د ‘پښتون قامي تحریک’ یوه پېړۍ

“د افغانستان او ازادو قبائیلو حالت چې مې ولیدو او پینځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائیلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتیجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څیز نۀ دے؛ انقلاب د سړې سینې کار دے – انقلاب علم او پوهه غواړي – انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربیت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول.
نو کښېناستم، د ځان سره مې فکر وکړو– نو پۀ دې نتیجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعلیم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو ډوب دي. پۀ خانه جنګیو اخته دي – داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سیاسي شعور پکښې راشي او دا کار یو پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخت زۀ پۀ دې عقیده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کامیابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تیارېږي – نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعلیم او تربیت د پاره قومي مدرسې جوړوم – نو ځکه اتمانزو ته راغلم نو د هغه مدرسو بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګیانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.”
باچا خان، زما ژوند او جدوجهد،
پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، څلورم چاپ، 2018، مخ 164

برني اقتباس کښې باچا خان پۀ خپله د ‘پښتون قامي تحریک’ پس منظر، مفکورې، تګلارې او مرام انکشاف کړے دے.
چې د ‘قامي تحریک’ خبره کېږي نو دا مهمه خبره ده چې د قام او تحریک د اصلاحاتو صراحت سره وضاحت وشي.
دا معلومه خبره ده چې د هر انسان زېږېدنه یو مخصوص زمان او مخصوص مکان سره تړلي وي. پۀ فطري توګه دا ټوله کُره د بېلابېلو جغرافیو اکایانې دي. د دغه اکایانو حدود پۀ فطري توګه ټاکلے شوي دي. دغه فطري جغرافیه د اوبو، هوا، کاڼو بوټو، مارغانو، چینجو، ځنګلونو، صحراګانو او غرونو رنګ، بو ي او خصلتونه لري. د انسان زېږېدل د جغرافیې دې ټولو خصلتونو باندې انحصار لري. دغه مخصوصه جغرافیه کښې چې څومره انسانان زېږېدلي وي، زېږېږي او پۀ راتلونکي کښې به زېږېږي؛ د یو بل سره دغه مشترکه خصلتونه لري، د ژوند د بقاء مشترک لوازمات لري او د ټولنې د بنسټګرۍ مشترکه تجربات لري. اګرچې پۀ نورو فطري جغرافیو کښې اوسېدونکي انسانانو سره هم بعضې مهم انساني اشتراکات لري خو پۀ یوه جغرافیه کښې د اوسېدونکو انسانانو اشتراکات د بقاء او پرمختګ لوازمات وي. دغه فطري مشترکات پۀ یوه فطري جغرافیه کښې د اوسېدونکي انسانانو انفرادي او اجتماعي مادي وجود رغوي.
پۀ یوه فطري جغرافیه کښې د اوسېدونکو انسانانو د مودو راکړه ورکړه وي، د ژوند د اسانولو او خوشحالو او غمونو شراکت وي او د مودو د ژوند د تېرولو پوهه وي کوم چې د یو نسل نه بل نسل ته د ژبې پۀ ذریعه، د فرهنګ پۀ ذریعه، د فنونو پۀ ذریعه او د ادبیاتو پۀ ذریعه منتقل کېږي او چې هر ځل یو پېچلي تعامل کښې منتقل کېږي نو د خوشحالیو او اسانیو تصور کښې، د ژبې ساخت کښې، فرهنګ کښې، فنونو کښې او ادبیاتو کښې نوې اضافې کوي او زیاتوالے راولي – دا عمل پۀ یوه فطري جغرافیه کښې د اورسېدونکو انسانانو کلتوري، جمالیاتي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وجود رغوي.
د انفرادي وجود، اجتماعي وجود، کلتوري وجود، سیاسي او اقتصادي وجود او فرهنګي او جمالیاتي تصوراتو امتزاج قام روغ کړي. قامي وجود کښې د جغرافیې مادي خصلتونه او د اجتماعي تجرباتو ټول نچوړ شامل وي. دا پۀ ارتقائي مزل کښې د فرد، خاندان، خېل او قبائیلي پړاو نه تېرېږي او د خپلې خاورې د وسیلو چې مادي او فطري هم وي او روحاني او جمالیاتي هم، اختیار ته رسي. دا خبره صرف تر دې نۀ تمامېږي بلکې د غېر مادي ټولنیزې بنسټګرۍ پۀ توسط سیاسي نظم ته رسي. دغه سیاسي نظم اجتماعي ټولنیز اختیار لري، سیاسي استحکام لري او د ټولنیزو فېصلو استقلال لري. کۀ پۀ دې حواله وګورو نو قامیت د انسانیت یو پرمخ تللے پړاو دے؛ چې کله دغه قامي استقلال د نورو قامونو د ورکړې راکړې نظام کښې پۀ خپله اجتماعي اراده وتړلے شي نو د انساني تهذیب شکل ترې څرګند شي.
د پښتون افغان د قامي وجود جغرافیه د پښتون د قامي وجود لوے علمي او فکري بنسټګر خوشحال خان خټک پۀ اوولسمه پېړۍ کښې پۀ دې شعر کښې څرګنده کړې ده:
درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار
اولسونه چې سند یو تر بله وکړه
بادشاهان ورته سجود کاندي اختیار
ج
او د شلمې پېړۍ یو بل لوے مفکر مولوي فضل محمود مخفي د پښتنو د ټولنیز استقلال او سیاسي نظم اجتماعي تصور داسې وړاندې کړے دے:
خدایه! داسې وخت به راشي
لکه باز به پۀ هوا ځي
رېل به هم زمونږ پېدا شي
زۀ به خپل جرنېل پسې یم
چې زمونږ به خپل جهاز وي
پۀ ترخو اوبو به سم وي
تار به هم پۀ هر قدم وي
پۀ دښمنن به داو کول وي
ج
اے زما ننګیاله قومه!
وخت د ننګ او د سیالۍ دے
چې خپل قوم نۀ کړې بدنامه
نن هم قوم پۀ ننګیالۍ دے

د تهیورۍ تر مخه کۀ قامونه خپله فطري جغرافیه کښې د خپل نظم اجتماعي ساختونو رغولو او خپلې فطري ارتقاء ته پرېښودے شوي وے نو دا به یو ائیډیل انساني جوړښت ؤ – خو لۀ بده مرغه د تاریخ پاڼې څۀ بل څۀ وائي. تاریخ کښې بیا بیا داسې شوي دي چې یو قام د خپلې اجتماعي حکمرانۍ د نظام استقلال تر لاسه کړے دے نو بیا ئې پۀ دې بس کړي نۀ دي؛ د خپلې حکمرانۍ او استقلال پراخه کولو د پاره ئې د نورو قامونو پۀ وسیلو او اختیار یرغل کړے دے. دغه ضعیف قامونه ئې بې وسیلو کړي او بې اختیاره کړي دي. ډېر ځلې داسې هم شوي دي چې د یو قام یوه ډله پۀ حکمرانۍ قابض شوې ده، د خپل قام خلق ئې بې وسیلې کړي دي او د نورو قامونو استقلال ئې هم تس نس کړے دے او چې د اختیار او طاقت دغه خواهش د نشې درجې ته رسېدلے دے نو بیا ئې مسلسل پۀ نورو قامونو یرغلونه کړي دي.
تاریخ کښې دا معلومه خبره ده چې کله هم یو قام مستعمره کولے شي یا مستعمر کړے شي نو عموماً د هغه قام فطري جغرافیه ټوټې ټوټې کړې شي، هغه پۀ جدا جدا انتظامي وحدتونو کښې ووېشلے شي، د مستعمر قام ځائي اقتصاد او قامي و فطري وسیلې پۀ ولقه کښې واخستې شي، استعمار د محکوم قام د فطري ارتقاء د ماتولو پۀ غرض د مستعمر قام ټولنیزې رشتې ماتې کړي، د قام ټولنیزه حافظه ختمولو د پاره د هغوي تاریخ مسخ کړے شي، د مستعمر قام د علم د تخلیق ادارې سپکې او ماتې کړې شي او د قام د ژوند لیدلور او ژبه سپک او تورن کړے شي.
ژبه او کلتور ځکه مهم وي چې دا د یو قام د شناخت، د ځائي علم د تخلیق او د خپل واک او وسیلو د پېژندنې تر ټولو لویې ذریعې وي. د یو قام د دوامداره غلامۍ او محکومیت د پاره دا لازمي ده چې قام خپله ټولنیزه پوهه بائیلي، د خپلې خاورې نه راټوکېدلې د علم د تخلیق ادارې ئې ماتې شي او خپل کلتوري شناخت ترې ورک شي. دا کار پۀ اسانه هله کېدے شي چې قام نه ژبه واخستې شي. د ټولنیزو رشتو د ارتقاء ماتېدل، د ټولنیزې پوهې بېلات او د شناخت ورکېدل د یو قامي اجتماعي او ټولنیزه قوت ارادي او پۀ خپل ځان پۀ خپله د حکمرانۍ کولو توان بائیلي او دغسې محکومیت، غلامي او استعماریت خپل قسمت، تقدیر او د فطرت منشا وګڼي.
د کوزې پښتونخوا پښتون افغان اولس سره هم داسې وشول. د پښتون افغان قام فطري جغرافیه د جنوبي او مرکزي اسیا منځ کښې پرته ده. غربي اسیا، اروپا او ترکیه ته ترې هم اسانې لارې وتلې دي. نړۍ کښې عموماً هغه قامونه چې د غټو طاقتونو او امپراتورو د لارو پۀ منځ کښې پراتۀ وو، هغوي کله د یو او کله د بل امپراتورۍ د اثر او واک لاندې راغلي دي. پښتون افغان قام هم د تاریخ پۀ اوږدو کښې د ایرانیانو، چینیانو، ترکانو او مغلو سره سره د ګڼ شمېر امپراتورو د تاړاکونو ښکار شوي دي. دې یرغلونو کښې تر ټولو ژور او دوامداره یرغلونه او استعماریت د مغلو او بیا د پېرنګیانو ؤ.
مغلو د پښتنو نه پۀ خپله پۀ خپل ځان د حکمرانۍ واک هم واخستو او د پښتنو د شراکت دارۍ ټولنیزې رشتې ئې د منصبدارۍ او جاګیردارۍ رشتو کښې بدلې کړې. پېرنګیانو د نوي علم، سائنس او ټېکنالوژۍ پۀ زور د پښتون افغان اولس خاوره، ټولنه، کلتور او شناخت پۀ ژوره او دوامداره توګه د خپل اغېز لاندې راوستل. د روس امپراتورۍ او بیا وروستو د سویت یونین مخې ته دېوال یا پړده ایښودلو د پاره پېرنګیانو د پښتون افغان اولس د اوږد مهاله محکومیت ژور او مفصل پلان جوړ کړو. نولسمه پېړۍ کښې هند خپل واک کښې راوستلو نه وروستو د برطانیې امپراتورۍ د پاره د هند غرب کښې د روس امپراتوري تر ټولو لویه خطره وه. د روس د امپراتورۍ ایسارولو د پاره د برطانوي هند او روسي امپراتورۍ منځ کښې افغانستان ؤ. افغانستان پۀ سیاسي توګه غېر مستحکم ساتل او د پښتون افغان اولس زور ماتول برطانیې امپراتورۍ د پاره کول چې د سوېلي او مرکزي اسیا تر منځه لار د دوي واک او اغېز لاندې پاتې شي.
د دغه واک او اختیار دوامدارۍ او د اوږد مهاله استعماریت ساتلو د پاره پېرنګیانو د پښتون افغان پۀ خاوره ژورې ټولنیزې، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او تعلیمي منصوبې او بدلونونه پېل کړل. د جغرافیائي او سیاسي واک تحلیل کولو د پاره ئې د پښتون افغان اولس سیاسي او جغرافیائي اکائي ماته کړه. پۀ 1894 کښې ئې د لوے افغان پښتون اولس پۀ سینه د ډیورنډ کرښه راکښله – پېښور او کوئټه ئې د کابل نه وشوکول. د هند پولې سره نزدې ټولې علاقې ئې اېغ پۀ نېغه د برطانیې د تسلط لاندې راوستې او دغه شان د پښتون افغان اولس د خاورې شرقي برخې ئې پۀ مستقله توګه مستعمره کړه.
خبره تر دې پاتې نۀ شوه – کوزه پښتونخوا ئې بیا پۀ 1901 کښې پۀ دوو برخو کښې ووېشله. یوې ته ئې بندوبستي علاقې ووئیلې او بلې ته ئې د قبائیلي ایجنسیو نوم ورکړو. یوه درېمه غټه برخه ئې جدا کړه او هغه ئې ‘برټش بلوچستان’ کښې شامله کړه. د قطبي کوزې پښتونخوا علاقو ته ئې د ‘شمال مغربي سرحدي صوبه’ نوم ورکړو. دغسې ئې د برطانوي تسلط لاندې د پښتنو د ټولې سیمې سیاسي او جغرافیائي شناخت دړې وړې کړو. دغه علاقې اوس د برطانوي هند برخه وګرځېدې. ‘فاټا’ ئې نېغ پۀ نېغه د مرکز لاندې پۀ انتظامي طور راوسته.
پېرنګیانو پۀ سیاسي توګه د پښتونخوا د بېلابېلو وحدتونو اولس نه هغه ټول سیاسي او انتظامي واک وتروړلو کوم چې ئې لږ تر لږه د هند نور مستعمره اولس ته ورکړے ؤ. د برطانیې او پنجاب انتظامي افسرانو، لیکوالانو، مؤرخینو، محققینو او صحافیانو یو غاړې د پښتونخوا د اولس دکلتور غېر منطقي او غېر سائنسي توجیهاتو باندې مشتمل کتابونه چاپ کول پېل کړل او بلې غاړې ته ئې د دوي تاریخ مسخ کولو باندې لاس پورې کړو. پښتنه ټولنه ئې د تهذیب نه پاتې معروف کړه – دا ئې ثابتول چې چونکې پښتانۀ د نوي تهذیب د قدرونو سره سم د حکمرانۍ دائرې نه بهر دي نو ځکه دوي ته حکمرانۍ او سیاسي اصلاحاتو کښې برخه نۀ دي ورکول پکار او د دوي سرکشي پۀ زور سمول پکار دي. یوې غاړې ته ئې د پښتون اولس پۀ ضد د ریاستي جبر ټولې وسیلې پکار راوستې او بلې غاړې ته ئې د دوي ټولې تجارتي او سیاسي اړیکې پنجاب او هند سره تړلې. د ځائي وطن افغانستان نه ئې پۀ سیاسي توګه د شوکولو عمل ورځ تر ورځه بشپړ کولو.
د پښتنو د علم د تخلیق، روزنې او ښوونې ټولې ادارې ئې کلپ کړې او پښتو ژبه ئې د دفتر، تجارت، اقتصاد، عدالت، سیاست او تعلیم نه وشړله. دلته چې څۀ لږې ډېرې تعلیمي ادارې پېرنګي د خپل مقصد او د پښتنو فکري تنسیخ د پاره خلاصې کړې وې، د هغې کتابونه به د پنجاب او ډیلي نه چاپ راتلل. د پښتونخوا د سرکاري سکولونو ازموینې به هم پنجاب پوهنتون اخستې او سند به ورته پنجاب پوهنتون ورکولو. اخبارونه او مجلې به هم د پنجاب او د هند نور ښارونو نه د پښتونخوا بېلابېلو علاقو ته راتلې.
د پښتنو زرعي پېداوار، د کار کسب اقتصاد او لاسي صنائع ئې دومره سپک کړل چې پښتون اولس تر ډېرو لسیزو دغه ټول پېداواري عمل او دې سره تړلي کسب ګر، بزګر، کروندګر او تجار ته پۀ ډېر سپک نظر کتل. دغسې ئې د پښتون اولس ټول اقتصاد ونړولو او د ژوند ژواک د پاره ئې پۀ استعماري امپراتورۍ او ریاست منحصر کړل. برطانیې کوزه پښتونخوا کښې د زمکو د وېش بندوبست پۀ داسې طریقه وکړو چې د خان، خان بهادر، ملک او ارباب حکومتي خطاباتو سره ئې د عام اولس نه راتروړلې زمکې هم دوي ته حواله کړې او حکومتي اختیار ئې ورکړو. دغسې ئې پۀ هره سیمه کښې د عام اولس ولقه کښې ساتلو د پاره وفادار خلق هم پېدا کړل او د پښتنو د ټولنې فطري ارتقاء نه جوړې شوې رشتې ئې هم ماتې کړې. دې سره سره ئې بعضې وړې وړې سیمې بېلابېلو خاندانونو ته حواله کړې او هغې ته ئې ریاستونه ووئیل. دغه ریاستونه به ئې پۀ مستقله توګه خپل منځي جګړو کښې مشغول ساتل. کلتور او فرهنګ او لطیف فنون لکه رقص، اتڼ او میوزک ئې د خپلو جوړ کړے شوي خانانو ملکانو، خان بهادرانو او اربابانو پۀ ذریعه دومره سپک کړل چې د پښتونولۍ پۀ ضد ومنلے شول. پښتونولي ئې د قبائیلیت، خپل منځي جګړو، قبائیلي انانیت او کار نۀ کولو سره هم معني وګرځوله.
دغسې ئې د پښتنو سیاسي وحدت تس نس کړو، د کلتوري شناخت د تحلیل کولو هڅې ئې وکړې، د پښتنو اقتصاد ئې مات کړو، د پښتو ژبه ئې هغوي نه وتروړله، د پښتنو ټولنیزې رشتې ئې دړې وړې کړې او د پښتنو مخه ئې د خپل ټاټوبي نه بلې غاړې ته واړوله. د استعماریت د دې ټول عمل ډېر ژور سیاسي، کلتوري،اقتصادي، ټولنیز او نفسیاتي اغېز وشو. ټولنه د دننه او بهر نه ماته شوه او اجتماعي قوت ارادي وبائیللے شو. پښتانۀ یا خو بیا دم درود ته کښېناستل او یا بیا د پېرنګي د چارواکو او افسرانو مهربانیو ته. د یو ازاد، خپلواکه او خوشحاله ژوند د امید رڼا ورځ تر ورځه تیارۀ کېده.
دا هم د فطرت اصول دي چې کله هم یو قام یا ټولنه دومره وځپلې شي، بې وسه کړې شي، د افلاس ښکار کړې شي او محکوم کړې شي نو هم د هغه قام او ټولنې چرته ایرو کښې پټ بڅري وځلېږي – د دې ټول محکومیت او بد رنګه ژوند پۀ ضد د مزاحمت بڅري رابرڅېره شي. د محکومې پښتونخوا ټولنه کښې څۀ د دننه او څۀ د بهرنو عواملو پۀ برکت دغه فطري مزاحمت غزونې وکړې. د شلمې پېړۍ د دوېمې لسیزې خواوشا د افغانستان اتل امیر غازي امان الله خان د استقلال اعلان وکړو. د افغان ځوانانو جرګه جوړه شوه. د ترکو زلمو تحریک اعلان شو. د صنعتي او سرمایه دارې اروپا بېلابېل قامونه سره خپلو کښې ونښتل. روس کښې انقلاب راغے؛ هلته امپراتوري ماته شوه او د هغې د خېټې نه سوشلسټ رپبلک وزېږېدو. هند کښې اٰل انډیا کانګرس د خپلواکه هندوستان د پاره پاڅون پېل کړو. د دې ټولو عواملو اغېز پۀ پښتنه سیمه وشو. دې سره سره د مغلو پۀ ضد د پښتون قام د مزاحمت بڅري هم چرته پۀ شاعرۍ یا فولکور کښې تت بلېدل.
د حال د اقدارو او ساختونو نه عدم اطمینان او ‘د موجوده ګلشن پۀ انتظام د اعتراض’ نه راولاړ دننه عامل، د مزاحمت د روایت تاریخي عامل او چار چاپېره نړۍ او سیمه کښې د بدلونونو عامل د پېښور د درې یوه وړه سیمه هشنغر کښې پۀ فطرت سلیم کښې زېږېدلے یو نېک روح پۀ لړزان کړو. پۀ معروض کښې د موجود اقدارو او ساختونو نه عدم اطمینان د ‘اتمانزو’ کلي د بهرام خان کره زېږېدلے خان عبدالغفار خان پۀ دې وهڅولو چې د نورې نړۍ او سیمې نه ځان خبر کړي. مجلو او اخبارونو او کتابونو لوستلو سره سره د همخیاله ملګرو داسې ډله هم پۀ لاس ورغله چې د معروض پۀ حقله ئې خپل احساس لرلو. دغه احساس چې څومره څومره ژورېدو، هغومره د عقلاتي او منظم فکر شکل کښې مخې ته راتلو. د مشاهدې، د معروض د تجزیې، تجربې او مطالعې پۀ نتیجه کښې د افلاس او بد رنګه ژوند د اسباب کړۍ یو بل سره تړلې کېدې او د بحث، سفر او نورو سیمو د بدلون د مشاهدې پۀ سوب د همخیال ملګرو ټولګے د محکومیت او استعماریت د دننه او بهرني عواملو اړیکو پۀ منطق خبرېدو.
د همخیاله ملګرو دغه ټولګے د عبدالغفار خان پۀ مشرۍ او لارښودنه کښې نۀ پۀ ښارونو کښې اوسېدو او نۀ ئې چرته لویو پوهنتونو نه لوړې زدکړې کړې وې – خو د ژورې مشاهدې، پراخه مطالعې، پرله پسې تجربو، سفرونو او خوږمن احساس پۀ سوب دې نتیجې ته ورسېدل چې د پښتنو دا موجوده افلاس، محکومیت، غلامي او بد رنګه ژوند نۀ فطري دے او نۀ د قسمت لیک دے – یو ازاد، خپلواکه او خوشحاله ژوند ممکن دے. د یوې بلې دنیا امکان شته خو هله چې قومي اراده، خوږمنه ډله او منظم جدوجهد وکړے شي. د کلو د همخیاله ملګرو د ټولګي دغه مشر هم هغه عبدالغفار خان دے چې وروستو ورته بیا د ‘رولټ اېکټ’ پۀ ضد د جلسو د مشرۍ لۀ کبله قام د ‘باچا خان’ خطاب ورکړو. باچا خان او د هغۀ ملګرو د هندوستان نورو ازادۍ خوښوونکو سره پۀ ګډه د ملک نه د پېرنګیانو د شړلو د پلانونو عملي کولو او د ‘هجرت’ تجربو نه دا حقیقت وپېژندو چې د استعماریت ختمولو سره سره د قام دننه توان او اراده ژوندۍ کول د خپلواکۍ، ازادۍ او خوشحاله قامي ژوند د پاره د شرط حېثیت لري.
د دې حقیقت پېژندنه د یو پراخه قامي تحریک بنیاد وګرځېدو. د قام ټولنیز توان او اراده ژوندي کول، د تجربو، مشاهدې او تجزیې پۀ نتیجه کښې د قام د خپلواکه او خوشحاله ژوند عقلاني، منطقي او سائنسي مفکوره او بیانیه تدریجي او ارتقائي شکل کښې ترتیبول، اولس سره تړون جوړول او د دې پۀ نتیجه کښې یو جمهوري او اولسي تنظیم سازول د دغه قامي تحریک بنیادي اجزاء دي. د پښتنو دغه قامي تحریک بېلابېلو پړاوونو نه تېر شوے او تېرېږي. د بېلابېلو پړاوونو دوران کښې تګلاره او حکمت عملۍ کښې پۀ جمهوري طریقه بدلون راغلے؛ عن چې د بېلابېلو پړاوونو دوران کښې ئې نومونه هم بدل شوي دي خو د پښتنو دغه قامي تحریک د مرام، اهدافو، مفکورې، بیانیې، لیدلور، اقدارو او تنظیم د کلهمې یوې پېړۍ تسلسل لري. د شلمې پېړۍ د دوېمې لسیزې نه پېل شوے د پښتنو دا قامي تحریک زما پۀ اند اوس د څلورم پړاو نه تېرېږي. د پښتون قامي تحریک د بېلابېلو پړاوونو تفصیل لاندې ذکر کولے شي.

د ‘پښتون قامي تحریک’ وړومبے پړاو:
زما پۀ اند د پښتون قامي تحریک دا پړاو د 1919 نه تر 1930 پورې دے. دې پړاو کښې باچا خان او د هغۀ ملګرو وړومبے د پښتنو هغه خصلتونه کوم چې استعماریت د دوي ټولنه کښې د غلامۍ د دوامداره ساتلو د پاره ټومبلي وو، د هغه خصلتونو پۀ ځاے ئې پکښې د ازاد او خپلواکه قامونو خصلتونه رائج کولو باندې لاس پورې کړو. د کار کولو فضیلت ئې کور پۀ کور او کوڅه پۀ کوڅه خورول پېل کړل. د ګټې وټې او اقتصادي برترۍ خیال ئې د قام فکر ته وردننه کول پېل کړل. کار کسب، زراعت، کرکیله او تجارت له ئې وده ورکول شروع کړل. حجره، جومات، کوڅه، جلسه او جلوس کښې ئې دغه خبره پۀ ډېر زور کوله او ورسره ئې خپله نمونه هم وړاندې کوله. دغسې ئې د استعماریت پۀ هغه فکر غټ ګزار وکړو د کوم لۀ کبله چې د قام ټولنه کښې اولس د تقدیر فېصلو یا د پېرنګي سرکار مهربانیو ته ناست ؤ. پۀ خپل توان او خپله اراده پېداواري عمل کښې شریکېدل د قام فکر کښې د بدلون لویې څپې راوستې.
دوېم کار ئې دا وکړو چې پۀ ګډه ئې د چار چاپېره کلو کوڅې او چاپېریال د صفایۍ مهمونه پېل کړل. دې سره محض د روغتیا خبره پۀ مخکښې نۀ تله، بلکې پۀ ګډه د کار کولو او د اجتماعیت صلاحیت او احساس هم پېدا کېدو.
دغسې ئې د پښتنو ماته ټولنه د دننه نه پېوند کول شروع کړل. د پښتنو د بېلابېلو خېلونو او طبقو خپلو کښې مینه، اعتماد، احترام او ورورولي پېدا کېده او د قبائیلیت او انانیت پۀ ځاے د قامي تړون عمل پۀ مخکښې تلو.
درېم کار ئې پۀ دې پړاو کښې دا وکړو چې هغه رسمونه، کوم چې د قام د وسیلو لویه ضیاع کوله او کوم چې پۀ قام کښې د برترۍ او سبقت علامت ګرځولے شوي وو، هغه رسمونه ئې د خپل عمل، نمونې او دلیل پۀ بنیاد بې معنې وګرځول. پۀ ودونو او خېراتونو کښې بې ضائع خرڅ کول، لور خور او ښځې ته سپک کتل او دوي ته برخه نۀ ورکول او دښمنۍ او تربورولۍ کول ئې د غېرت پۀ ځاے بې غېرتي وګرځوله. د خپل منځي جګړو هوارولو د پاره ئې د تشدد او زور زیاتي پۀ ځاے خبرې اترې او جرګه مرکه ئې د انسانانو ښۀ خصلت معرفي کړل. دغسې ئې د پښتونولۍ نوې تشریح هم وکړه او د تشدد پۀ فکر ئې هم ګزار وکړو.
یو څلورم انقلابي کار ئې دا وکړو چې د ‘خدائي خدمتګارۍ’ تصور ئې د قام مخې ته کېښودو. دې ته ئې فکري تشکیل داسې ورکړو چې ‘د خلقو او اولس خدمت د خداے خدمت دے’ – د ولي خان د وېنا مطابق د خدائي خدمتګارۍ فکر یو انقلابي تصور ؤ. تر اوسه پۀ قام کښې دا فکر خور ؤ چې خدمت یا د خان کېږي او یا د سرکار – د باچا خان او د هغۀ د ملګرو دا خبره چې ‘د عام اولس خدمت د خداے خدمت دے’، قام کښې د فکري انقلاب بنیاد وګرځېدو. عام اولس، ښځه نر، کسب ګر، میا ملا او دهقان او بزګر ټول د احترام وړ وګرځېدل. د بشر دوستۍ او تکریم انسانیت احساس او فکر سم د لاسه پښتنه ټولنه خپله ولقه کښې واخسته. دې فکر او احساس سره ورځ تر ورځ خلق ملګري کېدل او دغسې پۀ فطري توګه د یو تنظیم غاړې ته تلل.
پینځم یو ډېر مهم کار ئې دا وکړو چې د ځائي علم د تخلیق، د قامي روزنې او ښوونې او د خاورې د مفکورې ترتیبولو او قام د جدید هنرونو او نوي علم پۀ ذریعه انساني تهذیب او تمدن سره د تړلو د پاره ئې پۀ یو منظم انداز قامي مدرسې جوړولو باندې لاس پورې کړو. اګرچې دا عمل حاجي صاحب د ترنګزو سره پۀ ملګرتیا کښې د 1915 نه روان ؤ خو پۀ منظمه توګه د قامي مکتبونو او مدرسو جوړولو عمل د 1921 نه پېل شو. استعمار د خپلې مفکورې د پاره د علم د تخلیق ادارې جوړوي چې دغسې د مستعمره علمیاو فکري تخلیق مات کړي؛ د قامي مدرسو د جوړولو عمل د استعمار د بیانیې او مفکوري متبادل منځ ته راوستو. دغه متبادل د استعمار پۀ مفکوره، د استعمار کلتوري توجیه او د استعمار پۀ اطلاعاتي نظام غټ ضرب ولګولو. هم دې سره څنګ پۀ څنګ پۀ ډېره فطري توګه او د یوې ځائي غوښتنې او ضرورت د لاندې د پښتنو وړومبے تاریخي تنظیم وجود ته راغے چې جمهوري هم ؤ او سائنسي هم. پۀ 1921 کښې باچا خان او د هغۀ ملګرو د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنیاد کېښودو.
شپږم یو ډېر مهم کار ئې دا وکړو چې قامي مدرسې ئې د کلتوري سرګرمیو پۀ ذریعه د قامي شناخت د احیاء مرکزونه وګرځول. دغه مرکزونو کښې ئې غټې غټې مشاعرې، تهېټر او پۀ قامي موضوعاتو د طالب علمانو تر منځه مقابلې وکړې. دې ټولو ازادو مدرسو کښې ئې د جدید او دیني مضامینو سره سره قامي ژبه او ځائي هنرونه هم شامل کړي وو. پېرنګي چې کوم قامي شناخت ټوټې ټوټې کړے ؤ او کومه قامي ژبه ئې د تعلیم، تجارت، عدالت، منډۍ او سیاست نه د ویستو پۀ ذریعه سپکه کړې وه، هغه د فخر او ویاړ سوب وګرځېده او دغسې مات کړے شوے قامي شناخت بیا ژوندے او محترم کړے شو.
خدائي خدمتګارو د قامي تحریک دې وړومبي پړاو کښې اووم بنیادي یو کار دا وکړو چې قامي ژبه کښې ئې د اطلاعاتو او د لیک لوست پۀ ذریعه د رایې د اظهار او مباحثې وسیله او اٰله منځ ته راوړه. پۀ 1928 کښې ئې د ‘پښتون’ مجلې د اجراء پۀ ذریعه د پښتنو خپله قامي میډیا جوړه کړه. د دې مجلې پۀ ذریعه قامي بیانیه هم پۀ مخکښې تله، پښتو ژبې هم پرمختګ کولو او د قام د لرې او بېرته سیمو تر منځ تړون هم جوړېدو. دې سره سره یو مهم کار دا هم وشو چې پښتنو مېرمنو د ‘پښتون’ مجلې پۀ ذریعه د قامي تحریک فرهنګي، فکري او ادبي اړخونو کښې اېغ پۀ نېغه خپله ونډه اچول شروع کړل. څومره څومره چې قام د صنفي رول پۀ توګه تړلے کېدو، دومره دومره د پښتنو ټولنه کښې د نر واکۍ یا پلار واکۍ مفکوره ماتېده.
د قامي تحریک دې وړومبي پړاو کښې خدائي خدمتګارانو د ټولنیزې اجتماعي ارادې د ژوندي کولو، د انساني تکریم د بیانیې پۀ مخکښې وړلو، د پښتونولۍ د نوې تشریح کولو، د ټولنیز عدالت احساس پېدا کولو، د شناخت د ژوندي کولو، قام تمدن او تهذیب سره د تړلو، د نرواکۍ د ماتولو، د قامي شعور پېدا کولو او د عدم تشدد مفکوره پۀ مخکښې وړلو د پاره کلتوري، علمي، ټولنیز، فرهنګي او ادبي ستړې وکړلې. دغه هر اړخیزې مبارزې قام د دننه نه پېوند کول شروع کړل او د یو جمهوري او سائنسي تنظیم بناء ئې کېښوده.
داسې نۀ وه چې خدائي خدمتګارو دغه ټولې سرګرمیانې کولې او پېرنګے سرکار ترې نۀ ؤ خبر، او یا ئې پرې هېڅ کار نۀ لرلو. د دې پړاو دوران کښې پېرنګي سرکار باچا خان او د هغۀ ملګري بیا بیا ګرفتار کړل، تشدد ئې پرې وکړو، جائیدادونه ئې ضبط کړل، جرمانې ئې پرې ولګولې، دغه د سلو نه زیاتې ازادې مدرسې او پۀ خصوصي توګه د ‘اتمانزو ازاد هائي سکول’ ته ئې ډېرې ستونزې جوړې کړې او ‘پښتون’ مجله ئې ستونزو کښې بیا بیا ښکېل کړه خو د خدائي خدمتګارو واضح فکر، مضبوطې ارادې او منظم عمل دا هر څۀ شنډ کړل. دغه یوولس کاله مبارزه د قامي تحریک یو نۀ نړېدونکے بنیاد وګرځېدو.

د ‘پښتون قامي تحریک’ دوېم پړاو:
زما پۀ اند د پښتون قامي تحریک دوېم پړاو د 1930 نه تر 1947 پورې دے، کوم چې د میعاد پۀ حساب اوولس کاله جوړېږي. د قامي تحریک دې پړاو کښې د وړومبي پړاو بیانیه او تګلاره هم هغسې جاري وه خو دې سره د بدلېدونکو حالاتو پۀ مناسبت د قامي تحریک تګلاره کښې پۀ فکري توګه جزوي بدلونونه هم راتلل.
د نولس سوه دېرش (1930) نه کال دوه مخکښې افغانستان کښې د غازي امان الله خان پۀ ضد برطانوي هند لویو دسیسو ته لاس اچولے ؤ. عجیبه خبره دا وه چې غازي امان الله خان هم هغه فرهنګي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي اصلاحات کول، د کومو لۀ کبله چې سره د برطانیې زیاترو اروپائي هېوادونو او ملکونو د صنعتي انقلاب منزل تر لاسه کړے ؤ. خپل هېواد کښې دغه اصلاحات کول خو افغانستان ئې دغه اصلاحاتو ته نۀ پرېښودو او دا ځکه چې دې اصلاحاتو سره به افغانستان پۀ خپلو پښو ودرېدو او استقلال به دوامداره کېدو. برطانوي استعمار ته یو باثباته افغانستان د سترګو ازغے ؤ. خدائي خدمتګارو پېښور او هشنغر کښې د غازي امان الله خان خلاف د دسیسو پۀ ضد لاریونونه وکړل خو غازي امان الله خان بیا هم شړونکے شو او افغانستان یو ځل بیا د برطانیې د اغېز لاندې راغلو. دې نه خدائي خدمتګارانو ته یوه دا خبره څرګنده شوه چې اصلاحات د بره نه نۀ شي تپلے کېدے او بله خبره ورته دا څرګنده شوه چې د بې ثباته افغانستان نه د قامي وحدت پۀ اړه د مرستې طمع ساتل معقوله خبره نۀ ده. د قامي وحدت د پاره قامي خپلواکي بنیادي امر دے، بلکې قامي وحدت او خپلواکي د یو بل لازم و ملزوم دي. دا خبره هم واضحه شوه چې د قامي وحدت او خپلواکۍ لار کښې تر ټولو لوے خنډ د برطانوي استعمار غلامي ده.
اوس چې د خدائي خدمتګارۍ بیانیې، مفکورې او تګلارې سره پۀ زرګونو ځوانان، ښځې، سړي، مزدوران، دهقانان، بزګران، عالمان او شاعران هم تړلے شوي وو او د دورو، اجلاسونو او د جلسو جلوسونو پۀ وجه ورسره د پښتون افغان قام بېلابېلې سیمې هم تړلې شوې وې نو قامي تحریک د خپلواکۍ او سیاسي ازادۍ غاړې ته یو غټ ګام پورته کړو. پۀ نولس سوه اتۀ ویشت (1928) کښې ‘د زلمو جرګه’ اعلان شوه او پۀ نولس سوه یو کم دېرش (1929) کښې بیا هم دغه جرګه د ‘خدائي خدمتګار’ سیاسي تنظیم کښې بدله شوه. تنظیم نور هم پراخه کړے شو، نور هم جمهوري کړے شو او نور هم سائنسي کړے شو. د خپلواکۍ د پاره مبارزه کوونکي هر یو سائنسي او جمهوري تنظیم د پاره د تنظیم د فېصله سازس دستور ټاکل، د مرکز جوړېدل او د کارکنانو ممبر سازي او د دوي د تربیت انتظام لوازماتو کښې راځي. دې سره سره د تنظیم د کار پۀ ښۀ ډول کولو او اهدافو تر لاسه کولو د پاره د مصرف پنګه هم لازمي وي. خدائي خدمتګار تحریک پښتون افغان وطن کښې پۀ وړومبي ځل د پرمختللې دنیا د سیاسي تحریکونو سره څنګ پۀ څنګ دغسې یو اولسي، جمهوري او سائنسي تظیم سره د ټولو لوازماتو وجود ته راوستو.
‘سردریاب’ چارسده کښې ئې پۀ خپل مصرف او پۀ خپل توان مرکز جوړ کړو. دې د پاره زمکه هم یو خدائي خدمتګار عطیه کړه. باچا خان او د هغۀ ملګرو به د تعمیر کار کښې پۀ خپله برخه اخسته. پۀ هر کلي او بانډه کښې د خدائي خدمتګار تحریک څانګه جوړه شوه. د مصارفو د پاره د عطیاتو او چندو نظام جوړ شو. د فېصله سازۍ، تربیت او تګلارې ټاکلو او پالیسیو جوړولو د پاره مرکزي کمېټي منتخب شوه او سره د وړومبي پړاو د مفکورې او تګلارې د دې دوېم پړاو پۀ بیانیه او تګلاره کښې د وخت د تقاضو سره سم اضافې وکړې شوې. د پښتنو د خپلواکۍ او وحدت واضح اعلان وکړے شو.
نولس سوه دېرش (1930) کښې یوه ناوړه پېښه وشوه. د سول نافرمانۍ پۀ حق کښې او پۀ جلسو جلوسونو د بندېز د قانون خلاف قصه خوانۍ پېښور کښې د کانګرس کمېټۍ، جمعیت علماء هند او خدائي خدمتګار تحریک پۀ ګډه یو جلوس وویستو. دغه جلوس کښې پۀ سوونو خدائي خدمتګار شریک وو. پېرنګي فوجي او د پولیس دستو پرې بکتر بند ګاډي راخوشي کړل او پۀ غټه وسله ئې پۀ جلوس څلور پینځۀ ګېنټې ګولۍ وورولې. خدائي خدمتګارانو ګولیو ته خپله سینه بربنډه کړه او د وحشیانو پۀ ضد ئې ذره تشدد هم ونۀ کړو. پۀ سوونو خدائي خدمتګاران شهیدان شول او پۀ سوونو نور ټپیان شول. باچا خان هم دې جلوس له د هشنغر نه راروان ؤ خو پۀ لاره کښې سره د ملګرو ګرفتار کړے شوے ؤ. دې پېښې دا خبره څرګنده کړه چې پېرنګے استعمار د خدائي خدمتګارو پۀ ضد د جبر هر حد ته رسېدلے شي. بله خبره ئې دا څرګنده کړه چې د پېرنګي پۀ ضد پۀ هند کښې پاڅون کوونکي نورو سیاسي تنظیمونو سره ایتلاف وکړے شي. چونکې هند کښې اوسېدونکي ټول اولسونه او قامونه د پېرنګي استعمار غلامۍ کښې ښکېل وو نو ځکه دغه ایتلاف یو فطري عمل ؤ.
هند کښې د پېرنګي استعماریت پۀ ضد پاڅون کوونکي تر ټولو لویه سیاسي ډله ‘اٰل انډیا نېشنل کانګرس’ ؤ نو ځکه اٰل انډیا کانګرس سره د اتحاد فېصله وشوه. دغه فېصله د خدائي خدمتګار لویې جرګې وکړه. خدائي خدمتګار تحریک خپل تنظیمونه ازاد وساتل او د پښتنو د خپلواکۍ بیانیه او اهداف ئې هم هغسې ژوندي وساتل خو پۀ مرکزي توګه ایتلاف وشو او باچا خان سره د نورو ملګرو د کانګرس د مرکزي کونسل غړے وټاکلے شو.
دې اتحاد کۀ یوې غاړې ته د پېرنګي استعماریت ولړزولو نو بلې غاړې ته ئې د پښتون قامي تحریک د هند او نورې نړۍ مخې ته راوستو. دې دا ګټه راوړه چې د پېرنګي د پوځ او پولیس پۀ زور د پښتنو د قامي تحریک د چقولو امکان کم شو. خدائي خدمتګار تحریک د نولس سوه دېرشم د پېښې نه وروستو پراخه شوے ؤ. د اتۀ زرو نه د ممبرانو شمېر اتیا زرو ته رسېدلے ؤ. د تنظیم تنظیمي ساخت محفوظ ساتل، د خپلواکۍ منزل ته رسېدل او د وحدت هدف تر لاسه کولو د پاره د یو پراخه سیاسي پاڅون اتحاد کښې راتللو لویه ګټه راوړه. مدرسې، مجله، مرکز او تنظیم محفوظ پاتې شو. د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کښې کار کول اسان شول او پښتون قامي تحریک د براعظمګي د نیمې وچې پۀ کچ معرفي شو. د دې تاثیر پۀ پښتون قام د فرهنګ د بشپړه کېدو، د لیک لوست خورېدو، د تجارت او اقتصاد د پرمختګ او د سیاسي حقونو د ګټلو شکلونو کښې وشو. تر دغه وخت ټول هند کښې کونسلونه منتخب کېدل خو د هغه وخت د ‘اېن ډبلیو اېف پي’ اولس ته دغه حق نۀ ؤ ورکړے شوے. ټوله پښتونخوا د ‘فرنټئیر کرائمز ریګولېشن’ (FCR) د تور قانون لاندې پۀ ژوند کولو مجبوره کړې شوې وه. د پښتونخوا اولس د سیاسي ازادو نه محرومه کړے شوے ؤ. ملازمتونو کښې برخه نۀ وه او افغانستان او د هغه وخت ‘فاټا’ سره اړیکو نه شوکولے کېدل. خدائي خدمګار تحریک د دې ټولو سیاسي او اقتصادي حقونو ګټلو دپاره د کانګرس پۀ مرسته احتجاجونه، جلسې جلوسونه او پرلتونه کول. د دې اوږدې مبارزې چې باچا خان او د هغۀ ملګري څو څو واره ګرفتار شول او جائیدادونه ئې ضبط شول، د دې مبارزې پۀ نتیجه کښې د هند د 1935 اېکټ پۀ نتیجه کښې د ووټ حق تر لاسه شو، سیاسي ازادۍ تر ډېره حده حاصلې شوې او ملازمتونو کښې برخه وشوه. د 1935 د اېکټ لاندې اېن ډبلیو اېف پي د هند د نورو صوبو او ولایتونو پۀ شان تر هغه وخت ورکړے شوي ټولو سیاسي اصلاحاتو سره یوه جدا صوبه تسلیم کړې شوه.
د دې قانون لاندې چې بیا 1937 کښې پۀ ټول هند کښې عام انتخابات وشول نو پښتونخوا کښې هم انتخابات وشول. خدائي خدمتګار تحریک انتخابات وګټل او کانګرس سره پۀ ګډه ئې دلته حکومت جوړ کړو. دغه حکومت محدود اختیار سره ؤ خو چې څنګه ئې څوکۍ سنبال کړه نو پښتونخوا )هغه وخت ‘اېن ډبلیو اېف پي'( کښې ئې دوه مهم قوانین نافذ کړل – د یو قانون تر مخه ئې کسب ګرو ته د زمکې د انتقال حق ورکړو. تر دغه وخته پېرنګي دا قانون نافذ کړے ؤ چې کسب ګر به د زمکې د ملکیت حق نۀ لري. د خدائي خدمتګارو حکومت کسب ګرو ته د ملکیت حق ورکړو. دوېم قانون ئې د تعلیم او سواد د ژبې نافذ کړو. مورنۍ ژبه د تعلیم او سواد ژبه وګرځولې شوه. دا دواړه قوانین د پښتنو د قامي تحریک د اهدافو تر لاسه کولو غاړې ته لوے ګام ؤ.
دې دوران کښې کانګرس او خدائي خدمتګار تحریک د برطانوي استعمار نه د هند د پرېښودو تحریک شروع کړو. د وزارتونو او حکومتونو نه ئې استعفٰي ګانې ورکړې او د یو مکمل پاڅون پلان جوړ شو. بل اړخ ته پېرنګي استعمار هم د استعماریت د برقرار ساتلو پلانونه لرل. هغوي د استعمار هغه زړه دسیسه استعمال کړه. د خلقو، اولسونو او قامونو تقسیمولو پلان ئې دې ځل د مذهب او عقیدې د شناخت تفاوت سره وتړلو. پۀ هند کښې هغه ګوندونه کوم چې د اولس مرسته نۀ لرله، هغه ئې د اٰل انډیا کانګرس او خدائي خدمتګار تحریک پۀ ضد راپاڅول، قدر ئې ورکړو او اولس کښې ئې د مذهب د ساتونکو پۀ حېث معرفي کړل. دا هغه ګوندونه وو چې نۀ ئې د اولس مفاداتو باندې څۀ کار لرلو، نۀ ئې مذهب سره څۀ تړون ؤ او نۀ ئې پۀ ازادۍ او خپلواکۍ څۀ کار ؤ – پۀ اولس کښې ئې د مذهب ورکېدو وېره خوره کړه او د مذهب جنونیت ئې خلقو کښې د ټومبلو کار شروع کړو. هغه وطن او قام، چرته چې د بېلابېلو عقیدو اولسونو د زرګونو کلونو راهسې پۀ یو ځاے ژوند کولو، هغه وطن کښې د مذهب پۀ نوم فساد جوړ شو. پېرنګي دغسې یوې غاړې ته د قامي او وطني شناخت پۀ ځاے مذهبي شناخت رامنځ ته کړو او بلې غاړې ته ئې هم د دغه مذهبي شناخت پۀ بنیاد اولسونه تقسیم کړل. دغسې ئې د ازادۍ قامي او وطني تحریک نه د توان ویستو هڅې پېل کړې.
هم دغه وخت د یورپ سرمایه دار ملکونه یو ځل بیا سره ونښتل – د دوېم لوے جنګ اور بل شو او د دغه اور لمبې د ټولې نړۍ لمنو ته ورسېدې. د برطانوي هند حکومت اٰل انډیا کانګرس ته خواست وکړو چې جنګ کښې ورسره مرسته وکړي، پۀ دې شرط چې د جنګ نه وروستو به برطانیه اختیار د هند اولس ته حواله کړي – د کانګرس مرکزي کمېټۍ کښې چې دا خبره بحث ته کېښودې شه نو اکثریت د دې تجویز مرسته وکړه خو باچا خان د دې تجویز پۀ دې دلیل مخالفت وکړو چې زمونږ مفکوره او پالیسي دواړه د عدم تشدد پۀ اصولو بناء لري نو جنګ کښې پۀ هره حواله مرسته کول او هر چا سره مرسته کول د دې اصولو پۀ ضد دي – هم دې اجلاس کښې باچا خان د کانګرس د مرکزي کمېټۍ نه پۀ دې اصولي اختلاف استعفٰي ورکړه.
دوېم لوے جنګ پوره شپږ کاله دوام ولرلو او پۀ لکهونو انسانانو پکښې ژوندونه وبائیلل، ښارونه تباه شول او بېش بها املاک پکښې ایرې ایرې شول. د جنګ دا کلهم شپږ کاله خدائي خدمتګار تحریک د تنظیمونو مضبوطولو، د تربیتي نظام بشپړولو، د قامي شناخت پراخولو، د قامي اقتصاد انکشافولو او د فرهنګ شتمن کولو د پاره دورو، جلسو، اجلاسونو او جرګو مرکو کښې تېر کړل. بر وطن سره ئې هم دې دوران کښې اړیکې مضبوطې وساتلې.
د جنګ نه وروستو د برطانیې حکومت د خپل لوظ سره سم د هند د اختیار ځائي اولس ته د حواله کولو د پاره خبرې اترې شروع کړې او دې سره سره ئې پۀ ټول هند کښې د ځائي ورازتونو جوړولو د پاره د انتخاباتو اعلان هم وکړو. پۀ 1946 کښې انتخابات وشول او دې وار پښتونخوا )د هغه وخت ‘اېن ډبلیو اېف پي'( کښې خدائي خدمتګار تحریک واضح اکثریت سره انتخاباتو کښې برے بیاموندو. پښتونخوا کښې د خدائي خدمتګار تحریک حکومت جوړ شو. دې حکومت راتلو سره ئې صوبه کښې د پوهنتون جوړولو قرارداد پاس کړو او تعلیم ئې مورنۍ ژبه کښې د ترتیبولو کار باندې یو ځل بیا لاس پورې کړو. لا یو کال نۀ ؤ شوے چې د برطانیې پارلېمان پۀ مذهبي بنیادونو د هند د وېش پلان منظور کړو. د جناح او ګاندهي جي مذاکرات ناکام شول.
د هند د وېش دې پلان ته د ماونټ بېټن د ‘جون پلان’ وائي. د دې پلان تر مخه چې پۀ هند کښې چرته واضح اکثریت د مسلمانانو دے، هلته به پاکستان جوړ شي او چې کومو علاقو کښې د هندوانو اکثریت دے، هلته به بهارت جوړ شي. کومو صوبو او ولایتونو کښې چې منتخب اسمبلۍ موجودې دي، هلته به منتخب اسمبلۍ پۀ هند یا پاکستان کښې د شمولیت قرارداد منظور کړي او چرته چې نیم خود مختار ریاستونه دي، د هغه ریاستونو حکمرانان به هند یا پاکستان کښې د شمولیت فېصله وکړي. ‘اېن ډبلیو اېف پي’ کښې منتخب اسمبلي وه خو هغه د دې پلان د عمومي اصولو نه مستثنٰي وګرځولې شوه او هلته د رېفرنډم فېصله وکړې شوه. خدائي خدمتګار تحریک دغه فېصله پۀ یو شرط ومنله – هغه شرط دا ؤ چې د استصواب پوښتنه کښې دې د بهارت او پاکستان خوښې سره یوه درېمه خوښه (option) هم شامل کړې شي او هغه دا چې کۀ څوک نۀ بهارت سره کېدل غواړي او نۀ پاکستان سره نو د ازاد پښتون وطن خوښه خپلولې شي. د برطانیې حکومت او د هند نورو سیاسي ګوندونو دې شرط ته غاړه کښېنۀ ښوده. خدائي خدمتګار تحریک استصواب رایې کښې برخې اخستو نه انکار وکړو. دغسې د دغه نیمګړي رېفرنډم او جبري استصواب پۀ نتیجه کښې پۀ څوارلسم اګست 1947 کښې پاکستان او بهارت وجود کښې راغلل. د پاکستان وجود کښې راتلو سره یوه اوونۍ وروستو ګورنر جنرل د یو خصوصي ارډیننس پۀ ذریعه د خدائي خدمتګارو منتخب صوبائي حکومت مات کړو او پۀ صوبه ئې د قیوم خان پۀ مشرۍ کښې یو اقلیتي حکومت مسلط کړو.
د هند وېش سره سم پۀ بهارت او پاکستان کښې خونړي فسادات شروع شول. دا د مذهبي جنونیت د خورولو لازمي نتیجه وه. دې سره سره بهارت نه د مسلمانانو او پاکستان نه د هندوانو او سکهانو د هجرت سلسله شروع شوه. د وېش او هجرت دوران کښې جنونیت د سفاکۍ دې انتها ته ورسېدو چې پۀ لکهونو خلق قتل کړے شول، پۀ زرګونو ښځې بې عزته کړې شوې او د اربونو املاک ایره کړے شول. د جنونیت دې لمبو کښې هم باچا خان او خدائي خدمتګارانو د فساد ودرولو، مهاجرینو سره د مرستې کولو او هجرت کوونکي د حملو نه د ساتلو کار کولو. اګرچې خپل زړونه ئې مات وو، ځکه چې ‘شرمخانو ته غورځولے شوي’ وو خو د انسانانو وینه توئېدل ئې د عدم تشدد د خپلې عقیدې سره سم ناروا ګڼل – ځکه مؤرخین پۀ دې حېران دي چې د فساداتو اور پېښور او نورې پښتونخوا کښې ولې انسانان ونۀ سوزول؟ د بهارت او پاکستان نوي حکومتونو دغسې د فساداتو د لمبو سیوري کښې کار شروع کړو.
د قامي تحریک دا دوېم پړاو د ډېرو ازمېښتونو نه ډک ؤ. دې دوېم پړاو کښې قامي تحریک پۀ هند کښې دننه پښتون افغان قام د یوې سیاسي اکایۍ پۀ توګه د هند پۀ سیاسي ګوندونو او د برطانیې پۀ حکومت تسلیم کړو. د کلتوري شناخت پۀ توګه ئې پۀ ټوله نړۍ ومنلو. د پښتنو ځائي اقتصاد ئې تمدن سره وتړلو. د سواد او تعلیم پۀ مد کښې ئې لویې لاس ته راوړنې وکړې. خدائي خدمتګار تحریک او باچا خان د عدم تشدد او بشر دوستۍ د مفکورې علامتونه وګرځېدل. پښتون افغان قامي تحریک یوه لویه ګټه دا وکړه چې د نړیوال جنګي اقتصاد پۀ ضد ئې نړۍ ته د امن او عدم تشدد بیانیه ورکړه. پۀ ډېر ښکاره ډول ئې د پښتون وطن پۀ سینه راکښلې شوې کرښې وغندلې او د قامي وحدت بیانیه ئې پۀ مخکښې بوتله. د زندانونو ازمېښت ئې پۀ روڼ تندي برداشت کړو او د غدارۍ او هندو دوستۍ تهمتونه ئې وزغمل. دغسې پښتون قامي تحریک تنظیم پۀ سیاسي حواله نور پراخه شو، پۀ کلتوري توګه نور ژور شو او پۀ فکري توګه نور بشپړ شو. دا هم نړۍ ته ثابته شوه چې پښتون قام پۀ خپله پۀ خپل ځان حکمراني کولې شي.

د ‘پښتون قامي تحریک’ درېم پړاو:
د قامي تحریک دا درېم پړاو زما پۀ اند د 1948 نه شروع کېږي او پۀ 1977 کښې تمامېږي. د قامي تحریک دې درېم پړاو کښې سیاسي ماحول بیخي بدلېږي او پۀ نړیوال کچ ‘د سرمایه دارۍ او اشتراکیت سوړ جنګ’ معراج ته رسي. پاکستان کښې دننه د یو.پي نه هجرت کوونکې اشرافیه او د پنجاب اشرافیه ریاستي واک تر لاسه کوي. دا هم هغه اشرافیه وه چې د مذهبي جنون پۀ بنیاد وېش کښې ئې ونډه لرله. د برطانوي هند دوه تربیت شوې ادارې یعني ‘سول بېوروکرېسي’ او ‘فوج’ د پاکستان وراثت کښې پاتې کېږي. د صنعت او علم لوي مرکزونه هند کښې پاتې کېږي او د پاکستان معیشت محض پۀ جاګیردارۍ او تر لږه د مصنوعي اجازه دارې سرمایه دارۍ پۀ معیشت منحصر کېږي. پاکستان کښې بېلابېل قامونه لکه بنګالے، پښتون، پنجابے، سندهے، سرائیکي او بلوچ لرغون تهذیبي تاریخونه لري نو ځکه پاکستان د کثیر القومي ریاست شکل اخلي خو اشرافیه دغه ټوله ‘فطري’ تهذیبي شتمني رد کوي او پاکستان د یو مستحکم ریاست پۀ ځاے یو ‘مصنوعي’ قوم جوړول غواړي. تعلیم او تحقیق کښې تاریخ مسخ کوي او کلتوري شناختونه تحلیل کول غواړي. جغرافیه ئې دوه ټکړې ده – د پاکستان د شرق او غرب تر منځه د هند علاقه پرته ده. د طفیلي معیشت د اډاڼې د پاره سرمایه دارې نړۍ لوے طاقت ‘امریکا’ ته لاس نیسي او دغسې د سوړ جنګ پۀ صف بندۍ کښې سرمایه دارې نړۍ سره ودرېږي. د پاکستان پۀ ګاونډ کښې شرق غاړې ته هند سره د ‘دوه قومي مفروضې’ پۀ بنیاد او د کشمیر د شخړې پۀ سوب دښمنۍ ته لاس اچوي او غرب کښې افغانستان سره د ډیورنډ کرښې د وېرې او بد اعتمادۍ پۀ بنیاد تنازعه کښې ځان نښلوي. پۀ سیاسي توګه اشرافیه د مرکزیت او اٰمریت بیانیه پۀ مخکښې بوځي، جمهوري قدرونو او سیاسي عمل نه الرجي پېدا کوي او دې د پاره د مذهب لباده پۀ کار راولي.
پۀ داسې سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ستراتیژکي صورتحال کښې پۀ کراچۍ کښې د پاکستان د دستور ساز او ائین ساز اسمبلۍ اجلاس راوبللے شو. دا د 1948 د فرورۍ میاشت وه. د دې اجلاس صدارت د پاکستان ګورنر جنرل محمد علي جناح کولو او باچا خان دې اجلاس کښې د حزب اختلاف د رهنما پۀ حېث ګډون درلودۀ. ټولو ممبرانو سره د باچا خان د ریاست د وفادارۍ سوګند پورته کړو. د ني ریاست د پاره د اساسي قانون جوړولو بحث دوران کښې باچا خان څلور خبرې وکړې – باچا خان دې اجلاس کښې د ګډون نه مخکښې د خدائي خدمتګارو د مرکزي جرګې څو څو اجلاسونو کښې خپلو ملګرو سره د نوي صورتحال پۀ حقله بحثونه کړي وو. د باچاخان د پاکستان ائین ساز اسمبلۍ کښې دغه څلور خبرې پۀ نوي سیاسي صورتحال کښې د قامي تحریک د بنیادي بیانیې اوږدیزه وه. باچا خان خپل تقریر کښې دا ووې چې وېش وشو، مونږه د وېش سره اختلاف لرلو خو اوس چې وېش وشو نو زمونږ قام او خاوره او خلق هم دې ملک کښې دي. د وېش نه یو کال وروستو هم لا پۀ صحیح معنیو کښې ازادي نۀ ده تر لاسه شوې – د دې خبرې مطلب دا ؤ چې پاکستان کښې لا تر اوسه د برطانیې د امپراتورۍ د استعماریت تسلسل دے. دا د باچا خان وړومبۍ خبره وه. د باچا خان دوېمه خبره دا وه چې دې ملک کښې بېلابېل قامونه پۀ بېلابېلو ولایتونو او صوبو کښې اوسېږي – پښتون یو قام دے، دا ملک به هله مستحکم وي چې د بېلابېلو قامونو بېلابېلې صوبې خودمختاره وي. یعني ملک کښې وفاقي پارلېماني جمهوري نظام لازمي دے. درېمه خبره ئې دا وکړه چې دې ملک کښې د وسیلو منصفانه تقسیم ضروري دے، یعني ټولنیز عدالت د شرط حېثیت لري او دا ئې زیاته کړه چې د کوم اسلام پۀ نامه دا ملک جوړ شوے دے، د هغې شریعت هم د ټولنیز عدالت تقاضه کوي. څلورمه خبره ئې دا وکړه چې د نړۍ د طاقتونو جنګ کښې دې ملک ته ازادانه او نیوټرل خارجه پالیسي پکار ده.
باچا خان چې د اجلاس نه ستون شو نو د خدائي خدمتګار تحریک د مرکزي جرګې اجلاس کښې ئې د سوګند خبره او د خپل تقریر متن کېښودو. جرګې پۀ متفقه طور د دې توثیق وکړو. دې نه وروستو د قامي تحریک د وړومبي او دوېم پړاو بیانیې سره د نوي صورتحال تر مخه دا هم د بیانیې نوے متن وګرځېدو. دغه بیانیه خدائي خدمتګارانو هر کلي او هرې کوڅې ته د درېو نعرو شکل کښې ورسوله:
1. خپله خاوره – خپل اختیار
2. پوره وي کۀ سپوره – پۀ شریکه به وي
3. لر او بر – یو افغان
د پاکستان نوي ګورنر جنرل محمد علي جناح خپل چېمبر کښې باچا خان سره ولیدل، پۀ تقریر ئې خوښي څرګنده کړه او لوظ ئې وکړو چې پېښور ته کله هم ځي نو د خدائي خدمتګارو مرکز ‘سردریاب’ ته به راځي. چې جناح صاحب پېښور ته څۀ موده وروستو راغلو نو ‘سردریاب’ ته د تلو نه ئې انکار وکړو او باچا خان ئې د ‘اېن ډبلیو اېف پي’ ګورنر هاوس ته راوغوښتو. باچا خان راغے، جناح صاحب سره ئې ولیدل. جناح صاحب باچا خان ته پۀ مسلم لیګ کښې د شمولیت خبره وکړه. باچا خان معذرت وکړو او ملګرو سره ئې د صلاح کولو خبره وکړه. دغسې دغه ملاقات بغېر د څۀ نتیجې سر ته ورسېدو.
دې ملاقات نه څۀ ورځې وروستو باچا خان د جنوبي اضلاع پۀ دوره لاړو. پۀ نوي صورتحال کښې د اولس سره د تړون پۀ بنیاد تنظیمونه منظم کول او اولس ته خپله خبره رسول ضروري وو. کوهاټ کښې باچا خان ګرفتار کړے شو. پېرنګي سامراج باچا خان څۀ کم و زیارت پینځلس کاله زندان کښې ساتلے ؤ – دا ګرفتاري د باچا خان پاکستان کښې پۀ وړومبي ځل زنداني کېدل وو. دې نیولو سره سم ټوله صوبه کښې پۀ خدائي خدمتګار تحریک کرېک ډاون شروع شو. ځاے پۀ ځاے خدائي خدمتګاران نیول شروع شول. د قیوم خان پۀ مشرۍ کښې د هغه وخت د اېن ډبلیو اېف پي حکومت د مرکزي حکومت پۀ مرسته د قامي تحریک پۀ مکمله توګه باندې پۀ تحلیل کولو لاس پورې کړو. د خدائي خدمتګار تحریک ‘مرکز عالیه سردریاب’ ته ئې ډانامائیټ کېښودل او سره د بنیادونو ئې ړنګ کړو. دا د 1948 د جون جولائي میاشتې وې. د دې جبر او کرېک ډاون پۀ ضد خدائي خدمتګارو د پښتونخوا پۀ هره ضلع او اولسوالۍ کښې د اجتماعي جلسې کولو اعلان کړو او یوه لویه جلسه ئې پۀ ‘بابړه’ چارسده کښې اعلان کړه.
د حکومت ټوله مشینري د دې جلسې ناکامولو د پاره حرکت کښې راغله. ځاے پۀ ځاے ئې د کارکنانو نیولو باندې لاس پورې کړو. ‘بابړه’ کښې دا لویه جلسه پۀ دولسم اګست 1948 اعلان شوې وه. چونکې قیادت زندانونو کښې اچولے شوے ؤ نو ځکه د دې جلسې صدارت سالار امین جان کولو. کارکنان او عام د حکومت خلق د سختیو پۀ سوب د بېلابېلو سیمو نه پۀ یوولسم اګست چارسدې ته راتلل شروع شو. دغسې د حکومت د کرېک ډاون او سختیو باوجود پۀ زرګونو کارکنان جلسې د پاره چارسدې ته راورسېدل. د جلسه ګاه چار چاپېره حکومت پولیس او پېرا ملټري دستې اچولې وې. دغه وسله بند دستې د دولسم اګست د سحر نه چمتو ولاړې وې. جلسه ګاه ته راتلونکي کارکنان به ئې وېرول. چې څنګه تلاوت وشو او جلسه پېل شوه نو د جلسه ګاه یوې غاړې ته د غازي بابا جومات سره نزدې د شور او غوبل غږونه راتلل شروع شو. نوره جلسه ګاه کښې او پۀ سټېج ناست کارکنان د دې هر څۀ نۀ وو خبر او دې کښې پۀ جلسه ګاه د مشین ګن د ګولیو تړکار شروع شو او بیا پۀ پُر امن احتجاج کوونکو هغه تور تم راکوز کړے شو چې کربلا به ترې هم امان وغواړي. د ګولیو باران او جلسه ګاه کښې خلقو د ګولیو نه ځان ساتلو د پاره یو خوا بل خوا منډې وهلې. د مشین ګن ګولۍ اېغ پۀ نېغه پۀ خلقو ورېدې. خلق راپرېوتل، بیا اوچتېدل او بیا راپرېوتل. څۀ خلقو د ځان بچ کولو د پاره نزدې سیند ته ټوپ وهلو او سیند لاهو کول. د خواوشا کلو ښځو چې د خپلو بلیو نه دا قیامت ننداره کړو نو پۀ سرونو ئې قرانونه ونیول او جلسه ګاه ته ئې رامنډې وهلې. د چا زوے، د چا پلار، د چا خاوند او د چا ورور وینو کښې لت پت پروت ؤ. ګولۍ وروونکو قرانونو ته هم ونۀ کتل؛ قرانونه هم شهیدان شول. دا واقعه سالار امین جان چا چې د دې جلسې صدارت کولو، پۀ تفصیل سره لیکلې ده. فدا عبدالمالک ‘د بابړې کربلا’ باندې چې کوم نظم ‘مرګیه مۀ راځه درځمه’ لیکلے دے، د هغې یو بند څۀ دا رنګ دے:
کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ مېدان له ځمه
سر پۀ تلي کښې د الله دربار له ځمه

یو خوا ته توپې مشینونه
د حکومت واړه فوجونه
بل خوا ته قام خالي لاسونه
مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه
مرګیه! مۀ راځه، درځمه
مرګیه! مۀ راځه، درځمه

مرګیه! مۀ راځه، درځمه
د دې قیامت پۀ بل سبا حکومت دوه اعلانونه وکړل – یو دا چې څومره خلق پۀ دې فائرنګ کښې ټپیان شوي دي، یو سرکاري روغتون کښې به هم د دوي علاج نۀ کېږي – بل ئې دا اعلان وکړو چې چونکې دغه احتجاجي جلسه د قانون خلاف ورزي وه نو ځکه به د چارسدې اولس د ګولیو مصرف د جرمانې شکل کښې ورکوي. څۀ کم و بېش شپږ سوه کارکنان شهیدان شوي وو او پۀ سوونو نور ټپیان شوي وو او چې پۀ کومو بارودو شهیدان شوي او ټپیان شوي وو، د هغې مصرف ئې هم د هغوي د کورنیو نه واخستو. څو ورځې وروستو چې پۀ صوبائي اسمبلۍ دا قیامت خېزه واقعه د بحث لاندې راغله نو د صوبې وزیر اعليٰ ووئيل چې کۀ فوجي دستو سره ګولۍ او مرمۍ نۀ وې ختمې شوې نو چې اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو منتخب غړي ناست دي، نن به دا هم نۀ وو.
درې کاله وروستو باچا خان خوشے کړے شو خو څو اوونۍ وروستو د نقصِ امن دفعه کښې بیا ونیولے شو او زندان کښې واچولے شو. پاکستان کښې دننه د سول او ملټري بیورو کرېسۍ مطلق العنانیت د پنجاب او د مهاجر اشرافیې پۀ مرسته نورې پنجې لګولې. د اولس اقتصادي استحصال لا نور هم ژور شوے ؤ او د مضبوط مرکز بیانیه پۀ ټوله میډیا خوره وه. سیاسي ازادۍ سلب کړې کېدې او پۀ نامه او بې اختیاره وزارتونه به جوړېدل او ورانېدل. د مذهب پۀ جامه کښې اشرافیې ټول اولس او قامونه ولقه کښې راوستل. پۀ نړیوال کچ د سرمایه دارې او سوشلست دنیا تر منځ سوړ جنګ ښۀ ګرم شوے ؤ. پاکستان پۀ مکمله توګه د امریکې جولۍ ته پرېوتے ؤ. د امریکې د اقتصادي امداد وړومبے قسط پۀ 1951 کښې رارسېدلے ؤ کوم چې د پاکستان د معیشت طفیلیت نور ژور کړے ؤ. جاګیردارۍ او د اجاره دارۍ سرمایه داري نوره بشپړه شوې وه. د افغانستان لویې جرګې د ډیورنډ کرښه رد کړې وه. ‘ون یونټ’ اعلان کړے شوے ؤ.
د خدائي خدمتګار تحریک ټول د سر مشران پۀ مستقله توګه زندانونو کښې وو. تنظیمونه موجود وو خو عملي طور حکومت کالعدم کړي وو. هم دا وخت ؤ چې د خدائي خدمتګارو تربیه کړے شوے یو بل نوے کهول مېدان ته راووتو او د نوي صورتحال د تقاضو سره سم ئې د قامي تحریک بېرغ پورته کړو. دې کهول د خدائي خدمتګارۍ د بنیادي مفکورې سره سم د نوو تقاضو مطابق قامي تحریک منظم کول شروع کړل. تګلاره کښې ئې یو څۀ بدلون راوستو. پاکستان کښې د مېشته پینځو نورو قامونو شناخت، اقتصاد او سیاسي واک د تحلیل د اندېښنو سره مخامخ ؤ. باچا خان او ولي خان د بلوچستان میر غوث بخش بزنجو، عطاء الله منګل او نواب خېر بخش مري؛ د جنوبي پښتونخوا عبدالصمد خان اڅکزي، د بنګال مولانا بهاشاني، د سندهـ جي اېم سید او د پنجاب میا افتخار الدین سره پۀ ګډه پاکستان کښې د بېلابېلو قامونو د خود مختارۍ، ټولنیز عدالت، وفاقي پارلېماني جمهوریت او ازادې خارجه پالیسۍ د اهدافو تر لاسه کولو د پاره پۀ 1957 کښې ‘نېشنل عوامي پارټي’ اعلان کړه. دا د قامي تحریک یو بل شکل ؤ چې پاکستان کښې دننه مېشته قامونو سره پۀ ګډه د خپلواکۍ منزل ته ورسي. دا د قامي تحریک د خپلواکۍ د هدف د حصول د پاره د حالاتو سره سم تګلاره کښې یو معقول بدلون ؤ.
پښتونخوا کښې پۀ هر کلي او بانډه کښې زاړۀ تنظیمونه د نوي صورتحال تر مخه منظم کول شروع شول. د پېښور نه تر کوئټې او د چترال نه تر بولانه د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او د ‘لر او بر یو افغان’ د نعرو ګونج اورېدے شو. ټول پاکستان کښې پۀ 1958 کښې انتخابات اعلان شول. ټول ملک کښې جلسې جلوسونه شروع شول. نېشنل عوامي پارټي د خدائي خدمتګار تحریک د اوتار شکل کښې پۀ پاکستان کښې د وطن دوست، انسان دوست او قام دوست بیانیې علامت وګرځېده. دا د ریاست د استعمار پسنده او مرکزیت خوښې بیانیې یو مکمل متبادل وه. اولس کښې ئې جرړې یو ځل بیا زرغون شوې. د پاکستان د مقتدره پۀ زړۀ دا چرته ځائیده، د هغوي خو دا خیال ؤ چې خدائي خدمتګار تحریک مو مات کړو او قامي تحریک مو تحلیل کړو – بیخي د استعمار د وراثت سره سم د پاکستان د مقتدرې تر ټولو منظم ټولګي د پاکستان فوج اېغ پۀ نېغه پۀ اقتدار قبضه وکړه. پۀ 1958 کښې پاکستان کښې مارشل لاء ولګېده او جنرل ایوب خان حکمران شو. نېشنل عوامي پارټۍ باندې کرېک ډاون شروع شو او ټول قیادت زندان کښې بندي کړے شو.
څو کاله د ایوب مارشل لائي حکومت یو سویلین مخ خپل کړو، بنیادي جمهوریتونه ئې جوړ کړل – دا ئې دې د پاره جوړ کړل چې د اولسي تنظیمي اٰلې پۀ ذریعه اولس او د اولس سیاست خپله ولقه کښې وساتلے شي. څو کاله پس ئې بیا عام انتخابات اعلان کړل. نېشنل عوامي پارټۍ د دې اېغ پۀ نېغه د اولسمشرۍ/ صدارت انتخاباتو کښې د جنرل ایوب مقابله کښې د فاطمه جناح د مرستې اعلان وکړو. انتخاباتو کښې درغلي وشوه. د درغلۍ پۀ ضد نېشنل عوامي پارټۍ د احتجاج اعلان وکړو.
د ایوبي اٰمریت پۀ ضد او د ‘ون یونټ’ پۀ ضد د پاکستان ټولو ښارونو او بانډو کښې د نېشنل عوامي ګوند پۀ اعلان خلق راووتل. ون یونټ هغه تور قانون ؤ د څۀ تر مخه چې پاکستان دوه صوبې کړے شو – یو ته ئې ‘مشرقي پاکستان’ وئیلو او بل ته ئې ‘مغربي پاکستان’ وئیلو. د پاکستان مقتدرې د دې پۀ ذریعه یوې غاړې ته د بنګال اکثریت ختمولو چې پنجاب ته حکومت کولو کښې څۀ خنډ جوړ نۀ شي او بلې غاړې ته ئې قامي شناختونه ماتول.
د ایوبي اٰمریت پۀ ضد احتجاج کښې د پښتنو طالب علمانو او محصلینو یو ځوان ټولګي پۀ سیاسي توګه پۀ خپله اراده ځان منظم کړو. دغه ټولګي ځان ته د ‘پښتون سټوډنټس فیدرېشن’ نامه ورکړه. دا د نولس سوه شپېتۀ (1960) د لسیزې د پاې کلونه وو. دغه ځوانانو کښې ګڼ شمېر ځوانان هغه وو چې د ولي خان د سیاسي فکر او د اجمل خټک انقلابي شاعرۍ نه متاثره وو. دې روښان فکره ځوانانو د قامي او نړیوال تاریخ پراخه مطالعه کړې وه. دوي ځان ته دستور، منشور او تنظیم ساز کړو او لږه موده کښې د دې تنظیم څانګې د پښتونخوا اکثر تعلیمي ادارو ته وغزېدې. دا د قامي تحریک او خدائي خدمتګارو درېم نسل ؤ. د خدائي خدمتګار تحریک د سیاسي او قامي شعور تخم خاوره کښې دومره پراخه او ژور تلے ؤ چې هرې څو لسیزې وروستو به ترې نوې غوټۍ ټوکېدې او نوے فصل به ترې زرغونېدو.
پاکستان کښې د دومره پراخه احتجاج د عمومي اړي ګړي د کبله د ایوب اٰمریت ماتې وخوړه، ون یونټ مات شو خو د عامو انتخاباتو اعلانولو پۀ ځاے ئې د حکومت واک بل جرنېل ته حواله شو. یحيٰ جرنېل سیاسي قېدیان خوشي کړل او پۀ ملک کښې ئې د عمومي ټولټاکنو او عام انتخاباتو اعلان وکړو. نېشنل عوامي ګوند خپل تنظیمونه منظم کړل او د خپل منشور اعلان ئې وکړو. پۀ دې انتخابي منشور کښې ئې د هم هغه څلورو نکاتو یعني د قامي او صوبائي خود مختارۍ، وفاقي پارلېماني جمهوریت، د ټولنیز عدالت پۀ مد کښې د جاګیردارۍ ختمولو او د زمکو د اصلاحاتو او ازادې خارجه پالیسۍ اعلان وکړو. دې سره ئې د منشور یوه نکته دا هم کېښوده چې ریاست دې مذهبي امتیاز نه بالاتر وي او سیاست او مذهب دې جدا وي. د نېشنل ګوند تنظیمونو او د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ځوانانو کلي پۀ کلي او کور پۀ کور دغه پېغام ورسولو. د پاکستان جوړېدو نه څلیریشت کاله پس ‘د یو کس، یو ووټ’ پۀ بنیاد پۀ وړومبي ځل دغه انتخاباتو کښې عوامي نېشنل ګوند د هغه وخت صوبه سرحد او بلوچستان کښې، د ذوالفقار علي بهټو پیپلز پارټۍ پنجاب او سندهـ کښې او د شېخ مجیب الرحمان عوامي لیګ بنګال کښې اکثریت تر لاسه کړو. دغسې د پاکستان پۀ کچ عوامي لیګ تر ټولو زیاتې څوکۍ وګتلې. د اصولو مطابق باید جنرل یحيٰ د اسمبلۍ اجلاس راغوښتے وے او د عوامي لیګ مشر ته ئې د مرکزي حکومت، پیپلز پارټۍ ته ئې د پنجاب او د سندهـ د حکومت او نېشنل عوامي ګوند ته ئې د صوبه سرحد او د بلوچستان د حکومت واک حواله کړے وے – خو داسې ونۀ شوه. پاکستان کښې د پنجاب مقتدرې بنګالیانو ته واک ورکول نۀ غوښتل او نۀ ئې پښتنو او بلوچو ته نیت ښۀ ؤ. د اسمبلۍ اجلاس وځنډولے شو او چې عوامي لیګ د دې خلاف احتجاج شروع کړو نو بنګال کښې ئې فوجي اپرېشن شروع کړو. بنګالیانو کښې تاو تریخوالے زیات شو. د بنګالیانو څو تنظیمونو د بهارت حکومت نه د تربیت او مصارفو مرسته اخستل شروع کړل. د فوجي اپرېشن پۀ نتیجه کښې کوم بې حده ظلم او زیاتے چې وشو، د هغې غبرګون د جنګ شکل کښې راغلو. د بهارت حکومت فوجي مداخله وکړه. د پاکستان فوج لویه فوجي ماتې وخوړه او بنګال نه ‘بنګله دېش’ جوړ شو. دا د 1971 د دسمبر میاشت وه.
د جنګ نه وورستو باقي ولایتونه ‘پاکستان’ وګرځولے شو. مرکز او پنجاب او سندهـ کښې واک پیپلز پارټۍ ته حواله شو. د پیپلز پارټۍ رهنما ‘سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر’ مقرر کړے شو. د هغه وخت صوبه سرحد او بلوچستان کښې د نېشنل عوامي ګوند ایتلافي حکومتونه جوړ شو او مرکزي پارلېمان کښې ولي خان د حزب اختلاف رهبر وټاکلے شو. دوه کاله وروستو د پاکستان اساسي قانون باندې اسمبلۍ کښې بحث شروع شو. د نېشنل عوامي ګوند صدر ولي خان د خپل ګوند د غاړې هم هغه خبرو باندې ټینګار وکړو کومې چې ئې انتخابي منشور کښې قام ته مخې ته ایښودې وې. دې خبرو کښې ئې د یوې خبرې اضافه وکړه چې پاکستان کښې دننه بېلابېل انتظامي وحدتونه پۀ یو انتظامي وحدت کښې راغونډ کړے شي، اساسي قانون کښې څلور صوبې ومنلې شو، بنیادي بشري حقونه ومنلے شو. لس کاله پس د صوبو خود مختاري ومنلې شوه، وفاقیت ومنلے شو؛ د عدلیې، مقننې او انتظامیې ازادي ومنلې شوه خو د پښتنو د بېلابېلو انتظامي وحدتونو یو والے ونۀ منلے شو. نېشنل عوامي ګوند دا تصور وکړو چې دا دومره ډېر قامي او اولسي او جمهوري حقونه مو تر لاسه کړل، د دغه یوې خبرې تر لاسه کولو د پاره به مبارزه جاري ساتو او دغسې د پاکستان جوړېدو نه شپږ ویشت کاله وروستو ائین او اساسي قانون لاسلیک شو.
د دې دستور لاندې تر لاسه کړې شوو سیاسي ازادیو نه د نېشنل عوامي ګوند تنظیمونو او صوبه سرحد او بلوچستان حکومتونو پۀ خلاص مټ فائده تر لاسه کړه. د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او ‘لر او بر یو افغان’ نعرې ئې ښارونو او بانډو، کلي کوڅو، تعلیمي ادارو او حجرو جوماتونو ته رسولې. قام ئې منظم کولو، د پرمختګ پلانونه ئې عملي کول، تعلیمي اصلاحات ئې کول، د قام د بېلابېل انتظامي وحدتونو یعني بندوبستي علاقو، فاټا او بلوچستان کښې د پښتنو اولسونو تر منځه ئې اړیکې مضبوطولې. د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د ځوانانو چې اوس ئې څانګې د صوبه سرحد او بلوچستان ټولو تعلیمي ادارو کښې غزېدلې وې، سرګرمیانې زیاتې شوې وې. پۀ علمي او فکري توګه ئې روښان فکره، قام پرسته او وطن دوسته بیانیه پۀ مخکښې بوتله. د افغانستان بېلابېلو سیمو سره اولسي تړن کلکېدو. د یو قامي غورځنګ نخښې څرګندې پۀ نظر راتلې. افغانستان کښې د جنرل داود د کودتا پۀ نتیجه کښې افغاستان یو رپبلک اعلان کړے شوے ؤ. د افغانستان رپبلک پاکستان کښې د مېشته پښتنو او د ډیورنډ پۀ حقله سخت دریځ خپل کړے ؤ.
پاکستان کښې د پنجاب مقتدره د دې قامي غورځنګ د ماتولو او افغانستان د خپل اغېز لاندې د راوستلو دسیسې کولې. د پنجاب مقتدرې د ‘سوړ جنګ’ نه د فائدې اوچتولو پلان جوړ کړو. پۀ افغانستان ئې د روس سره پۀ ژورو اړیکو تورونه لګول او د سوویت یونین پۀ مقتدره ئې تړمو اوبو ته د افغانستان پۀ ذریعه د رارسېدو تهمتونه لګول. دې کار کښې ورسره د امریکې استخباراتي ادارو او میډیا ټوله پۀ ټوله مرسته کوله. د ډیورنډ د کرښې د مصنوعیت وېرې، د قامي تحریک او قامي تړون پۀ نتیجه کښې د قامي غورځنګ خطرې پۀ سوړ جنګ کښې د امریکې د مفاداتو د تحفظ د پاره د پاکستان د پنجاب مقتدرې مستحکم افغانستان کښې اړے ګړے جوړول ضروري وګڼل. د یوې اوږد مهاله پالیسۍ تر مخه ئې د افغانستان د انتهاګر تنظیمونو ګڼ شمېر مشران پاکستان ته راوبلل او د تربیې او د تنظیم کار ئې شروع کړو. بلې غاړې ته ئې د نېشنل عوامي ګوند پۀ ټول قیادت د پاکستان خلاف د وسله والو سرګرمیانو تهمتونه ولګول )د نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان صرف دوه رهبرانو د ګوند ناخبرۍ سره څۀ وسله والې دستې تیارول شروع کړي وو. دا د ګوند د عمومي پالیسۍ پۀ ضد وه نو ځکه ګوند د دوي خلاف تنظیمي کاروائي هم کړې وه(. د ذوالفقار علي بهټو حکومت د بلوچستان صوبائي حکومت مات کړو. د دې غبرګون کښې د صوبه سرحد حکومت هم استعفٰي ورکړه او نېشنل ګوند حکومت پرېښودو.
پۀ 1974 کښې د پاکستان مقتدرې یوې غاړې ته افغانستان کښې اړي ګړي د پاره د انتهاګر تنظیمونو د مشرانو پاکستان کښې تربیه کول شروع کړل او بلې غاړې ته ئې د نېشنل عوامي ګوند د روښان فکره مشرتابې پۀ ضد کرېک ډاون پېل کړو. د نېشنل عوامي ګوند ټول مرکزي او صوبائي قیادت ئې ګرفتار کړو او چې کوم پاتې شو، هغه جلاوطن شول. دغسې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن څۀ قیادت ګرفتار شو او څۀ جلاوطن شو. د نېشنل عوامي ګوند مشرانو او کارکنانو نه د پاکستان ټول زندانونه ډک کړے شول. د نېشنل ګوند د مرکزي صدر ولي خان او نورو مشرانو خلاف د غدارۍ مقدمه د پاکستان سپریم کورټ کښې شروع شوه او ګوند کالعدم وګرځولے شو. د غدارۍ دې مقدمه کښې د ولي خان مفصل بیان د هغۀ کتاب ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’ کښې موجود دے او د دې اردو ژباړه د جدا کتاب کښې د ‘اور بیان اپنا’ تر عنوان لاندې چاپ ده. د نولس سوه شپېتم او اویایم (1960-70) ډېره برخه باچا خان پۀ جلال اباد کښې تېره کړه. دې عمر کښې به ئې هم د قامي وحدت، د ملي شناخت، روښان فکرۍ او انسان دوستۍ د پاره ځاے پۀ ځاے جرګې مرکې کولې.
پۀ 1976 کښې د ذوالفقار علي بهټو د حکومت پینځۀ کال پوره شول نو پۀ ملک کښې د عامو انتخاباتو او ټولټاکنو اعلان وشو. پۀ داسې حال کښې چې نېشنل عوامي ګوند کالعدم کړے شوے ؤ، مشرتابه یا زندان کښې وه او یا جلاوطن وه، د عوامي نېشنل ګوند پاتې شونکې مشرتابې او د تنظیمونو کېډر ګوند د ‘نېشنل ډیموکرېټک پارټي’ پۀ نوم رجسټرډ کړو. دې وار د ولي خان مېرمن او د باچا خان نږور نسیم ولي خان د درېم نسل د کېډر پۀ مرسته د ذوالفقار علي بهټو فسطائي حکمراني چېلنج کړه. نورو سیاسي ګوندونو سره ئې انتخابي ایتلافونه وکړل. قامي تحریک یو ځل بیا مېدان کښې ؤ، غزونې ئې وکړې او تنظیمونه ئې منظم کړل. د دې ګوند مرکزي مشر شېر باز خان مزاري ؤ خو اصل قیادت د نسیم ولي خان لاس کښې ؤ چا ته چې د خدائي خدمتګارانو درېم نسل د ‘مور بي بي’ خطاب ورکړو. مور بي بي پۀ ډېره مړانه د ټول ملک او د ټولې صوبې دورې وکړې، تنظیمونه ئې منظم کړل او انتخابي مهم ئې تود کړو. یو ځل بیا د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او د ‘لر او بر یو افغان’ نعرې کلو، کوڅو او ښارونو کښې واورېدلې شوې. انتخابات وشول خو د حزب اختلاف ایتلافي ګوندونو د انتخابي نتیجو منلو نه انکار وکړو. د حکومت پۀ ضد احتجاجي جلسې او جلوسونه شروع شول، ملک کښې اړے ګړے پېدا شو او یو ځل بیا د فوج جرنېلانو اېغ پۀ نېغه پۀ اقتدار قبضه وکړه. دا د 1977 د جولائي میاشت وه. جرنېل ضياء چیف مارشل لاء اېدمنسټرېټر شو. ضیاء جرنېل د مارشل لاء لګولو نه وروستو خپل وړومبي تقریر کښې لوظ وکړو چې درې میاشتې وروستو به شفاف انتخابات کولے شي. دې سره ئې د سیاسي قېدیانو د خوشي کولو اعلان هم وکړو.
د قامي تحریک دې درېم پړاو کښې د قامي شناخت د تحلیل کولو دسیسې شنډې کړې شوې، د روښان فکره سیاسي نظم اجتماعي کولو مفکوره ترتیب کړې شوه، اساسي قانون کښې د قامي خود مختارۍ، ټولنیز عدالت او بشري حقونو تصور پۀ مقتدره ومنلے شو، د وفاقي پارلېماني جمهوریت تصور ومنلے شو او د قامي تحریک تنظیم باندې بې شمېره بریدونه پۀ شا کړے شو او د قامي وحدت اجتماعي احساس لا نور ژور شو. د قامي تحریک درېم ځوان کهول د قامي تحریک برخه شو.

د ‘پښتون قامي تحریک’ څلورم پړاو:
زما پۀ اند د قامي تحریک دا څلورم پړاو د 1978 نه پېل کېږي او لا تر اوسه دوام لري. د وخت پۀ حساب د دې پړاو دا یو څلوېښتم کال روان دے.
دې پړاو کښې پۀ نړیوال کچ سوړ جنګ بیخي عروج ته رسېدلے ؤ. افغانستان کښې د ثور انقلاب نه وروستو د نړۍ پۀ اقتصادي او فوجي مرسته د انقلاب پۀ ضد را اوچت شوي قبائیلي پاڅون ته د پاکستان مقتدرې د انتهاګر فکر یوه مفکوره هم جوړه کړې وه، تنظیمونه ئې ساز کړي وو او وسله وال غبرګون ته ئې د تربیې پراخه انتظام هم جوړ کړے ؤ. د ثور انقلاب د کفر د نظام پۀ توګه پۀ خلقو ومنلے شو چې لا بیا سوویت یونین د یوې معاهدې تر مخه د افغانستان د دولت مرستې ته راورسېدو نو د پاکستان مقتدرې د نام نهاد ‘جهاد یو پوره صنعت’ جوړ کړو. د تعلیمي نصاب، د مطبوعاتو د پراخه نېټ ورک او د حجرې، جومات او مدرسې پۀ ذریعه ئې د جهاد بیخي نوے تعبیر ایجاد کړو. د شخصي وسله والو ګوندونو جنګ او جارحیت ته ئې جهاد ووې او دا ئې د هر ماشوم، لوي او ښځې نر غوږونو ته ورسولو. د ټولې سرمایه دارې نړۍ نه د ډالرو، پونډونو او پټرو-ډالرو پۀ زور ئې د انتهاګرۍ یو بشپړه اقتصاد جوړ کړو. د افغانستان اولسونه ئې وهڅول چې هجرت وکړي او بیا د مهاجرو کېمپونه د شخصي ملېشاو رېکروټنګ مرکزونو کښې بدل شو. د جنوبي او مرکزي اسیا او د غربي اسیا د انتهاګرو ډلې ئې منظم کړې. پنجاب کښې ئې د دې فکري او د هغه وخت صوبه سرحد او بلوچستان کښې ئې د دې یو پراخه طبعي او جسماني انفراسټرکچر جوړ کړو. د پاکستان او افغانستان پښتنه ټولنه او د نورو محکومو او وروستو پاتې قامونو ټولنې ئې د انتهاګر فکر سر تر پښو ولړلې. د سیاست او کلتور رګونو کښې ئې انتهاګر فکر وټومبلو. دې ټول بشپړ عمل سره د پاکستان د پنجاب مقتدرې ته درې غټې ګټې تر لاسه کېدې؛ یوه دا چې پښتون قامي شناخت به تحلیل شي او دې سره به پښتون قامي تحریک مات شي – دوېم دا چې د افغانستان هېوادي ساختونه به مات شي – او درېم دا چې پۀ دلو دلو ډالرې به وګټي او اقتصاد به ئې وده وکړي.
هم دا هغه وخت ؤ چې د پښتون قامي تحریک تنظیم یو عبوري دور نه تېرېدو. نېشنل ډیموکرېټک پارټي یو عارضي سیاسي انتظام ؤ. د تنظیم د شلولو شوو مزو د تړلو د پاره نېشنل ډیموکرېټک پارټي، د سندهـ بعضې سیاسي ډلې او د هغه وخت بعضې د کیڼ لاس سیاسي ډلې سره کښېناستې او پۀ 1986 کښې ئې د ‘عوامي نېشنل پارټي’ پۀ نوم یو بشپړ او پراخه تنظیم ساز کړو. دا د خدائي خدمتګار تنظیم څلورم شکل – وړومبے ‘انجمن اصلاح الافاغنه’، دوېم ‘نېشنل عوامي پارټي’ (NAP)، درېم ‘نېشنل ډیموکرېټک پارټي’ (NDP) او څلورم عوامي نېشنل پارټي (ANP) – د دې ګوند زیاتر کېډر پۀ وړومبو وړومبو کښې د ‘خدائي خدمتګار تحریک’ درېم نسل/ کهول ؤ او د دې مرکزي صدر ولي خان ؤ.
د خدائي خدمتګار تحریک د څلورم ارتقائي تنظیم مشرتابې او کېډر ته د نوي صورتحال سره سمه سیاسي بیانیه هم ترتیبول وو، تنظیمونه هم منظم کول وو او تګلاره هم ټاکل وو. د بیانیې اجزاء ئې هم هغه ترتیب کړل کوم چې پۀ وړومبي سر کښې خدائي خدمتګار تحریک ټاکلي وو – عدم تشدد، بشر دوستي، صنفي مساوات، د قومونو د شناختونو پۀ بنیاد د دوي تر منځه مساوات، ټولنیز عدالت او سماجي انصاف، د مذهب او سیاست جدا کول، وفاقي پارلېماني نظام او صوبائي خود مختاري او ازاده او معتدل خارجه پالیسۍ کښې پۀ سوړ جنګ کښې نیوټرل پاتې کېدل او ګاونډیانو سره د بقاء باهمي پۀ بنیاد د خبرو اترو پۀ ذریعه شخړې هوارول شامل وو. پۀ ټولو صوبو کښې ئې سر دوباره جمهوري تنظیمونه جوړ کړل او پاکستان کښې ئې د پنجابي، سندهي، پښتون او بلوچ سره سره سرائیکیان هم قام وګڼلو نو ځکه ئې ‘سرائیکي وسیب’ هم صوبه ومنله او هلته ئې هم صوبائي تنظیم جوړ کړو.
د ملکي او نړیوال سیاست پۀ حواله عوامي نېشنل ګوند د فوجي حکومت د ختمولو، سیاسي او جمهوري نظام بحال کولو او د پاکستان د مقتدرې سوړ جنګ کښې د سرمایه دارې دنیا د یو پراکسي د رول پۀ ضد د تحریک چلولو پرېکړه وکړه. دې مهال د ضیاء جرنېل د نوي (90) ورځو د لوظ نهه کاله شوي وو. د پاکستان اساسي قانون ئې مسخ کړے ؤ، دې کښې ئې د خپلې خوښې انتهاګرې او اٰمرانه مادې شاملې کړې وې، د پاکستان دغه فوجي مارشل لاء یوې غاړې نه د انتهاګر نظام، اقتصاد او تنظیمونو بشپړ جال جوړ کړے ؤ او بلې غاړې ته ئې د ملک دننه سیاسي نظام، ټولنیز ساختونه او کلتوري شناختونه هم ماتول.
عوامي نېشنل ګوند د پوځي حکمرانۍ پۀ ضد پیپلز پارټۍ او نورو سیاسي ګوندونو سره پۀ اتحاد یو پراخه احتجاجي تحریک شروع کړو. د جمهوریت د بحالۍ دې تحریک دومره زور واخستو چې فوجي جرنېلانو د حکمرانۍ سویلین شکل مخې ته راوړو. بلې غاړې ته هم د دې تحریک پۀ ذریعه عوامي نېشنل ګوند ټولې صوبې او ټول ملک ته ورسېدو او د افغانستان د هېواد ورانولو دسیسه ئې خلقو ته بربنډه کړه. دې سره سره ئې دغه جهاد ته فساد ووئیلو او دا ئې قام او اولس ته څرګنده کړه چې دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے بلکې د سرمایه دارۍ او سوشلزم جنګ دے، د روس او امریکې جنګ دے، دا پۀ پاکستان کښې پۀ خصوصي توګه پۀ پښتنو راتپلے شوے جنګ دے او د افغانستان د هېواد د ورانولو جنګ دے – یو ځل بیا د ‘خپله خاوره خپل اختیار’، ‘پوره وي کۀ سپوره پۀ شریکه به وي’ او د ‘لر او بر یو افغان’ نعرې د پښتونخوا ګوټ ګوټ کښې پورته کېدل شروع شو.
دا ډېره د حېرانتیا خبره ښکاري چې ټوله نړۍ د ډالرو د بوریو خولې پرانستې وې او د پاکستان د اشرافیې د افغانستان د ورانولو دې فساد کښې مرستیاله وه، څنګه یو سیاسي ګوند د دې ټولې نړۍ او د پاکستان د مقتدرې د زور او د انتهاګرې بیانیې، انتهاګر سیاست او انتهاګر اقتصاد پۀ ضد بیخي یوه متبادل بیانیه وړاندې کړه او د دې ټولې نړۍ د سیاست مخې ته ودرېدو؛ قامي شناخت ئې وژغورلو، د افغانستان د رغولو لارې ګودرې ئې پرانستې او یو قام ئې د اور سمندر کښې د لاهو کېدلو نه وساتلو. دا شاید د خدائي خدمتګار تحریک د اویاو کلونو د تنظیمي تسلسل، د مدللې سائنسي بیانیې او اولس سره د نۀ ماتېدونکي تړون برکت ؤ. دې دوران کښې باچا خان پۀ حق ورسېدو او د هغۀ د وصیت مطابق هغه پۀ جلال اباد کښې د ښخولو تیارۍ شروع شوې. داسې ښکارېدل چې د هرې سیمې نه خلق د باچاخان جنازې د پاره راخوټکېدل. پۀ لکهونو خلق د پېښور نه جلال اباد ته تلو د پاره راغونډ شول. د بهارت وزیر اعظم خپل ټول مصروفیات شا ته کړل او پېښور ته سره د بچو د باچا خان جنازې له راغلو. د درېو ملکونو قامي بېرغونه پۀ ماتم کښې ټیټ کړے شول. د خلقو د جلوس یو سر جلال اباد کښې ؤ او بل سر پېښور کښې – ډېره موده کښې پۀ وړومبي ځل د ډیورنډ کرښه د اولسي پاڅون لۀ برکته تحلیل شوه.
د پښتون افغان اولس د لکهونو انسانانو د قتل عام او د لکهونو انسانانو د کډوالۍ نه وروستو د امریکې او روس تر منځه د روغې جوړې اثار پېدا شول، د جنېوا معاهده وشوه او روسي فوجونه د افغانستان نه ووتل. د دې نه څۀ موده وروستو جرنېل ضیاء یو هوائي حادثه کښې مړ شو. پاکستان کښې عبوري حکومت جوړ شو او دې حکومت پۀ 1988 کښې پۀ ملک کښې د عام انتخاباتو اعلان وکړو. عوامي نېشنل ګوند انتخاباتو کښې د خپل منشور پۀ بنیاد برخه واخسته. مناسب څوکۍ ئې تر لاسه کړې او پیپلز ګوند سره ئې پۀ دې شرط ایتلافي حکومت صوبه کښې جوړ کړو چې فوجي اٰمریت چې پۀ خپل وخت کښې اساسي قانون د کومو مادو پۀ ذریعه مسخ کړے دے، هغې کښې به ترمیم کوي؛ خارجه پالیسي او پۀ خصوصي توګه د افغانستان پۀ حقله پالیسۍ کښې به بدلون راولي او د صوبې نوم به د قامي شناخت سره سم ټاکي. د پیپلز پارټۍ د ساده اکثریت مرکزي حکومت دغه شرطونه تر سره نۀ کړے شول او څۀ موده وروستو د عوامي نېشنل ګوند ممبران د ایتلافي حکومت نه ووتل. عوامي نېشنل ګوند د حزب اختلاف پۀ حېث پارلېمان کښې او د پارلېمان نه بهر د اساسي قانون د وفاقیت، جمهوریت او خود مختارۍ پۀ حقله مادو کښې د ترمیم د پاره خبره او جلسې جلوسونه کول. دې سره سره ئې د کالاباغ ډېم پۀ ذریعه د پښتنو د درېو اولسوالیو د ډوبولو پۀ ضد لاریونونه کول.
افغانستان نه د روس فوج لاړو خو جنګ ونۀ درېدو. یوې غاړې ته د پاکستان مقتدرې د افغانستان هېواد د تحلیل کولو پۀ نتیجه کښې خپله ولقه کښې د راوستلو، بلې غاړې ته انتهاګر تنظیمونه مرکزي اسیا ته د رسېدلو پلان لرلو او درېمې غاړې ته جهادي تنظیمونو کښې هر یو تنظیم ځان ځان له د افغانستان واک ته رسېدل غوښتل. امریکا د افغانستان او سیمې نه ستنه شوې وه خو د امریکې وسلو، وسیلو او ډالرو یوه ځان وژونکې بیانیه سازه کړې وه. د پاکستان مقتدرې دا ټوله پېچلتیا پۀ کار راوسته. افغانستان ماتېدو کښې د پنجاب خېر ؤ. ډاکټر نجیب الله شهید کړے شو. د پاکستان مقتدرې څۀ انتهاګر تنظیمونو له کشمیر ته مخه کړه او د افغانستان تنظیمونو کښې به ئې کله یو کله بل سره مرسته کوله. سول وار چې څومره زیاتېدو، دومره د پاکستان د مقتدرې اهداف تر سره کېدل. د جنګ او انتهاګرۍ اقتصاد کښې د پاکستان جرنېلانو اربونه ګټل او د افغانستان اولس د افلاس ژور ګړنګ ته غورځېدو. د پاکستان مقتدرې دې لوګو کښې او د افغان اولس دې قتل عام کښې خپله تر ټولو زوروره دسیسه عملي کړه. د قندهار نه را اوچت کړے شوي د طالبانو تحریک باندې ئې لاس واچولو. کابل ئې پرې ‘فتح’ کړو او افغانستان اېغ پۀ نېغه د القاعده او د پاکستان د مقتدرې ولقه کښې راغلو. د افغانستان جهادي تنظیمونو او د طالبانو تحریک د پاکستان د مقتدرې د بې تنخواه او بې وظیفې فوج کردار ولوبولو. د افغانستان د هېواد ماتولو، د افغان اولس قتلولو او کډوال کولو او د افغانستان د استقلال مريي کولو کښې دغه جهادي تنظیمونو او د طالبانو تحریک د أجرتي قاتلانو رول ولوبولو – لکه څنګه چې د پاکستان مقتدرې د امریکې جنګ کښې د أجرتي رول ولوبولو.
دې دوران کښې د یوولسم ستمبر 2001 پېښه وشوه. د امریکې متحده ایالاتو د پېښې پړه پۀ القاعده او د هغې پۀ مشر اسامه بن لادن واچوله او د طالبانو امارت نه ئې د هغۀ امریکې ته د حواله کولو غوښتنه وکړه. د راپورونو مطابق د پاکستان پۀ لمسه طالبانو دې غوښتنې تر سره کولو نه معذرت وکړو او د دې نتیجه کښې امریکې پۀ افغانستان برید وکړو. د طالبانو امارت ړنګ شو او طالبان ځاے پۀ ځاے خوارۀ شول. د طالبانو زیاتره مشرتابه پاکستان کښې بلوچستان او صوبه سرحد کښې ځاے کړې شوه. ولي خان خپل اخري پرېس کانفرنس کښې د افغانستان د بیا رغوڼې غوښتنه وکړه. نړیوال طاقتونو ‘بون’ جرمني کښې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او طبقو مشرتابه راغونډه کړه او پۀ 2001 کښې د افغانستان د رپبلک عبوري دولت وجود ته راغلو.
دې ټوله موده کښې د قامي تحریک تنظیم عوامي نېشنل ګوند پاکستان کښې دننه پۀ خپلو انتخابي منشورونو کښې د افغانستان پۀ حقله د پالیسۍ د بدلون، د انتهاګر معیشت د راغونډولو، د قامي وحدت پۀ مد کښې پۀ وړومبي پړاو کښې د صوبې سره د فاټا د انضمام، ټولنیز عدالت او وفاقي پارلېماني نظام پۀ بنیاد تحریکونه هم چلول او ایتلافي حکومتونو کښې هم شاملېدل. هر ایتلافي حکومت کښې به د شاملېدو شرطونه دا وو چې د قامي شناخت سره سم دې د صوبې نوم بدل کړے شي، د ‘فاټا’ دې پښتونخوا سره انضمام وکړے شي، د کالا باغ ډېم منصوبه دې ترک کړې شي او دستور کښې ورکړې شوې صوبائي خود مختتاري دې عملي کړې شي. د قامي تحریک دې څلورم پړاو کښې د خدائي خدمتګارو درېم نسل ته مشرتابه حواله شوه او بل لوے کار دا وشو چې د جدید سهولتونو سره د تحریک لوے ‘باچا خان مرکز’ تعمیر کړے شو. درېم کهول د نوي علم، بدلېدونکي سیاسي صورتحال، نوې ټېکنالوژۍ او نوي تصوراتو پۀ رڼا کښې د تحریک د تاریخ د خوندي کولو، د مطبوعاتو د بشپړ نظام د جوړولو، د تحقیق ادارې د جوړولو، د علم د تخلیق د ادارو پۀ شکل کښې او د باچا خان د ازاد سکولونو د تسلسل بیا جریان د پاره د باچا خان سکولونو د جوړولو او د دې ټولو سرګرمیو پۀ ذریعه د تحریک او ګوند بشپړه بیانیه ترتیبولو باندې لاس پورې کړو. دې سره ‘پښتون’ مجله بیا جاري کړې شوه.
د نوې بیانیې د ترتیب بنیاد هم د خدائي خدمتګار تحریک د اصولو نه اخذ کړے شوے ؤ خو دې وارې د دې مفصله درجه بندي وکړې شوه. دا پۀ سیاسي، قامي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز اړخونو کښې ووېشلې شوه. د ‘فاټا’ پالیسي د یو دستاوېز شکل کښې ولیکلې شوه او د افغانستان پۀ حقله پالیسي پۀ تفصیل سره تشکیل کړې شوه. د پاکستان پۀ اساسي قانون کښې د قامي خود مختارۍ چې د قامي خپلواکۍ غاړې ته یو لوے ګام دے، د هغې قانوني او دستوري اړخونه پۀ بشپړه توګه مرتب کړے شول. د بشر دوستۍ او وفاقي پارلېمان اجزاء پۀ سائنسي او قانوني توګه تشکیل کړے شول، د نر واکۍ د ختمولو د پاره قوانین وضع کړے شول او د تعلیمي نظام او نصاب اړخونه څرګند کړے شول. د وسیلو د اختیار پېمانې وټاکلې شوې.
د دې منشور د نفاذ د پاره د تحریک بېلابېلې څانګې لکه ‘پښتون سټونټس فیډرېشن’، ‘ملګري ډاکټران’، ‘ملګري وکیلان’، ‘ملګري استاذان’ او ‘ملګري لیکوالان’ منظم کړےشول. اولس سره د تړون د پاره د متبادل میډیا اوزار تر لاسه کړے شول. ‘باچا خان مرکز’ کښې د تحقیق د پاره یوه لویه حواله جاتي لائبرېري جوړه کړې شوه، د مطبوعاتو او تحقیقونو د چاپ کولو سلسله شروع شوه، افغانستان سره د اولسي اړیکو سلسله روانه شوه. د ښاریزو سیمو د ټولنیز بدلون سره سم د مډل کلاس او ښځو تحریک سره د تړلو پلان جوړ شو – دې عمل کښې کم و بېش دوه لسیزې تېرې شوې او خوشبختانه دې دوران کښې یوې غاړې ته ټولنیزې رسنۍ او سوشل میډیا منځ ته راغله کوم چې د پښتنو بېلابېل اولسونه د ډیجیټل میډیا پۀ ذریعه وتړل او بلې غاړې ته نوي ټولنیز حقیقتونه لکه د ابادۍ زیاتېدل، ابادۍ کښې د ځوان کهول زیاتېدل، د ښځو د ټولنې بېلابېلو اړخونو کښې خپل رول لوبول او د مډل کلاس د پېشه ورو زیاتېدل هم څرګند شول. پښتانۀ د دنیا ګوټ ګوت ته ورسېدل، بانډې کلو کښې قصبو کښې او قصبې ښارونو کښې بدلې شوې. د اطلاعاتو ټېکنالوژۍ، د جینیاتو ټېکنالوژۍ او خلائي ټېکنالوژۍ پۀ قام او ټولنه بېلابېل اغېزونه وکړل. د تحریک غونډو کښې پۀ دې ټولو عواملو بحثونه روان شول خو دې سره سره د ریاست اشرافیه پۀ نوي شکل کښې د قامي تشخص د ماتولو پلانونه عملي کول. افغانستان کښې ئې یو بل جنګ شروع کړے ؤ او انتهاګر معیشت ترهګر معیشت کښې بدل شوے ؤ.
دې توانمندو حقیقتونو او چېلنجونو سره عوامي نېشنل ګوند پاکستان کښې پۀ 2008 کښې منعقد کړے شوي عامو انتخاباتو کښې برخه واخسته. د خدائي خدمتګار تحریک دې څلورم پړاو د تحریک د درېم نسل قیادت کښې ګوند صوبه سرحد کښې تر ټولو زیاتې او پۀ مرکز کښې ئې هم مناسب چوکۍ تر لاسه کړې. صوبه کښې ئې خپل حکومت جوړ کړو او مرکز کښې ایتلافي حکومت کښې شامل شو. ایتلافي حکومت کښې د راتلو نه صرف دوه کاله وروستو د پیپلز پارټۍ پۀ مرسته ئې ‘اتلسم ائیني ترمیم’ پارلېمان کښې پېش کړو. دې ترمیم ته مونږ پاکستان کښې ‘دستوري انقلاب’ وئیلے شو. دې ترمیم د پاکستان اساسي قانون کښې د سلو نه زیاتې مادې ترمیم کړې؛ اوولس وزارتونه صوبو ته راغلل، د پښتنو صوبه د قامي شناخت سره د ‘خېبر پښتونخوا’ پۀ نوم بدله شوه، د بشري حقونو باب کښې د تعلیم د حق او د اطلاعاتو د حق اضافه وشوه، د حکومت جوړولو او ماتولو اختیار منتخب پارلېمان ته ورکړے شو، د فوجي کودتا لارې بندې کړې شوې، فطري وسیلو کښې د صوبو نیم حق ومنلے شو، د صوبو نورو ملکونو سره پۀ ګډه د پرمختګ پلان جوړولو حق ومنلے شو – پۀ لنډو ټکو کښې د قامي خود مختارۍ، قامي شناخت، وفاقي پارلېماني جمهوریت، بشر دوستۍ او د وسیلو د اختیار غاړې ته یو تاریخي ګام پورته کړے شو. دا د قامي تحریک د درېم نسل د مشرتابې لویه تاریخي او قامي کارنامه ده. د پښتون قامي تحریک تاریخ کښې به دا د سرو زرو پۀ ټکو لیکلے کېږي.
بلې غاړې ته د عوامي نېشنل ګوند صوبائي حکومت د پرمختګ پۀ منصوبو لاس پورې کړو. پۀ څلور کاله کښې ئې اووۀ پوهنتونونه، دوه شپېتۀ پوهنځایونه )کالجونه( او څلور نیم سوه سکولونه جوړ کړل. یوه لویه برخه ئې د هاغه سکولونو بیا بحال کړه چې د ترهګرۍ لړۍ کښې پۀ لرې ابادو غرئیزو سیمو کښې وران کړے شوي وو. د اٰئل رېفائنري اېکټ ئې منظور کړو، مورنۍ ژبه ئې تر دولسم ټولګي لازمي کړه، نصاب کښې ئې روښان فکره بدلون راوستو، د ‘سورې’ پۀ ضد ئې قانون جوړ کړو، ټوله پښتونخوا ئې د سړکونو پۀ ذریعه یو بل سره وبڼله، غټ غټ سرکاري روغتونونه ئې جوړ کړل، کلي او بانډې ئې پۀ جدید سهولتونو اباد کړل او افغانستان سره ئې تجارتي اړیکې زیاتې کړې.
د پاکستان مقتدره چې دا ټول هر څۀ مشاهده کړل نو د ترهګر معیشت نېټ ورک کښې ئې ساه پوک کړه. د عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو ټارګټ کلنګ/ هدفي وژنه شروع شوه. د عوامي نېشنل ګوند منتخب نمائندګان او کېډر ئې پۀ هره سیمه کښې پۀ نخښه کړل. د پاکستان مقتدرې ته دا معلومه شوه چې د جنګ د اقتصاد پۀ ضد او د قامي شناخت د تحلیل کولو پۀ ضد هم دغه تحریک تر ټولو لوے مورچل دے. مقتدرې دا معلومه کړه چې د بشر دوستۍ د تصور ختمولو، د جمهوري فکر د ورانولو، د قامي وحدت د تصور تورژن کولو او د افغانستان د رپبلک د نړولو پۀ لار کښې تر ټولو لوے خنډ عوامي نېشنل ګوند دے نو ځکه ئې دغه قامي تحریک رېبل شروع کړل. بلې غاړې ته ئې د تحریک مشرتابه د مالي بدعنوانیو او د غدارۍ پۀ تمهتونو تورژن کولو باندې لاس پورې کړو. حال دا دے چې د عوامي نېشنل ګوند د حکومت د تمامېدو اووۀ کاله وشو او لا تر اوسه یو منتخب غړے یا عهدېدار هم د کرپشن یوه عهده کښې مطلوب نۀ دے. د حکومت نمائنده نه وروستو عوامي نېشنل ګوند د پاکستان مقتدرې ته دا خبره واضحه کړه چې افغانستان کښې د طالبانو پۀ ذریعه جنګ تودول د سیمې ملکونو کښې د جنګ اور بلول دي. بله خبره ئې دا واضحه کړه چې عوامي نېشنل ګوند به د پښتنو د وحدت او د قامي شناخت د ګټلو خبرې نه چرته هم وانۀ وړي. یوه درېمه خبره ئې دا واضحه کړه چې د پښتنو پۀ خاوره د ترهګرۍ اقتصاد پۀ ضد به عوامي نېشنل ګوند د عدم تشدد د اصولو پۀ بنیاد مبارزه جاري ساتي.
دا مهال د عوامي نېشنل ګوند تنظیمِ نو شوے دے. د خدائي خدمتګار تحریک څلورم نسل د درېم نسل سره مشرتابه کښې ګډ شوے دے. قامي تحریک دا مهال تنظیم لري، د تنظیم څانګې لري، د نوي دور سره سمه بیانیه لري. نن د نړۍ دوه غټې ستونزې دي – یوه ترهګري ده کومې چې نړیواله ټولنه عدم استحکام سره مخ کړې ده او دوېمه ستونزه پاپولزم دے چې نړیوال سیاسي نظام ئې اړي ګړي سره مخ کړے دے. د پښتنو د قامي تحریک تنظیم عوامي نېشنل ګوند د عدم تشدد بیانیه او تاریخ هم لري او د بشر دوستۍ پۀ اصولو جمهوري فکر هم لري. دې دواړو کښې د نړیوالو ستونزو حل موجود دے.
د پاکستان مقتدره د طفیلي معیشت پۀ سوب ترهګر معیشت هم هغسې پۀ مخکښې روان کړے دے. نړۍ کښې کله یو طاقت او کله بل طاقت ته خپل خدمات وړاندې کوي. افغانستان کښې د ترهګر نېټ ورک جنګ د پاکستان پۀ مرسته کېږي. د اتلسم ائیني ترمیم پۀ ضد مرکزیت خوښې بیانیه لا تر اوسه د پاکستان د مقتدرې خوښه بیانیه ده. د وسیلو د منصفانه وېش لارې بندوي، سیاسي او جمهوري عمل تورژن کوي او قامي شناخت تحلیل کول غواړي. د کارکنانو ګرفتارۍ او ټارګټ کلنګ روان دے او د سوچ او فکر د اظهار ازادي سلب کوي. د اولس اقتصادي پرمختګ لارې بندوي او د حکومت د ټېکسونو پۀ ذریعه د عام اولس نه ورځ تر ورځ څرمن وباسي. د پاکستان د مقتدرې خارجه پالیسي لا تر اوسه د شخصي وسله وال ملېشاو د استعمال پۀ ذریعه تر سره کېږي. پۀ څلورو کښې درې ګاونډي هېوادونو سره پۀ جنګ دے. د پاکستان د فوج جرنېلان اېغ پۀنېغه کودتا نۀ شي کولې نو یو ګوډاګے حکومت ئې کښېنولے دے. د دې ګوډاګي پۀ ذریعه سیاسي نظام د مرکزیت غاړې ته بوځي، اقتصادي نظام نړیوال مالي ادارو ته حواله کوي، ټولنیز نظام یکسانیت ته بوځي او کلتوري شناختونه تحلیل کوي. سیاسي ګوندونه ماتوي، مدني ټولنې محدودوي او میډیا او رسنۍ تړي.
د قامي تحریک دې څلورم پړاو کښې د خدائي خدمتګار تحریک څلورم نسل د دې ټولو چېلنجونو شعور لري. قامي تحریک سره دې څلورم پړاو کښې مطبوعاتي نظام کښې ‘پښتون’ مجله هم شته او د کتابونو د چاپ کولو توان هم شته، اطلاعاتي ټېکنالوژي هم شته او متبادل رېډیو او ټي وي هم شته. د قامي تحریک بیانیې د ژوروالي د پاره باچا خان سکولونه هم شته او د مدني بنسټ شکل کښې باچا خان ایجوکېشن هم شته کوم چې یوې غاړې ته د باچا خان سکولونو کښې متبادل قامي بیانیه هم خوروي او د ځوانانو د تربیت او سټډي سرکلو پۀ ذریعه ځوان کهول کښې د قامي شناخت، ټولنیز عدالت، عدم تشدد، صنفي مساوات او بشر دوستۍ بیانیه هم پۀ مخکښې بوځي. تر ټولو لویه شتمني دا ده چې قامي تحریک سره یو سائنسي او اولسي تنظیم او د تنظیم پراخه څانګې شته. قامي تحریک چې نن څومره د جبر د مزاحمت توان لري، دومره ئې شاید چرې هم نۀ لرلو.
د قامي تحریک دا څلورم پړاو د خدائي خدمتګارو د څلورم نسل پۀ مشرۍ کښې د قامي خپلواکۍ او ټولنیز عدالت غاړې ته چټک ګامونه اخلي. دا څلورم نسل د دې شعور لري چې اولس سره تړون، د تنظیم بېلابېلې څانګې لکه پښتون سټوډنټس فیډرېشن، ملګري استاذان، ملګري ډاکټران، ملګري وکیلان او ملګري لیکوالان منظم کول او فېصله سازۍ کښې شاملول، د مډل کلاس پېشه ور خلق تحریک سره تړل، د متبادل میډیا او د ټولنیزو رسنیو او سوشل میډیا منظم کول، د ګوند تنظیمونه فعال ساتل، تعلیمي ادارو ته رسائي کول، د خدائي خدمتګارو د کورنیو تحریک سره تړون، ستراتیژکي اتحادونه جوړول، باقاعده جلسې جلوسونه او احتجاجي مظاهرې کول، د تحریک مهمې ورځې نمانځل او پرلتونه کول به تحریک د پراختیا غاړې ته هم بوځي او د قامي تحریک د اهدافو تر لاسه کولو غاړې ته به هم مزل کېږي – ځکه چې تنظیم، تربیت او فعالیت د روښان فکره قامي تحریک د پاره پۀ رګونو کښې د ګرځېدونکې وینې پۀ شان دي.
وخت راغلے دے چې ګوند د پاکستان مقتدرې ته یو ‘چارټر اٰف ډېمانډز’ کېږدي او هم پۀ دغه چارټر ننني دور کښې اوس مهال تحریک پۀ مخکښې بوځي. هم د دې چارټر پۀ بنیاد باید ګوند او تحریک فعالیتونه ولري او احتجاجي لړۍ پېل کړي.
1. د پښتنو او نورو اولسونو سپکاوے، کډوالي، قدغنونه، غلي کول، ټارګټ کلنګ او جبري ګمشدګۍ دې فوراً بندې کړې شي.
2. خېبر پښتونخوا کښې د ګورننس بحران معراج ته رسېدلے دے؛ پۀ تعلیم، صحت، ټرانسپورټ، د ښځو د پرمختګ، زراعت، ځنګلات او صنعت شعبو کښې دې د بد ترینې بد انتظامۍ حل ولټولے شي.
3. نوو ضلعو کښې دې ائیني، قانوني او انتظامي خلاء زر تر زره ډکه کړې شي. د پښتنخوا نوو ضلعو کښې ټارګټ کلنګ، جبري ګمشدګۍ، د خلقو سپکاوے او د کارکنانو ګرفتارۍ پۀ هېڅ صورت قابل قبول نۀ دي. پۀ درې میاشتو کښې دننه دننه د نوو ضلعو د پاره اعلان کړے شوے فنډ دې جاري کړے شي. د بحالۍ عمل دې درې میاشتو کښې مکمل کړے شي.
4. پۀ صوبائي خودمختارۍ او اېن اېف سي اېوارډ به یو قسم سودا بازي قابل قبول نۀ وي.
5. د حکومت د خرابو پالیسیو لۀ کبله د پوهنتونونو او سکولونو طالب علمان ډېرو ستونزو سره مخ دي – د تعلیم مصرف د عام اولس د وس نه بهر شوے دے. دا لازمي ائیني شق دې سم د لاسه عملي کړے شي او د اعليٰ تعلیم محصلینو ته دې اسانۍ پېدا کړې شي.
6. د صحت مصرف هم د عام اولس د وس نه بهر شوے دے، اولس دې د دې ستونزو نه خلاص کړے شي.
7. د بې ځایه ټېکسونو زیاتوالي او د عام استعمال د څیزونو ګرانوالي عام اولس پۀ ځان وژلو مجبوره کړے دے. دغه ټېکسونه دې فوري طور واپس واخستے شي.
8. افغانستان سره پۀ تجارت دې ټول قدغنونه لرې کړے شي او افغانستان سره تړلې لارې دې پرانستې شي. افغانستان سره دې د اولسي تګ راتګ قدغن ختم کړے شي.
9. پۀ پښتنه خاوره او پۀ ټول ملک کښې دې وسله والې شخصي ملېشې او پُر تشدده انتهاګر اقتصاد ختم کړے شي.
10. د مقامي صنعت او انډسټرۍ مرۍ خپه کړې شوې ده او تجارتي سرمایه کارۍ د حکومت د پالیسیو لۀ کبله بندې شوې دي، مقامي صنعت ته دې وده ورکړې شي چې مارکیټ اباد شي او روزګار زیات شي.
11. بي اٰر ټي، بلیون ټري سونامي او د ملم جبې د زمکې اخستو کښې د بې قاعدګیو دې فوري انکوائري شروع شي.
12. ځائي کلتورونه او مورنۍ ژبې د مرګ غاړې ته روانې دي، د پښتونخوا اسمبلۍ د مورنیو ژبو د پرمختګ اېکټ دې سم د لاسه نافذ کړے شي.
13. د صوبې ځائي ټهېکداران او ملازمین ډېرو ستونزو سره مخ دي، د دوي ټولې جائزې مطالبې دې ومنلې شي.

یادګیرنه:
د دې مقالې تیارولو کښې د باچا خان ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجهد’، د ولي خان کتاب ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’، د پیارے لال کتاب ‘ګاندهي جي باچا خان کے دېس مین’، د مکولیکا بېنرجي کتاب ‘دي پټهان ان اٰرمډ’، د راجموهن ګاندهي کتاب ‘عبدالغفار – دي بادشاه اٰف خانز’، د حسېن شهید سهروردي کتاب ‘دي مېموائرز اٰف حسېن شهید سهروردي’، د میر غوث بخش بزنجو کتاب ‘اِن سرچ اٰف سالوشنز’، د حمزه علوي مقالې ‘دي سټېټ اِن پوسټ کلونیل سوسائټیز’، د عائشه جلال کتاب ‘ډیماکرېسي اېنډ اتهاریټېرین ازم ان ساوتهـ اېشیاء’، د طارق علي کتاب ‘دي کلېش اٰف فنډامنټلزم’ او د زاهد حسېن کتاب ‘فرنټ لائن پاکستان’ نه مرسته اخستې شوې ده.

دا هم ولولئ

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي …