ایریا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون – ډاکټر محمد علي دیناخېل

د باړه ګلۍ کانفرنس

‘د پښتو ژبې پرمختګ’ پۀ موضوع وړومبے درې ورځنے نړيوال کانفرنس د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډمۍ تر سيوري لاندې پۀ شپږم اګست شروع شو او پۀ اتم اګست کال 2018 پایې ته ورسېدو.
پۀ دې کانفرنس کښې چې کومې مقالې وړاندې کړې شوې، هغه پۀ دې ډول دي:

  1. حبيب الله رفيع: د پښتو د ځانګړي ليکدود مکتبونه
  2. محمد اصف صميم: د دوېم ‘خېرالبيان’ زېرے
  3. ‌‌‌‌‌ډاکټر يار محمد مغموم: دپښتو پۀ وده کښې د ترجمې کردار
  4. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسماعيل ګوهر: پښتو کښې اصطلاحات سازي
  5. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شاهده سردار:د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې د زنانه ليکوالو کردار
  6. سعيد الامين: پښتو د مارکيټ ژبه
  7. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالر‌ؤف رفيقي: پښتو څنګه دفتري ژبه جوړېدلې شي؟
  8. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حنيف خليل: د پښتو د ودې او ترقۍ د پاره سياسي هڅې
  9. ‌ډاکټر يوسف خان جذاب: پښتو کښې د ګړدود پوهنې روايت
  10. پروفېسر ګلزار جلال ایسپزے: د پښتو ژبې پرمختګ کښې د رسنيو کردار
  11. ډاکټر بادشاه روم عليخېل درياب: پښتو د ذريعۀ تعليم پۀ حېث
  12. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر فرخنده لياقت: د پښتو پۀ وده کښې د ‘پښتو’ مجلې کردار
  13. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر برکت شاه کاکړ: د اتلسم ائيني ترميم پۀ تناظر کښې د پښتو ژبې د پرمختګ منصوبه بندي
  14. ډاکټرعبدالظاهر شکېب: پۀ افغانستان کښې پښتو د تعليم او رياست ژبه
  15. سيد خېر محمد عارف: د پښتو پۀ وده او پرمختګ کښې د پښتو اکېډ‌‌‌‌‌مۍ کوټه کردار
  16. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سيد محي الدين هاشمي: پۀ پښتو ادب کښې د ځان پېښې ليکنه
  17. محمد نبي تدبير: پۀ تېره يوه نيمه لسيزه کښې پۀ افغانستان کښې د پښتو ژباړې وضعيت
  18. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر بشريٰ خاتون: ژبه او کلتور
  19. پروفېسر خليل الرحمان خليل: پښتو او پښتانۀ د پښتونخوا پۀ شمال او شمال مشرق کښې
  20. ‌ډاکټر اصل جان محب وزير: د ژبې پۀ وده کښې د رسنيو کردار
  21. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر کرن سینين: پښتو د تعليم ذريعه
  22. رفيع الله نيازي: د پښتو ګرائمر ليکنې [پرون نن او سبا]
  23. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد علي دينا خېل: د اصطلاحات سازۍ نظري مباحث
  24. ‌‌‌‌‌‌ډاکټر لال باچا ازمون: تصويري ژبه
  25. حافظ رحمت نيازي: د پښتو ژبې پۀ وده کښې د ‘اولس’ مجلې کردار
  26. ‎ ډاکټر جاوېد اقبال: د پښتو پۀ وده کښې د تعليمي نصاب کردار
  27. شريف الله دوست: د پښتو او اوستائي ژبې فونيميکي اړيکې
  28. سميع الدين ارمان: د پښتو پۀ ترويج کښې د رياست او عوامو ذمه داري
  29. عبدالجبار څپاند: د اجتماعي ژبپوهنې لۀ مخې د پښتو ژبې بنسټيزې ستونځې
  30. محمد داود وفا: پۀ پښتو ژبه کښې د سائنسي اصطلاحاتو جوړونه
  31. ډاکټر وزير شادان: يويشتمه پېړۍ او پښتو ته راولاړې کشالې

د دې مقالو نه علاوه پۀ اخري ورځ پۀ دې موضوعاتو ځانګړے بحث هم وشو.

  1. پښتو باید څنګه دفتري ژبه جوړه کړې شي؟
  2. املاء: ‘ے’ کۀ ‘ی’؟

یادګیرنه: پۀ املاء کښې هېڅ قسمه بدلون تجويز نۀ شو.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …