ريښتیا اردو یوه استعماري ژبه ده؟ – پروفېسر ګوهر نوید

‘پښتون’ دې لیکنې سره دا یادګیرنه لیکل ضروري ځکه ګڼي چې فاضل لیکوال )ګوهرنوید( تمهید کښې د ‘پښتون’ مجلې او د باچاخان د دې مجلې پۀ شا د ورورولۍ، مینې او یووالي پېدا کولو خبره کړې ده. فاضل لیکوال د ‘پښتون’ د فرورۍ ګڼه کښې شامله دغه لیکنه بلاواسطه د خپل هدف نه پۀ شا کېدل بلي. ‘پښتون’ کله هم دا لیکنه د تعصب پۀ بنیاد نۀ ده چاپ کړې، البته دا یو حقیقت دے چې د اردو ژبې پۀ ترڅ کښې د دې خاورې تاریخي ژبو نه د پرمختګ ائیني او مذهبي حق تروړلے شوے دے. تر څو چې د پښتو ژبې د پاره د اے اېن پي د حکومت خبره ده، دې لړ کښې د فاضل لیکوال د بې خبرۍ، زیات غوره به ورته تجاهل عارفانه وئیل وي، اطلاع د پاره ډېر زر هم پۀ ‘پښتون’ کښې تفصیلي لیکنه خپره کړې شي. د ملګري فاران پۀ لیکنه ځواب د فاضل لیکوال حق دے او د ځواب ځواب د فاران فریضه جوړېږي کۀ هغه وغواړي.

محترم فېصل فاران د پښتو ژبې يو کثيرالجهت ليکوال دے. د شعر و ادب پۀ هر صنف ئې لاس او پۀ تنقيد خو ئې ښۀ مټ پوخ کړے دے نو ځکه ورته بعضې “بابائے تنقيد” هم وائي. اکثر ليکنې ئې د استدلال نه ډکې وي، هم دغه سبب دے چې اولس او پۀ خصوصي توګه ليکوال ملګري د هغۀ وېنا ته غوږ ږدي او تحرير ئې پۀ غور لولي؛ خو لۀ بده مرغه د هغۀ بعضې ليکنې د تعصب ښکار شي او د ښۀ اثر پۀ ځاے ترې د غلط فهمیو خورېدو اندېښنه وي؛ لکه اوس اوس د فرورۍ مياشتې پۀ ‘پښتون’ رساله کښې کومه چې زمونږ عظیم ملي اتل او باباے امن باچا خان پۀ خپل ادارت کښې د دې دپاره شروع کړې وه چې پۀ پښتون اولس کښې یو والے، ورورولي، د ليک لوست شوق او د مينې محبت ذوق عام کړي خو د فېصل فاران يو ليک چې “اردو يوه استعماري ژبه” پۀ عنوان چاپ دے، د يوې مزوبې بلکې مجذوبې ژبې سره د تعصب او هېڅ بې هېڅه تربګنۍ واضحه ثبوت دے. فاران صاحب ليکلي دي،

“دا عبراني يو مړه شوې ژبه ده خو د مذهبي تقدس پۀ بنياد بيا راژوندۍ کړې شوه او مصنوعي اکسيجن ورته ورکړے شو. بله اردو ژبه د کومې ابتداء چې د مسلمان هندو تر منځه د فرقه واريت وليم کالج کښې شوې وه.”

موصوف ته دې دا پته وي چې د اردو ژبې اغاز پۀ فورټ ويلیم کالج کښې نۀ بلکې د دغې نه سل کاله وړاندې شوے ؤ. د ملاوجې او قلي قطب شاه شاعري کۀ مونږ پۀ ځاے پرېږدو چې واضحه پۀ عربي رسم الخط کښې پکښې اردو ليکلې شوې ده نو د ولي دکني او بيا د مير، درد، سودا او مير حسن صفا او شته شاعرۍ ته به مونږ څۀ وايو چې پۀ کومه ژبه کښې شوې ده؟ کۀ څوک اعتراض وکړي چې هغه وخت خو به ئې دې ته هندي، هندوي يا هندوستاني وئېله نو بې ځايه به نۀ وي خو ياده دې وي چې هم دغه دور کښې مصحفي پۀ وړومبي ځل د 1800 نه وړاندې د اردو لفظ استعمال کړے ؤ.

تذکرۂ گل زار ابراہیم (۱۷۸۶) او د مصحفي پۀ تذکرۂ ہندی دواړو کښې د اردوئے معلٰی پۀ ځاے لفظ اردو استعمال شوے دے:

خدا رکھے زباں ہم نے سنی ہے میر ومرزا کی

کہیں کس منہ سے ہم اے مصحفی اردو ہماری ہے

اصل کښې ښاغلي ليکوال د پنجابۍ ژبې پۀ بد ترين تعصب کښې د اردو نه بڼې ويستلې دي او د دې پۀ بې عزتۍ کښې ئې هېڅ کسر نۀ دے پرېښے. د مير او د سودا د دور نه وړاندې چې د اردو شاعرۍ زرين دور ورته وئيلے کېږي، بزرګانِ دين او صوفيایه کرام پۀ اردو کښې د دين د تبليغ کار پېل کړے ؤ. مشهور ترقي پسند نقاد احتشام حسېن ليکي:

“اردو ته بادشاهانو او اميرانو توجو ورنۀ کړه او نۀ ئې ورله د تهذيبي ژبې درجه ورکړه. صوفيانو او فقيرانو خپل روحاني پېغام رسولو د پاره دا ژبه خوښه کړه. هم پۀ دې وجه د اردو ابتدائي شکل د صوفيانو او د فقيرانو پۀ کتابونو او ملفوظاتو کښې ملاويږي.”

خواجه بنده نواز ګېسو دراز (دولسمه صدي عيسوي شېخ بوعلي قلندر (وفات 1323 امير خسرو (پېدائش 1236 شاه برهان الدين (وفات 1582 شاه ميراجي (پېدائش 1496) او داسې نورو ډېر اوليا کرامو او عالمانو هم پۀ اردو ژبه کښې د الله تعالي د وحدانيت او د اقائے نامدار حضرت محمد صلي الله علېه وسلم د رسالت پېغام خور کړے ؤ او دا ټول د فورټ ویليم کالج نه پۀ سلګونو کاله وړاندې تېر شوي دي. ښاغلے ليکوال وړاندې ليکي چې

“د څو لکهو يوه ژبه چې پۀ پېراشوټ باندې د لکهنو، دهلي نه راغله، پۀ رياستي پالیسۍ باندې د پنجابۍ، سرائیکۍ، سندهۍ، بلوچۍ او پښتو پۀ مقابله کښې د قامي ژبې پۀ طور باندې پېش کړې شوه اګر کۀ اردو نۀ علمي ژبه ده، نۀ مذهبي او نۀ کوم خاص تمدني پس منظر لري.”

د سر سيد اعتراف خو پۀ ‘حيات جاوېد’ کښې مولانا حالي رانقل کړے دے او ليکوال ورسره سل پۀ سل متفق دے خو هم پۀ دې مضمون کښې موصوف سر سيد ښۀ لتاړ کړے دے او د هغۀ هر کار ته ئې د هندو مسلم اتحاد د تس نس کولو سبب وئيلے دے نو بيا ورسره څنګه هم غږے شوے دے؟ خو دلته زۀ د ليکوال او سر سيد دواړو سره بیخي نه يم متفق ـــ وجه دا ده چې ايا پاکستان د جوړېدو نه اګاهو پۀ کراچۍ کښې مېمنو، بوهريانو او نورو قومونو (د سندهيانو نه علاوه) پۀ خپلو کښې کومه ژبه وئیله چې اردو پۀ پېراشوټ راغله او پۀ دې خلقو مسلط کړې شوه؟ بله دا چې اردو څنګه علمي پس منظر نۀ لري؟ د څوارلسمې صدۍ نه تر اوسه چې پۀ اردو کښې کوم علمي کار شوے دے نو هغه لکه د رڼا ورځ څرګند دے. پۀ کروړونو کتابونه، تفسيرونه، د احاديثو او تاريخ کتابونه او د هرې ژبې ترجمې پۀ هر ښار خو لا څۀ کړې چې هر کور کلي کښې هر چا کره ملاوېږي. نو نوره علمي ژبه څنګه وي؟ اردو د علمي ژبې پۀ هر تعريف پوره خېژي. ښاغلي له پکار وو چې اول ئې د علمي او بيا د مذهبي ژبې تعريف کړے وے او بيا ئې پۀ اردو پسې ډانګ راخستے وے. صرف د يو مجهوله او متنازعه تاريخ دان مبارک علي پۀ خبره ئې يقين نۀ وے کړے او تمدني پس منظر څنګه نۀ لري صاحبه؟ دکن خو يو طرف ته کړه، د ډیلي او لکهنو تهذيب او تمدن ته به څوک کومه معنٰي ورکوي چې دا ګوندې د اردو پس منظر نۀ دے؟

لږ وړاندې فارن صاحب ليکي چې پۀ پېښور کښې ټول هندکو ويونکي د خپل هندکي تشخص د ژوندي ساتلو د پاره د اردو ژبې پرچار کوي او پۀ اخبارونو د کالم نګارانو پۀ شکل کښې قابض دي. موصوف پکښې صرف يونس قياسي نه خوشحاله دے، باقي کالم نګاران ئې بدي شي. حالانکې کۀ دغلته يو طرف ته خالد سهېل، مشتاق شباب، متين شوکت وغېره پۀ اردو کښې ليکل کوي او د فاران د سترګو ازغي دي نو بل طرف ته زمونږ سره د سليم راز، جمیل مرغز او د برق صاحب پۀ پښتو مئین او ترقي پسند ليکوالان هم شته، نو دغلته دا فکر او د هندکو سره سره د اردو د تعصب خورولو څۀ جواز نۀ پاتې کېږي. ښاغلي د تحريک انصاف او اېم اېم اے پۀ حکومتونو هم ټکونه کړي دي چې دوي د اردو د نفاذ د پاره خو لګيا دي خو د پښتو د پاره ئې هېڅ ونۀ کړل، نو دلته هم زۀ د لوستونکو پام دې پله راګرځول ضروري ګڼم چې پۀ سندھ کښې کۀ سندهي ژبه لازمي ده او تر څو چې سندهے بچے خو لا څۀ کړې چې مهاجر او د نورو قومونو ماشومانو پۀ لسم کښې د سندهي لازمي پرچه نۀ وي پاس کړې نو تر هغې ورته سند نۀ ملاوېږي. کاش چې د ښاغلي د خوښې ګوند چې پۀ دې صوبه کښې ورته درې ځله پۀ حکومت کښې برخه ملاؤ شوې وه، د دې يتيمې ژبې پښتو د لازمي مضمون پۀ طور پۀ تعليمي ادارو کښې د نفاذ عملي کوشش کړے وے نو نن بۀ زما مورنۍ ژبه داسې بې اسرې نۀ وه.

فاران صاحب چې لږ مخکښې لاړ شي نو د اُردو ژبې نه د نفرت يوه بله مظاهره داسې وکړي چې “کله اُردو د لعل قلعه پۀ غلام ګردشونو کښې خواجه سراګانو وئېله.” الله دې وبخښه د لعل قلعه خواجه سراګانو ډېره وړاندې لکه څنګه چې ما مخکښې وضاحت وکړو. دا د عالمانو فاضلانو ژبه وه او بيا د شاهجهان پۀ زمانه کښې بۀ هم دا ژبه د جامع مسجد دهلي پۀ پوړو او بهر ناستو خلقو وئېله او د اولس ژبه ترېنه جوړه شوې وه. وروستو ښاغلے ليکوال يو وارې بيا د مفرضو او مغالطو خورولو کښې د اُردو د ګرائمر ليک دود خبر اخلي خو پۀ خپله دمره نۀ دے خبر چې د انګرېزۍ ژبې بعضې ټکي د اُردو پۀ لمن داغ ګڼي ليکي چې “اُردودان ولاړ لفظ هم نۀ شي جوړولے ځکه سټرائيک ته اسټرائيک، سپېشل ته اسپېشل، سکول ته اسکول وائي خو د خندا وړ ورته هاغه قامون ښکاري چې د خپلې ژبې او قاعدو مطابق اُردو وائي. د اُردو تاريخ د داسې مقابلو، مناظرو او تضحيک نه ډک دے چې دوي پۀ متل او محاوره يو بل سره جنګ کړے دے د اُردو لوے لوے شاعران پۀ دې قسمه مقابلو کښې شريک پاتې شوي دي لکه مير او سودا، مصحفي، انشاء، اتش، ناصح، ذوق، غالب، سر محمد اقبال، حسن نظامي او د لکهنو او د دهلي شاعران يو بل سره دغه قسمه فضول د ژبې او د لهجې د برترۍ او کم ترۍ بحثونو کښې ککړ پاتې شوي دي.”

اول خو زۀ د موصوف دا دليل رد کوم چې اردو دان ولاړ لفظونه نۀ شي وئيلے لکه سټرائيک، سپېشل، سکول وغېره. کۀ دې لفظونو ته غور وکړے شي نو دا ټول د انګرېزۍ ژبې د اېس (S) نه شروع کېږي لکه Strike, Special او School. اوس دې لوستونکي پۀ دې هم غور وکړي چې انګلش S پۀ اردو کښې ليکې نو څنګه به ئې ليکي؟ “اېس” به ليکي کنه نو چې پۀ شروع کښې الف راغے نو اردو کښې به ئې ترې نه څنګه لرې کوئ؟ د اردو تاريخ کښې د غالب د فارسي وانو سره پۀ ګرائمر د لفظي جنګ مثالونه خو پۀ برهانِ قاطع او قاطع برهان کښې ملاوېږي خو د مير و سودا او د اتش او ناصح او د ذوق او غالب جنګونه زياتره يو بل پۀ شاعرۍ کښې د وروستو پاتې راوستلو پۀ بنياد وو. البته ناصح د ژبې د پاکولو شعوري کوششونه ضرور کړي وو او غالب د هغې ستائینه کړې ده او کۀ هغوي جنګونه کړي دي نو دلته مونږ کوم پۀ قلاره ناست يو او د پښتو پۀ غم کښې راله خوب نۀ راځي؟ دلته د پينځۀ يې ګانو مسئله د باړه ګلۍ فېصلې ته خو هم ښاغلي د استعمار سازش وئيلے دے خو د دې به څۀ علاج وي چې موصوف د قران کريم د املاء نه انحراف کوي او ‘يوسف’ پۀ ‘ايسپ’ ليکي او دغه شان د املاء او د پښتون اولس د اتفاق پۀ ځاے نورې نورې مسئلې راوړاندې کوي. فاضل ليکوال مخکښې فرمائي چې هغه پېښور چې د رحمان بابا، عبدالحميد مومند، د څوکنو ميا عمر او صاحبزاده محمدي غوندې پښتون پاله خلق ئې پېدا کړي کوم چې د پښتنو مرکز ؤ، نن هغه پېښور کښې پښتانۀ د پښتو پۀ ځاے پۀ اردو کښې ليک لوست کوي.

ملګري فاران ته دې ياد وي چې هم دغه پېښور کښي زمونږ سره د هندکو سائين احمد علي، فارغ بخاري او رضا همداني هم ژوند کړے دے او بله دا چې دا دومره سرمايه دار او خانان چې ځان ته پۀ پښتون وئيلو نۀ ستړي کېږي او پۀ اجتماعي نرګسيت مبتلا دي نو دوي دې راوړاندې شي اخبارونه او چېنلې دې شروع کړي، تاسو بيا ګورئ چې ليکوال پۀ نورو ژبو څۀ کوي. مونږ له خو شکر ويستل پکار دي چې يو پنجابي پۀ پښتو کښې خېبر چېنل پرانستو او زمونږ غم ځپلے غږ ئې ګوټ ګوټ ته ورسولو.

فاران صاحب د اردو د استعماريت يا د استعمار ژبه ثابتولو پۀ ناکامه کوشش کښې پۀ پاې کښې وائي چې “دا د رابطې ژبه ده، تر دغې منل پکار دي.”

ځه شکر چې د رابطې ژبه خو ئې ومنله کنه، خو خبره دا ده چې اردو د پنجابي اسټېبلشمنټ ژبه نۀ ده. پنجابيان پۀ خپله هم صحيح تلفظ سره اردو نۀ شي وئيلے او دا اعزاز پښتنو ته حاصل دے چې نۀ صرف اردو ښه صفا ستهرا وئيلې هم شي او ليکلې هم. اردو غريبه خو پۀ خپله تر ننه پورې د لارډمېکالے د جبر لاندې ډېره پۀ ګرانه ساه اخلي. د پښتو لارې اردو نۀ دي نيولې البته کۀ پنجابي ياده کړې شي نو جزوي حقيقت به پکښې وي. زمونږ ليکوال ورور د پنجابۍ پۀ ټس کښي ټول زور د اردو نه بې ځايه ويستلے دے.

پښتو زمونږه مورنۍ ژبه ده دا يواځې د فاران صاحب نۀ بلکې زمونږ د هر پښتون ليکوال فرض دي چې د دې ژبې د پرمختګ، ترقۍ او سوکالۍ د پاره پۀ يو پېج شو. دا ذمه واري يو مخصوص ګوند ته پرېښودل نۀ دي پکار. پۀ دې کښې د څۀ قسمه تعصب نه بالاتر سوچ پکار دے. د فاران او د هغۀ د ملګرو د ژبې د پاره هلې ځلې د قدر وړ دي. چې قائل د عمل ناکې منصوبې دے

زما ورور دے کۀ د هرې نظريې دے

کۀ مونږ خپلې پښتو طرف ته توجه وکړو او د دې د نصاب او د کتاب د ژبې جوړولو ته کار ووايو نو ډېر زر به مرام ته ورسو، خو داسې قسمه جذباتي او د لساني تعصب ټول زور به پښتو له راځي. د نورو پۀ کاڼو د ويشتو پۀ ځاے مونږ له عملي جدوجهد پکار دے او نور خلق دې قافله کښې شاملول پکار دي، نۀ چې خلق ترول او وېرول، ګنې خداے مۀ کړه دا لږ ډېر اتفاق او اتحاد به هم پۀ داسې قسمه ليکنو پۀ سيند لاهو شي لکه څنګه چې عبدالرحيم روغانے بابا وائي کنه:

د مينې دولتونه د احسان نه شروع کېږي

کۀ سوچ وکړې دا کار اول د ځان نه شروع کېږي

دا ولې مو پښتو کړه د حسو دښمنۍ نخښه

زمونږ ټپې خو تل د يه قربان نه شروع کېږي

مونږ به قلمي مبارزه کوو خو د اردو لساني تعصب له د هوا ورکولو پۀ ځاے مونږ له ټولو پښتنو ته خپلې ژبې، کلتور او دې ته د راپېښو کشالو د مخنيوي د پاره مثبت سوچ و فکر ته هرکلے وئېل پکار دي. پۀ حجرو، جوماتونو،کالجونو، مکتبونو، پوهنتونونو، بازارونو، بېټکونو کښې د دې ژبې تبليغ او پرچار ضروري دے.

پښتانۀ ليکوال هم د مشاعرو او د شعرونو د واه واه کولو پۀ ځاے علمي کار ته چمتو کول د وخت د ټولو نه لويه غوښتنه ده. اوس زمونږ د هندکو پښتو خبره ده چې مونږه دې خپله ژبه شته کړو. د پښتو ژبې د ترقۍ د پاره ټولو پښتنو له پکار دي چې د فاران او د باچا خان مرکز هر کوشش ته هرکلے ووائي خو د هغۀ د اردو د تعصب پۀ بنياد کومه چې د يو داسې تهذيب او کلتور ژبه ده کومې چې همېشه د امن او صلحې غوښتنه کړې ده، پۀ اردو ژبه کښې خو خپله کنځله قدرې هم نشته نو نفرت خو لا لرې خبره ده. هم دغه شان به مونږ ټول پښتو هم د هر قسمه کنځل وېنا، تعصب او تربګنو نه پاکوو او نړۍ ته به دا ورښايو چې پښتو او پښتون د نړيوال امن او بقا ضمانت دے.

خدایه! ما میرات واخله دې خاورې نه 

رنګ کۀ د دې خاورې مې ذات نۀ اخلي 

وګوره دوه مخه حسنیانو ته 

تنده زوتوي خو فرات نۀ اخلي 

حیات روغانے

حسیب جان همراز

Stephen W. Hawking

14 جنوري 1942ز ـــ 14 مارچ 2018ز

انسان پۀ دنيا کښې څۀ نا څۀ داسې کار کوي چې هغه د هغۀ د مرګ نه وروستو هم ياد پاتې شي او بيا هاغه خلق چې شپه او ورځ نۀ ګوري او محنت کوي نو د هغوي نوم خو پۀ سلو کالو کښې هم نۀ هېرېږي. عظیم وي هغه خلق چې ژوند کښې د انسانیت بقاء او ارتقاء د پاره کار وکړي.

کائنات پوهه، ليکوال او پۀ کېمبرج پوهنتون کښې د کائنات پوهنې د مرکز مشر سټیفن ویليم هاکنګ د مارچ پۀ څوارلسمه نېټه ددې دنيا څخه د شپږ اویا کالو پۀ عمر کښې رخصت شو. دا ورځ د ګلیلو 300مه او د ائن سټائن 139مه کلیزه وه. د هغۀ پۀ سائنسي دنيا کښې کار د چا نه پټ نۀ دے. دا هغه وړومبے سړے ؤ چې د کائناتو پۀ پوهه باندې ئې د یوې نوې زاویې نه کار او د هغې وضاحت ئې کړے ؤ.

اایا پۀ سیاسي، سماجي او ماحولیاتي کچه د افراتفرۍ ښکار دنیا به نور سل کاله قائمه پاتې شي؟ سټیفن هاکنګ

سټيفن هاکنګ پۀ کال 1942 کښې د جنورۍ د مياشتې پۀ اتمه نېټه د برطانيې پۀ ښار اکسفورډ کښې زېږېدلے ؤ. د هغۀ مور ایزابېل ایلین او پلار فرانک هاکنګ دواړو اکسفورډ پوهنتون نه زدکړې کړې وې. د هاکنګ دوه خوېندې فیلیپا او مېري او ناڅکه ورور اېدورډ فرانک وو.

هاکنګ د خپلې وړومبۍ زدکړې شروع د بائرن هاوس سکول، هائي ګېټ لندن نه تر لسم ټولګي وکړه. هغۀ ته پۀ سکول کښې د “ائن سټائن” خطاب هم د ډېر قابليت لۀ وجې ورکړے شوے ؤ او هم داسې ده چې پۀ دنياکښې پۀ ائن سټائن پسې دوېم نمبر قابل ترين تن هم دے ؤ. وخت سره سره هغۀ خپل استدلال د سائسني مضمونونو او د رياضۍ د مضمون پۀ حقله وښودلو او دا فېصله ئې وکړه چې هغه پۀ پوهنتون کښې رياضي ووائي . د هاکنګ د پلار دا خوښه وه چې هغه مېډيکل ووائي ځکه چې د رياضي دانانو د پاره پۀ هاغه وخت کښې ډېرې د نوکرۍ موقعې پۀ لاس کښې نۀ وې او دا هم ممکنه نۀ وه چې هغه دې رياضي ووائي نو ځکه ئې بيا پۀ پوهنتون کښې طبيعات او کيميا ووئیله او د امتحان نه پس هغۀ ته د پوهنتون لۀ خوا سکالرشپ هم ملاو شو. د هاکنګ د حساب مطابق هغۀ پۀ درېو کالو کښې يو زر ګېنټې مطالعه کړې وه او بيا ئې وروستو دا عادت جوړ شو.

1965 کښې هغۀ جېن وائلډ سره وادۀ وکړو. د دوي بچي رابرټ، لوسي اوو تیموتي وو. 1995 کښې هغه جېن نه جدا شو او اېلین موسن سره ئې وادۀ وکړو. 2005 کښې هغه بیا جېن، خپلو بچو او نمسانمسو سره یو ځاے شو.

سټيفن هاکنګ د کائناتو پۀ حواله باندې ګڼ شمېر نظريې وړاندې کړې دي چې پکښې لاندينۍ شاملې دي:

  1. پۀ وخت کښې سفر کول څنګه ممکن دي؟
  2. د ورم هولز خيال تصوير
  3. د بلېک هولز نه واپسې ممکنه ده
  4. د دنيا نه به دوزخ جوړېږي

دا پورته نظريې د سټيفين هاکنګ مشهورې نظريې دي او سائنسدانان ئې تر دې دمه کاميابې ګڼي. د دې نه علاوه سټيفن هاکنګ د رياضۍ پۀ مضمون کښې هم ډېر کار کړے دے چې پۀ موجوده جديده نړۍ کښې پۀ هر ځاے کښې پکارولے شي.

پۀ سائنس کښې د کار کولو سره سره سټيفن هاکنګ پۀ سياست کښې هم ډېره دلچسپي لرله. هغه د لېبر پارټۍ يو ډېر سرګرم کارکن هم پاتې شوے دے. د مذهب پۀ حواله هغه ‘لادینه’ ؤ خو د انسانیت پۀ بنیاد ئې پۀ کال دوه زره کښې د اسرائيل نظرياتي مخالفت هم د عراق د جنګ پۀ حواله کړے ؤ.

هغۀ به وئیل چې دنيا د سائنس او قانون پۀ بنياد باندې چلېږي او هر څو سائنس پۀ مشاهداتو او عقل باندې کار کوي، ځکه څۀ قوانین د سائنس د لاسه ماتېدل او نوي جوړېدل فطري دي.

سټيفن هاکنګ پۀ طبيعیات، فلکيات او د کائناتو پۀ علم باندې کتابونه ليکلي دي چې پکښې “د وخت مختصر تاريخ” پۀ ټوله نړۍ کښې شهرت لري. دا کتاب تر دې دمه د نړۍ پۀ ګڼو ژبو ژباړلے شوے دے. د سټيفن هاکنګ پۀ کتاب “The theory of everything” باندې پۀ کال 2014 کښې هدايتکار جېمز مارش يو فلم هم جوړ کړے دے کوم چې د کال 2015 پۀ وړومبۍ مياشت کښې پۀ وړومبي تاريخ باندې ريليز شوے ؤ. د سټيفن هاکنګ پۀ مشهورو تصانيفو کښې لانديني تصانيف شامل دي

د سائنس پۀ مختلفو موضوعاتو نورو پوهانو سره د شریکو کتابونو لیکلو پرته هغۀ د خپلې لور لوسي پۀ ملګرتیا وړو ماشومانو د پاره دا کتابونه لیکلي دي:

  • George’s SecretKety to the Universe (2007)
  • Georges’s Cosmic Treasure Hunt (2009)
  • George and the Big Bang (2011)
  • George and the Unbreakable Code (2014)
  • George and the Blue Moon (2016)

د سټيفن هاکنګ سائنسي نظریات د خپل استدلال د پاره ډېر مشهور وو، دې نظریاتو باندې وخت پۀ وخت سائنس فکشن فلمونه او ټي وي ډرامې مخې ته راغلي دي چې څۀ پکښې دا دي:

سټیفن هاکنګ 1963ز کښې د اعصابو پۀ رنځ پرېوتے ؤ. 1974 کښې د هغۀ رنځوري لا زیاته شوه. وړومبے ګرځېدلو نه پرېوت. بیا ئې لیکل هم نۀ شو کولے، 2005 پورې د ځان د پاره جوړ شوي ځانګړي مشین Equilizer د پاره پۀ سترګو اشاره کولو نه هم ووتو. د دې هر څۀ د پاسه هم هغۀ غوښتل چې زۀ دې ټولو نه اول پۀ حېث د یو سائنسدان، بیا پۀ حېث د سائنسي فکشن لیکونکي او بیا د یو عام انسان پۀ توګه وپېژندلے شي؛ یو داسې عام انسان چې لکه د نورو خلقو خوبونه ویني، خواهشونه لري او مینه غواړي.

د فلسفې او سائنس تر منځه هغۀ فلسفه مړه بللې ده، ځکه چې سائنس د نوو علمونو او امکاناتو لارې انسانیت ته ښائي. سټیفن هاکنګ سائنسي موضوعاتو کښې د نوې لارې پرانستې. راتلونکي وخت کښې به د سائنس تعبیر کوونکي دغه نظریې سپړي. هاکنګ به پۀ کائنات کښې د بلېک هولز پۀ نسبت تل یاد لرلے شي.

پاتې: جېمفوبیا

پوره ده، بلکې پۀ سائنس او ټېکنالوجۍ کښې هم مخکښې ده ـــ ګنې هغه هسې نۀ وائي چې ‘چې ورتلې پۀ امریکې ــــ اوس کوه پهلواني’ ـــ او د امریکې هغه باز خو به دې لیدلے وي کنه ـــ هغه یو لاس کښې غشي او بل کښې غنم ـــ

زۀ کله کله وایم چې هسې نۀ د اباسین صاحب دا شعر دوه زره کاله پس څوک لولي او دا مطلب ترې وانۀ خلي چې ګنې اباسن صاحب د خپل وخت یو ډېر لوے پهلوان ؤ. لکه اوس چې د امیر کروړ نظم دے،

زۀ یم زمرے پۀ دې نړۍ لۀ ما اتل نشته 

پۀ هند او سندهـ او پر تخار او پۀ زابل نشته 

او نن مونږه دا خبره مشهوره کړې ده چې ګنې امیر کروړ پۀ جهان پهلوان نومېدۀ، پۀ یو سر به د سلو کسانو سره جنګېدو ـــ اخر انسان ؤ کۀ سني دېول؟ لکه چې امیر کروړ هم د خپل وخت د جېمفوبیا ښکار ؤ، یا لکه چې اسټېبلشمنټ ترې جهان پهلوان جوړ کړے وي.

سجاد ژوندون

تکل

جېم فوبیا

GymPhobia

هغه ورځ د ملګرو سره پۀ یو ډېر سنجیده بحث کښې مشغول وم. خبره دې له راغله چې دا وخت د دنیا کوم باچا دے، هغه د رېسلنګ پهلوان هم دے. خبره سمه پۀ رېسلنګ او ډونلډ ټرمپ باندې روانه شوه. ما وې چې دا رېسلنګ ريښتیا دي؟ یو پوهه ملګري مې وئیل، نه! دروغ دي. ما وې بیا دا خلق ورته څنګه ناست وي؟ وئیل ئې، خلق خو د شاهد خان فلم ته هم ناست وي چې پۀ پوره دوه سوه ډزو ولګي او بیا هم ژوندے وي. ما وې نو شاهد خان هم پهلوان دے څۀ؟ هغۀ وئیل چې پهلوانان پۀ څو قسمه وي او دې سره خبره هم پۀ دې ختمېده چې ناڅاپه پۀ مونږ یو پهلوان راغے او مونږ د هغۀ پۀ وړاندې د عقیدت احترام یا د وېرې نه غلي پاتې شو. پرون چرته پۀ ډېره موده پس کلي کښې د توقیر ابشار سره ملاو شوم. لکه د نور کله پۀ شان چې نن د پټو پۀ پوله روان شو نو ما ابشار له یو مټ ونیو. خو نن زۀ هسې شکي شومه چې ابشار دا مټ دومره کلک ولې کړو؟ ما ترې تپوس وکړو چې هلکه! دا مټ دې ولې کلک کړو؟ ما ته وائي ما دادا یو ـ ـ ـ وي، دا ما نۀ، دا خو زۀ جم ته ځم نو مټ مې داسې شوے دے. ما ډېر زیات وخاندل. ما وې پۀ جېم کښې څۀ کوې؟ وې تۀ وګوره! زر ئې مټ ښکاره کړو. تور سکارۀ مټ ئې راکښو، وې مسلز شته کۀ نه؟ ما وې، هو! اول چخچي وو، اوس ئې لږ پوټے نیسلے دے. د څو ورځو نه هسې زۀ محسوسوم چې ابشار ځان پهلوان پهلوان کوي. کله پېنڅه اوچته کړي وائي هلکه! سپینې مې بره راغلې دي، کله مټې ښکاره کړي، مسلز پۀ زوره جوړوي. ما وې نو دې جېم ته ضرورت څۀ دے؟ وائي اول اونچاس پچاس کښې مې وزن ؤ، اوس جېم سره اېکساټ باساټ کښې چلېږم!!! زۀ ډېر حېران شوم چې دا پۀ کوم مذبذب کښې مبتلا شوم؟ ما خو تر اوسه د هر چا نه اورېدلي چې جېم وزن کوي، چربي ختموي ـــ نو ابشار وائي چې لس کیلو سېوا شومه. بل طرف ته اورنګزېب هم لکهه د جېمفوبیا ښکار دے، خو فرق دا دے چې ابشار ما ته وائي ستا پۀ شان خېټه د جېم سره جوړومه چې سمارټ شم او اورنګزېب ما له خېټې له ډب راکړي، وائي جېم کوه چې دا خېټه دې کمه شي!!!

اوس سوال دا دے چې یو پۀ جېم ځان غټوي او بل ټپوي؟ خو زۀ دواړو ته وایم چې نه نه! زۀ هم داسې ښۀ یم، اتۀ کم سل کیلو وزن مې دے او هم داسې د ځان پۀ شان سمارټ خلق مې خوښ وي. دا خو لا څۀ کوې، ابشار وئیل چې مړه! دا جېم خو اوس هر څوک کوي ـــ ما وې څوک کوي؟ وائي اکبر هوتي، رمیز اودس، نه ریښتیا، اداس، افتاب ګلبڼ ـــ ډېر زیات حېران شومه. ما وې هلکه نور الرحمان سحر له هم جېم پکار دے چې لږ غټ شي!!! څنګه چې د ځناورو ګاړه لګي، هم داسې د شاعرانو هم ګاړه وي چې تنقیدي مجلس ورته وائي. اوس اوس مې د فطرت ایسپزي سره پۀ حجره کښې د غوړو چوتائي هم لیدلي دي چې د شګې ئې ډک کړي وي. خو د شاعرانو دې ګاړه کښې خو دغه جېم نۀ پکارېږي نو بیا دا شاعران ټول پۀ جېم ولې اخته شول؟ دا یو نۀ حل کېدونکے سوال دے.

ما ته هم یوه ورځ جېمفوبیا شوې وه. د ابشار تماشې له ورغلم، کتل مې چې ابشار قمیص وباسو، د نسوار چونډۍ ئې وخېژوله او پۀ یو مشین اخته شو. نو خبره مې د پهلوانۍ کوله. هغه د چا خبره چې هر سړے لګیا دے د یو پهلوانۍ ښکار دے. لکه پۀ کور کښې چې دوه ماشومان وي، یو مشر وي او بل کشر، یو پۀ جسماني لحاظ پهلوان وي او یو پۀ نازولتوب ـــ ما ته اوس هم یاد دي چې زۀ د دواړو وروڼو نه پۀ کور کښې کشر وم خو پهلواني به مې پۀ هغوي کوله. د نغري پۀ خوا کښې به مو مور ته وئیل چې وړومبۍ پراټه به زما وي، یا کومه پراټه چې سْره وي، هغه به زما وي او پۀ دې خبره مې خپل دغه پهلوانانو وروڼو ته شکست ورکوۀ، ولې چې د کور اسټېبلشمنټ، فوجي او بېوروکرېټ زما پۀ حق کښې وه ـــ خو چې کله لږ لوے شومه نو اسټېبلشمنټ ما نه لاس واخستل او اوس ـــ

خبره خو هسې هم د پهلوانۍ وه. پۀ دې ملک کښې لوے لوے پهلوانان سیاست دانان شته چې خداے پېدا کړي سیاسي پهلوانان دي. خو ځینېې خلقو هغوي ته کتلي دي نو د جېمفوبیا ښکار شوي دي ـــ لکه لنډ مثال ئې موجوده وزیر اعليٰ پروېز خټک صاحب دے چې لکه د دغۀ پۀ پوکي الوځي خو چې اسټېبلشمنټ ئې پۀ سر ولاړ دے، لویو لویو پهلوانانو ته حق نۀ ورکول کېږي او پروېز خټک ته ورکول کېږي.

سیاست د پهلوانۍ لوبه ځکه ده چې زمونږ د مردان د شاعلي خان زوے ‘خان بابا’ چې پۀ رېسلنګ کښې ناکامه شو نو سیاست ته ئې بډې راکښلې. خو دے پۀ دې نۀ پوهېږي چې رېسلنګ یا سیاست پۀ دې نۀ کېږي چې تۀ د بوسو بوج ئې نو ګټه به مومې ـــ بلکې رېسلنګ کښې هم ګټه او بائېلات د مخکښې نه اسټېبلشمنټ فېصله کړي وي او سیاست کښې هم ـــ لکه نن سبا عمران خان، طاهر القادري ته وګورئ، ټول پنجابي پهلوانان ئې پۀ یوه دوه کښې حېران کړي دي. هغه ورځ رانه چا تپوس وکړو چې پۀ سراج الحق او فضل الرحمان کښې پهلوان کوم یو دے او مور پلار ته نازولے څوک دے؟ ځکه چې دا پۀ سیاسي رېسلنګ کښې د یوې ادې دادا زوزاد دے. ما ډېر فکر نه پس ځواب ورکړو چې دواړه ورته یو شان خواږۀ دي او پهلوان به پکښې هغه څوک وي کوم چې کشر وي ـــ ولې چې کشر نازولے وي. کۀ تاسو خیال کړے وي کله چې مور پلار دوه زامن پۀ پروزولو ورولي نو اکثر مشر ورته راواچوي او کشر ورله پۀ سینه کښېنوي. هم دغه قیصه د سراج الحق او فضل الرحمان هم ده. کۀ فضل الرحمان هغه چې کوم دے ته وائي چې تا خو زۀ سراج الحق ته راواچولم نو هغه چې کوم دے ورته وائي چې خېر دے کنه بچیه! دا خو ستا کشر ورور دے، چې دے خفه نۀ شي. اوس خو د خېره سره مشر او کشر دواړه بیا د چاټۍ پۀ غاړه ناست دي، د متحده مجلس عمل منداڼو تاوېږي او دواړه وروڼه کُچو ته پۀ شونډه ژبه وهي.

نو خبره خو مې د شاعرانو ادیبانو صاحبانو نه شروع کړې وه چې د جېمفوبیا ښکار شوي دي. لکه نن سبا اسټېبلشمنټ نقادان او سندرغاړي دي. هسې خو هر شاعر پهلوان دے خو د خپل دور ګټه بېلات به د چا پۀ حق کښې وي، د چا پۀ حق کښې چې اسټېبلشمنټ وي. دلته اسټېبلشمنټ نه مراد فاران، سمیع الدین ارمان، کرن خان، هارون باچا نور سندرغاړي او میډیا وغېره دي. کۀ د دوي خوښه وه نو باقر لوے شاعر، ممتاز لوے شاعر، شاه سعود لوے ـــ او کۀ د دوي خوښه نۀ وه نو سائل نۀ شاعر، قلندر مومند نۀ شاعر او تماشبین خو پۀ دې نۀ دي چې پۀ حقیقت کښې لوے پهلوان څوک وي ـــ لکه چې څۀ موده وړاندې ما د بخت زاده دانش صاحب ته د یو ښۀ نظم ګو پۀ نظر کتل خو چې کله اسټېبلشمنټ پرې پۀ ‘پښتون’ رساله کښې تنقیدي جاج واخستو نو زۀ اوس وایم چې هو کنه! هم داسې دهو ‘تشدد’ نومې نظم کښې دا خامۍ شته. چا راته وې هلکه! عثمان علي عثمان څۀ وخت کښې لوے شاعر ؤ، اوس بیخي د پېنډې لۀ منځه ووتو. ما ورته وې، هو! عثمان علي عثمان لکه د بهټو، نواز شریف، عمران خان پهلوان ؤ، خو چې اسټېبلشمنټ ترې لاس واخستل نو بس ـــ هم پۀ دې بحث کښې یوه خبره راغلې وه چې، ‘نو اباسین صاحب ولې د اسټېبلشمنټ نه شکست نۀ خوري؟’ ما ورته وې، د اباسین مثال د امریکې دے، چې ستا نیم اسټېبلشمنټ ئې منت بار دے او نیم لکه د چین واله پۀ شان لګیا دي، هڅې کوي خو د چا خبره، امریکه دا نۀ چې یواځې پۀ پېسه 

پاتې پۀ مخ

باچاخاني او زما اعتراف

قېصر اپریدے

کۀ ما د باچاخان پۀ شخصي او سیاسي کردار یا عملي فلسفه کښې یوه خبره هم د ایمان او اسلام یا اسلامي اقدارو خلاف لیدے نو ما به کله هم د باچاخان د سیاسي او اصلاحي اواز حمایت نۀ وے کړے.

د خپل ځان خبره کول، د خپل قام او د قامي امانتونو خبره کۀ یو خوا ته د هر سړي او هر قام سیاسي، جمهوري او انساني حق دے نو بل خوا ته اسلام هم د چا پۀ ځان له تشخص او د هغۀ پۀ شناخت چاړۀ نۀ راکاږي.

شاید هم دغه وجه ده چې پۀ نړۍ کښې نن هم عرب اول ځان ته د یو قام او بیا د مسلمان پۀ نظر ګوري. هغوي خپل قام د اسلام ضد نۀ ګڼي. څوک دې د تجربې پۀ ‌ډول چا ایراني یا ترکي ته ووائي چې د ځان نه دا قامي نوم لرې کړه او پۀ اسلام مشرف شه، نو بیا دې د خپل حشر تماشې ته کښېني.

پۀ هم دې تناظر کښې دا خبره هم د ځیرلو وړ ده چې مونږ مسلمانان د کوم شریک ملتِ اسلامیه پۀ نوم د یوې شریکې ټولنې خوب وینو، نو د دې تشکیل او تعبیر کۀ تر اوسه یقیني شوے نۀ دے نو د هغې د پاره پۀ سر کښې عرب ملکونه او بیا ټول مسلمان قومونه، اشخاص او قبیلې ګرمې دي چې هغوي پۀ خپل خپل تشخص ټینګ ولاړ دي. دا یواځې پښتون دے چې پۀ ځان او خپل قام ګماني او د خپل اخرت نه پۀ وېره کښې مبتلا دے.

باچاخان او د هغۀ اواز د چا د ایمان او اسلام پۀ نفي نۀ بلکې د خپل ځان او قامي تشخص پۀ اثبات ولاړ دے. مونږ د چا نفي نۀ کوو، هېچا ته زمونږ د نفي کولو اختیار حاصل نۀ دے.

‘باچاخاني پکار ده.’

تۀ اسلام پښتو ګڼه دوه، زۀ وایم 

خداے هم کۀ انسان وے نو پښتون به ؤ 

حضرت حمزه بابا رح

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …