د ګرانۍ د زياتېدو يو شمېر لاملونه دي چې پۀ هغې کښې يو اهم د طلب او رسد (Supply and Demand) توازن دے. يعنې کله چې يو څيز مارکيټ ته پۀ زياته پېمانه راځي او خرڅ ئې د پېداوار پۀ نسبت کم وي، نو داسې ئې نرخ راغورځېږي. بل خواه کله چې د يو څيز استعمال زيات او پېداوار کم شي نو نرخ ئې پۀ بره ځي. د دې توازن پۀ ځاے ساتلو لپاره منصوبه بندۍ ته اړتیا وي چې د هر څيز پېداوار دې د استعمال کچ ته راوستې شي نو بيا د ګرانۍ مخه نيول کېدے شي. دوېم د ګرانۍ يو سبب د شيانو ذخیره کول (Hoarding) دے. دا عمل غټ سوداګر د زياتې ګټې پۀ خاطر کوي، هغوي پۀ غټ کچ د ضرورت شیان خوندي کړي او کله چې پۀ بازار کښې طلب زيات شي نو بيا ئې پۀ ګرانه بیه خرڅ کړي. د ګرانۍ درېم سبب د سرکار لۀ خوا درانۀ ټېکسونه وي، دا يو ښکاره حقيقت دے چې د حکومت امدن هم دا بالواسطه او بلاواسطه ټېکسونه دي او د دې نه ټول ضرورتونه پوره کوي خو چې کله دا د حد نه واوړي نو نتيجه ئې د ډېرې ګرانۍ پۀ صورت کښې راوځي. د ذکر شويو لاملونو نېغ پۀ نېغه تعلق د حکومت سره دے يعنې دا د سرکار ذمه واري جوړېږي چې د ابادۍ پۀ تناظر کښې د ټول کال ضرورت پۀ نظر کښې ونيسي او د هغې پۀ رڼا کښې د پېداوار لپاره ګامونه پورته کړي. او کۀ د کوم څيز د مطلوبه مقدار پېداوار پۀ مقامي کچ ممکن نۀ وي نو چې بيا هغه ائټم پۀ وخت د بهر نه راوغوښتے شي. هم دا رنګه د شيانو د ذخیره کولو مخه نيول هم د سرکار ذمه واري ده، کۀ داسې نۀ وي نو اولس به د غټو سوداګرو او سرمايه دارو پۀ رحم و کرم ژوند کوي، د غريب ژوند به ورځ پۀ ورځ لا ښۀ ګرانېږي او د سرمايه دارو بېنکونه به پړسېږي. بل دا چې پۀ ټېکس لګولو کښې د اعتدال لمن پرې نۀ ښودې شي. ځنې وخت داسې وشي چې پۀ يو شي د سرکار لۀ اړخه لګولے ټېکس د خپل اصل نرخ نه هم زيات شي. دا کۀ يو اړخ د اولس سره ظلم دے نو بل پله تجارت هم ودې ته نۀ پرېږدي.
د بره تمهيد پۀ رڼا کښې حکومت د ګرانۍ پۀ حواله پوره پۀ پوره پړ دے او کۀ خپله ذمه واري پۀ سمه توګه ترسره نۀ کړي نو د خلکو ژوند د سختو کړمو سره مخ کېږي، خو کۀ اولس پۀ اجتماعي ډول پۀ دې اړه فکر او عمل وکړي نو پۀ خپلو ستونزو کښې کمے راوستے شي. پۀ نورو ټکو کښې خپل کلتور ته رجوع او د خپل څادر سره پښې غځول د يو شمېر ستونزو د حل سامان لري.
لکه د مثال پۀ توګه وادۀ ښادي، نن سبا مونږ ته د پرديو پېښو (نقل) له امله د وادۀ نه غم جوړ شوے دے. تاسو لږ درک وکړئ نو در معلومه به شي چې څۀ موده وړاندې به زمونږ د زنانوؤ ټول کالي د سپینو وو، خو مونږ د فېصل اباد، لاهور او کراچۍ د سرمايه دارو پۀ اتباع کښې د زرو پۀ کاليو لاس پورې کړو، نو اوس ئې نه پۀ سر رسولے شو او نۀ پرېښودے. د وادۀ د ډوډۍ لپاره به خلکو پۀ کور کښې سخے، سخوندر، ګډ ساتلو. خپل څاروے به ئې حلال کړو او خړه ښورواه به پۀ مېلمنو وخوړې شوه. دلته هم پردو نقلونو رواج موندلے دے. لکه د غوښې سره ورېژې، شنې مېوې، خوږې، بوتلې او نور. پۀ داسې حال کښې بيا د وادۀ قرضونه پۀ کلونو نه خلاصېږي. کۀ بل اړخ ته وګورو نو هر څوک به پخوا وادۀ له پۀ خوشحالۍ او پۀ اسانه تلې شو. د نارينو د ډالۍ خو رواج نۀ ؤ ( ځنې نزدې دوستانو به ډله بېوله او ځان سره به ئې ګډ ګډورے بوتلو)، البته ښځو به پۀ ډالۍ کښې د خپل پټې کومه غله لکه غنم، جوار يا وربشې وړې او د وادۀ کور به ورته لږه ډېره مېوه دانه ورکړه او قیصه ختمه. اوس نه پوهېږم چې د وریژو، چیني د بورو او غوړو د ټيمانو دستور د چا دے؟ خو بس مونږ د مغزو نه خلاص مخلوق خپل کړے او اوس شرمېږو. يو بل بې ځايه او بې منطقه رسم پۀ شادي هال کښې د وادۀ هم دے، دا خو د هغه خلکو د پاره مناسب دے چې حجره، ډبه او پټے نۀ لري. اوس نو دا څومره د عقل نه لرې خبره ده چې يو څوک پۀ سوات، باجوړ، دير، بنو وغيره کښې ښۀ غټه حجره، ډبه، دالان، پټے لري او ځي چرته پۀ ښار کښې وادۀ له شادي هال پۀ ګرانه کرايه نيسي. پۀ دې پسې ماته يو حکايت راياد شو چې چا د فټ بال نه پوښتنه وکړه چې دا هر سړے دې ولې پۀ لته وهي؟ نو د فټ بال جواب ؤ چې زۀ د دننه نه ډډ يم. مونږ د خپل کلتوري احساس پۀ حواله د دننه نه ډډ يو، ګنې دا ښکاره لېونتوب نۀ دے چې څۀ خلک د کوهاټ، بنو، باجوړ، سوات ، مردان يا دير وغېره نه روان شي چې پۀ پېښور کښې خوشحالي لمانځو او پۀ کلي کښې ترې زياتره خپل خپلوان، ياران دوستان او ګاونډيان پاتې شي؟
پۀ امروزه ژوند کښې د خوراک څښاک د شيانو ګراني مونږ د ټولو نه زيات زوري، ځکه چې استعمال ئې پرله پسې وي او ژغورنه ترې نه شي کېدلې. پۀ دې اړه هم کۀ مونږ لږ زيار وباسو نو خپل اقتصاد له پوره اوګه ورکولې شو. لکه پۀ کور او د کور خوا کښې سبزيانې ټوکول، چرګې چرګان ساتل او د هغې اګۍ او غوښه پکارول، غوا مېښه ساتل او د هغې شودۀ، ماستۀ، شوملې، کچ او غوړي کارول، هم دا رنګه واړۀ څاروي لکه ګډې بيزې پالل، چې پۀ ساتلو ئې هم کوم خاص خرچ نۀ کېږي، خو ستونزه دا ده چې مونږ ټول “بابوګان” يو، پۀ سپينو کښې ګرځو او څوک جامو او لاسو سخا کولو ته تيار نۀ دي. زمونږ زنانه اوس دومره کم همته، بې هنره او تن اسانه دي چې ماشومانو له قدرې ټوپۍ هم نۀ شي جوړولې، پرتوغاښ هم نۀ شي بڼلے، تر دې چب کمېص او لوپټه ګل کارۍ له بازار ته استوي.
د کور پۀ لوښو لرګو هم مونږ د ضرورت نه زيات خرچ کوو او خپل ځايي توکي پۀ کار نۀ راولو. لکه کټ، چې د خپل غر د لرګي او بوڼ نه جوړېږي او کۀ د بازار نه ئې اخلو هم، نو مونږ ته پۀ دوه زره روپۍ تمامېږي، خو مونږ فېشن راغستي يو، دا نۀ اخلو او پۀ دېرش، څلوېښت زره بېډ جوړوو. هم دا رنګه د خاورې او لرګي د لوښو پۀ ځاے سټيل، سلور او شیشه پۀ کاروو. پۀ دې فکر پکار دے چې ايا زمونږ اقتصادي وضع دومره سيالي او فېشن برداشت کولے شي؟ کنه مونږ به ټول عمر د دې لپاره پۀ پردو ښارونو او تودو شګو کښې مزدورۍ کوو؟
د جينکو د سينګار سامان واخلئ، دا زمونږه نه درنه سرمايه ډوبوي او د څرمنې د رنځونو يو بنيادي لامل هم دے، خو مونږ پۀ پټو سترګو هر څۀ قبلوو. ګر چې پۀ پښتني کلتور کښې رانجۀ، دنداسه، خالونه، ګجرې وغېره مونږ ته نزدې نزدې وېړيا پرېوځي او کوم زيان هم نۀ لري. دا څو مثالونه د نمونې پۀ ډول راوړے شو، ګنې د ژوند پۀ هر اړخ کښې د خپل کلتور پۀ خپلولو او وسيلو کارولو ژوند اسانېدے شي.
پۀ نړۍ کښې هر څوک د خپلو وسیلو، موسم او جغرافيه سره سم ژوند تابيا کوي يعنې د خپل څادر سره پښې غځوي خو دا يو پښتون دے چې پۀ ” نقل” روان دے، د مغزو نه کار نۀ اخلي، تل د زړۀ مني او سرګردانه ګرځي.