د پاڼ او پړانګ پۀ منځ کښې (دوېم افغان انګلیس جنګ او لۀ هغې وروسته) – دروېش درانی

 

‘د پښتني ژوند کړۀ وړۀ’، زم زم پرېس، کراچۍ، 2014ز، مخونه 424-408

 

 

(1)

د امير دوست محمد خان لۀ مړينې 1863)ز( وروسته د هغۀ زوی شېر علي خان امير شو. لۀ امير کېدو سره سم ئې پۀ هېواد کښې د خپلسرۍ هغه زړه ناروغي بيا راژوندۍ شوه. خپلو وروڼو د دې د پاره سر ورته واخست چې تخت ترې ونيسي او د دوو کالو د پاره ئې ترې ونیوۀ هم – يو کال افضل خان 1866)ز( او يو کال اعظم خان1867)ز( ورباندې ناست ؤ. کله چې دی پۀ دوېم ځل د کابل د تخت پۀ نيولو کښې بريالی شو نو بيا لس کاله1868-79) ز( ورباندې پاتې شو. پۀ دغه لس کاله کښې ئې د خپل هېواد د مخ پۀ وده کولو کار ته ملا وتړله او د نورو اصلاحاتو لړۍ ئې روانه کړه. باقاعده نوې ملي اردو )فوج( ئې جوړه کړه، د محصول او ماليې نظام ئې نوی او سم کړو، بزګر او کرونده ګر چې تر کوم بې ځايه بار لاندې وو؛ هغه ئې ور سپک او ور سم کړو؛ بیګار ئې لۀ منځه يوړو، پۀ نوي انداز کابينه منځ ته راغله، د دولت صلاح کاره ډله وټاکله شوه، پۀ لويو ملي معاملو کښې د لويې جرګې د راغوښتلو کار پېل شو، د کابل پۀ څنګ کښې د ‘شېر پور’ پۀ نامه د نوي ښار د جوړولو کار پۀ چټکۍ سره روان شو، د ډاک او مخابراتو نظام جوړ شو، د نوي طرز دوه مکتبونه چې يو ئې ‘ملکي’ او بل ئې ‘عسکري’ ؤ؛ پرانستل شول، چاپ خانه جوړه شوه، اخبار ويستل شو، د وسلې کارخانې پۀ کار پېل وکړ چې پۀ لوی مقدار کښې د بارودو او ټوپکو د جوړولو تر څنګ ئې هره مياشت يو يو توپ هم جوړوۀ – د اصلاحاتو د دغې لړۍ د پاره څرګنده ده چې افغانستان دومره کارپوهان نۀ درلودل چې پۀ سمه او هر اړخيزه توګه به ئې روانه ساتله. پۀ دا نو امير اړ ؤ چې ځينې کار پوهان لۀ بهره راولي. دغه شي ګاونډيانو، پۀ تېره بيا انګرېزانو ته دا موقع ورکړه چې ځينې جاسوسان پۀ اسانۍ سره د نظام پۀ زړۀ کښې ځای کړي. ښه بېلګه ئې د قاضي قادر ده. مونږ پۀ تېرو پاڼو کښې د امير شېر علي خان د پښتو د خدمت پۀ لړ کښې د پېښور د دغه اوسېدونکي يادونه کړې وه او وئيلي مو وو چې ډېر لوی خدمت ئې کړی ؤ. برڅېره پر نورو کارونو ئې د پوځي بوليو او اصلاحاتو درې کتابونه هم لۀ انګرېزۍ څخه پښتو ته راړولي وو. امير دی دومره ځان ته نزدې کړی ؤ چې دۀ به ځان ته د باچا د عسکري او د بهرنيو چارو سکتر وئيل. باچا نۀ يواځې دا چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې پۀ دۀ اعتماد کوۀ، بلکې ډېرې مهمې ذمه وارۍ به ئې هم ورسپارلې. دغه سړی بيا هم وروسته معلومه شوه چې د انګرېزانو جاسوس ؤ او د کابل د دربار هره پټه خبره به د دۀ پۀ وسيله انګرېزانو ته رسېده.

پۀ کور دننه خو چې کوم خنډونه د امير پۀ مخکښې وو، هغه ئې تر يوه حده لرې کړل او لکه څنګه چې مخکښې ووئیل شول، د کور جوړونې کار روان شو؛ خو بهرني حالات سازګار نۀ وو. دغه مهال افغانستان د دوو داسې سانډانو پۀ منځ کښې راګېر ؤ چې يو بل ته ګواښېدل او پۀ پښو کښې ئې د دغه هېواد د چخڼي کېدو خطر هر وخت موجو د ؤ. يوې خوا ته انګرېز ؤ چې وختي لا لۀ افغانستان سره پوله پۀ پوله شوی ؤ او دا ئې خيال ؤ چې روس هم د دوي د سرو زرو پۀ مرغۍ )هند( کښې دلچسپي لري – او بلې ]خوا[ ته روس پۀ راڅکېدو راڅکېدو د افغانستان پولې ته ورځ پۀ ورځ رانزدې کېدو او پاې ورسره پوله پۀ پوله شو او رښتيا هم ئې خولۀ اوبۀ اوبۀ کېده. پۀ دا نو انګرېزان ورته پۀ فکر کښې وو چې څنګه ئې مخ ونيسي. پۀ دغه اړه د انګلستان دوه ګوندونه وختي لا پۀ يوه خولۀ نۀ ؤ. “يوې ډلې وې چې پر مخ ځو، اول کوئټه او ورپسې هرات اخلو او بلې وې چې د پښتنو علاقې پرېږدو او اباسين ورسره پوله کوو”. ځينو ئې هغه د سکهانو پر سرحد ټينګار کوۀ. اوس پۀ دې شپو کښې هم دغه اختلاف موجود ؤ. لبرل ګوند وئيل چې انګرېز دې ځای پۀ ځای ودرېږي (Masterly inactivity)، نۀ دې مخ ته ځي، نۀ دې را پۀ شا کېږي؛ پۀ افغانستان دې کار نۀ لري، پر روس باندې دې نظر ساتي. کۀ هغه د کابل پۀ خوا ګام راخلي نو د افغان حکومت ملا دې تړي. خو کنزروېټيو يا قدامت پسندو ووئیل چې روس خو هغه دی د افغانستان پولې ته راورسېد؛ پکار ده چې انګرېز هغه د وړاندې تګ (Forward) پاليسي پر مخ بوځي. “يا خو د کابل امير خپل ماتحت کړي، د هغۀ پر اوږه ټوپک کېږدي او پر خپل دښمن باندې ډز وکړي او کۀ دا ممکنه نۀ وي چې بيا څومره علاقه د پېرنګي پکار ده چې هغه خپله کړي؛ خو چې پۀ هره طريقه وي د روس مخنيوی وشي.” تر څو پورې چې دا لومړۍ ډله پۀ واک کښې وه نو امير شېر علي خان هر څو کۀ پۀ دې کښې بريالی نۀ شو چې د خپل هېواد پولې ته د روس لۀ خوا د ورپېښ خطر د مخنيوي پۀ لړ کښې ئې دې ته اماده کړي چې يو دوستانه تړون لۀ دۀ سره لاس ليک کړي، خو ګزاره ئې بيا هم ورسره روانه وه. مګر پۀ کال 1874ز کښې چې د دې بلې ډلې وزارت پۀ انګلستان کښې جوړ شو او ډيسرايلي (Disraeli) لومړی وزير شو، نو هغۀ غوښتل چې د وړاندې تګ پاليسي عملي کړي چې پايله به ئې هم دا راوته چې د افغانستان پر خاوره يو ځل بيا تېری وشي.

کله چې د هند لبرل وائسرای لارډ ناټ بروک د نوې پاليسۍ سره د اختلاف لرلو پر بنسټ لۀ خپلې دندې لاس واخست )نومبر 1875ز( نو پر ځای ئې لارډ لټن راغی. دغه قدامت پسند وائسرای لۀ امير شېر علي خان څخه غوښتنه وکړه چې هغه دې انګرېزانو ته پر سرحداتو باندې د خپلو افسرانو د لګولو اجازه ورکړي او د هغو يو مشن دی چې غړي ئې انګرېزان وي، پۀ کابل کښې ومني. مګر د افغانانو هغه د ميګناټن تجربه لا هېره نۀ وه – پۀ کابل کښې د انګرېزانو سفارتي مشن ته هرکلی وئيل ئې لۀ خطره خالي نۀ بالۀ. پۀ دا نو امير شېر علي خان د دغې غوښتنې منلو ته تيار نۀ شو. پلمه ئې دا وکړه چې داسې خو به نو روسان هم بيا د دغسې يو مشن غوښتنه کوي. بله دا چې افغانان لۀ بهرنيو استازو څخه بد وړي؛ سبا کۀ ستاسو استازو ته چا څۀ تاوان ورسوۀ نو تاسو به ئې ذمه وار ما ګڼئ. خو دغه سوال و جواب هېڅ ګټه ونۀ کړه. لکه څنګه چې د افغان امير دليل انګرېزانو ته د منلو وړ نۀ ؤ، دغه رنګه امير هم د دوي دغه غوښتنه پۀ هېڅ ډول د منلو وړ نۀ بلله او تر وروستي ورځې پورې ئې ورسره ونۀ منله. کله چې پۀ 1874ز کښې انګرېزانو کوئټه هم ونېوله او هغه ئې پۀ يوه پوځي اډه بدله کړه نو دا د دوي د وړاندې تګ د پاليسۍ يو ښکارندويه عمل ؤ. لۀ دې ځايه پر کندهار باندې پۀ اسانۍ سره حمله کېدې شوه. پۀ دا نو شېر علي خان نا ارامه او د دوي پر نيت باندې نور هم شکمن شو.

پۀ کال 1877ز کښې چې پۀ اروپا کښې د مانټي نيګرو او سرويا پر سر باندې روس او ترکيه پۀ غاړه کښې سره ولوېدل نو برطانيې پۀ دغه جنګ کښې د روس پۀ ګټه کښې خپل تاوان ليدو او فکر ئې کوۀ چې هغه د قسطنطنيې پۀ نيولو سره د هند نیولو ته ځان جوړوي. پۀ دا ئې نو د ترکانو خوا ونیوله او روس ئې پرې نۀ ښود چې څۀ ئې غوښتل، هغه تر لاسه کړي. روس بيا پۀ جواب کښې دلته پۀ منځنۍ اسيا کښې پۀ پوځي خوځښت د دې د پاره لاس پورې کړ چې هند ته د هغۀ د لوېديځ سرحد لۀ خوا د حملې خطر پېدا کړي. برڅېره پر دې ئې خپل يو سفارتي پلاوی هم د افغان سرکار بې اجازته کابل ته راروان کړ. امير صاحب نۀ غوښتل چې دغه پلاوی راشي خو پۀ کار کښې ځنډ وشو او پلاوی پۀ دوه ویشتمه جولايۍ 1878ز راغی. د دې پۀ ليدو انګرېزانو هم ملا وتړله چې کۀ امير غواړي کۀ نۀ، د دوي پلاوی به کابل ته ځي. کله چې دغه پلاوی پر وېش باندې ودرول شو او افغانستان ته د ننوتلو اجازه ور نۀ کړل شوه نو انګرېزانو دا خپله بې عزتي وګڼله او غوښتنه ئې وکړه چې امير دې د نومبر تر شلمې نېټې پورې د دغې بې عزتۍ پۀ لړ کښې بخښنه وغواړي او د انګرېزانو وفد دې پۀ افغانستان کښې ومني. امير صاحب کۀ څۀ هم پۀ دې پوهه ؤ چې “کۀ جنګ وشي نو زۀ به ماتې خورم” خو د انګرېزانو سره پۀ دې دومره کشمکش کولو کښې د هغۀ مقصد د افغانستان ازادي برقرار ساتل وو، نۀ چې د خپل ذات د فائدې د پاره د انګرېزانو د سيوري لاندې پۀ افغانستان باندې حکومت کول”؛ پۀ دا ئې نو اوس هم د ځاني ګټې پر ځای ملي ګټه پۀ نظر کښې ونيوله او د انګرېزانو دغه فشار ته ئې سر ټيټ نۀ کړ. پايله ئې دا شوه چې انګرېزان چې پوځونه ئې پر سرحدونو اچولي وو، پۀ دا بله ورځ د کوږک )د کوئټې لۀ خوا(، خېبر او کرمې لۀ درو لارو پر افغانستان باندې راروان شول. امير صاحب لۀ روسه سره د تازه جوړو شوو اړيکو پر بنسټ هيله من ؤ چې هغوي به ئې د دغه تېري پۀ مقابل کښې مرسته وکړي خو د هغو لۀ خوا پۀ دې پلمه لۀ دغه کاره نټه وشوه چې پۀ ژمي کښې پوځونه نۀ شي کولی چې تر هندوکش در واوړي. امير صاحب خپل زوی يعقوب خان چې دۀ پۀ جېل کښې اچولی ؤ، را وويست؛ د والي پۀ توګه ئې پۀ کابل کښې پرېښود او پۀ خپله روس ته د دې د پاره روان شو چې د دغه هېواد باچا )زار( ته خپله مقدمه پۀ خپله وړاندې کړي او د هغۀ پۀ مرسته پۀ يو بېن الاقوامي کانفرنس کښې د انګرېزانو د تېري خلاف خپله دعويٰ پېش کړي. خو هغه دغسې کولو ته هم پرې نۀ ښودل شو. پر امو باندې ورته ووئیل شول چې بېرته خپل هېواد ته ستون شه او لۀ انګرېزانو سره لار راوباسه. امير چې د خپلو مټو او خپل ملت پر ځای پۀ پردي کومک کوم زړۀ تړلی ؤ، هغه چې داسې تش سراب وخوت نو بېرته راغبرګ شو او پۀ مزار شريف کښې د فرورۍ پۀ يوويشتمه لۀ ګرومه زړۀ چاودی تر دنيا تېر شو.

(2)

د امير شېر علي خان لۀ مړينې وروسته يعقوب خان امير شو. يعقوب خان پۀ سر کښې خو ښۀ د ننګ او جنګ سړی ؤ خو د ولي عهدۍ پر مسئله باندې چې ئې لۀ پلاره سره ورانه شوه نو هغۀ پۀ جېل کښې واچوۀ.دا خو ناڅاپه حالات پر داسې ډګر روان شول چې دۀ ته اووۀ کاله پس لۀ زندانه د راوتلو موقع پۀ لاس ورغله، ګنې نو دۀ خو داسې ګڼلې وه چې تر مرګه به بندي وي او ، د دۀ پۀ خيال، ابدي جېل دی دومره مايوسه کړی او اعصاب ئې داسې ورګوټلي وو چې لۀ جېله تر راوتو وروسته چې پۀ بالاحصار کښې پۀ يوۀ مجلس کښې ناست ؤ، نو پورته ئې يوۀ توپ ته پام شو چې خولۀ ئې مجلس ته برابر وه – دې نندارې دۀ ته وېره ور پېدا کړه او د نا ارامۍ پۀ حال کښې ئې ځان شا ته کړ. د دربار د يو مامورچي ورته پام شو نو توپ ئې لۀ هغه ځايه لرې کړ او دی بېرته پۀ ارام شو. انګرېزانو ته چې د امير شېر علي خان غوندې سړي پر ځای چې د خپل هېواد د ګټې پر سر جوړ جاړي ته پۀ هېڅ حال کښې هم تيار نۀ ؤ، داسې پۀ اعصابي توګه ځپل شوی يو امير پۀ لاس ورغی نو ډېر پۀ اسانۍ سره ئې وکړی شول چې د افغانستان د تاريخ تر ټول کرغېړن تړون، چې د ‘ګندمک تړون’ ئې بولي، ورباندې وتپي. پۀ دغه تړون کښې نۀ يواځې دا چې امير لۀ خېبر او کرمې څخه لاس اخستلو ته تيار شو بلکې پښين، سيوۍ او بوري )لورالائي) ئې هم انګرېزانو ته پرېښودل. دا رنګه وېش )سرحد( تر کوږک راواوښت او چمن ته، چې کندهار ته ډېر نزدې دی، راورسېد او د افغانستان رابطه ئې لۀ سمندر سره پرې کړه. لس کاله وروسته بيا د رېل کرښه هم پۀ داسې حال کښې تر دې سرحده پورې راوغزول شوه چې د کوږک پلن غر ئې ورته سوری کړ او پۀ اړه ئې امير عبدالرحمان خان ووئیل، دا داسې ده لکه زما پۀ لړمانۀ چې چاړه ننويستلې شي – داسې چې انګرېزانو د روس د مخنيوي پۀ لړ کښې د هرات نيولو ته کومه اړتيا ليده، هغه پۀ دې توګه پوره شوه چې لۀ چمنه کندهار او لۀ هغه ځايه بيا هرات ته ځان رسول زياتي د انګرېزانو د پاره ګرانه خبره نۀ وه پاتې.

د ګندمک پۀ تړون کښې دا هم منل شوې وه چې د افغانستان د بهرنيو چارو واک به لۀ انګرېزانو سره وي. هغو ته دا حق هم ورکړل شوی ؤ چې انګرېز نژادي استازي پۀ کابل او د کابل تر واک لاندې ځينو نورو سيمو کښې وساتي. لۀ دې وروسته ډېر زر د سر لويس کيوګنري (Sir Louis Cavagnari) پۀ مشرۍ کښې د انګرېزانو مشن کابل ته راغی )جولائي 1879ز( خو پۀ لږو شپو کښې دا خبره څرګنده شوه چې د افغانستان نيول اسان دي خو پۀ قبضه کښې ساتل ئې د چا د وس خبره نۀ ده. هغه د لومړي افغان-انګلیس جنګ پېښه تکرار شوه. انګرېز سفير سره لۀ خپلو ساتونکو پۀ کابل کښې د خلقو لۀ خوا ووژل شو. هر څو کۀ د دغه پاڅون اسباب پۀ سمه توګه څرګند نۀ دي، خو انګرېزانو ئې سزا يعقوب خان ته ورکړه. هغه ئې لۀ تخته لرې او هند ته جلا وطن کړ. لۀ دې وروسته چې پۀ افغانستان کښې څۀ وشول، قامي مشران څنګه يرغلګرو ته راپورته شول، د امير شېر علي خان ورارۀ عبدالرحمان خان چې پۀ روسي ترکستان کښې ئې دولس کاله جلاوطني تېره کړې وه، څنګه افغانستان ته بېرته راننوت؟ انګرېزانو ته سردار ايوب خان پۀ مېوند کښې څنګه ماتې ورکړه او هغه بيا څنګه وطن پرېښودلو ته اړيستل شو؟ انګرېزانو ولې د افغانستان د ټوټه ټوټه کولو لۀ منصوبې څخه لاس واخست؟ څنګه ئې خپل ځواکونه ويستل او عبدالرحمان خان څنګه د افغانستان امير شو؟ – دغه هر څۀ ته کۀ جواب وايو نو ډېرې پاڼې غواړي چې لۀ مونږ سره نشته، پۀ دا نو تر دا پوښتنو را تېرېږو او د امير عبدالرحمان خان د دور ځينو مهمو ټکو ته اشاره کوو.

(3)

د امير عبدالرحمان خان 1901-1880)ز( د واکمنۍ يوه لويه ځانګړتيا دا ده چې لۀ هغو دوو سترو امپراتوريو سره، چې د دۀ هېواد ئې پۀ منځ کښې راګېر پاتې ؤ، سرحدي پولې پۀ بشپړه توګه وټاکل شوې. هغه وخت به دې خبرې پۀ رښتيا هم افغانانو ته زور ورکوۀ چې لۀ روس سره د دوي د وطن د سرحد د ټاکلو پۀ لړ کښې معامله د برطانيې او روس تر منځ روانه وه، کېده او دوي ورته کتل – ولې چې لۀ دوي څخه انګرېزانو دا حق اخستی ؤ چې لۀ نورې نړۍ سره خپلې اړيکې پۀ خپله پر مخ بوځي – خو تر دې چې به لا هم کومې خبرې زيات زور ورکړی وي، هغه به لۀ انګرېزانو سره د دوي د سرحدي پولې ټاکنه وه. دغه پوله چې د ډیورنډ کرښه ئې بولي، دا چې کله کش شوه نو د هند او افغانستان تر منځ تېره نۀ شوه، بلکې د افغانستان پر سينه باندې داسې تېره شوه چې روغ وجود ئې پر منځ دوه ټوټې کړ. هر څو کۀ امير د حالاتو تر جبر لاندې او د ملت لۀ مشورې بغېر دغه کرښه ومنله، خو چې څنګه او څومره ئې ومنله، د هغۀ اندازه لۀ دې يوې وړې قيصې څخه پۀ ښه توګه لګېدې شي چې لۀ هغې زمانې څخه تر اوسه خولۀ پۀ خولۀ پۀ دغه وطن کښې ګرځي. دغه قيصه وائي چې د امير ځينو نزدې دوستانو پۀ ټوقو کښې هغۀ ته ووئیل چې دا تا اوس څنګه لوظنامه لۀ انګرېز سره وکړه چې خپل نيم هېواد دې هغو ته پرېښود. وائي چې دۀ پۀ جواب کښې ورته ووئیل چې هېوادونه پۀ لوظنامو نۀ نيول کېږي، پۀ زور نيول کېږي. انګرېزانو لۀ مونږه زمونږ د وطن هره ټوټه اول پۀ زور او فرېب نيولې او بيا ئې ورباندې راسره لوظنامه کړې ده. ما اوس دا ده يوه غړکه ترې جوړه کړه )د موجوده افغانستان نقشه غړکې ته ورته ده(، دا تر هغو شاربئ چې زور پېدا کوئ؛ چې زور مو وموند نو بېرته خپله زمکه خپله کړئ او د خپلې خوښې لوظنامه پر هغو باندې وتپئ. مطلب دا چې افغانان دې دغه کرښه د دې د پاره ومني چې د دې بېرته لۀ منځه وړلو د پاره ځان جوړ او پۀ مټو کښې زور ورته پېدا کړئ او دا هغه کار ؤ چې تور امير ورته ملا وتړله او لکه لویس دوپري چې وائي، هغۀ پۀ بيا بيا دا وئيلي وو چې زۀ هېڅ پښتني سيمه د تل د پاره انګرېزانو ته پرېښې نۀ بولم.

امير عبدالرحمان خان چې کله تخت ته ورسېد نو د هغۀ مخ ته دا دروند کار پروت ؤ چې اول خو لۀ باقي مانده افغانستانه د اوسېدو وړ کور جوړ کړي – د دغه کار د پاره د دۀ فکر دا ؤ چې دغسې يو کور له دننه څخه تر ښائسته کولو او پۀ هغه کښې تر استوګن کېدلو مخکښې اړتيا دې ته وي چې يوه چار دېواري ورباندې راوګرځوله شي چې د حوېلۍ پۀ غولي ئې بيا څوک ګاونډي دعويٰ ونۀ کړې شي او کوم لړمان او ماران چې پۀ کښې استوګن شوي وي، هغه ترې ويستل شي. چار دېواري خو د سرحدي پولو پۀ بڼه دۀ باندې راوګرځوله چې زور مستو ګاونډيانو ئې هم ورسره ومنله. اوس کار دا پاتې ؤ چې زور مستو ګاونډيانو ئې هم ورسره ومنله. اوس کار دا پاتې ؤ چې هغه ملي ناروغي لۀ وطنه وباسي چې مونږ ورته خپل سري او دۀ ورته لړمان او ماران وئیل. او پۀ دې اړه د دۀ مثال د يوه داسې طبيب ؤ چې جراحي عمليات )اپرېشن( کوي، مګر ناروغه ته نۀ څۀ داسې ستن ورلګوي نۀ کوم بل داسې دارو ورکوي چې بدن ئې ور ويدۀ کړي او هغه بيا د عملياتو اوزار ورباندې واخلي او پۀ څیرلو ئې لاس ورپورې کړي. پۀ دې کښې شک نشته چې د امير صاحب دغسې عملياتو پر ملت باندې سخت خوږ تېر کړل؛ خو مهمه دا ده چې عمليات ئې کامياب شو او هغۀ خپل سري قابو کړل – نۀ يواځې دا چې سرکښه خانان، اميران او روحانيون ئې لۀ پښو واچول، بلکې تر څلوېښت زيات واړۀ او لوي پاڅونونه )بغاوتونه( ئې هم ډېر پۀ بې دردۍ سر وځپل. هغۀ د يوۀ لوی پوځ د جوړولو تر څنګ د جاسوسۍ هم يوه داسې ويښه اداره جوړه کړه چې پۀ اړه ئې دی پۀ خپله وائي چې پۀ ايران، روس، هندوستان يا افغانستان کښې به داسې هېڅ مهم کس نۀ وي چې خوځېدۀ را خوځېدۀ دی ئې لۀ دغې ادارې پټ وي او ما ته دې ئې خبر نۀ رسېږي. او دا هر څۀ د دې سبب شول چې لۀ ډېرې مودې پس د وطن ټول رګونه لکه لۀ زړۀ سره چې تړلي وي، داسې لۀ مرکزي ادارې سره وتړل شول او د امن کومه فضا چې منځ ته راغله، دغه اندازه لۀ دې يوې پېښې ولګوئ چې يوه ورځ لۀ يو چا څخه پۀ دسمال کښې پېچلې پېسې پر يوۀ سړک باندې لوېدلې وې، خلق تېرېدل راتېرېدل، هغه ئې ليدې خو چا زړۀ نۀ شو کولی چې پورته ئې کړي. پاې کوتوال )پوليس( راغی، پورته ئې کړې، پۀ چوک کښې ئې وځړولې چې مالک ئې راغی او نخښه ئې ور وښودله نو وا ئې خستې.

(4)

امير عبدالرحمان خان چې هېواد ته استحکام راوست او د باقي مانده افغانستان د وجود ټوټې ټوټې ئې ښې سره وګنډلې نو پۀ کال 1901ز کښې ئې د جنورۍ پۀ لومړۍ نېټه لۀ جهانه سترګې پټې کړې. پر ځای باندې ئې مشر زوی د امير حبيب الله خان )1901-1919ز( پۀ نامه پر تخت کښېناست. د نوي امير کار هم پلار اسان کړی ؤ. مخکښې به باچا پۀ بل چا باور نۀ شو کولی؛ د باچا ګردۍ د مخنيوي د پاره به ئې خپل زامن د بېلابېلو ولايتونو واليان کړل. د پلار د مرګ پۀ وخت به د هر والي سره هم پوځ ؤ او هم پېسې. پۀ دا به نو هر يو د پلار د تخت د نيولو پۀ نېت پر پايتخت باندې راروان شو او کورنۍ جګړې به يو ځل بيا تودې شوې. د افغانستان پۀ تاريخ کښې حبيب الله خان اول واکمن ؤ چې پر تخت باندې د کښېناستو پۀ وخت لۀ دغسې ستونزې سره مخ نۀ شو – ولې چې پلار ئې دا عقلمندي کړې وه چې پۀ ولايتونو کښې ئې نور د باور وړ خلق واليان کړي او خپل زامن ئې ټول پۀ کابل کښې ساتلي ؤ او دا امر ئې ورته کړی ؤ چې پۀ اوونۍ کښې يو ځل زما او لۀ هغه وروسته د خپل مشر ورور حبيب الله خان سلام ته ورځئ. پۀ دا نو د عبدالرحمان خان د مرګ پۀ وخت يوۀ لا هم د سر اخستو وس نۀ درلود او نوی امير دې ته وزګار ؤ چې د کور جوړونې پۀ لړ کښې دوهم ګام پورته کړي. د لومړي ګام پۀ وخت کښې يوۀ کرخت لاس ته اړتيا وه خو چې د کور لۀ دننې خوا د ښائسته کولو وخت شو نو دغه کار بيا يو پوست لاس غوښت او د نوي امير لاس پۀ رښتيا هم د پلار تر هغې پوست ؤ. دی نۀ يواځې دا چې پۀ مزاج کښې نرم ؤ، بلکې نوې زدکړې )تعليم( ئې هم درلودې. پۀ دا نو ورو ورو پۀ هېواد کښې د عصري کېدو نخښې پۀ څرګندېدو شوې. د صنعت، تعليم، فرهنګ، صحافت، اب رسانۍ، برېښنا او سړک جوړونې کار پۀ روانېدو او تجارت پۀ ګړندي کېدو شو.

حبيب الله خان لۀ امير کېدو سره سم، لۀ يوې خوا پۀ هېواد کښې دننه بې شمېره زندانيانو ته د زندان دروازې پرانستې او بلې ته ئې لۀ وطنه تښتېدلو يا شړل شوو افغانانو ته د بېرته راتګ اجازه هم ورکړه. پۀ دغو بېرته راتلونکو افغانانو کښې ځينو لۀ ځانه سره نوي خيالات هم راوړل. پۀ دغسې خلقو کښې زيات څرګند نوم د محمود طرزي 1933-1865)ز( دی چې د نورو ډېرو سياسي او علمي خدماتو تر څنګ ئې د افغانستان يواځينی اخبار “سراج الاخبار” هم داسې وچلوۀ چې نۀ يواځې دا چې د افغانانو ذهن ته ئې ځلا ور وبخښله، بلکې اغېزې ئې پۀ ګاونډيانو هېوادونو کښې هم محسوسېدې. د دې تر څنګ ځينې بهرنۍ جرېدې هم هېواد ته راتلې چې د يو شمېر لوستونکو پۀ منځ کښې به لاس پۀ لاس ګرځېدې. هغوي به ئې سر بېره پر دې چې پۀ نړۍ کښې ئې پۀ روانو بدلونو خبر کړي، پۀ خپل وطن کښې بدلون راوستلو ته هڅول هم. دا رنګه د مشروطه خواهانو پټ يو غورځنګ منځ ته راغی چې غړي ئې ورو ورو پۀ زياتېدو وو. خو دغه بوټی لا مېوه کولو ته نۀ ؤ رسېدلی چې پرده ترې پورته شوه. د غړو اوږد فهرست ئې، پۀ خپله د غورځنګ د ځينو غړو پۀ کومک، باچا ته لۀ دې راپوره سره ورکړل شو چې دا خلق مشروطيت ته د لار خلاصولو د پاره نیت لري چې امير لۀ مخه وباسي. داسې د غورځنګ ځينې غړي ووژل شول، نور ئې زندان ته واچول شول. دغې پېښې يوې خوا ته امير لۀ تعليمه خوا توري کړ او د هغۀ د عام کولو لۀ کاره ئې لاس ونيو؛. ولې چې حبيبیه مکتب او د هغۀ استادانو پۀ دغه غورځنګ کې لوی لاس درلود. بل لور ته د دغه فکر رېښې هم پوره ونۀ ختې. دغه پټې سياسي سرګرمۍ پۀ يوه يا بله بڼه روانې پاتې شوې او هم دا هغه شپې وې چې لومړي جهاني جنګ (1918-1914) ونښت. پۀ کال 1915ز کښې د ترکې او المان يو پلاوی افغانستان ته د دې د پاره راغی چې امير دغه جنګ ته د ور ګډېدلو او د انګرېزانو برخلاف د جهاد د اعلان کولو د پاره وهڅوي. پۀ خپله پۀ دربار کښې دننه هم يوه زوروره ډله د دغه کار غوښتونکې وه، خو امير ليدل چې دغه جنګ ته ور دانګل هوښيارتيا نۀ ده. هسې هم هغه هر څو کۀ د انګرېزانو هېڅ بې ځايه غوښتنې ته غاړه نۀ ايښودله خو ورسره ښکر پۀ ښکر کېدل ئې هم ګټور نۀ بلل او ډډه ئې ورڅخه کوله. اوس ئې پۀ دې بحراني دور کښې هم هغوي تر خوږ ګوته ونۀ نيول او پۀ جنګ کښې ئې خپله بې طرفي اعلان کړه. خو چې کله جنګ د انګرېزانو پۀ ګټه پاې ته ورسېد نو دۀ بدله دا ترې وغوښته )پۀ قول د ارواښاد غبار، ژمنه ئې هم ورسره شوې وه چې هغوي د دۀ هېواد زياتي پرېږدي چې خپلې بهرنۍ اړيکي لۀ نورې نړۍ سره پۀ خپله پر مخ بوځي او پۀ بشپړه توګه ازاد شي؛ خو انګرېزان داسې پۀ اسانۍ سره د چا ګرېوان پرېښودونکي خلق نۀ وو. د هغو جواب بيا هم منفي ؤ. خو د مخه تر دې چې دغه منفي جواب ورته راورسېږي او دی ئې پۀ اړه خپل غبرګون څرګند کړي، امير ووژل شو 21) فروري 1919ز( او دغه د غبرګون ښکاره کول د هغۀ زوي شهزاده امان الله خان ته پاتې شو چې لۀ دۀ وروسته پر تخت کښېناست.

(5)

لکه وړاندې چې وئیل شوي دي، د ډیورنډ کرښه افغانانو لنډ مهاله )عارضي( کرښه ګڼله او د دې د پاره ئې منلې وه چې د لۀ منځه وړلو کار ته ئې ځان چمتو کړي. اوس چې د وخت پۀ تېرېدو سره يوۀ لور ته پۀ کور دننه استحکام شتون موندلی ؤ نو بل ته بهرني حالات هم بدل شوي و – هر څو کۀ انګرېزان د لومړي جهاني جنګ 1918-1914)ز( لۀ ګټونکو څخه ؤ خو دغه جنګ هغوي ډېر ستړي کړي او وينه ئې ور وچه کړې وه. هلته روس پۀ خپل تاريخي سفر کښې نوي پړاو ته ګام اړولی او سوشلسټ انقلاب پۀ کښې راغلی ؤ. پۀ خپله پۀ هند کښې هم سياسي قوتونه ځواکمن شوي وو او رېښې ئې د هېواد ګوټ ګوټ ته رسېدلې وې. دغو قوتونو د کابل لۀ تخته هم ډېرې هيلې درلودې. پۀ دا نو چې امير امان الله خان (1929-1919) د واک پر ګدۍ کښېناست، د منزل پۀ خوا د درېم ګام د پورته کولو وخت رارسېدلی ؤ او هغۀ دغه ګام پورته هم کړ. لاس ئې د نړۍ لۀ نورو هېوادونو سره د اړيکو پۀ جوړولو او ټينګولو پورې کړ. لۀ انګرېزانو ئې وغوښتل چې د افغانستان دغه حق پۀ رسمي توګه ومني او د يوۀ خپلواک هېواد پۀ ډول ورسره نوی تړون لاس ليک کړي. انګرېزان ولې چې دغه کار ته تيار نۀ وو، پۀ دا نو زلمي باچا د هغو خلاف جنګ اعلان کړ 3) مۍ 1919ز(. تېر دوه جنګونه خو انګرېزانو پر افغانستان باندې د دې د پاره تپلي وو چې خپل د سرو زرو مرغۍ ‘هند’ چې د دوي پۀ خيال د روس لۀ خوا خطر ورته مخامخ ؤ، محفوظه کړي. خو دا درېم جنګ د افغانانو لۀ خوا د خپلې ازادۍ د ګټلو د پاره پېل شوی ؤ، کوم چې انګرېزان دې ته اړيستل چې د دوي خبرې ته غوږ ونيسي. داسې لۀ ډېرو اوږدو اوږدو خبرو اترو وروسته هغو د باقي مانده افغانستان بشپړه خپلواکي ومنله.

د شاه زمان تر ړندېدو وروسته چې بهرنيو يرغلګرو افغانستان څنګه مخ پۀ ځوړ روان کړ، نو بيا ئې دې ته پرې نۀ ښود چې خپله ملا سمه کړي او د دوي خوا ته بيا مخامخ ور واړوي. امير عبدالرحمان خان د ډیورنډ کرښه د يوۀ دېوال پۀ توګه د دې د پاره ورسره ومنله چې شا ته به ئې د دۀ ملت ملا سمه او پر دښمن باندې د بېرته ورختلو د پاره ځان چمتو کړي. د افغانستان دغه درېم جنګ او د باقي مانده افغانستان بشپړه خپلواکي وښودله چې افغان ملت اوس ځان سم کړی او پر دښمن د ورختلو پېل ئې کړی دی. هلته محکوم افغانستان هم دغه کار ته چمتوالی پۀ دې توګه وښود چې ډېرو قبائلو د انګرېزانو پۀ ضد لۀ افغان ځواکونو سره لاس يو کړ. تر دې حده چې حکومتي ملېشاګانې هم ورواوښتې خو د واپسۍ دغه مزل خپل منطقي انجام ته رسولو لا نوره تياري هم غوښته، کومې ته چې غازي امان الله خان پام ور وراړو. هغۀ اساسي قانون 1922)ز( کښې ځان د امير پر ځای باچا اعلان کړ او د 1927ز پۀ دسمبر کښې د شپږو مياشتو د پاره د يورپ، فارس، ترکي او شوروي اتحاد پۀ دوره لاړ. لۀ دغې دورې څخه تر راستنېدو وروسته هغۀ غوښتل چې خپل پروګرام پۀ چټکۍ سره پر مخ بوځي او لۀ خپل هېواد يو جديد او پر مخ تللی هېواد جوړ کړي. خو د کومې ودانۍ پۀ تعمير چې دی لګيا ؤ، د هغې نقشه امير عبدالرحمان خان جوړه کړې وه. بنياد ئې هم هغۀ ايښی ؤ. دا کوم بالائي منزل چې ئې اوس دۀ جوړو او د هغۀ د پاره هم هغه خدای بخښلي انجينئير دا هدايات پۀ ليکلې بڼه پرېښي وو چې زما ځای ناستو )جانشینانو( ته پکار دي چې پۀ هېواد کښې د څۀ ډول اصلاح کولو پۀ کار کښې تازيله ونۀ کړي چې داسې به اولس ترې منحرف شي. دوي بايد ياد ولري چې باقاعده قانوني حکومت، نرم قوانين او د غربي پوهنتونونو پۀ طرز نوی تعليم دې پۀ تدريج سره پۀ هېواد کښې روان کړي چې خلق ورسره ورو ورو اشنا شي او دغه حقوق او اصلاحات پۀ ښه توګه خپل کړي؛ مګر باچا امان الله خان داسې ونۀ کړل. هغۀ دغه هر څۀ دومره پۀ بیړه روان کړل چې پر زاړۀ ډګر روانه افغاني ټولنه د هغۀ پۀ ګام نۀ شوه ورسره تلې. لۀ دغه حالته څخه د دۀ کورنيو او بهرنيو مخالفانو دا ګټه پورته کړه چې د انګرېزانو دغه دښمن ئې د افغانانو هغې کرکې ته مخامخ کړ چې هغو پۀ خپله لۀ انګرېزانو سره لرله. د هغوي پۀ غوږ کښې دا ور واچول شول چې کوم “انګليسيت” چې انګرېزانو افغانستان ته نۀ شو رادننه کولی، هغه لګيا دی رادننه کوي ئې. د اسې د افغانانو پۀ زړۀ کښې د انګرېزانو خلاف پروت نفرت دۀ ته برابر شو او دی ئې وطن پرېښودلو ته اړویست.

د غازي امان الله خان پۀ وتلو سره 1929)ز( انګرېزان لۀ يوۀ داسې دښمنه خلاص شول چې پۀ سيمه کښې موجوده انګرېز دښمني ئې نوره پياوړې کولې شوه. دې شي کۀ هر څو د دوي ټوټې شوی افغانستان د بيا ګنډلو او د افغان ملت د زر پر پښو ودرېدلو کار خو ودروۀ، مګر هند ته د پېرنګيانو د اقتدار د راننوتلې بلا عمر نور ډېر اوږد نۀ ؤ. د دغه ستر هېواد سياسي ځواکونه پياوړي شول او تر دغې بلا د دې د پاره راچاپېره شوي وو چې خپله د سرو زرو مرغۍ )هند( بېرته ترې واخلي.

پۀ تېرو پاڼو کښې وئيل شوي دي چې لومړی لوی جنګ لا هغې ته وينه ور وچه کړې وه. پۀ دوېم دغسې جنګ (1945-1929) کښې بيا بيخي وځبېښله شوه او د خپلواکۍ غوښتونکو ځواکونو پۀ وړاندې د داستانونو د هغې بلا پۀ څېر شوه چې پښې ئې پر زمکه او سر ئې تر وريځ وتلی وي او د داستان د اتل يو داسې ګزار ئې خوړلی وي چې زياتي ئې ځان ته د رغېدو هېڅ هيله نۀ وي. د لاندې رالوېدو پۀ وخت لۀ اتله پوښتنه کوي چې پر وچه زمکه ځان غزار کړم کۀ پۀ سمندر کښې. اتل ولې چې پۀ دې پوهه وي چې کۀ پر وچه راغزار شوه نو چې زهرژنه وينه ئې روانه او د وجود نور باقيات ئې خوړين او خوارۀ شي، خو نو داسې ناروغۍ، مرضونه او وباګانې به ترې راپورته شي چې وطنونه به سپېرۀ کړي. پۀ دا نو پکار ده چې پۀ سمندر کښې غزار شي. خو دغه اتل پۀ دې هم پوهه وي چې زۀ کۀ هره صلاح ورکوم، دا به د هغې خلاف عمل کوي. ځکه نو ورته وائي چې پر وچه ولوېږه اودا لۀ توقع سره سمه پۀ سمندر کښې غزاره شي او خلق ئې لۀ شره خلاص شي. خو پۀ هند کښې د پېرنګيانو د اقتدار راګېره شوې بلا دومره ساده نۀ وه چې پۀ دغه حال کښې لۀ دښمنه پوښتنه وکړي او هغه ئې تېره باسي. هغې د خپل لرې وطن ګټې ته پۀ پام سره ځان پر وچه غزار کړ او د زهرژن وجود باقيات ئې داسې د ډول ډول عذابونو سرچينه وګرځېدل چې يو لا تېر شوی نۀ وي، بل راپورته شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …