کلنۍ آرکائيوز: 2019

د استقلال سل کلن شالید کښې د پښتنو افغانانو د رویو/ نفسیاتو جاج – همدرد یوسفزے

      پۀ داسې حال کښې چې د لوی افغان وطن سل کلن د ازادۍ خپلواکۍ جشن لمنانځلے کېږي، د دغه سل کلني حالاتو واقعاتو او پۀ تېره تېره د دغه سلو کالو نفسياتي جاج اخستل، څېړل او کتل او دغه جاج څېړنه او کتنه خپل اولس ته حواله …

نور ولولئ »

د افغانستان استقلال د ساتنې پۀ سل کلنه مبارزه کښې،د افغان کډوال وجود د یوې سیاسي ستونزې پۀ حېث – حبیب الله کاکړ

        پۀ 1879ز کښې چې د امیر یعقوب خان او لویس کیواناري (Sir Louis Cavagnari) ترمنځ د ‘ګندمک’ کوم تړونلیک لاسلیک کړی شو او بیا امیر عبدالرحمان هغه لۀ پېرنګو سره ومنلو، تقریباً تر یو کم څلوېښت کلونو پوري افغانستان د یو ریاست پۀ حېث د برطانوي …

نور ولولئ »

افغانستان کښې انقلابي شبکې اوغازي امان الله خان – ډاکټر فضل الرحیم مروت

      د شلمې پېړۍ پۀ اولني لسو کلونو کښې افغانستان نۀ صرف سیاسي بېلتون (Isolation) نه راووت بلکې د هېواد دننه نوي سوچ فکر چې د خارجي سیاسي، دستوري او اقتصادي مفکورو او شبکو د اثر لاندې خپل انداز کښې زړه ‘سټېټس کو’ (Status-quo) ماته کړه – افغانستان …

نور ولولئ »

‘پان افغانزم’ –’غازي امان الله خان’ او ‘باچا خان’ – فضل الرحیم مروت

      شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک د انقلابونو پېړۍ وائي خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ د جنګونو پېړۍ هم وه او د انقلابونو پېړۍ هم. د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتنونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه …

نور ولولئ »

دوه نظمونه – دوه توکنې (‘کابل’ او ‘ډیورنډ لائن’) – فېصل فاران

      (1) ‘کابل’ – رحمت شاه سائل د ښاغلي رحمت شاه سائل نظم ‘کابل’ چې د هغۀ اتمه شعري ټولګه ‘د چنارونو نه لمبې ووتې’ کښې شامل دے، یواځې پۀ دې وجه مهم نۀ دے چې دا د رحمت شاه سائل غوندې د قامپاله شاعر نظم دے، بلکې …

نور ولولئ »

د پاڼ او پړانګ پۀ منځ کښې (دوېم افغان انګلیس جنګ او لۀ هغې وروسته) – دروېش درانی

  ‘د پښتني ژوند کړۀ وړۀ’، زم زم پرېس، کراچۍ، 2014ز، مخونه 424-408     (1) د امير دوست محمد خان لۀ مړينې 1863)ز( وروسته د هغۀ زوی شېر علي خان امير شو. لۀ امير کېدو سره سم ئې پۀ هېواد کښې د خپلسرۍ هغه زړه ناروغي بيا راژوندۍ شوه. …

نور ولولئ »

غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ سرخېل – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

      د افغانستان د ازادۍ او د استقلال د جنګ سل کاله پوره شو. دا ازادي د پېرنګي نه غازي امان الله خان ګټلې وه. د امان الله خان دور حکومت لس کاله ؤ. دا لس کاله د افغانستان پۀ تاريخ کښې لکه د يو ځلند ستوري پۀ …

نور ولولئ »

علامه محمود طرزي پېژندنه – عبدالروف رفيقي ـ abdulraufrafiqui@yahoo

    زوکړه: لومړی ربيع الاول 1282هـ.ق – غزني – د سردار غلام محمد خان طرزي زوی، پۀ خټه محمدزی. مړينه: دېرشم شعبان1352هـ.ق – ښخ د حضرت ايوب انصاري هديره، استمبول )ترکيه( د ملا محمد اکرم هوتک شاګرد، د پلارسره هند ته ولاړی، بيا شام ته ولاړ، بېرته وطن ته …

نور ولولئ »

علامه محمود طرزی او ‘سراج الاخبار’ – ډاکټر رفیقي

    ‘سراج الاخبار’ د اسيا پۀ رک زړۀ کابل کښې پۀ يو داسې حال کښې را وځلېد چې نړۍ د شلمې پېړۍ و پېل ته هرکلی وايۀ. افغانستان پۀ جغرافيائي لحاظ پر يو داسې موقعيت شتون درلودی چې و يوې خوا ته ئې د روسيې د سياست درب پروت …

نور ولولئ »