د افغانستان د امن سره يوازې د سيمې امن نه بلکې د ټولې نړۍ امن تړلے شوے دے ځکه چې دا يويشتمه پېړۍ ده او پۀ مېدان لکه د پخوا پۀ شان صرف امريکه او روس نۀ دي ولاړ بلکې اوس پۀ دې زغل کښې چين هم رادانګلي دي او …
اگست, 2021
-
11 اگست
اداريه – اګست 2021ز
د افغانستان حالات او د وخت تقاضا افغانستان کښې چې څۀ روان دي نو لۀ چا هم پټ پناه نۀ دي. د امريکې لۀ پوځي قواو وتلو سره سم پۀ افغانستان کښې ناورين جوړ شوے دے او امن يو ځل بيا د لوے خطر سره مخ دے. بېلا بېلې خبرې، …
جولای, 2021
-
28 جولای
د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي
د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي خو د هرحکومت او د هر اولس خپل خپل تاريخ او خپل خپل مقام وي. اوس به مونږ پۀ حکومتي سطح باندې او اولسي سطح باندې خپل وطن پاکستان ته راشو چې دا يو جمهوري …
-
26 جولای
يو شرط (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے
د ټارچر پۀ يوه تنګه کوټه کښې هغۀ ته اوس اوس يو تور سړي ګلاس کښې اوبۀ راوړې. د هغۀ ژبه وچه شوې وه. هغۀ بار بار د وچ تالو سره ژبه وهله خو ژبه به تالو پورې ونخښته. هغۀ خپلې ببرې ږيرې او وران برېتونو کښې د خپل شکل …
-
26 جولای
پۀ دوو لارو کښي توپير – تحرير: مولانا وحيد الدين خان – ژباړه: پروفېسر نور احمد فطرت اچکزے
سعودي باچا فېصل بن عبدالعزيز (1905-1975) ډېر لوے حکمران ؤ. پۀ ټول عالم اسلام کښې دۀ ته زبردست مقبوليت ترلاسه ؤ. دۀ به وئيل چې زما ارمان دے چې زۀ يروشلم ته لاړ شم او پۀ مسجد اقصٰي کښې دننه شم. او نمونځ وکړم مګر د دۀ دغه خواهش پوره …
-
26 جولای
د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (د ازادۍ يو مجاهد عالم) – م . ر شفق
پېدایښت:1914ز. وفات: 10جولایي 1973ء.۔9 درېمه خور.۔1393 هجري د باچاخان ژوند لیکنه” زما ژوند اؤ جدوجهد “ کښې ” د ترنګزو حاجي صاحب او خدائي خدمتګاري “..سر خط لاندې ذکر شوي دي چې حاجي صاحب دوي زمونږ ملګري وو خو د هغۀ زوے باچا ګل پۀ نوم زمونږ خلاف یوڅۀ پروپېګنډه …
-
19 جولای
افغانستان او د سيمې حالات – پښتون
اوس دا تړلے، منلے، بللے او يو افاقي حقيقت دے چې يوازې د دې سيمې نه بلکې د ټولې نړۍ امن پۀ افغانستان کښې د امن سره تړلے دے. نن پۀ افغانستان کۀ يو خوا عجيبه شان حالات دي نو دا عجيبه خو نۀ ده خو د تشويش وړ ضرور …
-
19 جولای
د هشنغرۍ نه تر پښتو اکېډيمۍ (دوېم تکل) – ګل محمد بېتاب
نن بيا هشنغرۍ ته تلے يم، د ورځې لس بجې دي او يو هوټل کښې ناست يم. دا هوټل زما پۀ دې خوښ دے چې وړاندې به دې کښې ټانګو والا کښېناستل . اوس چې ټانګې ختمې شوې نو رکشو والا پۀ کښې چاے څښکي . د دې هوټل مخې …
-
19 جولای
قيصه زما د مسقبل سائله! – پښتون
دنيا کښې خواوشا اووۀ اربه خلک ژوند کوي. کۀ د خاص خلکو خبره کوو نو څو قسمه دي ځکه چې څوک د دولت پۀ وجه خاص وي، څوک د څوکۍ پۀ وجه او څوک د خپل کار او زيار پۀ وجه. د دولت او څوکيو لۀ وجې شهرت تر څۀ …
-
18 جولای
دوه کوچېدلي نابغه – پښتون
خداے بخښلے امير رزاق امير او محب الله شوق چې پۀ کومه پښتنه مينه او اخلاص د پښتنو د بېدارۍ او پرمختګ سندرې وئيلې دي، د هغې لپاره دا پاڼې کمې دي. دواړه د پښتنو سترګور پۀ يو داسې چاپېر چل او ټولنه کښې پېدا وو چرته چې هر خوا …
Pakhtoon | The Magazine Publishing Since 1928