پان اسلام ازم د نيوهسټورسزم پۀرڼاکښې

د عالمګير حکومتونو تاريخ مونږ ته دا خبره واضحه کړې ده چې پۀ اکثره دنيا حکومت کوونکو کښې تر ټولو ياد حکومت د يونانيانو ؤ چې د مقدونيه سکندر پکښې د وسله وال طاقت پۀ زور د عالمګيريت سرخېل ياديږي. د دې نه وړاندې هم د هخمنشيانو تهذيب مشهور دے، خو پۀ دې کښې د عالمګيريت رواجي اساسي محرکات پۀ څرګنده توګه فعال نۀ دي. بيا ورپسې د رومن امپائر (رومن امپراطوري) يادېږي چې اګسټس سيزر ئې اولنے سالار ؤ، جوليس سيزر پکښې ډېر مشهور دے چې کله ئې سياسي بريا ترلاسه کړه نو ډېر زر مطلق العنانيت ته ګامزن شو او قتل کړے شو. دا سلطنت هم لکه د سابقه سلطنت لوے تاريخ لري. ورپسې دې لړ کښې د مسلمانانو سياسي تاريخ عالمګير يادېږي چې پۀ څو پېړيو خور دے. د دوي د زوال نه پس د پېرنګيانو هغه سياسي سلطنت ته دوام حاصل ؤ چې ورپورې مشهوره وه چې د دوي پۀ سلطنت کښې نمر نه ډوبېږي، بيا د دې نه پس تر اوسه پورې د امريکا حکومت پۀ ټوله نړۍ کښې عالمګير يادېږي. د اخر الذکر دوه سلطنتونو د حکومت بڼه، وقوعاتي ساختونه او طرزِ حکومت د سابقه سلطنتونو نه ډېر جدا دي.

د نړۍ د دې ټول سياسي تاريخ نه پۀ قامي او بېن المللي کچ د حکومت او اقتدار د حصول لپاره مشترکه کوټلي او ټاکلي قوانين او لوازمات پۀ نظر راځي. هر هغه قام چې دا لوازمات
پۀ کومه سطحه ترلاسه کړي دي، پۀ هم هغه سطح ئې د نړۍ پۀ حکومت کښې برخه اخستې ده. دغه ياد کوټلي او ټاکلي قوانين او لوازمات کښې د مذهب د جائز مقام ټاکنې پۀ لړ کښې د مسلمان مفکرينو نه تر اوسه پورې بلها بې توله افراط و تفريط (اعدام او تجاوز) شوے دے. اګر کۀ د قامونو د

اقتدار پۀ مدوجزر کښې زمونږ سره پۀ معلوم تاريخ کښې داسې يو مثال هم نشته چې يو قام پۀ نړيواله سطحه د اقتدار نه راغورځېدلے وي او بيا ئې پۀ نړيواله سطح اقتدار حاصل کړے وي.

پان اسلام ازم هم د يادې رويې يوه زوروره کړۍ ده. عموماً د دې ډانډي او رګ رېښه د سيد جمال الدين افغاني سره تړلې پۀ نظر راځي. سيد جمال الدين افغاني د مسلمانانو يو ډېر نيازبين او معروف مشر دے. د مسلمانانو وابستګي ورسره د عقيدت حد ته رسېدلې ده1. د موصوف د زېږون ځاے پۀ حقله د مؤرخينو اختلاف دے. د يروشلم پۀ هبرو پوهنتون (هبرو يونيورسټي اف جروشلم) کښې د سياسياتو پروفېسر جېکب لنډاو (Jacob Landau) د کتاب مطابق هغه د بعضې مؤرخينو پۀ نيز د کابل سره نزدې يو ځاے کښې پېدا شوے دے2 خو بعضې نورو محققينو دا خبره سپينه کړې ده چې نه، هغه ايران کښې د حمدان ښار سره جوخت اسداباد نومې ځاے کښې پېدا شوے ؤ3. د دوي د وفات کال اتلس سوه اووۀ نويم 1897)ز( او د زېږون کال ئې اتلس سوه او نهه دېرشم 1839)ز( دے. ياده دې وي چې دا موده ټول پۀ ټوله د ګرېټ ګېم منځومانه کښې راځي.

د پان اسلام ازم اصطلاح پۀ حقله هم مختلف نظرونه دي. شيرين اسلم4 پۀ دې حقله يوې مقاله کښې مختلف نظرونه راجمع کړي دي چې يو پکښې دا هم دے چې سر محمد اقبال خپلې يوې مرکه کښې د دې اصطلاح مؤجد يو فرانسيسي صحافي ګرځولے ؤ چې نوم ئې ورته ياد نۀ ؤ. دا رنګ ئې د مستشرقينو پۀ حقله هم حوالې راوړې دي چې دا اصطلاح ئې پۀ نولسمه پېړۍ کښې مروج کړې وه. د دې تصور مرکزي خيال د اسلام افاقيت ؤ. عجيبه خبره دا ده چې کله هم د افاقيت يا عالمګيريت دا تصور منځ ته راځي نو د سياست پۀ لاره د اقتدارِ محض سره پېوستون ئې ډېر جوت وي. د اسلام د افاقيت نه هېڅ انکار نشته خو دا افاقيت د اقتدار سره دومره تړون او لازمي نسبت نۀ لري څومره چې پۀ سياسي تاريخ کښې ورسره د مسلمانانو مفکرينو پاتې شوے دے. د يوې صالحه معاشرې د قيام پۀ لړ کښې د نړيوال کچ اصولي معيارونو پۀ باب له د اسلام افاقيت مسلّم دے، د قيامِ رياست او حصولِ اقتدار سره ئې رشته ثانوي ده. نتيجتاً کۀ د اقتدار پړاو ترلاسه کېږي، هغه ډېر بدل څيز دے.

پۀ هرحال، پان اسلام ازم د دې خطې مسلمانانو ته د اسلام د عالمګيريت او افاقيت يو سياسي ورژن ورکړو او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د ټهېکې اخستو پروجيکټ ئې ورپۀ غاړه کړو. دا اصل کښې يو هوائي، تخيلاتي، ائيډيل او يوټوپيائي تصور ؤ. علامه محمود احمد عباسي د پان اسلام ازم د تصور مؤجد اول ډرومن وولف (Drummond Wolff) ګرځولے دے5.

د دې تصور رامنځ ته کېدو پۀ دورانيه کښې ګرېټ ګېم پۀ خپل عروج باندې ؤ. ګرېټ ګېم باقاعده يو تاريخي عصر او تناظر دے، اګر کۀ د دې شهرت وروستو کلونو کښې بام ته ورسېدو.

مؤرخين د سلطنتِ برطانيه او سلطنتِ روس تر منځه د نولسمې پېړۍ د زياتره برخې پۀ دورانيه کښې د افغانستان، مرکزي او وسطي ايشياء د ګاونډي ملکونو پۀ مېدان کښې سياسي، سفارتي، زېرِ زمين او ظاهري محاذ بندۍ ته د ګرېټ ګېم نامه ورکوي. دا هغه عصر دے چې د مسلمانانو د زوال د انتها پېل ګڼلے کېږي. سلطنتِ مغليه نړېدلے دے، روس د مسلمانانو د قفقاز ازاد رياستونه فتح کړي دي، ازبکيان هم مفتوح شوي دي، پېرنګيانو پۀ افغانستان متعدد جنګونه مسلط کړي دي، انډونيشيائي او ملايه قامونه د مغرب کالونۍ جوړې شوې دي، الجيريا د فرانس لۀ خوا فتح شوے ده، تيونس د فرانس پۀ ولقه کښې ګېر دے، مصر د پېرنګيانو پۀ پنجه کښې دے، عثماني سلطنت مشرقي اروپا کښې د مسلمانانو اکثري خطې لکه بوسنيا او بلغاريه نورو غېر مسلمو ته حواله کړي دي، سوډان کښې هم د پېرنګيانو راج جوړ دے ـــ

دې ټوله منظرنامه کښې پان اسلام ازم د امت مسلمه لپاره د اميد يو څرک جوړيدل ډېر پۀ اسانه ذهن قبلوي. سيد جمال الدين افغاني د دې تصور لپاره دومره متحرک او فعال کردار ادا کړو (د مسلمانانو د شانداره ماضي او پۀ دنيا بيا د يو مقتدر قام پۀ توګه د رامنځ ته کېدو د خوب تعبير کښې) چې خلقو ورته د پان اسلام ازم مؤجد او سالارِ اول ووئيلو.

پۀ مسلمانانو کښې دا يو عجيبه رواج دے چې د فکري تحريک هر ډانډے د خلافت/ دورِ نبوت/ قدامت سره پۀ څۀ نه څۀ تعلق تړلے کېږي. د پاکستان بنياد د محمد بن قاسم ديبل ته د راتګ سره، يا د نظريه پاکستان تصور د خوشحال او رحمان بابا پۀ شاعرۍ کښې ـــ داسې نور بلها مثالونه دي چې د دې خاورې اولاد کښې پرې رخنه اچولې شوې ده.

هم دا رنګ د پان اسلام ازم علمبردار هم پان اسلام ازم پۀ درې حصو کښې وېشي ـــ اغاز ئې د دورِ نبوت نه کوي او د دې د اولني عصر اختتام پۀ اتلسمې پېړۍ کوي ـــ دوېم عصر د اتلسمې پېړۍ نه تر کال نولسوه او څليریشتم 1924)ز( پورې ګڼلے کېږي چې د خلافت خاتمه وشوه. هم دا دورانيه وه چې د مروج پان اسلام ازم صورت پذيري پکښې وشوه. پۀ اوليت کښې جمال الدين افغاني او د متحده هندوستان پۀ منطقه کښې سر محمد اقبال د دې تصور جرار پلويان وو. درېم عصر ئې د نولسمې او شلمې پېړۍ هغه برخه ده چې نېشنلزم د پان اسلام ازم ځاے نېول شروع کړل. دا رويه ډېره رواجي ده او د تقدس لپاره ډېره مؤثره هم ده. هر هغه خيال، تصور او فلسفه چې خپل علمي وقعت لري، حقيقتاً د هېڅ قسمه قدامت، تاريخيت او تقدس محتاجه نۀ وي، هغه خپل حېثيت او مقام پۀ خپله د ټاکلو قدرت لري. د خارجي شهادت ضرورت ورته محض د تفهيم او ادراک پۀ دائرو کښې مطلوب وي.

تېرو کرښو کښې چې د ډرومن وولف کوم ذکر شوے ؤ، غواړم دلته د هغې حوالې وضاحت او تاريخي استشهاد لپاره د نيوهسټورسزم د tool (فکري اوزار) پکارونه وکړم. دغه موصوف يو پېرنګے ساستدان ؤ چې پۀ کال اتلس سوه او دېرشم 1830)ز( کښې زېږېدلے ؤ او کال نولسوه اتۀ 1908)ز( کښې مړ شوے ؤ. د حسب نسب لۀ رویه د پلار اړخ نه يهودي ؤ او مور ئې د برټش ګورنمنټ د مشهور وزيراعظم رابرټ والپول (Robert Walpole) د کورنۍ نه وه. ابتداء نه ئې پۀ فارن اٰفس کښې کار کولو. د لنډن ګزټ د 1855ز اګست مطابق دا سړے د برټش لۀ خوا قسطنطنيه او مصر ته د هغه سياسي مسئلې لپاره پۀ يو مشن واستولے شو کوم ته چې تاريخ کښې “ايسټرن کوئسچن (Eastern Question) وئيلے کېږي.

د روس ترکي جنګونو پۀ نتيجه کښې روس د خلافتِ عثمانيه سره نښتے ؤ او ډېرې علاقې ئې ترې لاندې کړې وې. پېرنګيانو د خپل سياسي رقابت پۀ وجه د عثماني خلافت ملاتړ کولو، د کريميا د جنګ تاريخ زمونږ مخې ته دے. دا مفروضه اصلاً پۀ اسانو ټکو کښې د خلافتِ عثمانيه نه د وتلو علاقو پۀ منځ کښې راپېښ متزلزل سياسي، سماجي او سفارتي صورتحال کښې د بېن الاقوامي سټو د مفاداتو جنګ ؤ. وروستو دغه موصوف د برټش ګورنمنټ لۀ خوا ايران او سپېن کښې د سفارت کار پۀ حېث ډېره موده کار کړے دے.

پروفېسر عباسي چې تېرو کرښو کښې ئې حواله تېره شوه، ليکلي دي چې دا ډرومن وولف هغه زېرک او چالاک سړے ؤ چې سيد جمال الدين افغاني او د سلطان عبدالحميد ثاني غوندې خلقو نه ئې مهره جوړوله. دۀ د پان اسلام ازم تصور دې د پاره څو قابل قبول مسلمان ليډرانو ته پۀ يو داسې مثبت انداز پېش کړے ؤ چې اکثريت خلقو ته تر اوسه يو جینوين اسلامي تحريک ښکاري؛ حال دا چې دا د پېرنګيانو د روس پۀ خلاف يو سياسي سازش ؤ. هم دا وجه وه چې خلافتِ عثمانيه او امير عبدالرحمان جمال الدين افغاني ته ډېر زر جواب ورکړو.

ابوالکلام ازاد هم اول اول کښې د دې تحريک نه اميدونه وابسته کړي وو خو وروستو بيا مکمل خاموش ښکاري، مطلب دا چې د دې لغم ته ور رسېدلے ؤ.

دوېم د اسلام “يونيورسلزم” پۀ پان اسلام ازم کښې داسې پکار راغلو لکه د پښتنو پۀ پکارونه کښې چې “غېرت” څنګه پکارولے شوے دے ـــ درېم د جغرافيې پۀ ځاے ائيډيالوجي ته زيات اهميت ورکولو پۀ اٰړ کښې پېرنګيانو د نيو نېشنلزم لاره هم د دوي نه خطا کوله ـــ څلورم د پان اسلام ازم انټليکچول ساخت پۀ مصر کښې تيارېدو، مورچه ئې ورته کابل نه جوړه کړې وه او د سويت يونين لاره نېول پکښې هم حاصلېدل ـــ پنځم د ګرېټ ګېم د لاندې مسلمانان د بل اړخ نه هم دې پېرنګيانو د عرب نېشنلزم پۀ تصور تقسيمول ـــ شپږم د پان اسلام ازم پۀ دې ترڅ کښې د مسلمان نه د هند سره مشترکه د باهمي ورورولۍ ماضي هېره کړي، تاريخيت د پښو لاندې کړي او نوي معيارونه رامنځ ته کړي. د دې انجام بيا وروستو د دوه قومي نظريې پۀ صورت کښې پۀ يو بل علمياتي منهج کښې رامخې ته کړے شو.

د دې نه پس د مشل فوکو (Michel Foucault) د تاريخي ادراک د نظريې پۀ پکارونه اوس دلته د جديديت د ډسکورس يو درېم مخ د پان اسلام ازم پۀ صورت کښې راڅرګندول غواړم. دا زاويه نظر پۀ دې وجه هم ډېر ضروري دے چې د پان اسلام ازم د وجې سيد جمال الدين افغاني ته د جديديت اسلامي سالارِ اول هم وئېلے کېږي.

د هر عهد يو حاوي فکر (اپسټيم/(Epistem وي چې هغه د دې عهد تمامي ذهني، ثقافتي، معاشي، سياسي او علمي شعبو او طور طريقو ته محيط وي. هم د دې حاوي فکر پۀ وسيله تمامي ذهني رويې او ثقافتي ادارې د مسائلو ادراک کوي. “جديديت” پۀ خپلو بلها تعبيراتو کښې يو تعبير د دې حاوي فکر پۀ عملي او وقوعاتي صورت کښې څرګندوي. يعني دا د يو دور حاوي فکر دے چې پۀ دغه مذکوره دائرو کښې اثر انداز کېږي. اوس نو د يو پوره عهد پۀ دومره متنوع دائرو اثر انداز کېدونکے فکر ظاهره ده چې د معنې يوه تهه خو به نۀ لري، څۀ جهات او تِهـ در تِهـ مدوجزر به هم لري. دې لړ کښې جديديت پۀ درې برخو وېشلے کېږي. يوه ماډرنټي ده، د نشات ثانيه نه پس چې پۀ مغرب کښې پۀ علمي او سماجي سطح کوم بدلون راغلو، انتهروپالوجسټ دې ته د ماډرنټي نوم ورکوي. دا بدلون هم د ياد حاوي فکر پۀ وجه وجود مومي.

بله برخه ماډرنائزيشن ده ـــ دا د نوي صنعتي سماج د وجې رامنځ ته شوو معاشرتي هلوځلو او بدلونونو ته محيط ده.

درېمه برخه ماډرنزم ده ـــ دې کښې جمالياتي زاويه مرکزيت لري او پۀ فلسفيانه رغوڼه کښې ئې درې جهات يعني عقليت، داخليت او خود مختاريت شامل دي.

جديديت يو داسې پروجيکټ ؤ چې فعال محرکاتو کښې ئې روشن خيالي او هيومنزم شامل وو. دې انساني ذات ته يوه خودکاره افاقي جامه ورواغوسته، دا ئې د زمان مکان د قېد نه ماوراء وګڼلو، دا ذات درون او بيرون (ځان او دنيا) د تعقل پۀ سوب پېژني. تعقل ته ئې تر ټولو لويه درجه وروبخښله ـــ هم دا رويه وه چې د سائنس د پرمختګ ذريعه جوړه شوه او يو داسې صورتحال ئې رامنځ ته کړو چې د صداقت د معيار لپاره ئې کُلي اختيار سائنس ته ورکړو. دا فرض کړې شوه چې سائنس همېشه د ترقۍ باعث جوړېږي. د جديديت ماڼۍ پۀ عقليت، کليت، افاقيت او ترقۍ باندې ودرولې شوه، دا ټولې نړۍ لپاره يو لوے نعمت وګڼلے شو، د يو ايقان راپېدا کولو هڅه د دې پۀ ذريعه وشوه چې دا د ټولې نړۍ لپاره د ارام سکون، امن او خوشحالۍ ضمانت ورکوي. د توهم، جهالت، بې روزګارۍ، بې وسۍ او لاچارۍ لپاره دا يو غېرمعمولي علاج وګرځولے شو. د دې پروجېکټ د لانچ کولو لپاره مغرب نو ابادياتي ملکونو نه خپلې تجربه ګاه جوړې کړې. د دې پۀ شا د علمياتي منهجونو فکري وراثتونه ور وتړلے شو. چارلس ډارون د انواع، کارل مارکس د مادي و معاشي تاريخ او فرائيډ د انساني ذهن او نفس پۀ حقله د تحقيقاتو بنياد پۀ کليت باندې کېښودوـــ يعني د هر قسمه اتهارټي او اسټېبلشمنټ يو مرکز، يوه نکته او واحد حل رامنځ ته کړے شو.

هم دې بهاو کښې سيد جمال الدين افغاني غوندې مخلص او نابغه هستيانې هم توې شوې، د هغۀ شاګرد د مصر مفتي اعظم شېخ عبدهٌ تر دې حده د جديديت غلام شو چې د بېنک د سُود پۀ باره کښې ئې د جواز فتويٰ جاري کړه6.

د عالمِ اسلام اولنے سړے ؤ چې د سرمايه دارانه نظام د مضبوطولو لپاره ئې دومره لوے جرأ ت وکړو.

پۀ پان اسلام ازم کښې هم د جديديت پۀ شان د افاقيت، کليت، روشن خيالۍ، عقليت او عالمګيريت پۀ آړ کښې درانۀ، اوږدۀ او خواږۀ خوبونه خلقو ته وښودلے شو. د دې د ايقان استدلال دا دے چې تاريخي عهد يو دے او حاوي فکر يو دے، ورسره ورسره پۀ اقتدار ناست ټولګے يو دے. پۀ نظري زاويه اوس د جديديت او پان اسلام ازم ترمنځه څومره نزديکت ثابت شو!!!

دې عهد کښې د جديديت پۀ علمياتي منهاج کښې داَلْعَوَام کَالْاَنْعَام(اولس پۀ مثال د څاروو وي) او داَلسُّلْطَان ظِلّ الله(باچا د خداے سیورے وي) پۀ ثنويت قائمه مفکوره چې د سرمايه دارانه نظام د تحفظ تر ټولو لويه وسله وه او د هرې خطې د مقتدرې طبقې تر منځه يوه منلې زېرِ زمين معاهده وه ـــ پۀ يو درېم مخ د پان اسلام ازم د سياسي زېږون او اطلاق پۀ شکل کښې د مسلمانانو پۀ خاوره وازمائېلې شوه!! خو چې کله د دې ټولو ضمانتونو باوجود داسې تباهۍ رامخې ته شوې چې سابقه تاريخ کښې ئې مثالونه نۀ وو، جنګ عظيم اول او ثاني، فکري يلغارونه، صارفيت او هائپر رئيلټيز (تشکيلي حقيقتونه) او داسې نور بلها ظلمتونه نو د يادو تحريکونو پۀ مخ څۀ پاتې شو؟

د پان اسلام ازم قيصه هم بدله نۀ ده ـــ د مسلمانانو د علمي مال و متاع او فکري وراثت سره سره سياسي ترقي هم پۀ تنزل بدله شوه ـــ مسلمان د تقسيم در تقسيم در تقسيم عمل پۀ چاړۀ سوري وري شو ـــ د وحدت ارمان داسې پاره پاره شو چې د بيا راټولېدو امکانات پکښې ورک شول.

زۀ دا نۀ وایم چې پۀ دې ټول سياسي اسکيم د پان اسلام ازم علمبردار پوره پوره خبر وو او بيا ئې هم ورته د عملي کولو هڅې کولې، خو سياسي ادراک او دوراندېشي ئې د دې درجې وه چې نن هم د دې تصور د علمبردارو باقيات (اخوان، جماعت اسلامي، د جامع ازهر فکري پلويان وغېره) پۀ هم هغه افکارو او لارو روان دي چې ناکامي ئې پۀ بار بار ثابته شوې ده ـــ سياسي غلطي يوه داسې مرحله وي چې ورپورې د قامونو اجتماعي مفاد او ژوند تړلے وي، ځکه تاريخ د داسې امر لپاره يوه بدله رويه خپلوي.

د پان اسلام ازم اولنو علمبردارو سيد جمال الدين افغاني، د هندوستان خطه کښې سر محمد اقبال، عنايت الله مشرقي، مصر کښې شېخ عبدهٌ او رشيد رضا نه رواخله تر د دوي د نن وارثانو سره کومه عالمي افاقي ضابطه حيات موجوده ده چې پۀ فکري او عملي توګه د انسان لپاره بالعموم او د مسلمان لپاره بالخصوص د تمامي تنزل علاج وګرځي؟

زۀ دلته دا يو سوال هم را اوچتول غواړم چې سيد جمال الدين افغاني د عمر زياتره برخه کښې د نړۍ پۀ بلها ملکونو/ براعظمونو (ايشيا، اروپا، افريقه، خليج) کښې د يو متحرک سياسي رهمنا پۀ طور ازادانه ګرځي او بيا سياسي خيالات ئې هم پۀ نړۍ د حکومت کولو دي ـــ نو دۀ ته د سلطنتِ برطانيه يا د سلطنتِ عثمانيه يا د سلطنت روس لۀ خوا څۀ مشکلات ولې نۀ پېښېږي؟

د باچاخان، نېلسن منډېلا او ابوالکلام ازاد پۀ سياسي سفر کښې خو د دۀ د خيالاتو نه زيات قابل قبول سياسي جدوجهد جاري ؤ نو بيا ولې ورسره د مقتدره ټولګو رويه بدله ده؟

 

أخذ لیکونه:

  1. Wilfrid Scwan Blunt, India Under Ripon: a private diary, London. 1909, p.112.
  2. Jacob M. Landau, the politics of Pan-Islamism, New York, Clarendon press, Oxford, 1990
  3. Nikki R. Keddi, An Islamic Response to imperialism, Los Angeles, University of California press, 1983
  4. Shireen Aslam, Pan Islamism and Iqbal.
  5. پروفېسر عباسي، مسلمان ليډر او برطانوي سياستدان، مشمولهپاکستان، خادم چارسده، اګست1948ز، منظور عامر برقي پرېس، پېښور
  6. Dawn Story of 26 June 2009,

https://www.dawn.com/news/845231

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …