د فخر افغان باچا خان ارمان – اجمل خټک

هسې خو  نن خپل دے کۀ پردے، هر څوک پۀ خلۀ هر څۀ وئيلے شي خو حقيقت دا دے چې د فخر افغان باچا خان بابا اول او اخر ارمان دا ؤ او دا مونږ ته ارمان پروت دے چې پښتون پښتون شي ځکه چې هغه وائي چې کۀ پښتون پښتون شي نو بيا دے څوک غلام کولے نۀ شي او د دې ارمان پوره کولو د پاره هغۀ بنيادي ضرورتونه د خپل ژوند او جدوجهد د عمل پۀ ډګر ښئيلي دي.

څۀ وخت چې د فخر افغان بابا د ټُوټي هډوکے بې ځايه شو او هغه پۀ خپلو پښو د ګرځېدو نه پاتې شو او پۀ مشيني کرسۍ کښې پۀ اولس ګرځېدو او پښتون ئې پۀ سوچه معنو کښې د پښتون کولو کوششونه کول، د هغې څۀ حال شو. دلته نن پۀ هغې بحث نۀ کوم بلکې دوه بنيادي خبرې کوم.

د دغه معذورۍ پۀ حالت کښې چې کابل کښې پروت ؤ او زۀ به ورسره ناست پاست وم. نو اکثر به ئې هر وخت دا ارمان کولو چې (١) پښتون مجله بيا روانه شي (٢) د هغۀ ټرسټ کار شروع کړي او مرکز (سردرياب) بيا ودان او فعال شي. (٣) دلته جلال اباد کښې زۀ تعليمي اداره جوړول غواړم چې هغه جوړه شي.

پښتون مجله شکر دے روانه شوه او ټرسټ هم کار شروع کړے دے. مرکز کۀ سردرياب پاتې نۀ دے نو پېښور ښار کښې يو ښۀ د کار مرکز ودان او روان شو. د تعليمي ادارې خبره لا پاتې ده. د لروبر ملي مشران د هغې د ارادې خبرې هم کوي. انشاء الله دا ارمان به هم پوره کېږي. د باچا خان بابا روح ګوري چې افغان پښتون څۀ کوي يعنې لوے تاريخي ملت به دا ارمانونه او د دې پۀ بنياد د پښتون نه پښتون جوړېدل او د لوے ملي تاريخي وطن او اولس ته يو زور او يو کور دا ارمان څنګه پوره کېږي. يوه ملي وينه او مينه شته. هغه رالړزېږي، راپارېږي او تاريخي ملت خپل هدف ته انشاء الله چمتو کېږي. د بابا د دې لوے تاريخي ارمان لارې چارې معلومې دي، د هغۀ د تحريک وارثان او مدعيان کۀ پۀ هغې عمل کوي نو شکر دے لروبر هېواد او نړۍ کښې د هغۀ د تحريک خدائي خدمتګار صداقت، پت او حېثيت ثابت دے او ثابتېږي. د بابا د رحلت او جنازې د کټ جلوس د پېښور د جناح پارک نه د جلال اباد شيشم باغ کښې د بابا تر کور او ګور پورې چې د لروبر افغان پښتون د ملي جذبې يو مثالي اظهار ؤ او بيا اوس اوس چې د ملي رهبر ولي خان فاتحې او جنازې ملک رالړزولے ؤ. هغه بې مثله انداز ؤ چې خپلو پردو ټولو منلے دے. دا زمونږ د ننني سياست برکت نۀ ؤ او نۀ دے. د دې ملي مشرانو د تحريک او قيادت هغه مړانه او استقلال دے چې د خپل محروم قوم، ټول ملک، علاقې بلکې انسانيت د پاره د خداے د مخلوق د خداے د پاره خدمت ؤ. د جذبې، موقف، عقيدې او ايمان سره ئې لرلو  او کولو. نن خپل اولس، سيمه او نړۍ زمونږ نه هم دغه تحريک غواړي او دنيا دې ته نۀ ګوري چې مونږ د سردرياب د مرکز پۀ شان د وښو، او خټو، لُوټو هغه جونګړه کښې ناست يو چې د ټولې پښتونخوا خدائي خدمتګارو پۀ خپلو لاسو جوړه کړې وه او ابادوله يې. کۀ د کروړونو روپو مرکز لرو بلکې دې ته به ګوري چې مونږ د پښتون د کور او ورور جوړولو د پاره خپل اولس سره، ملک سره او نړۍ سره څۀ رويه، سياست او تعلق ساتو. څۀ وايو او څۀ کوو؟

د (کالج، يونيورسټۍ) جوړولو ارمان ډېر زيات ؤ. هغۀ د جلال اباد ښار شيشم باغ ځمکه او هلته خپل  موجوده کور د دې لپاره خوښ کړے ؤ. سردار محمد داؤد خان ورسره خبره منلې وه او مرستې ته ورسره تيار ؤ او پۀ دنيا کښې او ګوند کښې ئې دوستانو سره هم خبرې کولې. د سردار محمد داؤد خان پۀ وخت کښې د دې مقصد د پاره د شيشم باغ د ټولې برخې سروے هم شوې وه. د علمي ادارو د ابادۍ ماهرانو، انجنئيرانو، معمارانو سره باچا خان صلاح مشورې هم کړې وې او کولې يې او نقشه او د ګتو ماډل هم جوړ شوے ؤ. دلته چې زۀ څۀ وئيل ضروري ګڼم هغه دا دي چې دا نن د بابا قبر کوم ځاے دے دغلته د باچا خان بابا سره صداقت، فقير خان بائيزے، منشي سحر ګل مومند او زۀ ولاړ وو او بابا راسره د خپل ارمان (د تعليمي ادارې) خبرې کولې. دې لړ کښې ئې ووئيل پۀ دې ځاے (پۀ کوم چې مونږ ولاړ وو) به زما قبر وي. صداقت صېب ووې نه بابا د يونيورسټۍ مېنځ کښې به ځاے خوښېږي نو هلته به ستا قبر وي. پۀ دې خبره بابا مسکے شو او وې وئيل کۀ زۀ د يونيورسټۍ نه وړاندې مړ شوم نو بيا؟

د فخر افغان بابا د دې تعليمي تربيتي ادارې پۀ حقله اراده دا وه چې د دې ادارې هر څۀ به پۀ هر لحاظ د نوې دنيا د جديد ترين ادارې پۀ شان وي. خو روح به ئې خدائي خدمتګاري وي او دلته به د ازادو قبائلو هغه ماشومانې داخلېږي چې بې د خدايه ئې بله اسره نۀ وي. پۀ دې منشي سحر ګل ووئيل بابا نو زما غوندې خلقو ماشومانې به څۀ کوي؟ هغۀ پۀ مسکۍ ژبه ووئيل نه اول حق د بې اسرې ماشومانو دے. فقير خان بائيزي تپوس وکړو بابا زۀ ستا خبره کښې خبرې نۀ کوم خو هسې ځان سره وايم چې ماشومان هلکان به پۀ کښې نۀ داخلېږي. بابا ووئيل زۀ کله داسې وايم. زۀ به درته اداره جوړه کړم تاسو ته دې خداے زړۀ درکړي چې داسې اداره شي چې د ټولې دنيا د نړۍ نه د خدائي خدمتګارۍ د پاره تعليم او تربيت حاصلولو له خلق دلته راځي. بابا وئيل دا ماشومانې چې دلته داخلې شي نو تر د اعليٰ تعليم او تربيت به دلته وي. د هر څۀ ذمه واري به ئې د ادارې وي. خو ملکانې به ترې نۀ جوړېږي. خدائي خدمتګارې به وي، عقيده او ايمان به ئې د خداے د مخلوق د خداے دپاره خدمت وي.(باچا خان به د دې زمانې هغه جينکو ته چې نوي تهذيب ترې څۀ نوے شے جوړ کړے دے ملکانې وئيلې).

خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا

د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا

                   نوټ: دا مضمون ارواښاد اجمل خټک صېب کال ۲۰۰۷  کښې ليکلے ؤ چې هم پۀ دغه کال “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ. اداره ئې د باباګانو د تلين پۀ موقع يو ځلې بيا د خپلو ګرانو لوستونکيو پۀ حضور کښې پېش کوي.