چل کۀ تڪل – م ر شفق

د ا تکل د ډاکټر اسرار د کتاب “د تکل پهٔ تکل” د مخکتنې دستوره کښې

[درګۍ ملاکنډ 14 اکتوبر 1994ز] اورولے شوے ؤ

د پښتو يوه ټپه ده

دا زړۀ مې داسې نن خفه دے

لکه د سمې سوداګر چې سوات له ځينه

د ليکونکو شاعرانو، د دنيا پۀ سُود سودا دومره کار نۀ وي، دوي خو د زړۀ سودا لېوني کړي وي. خو دا به ښاغلي اندېش سره د ناستې پاستې اثر وي چې کله سوات ته د تلو پروګرام جوړ شي نو د زړۀ نه مو يو الله خبر وي. څه موده وشوه د صاحب شاه صابر د شعري مجموعې د مخکتنې دستوره مينګوره سوات کښې کېدله. اندېش صاحب، محمد اقبال اقبال، د هغۀ کشر ورور محمد سعيد عارف، ډاکټر اسرار او ورسره زۀ (شفق) لۀ مردانه روان شو. د “ساهو دارو” نه ټانګه کښې کښېناستو. اقبال ته مې غوږ کښې ووې “ګټه د اړولو ده، نن مونږ سره سوداګر هم سوات ته د تلو اراده کړې ده.” اقبال رو غوندې موسکے شو، وئېل ئې “لږ وار وکړه، فلائنګ کوچ اډې ته خو نۀ یو رسېدلي.” اډې ته چې ورسېدو او فلائنګ کوچ ډبه کښې کښېناستو نو لحظه تېره نۀ وه چې اندېش صاحب لۀ ټکه اوټ شو. وې “دا خو کېپسول دے، ساه مې ډوبه شوه، ستاسو د کرايۍ پېسې به زۀ ورکړم خو زۀ نه ځم…..”

بيا چې مونږ مينګورې ته ورسېدو، د ګاډي نه کوز شو نو سرونه راباندې ګرځېدل. هېڅ بې هېڅه رانه رو ګودر خطا ؤ. اقبال زما نه او ما د اقبال نه دا تپوسونه کول چې د هغه هوټل خو هم څۀ عجيبه نوم دے چرته چې دستوره کولې شي. “اوديانه” (د سوات پخوانے نوم) لکه چې د ګوتم بدهـ د لاس نخښه وي. پياده به ځو کۀ سوارۀ، پۀ پلۀ به ځو کۀ پۀ جاله؟

ډاکټر اسرار چې زمونږ بدحواسۍ ته وکتل نو قلاره لهجه کښې ئې پۀ موسکو شونډو ووې “د چا نه پوښتنه وکړئ، دا خلق جوړ پۀ پښتو پوهېږي.” پۀ دې خبره مو ځان پورې ښۀ وخاندل. تازه دم شو او ذهن مو کار شروع کړو.

ډاکټر صاحب کۀ خبره کوي کۀ شعر وائي او کۀ نظم ليکي، د عقل، فکر، حکمت او دانش روح پۀ کښې برڅېرن وي. د طنز او مزاح اړخ ته ئې دومره وده ورکړې ده چې دا ترې اخوا کړے شي نو د ډاکټر صاحب شخصيت به نيمګړے ښکاره شي، خو دومره توله او شائسته مزاح څومره چې پۀ ښکاره د ډاکټر صاحب خوي بوي او کړۀ اوړۀ ساده سپېځلي دي. پۀ طنز او مزاح کښې توله او توازن هغه څوک ساتلے شي چې مطالعه ئې ژوره وي، مشاهده ئې تېزه وي، د اخلاقياتو او ملي رواياتو نه خبر وي. ډاکټر صاحب پۀ دې کاليو زيورو هم ښائسته او اراسته دے. پۀ تېره تېره خپلو ليکنو کښې د تخيل رنګ او اثر داسې خور کړي چې سپور بېخي نۀ لګي بلکې هر چا له خوند او مزه ورکوي.

د طنز او مزاح دې ادا او ورسره د داکټر صاحب حياناکې موسکا ته لوے لوے پوهان او شاعران ګوته پۀ خولۀ شي.

د چا نه دې زده کړي دي اسراره! نۀ پوهېږم

دا ستا خبرې ډېرې دي خوږې، راسره کښېنه!

دې سوال زما پۀ ذهن کښې هم چورلکونه خوړل چې زمونږ دې محترم دا زدکړه د چا نه کړې ده. خو پته درک مې نۀ شو لګولے، زۀ داسې ګڼو مشاعرو له تلے يم چې هره بلا پکښې وي. دومره شور او غوغا وي چې بنده پۀ شعر وئېلو ستومانه کړي او د ډاکټر صاحب د “ډائمنډ جوبلي مشاعرې” پۀ حواله ډېر تکړه تکړه لوبغاړي پۀ صفر اٰوټ شي خو پۀ خپلو ګنهګارو مې ليدلي دي چې پۀ داسې شور ماشور کښې ډاکټر اسرار سټېج ته راشي. بې نيازه بې پرواه ـــ ښۀ پۀ مزه او دمه مائيک ته مخامخ ودرېږي او پۀ قلاره لهجه کښې يوه مصرعه ووائي. نۀ څۀ ترنم، نۀ د لاسو غورزول، نۀ د سترګو وروځو اداکاري او نۀ سرغونډکے. بس شونډې ئې ايله شان وخوزي، نور د بدن هر يو اندام پۀ خپل ځاے ښۀ پۀ ارام وي لکه د “وېون رچرډ” د اعتماد پۀ نشه، سرشار ډاکټر اسرار پوره پۀ استقامت ولاړ وي. لږ ساعت کښې دومره چوکې او چکې ووهي او دومره دادونه راټول کړي چې ټول “حريفان” لۀ منځه يوسي.

پۀ نثر کښې ئې هم لويه شروع کړې ده. کۀ د نازولي شاعر رحمت شاه سائل د شعر او شخصيت پۀ حواله ادبي دستوره وي، د دغه شاعر پۀ شخصيت او فن نور ملګري ليکونکي هم مقالې، مضمونونه واوروي، اهميت او حېثيت ئې پۀ خپل ځاے، خو څومره چې “شے” اوږدېږي دومره اورېدونکي تنګېږي. پۀ داسې موقعو چې ډاکټر اسرار پۀ “تکل” ګوتې پورې کړي نو بيا د هر چا زړۀ غواړي چې دۀ وئېلے، ما اورېدلے. سړے حېران شي چې پۀ اسرار کښې اخر دا څۀ اسرار دے؟ او هغه کوم “چل” ئې رالاندې کړے او کوم “وندر” ئې زده کړے دے چې د “غزل بابا” امير حمزه خان شينواري هم ورته يو دوه کښې حېران دے.

پۀ هر چل کښې دې يو چل وي چې څۀ چل دے

پۀ هېڅ چل دې خبر نۀ شومه څۀ چل دے

ما چې پۀ دې سوال ښۀ غور فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې ډاکټر اسرار د خپلو اورېدونکو او لوستونکو پۀ نفسياتو رسېدلے دے، د خپل سماج پۀ مزاج پوهېږي نو د هغوي د ذوق او خوښې لحاظ ساتلے شي.

پۀ دې چل د اورېدونکو او لوستونکو پام ځان ته راوګرځوي. بل پۀ رښتيانو ډاکټر دے نو دا ورته معلومه ده چې رنځوران ترخو دارو ته غاړه نۀ ږدي نو دے ورله ترخه ګولۍ پۀ خوږو کښې نغاړلې ورکړي. رنځور دغه ګولۍ تر ستوني تېره کړي، هغه دننه خپل اثر وکړي او مريض ته د ترخو احساس قدرې هم ونۀ شي. نورو الفاظو کښې ليکونکے خپل لوستونکي لکه د مړز لوبوي، چې ټونګې وهلو سره ئې اموخته کړي نو بيا پرې د خپل مطلب مېدان هم ګټلے شي. داکټر صاحب ته پته ده چې د پښتو د لوستونکو مثال د ماشومانو دے، سبق وئېلو ته ئې ډډې نۀ لګي او لوبو لوړغو ته زيات خوشحالېږي، نو ډاکټر صاحب ورسره استاذي شروع کړي. يو سړي خپل ماشوم زوي او ماشومې لور له د لوبو د پاره دوه پنډوسونه راوړل. ورته ئې وئېل دا يو پنډوس “الف” دے دا بل پنډوس “ب”. دواړه چې يو ځاے شي نو د دې نه به جوړ شي “الف” “ب” = “اب”. هلک زر پنډوس ته لاس کړو، خور ته ئې وئېل راځه چې بهر لوبې کوو، داجي راته پۀ چل چل کښې سبق ښائي. ډاکټر اسرار خپلو لوستونکو اورېدونکو سره بې مطلبه نۀ غږېږي. د “تکل” پنډوس کله يو خوا کله بل خوا اولي راولي خو پۀ چل چل کښې ورته د ژوند سبق هم ښائي. د شعر او ادب، تاريخ او ثقافت پۀ رموزو ئې پوهوي. د پښتو د ناوې وربل خورولو ته ئې چمتو کوي، د ژبې او لفظونو د حسن او معانيو جهان ته ئې رسوي. اولسي، نفسياتي، معاشي او سياسي مسئلې ورته پۀ ګوته کوي. د قامي مشرانو، لاښودانو او د حکومت د واکدارانو رويې پۀ ډاګه کوي، پۀ خُوږ رګ ورله ګوته هم ږدي او پۀ خوږه پسته ژبه ورله علاج هم کوي، خو دے چې د طنز و مزاح پۀ نشتر د رنځور ننکۍ وڅيري نو هغۀ کريکه نه وهي. د ازغي سوے محسوس کړي خو پۀ شونډو ئې لکه د ګل موسکا هم خوره شي. د ډاکټر اسرار د چل هڅه لکه د هغو ماشومانو د پلار شنډه هم ځي. دے خپل ماشومان (لوستونکي اورېدونکي) قابو ساتي، تېښته ترې نۀ شي کولې او سبق ته ئې غوږ ايښے وي. دۀ خپل “تکلونه” د پښتو ادب “ګلونو” پسې لکه د “پرپرکو” خوارۀ کړي دي. دغه ګلونه پرپرکو له د مينې بوسې ورکړي او د خوشبو ډکې وږمې پرې پېرزو کړي خو پوټے بار محسوس نۀ کړي. هم دغه د ډاکټر اسرار چل دے چې پوهېدل پرې اسان دي خو دغه چل رالاندې کول ګران دي.

تکل د مقالې او مضمون يو زړۀ راکښونکے شکل دے چې د هر چا خوښېږي. د ډاکټر اسرار “د تکل پۀ تکل” کښې چې څومره تکلونه دي، دغو کښې کۀ يو نيم تکل د “تکل” پۀ معيار پوره نۀ خېژي لکه “دا مجذوب” دے يوه ادبي خاکه ده. “ورکه مينه ” يوه تنقيدي تبصره ده، ولې پۀ دې خاکه او تبصره کښې د تکل رنګونه برېښي او پۀ دې هم د “تکل” مينه ماتېږي؛ خو زۀ دلته دا وئdل غواړم چې ډاکټر اسرار د خپل فن پۀ وسيله اورېدونکو او لوستونکو سره يو چل کوي او پۀ دغه “چل” لوستونکي څو پوهېږي نو ډاکټر صاحب ورسره خپل چل کړے وي. د مثال پۀ توګه به “دائرې” واخلو؛ ډاکټر صاحب اول د ډائرۍ ليکلو فائدې او ښېګړې بيانول شروع کړي. بيان زړۀ راکښونکے وي. لوستونکي پۀ کښې دلچسپي واخلي او اورېدونکي ورته غوږ تکۍ کړي. ډاکټر صاحب اراده وکړي چې د ټولې ورځې حالات واقعات به اول خپله مشاهده کښې راولم بيا به ئې وروستو يو پۀ يو ليکم نو سحر مردان چې پاڅي بيا د خپل کور نه رابهر شي. “ساهو دارو” پورې پياده مزل وکړي، ټانګه کښې پاکستان چوک ته ورسي، هلته يو سوزکي وېن کښې سور شي، د فلائنګ کوچونو اډې ته او عن چې پېښور کښي د کوچونو او بسونو اډه کښې کوز شي. دې دوران کښې ډاکټر صاحب يوه يوه لحظه د هنر موټي کښې لا ايسار کړي. د خپل کور نه تر پېښوره پۀ لاره لاره چې څۀ ويني، څه اوري يوه يوه خبره او يوه يوه واقعه د ذهن کڅوړه کښې سنبالوي. خيال ئې دا وي چې دفتر ته لاړ شم هلته به ئې وليکم يا چې ماښام بېرته راشم نو د ټولې ورځې کاروائي به ډائرۍ ته وخېژوم. پۀ دې “چل” لوستونکي، اورېدونکي ځان ته متوجه کړي. پۀ ښکاره خو ډاکټر صاحب د ډائرۍ ليکلو د پاره د موادو جمع کولو پۀ تکل کښې دے خو چل چل کښې د معاشرې پۀ يو اړخ او کله پۀ بل اړخ تنقيدي ګزارونه کوي او لوستونکي اورېدونکي ورسره پۀ غېر محسوس ډول ملګري کېږي. لکه مردان کښې چې “پاکستان چوک” ته ورسي نو وائي،

“دلته قانوناً سوزکي ودرول بند دي خو دوي پوليس واله خوشحاله ساتي نو څۀ ورته نۀ وائي، شايد چې دې چوک له ئې د پاکستان چوک نوم هم پۀ دې وجه ايښے دے چې ازاده ازادي ده پکښې، وس د بري کار دے.”

د پېښور فلائنګ کوچ کښې چې کښېني نو د اخباري هاکرانو او يو څو سوالګرو څهرې او عکسونه رامخ کړي او يوه جمله کښې خبره خلاصه کړي چې

“د پاکستان جوړېدو نيمه پېړۍ وشوه خو د ګداګرو مسئله پۀ ځاے پرته ده.”

بيا د سورلیو د امروزه ژوند عام “خبرو اترو” يو لنډيز بيان کړي د هغې نه يو تاثر دا هم را ولاړ شي چې پښتون وګړے احسان فراموشه نۀ دے، ټول ښۀ زړي ساده زړي خلق دي. کۀ د يو پوځي جرنېل يا سياسي مشر د لاسه چرته د خېر کار شوے وي، سړک ئې پوخ کړے وي، پل يا سکول ئې جوړ کړے وي يا د خپل نوم د تختۍ لګولو دپاره ئې بله څۀ تعميري کارنامه سر ته رسولې وي او د حکومت بجټ کښې د اولسي خېر ښېګړې او ترقۍ د پاره ټاکلې پنګې ئې چرته پۀ يو نيم ځاے کښې پۀ ځاے لګولې وي نو د هغوي پۀ عېبونو پرده واچوي او د اولسي ښېګړې پۀ يو کار ئې ټول عمر مننه کوي چې دغه سړي چرګ د بڼو سره نۀ دے خوړلے. زمونږ د اولس دا ذهني رجحانات ډاکټر صاحب پۀ ساده سوده او خوږه ژبه کښې د ګپ شپ پۀ انداز کښې زمونږ مخې ته راولي خو کله چې د پېښور بسونو د اډې ماحول او ګېر چاپېره د بد نظمۍ او خيچنتوب منظرونو ته ګوري نو يوه جمله داسې راخوشې کړي،

“د پېښور غوندې ګنده ښار به پۀ دې ټوله پښتونخوا کښې نۀ وي”،

هغه پېښور چې قامي شاعرانو ته د “لندن” او “پېرس” نه هم ښائسته ښکاري او همېشه ورته “د ګلونو ښار” وئیلے شوے دے، هغه “پېښور” چې د پښتونخوا زړۀ دے. زمونږ پخوانے او اوسنے تهذيبي او ثقافتي مرکز دے خو ډاکټر اسرار پۀ دغه جذباتي تړون او “روماني اندازِ فکر” د احتجاج سْره کرښه راکاږي او د وېزارۍ څرګندونه کوي او “د ګندهارا تهذيب ځانګو” ته “ګنده ښار” وائي. دا شديد ردعمل اصل کښې د بې ترتيبه اولس او پۀ خاص توګه د پښتونخوا صوبائي حکومت د واکمنو بې غورۍ او بې حسۍ ته يوه څرګنده اشاره ده. د حاکمانو د قول او فعل تضاد ته ئې ګوته نيولې ده او وائي،

“پۀ رېډيو او ټيلي وژن د ملک کوم حال اورو او وينو او چې بهر ژوند ته ګورو نو بنده حېران شي چې دا څۀ دي؟”

څنګه چې د اډې نه د ښار سړک ته راوځي نو دې مهال کښې ئې ناڅاپه يو خر ته خيال شي چې د خر مالک هم موسکے وي او پۀ لاره تلونکي خلق هم ځان سره موسکي موسکي کېږي. دغلته ډاکټر صاحب د ډائرۍ ليکونه توبه ګار شي او صفا اعلان وکړي چې “پوو! دا دومره ریښتيا به څوک وليکي او څنګه به ئې وليکي؟”

ملګرو حال د زړۀ درته صفا وئیلے نۀ شم

دروغ وئیل ګناه ده او رښتيا وئيلے نۀ شم

ډاکټر صاحب د ډائرۍ ليکلو نه ولې توبه ګار شي؟ پۀ دې راز خو به تاسو پۀ خپله هم څۀ رسېدلي يئ خو ما ته يوه بله خبره راياده شوه، وائي چې ښاغلي رحمت شاه سائل يوه مشاعره کښې غزل وئېلو، پۀ سټېج لوے شاعر غني خان هم ناست ؤ، د غزل د قافيو او رديف خپلو کښې تړون داسې ؤ چې د اورېدونکو شوق او تجسس به دېمار زياتېدو؛ مصرعې راته نۀ دي يادې خو رديف به يو تپوس وۀ لکه؛

پۀ زړۀ کښې مې خواږۀ خواږۀ دړدونه دي، دا څۀ دي؟

وړلي ئې د سترګو نه خوبونه دي، دا څۀ دي؟

څۀ وخت چې غزل تمام شو او سائل صاحب د سټېج نه کوزېدو نو غني خان ورته ووې،

“ګوره ښۀ پرې پوهه ئې خو هسې مونږ “دغه” کوې”.

زۀ وېم ډاکټر صاحب هم ډائري مائري نۀ ليکله، هسې خلق ئې “دغه” کول. “دغه” کول پکار هم دي چې لږې سترګې ئې وغړېږي او ددې وخت لۀ زوره خبر شي.

ما وې چې دا ويدۀ قام به زما پۀ چغو ويښ شي

معلومه شوه ما غږ کړو خوبولو ته پۀ خوب کښې

حمزه بابا

ــــــــــــــــــ

مریم ابوذهاب هم مړه شوه

هغه د فرورۍ میاشت 1952ز کښې پۀ فرانس کښې زېږېدلې وه. مور پلار پرې ماري پیر والکمن (Marie-Peirre Walquemanne) نامه ايښې وه. هغې یوې مذهبي کېتهولک کورنۍ سره تړون لرلو، خو د اتلس کالو پۀ عمر کښې ئې اسلام قبول کړو او ځان د پاره ئې “مریم” نامه خوښه کړه. وروستو ئې دمشق کښې د څېړنې پر مهال د ناظم ابو ذهاب سره وادۀ وکړو.

پوهنتون نه فارغېدو نه پس ئې پۀ حېث د لېکچرار عملي ژوند کښې برخه اخستل پېل کړل. مشرقي مذهبونو، تهذیبونو او د ټولنو تاریخ کښې د دلچسپۍ لۀ امله پۀ دې مېدان کښې لوست او څېړنه کوونکې وه. “د نړیوالې مطالعې څېړنیز مرکز” فرانس کښې د تدریس ذمه واریو پوره کولو سره سره څېړنکاره هم وه.

د افغانستان او پاکستان سره د جنوبي اېشیاء پۀ سیاسي او سماجي روانو چارو ئې ژور نظر لرلو. د هغې کتاب

Islamic Networks: The Afghan-Pakistan Connection

د شرقي سیاست او حالاتو د پاره یو مستند کتاب ګڼلے کېږي.

اردو، فارسي او انګرېزي ژبې ئې هم زده وي. پۀ مذهبي فرقو د څېړنې د پاره چې کله د افغانستان او پاکستان پۀ دوره وه نو کرم ایجنسۍ او جهنګ کښې ئې د خپلې څېړنې د پاره وختونه تېر کړي وو.

پۀ وړومبي نومبر 2017ز پۀ حق ورسېده او د خپل وصیت سره سم پۀ “نجف” )عراق( کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …