ان فرنک چې پوره نوم ئې (Annelies Marie Frank) دے پۀ کال نولس سوه او نهویشتم کښې د جرمني پۀ فرېنکفرټ ښار کښې د اټو فرنک او اېډت کره وزېږدله. دا یو یهودي ټبر ؤ چې ورستیو کښې د اېمسټرډېم پۀ ښار کښې ئې ژوند کولو. دوي متشدد یهودیان نۀ …
فبروري, 2022
دسمبر, 2021
-
9 دسمبر
پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ – سمیع الدین ارمان
پۀ پښتو کښې لیک ولې ضروري دے؟ زمونږ ډېر ملګري دا ضد کوي چې پښتانۀ لیکوالان دې پۀ جهاني ژبو لیکل وکړي د دې فایده به دا وي چې د پښتنو مقدمه به عالمي قوتونو او دې ساحه کښې موجود منصفینو ته وورسي او دا رنګ به د پښتنو سیاق/مظلومتیا/ښکېلاک …
سپتمبر, 2021
-
23 سپتمبر
د قامي ګوندونو او قامي هويت د بيانيو د سالارانو او پلويانو د کولو تر ټولو زيات غوښتونکے کار، يوه تنقيدي تجزيه – سميع الدين ارمان
صرف د پښتنو او پښتونخوا رېکارډ نه درته څۀ وایم! دلته “جنتي کالے” لس لس زره نه زیات ایډیشنه خرڅ شوے! دلته “فضایل اعمال” د رېکارډډ شماریاتو مطابق سلو نه زیات ایډیشن خرڅ شوے! دلته د ” قبرعذابونه” لس ایډیشنه خرڅ شوے! دلته “احسن الفتاوی” اووۀ جلدونه پنځلس ایډیشنه خرڅ …
اپریل, 2020
-
11 اپریل
کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان
د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې خلیې جوړ مخلوق وي چې خپل د ژوند د دوام یو پوره نظام لري. د اېنټيبیاټکس (Antibiotic) دوايۍ نوم به هم ټولو اورېدلے وي، دا د بېکټېریا د لاسه را ولاړ شوو منفي اثراتو د …
-
9 اپریل
د معاصر معروضيت د پټ مخ ليدنه – سميع الدين ارمان
“پښتون” تسلسل سره دا هڅه کوي چې ټولنيزو رويو له د اړخ ورکوونکو او چابک وهونکو هغه عواملو پټ مخونه خپلو لوستونکو ته را وړاندې کړي چې د دغه اړخ ورکولو او چابک وهلو سره هر څو کۀ وقتاً اولسي اينګ/ انا يخوي، خو نتيجې ئې د اولس سماجي ژوند …
جولای, 2019
-
12 جولای
د عیسٰي مسیح علېه السلام د عدم تشدد ارتقاء – سمیع الدین ارمان
وړاندې د دې نه چې د یو نظریاتي بحث د تاریخي یون پۀ بېلابېلو پړاوونو خبره وکړو، باید دلته تر ټولو اول د تېرې میاشتې د نړۍ د یو ډېر لوے ظلم، بربریت او دهشتګردۍ د هغه پېښې غندنه وکړو چې د بي بي سي د رپورټ مطابق ورپکښې دوه …
-
12 جولای
ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان
د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور …
-
12 جولای
پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان
سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ …
-
12 جولای
ګبریل کارسیا مارکیز )ګېبو( او د هغۀ د فکشن ځانګړنې – سمیع الدین ارمان
ګبریل ګارسیا مارکیز(Gabriel García Márquez) د لاطیني امریکا د کولمبیا ایالت د مېګډلنا (Magdalena) سره خوا کښې د “اراکاتاکا”(Aracataca) پۀ قصبه کښې پۀ کال نولس سوه اوویشتم (1927) کښې د مارچ پۀ شپږمه نېټه زېږېدلے ؤ او د کال دوه زره څوارلسم (2014) د اپرېل پۀ اوولسمه پۀ مېکسیکو(Mexico) …
-
11 جولای
د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان
.1 روشن خیالي: دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او …