د شلمې پېړۍ رښتونے ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزئ (1973-1907) – اکبر هوتي ایډوکېټ

هند ته د پېرنګي د راتګ نه پس چې کله پېرنګي د افغان وطن پۀ قبضه کولو او تقسيمولو پسې راواخسته نو د افغان مېړني اولس د دې استعماريت ډېر پۀ مړانه مقابله کړې وه. د افغانستان او پېرنګي پرله پسې جنګونو او د افغانانو تر منځه د دغه شخړو نه دا جوت ده چې پښتانۀ افغانان د خاورې دفاع کښې ناکامه نۀ وو خو بېرته بيا پېرنګيانو پۀ خپله چالاکۍ د افغان ځينې خاوره پۀ خپله ولقه کښې راوسته او هغه ئې پۀ مختلفو انتظامي يونټونو کښې تقسيم کړه چې پۀ اسانۍ سره پۀ پښتنو خپل مټ مضبوط کړي. خو د دې پېرنګي د زورور طاقت خلاف هم د دې مستعمره پښتون افغان وطن ننګيالو او سرخېلانو پۀ بېلا بېلو طريقو د ازادۍ مبارزه کړې ده. د تحريک ازادۍ د دې مبارزينو فهرست ډېر اوږد دے ځکه چې معلوم او نامعلوم غازيان او شهيدان لري خو مونږ دا مبارزه پۀ جغرافيائي توګه پۀ دوو حصو کښې تقسيمولې شو؛ يوه حصه چې اوسنۍ خېبرپښتونخوا چې اوس ورسره د قبائيلي سيمو ادغام هم وشو او دوېمه حصه د جنوبي پښتونخوا ده چې وروستو د بلوچستان صوبه شاملې کړې شوې. خېبر پښتونخوا او قبائيلي سيمو کښې د فخر افغان باچا خان او د هغۀ د ملګرو پۀ مشرۍ کښې د پښتون ننګيالي، تحريک اصلاح الافاغنه او بيا د خدائي خدمتګار تحريک پۀ رنګ يو بېن المللي د عدم تشدد پۀ بنياد يو اصلاحي تحريک د پښتنو پۀ تهذيبي بدلون کښي يو ډېر اهم او مهم کردار ادا کولو او د دغې تحريک د ټولو نه اهمه نکته تعليمي انقلاب و؛ نو بل طرف ته پۀ جنوبي پښتونخوا کښې د اڅکزي قبيلې د خان عبدالصمد خان اڅکزي پۀ شکل کښې يو ديارلس کلن ماشوم مخې ته راغلو چې د پېرنګي خلاف او د خلافت تحريک پۀ حق کښې د يو احتجاج قيادت کولو او دغه ځاے نه د دې لوړ شخصيت د ملي مبارزې پېل وشو.

خان عبدالصمد خان اڅکزے چې پۀ اوومه جولایۍ 1907 کښې د نورمحمد خان اڅکزي پۀ کور کښې پۀ عنايت الله کارېز ګلستان کښې زېږېدلے دے، د دوې ټبر پۀ تاريخي توګه د پښتون افغان د ملي دفاع او د وطن پۀ ساتلو کښې يو ځلنده تاريخ هم لري. خان بابا تر اتمه پۀ باقاعده ډول رسمي زدکړه وکړه نو د هغې نه پس ئې د خپلې سيمې د علماو نه د هغه وخت د رواج مطابق ځينې علوم حاصل کړو. د دوویشت کالو زلمے ؤ چې پېرنګيانو پۀ قېد کښې بند کړو نو خان بابا پۀ دغه څوارلس کلن قېد کښې فاضل پښتو، فارسي لسم او دولسم امتحانونه پاس کړل. د دې نه علاوه پښتو، دري، عربي او پۀ اردو ژبه ئې ښۀ دسترس لرلو. هسې خو خان بابا يو ډېر ښۀ سياسي سوچ لرلو خو چې کله پۀ 1930 کښې هند ته لاړو او هلته ئې پۀ لاهور کښې پۀ يو کانګرس کښې ګډون وکړو نو د ازادۍ پۀ حقله ئې فکر نور هم توانمن شو او چې بېرته راستون شو نو پۀ 1932 کښې ئې د ‘انجمن وطن’ بنياد کېښودو او د دغې سياسي رسمي تنظيم نه پس د خان بابا د باچا خان سره ليدلو کتلو نه علاوه د کانګرس د مشرانو او د خدائي خدمتګارو سره يو رسمي سياسي تعلق هم جوړ شو. د کانګرس او د خدائي خدمتګارو پۀ رنګ به پېرنګيانو پۀ خان بابا هم پېرې لګولې خو د هغوي پۀ استقامت کښې هېڅ څۀ فرق نۀ راتللو. خان بابا پۀ 1936 کښې پۀ خپل خرڅ يوه چاپ خانه هم ولګوله ځکه چې هغوي غوښتل چې پښتون قام تر څو خپل نشر و اشاعت شعبه نۀ لري نو د ازادۍ د تحريک فائدو نه نۀ شي خبرېدے.

پۀ جنوري 1938 کښې د اردو او پښتو مشترکه اخبار ‘استقلال’ خپور کړو او دغسې خان بابا د يو صحافي پۀ حېث هم خپلې دوام داره مبارزه نوره هم زياته کړه. دغه اخبار وروستو د هند د تقسيم نه پس د پاکستان رياست بند کړو او خان بابا ئې جېل ته ولېږلو. پۀ 1939 کښې خان بابا د پېرنګي سرکار لۀ خوا د ماشل لاء د قانون تر مخه څوارلس کاله قېد شو.

د هند د تقسيم نه پس خان بابا د پښتون وحدت يعني د ‘پښتونستان’ د جوړولو سياسي پُر امن مبارزه کوله خو لکه د پېرنګي سرکار د پاکستان رياست ته هم د دوي دغه مبارزه منظوره نۀ وه او خان بابا ئې پرله پسې پۀ قېد کښې ساتلو. پۀ دې دوران کښې دوي نۀ يواځې چې خپل سياست کولو بلکې د پښتو ژبې خدمت او ادب ته ئې هم ملا تړلې وه. د دوي سياسي تنظيم د ‘انجمن وطن’ ‘ورور پښتون’ نه تر ‘نېشنل عوامي پارټۍ’ او بيا تر ‘پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ’ پورې رارسي او اخر پۀ اووم دسمبر 1973 کښې خان بابا د رياستي جبر ښکار شو او پۀ خپل کور کوئټه کښې د بم پۀ چاودنه شهيد کړے شو.

د خان بابا شهادت د پښتون قام د قامي سياست يو لوے زيان او تاوان ؤ. خان شهيد يو رښتینے ملي مبارز ؤ، هغه يو داسې سياسي مبارز ؤ چې د سياست سره سره ئې د ادب او صحافت پۀ مېدان کښې هم د پښتنو روزنه او پالنه کوله. د خان شهيد پۀ ادبي کار او زيار کښې .1 صمد الغات، چې د پښتو قاموس دے او پۀ 1953 کښې پۀ جېل کښې ليکلے شوے دے، .2 زما ژوند او ژوندون، چې د خان شهيد د ژوند او مبارزې پۀ حقله د هغوي ليکلے کتاب دے چې پۀ 890 مخونو مشتمل دے .3 پښتو ژبه او ليکدود، چې د ژبې پۀ حقله يوه کتابچه ده او پۀ 1956 کښې چاپ ده.

دې نه علاوه خان بابا ځينې ژباړې هم کړې دي چې پکښې .1 ګلستان د شېخ سعدي د کتاب ترجمه پۀ 1950 کښې د هري پور پۀ جېل کښې ژباړلے شوے دے.2 ترجمان القران چې د د مولانا ابولکلام آزاد د ‘ترجمان القران’ ترجمه ده، پۀ 1948 کښې د مچ پۀ جېل کښې ليکلے شوے دے .3 کيميائے سعادت، د امام غزالي د ‘کيميائے سعادت’ د پښتو ترجمه، .4 سيرت النبي، د شبلي نعماني د ‘سيرت النبي’ د وړومبي باب ترجمه، .5 د چارلس مارټر دFuture of Freedom د اردو او پښتو ترجمه ۔۔۔ دا وو د خان شهيد بابا ادبي کار او زيار.

مونږ کۀ د خان شهيد پۀ مبارزه نظر اچوو نو کۀ پۀ شمالي پښتونخوا کښې باچا خان د پښتنو پۀ اصلاحي او تهذيبي بدلون کښې پۀ خپل ځان شپه او ورځ يو کړي وو او پۀ زرګونو پۀ قام او وطن مئين خدائي خدمتګاران ئې پېدا کړي وو نو بل خوا پۀ جنوبي پښتونخوا کښې خان بابا پۀ پښتنو کښې د ازادۍ د شعور د بېدارلو د پاره سياسي فکر خورۀ. پۀ باچا خان او خان بابا کښې قدر مشترک دا ؤ چې دواړو ملي رهبرانو پۀ يو وخت د پېرنګي استعماريت پۀ ضد د عدم تشدد پۀ بنياد يو پُر امن تحريک چلوۀ، دواړو مشرانو د پېرنګي او بيا د پنجابي پۀ زندان کښې د ژوند لویه برخه قېد کښې تېره کړې ده. د دواړو رهبرانو د سياست طرز د عدم تشدد لار وه، دواړو پۀ قامي سياست کښې د هېڅ قسمه رياکارۍ او نمود و نمائش نه کار نۀ دے اخستے خو د قام د بېدارۍ او ازادۍ لپاره ئې جېلونه خوړلي دي. د خان شهيد زوے او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ چئیرمېن محمود خان اڅکزي پۀ خپله يوه مرکه کښې وئيلي دي چې هغوي خپل پلار پۀ ژوند کښې صرف درې وارې ليدلے ؤ، ځکه چې خان شهيد د ژوند زياته برخه پۀ قېد کښې تېره کړې وه او بيا پۀ هغه سخت قېد کښې د علم او ادب دپاره کار کول ځان له يو سخت او مشکل کار ؤ خو خان شهيد دغه سخت کار ته هم ملا تړلې وه.

خان شهيد يو هر اړخيز شخصيت ؤ. د سياست ادب او صحافت پۀ لار هغوي د پښتنو پۀ قامي او ملي پوهنه کښې کرادار ادا کړے دے او اوسني او راروان نسل ته ئې د زدکړې او تربيت لپاره ډېر څۀ پرېښي دي.

غزل

ستا پۀ سړه ژبه بیا حرفونه دي تاودۀ تاودۀ
تا پوښتلے نۀ شم ځوابونه دي تاودۀ تاودۀ
خېژي کۀ د خولې نه اسوېلي زما ساړۀ ساړۀ
خلقو راته کړي پېغورونه دي تاودۀ تاودۀ
اوښکې به مې تړمې وي خبرې زما یخې دي
یخ وي چپاوونه غورځنګونه وي تاودۀ تاودۀ
ستا لواړې خبرې چرته نۀ ځي عبارت به شي
اورم پۀ تاریخ کښې داستانونه زۀ تاودۀ تاودۀ
دا د ارمان شپه دې د وصال پۀ معنٰي تېره شي
کېږي مې ساړۀ کۀ اسبابونه دي تاودۀ تاودۀ
ستا د زلفو سیوري ته د عشق لۀ تاوه هڅه کړم
یخې وي وریځې موسمونه وي تاودۀ تاودۀ
جوش د ملنګ ګوره د بېلتون د سوبه کم نۀ شو
شوخ دے پۀ وېنا کښې او شعرونه دي تاودۀ تاودۀ
سېد الاسلام ملنګ، دندۍ )شانګله(

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …