الف جانه خټکه:د ازادۍ د غورځنګ مبارزه لیکواله – فېروز خان صادق

د پښتو انقلابي شاعره او د ازادۍ د غورځنګ ستره مبارزه او د فخرِ افغان باچا خان د کاروان خدائي خدمتګار تحريک فعاله نومياله قام پرسته ليکواله محترمه الف جانه خټکه پۀ بنيادي توګه د صوبه خېبر پښتونخوا د سوېلې ضلعې کرک پۀ يو کلي احمدي بانډه کښې د خداے بخښلي غني شاه صاحب کره زېږېدلې وه. د مرحومې د زېږون نېټې مختلفې ليکلې شوې دي چې پۀ هغو کښې ستر محقق محترم همېش خليل پۀ خپل مشهور تاليف “د قلم خاوندان” پۀ مخ نمبر 143 د دې د زېږون نېټه اتۀ ویشتمه فروري 1929ز ليکلې ده او هم د همېش خليل صاحب پۀ يو بل تاليف “پښتانۀ ليکوال” مخ 469 ئې د زېږون نېټه شپږمه روژه 1360ز چې د کال 1927ز سره سمون خوري، ليکلې شوې ده. خو د پروفېسر ډاکټر وزير شاداب د وېنا او ليکلې شوې هغه مقالې چې د الف جانه خټکه پۀ حقله ئې ليکلې ده او بيا د محمد عثمان خټک د ليکلي هغه مضمون چې پۀ اتلسم اپرېل 2017ز پۀ ورځپاڼه “وحدت” کښې د “الف جانه خټکه” تر سر خط لاندې چاپ شوے دے؛ دا دواړه ليکوال پۀ يو وخت د الف جانه خټکه سره مخامخ شوي وو او د الف جانه خټکې څخه ئې د مرکې پۀ صورت کښې معلومات حاصل کړي وو. پۀ دغه موقع دوي ته الف جانه خټک وئيلي وو چې زما د زېږون کال 1931 دے. ځکه نو هم دا ئې صحيح د زېږون نېټه ده. دا پۀ داسې وخت کښې زېږېدلې وه چې پۀ برصغير د انګرېزانو قبضه وه. هر طرف ته مسلمانان د غلامۍ پۀ جغ کښې ګېر وو. د دې د کورنۍ يو شمېر مشران او ځوانان د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ د تحريک سرګرم غړي وو. هم پۀ دغه ماحول کښې الف جانه خټکه پرورش وموندو او د رواياتو تر مخه د يوې جينۍ مکتب نه تګ هډو ممکن نۀ ؤ، ځکه نو دې د خپلو مشرانو څخه پۀ کور تعليم شروع کړو او د اتم او لسم نه پس ئې نور تحصيلات هم حاصل کړل. عن تر دې چې پۀ پښتو او اردو کښې ئې د ماسټرۍ ډګرۍ واخستې او بي اېډ ئې وکړو. وروستو ئې د ماسټر حليم محمد د ټيري د زوي محمد ظفر سره وادۀ وشو. کۀ څۀ هم دا وادۀ کامياب نۀ شو او د دواړو ښځې او خاوند تر منځه اختلافات پېدا شول چې پۀ نتيجه کښې ئې الف جانه خټکه بېرته د پلار کور ته لاړه او د کلي پۀ هغه سکول کښې ئې د معلمۍ پېشه اختيار کړه چې د جينکو وړومبے سکول ؤ. وروستو بيا پۀ دې سلسله کښې د کرک او کوهاټ پۀ مختلفو سکولونو کښې دې خپل خدمات ترسره کړل او بيا د تعليم د محکمې څخه د ډویژنل اېجوکېشن افسرې پۀ توګه پنشني شوه. د دې سخر ماسټر حليم محمد د خپل وخت نوموړے شاعر ؤ ځکه د الف جانه خټکه سره به ئې هم محنت کولو او د دې ليکونه به ئې د نظر څخه تېرېدل او اصلاح به ئې ورته کوله.

د باچا خان پۀ ادارت کښې خپرېدونکې مياشتنۍ مجلې “پښتون” ته به ئې هم لېږل چې پۀ دغه مجله کښې به ډېر پۀ اهتمام سره چاپ کېدل او يو وخت داسې هم راغلو چې الف جانه خټکه د “پښتون” باقاعده ليکواله شوه. د دې د لوستونکو شمېر هم زيات شو او ورسره به ئې باچا خان ته خطونه هم رالېږل چې پۀ کښې بعضې تنقيدي ليکونه هم وو. پۀ کومو به چې باچا خان ډېر خوشحالېدو او وئيل به ئې چې ډېر شکر دے چې پۀ پښتنو مېرمنو کښې هم تنقيدي صلاحيتونه پېدا شو. الف جانه خټکه شاعري د خپل ملک او قام د ازادۍ د پاره کړې ده او د دې خاورې هر اوسېدونکي ته ئې د ازادۍ درس ورکړے دے. د انګرېز خلاف ئې د بغاوت نعره پورته کړې ده چې يوه نمونه ئې پۀ دې شعرونو کښې څرګنده ده:

نادان هندوستانیان پېرنګي بیا وغولول

ما ټوقه وه ګڼلې دۀ رښتيا وغولول

درې کسه مداريان د ولايت نه وو راغلي

هندو، سکهـ، مسلمان ئې د انډيا وغولول

خلاف ئې د مذهب پۀ نوم پېدا کړو هندوستان کښې

نن دېر و حرم دواړه کليسا وغولول

دا دوه به سره خپل وي کۀ دریم پۀ منځ کښې نۀ وي

پۀ پټو مشورو کښې ئې بيا بيا وغلول

يورپ او امريکا سترګو ته واچولې خاورې

کم عقل ساده خپل ئې د اېشياء وغولول

دکور دننه ځاے ئې يو فريق ته هم ور نۀ کړو

کانګرس او مسلم ليګ ئې پۀ بېديا وغولول

سوکړک د هندوستان ئې ورته درې څلور ټکړې کړو

بې صبره ماشومان پرې زړې نيا وغولول

د دې شعرونو څخه دا اندازه ولګېده چې الف جانه خټکه د مسلمانانو د ازادۍ پۀ تحريک کښې څومره فعال کردار لوبولو او د حالاتو څخه څومره خبر وه. کۀ يو طرف ته ئې د ازادۍ اهميت پۀ نظر کښې ؤ او مسلمان ملت ئې د خپلواکۍ پۀ ارزښت پوهولو نو بل طرف ته د انګرېز د مکر او فرېب څخه هم خبره وه او هم دغه حالات ئې خپلو افکارو کښې وړاندې کول. کۀ يو طرف ته پۀ زنانو ليکوالو کښې د ازادۍ جنګ د قلم پۀ ذريعه سيده بشريٰ بېګم مرحومې کړے دے نو هم پۀ دغه لاره الف جانه خټکه هم تلې ده. بيا پۀ تېره د پښتون قام د بېدارۍ او خپلواکۍ د احساس ورکولو د پاره ئې د خپل قلم پۀ ذريعه خپل شعرونه داسې رقم کړي دي:

پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کړه!

بيا پۀ دنيا کښې د پرېوتي پښتون نام پورته کړه!

ګوره قامونه ټول پۀ بام د ترقۍ وختل

تۀ څۀ له ګورې؟ ترقۍ پۀ لوري ګام پورته کړه!

“فخرِ افغان” نه مې پېغام د ترقۍ راوړے

پۀ دواړو لاسو دا پېغام پۀ احترام پورته کړه!

د خپلې ژبې ترقي چې دې هېره نۀ شي

د انګرېزۍ پۀ شان معيار د خپل کلام پورته کړه!

نر کۀ دماغ وي ستا د قام ښځې ئې زړۀ وګڼه

کۀ ترقي دې وي مقصد، د دې مقام پورته کړه!

د الف جان نصيحت بيا واوره عمل پرې وکړه!

پښتونه پورته شه قامونو کښې خپل قام پورته کړه!

د ذکر شوو شعرونو څخه معلومېږي چې الف جانه خټکه خپل ټول علم او عمل د خپل قام د ازادۍ او سوکالۍ د پاره وقف کړے ؤ او تل ئې پۀ دې مبارزې کښې مصروف ژوند تېر کړے دے. د ازادۍ نه پس ئې د مسلمانانو حکمرانانو طرز عمل ته خيال شو نو يو ځل ئې بيا د مبارزې خيال پۀ زړۀ کښې راغلو ځکه چې پاکستان د جوړېدو نه پس هم د پښتون قام حالت ډېر قابل د رحم ؤ. د دوي سره د حکومت چلن سم نۀ ؤ. مشران ئې پۀ جېلونو کښې بندي شوي وو. مختلف قسم بندېزونه پرې لګېدلي وو خو دا داسې وخت ؤ چې الف جانه خټکه د نورې مبارزې توان د لاسه ورکړے ؤ ځکه نو د خاموشۍ ژوند ئې خپل کړو خو بيا هم پۀ دې دوران کښې ئې د قام بچو ته د ازادۍ او خپلواکۍ اهميت پۀ ګوته کولو او د باچا خان بابا او نورو اتلانو کارنامې ئې ورته ښودلې. هم دغه وجه ده چې نن هم پۀ دې خاوره خصوصاً د الف جانه خټکه پۀ سيمه کښې اوسېدونکي پښتانۀ د علم پۀ کالو هم سينګار دي او د ازادۍ اتلان هم پېژني.

د الف جانه خټکه کلام پۀ کورس کښې هم شامل دے او د دې پۀ نوم پۀ بانډه داؤد شاه ضلع کرک کښې د جينکو ډګري کالج هم جوړ شوے دے. د پښتون قام او پښتو ژبې دا لويه مبارزه ليکواله مېرمن الف جانه خټکه پۀ څوارلسم ستمبر2019 د خالي پۀ ورځ د اتۀ اتیا (88) کالو پۀ عمر کښې د ورپېښې ناروغۍ لۀ امله وفات شوه او پۀ پینځلسم ستمبر2019 د اتوار پۀ ورځ پۀ خپله پلرنۍ هدیره کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

پۀ ګور ئې نور شه!

ضرورت د دې خبرې دے چې د الف جانه خټکه ټول ليکونه زر تر زره چاپ کړے شي او خاص و عام ته ورسولے شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …