم چاقو خوښولو. بهرحال پۀ دغه موده کښې بلکې ډېر وروستو هم تر ډېرو کلونو پېښور ښار کښې دا رواج ؤ چې ځاے پۀ ځاے، واړۀ لوے بدمعاشان وو.
دې بدمعاشانو سره به د ځوانانو يوه مناسبه ډله وه چې کوم بدمعاش به يواځې يا سره د ډلې کابلۍ ته راغلو نو هوټل کښې د ناستې سره به ئې خپل کمانېدار چاقو پۀ يو خاص انداز کښې خلاص کړو چې د هغې ټکار به خلق ځان ته متوجه کړل. بيا به دغه بدمعاش خپل چاقو د لرګي پۀ مېز پۀ زور ووهلو چې ورسره به دغه چاقو نېغ پۀ مېز کښې ودرېدلو. د دې مطلب به دا ؤ چې دا ناست بدمعاش د ټولو نه معتبر دے او څوک ئې د جواب نشته. خو کله کله به داسې وشول چې بل د دۀ نه لوے بدمعاش يا سرتېزه تن به راغلو نو د دۀ چاقو به ئې د مېز نه وويستو، لرې به ئې ګزار کړو او خپل چاقو به ئې پۀ مېز کښې د دۀ غوندې ښخ کړو. دې نه وروستو به بيا بدمعاشانواو د هغوي بړېڅو يو بل پۀ چاقوانو وهل. نن هغه چاقوان نشته خو د دلسوز چاقو هم هغه شان د خپلو صفاتو سره موجود دے. او تر څو چې پښتو ژبه وي د داد محمد دلسوز چاقو به هم يادېږي.
دلسوز ما پۀ کال ١٩٨٣ز کښې پۀ وړومبي ځل د حمزه شينواري صېب پۀ ځاے کښې ليدلے ؤ او هم پۀ وړومبي ملاقات کښې ئې راته خپل نظم چاقو اورولے ؤ بلکې دا ما ژوند کښې پۀ وړومبي ځل اورېدلے مزاحيه نظم ؤ چې ډېر خوند مې ترې اخستے ؤ. د دلسوز شکل، خبرې او کلام درېواړه ساده باده وو. پۀ ګپ ګپ کښې به سنجيده شو او سنجيده خبروکښې به ئې ګپ شروع کړو. دغه شان ئې شاعري هم وه چې د هر قسمه مصنوعيت نه پاکه وه .
غنم رنګے خړ مخ، اوچته پوزه، وړې سترګې چې تر يو حده ورننوتې وې. کافي حده پورې ګنجے سر چې تل به ئې سپينه يا خړه ټوپۍ پۀ سر کوله. خړې پړې جامې، چشمې پۀ سترګو، وچې څپلۍ، څادر پۀ اوږه او ورسره يو زوړ سائيکل ؤ چې بس هم دا ئې کل کائنات ؤ خو پۀ دې حال کښې مست او شکر ګزار ؤ.
د خبرو انداز ئې ساده او تر يو حده بې ترتيبه غوندې ؤ ولې د مينې او اخلاص نه ډک بنده ؤ. د هغۀ د هر چا سره مينه وه او پۀ بدل کښې ئې ورسره هر چا مينه کوله. د شعرونو د اورولو ئې يو خاص انداز ؤ چې لکه د دۀ د خبرو ساده او زړۀ راښکونکے ؤ. لکه د شعر د اورولو نه پس ته به ئې ووې فلانے صېب څۀ توجه نۀ راکوي خو بیا هم لګیا یم نو. کله کله به ئې مزاحيه غزل يا نظم کښې ناڅاپه سنجيده د ډېر ښۀ معيار شعرونه ليکلي وو.
ارباب لنډۍ د اربابانو کلے دے چې لوے لوے جائيدادونه ئې لرل ولې د وخت تېرېدلو سره دغه اربابان هېر شول. دوي مړۀ شول او جائيدادونه ئې تقسيم شول. نن چې څوک د دغه کلي نوم اخلي نو ورسره وائي دا د پروفېسر داورخان داود او داد محمد دلسوز کلے دے. دې دواړو ښاغلو د خپل کار او زيار پۀ حواله لوے نومونه پېدا کړي دي.
دلسوز دغه زمانه د تعليم پۀ محکمه کښې بابو ؤ . حمزه بابا له به مونږه هم ډېر ورتلو او دے به هم اکثر هلته ؤ. کله کله به د مراد شينواري صېب دېرې له هم راتلو. پېښور کښې کېدونکې اکثرو مشاعرو او غونډو له به هم راتلو. دفتر ئې هم زمونږ پۀ لاره هشنغرۍ کښې ؤ نو کله کله به مو ورپېښه کوله چې د دۀ پۀ حقله راته بيا ډېر معلومات شول.دا معلومات څۀ نېغ پۀ نېغه د دلسوز او څۀ د هغه د نزدې پېژندګلو نه راته وشول چې ځنې ډېر دلچسپ هم دي. د هغې ترمخه دلسوز پۀ کال ١٩٣٨ز کښې ارباب لنډۍ کښې پېدا شوے ؤ. تر لسمه ئې سبق وئيلے ؤ او د ځوانۍ پۀ موده کښې ئې شعر و شاعري شروع کړې وه. سنجيده شاعري به ئې کوله خو څۀ خوند مزه ئې ډېره نۀ وه. هم دغه دوران کښې د مراد شينواري سره تعلق ئې جوړشو چې هغه هم دغه وخت کښې د ملېشې د نوکرۍ نه راغلے ؤ او د بل روزګار پۀ تکل کښې ؤ. هسې هم د دغه کورنۍ د حمزه بابا نه واخله تر نمسي الطاف پورې د نيم لېونو سره خاص مينه وه. د مراد صیب زوے الطاف سره ما یو داسې دلچسپ نیم لېونے لیدلے و چې هغۀ ته به ئې ګوپي وٸیلو. د دۀ اواز به پۀ ډېرو خبرو خراب شو او پۀ نخښتې مرۍ به ئې خبرې کولې. دۀ له به پۀ دې سخته غصه ورتله چې چا با به د دۀ پۀ وړاندې ووې چې ما جېل کښې افسر اخلي. لویه ډله به ورپسې وه. دې کښې یو د بېنک منېجر هم شامل ؤ چې هغه به د ډیوټۍ په ځاے تل د ګوپي خبرو ته ناست ؤ. پۀ دې وجه د نوکرۍ نه معطل شوے هم ؤ.
خېر مراد شينواري له دلسوز پۀ ګوتو ورغلو چې د هغۀ سره ئې طبع ولګېدله او چې د دۀ کلام او خبرې ئې واورېدلې نو د سنجيده پۀ ځاے ئې ورله د مزاحيه او طنزيه شاعرۍ مشوره ورکړه. دلسوز پرې هډو پۀ سبا له عمل شروع کړو خو دې دوران کښې دلسوز لږ وخت پس پۀ ذهني توګه ډېر ګډ وډ او ورک شو. مراد شينواري خو باچا سړے ؤ. دلسوز کۀ ؤ، ؤ او کۀ نۀ ؤ، نۀ ؤ ولې د هغۀ پلار حمزه بابا يوه ورځ هم د مراد شينواري نه تپوس وکړو چې هغه يو هلک به راتلو دلسوز هغه څۀ شو نو مراد ورته ووې خبر نۀ يم خو هغه پۀ ذهني توګه ګډوډ ؤ کېدے شي کلي کښې پروت وي ځکه چا راته وئيلي دي بېمار دے. بله ورځ حمزه بابا پۀ لويه تنه کلي ته ورغلو. دلسوز ئې دم کړو او د دۀ مور او ورور له ئې تسلي ورکړه چې خداے به ئې ښۀ کړي. د علاج د پاره ئې ورله د خپل وس مطابق سل نيم روپۍ هم ورکړې او واقعي دلسوز څو مياشتې پس نۀ صرف سم دم شو بلکه د تعلیم محکمه کښې نوکر هم شو. افرين شه او د دلسوز پۀ پښتنه مور شه چې هغې دلسوز ته وصيت وکړو بچے ستا ډېر ملګري وو خو د سختې پۀ وخت دې يو هم تپوس له رانغلو. دغه يو بابا درله راغلو. نو پلار دې نشته او پکار ده چې ترعمره د دۀ خدمت لکه د خپل پلار غوندې وکړې. او دلسوز د مور پۀ وېنا تر ژونده هم دغسې وکړل بلکې د حمزه بابا د وفات نه پس ته د هغۀ د زوي مراد شینواري، بیا د هغۀ د زامنو سجاد، جواد او تر نمسي فواد ئې دا سلسله پۀ نره وپاله.
د حمزه بابا د کورنۍ هرې غم ښادۍ له تګ ئې پۀ ځان فرض کړے ؤ. د حمزه بابا شېدائي او ريښتونے مئين ؤ. د هغۀ د کتابونو ټول سټاک او حساب کتاب به د دلسوزسره ؤ. حمزه بابا باندې ئې ګڼ نظمونه وخت پۀ وخت ليکلي وو او ورسره ئې خپل عقيدت ښکاره کړے دے. حمزه بابا هم ورته تل د يو کشر پۀ نظر کتلي او پۀ يوغزل کښې ئې وئيلي دي .
چې حمزه ئې د ګوښې نه رابهر کړو
د دلسوز د تقاضو وېره پکار ده
دلسوز کښې خوش مزاجي او ګپ هم ډېر ؤ. ما ورته يوځل وئيل چې تۀ وايې زۀ ځوانۍ کښې پۀ ذهني توګه ګډ وډ شوے وم نو دا څۀ قيصه وه. نو راته ئې ووې دا اوږده قيصه ده خو لنډه دا چې غريبي او بې روزګاري وه. ولي محمد طوفان صېب يوه د پښتو رساله چاپ کوله نو زۀ به اکثر ورتلم. دغه زمانه کښې افغان قونصلېټ قيصه خوانۍ کښې ؤ نو دلته چې کوم قونصلر ؤ د هغۀ غلام حسن صافي نوم ؤ. هغۀ به د پښتو کتابونه او رسالې اخستې خو چې څوک به هلته ورتلل نو سپېشل برانچ او د نورو د خفيه ادارو کسانو به نوټ کول. ما چې دوه درې واره هلته رسالې يوړې نو پۀ نظر کښې ئې راغلم. بس دوي راپسې شول. هر ځاے ته به چې لاړم نو دوه درې کسان به مې ليدل چې زما څارنه کوي نو څۀ خو هسې هم نېستۍ او ذهني ګډوډۍ وهلے وم څۀ د دوي څارنه شوه نو سم لېونے شوم نو کور پرېوتم. ما ورته وې تا ته د هغه وخت څۀ خبرې یا کارونه ياد دي چې تا به څۀ کول نو پۀ خندا کښې ووې چې دوه خبرې راته يادې دي او دواړه دلچسپې دي. يوه دا چې زۀ به کټ کښې پروت وم نو ما ته به ځان د يو لوے ولي قبر ښکاره کېدلو او داسې به مې ګڼل چې خلق زما د مزار نه چاپېره ګرځي او طواف کوي. بل دا چې پۀ دغه حالاتو کښې يو ځل پير بابا له يواځې لاړم. هلته مې دعاګانې وکړې او د پير بابا نمسو دم کړم خو د کرايه نه علاوه راسره دوه نيم سوه روپۍ وې. بس د هغه ټولو روپو مې د رانجو يوه غټه ګټه واخسته او کورته مې را وړه. هغه وخت دا ډېر لوے رقم ؤ. بيا چې ښۀ شوم نو يوځل مې مورته ووې چې دا د رانجو ګټه چا راوړې ده او پۀ دې به څۀ کوې. نو هغې راته ووې نېک بخته دا خوتا راوړې ده. ډېره موده به چې دا خبره را ياده شوه نو خندا به راتله.
يو ملاقات کښې ئې راته دا هم وئيلي وو چې دا لېونتوب ګورې پۀ هر چا نۀ راځي. دا پۀ هغه چا راځي چې حساس وي. د بېدار زړۀ خاوند وي، اخلاص مند او مينه ناک وي. تۀ ګوره پۀ ځناورو کښې يواځې سپے لېونے کېږي. د دې وجه هم دا ده چې سپي کښې مينه او وفاداري ډېره وي نو څوک ئې مني او کۀ نۀ خو لېونتوب يوه اعلٰي درجه ده.
کومه موده کښې چې به دلسوز او مراد یو ځاے ګرځېدل نو دواړو به ځانونه د یو بل نه زیات سپېره ګڼل. یوه ورځ دواړه د ډبګرۍ کوڅو کښې روان وو او د خپل مستقبل په حقله ئې پۀ ویښه خوبونه لیدل نو مراد شینواري ووې مونږ به هله ښۀ شو چې پۀ وطن کښې یو زبردست انقلاب راشي او ټول وساٸل پۀ انسانانو برابر تقسیم شي خو دلسوز ووې نه جي مونږ به هله ښۀ کېږو چې بره د اسمان نه راباندې د سرو زرو یا ملغلرو باران وشي. دغلته د مومندانو یو کور ؤ چې پۀ بره چت ئې چېلۍ ساتلې وه او د هغې د پچو نه ډک شاپر ئې ښکته راغورزولو چې پۀ دې دواړو راپرېوتو. بره نه چې زنانه دا ولیدل نو معافي ئې وغوښتله خو دوي دواړو چې یو بل ته وکتل نو خندا ئې نه قابو کېدله او وٸیل ئې د ملغلرو په ځاے راباندې سوټې راوورېدلې. بیا ئې داسې شعرونه هم پرې لیکلي وو.
نۀ مو ګډه نۀ چېلۍ شته
ورته ووایو چې کچې
ملغلرې چې مونږ غواړو
راورېږي پۀ مونږ پچې
د دریاب پۀ غاړه ناست یو
ولې شونډې مو دي وچې
مومندان پۀ ښار کښې ډېر شو
هر ځاے اورو غوچې غوچې
د دلسوز یوه لویه خوبي دا وه چې چا به ورسره بد کړي وو نو هغه به ئې نۀ یادول خو چې چا به ورسره ښېګڼه کړې وه نو تل او هر ځاے به ئې د هغې ذکر کولو لکه د خپل کلي بشیر خان به ئې هر وخت ډېر پۀ احترام یادولو چې هغه د تعلیم محکمه کښې بهرتي کړے ؤ. حافظه ئې ډېره ښۀ ده. د هر شاعر اديب د ډاک پته به ورته ياده وه. د ډېرو د ټيلي فون نمبرونه هم ورته ياد وو. يوعادت ئې دا هم ؤ چې چا ته به ئې خبره کوله نو خلۀ به ئې د هغۀ غوږ ته ډېره نزدې کوله. کله کله به داسې ښکارېدل لکه چې خلۀ ترې اخلي. ډېرو ورته وئيلي هم وو خو د دلسوز پۀ دې څۀ پرواه نۀ وه.
يو وخت داسې ؤ چې اېبټ اباد ته ئې بدلي شوې وه نو د دوي ډائرېکټر تعليم ادريس خان ؤ. هغه ته ئې منظوم درخواست ليکلے ؤ چې ما ته دلته مشکلات دي او ما پېښور ته بدل کړه. هغۀ بدل کړو خو څۀ مياشت دوه پس هغه وفات شو. پۀ ایوب صابر او حمزه بابا ئې د وفات نه لږ وړاندې نظمونه ليکلي وو. يوه ورځ ئې د “د ساهو ليکونکيو مرکه” کښې کلام اورولو چې پۀ کښې د قلندر مومند صېب ذکر ؤ. ما قلندر صېب ته غلې غوندې ووې چې دلسوز نن سبا پۀ چا نظم وليکي نو نېغ ئې ګورته رسوي. قلندر صېب ورته پۀ خندا کښې ووې دلسوز صېب ګورې خيال کوه هسې هم ښۀ نۀ يم او دا ماته چې کومه اطلاع رارسېدلې ده نو کۀ دا صحيح وي چې ستا پۀ نظمونو خلق تخته کېږي، زۀ به درته دوه درې تنه وښايم او سم د زړۀ د اخلاصه پرې نظمونه وليکه کۀ چرته خداے واخستل نو ډېر ثواب به دې وشي. د محترم اسرار د طورو صېب سره ئې اشنائي او همځولتيا وه. دوي دواړو به يو بل ته منظوم خطونه ليکل چې ځنې پۀ کښې چاپ شوي هم دي. مياشت دوه پس به ارومرو د هغوي تپوس له مردان ته تلو او د هغۀ حال احوال به ئې معلومولو. چې د چا وادۀ، سنت يا غم له به لاړو نو ترعمره به ترې هغه تاريخ نۀ هېرېدلو. اکثر به ئې منظومې سهرې هم ورله ليکلې.
پروفېسر داورخان داود ئې کليوال، همځولے او کلک ملګرے ؤ. دواړو به د يو بل ډېر احترام کولو او خپلو کښې به ئې ازاد ګپ هم لګولو. پروفېسر صېب راته يوځل د دۀ پۀ وړاندې وئيل چې دلسوز نه کله کله غېر ارادي طور هم د خندا خبرې، لطيفې او نور کارونه صادر کېږي لکه چې ما ئې خپله يوه قطعه کښې ذکر کړے دے. دا به درته واورم .بيا پروفېسر صېب خپله د دلسوز يوه چشم ديد واقعه پۀ قطعه کښې ليکلې راته واوروله.
يو سړي بل ته دا دعا کوله
شمله دې ستا لري اوچته مولا
نۀ ؤ پټکے د دۀ ټوپۍ پۀ سر وه
زما ئې خوږ کړلې کُلمې پۀ خندا
داور خان داود صېب به دا هم وئيل ما ته ملګري وائي چې تا د داد محمدد لسوز نه مزاح نګاري زدکړه، کله کله طنزيه مزاحيه شاعري کوي خو دلسوز ستا نه نثر نګاري زده نۀ کړه ځکه دلسوز نثر نۀ دے ليکلے.
د دلسوز د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ دي. وړومبے کتاب ئې “دلسوزيات” دے او دوېم “شواخون” نومېږي. درېمه شعري مجموعه ئې هم تياره وه. چې د هغې “سرخوږے” نوم دے خو دا چاپ نۀ ده. دا وروستے کتلب ئې کلچر محکمې ته د چاپ پۀ غرض ورکړے ؤ خو هغوي بیا کتابونه چاپ نۀ کړل نو ډاکټر اباسین یوسفزي دغه مسوده ملګري لیکوال عصمت سوراني صېب ته ورکړه چې د دې کمپوزنګ وکړي نو دا سرخوږے نوم ورله هغۀ ایښے دے او دا کتاب ئې د چاپ پۀ طمع پروت دے.
د دۀ د وړومبۍ شعري مجموعې پۀ حقله يوه دلچسپه خبره دا ده چې زما ماشومانو يوځل خپلو کښې لوبې کولې نو يو به بل ته وې چې دې المارۍ کښې ما ته فلانے کتاب وښايه هغۀ بل به ورپسې ګرځېدو او معلومولو به يې. دې کښې ناڅاپه يو ووې “دلسو ۔۔۔ زيات” کتاب وښايه. زۀ حېران شوم چې دلسو ۔۔۔۔ زيات کتاب پۀ کښې لا کوم يو شو؟ خو څۀ وخت پس بل ماشوم ووې. هغه دے . ومې ليدلو. ما چې وکتل نو دا دلسوز کتاب “دلسوزيات” ؤ. د هغۀ پۀ کتابونو دومره ډېرو خلقو سريزې ليکلې دي چې کۀ دغه ځانله چاپ کړے شي نو يو ښۀ مناسب کتاب ترې جوړېدلے شي.
د عاجز خوي او انکسارۍ يوه زبردسته نمونه وه. ځان به ئې د بل نه ډېر ښکته او کمزورے ګڼلو. پېژندګلو خلقو کښې به چې د چا غم ښادي وه نو ضرور به ئې ځان ورته پۀ وخت رسولو خو کله چې د دوي کورودانه وفات شوې وه نو پۀ وخت ئې جنازې له مونږه نۀ وو تلي او پۀ دې راته ډېر افسوس ؤ خو پۀ درېمه ورځ زۀ، قلندر مومند صېب، زبېرحسرت او غالباً ځلان مومند پۀ ټانګه کښې د دوي کلي ارباب لنډۍ ته دعا له ورغلو. دلسوز چې څنګه قلندر مومند صېب پۀ ټانګه کښې وليدلو نو رامنډه ئې کړه. ډېره وارخطائي پرې راغله او دغه وار خطايۍ کښې چې قلندر صېب ته ورغاړوتولو نو وې وئيل يره څۀ سپېرۀ ښځه وه. قلندر صېب ورته حېران غوندې وکتل وې ولې نو دلسوز ووې بس چې ژوندۍ وه نو زۀ ورسره کړېدم او دا دے پۀ مرګ باندې ئې ستاسو غوندې لوے لوے خلق پۀ تکليف کښې اخته کړل. د دلسوز خپل بچي نۀ وو، خپل ورېرونه ډاکټر خليل الرحمان او د هغۀ بل ورور ئې لکه د خپلو بچو لوي کړي ؤ. خو بدقسمتي ئې دا وه چې ډاکټر خليل الرحمان د دۀ پۀ ژوند وفات شو چې دې لوے غم هغه ډېر بې کوره کړے ؤ. پۀ وروستي عمر کښې پۀ زړۀ ډېر نرے، شکي مزاجه او وهمي ؤ. کله کله خو به ئې لکه د ماشومانو پۀ وړه خبره بې اختياره وژړل خو ورسره شېبه پس ته به ئې بيا پۀ يوه وړه خبره وخاندل. د دې خبرې به ئې ډېر ارمان کولو چې کۀ صاحب اولاد وم نو ښۀ به وه. پۀ وروستي عمر کښې حج له تلے ؤ او پۀ دې ډېر خوشحاله ؤ چې ما غوندې غريب او ګناه ګار بنده خداے خپل کورته بوتلو.
د هغۀ تکيه کلام دا ؤ چې هرې خبرې سره به ئې وئيل معافي غواړم. زۀ به اخبارونوکښې وم نو د هر شاعر اديب پۀ مړينه د غمرازۍ او تعزيت بيان به ئې خامخا راوړلو. یوه ورځ یو مجلس کښې ما دا خبره یاده کړه نو لوے لیکوال م ۔ ر شفق صېب راته پۀ دې حقله یوه دلچسپه واقعه واوروله چې رېډیو پاکستان پېښور کښې زما نوې نوې ورځې وې، پخواني د خبرونو سپرواٸزر شمس الدین صېب به چې ما له د چا پۀ وفات د کوم وزیر لۀ خوا د تعزیت خبر راکولو نو ورسره به ئې راته دا هم پۀ خندا کښې وٸیل “داد محمد دلسوز بهی اس غم میں برابر کے شریک هیں”:
د دلسوز یو عادت دا هم ؤ چې ځنې ستانه دارو لیکوالو له به ئې لس شل روپۍ نغدې ورکولې خو دا به ئې تل ورکولې. نوموړو لیکوالو شېخ نورعلي نور او عصمت سوراني له به ئې هم دا رقم ورکولو. عصمت سوراني صېب وٸیل ما ورته یوه ورځ ووې دلسوز صېب نن سبا پۀ شلو روپو څۀ کېږي دا رقم لږ سېوا کړه نو پۀ اخره به ئې پنځوس روپۍ راکولې. د دلسوز پۀ شاعرۍ کښې نۀ خو کومه فلسفه وه، نۀ ابهام او نۀ څۀ مشکل الفاظ. بس نېغ پۀ نېغه به ئې د ژوند خبرې پۀ ظريفانه اندازکښې بيانولې.
پۀ نامه د هغۀ خداے مې دا وېنا ده
چې اووۀ نيم شلې روپۍ زما تنخواه ده
د تنخواه مثال پۀ شان د مونګ پلو دے
مونګ پلي خو بس د لارې مشغولا ده
د ډېرو مشهورو غزلونو پيروډي ئې هم ليکلې وې او دې فن کښې ډېر ماهر ؤ. دې نه علاوه ځنې داسې مشهور غزلونه او قطعات ئې هم شته چې وروستو ځینو شاعرانو ددۀ نه ځينې مصرعې اخستي او د دۀ د کتاپ وغېره حواله ئې نۀ ده ورکړې لکه دا يوه قطعه ئې پۀ “دلسوزيات” نومې کتاب کښې چاپ ده کومه چې دۀ ډېره وړاندې ليکلې وه. د هغې وړومبے شعر څۀ داسې دے.
چا پۀ فريب وخوړه، چا پۀ دهوکو وخوړه
يو څو شوکمارو، يو څو غلو وخوړه
دا وړومبۍ مصرعه ئې يو شاعر روغه راخستې او سندره ئې پرې ليکلې ده چې يو نوموړي سندرغاړي دغه سندره وئيلې او ډېره مشهوره شوې ده.
دلسوز د لويو سره لوے او ماشومانو سره ماشوم ؤ بلکې اکثر به د ځوانانو سره ناست پاست ؤ او بې غمه به ئې ورسره ګپونه لګول. دا پرواه به ئې نۀ کوله چې زما او د دوي عمرونو کښې ډېر فرق دے. دفتر کښې ئې هم ځان له د ګپ ماحول برابر کړے ؤ. يوه ورځ زۀ ورغلے وم نو چې کوم استاد يا استاذه به راغله او ورته به ئې ووې بابو صېب نو دلسوز به ورته د ټکه ووې زۀ اوس بابو نه اسسټنټ ډائرېکټر يم خو هغوي به بيا پۀ بې خیالۍ کښې ووې بابو صېب، دې سره به دۀ ووې هلکه معطل ئې کړئ، او يا ورله تنخواه بنده کړئ، دوي افسران نۀ پېژني. بيا به ئې شېبه پس خپله ووې تاسو ته ګناه نشته زما شکل د افسرانو نۀ دے.
د دلسوز پۀ مزاح کښې خاص خبره دا ده چې پوچ ګوئي پۀ کښې نشته، عامې او دلچسپې خبرې دي. ډېر شعرونه ئې پۀ اولس کښې مشهور دي او خلقو ته ياد دي لکه دايو شعر به ئې ذکر کړم چې خپله د هغۀ هم ډېر خوښ ؤ.
دا چې ما ته اوس د مينې نظر نۀ کړې
دا خو ږيره ده سپينېږي خامخا
دا خندېدونکے او خندونکے بنده د وجود پۀ لحاظ مونږ کښې نشته خو ښکلي يادونه او شعرونه به ئې تل ژوندي وي.
پیښور ۔ ١٥/ ١٢ / ٢٠٢١