پۀ تاريخ کښې د ميلاد نه پنځۀ يا شپږ پېړۍ وړاندې وخت ډېر مهم دے، دا هغه وخت دے چې يادګارونه ئې زرګونه کلونه وروستو نن هم ژوندي دي، دغه وخت پۀ انساني ذهن، عقايدو، اخلاقو او ژوند ژواک کښې داسې بدلونونه راوستل چې اثرات به ئې تر قيامته پاتې وي. پۀ دغه وخت کښې پۀ يونان کښې فيثا غورث، پۀ اريانه کښې زردشت، پۀ چين کې کنفيوشس او پۀ هندوستان کښې د مهاوير او سدهارتهـ ګوتم بدهـ (بودها) غوندې د لويواو مشهورو مذهبونو او نظريو بنسټګر پيدا شوي دي چې نظرياتو، عقايدو او خيالاتو ئې د نړۍ بې شمېره خلک متاثره کړل خو پۀ دغه ټولو کښې زيات او ځانګړے شهرت بودها موندلے ؤ. د هغۀ نظرياتو د نړۍ پۀ ګڼ شمېر قامونو کښې دومره قبوليت بياموندو چې پۀ تاريخ کښې ئې ثاني نشته، تر دې چې نن هم د يوې اندازې ترمخه د بودها د منونکو شمېر د عيسوي مذهب د منونکو نه زيات دے.
د بودها د زېږېدلو پۀ وخت کښې د دې سيمې حالات ډېر بدتر او ترينګلي وو، ټولو خلکو ډېر پۀ کلکه د ويدونو او سنسکرت ژبې پۀ تقدس يقين لرلو، خو دغه ژبه او مقدس ويدونه د يوې ځانګړې ډلې ميراث ګڼل کېدۀ او عادي خلکو ته نۀ د ويدونو د لوستلو او نۀ د سنسکرت د وئيلو او زده کولو اجازه وه، د سنسکرت پۀ ځاے به عادي خلکو پراکرت او پالي ژبه وئيله. د مذهب پۀ نوم د بې ځايه رسمونو زور ؤ، د ذات پات او د نسل د پاک ساتلو عقيده ډېره پۀ زور کښې وه، کار کسب او هنرونه د ځانګړو کورنيو سره تړل شوي وو، مذهبي مشران(برهمن) يواځينۍ ډله وه چې د مذهب هر اختيار ورسره ؤ، د اقتدار پۀ سر جنګونه او يؤ بل وژل پۀ انتها وو. د نسل پرستۍ د ناوړه دود له کبله د بېلا بېلو نسلي ډلو ترمېنځه د کرکې يؤ لوے واټن جوړ شوے ؤ، پۀ عادي ژوند کښې اخلاقي او ټولنيز اقدار بيخي له منځه تللي وو؛ پۀ دغه وخت کښې سدهارتهـ ګوتم بدهـ (بودها) انساني ټولنې ته د اخلاقي تعليماتو يؤ داسې ښکلے او پۀ زړۀ پورې تصور وړاندې کړو چې د يوې ځانګړې ډلې له خوا د خپلو شخصي ګټو د ساتنې لپاره ودرول شوي د قدامت پسندۍ او د انسانانو ترمېنځه د کرکې کلک دېوالونه ئې پۀ ډېره لږه موده کې ونړول او د دغه دېوالونو له سايې جوړې شوې تورې تيارې ئې پۀ سپينه رڼا بدلې کړې.
د نن نه شا و خوا دوه نيم زره کاله اګاهو د کپل واستو د راجه شدودهن (سدودهنا) پۀ شاهي محل او شاهي شان و شوکت کښې رالوے شوي د دغه شهزاده تعليماتو پۀ انساني ټولنه دومره ژوره اغېزه وکړه چې نخښې ئې لا تر نن ورځې د نړۍ پۀ يوه لويه برخه کې ليدلې شو. د بودها مور د هغه پۀ وړوکوالي کښې او د ځيني تاريخپوهانو پۀ وېنا د هغه د زېږېدلو پۀ وخت کښې مړه وه. د هغه پلار راجه شدودهن ته نجوميانو وئيلي وو چې دا هلک به د نړۍ يؤ ډېر لوے او نوموړے سړے وي خو باچا به نۀ وي، د هغه د پلار خواهش دا ؤ چې زوے ئې د مذهب او مذهبي زدکړو نه لرې پاتې شي او يواځې د دنيا پۀ عېش و عشرت کښې ژوند وکړي او د تورې، ډال، غشي او ليندې ترڅنګ د واکمنۍ لارې وپېژني او پۀ همدغه غرض ئې هغه د عادي ټولنې نه ډېر لرې ساتلے ؤ؛ درې لوئې لوئې ماڼۍ ئې ورله جوړې کړې وې، چرته چې به د هغه نه هر وخت خلک چاپېره وو او هغه به ئې د عادي خلکو ليدلو ته نۀ پرېښودۀ. تر دې چې وادۀ او بچي ئې هم وشول خو تر دغه دمه ئې نۀ چرته ناروغ او نۀ ئې کوم بوډا يا ضعيفه انسان ليدلے ؤ.
يو ځل بودها د خپلې شاهي ډلې سره يؤ ځنګل ته د ښکار لپاره تلے ؤ، هلته ئې پۀ لومړي ځل يؤ ډېر ضعيفه او ناتوانه سړے وليدۀ چې مرګ ته نزدې ؤ، دغه پېښې د سدهارتهـ پۀ ذهن ډېره ژوره اغېزه وکړه او بلها پوښتنې ورته پېدا شوې. له هغه ځايه نېغ ښار ته لاړ او د عادي خلکو ژوند ئې پۀ لومړي ځل له نزدې نه وليده؛ ناروغان، بوډاګان، بې څوکه مړي او لوږه تنده ئې پۀ لومړي ځل پۀ خپلو سترګو وليدله او دا هر څۀ د هغه لپاره بيخي نا اشنا خو ډېر دردونکي وو؛ هغه وليدل چې ژوند هغه نۀ دے کوم چې د شاهي ماڼيو دننه زۀ وينم او کؤم ئې، بلکې ژوند پۀ اصل کې د ډېرو کړاوونو او تکليفونو ډک دے. پۀ ډېره خواشينۍ او خفګان خپلې ماڼۍ ته راستون شو خو بلها ډېرې پوښتنې ئې پۀ ذهن کښې تاوېدلې خو جواب ئې نۀ موندلو. چونکې دغه وخت يوه مذهبي ډله داسې هم وه چې د دنيا له هر څۀ نه ئې ځانونه بېل کړي وو؛ کار، کسب، کور، اور او تر دې چې د خوراک او څښاک نه به ئې هم ځانونه لرې ساتل او هر وخت به پۀ مراقبه کې ناست وو. بودها هم پۀ لومړي سر کښې دغه لاره خپله کړه او شا و خوا شپږ کلونه ئې پۀ همدغه حالت کښې تېر کړل؛ تر دې چې پۀ وجود پورې ئې غوښه پاتې نهٔ شوه او بيخي مرګونے شو خو دغه ځاے هغه ته احساس وشو چې دا بيخي د افراط لاره ده، بايد انسان نۀ تل د عېش و عشرت ژوند وکړي او نۀ د تل لپاره ځان د خپلې ټولنې نه بېل او ګوښه کړي. دغه ځاے هغه د ځان سره پرېکړه وکړه چې بايد د افراط د دغه دواړه لارو پۀ ځاے يوه درېمه يا د مېنځ لاره اختيار کړے شي. هغه فکر وکړو چې د مراقبې او ګوښه کېدلو نۀ خو ما ته کومه ګټه شته او نۀ ئې پۀ انساني ټولنه باندې کومه اغېزه کېدې شي؛ پکار ده چې زۀ د نورو خلکو سره يؤ ځاے پاتې شم او هغوي ته د ښو اخلاقو او سمې لارې تعليم ورکړم. هغه همداسې وکړل او د شاهي محلونو پۀ ځاے ئې د عادي خلکو سره ناسته ولاړه پېل کړه او هغوي ته ئې د خپل مذهب پۀ تبليغ لاس پورې کړو. شا و خوا پنځۀ څلوېښت کلونه ئې پرله پسې تبليغ وکړو او خپل بلها عقيدتمن او منونکي ئې پېدا کړل او د هغوي پۀ لاس ئې خپل تعليمات لرې لرې سيمو ته پۀ ډېره چټکۍ سره ورسول.
د بودها نظريات پۀ اصل کښې د هغه هندي اريائي مذهبونو پرضد يو پاڅون ؤ چې د وخت پۀ تېرېدلو ئې بد اخلاقۍ او ناوړه رسمونو مخ وران کړے ؤ او د عامو خلکو پۀ ځاے يوې ځانګړې مذهبي ډلې ته محدود شوي وو، پۀ ټول مذهب به د همدغه ځانګړې ډلې حق ؤ او عادي خلکو پۀ مذهبي زدکړو، مذهبي ژبې يعنې سنسکرت پۀ زده کولو، وئيلو يا ليکلو، پۀ مذهبي دودونو او عبادتونو کښې د برخې اخيستلو او د عبادت پۀ ځايونو کښې پۀ ناسته ولاړه باندې هېڅ حق نۀ درلود. بودها د مروجه مذهبي ژبې پۀ ځاے د عادي خلکو ژبه يعنې پالي د خپلو تعليماتو لپاره غوره کړه او د خپلې ناستې د ځاے دروازې ئې هر خاص و عام ته پرانستې پرېښودې؛ دغه کار هغه ته پۀ عادي خلکو کښې ډېر لوے قبوليت او مينه ورکړه؛ د هغه خبرې ساده، زړۀ راښکونکې او د عامو خلکو د پوهې وړ وې، د تعليماتو مرکزي خيال او نچوړ ئې دا ؤ چې يؤ څوک يواځې پۀ معبدونو او عبادتخانو کښې پۀ مذهبي مراسمو ترسره کولو نېکي نۀ شي موندلې، د معبدونو او عبادتخانو د مراسمو سره سره د انساني ښېګړې لپاره هلې ځلې هم مهمې دي او له دې نه بغېر هېڅوک کامل انسان نۀ شي کېدے، د جنګونو، وينخړ او يؤ بل وژلو پۀ ځاے بايد د يو بل سره پۀ مينه، ورورولۍ او خوشحالۍ ژوند وکړو. هغه به وئيل چې تکليفونه او غمونه د انساني ژوند برخه ده خو د تکليفونو او غمونو د شدت د کمولو يا ئې د مخنيوي لپاره ضروري ده چې مونږ پۀ خپل ژوند کښې سمه پوهه، سم فکر، سم کردار، سمه وېنا، سمه مبارزه، سم روزګار، سم عرفان او سم احساس راولو، همدا لامل ؤ چې ډېر زر او پۀ لږ وخت کې ئې پۀ ټولنه کې ډېر لوے بدلون ته لاره هواره کړه، پۀ ټوله سيمه کښې د امن او سولې پيغام خپور کړو.
بودها شا و خوا د اتيا کلونو پۀ عمر کښې مړ شو، د هغه له مرګ نه وروستو به د هغه پېروکاران يعنې بودهائي راهبان د ډلو يا ټولګيو پۀ شکل کښې ګرځېدل او پۀ ډېره لږه موده کښې ئې د هغه تعليمات پۀ ټوله اېشيا کښې خپارۀ کړل، د دغه مبلغينو ژوند دومره ساده ؤ چې هر ځاے پرې خلک رامات شول او پۀ ګڼ شمېر ئې هر ځاے بودهائي خانقاهونه او د بودهائي او عصري زدکړو مرکزونه او پوهنتونونه جوړ کړل چې اثار ئې نن هم موندل کېږي، دغه کار پۀ سيمه کښې د علم او پوهې يو لوے انقلاب راوست.
پښتون وطن هم چونکې د دې سيمې يوه مهمه برخه ده او د نړۍ د مهمو مذهبي او نورو انقلابونو د اثراتو نه کله هم دا وطن بچ نۀ دے پاتې شوے. د بودها د تعليماتو څرک دلته هم راسرسېدلے ؤ او يؤ وخت داسې هم راغے چې پښتون وطن د نړۍ د ټولو بودهايانو لپاره يؤ مقدس او مهم ځاے وګرځېدۀ او د زرګونو کلونو پۀ تېرېدلو سره ئې لا تر نن ورځې هغه تقدس او اهميت تر يو حده پاتې دے. وئيل کېږي چې پۀ لومړي ځل د بودها تبرکات د بهاليکا يا لرغوني بلخ يو واکمن د ځان سره راوړل او يوه لويه خانقاه ئې پرې جوړه کړه.
د بودها د مړيني نه مخکې د دې سيمې يؤ لوے او نوموړي واکمن اشوک د هغۀ مذهب منلے ؤ، هغۀ د هندي عقيدې سره سم د هغۀ مړے وسوځولو او د هغه ايره ئې پۀ اتۀ برخو کې وويشله او هره برخه ئې د خپل سلطنت اتۀ مهمو برخو ته واستوله او دا حکم ئې ورسره جاري کړو چې پۀ دغه ايره دې يوه لويه سټوپا او ورسره د بودهائي مذهب د تبليغ او زدکړو لپاره يوه يوه خانقاه هم جوړه شي. د غه تبرکات بيا پۀ ځايي توګه پۀ نورو برخو کې وويشل شول او هر ځاے پرې د تقدس پۀ توګه سټوپې او خانقاهونه جوړ شول، پۀ پښتونخوا کې هم له امو نه تر اباسين پورې او پۀ ځانګړې توګه پۀ هغه سيمو کښې، چې د ګندهارا تهذيب د اغېزې لاندې وې، د ګڼ شمېر سټوپو او خانقاهونو اثار نن هم شته.
پۀ 197م قبل مسيح کال کښې باختري يونانيانو د هند د موريه سلطنت نه د افغانستان شمالي سيمې ونيولې. هغه وخت ميناندر د دې سيمې واکمن ؤ او وئيل کېږي چې د هغه د واکمنۍ پۀ وخت کښې د اودهیانه(سوات)، هزارې او شا و خوا سيمې ځينې بودهائي زیارتونه جوړ شوي وو. د نګرويهارا (د معبد ښار، اوسنے ننګرهار) بنسټ هم هغه وخت کېښودل شوے دے. د دغه ښار نه يوه ډله بودهايان کاپيسا ته لاړل او وروستو د غزني او وردګو سيمې ته د بودها مذهب ورسېده.
په لومړۍ ميلادي پيړۍ کښې کوشاني واکمن کنشکا د بودها دين ومنلو، د ویجایانا بودهائي مبلغینو د امو نه ور اخوا ازبکستان، ترکمانستان، کاشغر، بخارا، سمرقند او شا و خوا سيمو ته هم دا دین ورسولو.
پۀ ګندهارا کښې د خلکو د ړندو عقیدو له کبله بودهائي دین هر ځاے مقبول ؤ او د نذر او د منښتې د دود له مخه پۀ دغو سټوپو د پېسو باران ورېدۀ. د ګندهارا د اقتصادو یوه مهمه او لويه سرچینه همدغه عبادتخانې وې چې د پينځمې ميلادي پيړۍ پۀ پېل کښې ديفتاليانو/هپتاليانو د حملو سبب شو. دوی بودهاي معبدونه چور کړل او ډېرو ته يې اور واچاوۀ. د يفتليانو يوې ډلې د افغانستان زياته برخه نيولې وه او ځينو ئې بودهايي دين منلے ؤ. يوه ډله ئې باميانو ته لاړه، هلته يې پۀ 507م ميلادي شا و خوا کښې د بودها د لويو لويو مجسمو پۀ جوړولو لاس پورې کړو. په شپږمې ميلادي پيړۍ کښې يواځې د سوات د سيند پۀ غاړه 1400 بودهائي عبادتخانې او پکښې اتلس زره راهبان ناست وو نورو سيمو کښې پۀ عمومي توګه او پۀ ګندهارا کښې پۀ خصوصي توګه د بودها عقيدتمندو د هغه داسې مجسمې جوړې کړې چې د فن او هنر پۀ نړۍ ئې ساري نۀ موندل کېږي. د ګندهارا د مجسمه جوړونې دغه ستر هنر پۀ يؤ وخت د روم، یونان او هند درې واړو خصوصیات لري، دغه اثر د نورو سيمو د بودهائي دورې د مجسمو نه د دې سيمې مجسمې بېلوي، پۀ دغو مجسمو کښې د جوړونکو د خپل مذهب سره ژور تړون، د بودها سره لېواله عقیدت، محبت او د ارټ سره مينه له ورايه څرګندېږي.
دغه مذهب د دې سيمې پۀ ژوند، تمدن، تهذيب او کلتور ډېرې ژورې اغېزې پرېښې دي او دغه دوره د دې سيمې د تاريخ يوه ډېره مهمه برخه ده، کۀ د دې سيمې د تاريخ نه دغه دوره وباسو نو دا تاريخ به بيخي نيمګړی پاتې شي. خو له بده مرغه چې کله يؤ قام خپله اجتماعي حافظه وبائيلي نو د نورو ګڼ شمېر قامي او اجتماعي زيانونو سره د خپل تاريخ نه هم بېل شي او خپل ټول تاريخي ارزښتونه، اثار، وياړونه او قامي برم له لاسه ورکړي، د هغه قام کلتور، تهذيب، وسائل، وسيلې، انتظام، ټولنیز وسائل، تجارتي وسائل، کلتوري وسائل، تخليقي صلاحيتونه، ادبي حېثيت، قامي جغرافيه او د قام د وجود سره تړلي هر څۀ خپل وجوديت وبائيلي چې پۀ پايله کښې ئې هغه قام پۀ اجتماعي توګه د يوې ډېرې خطرناکې ناروغۍ ښکار شي چې Historical Amnesia يا “تاريخي هېره” بلل کېږي، د دغه ناروغۍ ښکار قامونو ته د خپل قامي وجود سره تړلي هر څۀ پردي ښکاري او د خپله لاسه د خپل قامي وجود پۀ رېزه رېزه کولو باندې فخر کوي خو دا احساس ورته بيخي نۀ کېږي چې دا کوم وجود چې زۀ رانړؤم، پۀ اصل کښې دا زما خپل وجود دے او د دې اجتماعي وجود پۀ فنا کېدو سره به زما انفرادي وجود هم فنا شي.
پۀ پښتون وطن د تېر زرکلن ستم اثرات ډېر جوت او ښکاره دي چې د پښتون قام اجتماعي حافظه ئې بيخي له منځه وړې ده او پښتانۀ ئې د تاريخي هېرې پۀ دغه خطرناکه او موذي ناروغۍ اخته کړي دي. مونږ او تاسو پخپله اورو او وينو چې د تاريخي هېرې د دغه خطرناکې ناروغۍ اثرات څومره پۀ جنونيت سره وخت پۀ وخت سر راپورته کوي. د دغه ناروغي له کبله مونږ د خپل قامي وجود نه دومره لرېوتي يو چې پۀ خپله خاوره موجود خپل ټول تاريخي اثار راته پردي او د کفر نخښې ښکاري او چې لاس مو بر کېږي نو د خپله لاسه دغه تاريخي اثار ړنګوو، دا د همدغه تاريخي هېرې د ناروغۍ پايله وه چې د باميانو د بودها مجسمو ته مو بارود کېښودل او نيست و نابود مو کړل، دا د همدغه ناروغۍ پايله ده چې مونږ پخپله پۀ سوات، دير، مالاکنډ، بونير، کابل، صوابۍ، کوټې، مس عينک، باجوړ، تخت بهائي، ننګرهار، بلخ، پروان، کاپيسا او پکتيا کې هغه ټول تاريخي اثار خالص د ثواب او د جنت د ګټلو پۀ نيت ړنګ او د زمکې له مخه ورک کړل چې زمونږ د تاريخي عظمت ګواه وو، د همدغه ناروغۍ تسلسل دے چې د جولائۍ پۀ مياشت کښې پۀ مردان کښې د کاڼي پۀ جوړ شوي بې ساه او بې لاسو بې پښو مړ بودها يؤ څو تنه پښتنو د يؤ مولا صېب پۀ وينا جهاد وکړو او ځانونو ته ئې جنت الفردوس وګټلو، خو دغه خلکو ته يوه لحظه هم دا احساس ونۀ شو چې دا د پلک ګوزارونه مونږ د مړ او ډبرين بودها پۀ مړ وجود نه بلکې پۀ خپل قامي وجود کوو او د بودها پۀ ځاے مو د خپلې خاورې د تاريخ تنه بوده ټوټه ټوټه کړه. دغه خلکو دا کار خالص د ناپوهۍ او يو ځانګړي جنوني مذهبي فکر لاندې وکړو، دا هغه فکر دے چې تل ئې د تاريخي اثارو او نخښو نښانو پۀ ورانولو باندې وياړ کړے دے، کله زمونږ نسلي او قامي تاريخ پۀ يو او بل پورې تړي او کله راته ليکدود بدلوي او غواړي چې له دغه لارې زمونږ قامي تاريخ له منځه يوسي او زمونږ تړون زمونږ د پرون(ماضي) سره د تل لپاره پرېکړي. بايد دغه خلکو ته يؤ سپيناوے وکړم چې د مصر، ايران، شام، اردن، عراق او نورو ګڼ شمېر هېوادونو سره سره پۀ سعودي عربستان کښې هم پۀ ګڼ شمېر کې د دغه سيمې د لرغوني تاريخي دورې سره تړل شوې بلها مجسمې پۀ پوره وياړ خوندي ساتلې شوي دي؛ حالانکې د دغه ځاے خلک تر ټولو زيات د سخت دريزو اسلامي عقايدو منونکي دي خو نۀ پۀ حکومتي کچه، نۀ پۀ عوامي کچه او نۀ د هېواد ديني عالمانو د دغه مجسمو مخالفت وکړو او نۀ ئې زمونږ غوندې د کفر نخښې او د اسلام لپاره خطر ګڼي او نۀ ئې چا د ماتولو هڅه وکړه. د سعودي عرب پۀ حايل نومې ځاے کې د مصر د ابولهول د مجسمې پۀ څېر يوه لويه مجسمه تر نن ورځې ښۀ سلامت ولاړه ده، د دې ترڅنګ د جيزان پۀ سيمه کښې او د طايف پۀ لرغونتون (ميوزئم) کښې هم د لرغونې تاريخي دورې ګڼ شمېر مجسمې خوندي ساتل شوې دي، او عرب پرې وياړ کوي چې دا زمونږ تاريخي پانګه ده خو يو ديني عالم پرې د کفر د نخښو فتوه ورنکړه. دا د مذهب جنونيت ولې پۀ مونږ کښې داسې پۀ انتها دے؟ ايا زمونږ مذهبي پوهه زياته ده او کۀ دا عرب عالمان ناپوه دي؟ ژوندي قامونه خپل مړ تاريخ راژوندے کوي او د خپل راروان نسل لپاره ئې پۀ ډېر وياړ خوندي کوي خو مونږ ئې برعکس لګيا يو، خپل ژوندے تاريخ پۀ خپل لاس تس نس او ټوټه کوو، بدبختي نوره څۀ وي.
سرچينې/حوالې:
1. ګوتم بدهـ، راج محل سے جنګل تک، مصنف: کرشن کمار/خالد خان، ترجمه: پرکاش ديو
2. ګوتم بدهـ، زندګي اور افکار، مولف: محمد حفيظ سيد
3. د آغلې صفيه حليم مقالې