پۀ دې کښې شک نشته چې د ویني د خبرو کولو خپل انداز وي. وینه وجدان ته هم لارې پرانېزي او د شعور پۀ زېږېدلو کښې هم خپل رول لوبوي. پۀ کومه خاوره چې د انسان وینه توې شوې ده، هغې خاوري انساني تخیل او جزباتیت ته نوي اندازونه، نوې لارې او نوې زاویې پرانستې دي. د وینو څاڅکو د ادبي الهام سرچینې د اسمان پۀ ځای د خاورې او وجود پۀ ژورو کښې دریافت کړې. د شعر، ادب، اٰرټ او د انساني زدکړو پۀ نړۍ کښې د انساني وجد او وجود دا نوی تعبیر د فیزکس د کوپرنیکن تر سائنسي انقلاب څۀ کم خو نۀ دی، خو البته پۀ دې کښې هم شک نشته چې د یو محکوم قام د وینې ژبه پۀ واضح پېغام ورکولو کښې د ابهام لۀ زنځيرونو پۀ ډېر مشکل ځان خلاصوي. د محکوم اولس ټولنیز شعور چې د حاکمانو د کلتور، د نخښو او رمزونو، د دروغو او رښتیاو، د حق او ناحق، د حقیقت او مجاز لۀ دوړو او رنګونو یو پېغام، یوه نخښه یا یوه غوښتنه بېلوي؛ د تضاد کېفیت ئې نور زیات شوی وي.
د توې شوې ویني دا ‘ارماني فریاد’ چې چرته د ‘سرې وینې’ او چرته د ‘تودې وینې’ احساس ته رسي؛ د واکدارانو د وفادارۍ او د غدارۍ، د ‘کفر او الحاد’، د ‘توهین’ او ترهګرۍ پۀ لوګو او دوړو داسې تورمخی شوی او خړمخی شوی وي لکه د حسېن کرېژي چې د یزید غوږونو ته ځي. د محکومې وینې ‘ارماني فریاد’ چې د غدارۍ او ترهګرۍ، توهین او الحاد پۀ لوګو تورمخي شوي ټولنیز ذهن ته رسي، د ټولنیز ذهن اجتماعیت ته نور زیان رسوي. د یو ټولنیز شعور وګړي نور د افراتفرۍ، ځان ځانۍ، تضاد، شک او وېرې کېفیت ته داخل کړي. اجتماعیت مات شي، قامیت پۀ ټولیو کښې د واکدارانو د تپل شوي کلتور پۀ زنځیرونو بند پر بند وتړي؛ داسې چې څومره ئې د وینو د توئېدلو سلسله زیاتېږي، هومره ئې د اجتماعي ذهن ساخت د افراتفرو زوکړه کوي. یو رسا شاعر به ئې ضرور ژاړي، یو فنکار به ئې ساندي ضرور وائي؛ خو دا کېفیت د قامي وجود د دلدل کېفیت وي. قام له دې دلدل نه راکښوونکی رهنماء، د قام د یو مسیحا تصور، د اولس د یو باچاخان تصور افسانه شي. د لرې ماضي او لرې مستقبل پۀ تخیل کښې قام پۀ ژوند بېزاره صوفیانه حال کښې داسي مات مات شي چې یو موجود مسیحا ته به هم وائي:
‘مسیحا! تۀ به کله راځې؟’
پۀ دې وخت کله ‘د خدای رحمت پۀ جوش کښې راشي’، چرته د یو فرد د وینې پېغام ئې لکه د حسېن د ابهام لۀ زنځیرونو ځان خلاص کړي. د زورېدلي، بې زمکې شوي، مات شوي قام د وجود رېزې رېزې غونډېدلو ته پورته کړي. د اولس د غړو ‘سرو وینو’ او ‘تودو وینو’ ته پۀ خپل پېغام او ‘ارماني فریاد’ اورولو کښې بریالۍ شي. ‘ژوند له د نوې معنې ورکولو’ سلسله پېل شي.
زما پۀ خیال پۀ دې دوو لسیزو کښې چې پۀ پښتون وطن کښې د پښتنو کومه وینه توې شوه، د دې وینو هر څاڅکي خپل پېغام درلود. هر څاڅکي ئې د پښتني وجود د وجد ویښولو ته بې قراره وي. لۀ شعر، غزل، سندرې او لڼدو قیصو نه واخله د رباب تر شونډو ئې خپله بې قراري را ورسوله خو د شاعرانو، ادیبانو، فنکارانو او قامپرستو سیاسيانو لۀ ولقو نه عام اولس ته ئې ځان پۀ داسې انداز نۀ کړ بهر لکه د تېر کال د جنورۍ پۀ دیارلسم تاریخ چې پۀ کراچۍ کښې د یو پښتون ځوان نقیب الله مسید وینې کوم اثر پرېښود.
ما ته داسي برېښي چې نقیب مسید د وینو مقناطسیت، د پښتنو د وجود رېزې رېزې پۀ خپل شخصیت کښې د راغونډلو هم توان ولري او هم ئې د پښتنو د افراتفریو، ټولیو، د ‘ای ټي اېم’ (راو انور به وئيل چې ‘پشتون چلتا پهرتا ATM هے’) وجود ته د پي ټي اېم شکل ورکړ. د نقیب مسید د پښتون د بې وزلۍ، بې زمکنۍ، محکومیت، او د پښتون د سبلټرنیټي (sublternity) سمبولزم پۀ اثبات رسولو نه وړاندې یو ځل د هغه سیاق او سباق (context) شننه ضروري ده کوم کنټکسټ چې د نقیب مسید د وینو لۀ پېغام نه د واکمنو د کلتور دوړې پاکې کړې؛ بیا مونږ کولی شو چې پۀ ګوته کړو چې پر دې سمبول د نوو معنیو ورتپلو اوسنۍ هڅې څۀ روانې دي؟
تر ټولو اول خو دا خبره پۀ پام کښې لرل پۀ کار ده چې پۀ تېرو دوو لسیزو کښې چې پښتون څومره بمباریو، چاودنو، ټارګټ کېلنګز او بې کوره کولو خوږ کړی دی، هومره د هغۀ د پښتون شناخت خوږ کړی دی. لۀ ناټو سره کار کوونکي ټولنیز سائنس پوهان، پۀ پښتني سیمو کښې پاتې شوي ملټري او سېول بیوروکرېټس چې کله هم د ترهګرۍ پۀ اړه خبره کوي، د پښتون کلتور د بدل او مېلمستیا تصور ئې د تهیورائزېشن (theorization) او کنسپچولائزېشن (conceptualization) مهم موضوعات (themes) وي. د ترهګرۍ پۀ ضد د روان جنګ بیانيې چې د رسنیو پۀ توسط د ترهګر کوم تشخص جوړ کړو، پۀ دې تشخص کښې د پښتون کلتور ډېر مهم اجزاء شامل شو. یا چې داسي ووئیل شي چې د ترهګر تشخص د پښتون کلتور پۀ رڼا کښې وشوه. دې تشخص پۀ پاکستان غوندې سیکېورټي ریاست کښې واکمنو ته تر خپل طاقت هم زیات د طاقت استعمال ته جواز ورکړو. پښتون تر دې وړاندي هم محکوم ؤ خو د پاکستان پۀ لویو ښارونو لکه کراچۍ او لاهور کښې د ارزان مزدور پۀ حېث قبول ؤ او د مزدورۍ پېسې ورنه واکمنو د غلو او ډاکوانو د ملاتړ پۀ حېث وړلې. خو پۀ دې دوو لسیزو کښې د دۀ پښتون شناخت د دۀ د بلېکمېل کولو د پاره کافي ؤ. د ریاست اېجنټانو نېغ پۀ نېغه دی لوټلی شو.
د نقیب مسید د شهادت نه وړاندې پۀ پنجاب کښې مېشت پښتانۀ یا سټوډنټس وو او یا مزدورکار ـــ سټوډنټس پۀ پوهنتونونو کښې لۀ تېرې لسیزې نه د اتڼ کولو لۀ وجې انتهاء پسند تنظیمونو او اېډمنسټرېشن ته د خپل شناخت پۀ ستونزو کښې مخ وو او مزدورکار پۀ بازار کښې. د طالبعلمانو او مزدورکارانو دغه ستونزه بالکل پۀ یو وخت خپلې انتهاء ته ورسېدله. د دوه زره اولسم پۀ مارچ کښې د لاهور او منډي بهاوالدین سېول اېډمنسټرېشن د پښتنو مزدورکارانو پۀ اړه دفتري نوټس جاري کړو چې خلق دې پر پښتنو نظر ساتي او هم پۀ دغه مارچ کښې د پنجاب پوهنتون پۀ طالبعلمانو د اتڼ کولو پر مهال حملې وشوې چې اېډمنسټرېشن ئې هم د حمله کوونکو پۀ طرف ؤ او پښتانۀ طالبعلمان ئې پولیس ته حواله کړل. پۀ دې وخت کښې پۀ کراچۍ، پنجاب، اسلام آباد او پېښور کښې د پرېس کلبونو مخې ته اتڼونه د احتجاج پۀ حېث شروع شول. (پۀ ‘تکتو’ مجله کښې پۀ دې اړه زما مقاله پۀ انګرېزي ژبه چاپ ده.)
دا ستونزې، دا پېښې او پۀ دې اړه خبرې پۀ اخبارونو او ټولنیزو رسنیو کښې پۀ زور او شور سره وې چې د نوي کال دوه زره اتلسم پۀ جنوري کښې نقیب مسيد د راو انور پۀ لاسونو پۀ یوه جعلي نښته کښې ووژل شو. د نقیب مسید عکسونه چې ټولنیزو رسنیو ته راغلل، د هغۀ ځواني او د اتڼ وېډیوګانو د پښتني شناخت لۀ ستونزي سره مخ پښتانۀ، مزدورکار او د شناخت پۀ ستونزه کښې لۀ احتجاجونو سره بلد پښتانۀ طالب علمان یو ځای راوپارول. د نقیب مسید شخصیت پۀ دې مقناطیسي ؤ چې پښتانۀ طالبعلمان، هغه کۀ لۀ یو قامپرست تنظیم سره تعلق درلود او کۀ نۀ، مزدورکار، قبائیلي ملکان، سپین ږیري او ټول هغه پښتانۀ چې پښتني شناخت ئې پۀ دې تېره لسیزه کښې پۀ یو داسې حېث پۀ پاکستان کښې تجربه کړی ؤ لکه د ازغو پېټی ئې پر سر وي؛ دې مقناطیسي شخصیت پۀ احتجاجي بڼه کښې داسي اثر ولرلو چې د پښتنو ټول سیاسي ګوندونه مذهبي او قامپرست ئې هم پر خپل خواشیني، غصه ناک، جذباتي او راډیکل سټېج ودرول. د نقیب مسید شخصیت سیاسي طور رومانوي پۀ دې ؤ چې پۀ دې شخصیت کښې د بې وزلۍ، بې زمکنۍ، بې وسۍ، د ترهګرۍ پۀ جنګ کښې هم پړ هم مړ، د پښتني وجود احساسات راغونډول او بل اړخ ته ئې د پښتون او ریاست تر منځ یوه صفا او نېغه کرښه راکښله. نقیب مسید د استحصال شوي کلتور د هجیمونائزډ کلتور، د ترهګر پۀ حېث پروفائلډ شوي کلتور د مزاحمت خټین سمبول ؤ. د ریاستي کلتور پۀ ضد، د ضد افغانیت واکمن کلتور پۀ ضد، د ملټرائزډ پاکستاني کلتور پۀ ضد.
نقیب مسید پۀ خپلو وینو د شرمښانو څهرې ووینځلې او خپل قام ته ئې څرګندې کړلې. کومې څهرې چې د اسلامي ریاست تصور، د حفاظت او ریاست تصور پۀ زرغونو رنګونو کښې د قران کریم پۀ سپېڅلو ایتونو کښې د قام لۀ سترګو پټې کړې وې. لۀ دې بې شکه انکار نۀ شي کېدلی چې د شرمښانو د داړو دغه ننداره پښتنو پۀ اول ځل نۀ کوله بلکې تردې وړاندې ئې پۀ زرغونو رنګونو کښې دا داړې هره لحظه او هره لمحه لیدلې چې د پښتون تر وجود وتلې. خو لۀ دې انکار کول لۀ یو سپېڅلي حقیقت نه انکار کول دي چې دغه داړې چې نقیب مسید د غوښو پۀ شخوند کښې پۀ کومه واضحه توګه څرګندېدلې او عام اولس لیدلې، داسې د پښتنو پۀ سیاسي ژوند کښې د تېرو لسیزو اوله ننداره وه. نقیب مسید د محکوم پښتون وجود د یو سمبول پۀ حېث، نقیب مسید د ترهګرۍ پۀ رنګونو جوړ د پښتون مسخ شوي تشخص پۀ ضد د یو کلتور د مزاحمت د سمبول پۀ حېث، نقیب مسید ‘شرمښانو ته د غورځېدلي’ یو قام د ملخص خټین تصویر پۀ حېث خپلو پښتنو وینو جوړ کړی ؤ؛ خو
زما به هی قسمت له څۀ وي
ورځم ګران به پر ویالۀ وي
داسي به وشي کۀ نۀ، دا به تاریخ ته پرېږدو خو پۀ روانو لمحو کښې د نخښو د علم (semiotics) د پوهانو دا خبره درسته برېښي چې سمبول یو جامد، یو مکمل واضح او څرګند (well-defined) څیز نۀ وي. د یو سمبول او د هغۀ د معنٰي تر منځ یو منطقي، خټین او شکلي غوندې تعلق نۀ وي. سمبول د ټولنې تخلیق وي، ټولنه ورباندي خپلې معناوې تپي.
سمبول مبهم وي. د دوه زره اتلسم د فرورۍ د نقیب مسید سمبولزم به پۀ معنوي لحاظ د محکوم قام او د ریاست تر منځ پۀ واضحه توګه کرښه راښکونکی (demarcating) وی. شرمښ او شرمښ ته غورځولی ئې پۀ څرګنده توګه بېلول او پۀ څرګنده نسلي او قامي څرمن کښې لیدل. خو اوس پکښي ابهام زیات شوی دی. د مزدورۍ شخصیت ئې طبقاتي معنا لري. د وېښتانو سټائل ئې د لبرلزم او تنګ نظرۍ معنوي جنګ ته ودروي. پۀ کلتوري چوکاټ کښې ئې د قبیلوي او جیوګرافیائي تحدید هڅې کېږي. سړی کۀ ګرامشي او فوکو هم یو اړخ ته کښېږدي، د پوسټ کالونائزېشن نظریات او سبلټرن زدکړې هم بل اړخ ته، خو دا ثابته ده چې ‘د جالندهري ترانې پۀ للو یو ځل څوک اودۀ شي’، پۀ خوب لیدونکي تصویرونه ئې جمالیاتي احساس زرغون کړي. د خوب تصویرونه، جمالیاتي احساس او د هغۀ زرغوني د ذکر نه پس باید سړی د استدلال د پاره کانټ، فریز او کارل یون ته ستون شي؛ خو زۀ به دلته د شمس تبرېز د یوې وړې قیصې ذکر وکړم.
وائي چې یو ځل شمس تبرېز د یو صوفي قول ذکر کړو چې وائي چې، خدایه تۀ زما پۀ رګ رګ کښې یې او بیا د رسول الله صلي الله علېه وسلم قول ذکر کړو چې مفهوم ئې دی چې خدایه! زۀ تا ډېر لږ پېژنم ـــ نو وائي، شمس تبرېز د مریدانو نه سوال وکړو چې یو پېغمبر به خدای ښۀ پېژني کۀ یو صوفي؟ یو مرید ورته ووئيل چې پېغمبر. نو شمس تبرېز ورته وائي چې رسول خو وائي چې زۀ خدای لږ پېژنم او صوفي وائي چې زما پۀ رګ رګ کښې دی؟ وروستو شمس تبرېز ورته وائي چې هو جي! د پېغمبر علم د خدای پۀ حقله د صوفي نه ډېر وي خو د پېغمبر ظرف وسیع وي، هغه ډېر علم پکښي لږ ښکاري او د صوفي ظرف وړوکی وي، هغه لږ علم نه ئې ټول لوښی ډک کړي. لېونی غني وائي،
ښه ده نشه ښه ده خو زړۀ پاک لکه ائینه غواړي
دا دریاب هضمول د سمندر هومره سینه غواړي
مطلب دا دی چې د یو پېغمبر پۀ ذهن کښې د هغۀ د الهامي تجربې حاصل لۀ پخوانیو یاداښتونو سره د تضاد کېفیت نه زېږوي او د وحي د تجربې نه مخکښې چې هغۀ د خپل شخصیت سازۍ پۀ حقله کم یاداښتونه او اقدار پۀ پام کښې لري. هغه یاداښتونه د پېغمبر پۀ ذهن کښې پۀ یو داسې انداز سنجول شوي وي چې هغه د وحي لۀ تجربې پس لۀ راټوکېدونکي اقدارو سره پۀ نۀ ختمېدونکي تضاد کښې نۀ پاتې کېږي. دې بل اړخ ته د صوفي ذهن د یو عام انسان د جبلت او چاپېریال لۀ داسي یاداښتونو ډک وي چې د مذهبي تجربې حاصل ئې ورسره هر وخت پۀ جنګ وي. صوفي شاعران د دې یادونو او وجد لۀ تجربې نه راټوکېدونکي احساسات تر منځ د شخړې ذهني او روحاني کېفیتونه پۀ ډېر اٰرټسټک انداز بیانوي. دلته د اهرمن او یزدان، خدای او شېطان، نفس او قلب پۀ شاعرانه خیالاتو ډېر خوندور بحث کېدلی شي خو زمونږ موضوع دا نۀ ده. دا فقط د راروان بحث د پاره د یو تمهید او د فکري چوکاټ پۀ حېث پۀ پام کښې لرل پۀ کار ده.
د یو محکوم قام د وګړو ذهنونه هم پۀ دې چوکاټ کښې مونږ تشریح کولی شو. یو هغه ذهن وي چې د ریاستي کلتور پۀ تعلیمي، ټولنیز او سیاسي اقدارو کښې تربیت کړل شوی وي. دغه ذهن چې د خپل شخصیت پۀ جوړولو کښې خپل شخصي اصول، شخصي اقدار او ځان ته شخصي ائیډیال (ideal) جوړوي، خامخا به مواد لۀ دې یاداښتونو راخلي کوم چې دۀ پۀ شعوري او پۀ غېر شعوري توګه حاصل کړي دي. بل اړخ ته هغه ذهن دی چې اقدار د خپل محکوم قام لۀ ژوند او د هغوي لۀ مزاحمتي ادب نه راخلي. د دې ذهن ائیډیال د ریاستي کلتور او لټرېچر لۀ ائيډیال سره بالکل پۀ ضد کښې وي. یوه واقعه نو ځکه پۀ خارج کښې کۀ څۀ هم دې دواړو ذهنونو ته یوه غوندې وي خو دا چې کله ذهن د یاداښتونو پۀ غړکه کښې شاربي او کوچې ورباندې کوي، د هغو کوچو رنګ او خوند یو لۀ بله ډېر توپير لري. دغه زاړۀ یاداښتونه د یو عجیبه واقعې نه راټوکېدلی احساس تر خپل تاثیر لاندې ساتي.
خبره دا ده چې واقعات مهم دي، واقعات نظرونه بخښي، واقعات الهام (inspiration) کوي، واقعات جذبات پاروي، واقعات اولسونه یو کوي؛ خو بحث دا دی چې یوه واقعه لۀ کوم قسم پخواني یاداښتونو سره یو کېږي او د کوم قسم یاداښتونو پۀ غېږه کښې سوچ، فکر او نظریه تخلیقوي او بیا دا نظریه پۀ کوم قسم اپروچ سره ځان پۀ خارج کښې خټين کوي.
د نقیب مسید د شهادت واقعه پۀ اولني پړاو کښې د یو پښتون د مرګ واقعه وه چې ریاست د ترهګرۍ د بیانيې د پاره کومه پالیسي عملي کړې وه، د هغي پالیسۍ نتیجه وه. دې پالیسۍ ټول پښتون قام د پښتون تصویر من حېث القوم دړدولی ؤ، ځکه ئې احتجاج قامي اجتجاج ؤ.
د اسلام اباد پۀ احتجاج کښې تقریباً ټول پښتون قیادت شریک شوی ؤ او د دې احتجاج پۀ سبب پښتنو ته د ورپېښ خطر، ترهګر تشخص سره لۀ خپلو ټولو اجراو ځان بیان کړی وی. دې احتجاج کۀ د ریاست دغه یو اېجنټ راو انور د ریاست پۀ توره وهلی وی، دا غټه لاس ته راوړنه وه.
خو لۀ دې پس چې دې احتجاج د جلسو، مظاهرو او لاریونونو کوم شکل اختیار کړو، لۀ مثبت اړخونو ئې انکار نۀ شي کېدلی؛ خو د تقریرونو نشه او زرګونه خلق چې سړي ته د زنده باد نعرې وهي او ریاست داسي پۀ شا تلل او د زنده باد د نعرو پۀ شور کښې پر ریاست داسې پېش قدمي کول به ضرور داسې غلط فهمي او نفسیات زېږوي چې لکه پښتنو قامپرستو ګوندونو چې داسې کله نۀ وو کړي، ځکه پښتانۀ داسې مړۀ کېدل. بیا پۀ دې کښې کۀ څۀ داسې وګړي وو چې د پښتنو د سیاست د تاریخ لۀ پاڼو سره نۀ وي اشنا، هغه به دغه قسم تجربات پۀ حافظه کښې لۀ کوم قسم یاداښتونو سره یو کوي؟ پۀ دې کښې شک نشته چې د دې احتجاجونو پۀ سرخېلو کښې سنجیده سړي شته خو هغوی به ‘تر څو پورې پۀ ځان پوري راکښل ملګري’ ــــ نتیجه دا شوه چې ما ته یو ملګري قیصه کوله چې د پي ټي اېم د کوئټې د جلسې پۀ مهال د پي ټي اېم څو غړي د عوامي نېشنل ګوند صوبائي مشر اصغر خان اڅکري ته ورغلي وو چې هغوي ته د جلسې بلنه ورکړي. نو اصغرخان ورته وئيلي وو، تاسو غواړئ څۀ؟ تاسو څۀ وایئ چې څۀ دې وشي؟ نو یو ملګري ورته وئيل چې مونږ وایو چې د پښتنو دا قامپرست ګوندونه نور بې معنٰي دي، مونږ غواړو چې نوی تحریک وجود ته راشي ـــ نو وائي اصغر خان ورته وئيل چې زۀ خو د دې ګوند پۀ قامپرست سیاست کښې د شا نه هم زخمي یم، پلار مې شهید دی او مخ د خوا نه هم چې ورور مې شهید دی او تاسو زما ټپرۍ غونډوئ، زما پۀ ختمولو پسې را روان یئ او ما ته بلنه هم راکوئ؟
او د دې خبرې زۀ عېني شاهد یم چې د ژوب د جلسې نه پس مونږ یو ځای ناست وو؛ د پي ټي اېم یو مشر کس چې تقریرونه هم پکښې کوي، وئیل ئې کۀ تاسو نن هم اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزئ د پښتنو مشران ګڼئ نو بیا مونږ دلته څۀ کوو؟ دا ګوندونه نور اېکسپائر دي!!!
خبره دا ده چې د نقیب مسید د ظلم مرګ راپارولی احتجاج، دې مقناطیسي شخصیت د ریاست پۀ ضد راغونډ کړي پښتانۀ او د احتجاج سټېج سمبالوونکي زلمي چې کله اولس ته د جلسو پۀ شکل کښې ستانۀ شول، پۀ اولس کښې ئې ډېر دروند هرکلی وشو، خو څنګه چې دا جلسې مخ پۀ وړاندې تلې هومره پکښې د نقیب مسید ذکر کمېدلو او هم داسې د ریاست پۀ ضد راډیکل دریځ ئې پۀ مزه مزه د یو پښتون قامپرست تحریک پۀ ضد کېدی او بل برېښېدونکی حقیقت دا ؤ چې هېڅ یو هم مهم اېکټوسټ ئې خپل پخوانی سیاسي شناخت د پي ټي اېم پۀ شناخت کښې نۀ توی کولی. د عوامي ورکز پارټۍ یو غړی د مثال پۀ توګه، د تعرف کولو پۀ مهال د عوامي ورکرز پارټۍ غړی ؤ ــــ د یو اولسي تحریک یا سیمئيز تحریک وګړی د دې تحریک پۀ نوم ځان پېژنولی خو د پي ټي اېم د راپورته کړو ستونزو د بیانولو پۀ وخت کښې لۀ ریاست سره د پښتنو نور ګوندونه به هم تر تنقید لاندې وو.
دا زمونږ د سترګو وړاندې وشو چې نقیب مسید د خپلو وینو پۀ زور د پښتنو د اې ټي اېم وجود پۀ یو راډیکل قامپرست پي ټي اېم احتجاج بدل کړو. دا زمونږ د سترګو وړاندې وشو چې د مرګونو بوړبوړکیو زورولي پښتنو د دې احتجاج د هر اېکټیوسټ وګړي څهرې ته پۀ زړونو ژورو کښې ځای ورکړ. دا هم زمونږ د سترګو وړاندې وشو چې د نقیب مسید د وینو پۀ نُور دا وینځل شوې څهرې بغېر لۀ یوې څرګندي نظریې(well-defined theory of a political party)، بغېر لۀ یو منظم تنظیم او ګوند نه، پارلېمان ته لاړل او پښتنو ته ئې دا پېغام ورکړ چې د نقیب مسید د وینو پوښتنه پۀ پارلېمان کښې ضروري ده چې وشي ـــ ځکه پښتانۀ پۀ پارلېمان کښې خپل اواز نۀ لري. د نقیب مسید د وینو پۀ برېښنائي قوت د احتجاج دا تود شوی لمر د ذاتیاتو او موقع پرستو شخصیاتو پۀ تولد کښې سړېدونکی غوندې ښکارېدو، مونږ لیدو.
د نقیب مسید د وینو دارو ریاست ته راپارولې سترګې بېرته پۀ خپل پښتون وجود ښخېدلې غوندې ښکارېدلې. د یو کال پۀ موده کښې د رویو پښتني احساسات پۀ زنګ وهل غوندې، د نقیب مسید مقناطیسي شخصیت به ئې څومره پۀ ځان پورې نښلولې پاتې کړي؟
دا الزام کۀ څۀ هم پۀ یو مضبوط منطقي استدلال سره ثابتول ګران کار دی چې د نقیب مسید د وینو شدت ثقل پۀ شعوري توګه سپک کړی شو او د هغۀ مقناطیسي شخصیت پۀ شعوري توګه پۀ زنګ ووهلی شو خو دا سائنسي طور ثابتېدی شي چې ریاستي انټېلجنسیا چې ځان ته کوم حساب لګوي، ریاستي واکمن کلتور چې د محکوم کلتور مزاحمتي رویې پۀ خپل خدمت کښې پۀ کوم انداز پۀ کار راولي؛ هغه ډېر څالاک او ډېر خود شعوره اپروچ ورته ولري. د محکوم قام د وګړو د ذهن خټې ریاستي انټېلجنسیا پۀ خپلو اوبو او پۀ خپل لوښو کښې اغښتې وي. دا ذهن کۀ لۀ ریاست سره متوازي (parallel) پۀ یو بېل نظام فکر کښې لوی شوی نۀ وي، کۀ ډېر هم د ریاست پۀ ضد احتجاج شي، ریاست ته ئې د ذهن د خټې نرمي او سختي معلومه وي او ډېر پۀ اسانه ئې خود شعوري سلب کولې شي. د محکوم قام پۀ سیاست کښې لۀ خود شعورۍ سره یو قدم د بې خود شعورۍ د سپوږمۍ ختلو مترادف نۀ وي.
دروېش دراني پۀ خپل کتاب ‘پۀ ناورین پسې ناورین’ کښې ‘د دښمنۍ تراخۀ’ تر سرخط لاندې یوه قیصه منظومه کړې ده چې یوه کونډه خپل بچی پۀ ډېره مشکله لوی کوي ـــ یوه ورځ دغه بچی لۀ چا سره پۀ دښمنۍ کښې راځي او قتل کوي. مور ئې د دښمن لۀ وېرې هر ماښام لس لس بسترې ورته خوروي او هره شپه ځای ورباندې بدلوي چې هسې نۀ دښمن ئې ځای معلوم کړي او مړ ئې کړي. یوه شپه خوب ویني چې دښمن ئې بستره معلومه کړې ده او غاړه ئې ورته چاړې ته برابره کړې ده. دا مور ناڅاپه لۀ خوبه راپورته کېږي او یو لوی کاڼی راخلي چې دښمن ئې مړ کړي او زوی ورنه خلاص کړي. کاڼی راواخلي، پر سر ئې ورخلاص کړي او چغه کړي چې بچې! خلاص مې کړې. چې پۀ هوش کښې راځي نو خپل زوی ئې وژلی وي. او دښمنانو ته چې ئې هم د قیصې پته لګي، ورباندې ژاړي.
د ازادۍ خو دلته ډېري خولې او ډېرې معنې
چې ولي خان راته ونۀ وې ازاد، نۀ یم ازاد
اندېش شمس القمر
داسې د خپلو تعبیرونو سر ته ناسته یمه
لکه تالا شوې د خوبونو قافلې پۀ لار کښې
د ایوانونو دربانان کوي سلام هغو ته
چې زمونږ څوک هم کله وکړي جنازې پۀ ښار کښې
انا ایسزۍ