پښتانۀ پۀ ژوند کښې د دوو ښارونو د لیدلو حسرت لري – یو کابل، بل حرم – د نورو پۀ څیر زما د ذهن پۀ پړدو هم د کوشنیوالي راهسې دا نغمه هر وخت زمزمه کېدله:
کابل ته ځمه – کابل ښۀ ځای دی
بیا نۀ راځمه
د کابل د لیدلو لومړی تمرین مې د ثور انقلاب پۀ ورځ د ټیلي وژن لۀ لارې تر سره کړی چې هغه حال پۀ ‘ځورېدلي سره یو شول’ د ناول څخه یو ځل بیا تاسو ته وړاندې کوم چې د کابل څهره تاسو د سر پۀ سترګو ووینئ.
سحر د څاښت مهال دی – د 29م اپرېل 1978ز )ثور 1357ش( ورځ، نری نری سوړ باد چلېږي. خلق پۀ کوڅو او لویو لویو واټونو زر زر راروان دي. یو داسې احساس چې د خوشحالۍ او پرېشانۍ دواړو څرک ځینې لیدل کېږي. د کابل ښاري ژوند پر خپل جوبن دی. د شاوخوا سیمو کاریګر هم خپلو خپلو کارو ته راروان دي. پۀ لویو او پراخو واټونو د عسکرو غټ غټ ټرکان پۀ چټکۍ روان دي. پۀ چار سوګانو خال خال عسکر لیدل کېږي. د ټولو رُخ د صدارتي محل ‘ارګ’ پر خوا دی. داسې ښکاري چې هلته د ژوند د وېش مېله جوړه ده چې د هر عمر خلق خپله خوا ته کشوي.
ارګ ته نزدې پۀ لویو سړکانو اوس د خلقو شمېر د سوو څخه تر زرهاو پورې رارسېدلی دی. څو ځایه مات ټېنکونه نسکور پراتۀ دي چې پر هغو لوړ د ماشومانو او ځوانانو داسې مېله لګېدلې ده لکه اوس به دننه یو قیمتي شی پکښې ومومي. څوک ورخېژي، څوک راکښته کېږي، څوک ئې دننه څار کوي. ځینو ځوانانو خولۍ پر سر د ځینو لونګۍ او زیاتره بیا پۀ لڅ سر دي. نري نري جګ ځوانان چې زیاترو درېشي اغوستې ده. غټ غټ برېتونه، جرمن کټ وېښتان،، ګوټونه پۀ پښو هر څۀ ته ځیر دي. ډېرو ځوانانو بیا ګولي ازبکي خولۍ پۀ سر، ووړ قد، د بېل بېل رنګ پرتوګ قمیص اغوستي، څپلۍ پۀ پښو یوه خوا بله خوا روان شاوخوا ګوري.
پۀ عسکرو کښې زیات شمېر د تنکي زلمیانو او ځوانانو دی. دوي خړه درېشې اغوستې ده. پر سر ئې سپینې خولۍ، پر هغه تورې او سپینې پټۍ هم نښتې دي چې د دوي درېشۍ ته ئې درنښت او ښکلا وربخښله. ښځې هم دلته پۀ ګڼ شمېر راروانې دي. زیاترو ګول چادري پر سر، ماشومان پۀ غېږ کښې نیولي، خورا پۀ چټکۍ د خپلو سړو سره څنګ پر څنګ او یا د هغو شا ته راروانې دي. پۀ دوي کښې زیاتره جګې جګې نرۍ او یو شمېر بیا مندرۍ قد لیدل کېږي. د ماشومانو، ځوانانو، ښځو او عسکرو پۀ چپه چې کوم کسان اضطراب، تجسس او حېرانۍ وړي دي، هغه زیاتره د پاخۀ عمر نارینه دي چې پۀ سوچونو کښې ډوب تللي دي. دا مشرانو چا قراقلۍ پر سر کوټ او پتلون، چا ورسره کوټ او قمیص پرتوګ، د ډېرو بیا لونګۍ پر سر او خال خال لڅ سر او د چا ګول خولۍ پر سر، څوک روان او څوک ولاړ دي – خو د دې نارینو کۀ څۀ هم وجود پر ځای دی خو د خیالونو او فکر نړۍ ئې بل ځای ښکاري. خدای خبر دوي د ماضي پۀ هېنداره کښې خپل نن ته ځیر دي کۀ د نن پۀ ائینه کښې د خپل سباوون فکر اخستي دي. خو د خلقو شوخل دومره زیات دي چې هر یو کس مجبوره دی چې یو پلا یو خوا ته وګورۍ او بله ګړۍ سمدستي د هغو عسکرو او ځوانانو و نعرو او اشعارو ته ځیر شي کوم چې د خوشحالۍ څخه پۀ زوره زوره نعرې وهی او ورته نزدې ولاړو خلقو څخه د ‘زنده باد’ او ‘مرده باد’ وئیلو او چک چکو وهلو هیله کوي.
لۀ دې وروسته مې د کابل سره شناسائي د ظهیر الدین بابر د ژوندلیک ‘بابرنامه’ لۀ لارې وشوه. ظهیر الدین بابر 1530-1483ز( چې به د ورځې څۀ لیدل، هغه به ئې ماسخوتن د لیک پۀ بڼه خوندي کول. د دۀ دا لیکنې به بیا د دۀ لور ګلبدن بېګم پۀ ترکي ژبه خوندي کولې. پۀ ‘بابرنامه’ کښې د نورو ښارونو پۀ څیر د کابل لیدلی حال چې پۀ څومره ښه پېرایه او ښکلي انداز ثبت شوی دی، شاید چې بیا څوک دغه حال دغسې ونۀ لیکي – هغه ځکه هغه وخت د کابل چې کومه ښکلا، محلونه، قامونه، مارغان، ځناور، انسانان، شهزادګان، د هغو خوي خصلت، ویالې، موسمونه او د انسانانو نفسیات راغونډ کړي دي، ښائي هغه ماحول اوس مونږ پۀ خوب هم لیدلی نۀ شو. خو دا وایو چې د بابرنامې د لوستلو پس چې د کابل د لیدلو تلوسه نوره زیاته شوه – لاکن هر ارمان پوره کولو ته صبر او اسباب پېدا کول اړین وي.
د تېرې پېړۍ پۀ نهمه او لسمه لسیزه کښې چې به د کوئټې او پېښور د سیمې لوستونکي کابل ته د لوست د پاره تلل نو د هغو د عکسونو پۀ لیدلو او د هغه ځای د موسیقۍ پۀ اورلو به چې کوم څۀ د یو افغان پۀ زړۀ تېرېدل، هغې زما تلوسه نوره زیاتوله. دې سره شپږ دېرش کاله مخکښې زما یو کابلي دوست زبېر احمد به ما ته پۀ مهاجرت کښې د کابل چې کومې قصې کولې، خدای شته چې د جنت پۀ شان به راته ښکارېدلې.
د ډاکټر نجیب د تخت د ړنګېدو بعد چې د هنرمندانو کوم سېلاب شمالي او سهېلي پښتونخوا ته راوبهېدو، نو د هغو نازکو او معتبرو سندرغاړو، ښکلا، جامې، ناسته ولاړه او وراشه خدای شته د کابل عزت زما پۀ زړۀ کښې څو چنده نور زیات کړو. د طالبانو پۀ وخت کښې د اسلام اباد څخه د کابل د تګ زمینه څو واره برابره شوله خو ښۀ وشو چې هغه وخت مې وران کابل ونۀ لیدلو، ګنې زما د خوبونو ښار به زما پۀ زړۀ کښې خاورې دوړې کړی ؤ.
دا وو چې پر اووۀ ویشتم د فرورۍ 2008ز کښې مې پۀ لومړي ځل د دې تاریخي، مقدم او ویاړلي ښار پۀ سینه قدمونه ایښودل پۀ نصیب شو. د دې ښار حرمت، تاریخ، جغرافیه، ښکلا، وراني، جګړې، توپونه، توغندۍ، مړي، وینې، سندرې، اتڼونه، رودونه – دا هر څۀ دومره قدر کرب او دړد لري چې ټول پۀ یوه سینه کښې پۀ یو وخت ځائیدلی نۀ شي. لاکن دا هر څۀ دې ښار زغملي، لیدلي او پر خپل وجود ئې تېر کړي دي. د دې ښار د هنري او کلتوري زیرمې کۀ هر څومره وړیا او لرغونې وې خو د چُور کولو او لوټ کولو انداز ئې هم وحشیانه ؤ – کۀ د قمر ګلې، ناشناس، احمد ظاهر او استاد اولمیر سندرو د کابل ښار فضا او زړونه خمار خمار ساتلي وو خو د طالب او مجاهد وحشت دغومره مېندې او خوېندې پۀ ساندو او چغو اخته کړې دي. د کابل سیند چې د ښکلا څپې پر خپل زړۀ تېرولې، هغومره وینې پۀ دې ښار کښې دا زمکه خړوب کړې ده. د دې ښار دېوالونه کۀ د دې ښار د تاریخ او عظمت ګواهي ورکوي نو د دغه دېوالو پۀ څهره د مرمیو او توغندیو د باران څاڅکي اوس هم هر بشر لیدلی شي. د دې ښار کوڅې چې د کوچه خرافات پۀ څیر د امن، مستۍ او رڼاګانو مرکزونه وو، خو هغه وخت ئې هم ولید چې د ناسیالۍ او بې ننګۍ غواوې به پکښې لنګېدلې. د دې ښار ماشومان چې د معصومتوب او ښائست نخښې به وې، پۀ ځانمرګي بریدونو کښې د دوي د بدن غوښې راټولول به ګران کار ؤ. د کابل ښار د تاریخ کومه پاڼه به سړی راواړوي؟ هره پاڼه د تاریخ د قصو ډکه ده خو ما چې د کابل ښار کومه څهره پۀ لومړي ځل ولیدله، هغه د دې ښار د خاورې هغه خوشبو وه چې زړونه او مغزونه پرې معطر کېږي. دوېم د دې ښار هغه حالت چې د دې رنګه حالتو سره مخامخ ؤ، د یو هغه وراني ودانۍ چې د ظلم نخښې پاتې شوې وې، دوېم هغه ماڼۍ چې اوس نوې نوې لۀ نوي سره جوړېدلې – د کابل ښاري ژوند کۀ هر څومره پۀ جوبن ؤ خو بیا هم د خوف یوه فضا پرې پرته وه. خلقو نوي نوي جدید پلورنځي پرانستي وو للاکن ګراکان ئې د نیشت برابر وو. خپلو او پردو ته دا ښار اوس هم اجنبي معلومېدو. هر یو ترهېدلی ؤ چې د داسې نۀ د یوې کوڅې څخه اوس یو بم تړلی څوک راونۀ وځي.
خو دا یوه خبره ډېره څرګنده وه چې د دې ښار وګړو د خپلې خاورې سره هوډ کړی ؤ چې پۀ هېڅ قیمت به بېرته دغه و پردو ته پۀ لاس ورنۀ کړي. هر چا دا ښار د ځان ګڼلو. بازارونه د نر، ښځو، ځوانانو او ماشومانو ډک وو. پر واټونو موټران پۀ هغومره چابکۍ روان وو، پارکونه کۀ څۀ هم ډېر وو خو لا ئې د ژوند خوند د غربت او مهاجرت لۀکبله پۀ پوره ډول تر لاسه کړی نۀ ؤ. د کابل ښار دواړه ادیرې ډېرې پلنې او اوږدې شوې وې.
د لوی لیکوال علامه عبدالحئ حبیبي، احمد ظاهر، استاد رحیم بخش او نورو لیکوالانو او هنرمندانو د قبرونو حفاظت او حرمت د دې ښار تاریخي بڼه نوره تابانه کړې وه. د بابر بڼ او ظهیرالدین مقبرې د کابل عظمت څو چنده کړی ؤ. د پغمان ښکلا، موسم، واوره، یخې اوبۀ او د کرغې دیدن د ژوند نۀ هېرېدونکې لمحې وې. د ‘استاد پسرلي’ مجلس او محبت، د ‘استاد شپون’ طنز و مزاح، د ‘هېوادمل استاد’ اپروچ، د ‘کاروان’ شاعري او مینه، د ‘استاد غضنفر’ علمي رتبه او بحثونه، د ‘لېوال’ مېلمستیا او خلوص، د ‘زرین انځور’ هنري بحثونه، د ‘خوشحال روهي’ معصومیت او ستړیا، د ‘اسد دانش’ بې غرضه کوربتوب او د ‘سروش’ سوچه خلوص پۀ دې ښار دومره مئین کړم چې پۀ ورتګ دومره خوشحال نۀ وم لکه چې پۀ راتګ ورڅخه غمګین او خفه وم. فقط پۀ څو شپو کښې د کابل ښاري ژوند مې داسې د ژوند سره برابر شو لکه زۀ چې دلې زېږېدلی، لوی شوی او د دې ژوند سره بلد یم. دا ښار چې څومره بیان او وستائیل شي، هغومره کم دي. درې ځلې لۀ هغه وروستو بیا هم دغه ښار له تللی یم او هر ځلې د دې عظمت او ښکلا زیاتېږي – خو یوه خبره چې ما ډېر ځوروي، هغه دا چې غازي امان الله خان چې د دې ښار لپاره کوم خوب لیدلی ؤ، هغه خوب هغه رنګه پوره نۀ شو. د غازي امان الله دوره د ترکیه د کمال اتاترک او د مصر د جمال ناصر د دورې سره سمون خوري. کمال اتاترک د عثماني سلطنت د شپږ نیمې پېړۍ د سلطنت د زوال وروسته چې ترکیه د کوم حالت څخه بېرته راپورته کړه، لۀ دغه کبله ترکیانو دۀ ته د ‘پلار’ خطاب ورکړی. جمال ناصر هم د مصر پۀ اړه دغه نظر درلودلو کوم چې د اتاترک او غازي امان الله خان ؤ – لاکن مونږ د غازي امان الله خان سره کوم چلند وکړو؟ دا به مونږ پۀ تاریخ کښې څوک معاف نۀ کړي. لاکن د سلو کلنو وروستو چې نن کابل پۀ کوم حال دی، هغه مونږ ټولو ته د ډېر ښۀ سباوون زېری راکوي.