زما د دې حقیر کوشش د پاره ډېر څیزونه باعث شوي دي، مګر د ټولو نه زیات باعث د یو صاحب مضمون ؤ چې ما نه ئې افسوس دے چې نوم هېر دے خو غالباً د مردان پۀ “قند” رساله کښې چاپ شوے ؤ. دومره مې یاد دي چې څوک بخاري صاحب وۀ. د مضمون مضمون دا ؤ چې ‘زمونږ پښتانۀ ادیبان صاحبان او شاعران د پخوانو شاعرانو کلام پوره نۀ لولي.’
خبره ئې د اردو خبره چې سو فیصد صحیح ده، ځکه چې دا کمے اول ما ته خپل ځان کښې ښکاره شو. سره د دې چې زما اراده ده چې د رحمان بابا پۀ دیوان یو بنیادي کوشش وکړم، مګر کۀ د دغه صاحب مضمون نۀ وے چاپ شوے نو شاید چې زما دا کوشش هم ډېر وروستو شوے وے.
دې نه علاوه زما خپل طبیعیت هم دې ته مائل دے چې د یو لوے شاعر یو ډېر مشهور شعر ولولم نو دا مې شوق وي چې د بلې ژبې د یو بلند پایه شاعر خیال مې هم پۀ دې [موضوع] معلوم کړے.
دغه اسباب دي چې زۀ ئې نن پۀ دې مجبور کړم چې د پښتو، اردو، فارسۍ د پخوانو بلندپایه غزل ګو شاعرانو اشعار د “خط” پۀ نسبت راجمع کړم.
لېکن افسوس دے چې ما سره د اردو صرف د غالب دیوان موجود وۀ او هغۀ د ‘خط’ پۀ نسبت د نورو پۀ نسبت ډېر کم اشعار وئیلي دي او خلافِ توقع دغه رنګ رحمان بابا هم نسبتاً کم اشعار وئیلي دي.
د ‘خط’ پۀ نسبت حمید پښتو کښې او بېدل فارسۍ کښې ډېر کافي اشعار وئیلي دي. ما د مرزا بېدل اشعار صرف د نمونې د پاره پۀ دې وجه شامل کړي دي چې د محققینو او شاعرانو پۀ قول داسې مختلف }متنوع{ مضامین اٰفریني صرف د بېدل خاصه ده او دې کښې شک نشته چې دې مجموعه کښې د بېدل اشعار صرف د شمار د یو څو غزلونو نه ما نقل کړي دي، نو دې نه اندازه لګول څۀ ګران کار نۀ دے چې د لکهونو شعرونو پۀ دیوان کښې به بېدل پۀ ‘خط’ باندې څومره اشعار وئیلي وي.
لېکن دې نه دې لوستونکي دا فهم ونۀ کړي چې پۀ یو څیز باندې زیات لیکل پۀ بل شاعر باندې د بالادستۍ سبب ګرځېدے شي، او نۀ زما د دې کوشش غرض و غایت دا دے چې یو له پۀ بل فوقیت ورکړم، بلکې اصلي غرض مې دا دے چې لوستونکي اندازه ولګولې شي چې د غزل څۀ اهمیت دے او دا اهمیت هر شاعر تر کومه حده قائم ساتلے دے.
د خوبانو خطونه
بله دا چې د متقدمینو پۀ وېناګانو باندې زمونږ نوو شاعرانو پۀ دغه ضمن کښې څومره اضافه کړې ده. لوستونکي به دا پۀ خپله محاکمه کښې اندازه ولګولې شي چې د شاعر ذهن نه څۀ څۀ تخلیقات شوي دي او لا به کیږي.
زۀ صرف یو څو اشعار لوستونکي ته پۀ ګوته کوم. هغه دا دي:
نہ لیوے گر خسِ جوہر طراوت سبزۂ خط سے
لگا دے خانۂ آئینہ میں روئے نگار آتش
مرزا غالب
لب لعل و خط مشکين چو آنش ہست و اينش ہست
بنازم دلبر خود را کہ حسنش آن و اين دارد
حافظ
مخ دې اور خط دې سبزه ده، زۀ حېران یم
چې سبزه پۀ اور کښې څۀ رنګ زرغونېږي؟
رحمان بابا
دوي څلور واړه د محبوب ‘مخ’ اور ګڼي او ‘خط’ ئې سبزه. غالب وائي چې کۀ د سبزې طراوت کښې لوندوالے نۀ وے نو د نګار مخ به اور لګولے ؤ، مګر رحمان بابا حېران دے چې اور اوبۀ څۀ رنګ یو ځاے کېدے شي؟ او حافظ ناز کوي چې د دلبر حسن دا هم لري او هغه هم. حمید خو وائي چې کۀ خط نۀ وے نو د مخ اور به ئې ملکونه سوي وو. مرزا بېدل وائي:
شوخیٔ حسنش برون است از خط تسخیرِ خط
پرتوِ مہ میزند آتش کمند ہالہ را
حمید وائي:
خط پۀ مخ د صنم راغے کۀ سپوږمۍ شوه پۀ هاله کښې
دا ئې غاښ پۀ خولۀ کښې زېب کا، کۀ ژاله شوه پۀ لاله کښې
حافظ وائي:
خط عذار يار کہ بگرفت ماه از او
خوش حلقہ ايست ليک بہ در نيست راه از او
بېدل وائي چې زما د یار د حسن داسې شوخي ده چې د ‘خط’ د تسخیر نه یعني دائرې نه بهر دے، ځکه چې د سپوږمۍ رڼا د ‘هاله’ پۀ کمند اور پورې کوي. کۀ چا خیال کړے وي نو هاله ډېره وخته پورې نۀ وي او نۀ پاتې کېدې شي.
لېکن حافظ شیرازي وائي چې د یار د مخ خط خو میاشت پۀ ‘غېږ’ کښې ونیوله. دا ډېره ښه حلقه ده مګر افسوس دے چې د بهر وتو لاره نشته.
حافظ بل شعر کښې وائي:
حافظ از عشق خط و خال تو سرگردان است
ہمچو پرکار دلی نقطۂ دل پا برجاست
ج
یعنې حافظ د خط و خال [د عشق د لاسه] د پرکار پۀ شان سرګردانه دے، مګر د زړۀ نقطه پۀ ځاے قائمه ده.
پۀ دې باب د رحمان بابا اخلاص او احساس ته وګورئ، وائي:
ما د عشق پۀ درس کښې نور څۀ لوستي نۀ دي
بې لۀ زلفو، بې لۀ خطه، بې لۀ خاله
بیا وائي:
ورقونه لټوم د هر مکتوب
پکښې غواړم خال و خط د خپل محبوب
حمید وائي:
ځکه زۀ کوم اسره د یار و خط ته
اسانېږي مشکل متن پۀ حاشیو
رحمان بابا وائي:
ستا د مخ پۀ ورق باندې خط و خال دي
)لکه( د مصحف پۀ صحیفو باندې اعراب
غرض دا چې تاسو به پۀ دې مجموعه کښې د هر شاعر د باغ ګلونه ووینئ، نو قائل به شئ چې د هر شاعر خپل خپل مقام دے، د هر یو خپل اسلوبِ بیان دے.
ہر گلے را رنگ و بوئے دید است
پاتې شو “قبولِ عام”، نو حافظ وائي چې:
قبولِ عام و لطف سخن خداداد ست
کېدے شي چې بعضې صاحبان اردو او فارسي اشعار غېر ضروري وګڼي، مګر زۀ معافي غواړم، ادیب حسن غواړي، هغه هر ځاے چې وي.
زۀ د پښتو د لوے محقق عزیز دوست محمد خان کامل ډېره شکریه ادا کوم چې د هغوي د لائبرېرۍ نه مې فائده واخسته، ځکه چې د دمې )مرض( لۀ لاسه زۀ دمه شوے یم، داسې دمه چې لۀ بسترې خوځېدے نۀ شم او لۀ اووۀ میاشتو راهسې د کامل خان موصوف پۀ عېن کتب خانه کښې علاج د پاره دېره وم. دا څو کږې وږې کرښې ]مې پۀ دې حالت کښې ولیکلې. زۀ د کامل صاحب پۀ دې هم شکر[ ګزار یم چې زما حوصله ئې زیاته کړې ده.
خداے دې کړي چې څوک ئې چاپ کړي. مګر عامه قاعده دا ده چې سوداګر منډۍ د پاره مال تیاروي او ما دا پۀ دې خیال نۀ، بلکې د ادب د یو حقیر خدمت پۀ خیال لیکلي دي.
اسره پۀ خداے ـــ او زما هم هغه کافي دے ـــ بس!
صنوبر