ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان
د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور کښې جمود نشته؛ یو مسلسل […]
پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان
سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون […]
ګبریل کارسیا مارکیز )ګېبو( او د هغۀ د فکشن ځانګړنې – سمیع الدین ارمان
ګبریل ګارسیا مارکیز(Gabriel García Márquez) د لاطیني امریکا د کولمبیا ایالت د مېګډلنا (Magdalena) سره خوا کښې د “اراکاتاکا”(Aracataca) پۀ قصبه کښې پۀ کال نولس سوه اوویشتم (1927) کښې د مارچ پۀ شپږمه نېټه زېږېدلے ؤ او د کال دوه زره څوارلسم (2014) د اپرېل پۀ اوولسمه پۀ مېکسیکو(Mexico) ښار کښې د نمونیا د […]
د سوشل کنسټرکشن زورورتیا – سمیع الدین ارمان
.1 روشن خیالي: دا لفظا، معنا او تصورا د ټول انساني تهذیب یوه مثبت رویه او سرګرمي ده. پۀ اسانو ټکو کښې د روح عصر ادراک او د وخت رفتار سره یوشان تګ کول روشن خیالي ده. دا د جمود او اجاره دارۍ خلاف د حرکتِ عمل نامه ده او د راروان لازمي بدلون لپاره […]
فوکلور، افغان فوکلور او معاصر عملي سائنس – سمیع الدین ارمان
د متلونو پۀ لار د ښاغلي فرهاد وسیم ایسپزي کتاب دے چې درېم چاپ ېې ستاسو پۀ لاسونو کښې دے. متل د فولکلور یو اهم جز دے او فولکلور د برېټانیکا انسائیکلوپیډیا مطابق د یوې سیمې د وګړو د دود دستور، اساطیرو، قیصو، متلونو، سندرو، ثقافتي سرګرمیو، اتڼونو، روایتونو او د دې د […]
د نوې شاعرۍ حقیقت – سمیع الدین ارمان
نوې شاعرۍ خپل فلسفیانه اساس هغه وخت بیاموندو چې کله نه د لسانیاتي سائنس عملداري پۀ واضحه توګه را]رګنده شوه. د ژبې ساخت، پۀ هغې کښې موجود نظم و ضبط، د نورو ژبو سره تعامل کښې د رد و قبول د پېمانو وضعیت، د ټکو او معنو خپل منځ کښې د نسبت تنوع […]
نیو نېشنلزم مغالطې او مباحثې – سمیع الدین ارمان
د ټولنې د جوړښت لپاره اجتماعي انساني ژوند د بلها ارتقائي مراحلو نه راتېر شوے دے او دا یون لا دغسې روان دے او روان به وي. سمېري، اکادي، باختري، هخامنشي، یوناني او رومن سلطنوتونو/ امپراطوریو د ماتېدو نه پس د اجتماعي ژوند حرکیاتو یو نوے سمت واخستو او د دې یویستوے لامل د […]
د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان
اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې […]
حسن معجزه ده – سمیع الدین ارمان
انسان کائنات او د دې دواړو ترمنځه د نسبت تعین هغه مثلث دے چې د علومو واړه جهانونه ئې زېږولي دي. زۀ څوک یم؟ زما ابتدا او انتها څۀ ده؟ څۀ حقیقت لرم؟ کائنات څۀ ابتدا انتها مقصد او مرام لري؟ زما او د کائنات ترمنځه د رشتې تعین څۀ دے؟ دا هغه سوالونه دي […]
رابندرا ناتهـ ټېګور او غني خان: مفروضات او حقائق – سمیع الدین ارمان
ټېګور پۀ کال اتلس سوه او یو شپېتم 1861)ز( کښې پېدا شوے ؤ او پۀ کال نولس سوه او یو څلوېښتم 1941)ز( کښې وفات شوے ؤ. پۀ کال دوه زره او یوولسم 2011)ز( کښې د هائډل برګ د مشهورِ زمانه پوهنتون ساوتهـ اېشیاء انسټیټیوټ د ټېګور د زېږون یو نیم سل کلونه پوره کېدو باندې […]