دوه نظمونه – دوه توکنې (‘کابل’ او ‘ډیورنډ لائن’) – فېصل فاران

 

 

 

(1)

‘کابل’ – رحمت شاه سائل

د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم ‘کابل’ چې د هغۀ اتمه شعري ټولګه ‘د چنارونو نه لمبې ووتې’ کښې شامل دے، یواځې پۀ دې وجه مهم نۀ دے چې دا د رحمت شاه سائل غوندې د قامپاله شاعر نظم دے، بلکې د دې نظم اصل ارزښت د کابل هغه روماني تصور دے چې د اتیایمې لسیزې نه وړاندې متصور ؤ. کابل پخوا راهسې د پښتنو د پاره د خوب و خیال ښار راروان دے چې اندازه ئې د فوکلور د سندرو نه کېږي – لکه:

پۀ غونډه زنه دې خالونه مزېدار دي

کابل ته به ځو

اوښان تیار دي

پښتو کښې پخوا نه د ښائست د دې تصور لۀ رویه د ‘کابلۍ’ نامه هم راروانه وه. مونږ چې واړۀ وو او د ښائست خبره به کېده نو دا به وئیلے شو چې ‘پلانکۍ سمه کابلۍ ده’ – خو د ‘ثور’ انقلاب کښې د مجاهدینو بګېلانو کورنیو د راتېښتې نه پس ورو ورو د کابل نامه پاکستان کښې د دغه اشرار زادو لۀ کبله داسې سپکه پېش کړې شوه چې ‘کابلے’ تسمیه طنز جوړه شوه. خداے دې وبخښي، رهبرِ تحریک به دغه د مجاهدینو اشرارانو راتښتېدلو کورنیو ته ‘بهګورګان’ )بګېلان( وئیل. سمه خبره ده چې دغه بګېلانو کۀ د کابل جنت پۀ دوزخ اړولو کښې کردار لوبولے ؤ نو دوېم کهول ئې د افغان هویت پۀ ریا کولو سره اوس هم هاغه د خپلو اشرارو پلرونو نیکونو پۀ لار د افغانانو تر منځه فکري یو والي ته لاره نۀ ورکوي. نن هم کابل پۀ اور کښې د لولپه کولو دغه د جنرل اختر ارمان نوي رنګ کښې تر سره کېږي – زوړ حال ئې د برېګېډئیر یوسف کتاب ‘خاموش مجاهد’ کښې بیان شوے دے او نوي بڅري ئې پۀ ټولنیزو رسنیو ځاے پۀ ځاے خوارۀ لیدلے شي.

یو ‘روم’ ؤ چې ‘نېرو’ سېزلے ؤ، شپېلۍ ئې غږوله – هغه خو د هغۀ د ‘زوړ روم’ وداني نۀ وه خوښه، بیا ئې سر دوباره جوړول غوښتل. یو کابل ؤ چې حکمتیار او رباني د مذهب پۀ نامه د خپلو توروانو بادارانو د پاره سېزلے ؤ. هغه هم د سائل صاحب قطعه ده:

څنګه دې سنګین وجود ؤ، دل دې کړو
څومره چې دې خپل خلق وو، مړۀ دې کړۀ
لوټ دې کړو، تالا دې کړو، کابل دې کړو
څومره چې پردے خلق ؤ، خپل دې کړو

دې جنګ کښې ‘کابل’ یوه داسې استعاره وګرځېده چې بې د جنګ و جدل نه بله معنٰي ئې نۀ لرله. پۀ دې حواله د زیاد الله زیاد چارسده دا مطلع ډېره مشهوره شوې وه:

یو پېره چې دې قبضه د زړۀ کابل کړم
تۀ پردے پردے کوه زۀ به دې خپل کړم

ځکه مونږ ګورو چې د کابل ښار استعاره زمونږ د قامپاله شاعرانو چې سرخېل ئې رحمت شاه سائل دے، پۀ شاعرۍ کښې هم هغسې ‘حالنامه’ وګرځېده لکه څنګه د ستر غزل ګو میر تقي میر پۀ شاعرۍ کښې چې د ‘شهر’ نه مطلب خاص ډیلے ښار او د شکسته او وران کهنډرونو نه مطلب د ډیلي ښار لوټلې شوې ودانۍ وې.

دې جنګ نه پس د کابل ښار د ښائست د متخیلانه ملوکې ‘کابلۍ’ ښار پاتې نۀ شو – دا د هغه تخریب کار، شدت پسند، اورپکي، فسادي، مجاهد ‘کابل’ ښار شو چې خپل کور ته ئې خپله تیلے ورته کړے ؤ.

پۀ دې تخریب باندې د سائل صاحب یو بل نظم د ‘سندره’ پۀ نامه پۀ شپږمه شعري ټولګه ‘دړد چې د څړیکو څانګې وسپړدلې’ کښې خپور دے – )هر څو کۀ دې ته د ‘سندره’ پۀ ځاے ‘ویرنه’ سرلیک پکار ؤ(، سرنامه ئې داسې ده:

وران دې کړو پښتون له کور
ویر دې جوړ کړو لور پۀ لور
خپلې ګل دامانې دې پۀ خپلو وینو سرې کړې

بېله دې کړه خور د ورور
ورکه دې کړه لور د مور
جوړې دې د چا د پاره داسې تماشې کړې؟

ستا کابل چې یو تصویر د رنګینیو ؤ

تا هغه کابل د چا د پاره وران کړو؟

ستا کابل چې رنګین خوب د مېړنو ؤ

تا هغه کابل د مړو ډېران کړو

ستا کابل چې لوے مرکز د پرګنو ؤ

تا هغه کابل ریښې ریښې ګرېوان کړو

ستا کابل چې نغرے د پښتنو ؤ

تا هغه کابل د چا پۀ نوم قربان کړو؟

خپلې ګل دامانې دې پۀ خپلو وینو سرې کړې

جوړې دې د چا د پاره داسې تماشې کړې؟

دې اوږده سندره کښې سائل دغه زوړ تخریب کار جهادي او اوسنے ‘وطن دوست’ او ځینې پکښې د دې ځاے شناختي کارډونه هم لري، غندلے دے او هم دے ئې د افغانستان د بربادۍ بنیادي کردار څرګند کړے دے – خو نظم ‘کابل’ کښې، دا کابل هغه کابل دے کوم چې د خوب و خیال کابل دے.

ما لا کابل لیدلے نۀ دے، ما کابل ونۀ لید

خو دغه ښار زما د مستو لېونو خوبونو – د ښاپېرو ښار دے

زما د مینې او جمال د رنګینو ښار دے

تیارو نیولے دے خو ښار د پلوشو ښار دے

د خاموشۍ دېوان پرې ناست دي ګنې – د شور و شر ښار دے

د پېغلو ښار دے د زلمو ښار دے

سمه خبره خو دا ده چې پۀ سماجي حواله کابل پخوا راهسې د پښتون اشرافیه ښار راروان دے. کومې واکداره کورنۍ چې اقتدار ته رسېدلې دي، کابل کښې مېشته شوې دي؛ خپل ژبه تهذیب ئې لۀ لاسه ورکړي دي. تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل ثور انقلاب او بیا خصوصاً د حامد کرزي وخت کښې کابل باندې د پښتون اثر لیدلے شوے دے – کنه د الغ بېګ نه راواخله چې ملک سلېمان شاه مندڼ ئې سره د پرګنۍ وژلے ؤ، تر نجیب شهید د وژنې پورې؛ دې ښار کښې پښتون سره المیه شوې ده او تل د مغلو یا مغل خویه پښتنو د پاره مرکز پاتې شوے دے.

هسې خو کلاسیک کښې کابل د هجر استعاره هم څرګنده شوې ده – لکه صاحبزاده محمدي وئیلي دي:

ما ترې ستا پوښتنه وکړه هېڅ ئې نۀ وې

زاڼې راغلې پۀ چغاري لۀ کابله

دې نظم کښې یو ځاے د خوش فهمۍ ځېلې کېږي چې د خپل بل نظم ‘سندره’ سره ئې تضاد هم راځي. پۀ توګه د شاعر خوش فهمۍ او تضادونه هسې هم د لیکوال برخه وي. کۀ شاعرۍ کښې خوش فهمۍ، غلط فهمۍ او تضادونه نۀ وو، شاید بیا به شاعري دومره تلوسې نه ډک تخلیقي عمل هم نۀ ؤ.

دلته شاعر هغه تخریب کار چې کابل ئې د جنرل اختر د خواهش پوره کولو د پاره اور پسې کړے ؤ، ماضي پرست ساده وګړے بولي؛ خو داسې نۀ ده – کابل د یوې پوره پروژې او منصوبې تر لاندې سېزلے شوے او بیا مذهبي اورپکو قدامت پرستو ته پۀ لاس ورکړے شوے ؤ.

ماضي پرستو ساده ګانو ته پۀ لاس ورغلے

ګنې دا ښار د مستقبل د لېونو ښار دے

د خاموشۍ پېریانو ئې هر ګوټ پېر نیولے

ګنې دا ښار خو د ژوندون د تماشو ښار دے

شاعر د پښتنو د سیاسي او سماجي قبلې ګڼلو پۀ بنیاد د کابل خوب د پښتون قام خوب ګڼلے دے او پۀ دې پوهه دے چې کۀ کابل ویښ شو نو پښتون به ویښ شي. تاریخي شالید کښې دا خبره درسته ده چې کله کابل دراني سلطنت کښې د پښتون واک د لاندې ؤ نو تر هندوستان پورې د پښتون بادشاهت هم وجود لرلو – خو کله چې کابل کښې انتشار شو، هغې نه پس پښتنه سیمه پۀ قلار شوه. تر دې چې سکهـ شاهۍ نه پس د رنجیت سنګهـ فارورډ پالیسي یعني کابل بې قراره ساتل تر اوسه دوام لري چې د لاهور د استحکام ضمانت منلے کېږي او هم دغه د جنرل اختر د خواهش دوېمې معنې دي.

خو چې لۀ خوبه به ویښېږي کله؟

کله چې ویښ شي او پۀ زړۀ مې غزونې وکړې

دا غزونې کۀ مې زړۀ وران نۀ کړي – ودان به څنګ پاتې شي؟

دا نالیدلي قیامتونه زۀ لیدل غواړمه

دې زلزلو ته خامخا غاړه وتل غواړمه

خو –

ما لا کابل لیدلے نۀ دے، ما کابل ونۀ لید

دې مصرعو کښې بیا کابل لکه د یو جانان پۀ صورت متصور دے چې د مئین پۀ څنګل خوب کوي. دغسې مخکښې شاعر کابل د خپل شاعرانه شهرت پۀ توګه ځان ته متعارف کوي. دغه برخه تر اخره لکه د رحمان بابا د شعر تفسیر دے چې هغۀ د باګرام ښکلي پۀ نڅا او سندرو لیدل.

هم نغمې کاندي، هم رقص کوي، هم خاندي

د رحمان پۀ شعر ترکې د باګرام

سائل هم چې خپلو سندرو غزلو کښې د هغه کابل چې اشرارو مجاهدینو سېزلے دے، درد نغښتے دے او دغه درېدلې سندرې غزلې کابل ته رسېدلې دي او پېغلې زلمي ئې تړقولي دي. ګویا د رحمان بابا شعر کښې مست شوخ و شنګ تصویر دے او د سائل صاحب نظم کښې د درد و اذیت نه ډکه منظرنامه ده:

ما لا کابل لیدلے نۀ دے، خو زما سندرې

کابل لیدلے پۀ کابل کښې غږېدلې هم ده

ما لا کابل لیدلے نۀ دے خو زما غزلې

دردونه تلي پۀ کابل کښې ګډېدلي هم دي

خلقو لیدلي اورېدلي هم دي

زلمو د سترګو پۀ تک سور خمار کښې

دوي لمبولي هم دي

پېغلو د خپلو اننګو خالونه

پرې ورشیندلي هم دي

زما سندره د کابل د پرهرونو ژبه

زما سندره د دړد څړیکه د دړدونو ژبه

زما غزل د هرې پېغلې هوسۍ

پۀ ګوټپېرونو د کتلو انداز

زما غزل د هرې پېغلې د نمناکو سترګو

پۀ ائینو کښې د زخمونو سینګار

لویو وړو پېژندو

پېغلو زلمو پېژندو

لا غوړېدۀ به پرې، د څېلمې ژړېدۀ به ورته

هم ژړېدۀ هم ګډېدۀ به ورته

زۀ بنیادي توګه باندې سائل صاحب د نظم نۀ، د سندرې او غزل شاعر منمه – ځکه د هغۀ د نظم نه د ډېر غوره تخلیقي معنویت هیله هم نۀ ساتمه خو بیا هم، د هغۀ نظمونه پۀ دې بنیاد مهم دي چې د دې نظمونو تړون هم در اصل د هغۀ د غزل او سندرو سره دے او دا ئې د شعري منظرنامې پراختیا کوي.

نظم ‘کابل’ هم پۀ معنوي حواله د اوسط درجې نظم دے، بې ځایه مصرعې هم لري خو د هغوي د شاعرۍ مجموعي تناظر کښې دا نظم ډېر مهم دے – ځکه چې رحمت شاه سائل بې شک و شبه د پښتو نوې شاعرۍ کښې د یو لیجنډري ارزښت لري.

(2)

‘ډیورنډ لائن’ – سعد الله جان برق

د سعد الله جان برق دا نظم ‘ډیورنډ لائن’ د پښتونخوا لر و بر کښې لوے شهرت لري، ځکه چې نامتو فنکار کرن ان پۀ داسې افغان رنګ، اٰهنګ او انداز سره وئیلے دے چې تلپاتې خوند رنګ لري. دا د هغۀ د کېرئیر دوېم مشهور نظم دے. وړومبنے تر ټولو مشهور نظم ئې ‘باچا خاني پکار ده’ – د خوند خبره بیا دا هم ده چې دغه نظم اتفاقاً د هغۀ اوتاک کښې د برق صاحب کتاب ‘زرغونه’ کښې زما مخې ته راغلو؛ ما پرې نخښه وکړه او هغۀ ته مې مشوره ورکړه چې دا خو خامخا وئیل پکار دي او یا د هغۀ وئیلو سره سم د لاسه پرې د لر و بر ګلۍ کوڅې وشورېدې.

‘ډیورنډ لائن’ داسې نظم دے چې دا موضوع عمومي شعري ادب کښې خصوصاً او خصوصي شعري ادب کښې عموماً غوره نۀ ګڼلې کېږي. د دې د پاره چې د کوم جوت فکري جرأت ضرورت وي، هغه جرأت د اوبو دانو هوس کښې پنجره کښې غلي پښتانۀ لیکوالان نۀ لري.

‘ډیورنډ لائن’ نظم کښې د ‘ووېشه او واکمني وکړه’ مفکوره ډېره پۀ ساده او سوچه پښتو کښې پۀ اولسي انداز کښې راوړاندې شوې ده. دغه اولسیت او بې ساختګي د برق صاحب د شاعرۍ هم عمومي خاصه ده – خو هم دغه خاصه ده چې پۀ توګه د شاعر د هغۀ شاعرانه ادبي تشخص کښې هم خنډ پاتې شوې ده. د دې نظم بنیادي موضوع ‘ووېشه او واکمني وکړه’ ده. بنیادي توګه باندې دا د ‘روم’ دپخواني سلطنت ‘ماټو’ وه چې ورته به Divide et Impera وئیل کېده. د روم سلطنت دغه ماټو بیا انګرېز استعمار د Divide and Rule پۀ مقوله خپله کړه او هر هغه ځاے چې چرته ئې واک ؤ، دا مقوله عملي کړې ده.

لکه پۀ ائرلېنډ کښې د مسیحي فرقه واریت، سکاټ لېنډ کښې د زوړ او نوي نسلیت او هندوستان کښې د هندو مسلم او برهمن اچوت وغېرهم پۀ صورت کښې – لکه جنرل کوک یو استعماري مدبر پۀ دې حواله لیکي:

Our endeavor should be to uphold in ful force the (for us fortune) separation which exists between the different religions and races not to endeavor to emalgate them.

ژباړه: زمونږ هڅه دا پکار ده چې پوره زور ولګوو چې د بېلابېلو مذهبونو او نسلونو منځ کښې جدا والے سېوا کړو او د دوي یو کولو تکل ونۀ کړو.

)پۀ حواله د رچني یالمېدت، انډیا ټو ډے، مخ (371

د 1857 نه پس چې د خپلواکۍ جنګ کښې هندو مسلمان ناکام شو، دغه مفکوره باندې کار لا زیات تېز شو او د سر سید احمد خان پۀ ذریعه چې هغه خپله د امپېریالیزم یو وفادار خدمت کوونکے ؤ، لمړے د هندو مسلم خبره پورته کړې شوه. بیا ورپسې دې ته د اردو هندي د لساني منافرت صورت ورکړے شو.

عجیبه خبره دا ده چې انګرېز د دفترونو نه فارسي ژبه وباسله نو بیا ئې پکښې اردو لاګو کړه او هندوان ئې وپارول – چې هندوانو زوږ جوړ کړو نو مسلمانان ئې وپارول چې دوي اردو او مسلمان نۀ مني. خو هندي ئې دفتري ژبه نۀ ګرځوله. د اردو ودې خصمانې د پاره ئې نصاب جوړ کړو، کتابونه ئې ژباړل او دا ئې د ‘رېخته’ نه اردو ژبه کړه او دا سوچ ئې مسلمانانو کښې عام کړو چې هم دغه مسلمانه او متمدنه ژبه ده.

د وېشن او واکمنۍ دې مفکوره کښې د علیګړهـ تحریک کردار د هېرولو نۀ دے ځکه چې د دې تحریک شا ته استعماري مدبر تهیوډوربېک (1899-1859) د اېم.اے.او کالج پرنسپل ؤ چې پۀ ‘تهور بېګ’ مشهور ؤ. تهوربېګ د ‘محمډن اېنګلو اورینټل ډېفنس ایسوسي اېشن اٰف انډیا’ او د ‘محمډن ایجوکېشنل کانګرس’ هم اعزازي سېکرټري ؤ. دا دواړه د اٰل انډیا کانګرس مخنیوي د پاره جوړ کړے شوي وو. تهور بېګ نه پرته بل مدبر ډاکټر مېکنزي ؤ چې د انجمن ترقي اردو’ سېکرټري ؤ. دۀ به باباے اردو مولوي عبدالحق ته لارښودنه کوله څنګه چې به د تهور بېګ پۀ اشاره سر سید احمد خان چلېدلو. دۀ پسې یو بل مدبر تهیوډور ماریسن پرنسپل شو. دا هم د ‘دو قومي نظریه’ پالوال ؤ. د سر اقبال لاهوري زوے جاوېد اقبال خپل کتاب ‘زنده رود’ کښې دے د ‘دو قومي نظریه’ خالقانو کښې یادوي.

دغسې یو بل استعماري مدبر د سر اقبال لاهوري استاد پروفېسر ارنلډ ؤ چې هغۀ به د شبلي، شرر، حالي او بیا وروستو د اقبال لارښودنه کوله. د اقبال دا ‘اسلامي’ شاعري چې هندوستان کښې فرقه واریت او مسلم لیګیت ته وده ورکړه، هم د هغۀ پۀ اشاره شوې ده چې سر شېخ عبد القادر ئې قصه د ‘بانگِ درا’ دیباچه کښې لیکلې ده.

د سعدالله جان برق دا نظم ‘ډیورنډ لائن’ هم د دغه ‘ووېشه او واکمني وکړه’ د مقولې پۀ بنیاد باندې اډاڼه دے.

دنیا کښې هر جابر
باطن ئې وي ظاهر
بادشاه وي کۀ اٰمر
مسلم وي کۀ کافر
یو ځاے کښې چرته نۀ پرېږدي قامونه برابر

تېرۀ لکه خنجر

رهبرِ تحریک ولي خان بابا خپل کتاب ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’ )وړومبي ټوک( کښې د دې سپیناوے داسې کوي:

“د پېرنګیانو خپله منصوبه د دې علاقې د پاره دا وه چې د امیر دوست محمد خان نه ځان خلاص کړي. د دې د پاره د هغوي پروګرام دا ؤ چې افغانستان دې رنجیت سنګهـ ته حواله کړي – خو هغوي سره وېره دا وه چې پښتانۀ به د سکهانو حکومت ته غاړه نۀ کېږدي نو تجویز دا ؤ چې د شاه شجاع پۀ ذیعه دې پېرنګیان افغانستان واخلي. دولت به د پېرنګیانو وي، نمائندګان او افسران به ورسره د پېرنګیانو وي. د پښتنو د قوت ختمولو د پاره د هغوي عقل دا ؤ چې رنجیت سنګهـ نه پس سکهانو کښې څوک د سر سړے نشته نو پښتانۀ به پۀ پښتنو ووهو او دا خپل ملګري پښتانۀ به پۀ رنجیت سنګهـ ووهو او سکهان بل مشر نۀ لري نو هر څۀ به دوي ته خېراتي پاتې شي.” )مخ (10

بیا هر څۀ هم دغسې وشو – امیر دوست محمد خان غوندې پښتون هوډ لرونکے حکمران ئې د خپل ورور سلطان محمد خان پۀ غدارۍ ووهلو او د ‘ګندمک’ او د ‘ډیورنډ لائن’ معاهدې ئې پۀ زور زبردستۍ کمزوري حکمرانانو سره وکړې. د دې معاهدو نه پس ئې هم پۀ شمال مغرب کښې پښتنه سیمه پۀ څو ځایه ووېشله او تاریخي نامه ئې ورله د یوې جغرافیائي نامې سره ورکه کړله. دغه حالت د هندوستان د وېش نه پس هم اویا کاله وچلولے شو، تر دې چط د قومي تحریک پۀ سیاسي هلوځلو وړومبۍ تاریخي نامه پۀ ځاے کړې شوه او بیا ورسره ‘قبائیلي سیمه’ یو ځاے کړې شوه. اوس هم جنوب کښې مېشته پښتانۀ د بلوچستان سره او مشرق اړخ ته پښتنې سیمې د پښتونخوا نه پۀ زور زبردستۍ بېلې ساتلې شوې او پنجاب سره شاملې کړې شوې دي چې نۀ خو څۀ تاریخي شهادت لري او نۀ اخلاقي قانوني جواز – التبه د جبر جواز ئې شته دے.

د جبر مملکت
هم دا لري حکمت
قانون د سیاست
کۀ غواړې فراغت
نو پرېکړه، بیا ئې وخوره پۀ غاښونو د بېلتون

د ظلم پۀ قانون

دې نظم ‘ډیورنډ لائن’ کښې موضوع د پښتون وېش دے خو مضمون پکښې د استعمار ‘د جبر ریاست’ دے چې بلوڅ، کرد، عرب، پښتانۀ او داسې نور قامونه ئې خپلو کښې بېل ساتلي دي او د لا بېلتون د پاره ئې اوس هم شپه او ورځ فکري توګه باندې لا کار کوي چې دې بېلتون ته اخلاقي او قانوني بنیاد هم پېدا کړي او دې لړۍ کښې مهم کار د اولف کېرو کتاب The Pathans دے چې هغه پکښې د ‘پښتون’ او د ‘افغان’ وېش پۀ نسلي بنیاد سیاسي کوي او دلته ډېر ‘پنجاب نژاد’ پښتانۀ دانشوران ورته لا منطق پېدا کوي.

کۀ مونږ د قران پاک لۀ رویه هم ګورو نو د پښتون افغان دا وېش ناروا دے. ‘فرعونیت’ چې د استعمار د پاره قراني اصطلاح ده، د هغې څو خاصې وي – لکه نسل کشي، قامي تضحیک و تحقیر، قام ډلې ډلې ساتل، د محکوم قام اشرافیه ځان سره نزدې ساتل او زور زبردستي جبر و تشدد کول – دغه نخښې چې کوم ریاست کښې وي، هغه د ‘فرعونیت’ علمبردار وي – هغه د رومٰي سلطنت وي کۀ انګرېز استعمار او کۀ توروان واکمن؛ فرق نۀ لءي.

خدائي خدمتګار ناظم سرفراز خان د بوبک خپل کتاب ‘خدائي خدمتګاري )تجزیه او تبصره(‘ کښې د وېشن او واکمنۍ پوره تجزیه او تاریخ بیان کړے دے )مخ (72 چې یو ډول د دې نظم تاریخي احاطه کوونکې حاشیه ئې ګڼلې شو او د امریکې، کنېډا، ائرلېنډ السټر، جنوبي افریقې او هندوستان وېش ئې پۀ دې حواله یاد کړے دے. هر کله کۀ مونږ د مولوي مخفي رحمة الله علېه نظم ‘پښتون حجره’ هم دلته یاد وساتو نو مونږ به پوهه شو چې خدائي خدمتګار تحریک ولې د مولوي مخفي دې نظم ته دومره اهمیت ورکولو – دا ځکه چې دا نظم د Divide et Imepra د مقولې و مفکورې ځواب ؤ.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …