د دېومالائي قېصو نه تر مذهبونو او فلسفو نه تر سائنس د انسان د څېړنې درې بنيادي ډګرونه پاتې شوي دي؛ خداے، کائنات او پۀ خپله انسان ـــ (او رېښتيا خبره خو دا ده چې هم دې څېړنو تر مخه خو دا دومره علمي او سائنسي مزل انسان کړے دے او روان دے لا ئې کوي).
اوس چې د انسان سره تړلي کوم بحثونه دي، هغه زياتره د فلاسفي د ارزښت پوهنې (Axiology) د څانګې اخلاقيات (Ethics) سره تړلي دي . اخلاقيات د انسان کړو وړو (Human Conduct) د مباحثو ډګر دے يا مونږ دا وئيلے شو چې اخلاقيات د دوه بنيادي انساني سوالونو د بحث سره تړلے شوے دے؛ ړومبے سوال: ښۀ (Good) او بد(Bad) څۀ دي؟ دوېم سوال: سم (Right) او ناسم (Wrong) څۀ دي؟
دا دوېم هغه سوال دے چې کوم زمونږ (د انسانانو) قدورنه (Values) تشکيلوي او د دې قدرونو سره سم د هغه بشپړه سړي (مرد کامل) تصور منځ ته راځي کوم چې به دا قدرونه راخپلوي او مخ پۀ وړاندې به ئې وړي . اوس چې څومره انسان لرغونے دے هم دومره ئې د بشپړه سړي دا تصور هم لرغونے دے.
پۀ بېلا بېلو دژومالائي قېصو کښې، مذهبونو او کلتورونو کښې د دې بشپړه سړي خپل خپل رنګ دے (کوم چې ځان له د بحث يو ډګر دے) . خو دلته زمونږ پۀ اکېډميا او ادبي حلقو د داسې بشپړه سړي تصور پۀ درې ډوله مشهور دے؛ د فرېډرک نېټشے اورمېن (چې پۀ سپرمېن باندې هم پېژندلے کېږي خو ولې د جرمنۍ ژبې د “اوبرمېنچ” د انګلش سمه ژباړه اورمېن دے)، د سر محمد اقبال “مرد مومن” او د خوشحال خټک “ننګيالے “؛ او دا تصور بيا پۀ خصوصي توګه د سر محمد اقبال نه چاپېره چورلي چې پۀ دې کښې دوه ډلې پوهان کار کوي؛ يوه هغه ډله ده چې اقبال د مغربي سټېنډر مشرقي فلاسفر ګڼي او موازنه ئې د نېټشے سره کوي او د “اورمېن” او د “مرد مومن” تصور منځ ته راوړي او بله ډله اقبال د خوشحال سره د سمولو، نه! نه! خوشحال د اقبال سره د سمولو او ترې سياسي ګټه پورته کولو پۀ هڅه کښې د “مرد مومن” او “ننګيالي” تصور وړاندې کوي او کله کله د دې دوه قسمه ډلو صفات پۀ يو ذات کښې هم پۀ جوبن لېدے شي چې هغه مونږ درېمه ډله ګڼلے شو .
وړاندې لۀ دې چې زۀ د دې بحث اصل نقطې ته راشم کومه چې پۀ خوشحال پورې د تړلي ننګيالي تصور دے، لازمي ګڼم چې بره يادو شوو بشپړه سړو؛ هر يو اورمېن، مرد مومن او ننګيالي باندې رڼا واچوم.
اورمېن د جرمن فلاسفرفرېډرک نېټشے رغ کړے بشپړه سړے دے کوم چې به د هغۀ تر مخه د ټولنې تر ټولو غوره سړے وي ولې چې د هغۀ د ژوند مرام د ژوند غوره قدرونه راخپلول او مخ پۀ وړاندې وړل دي. نېټشے د خپل اورمېن د راپېژندلو نه وړاندې يوه پېښ وېنا (پيشن ګوئي) کوي، هغه وائي چې پۀ راروانو دوه سوه کالو کښې به مغربي ټولنه د نهالېزم (Nihilism) ښکار شي او بيا د دې وجوهات داسې پۀ ګوته کوي چې؛
د دې يوه اهمه وجه د عيسائيت فرسوده اخلاقيات دي لکه چې عيسائيت د مزاحمت توان نۀ لري څنګه چې عيسيٰ مسيح وئيلي دي چې څوک پۀ يو مخ څپېړه درکړي نو تۀ ورته بل وړاندې کړه؛ نېټشے وائي چې کۀ چرته داسې وي نو پۀ ټولنه کښې به ډېر زر بد خلق واکيان شي او بدي به تر هر څۀ د باندې وي .
دے دا فکر هم کوي چې د عيسائيت دا تصور هم غلط دے چې انسانان ټول يو برابر دي< بايد د داسې غلط فکر مخنيوے دې وشي او ټولنه دې ارومرو پۀ طبقو کښې ووېشل شي .
او داسې هم وائي چې عيساZيت پۀ بله دنيا باور لري او دے د مخه پۀ تقدير باندې هم باور لري نو اٰيا داسې کول به انسان نه د هغۀ د ارادې قوت او اختيار وانۀ خلي؟ جواب ورکوي چې ارومرو (ياده دې وي نېطشے د تقديرپالنې (Determinism) د تصور سخت خلاف ؤ) .
د عيسائيت تر څنګ د نهالېزم بله وجه د هغۀ پۀ خيال پۀ خداے باور لرل دي کومه چې نۀ صرف عيسائيت بلکې د دېومالائي قېصو او د نورو مذهبونو د وجې هم ورته راولاړه ستونزه وه. د دۀ پۀ خيال خداے باندې باور د تسليم دوېم نوم دے کوم چې تقدير رازېږوي او اختيار د منځه وړي؛ خو ولې انسان د خپل اختيار خاوند دے (نو ځکه خو چې کله دے خپل اورمېن را وپېژني نو ورسره دا غږ هم وکړي چې خداے مړ شوے دے) .
هم داسې د نهاليزم ځنې نور محرکات جمهوري رياستونه، سوشلېزم، ډارونېزم او د ماډرن (ماډرن سړي د هغۀ پۀ خيال جمهوريت پال او سوشلسټان دي چې ورته ګوډاګي وائي) سړي غېر ضروري تادي ګڼي.
او دې باندې د بري د پاره نېټشے وائي چې د يوې نوي ټولنې او د نوي قسم قدرونو جوړلو ته اړتيا ده چې دا به فقط د اورمېن پۀ وس کښې وي او اورمېن به د ټولنې د بره طبقې (چې د هغۀ ترې مراد کومه اشرافيه او بورژوائي طبقه نۀ بلکې اعليٰ اقدار لرونکې طبقه ده) کس وي کوم چې به نوي قدرونه راجوړوي او دا قدرونه به د نهالېزم د محرکاتو پۀ ضد وي او دے به هغه خپروي . نېټشے وائي چې اورمېن پۀ ذات کښې به دوه قسمه قوتونه خېر (Apollonian) او شر (Dionysian) موجودوي خو ولې دے به دا دواړه قسمه قوتونه پۀ اعتدال سره استعمالوي چې انساني ټولنه وده وکړي. د اورمېن د ژوند مطلب به بس هم دا وي چې د انسانيت خدمت وکړي.
اوس کۀ د دې بر عکس د سر محمد اقبال مرد مومن (مرد مسلمان، مرد حق، مرد حر، فقير او داسې پۀ نورو نومونو هم د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې ياد کړے شوے دے) وګورو نو د دۀ نوم نه داسې ښکاري چې دا لکه د نېټشے د اورمېن د اقبال خپل رغ کړے شوے بشپړه سړے نۀ دے بلکې د اسلام نه د بشپړه مسلمان (مومن) درامد شوے تصور دے. اسلام دا ګڼي چې دا جهان د انسان د مخه جوړ دے او هغه دلته د خپل علم پۀ وجه خليفه دے او د هغۀ بشپړتوب پۀ تقويٰ ولاړ دے او دا بشپړه سړے د مسلمانانو تر مخه محمد صلي الله علېه وسلم پۀ خپله دے او هر چې بشپړتوب ته رسېدل غواړي، بايد د محمد صلي الله علېه وسلم لار دې خپله کړي او بيا د داسې بشپړه سړي تصور اقبال نه وړاندې رومي، عبدالکريم الجيلي او ابن عربي هم پۀ خپل خپل رنګ وړاندې کړے. د اقبال بشپړه سړے مونږ د هغۀ پۀ شعرونو کښې ځاے پۀ ځاےليدے شو لکه؛
قہاری و غفاری و قدوسی و جبروت
یہ چار عناصر ہوں تو بنتا ہے مسلمان (مرد مسلماں/ضرب کلیم)
کوئی اندازه کرسکتا ہے اسکے زور بازو کا
نگاہ مرد مومن سے بدل جاتی ہيں تقدیریں (طلوع اسلام/بانگ درا)
کا فر کی یہ پہچان کہ آفاق ميں گم ہے
مومن کی یہ پہچان کہ گم اس ميں ہيں آفاق (کافر و موم/ضرب کلیم)
خو د هغۀ د بشپړه سړي دا تصور مونږ د هغۀ د خودۍ د تصور نه هم راخستے شو د کوم پۀ مدار کښې چې د هغۀ ټول فکرونه چورلي . اقبال وائي چې انساني خودي د لوړ نه لوړ او پست نه پست حالت ته تلې شي خو ولې د دۀ مرام د لوړ حالت پۀ طرف تلل دي چرته چې به دے د نيابتِ الٰهي مقام ترلاسه کړي خو ورسره هغه دا باور هم لري چې انساني خودي د مرکزې حېثيت لري چې پۀ يو وخت هم دې مادي دنيا سره او هم خداے سره تړلي شوي وي . اقبال د خودۍ پۀ اړه وائي چې دا پۀ درې پړاوونو تېرېږي او درېم ئې رېښتونے مرام هم دے کوم چې د سړي نه بشپړه سړے جوړوي . هغه درې پړاوونه دا دي؛
وړومبے: اطاعت، دوېم: ضبط نفس او دريم: نيابت الٰهي
خو د دې هر څۀ تر څنګ اقبال کله کله پۀ داسې ځايونو هم ولاړ لېدلے شي چې د هغۀ “مرد مومن” باندې سوالونه را پورته کېدے شي لکه د هغۀ د شعر؛
عطا مؤمن کو پھر درگاہِ حق سے ہونے والا ہے
شکوہِ ترکمانی، ذہن ہندی، نطق اعرابی (طلوع اسلام/بانگ درا)
خو ریښتيا خبره دا ده چې سر محمد اقبال سره شوې تر ټولو غټه الميه دا ده چې هغۀ ته د يو ښۀ شاعر پۀ سترګه ډېر کم کتل شوي دي او زياتره اقبال پرستانو د فلاسفر د جوړلو هڅه کړې چې د کومې يادونه جون ايليا هم د ماه نامه “انشاء” پۀ يوې اداریه، کومه چې د هغۀ نثري کتاب “فرنود” کښې هم چاپ شوې، “علامه اقبال او اقبال اکېډمي” کښې کړې ده. جون ايليا وائي چې اقبال يو ښۀ شاعر ؤ خو خامخا هغۀ ته د يو مجدد حېثيت ورکولے کېږي کوم چې هغۀ سره ستر زياتے دے .
هم داسې پۀ خوشحال خان خټک پورې د تړل شوي بشپړه سړي تصور “ننګيالے” دے کوم چې به پښتنو د پاره نوے نۀ وي، ننګ د پښتونولۍ يو قدر دے چې پۀ دې باندې پورا سړي ته ننګيالے وئيلے شي چې خوشحال خټک پۀ خپلې شاعرۍ کښې ځاے پۀ ځاے ستائيلے او ياد کړے خو د دې هر ګز دا مطلب نۀ دے چې دا د هغۀ رغ کړے شوے بشپړه سړے دے؛ مونږ د ننګيالي ذکر د غني خان پۀ شاعرۍ کښې هم ډېر لېدے شو او هم داسې د پښتو د ډېرو شاعرانو پۀ شعر کښې چې مونږ ورته د ننګ د قدر د مخ پۀ وړاندې وړونکي وئيلے شو خو ولې د دې تصور رغوونکي ورته نۀ شو وئيلے او بيا دا هم ده چې اورمېن او مردمومن نه هم پۀ فطرت کښې ډېر زيات بدل دے خو بيا هم کۀ چرته مونږ پۀ دې درې واړو کښې کوم مشترک قدر ګورو هغه د “اختيار” کېدے شي؛ مطلب چې دا درې واړه توان لري چې د ژوند لارې ځان ته وټاکي او پرې روان شي .
اوس راځم د بحث اصل نقطې ته، لکه څنګه چې ما د دې ليک پۀ شروع کښې وئيلي وو چې ننګيالے د خوشحال خپل رغ کړے شوے بشپړه سړے نۀ دے او نۀ هغه يواځې د ننګ د قدر مخ پۀ وړاندې کوونکے دے، خوشحال سره د قدرونو مجموعه پښتو وه او پۀ دې بنياد د هغۀ بشپړه سړے پښتون دے چې هغه ئې د دستار د تړلو وړ ګڼي او د هغۀ پۀ خويونو ئې بشپړه کتاب “دستار نامه” هم لېکلے. د خوشحال دا بشپړه سړے د شل هنرونو او شل خصلتونو خاوند دے چې ذکر ئې “دستار نامه” کښې داسې شوے دے .
شل هنرونه:
.1 د ځان معرفت، .2علم، .3خط (ليک)، .4شعر، .5تیر اندازي،
.6اٰب بازي، .7اسپ تازي، .8ښکار، .9شحاعت، .10سخاوت،
.11د ازواج (ښځو) معاشرت، .12د اولاد تربيت، .13تاديب د خدم (خادمانو)، .14اسباب د معاشيت، .15زراعت،
.16تجارت، .17د نسب تحقيق، .18موسيقي، .19شطرنج
او .20 نقاشي دي .
هم داسې شل خصلتونه:
.1مشاورت، .2عزيمت، .3خاموشي، .4 راستي، .5شرم او حيا،
.6خوش خوئي، .7مروت، .8عفو،کرم، .9تميز، .10انصاف،
.11توکل، .12شرم د خپل نوازش، .13خوف و رجا،
.14د ملک انتظام، .15همت، .16حلم، .17غېرت، .18احتياط،
.19اطاعت او .20استغفار دي .
اوس سوال دا پېدا کېږي چې د خوشحال د بشپړه سړي “پښتون” د دومره هنرونو او خصلتونو کښې ننګ ولې مخې ته مخې ته کېږي او دا پاتې نور ولې تيارو کښې ورک دي؟ زما پۀ خيال د دې بنيادي وجو نه يوه وجه هغه ناوړه هڅه ده چې کله د لغتونو معنې بدلې کړې شوې او مورنۍ او قامي ژبو کښې فرق رامنځ ته کړے شو او لېنګوفراېنکاز قامي ژبې وګرځېدې او قامي ژبې علاقائي ژبې شوې نو پۀ داسې وخت کښې علمي اړے ګړے منځ ته راتلل کومه ناشوني نۀ وه چې ډېرې خلاګانې ئې را منځ ته کړې؛ نو د داسې خلاګانو د ډکولو دپاره د مواد ضرورت ؤ او دا مواد به د دې هڅې غوندې کوټه ؤ چې ډېر کره کره قدرونو له ئې معنې واړولې، (چې د قام ذهنيت ته يو نوے ډائريکشن ورکړي) او د هغه اکېډميا پۀ دې کښې خپل رول لوبولو. پۀ داسې وخت کښې يو خوا خدائي خدمتګاران، د قام هغه سوچه خلق وو چې د قام د ښې ورځې د پاره د سر او مال نه تېر وو، د علم او د پوهې ډيوې ئې بلولې، ازادې مدرسې ئې جوړولې او د پښتو، پښتون نعرې ئې وهلې او بلې غاړې ته هغه خلق وو لکه خپلو نيتونو او لکه د خپلو هڅو کوټه وو او ډيوې ئې پوک کولې، مدرسې ئې بندولې او د پښتو، پښتون پۀ نعرو ئې د خپل قام د خلقو ژبې پرې کولې، نو د دې هر څۀ پۀ نتيجه کښې دا هم عېن ممکنه وه چې هغه خوشحال “چې پۀ کومه زمانه کښې چې يورپ پۀ قامپرستۍ تجربې کولې، دې نه پېړۍ وړاندې دۀ يو کامياب قامپرسته واکيالۍ د پاره مبارزه کوي او مخ پۀ وړاندې ئې وړي. د اقبال نه د لاندې درجې کۀ نۀ نو د هغۀ د څنګ شاعر وګرځولے شو او د اقبال د خودۍ عنصر د لارې د هغه پښتو اسلامي کولو د پاره جوازونه وړاندې کړے شول او بيا پۀ تېره تېره د هغۀ قامپرستۍ ته هم نوې معنې ورکړې شوې او د هغۀ بشپړه سړے پښتون يواځې ننګيالے شو او مرد مومن ته وفادار کړے شو او د هغۀ پۀ رحم و کرم کښېناستو .
د دې ليک دپاره لېدل شوي کتانونه؛
- Nietzsche, F. Thus Speke Zarathustra (د انټرنېټ بڼه)
- اقبال، سر محمد. کليات اقبال (اردو)
- اقبال، سر محمد، اسرار خودي (د انټرنېټ بڼه)
- ايليا، جون. فرنود،
- رسا، سيد رسول، ارمغان خوشحال
- مغموم، ډاکټر يار محمد، د خوشحال خټک دستار نامه
- وزير، ډاکټر محب، د پښتو پۀ جديده شاعرۍ کښې سياسي شعور (ناچاپ)؛ پۀ حواله د سمندر يوسفزي “قوم پرستي او خوشحال خان خټک: يوه څېړنه” د مقالې نه چې شپږ مياشتنۍ پښتو (جنوري . جون (2016 کښې چاپ شوي.