بنیادګري او ترهګري:یوه څېړنه – ډ. خادم حسېن

“بنیادګري او ترهګري” د ډاکټر خادم حسېن څېړنیزه لیکنه ده چې پکښې د انساني ټولنې دننه د بنیادګرۍ او ترهګرۍ اړخونه د نفسیاتي، سماجي او سیاسي سائنسونو رڼا کښې څېړلے شوي دي. دا مقاله اګاهو د کتابګوټي پۀ بڼه هاغه وخت خپره شوې وه چې افغانستان کښې د امن “مبینه” پروسه تر اوسني پړاوه رسېدلې نۀ وه، پاکستان نۀ خو لا د “ښۀ طالبانو” پۀ سر نۀ “ګرے لسټ” کښې شامل شوے ؤ او نۀ د کشمیر پۀ اړه د تېر پینځم اګست “نتیجې” سره مخ شوے ؤ.

نن حالات زیات بد تره ځکه دي چې د “امن” مدعا مشکوکه ده، د امن پروسه د یو نوي خونړي دور اغاز ښکاري، امن د پاره کېدونکې هلې ځلې جنګسالارانو او لېوانو ته د سرېنډر کېدو ننداره برېښي او څرګندېږي چې “نړیوال” امن د پاره د افغانانو وینې ته سپک نظر کېږي – دا ځکه چې د امن پروسه کښې تر هر چا زیات متاثر او لۀ هر چا زیات مهم فریق “افغانستان” دې مذاکراتو کښې نشته.

د ښاغلي استاد ډاکټر خادم حسېن دا مقاله افغانستان کښې روانې امن پروسې او دې سیمه کښې د جنګ مخنیوي د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ د دریځ اکاډمک شکل دے. مونږ ئې د “پښتون” لوستونکو ټولو افغانانو ته پۀ دې هوډ بیا وړاندې کوو چې هغوي وپوهېږي چې زمونږ پۀ خاوره جنګ نۀ کومه مذهبي مسئله ده او نۀ د حب الوطنۍ سره حل کېدې شي؛ دا قامي مسئله ده او قامي سیاست سره پۀ ودرېدو به مو د امن خوب رښتونے کېږي.

سوېلي او منځنۍ اېشياء سره پۀ ټوله نړۍ کښې مذهبي بنيادګري او اورپکۍ تېرو شوو څلوېښتو کالو نه پۀ لکهونو انسانان، پۀ کهربونو تجارت او پۀ زرګونو کوړمو بربادلو سره د دې سيمې کلتوري شتمني او تاريخي ارزښتونه تباه کړي دي. نۀ يواځې دا چې دې بنيادګرۍ او ترهګرۍ د دې سيمې د خاورې شناخت ټکړې ټکړې کړو بلکې د انسان د تهذيبي ارتقاء د نچوړ د وژلو زيار هم کوي. دا پۀ يو بل شکل فسطائي تحريک دے چې د هرې سيمې اولس ئې د نيشت سره مخ کړے دے. د دې تحريک د کوترې نه ځان ژغورلو لپاره د دې تحريک پېژندګلو ډېره ضروري ده. مونږ دې سيمه کښې د بنيادګرۍ څېړنه پۀ بېلابېل چوکاټ کښې پۀ اسانه کولے شو.

د بنيادګرۍ د څېړني لپاره يو چوکاټ دا دے چې مونږه د دې فکري بيانيه، د دې پۀ سماج کښې د ننوتو لارې ګودرې او پۀ سماج کښې د بنيادګرۍ د غلبې حاصلولو مطالعه وکړو. بل چوکاټ ئې دا دے چې مونږ دا وپېژنو چې د بنيادګرۍ او اورپکۍ دننه او بهرني عوامل څۀ دي او يو بل چوکاټ ئې دا هم کېدے شي چې د بنيادګرۍ او اورپکۍ مقامي، صوبائي، رياستي، سيمئيز او نړيوال عوامل وپېژندلے شي. څلورم چوکاټ ئې دا دے چې د اورپکۍ د کلتوري، اقتصادي، سياسي او ستراتیژک اړخونو څېړنه وکړې شي.

د مذهبي بنيادګرۍ اولنے چوکاټ دا دے چې د دې فکري بيانيه څۀ ده؟ د دې بيانيې اجزاء څۀ دي، دا بيانيه سماج ته څنګه ننباسلې کېږي او بيا دا بيانيه پۀ سماج کښې څنګه غلبه حاصلولوي. د بنيادګرۍ د مفکورې اجزاء څۀ پۀ دا ډول دي:

  1. د نړۍ سماجي، کلتوري، سياسي او تهذيبي تنوع ختمول او يو رنګي پېدا کول. پۀ ظاهره خو دا ډېر رومانوي اثر لري او پۀ خصوصي توګه پۀ ځوان کهول ژور جذباتي اثر کوي خو کۀ ورته وکتے شي نو دا خبره د فطري او تهذيبي حقيقتونو پۀ ضد پرېوځي او چې کوم فکر د تاريخي اصولو او فطري قوانينو پۀ ضد ځي، هغه د انسانانو د اجتماع د پرمختګ او بقاء لپاره لوے زيان لري.

دا معلومه خبره ده چې لکه څنګه فطري تنوع د کائنات د پاره د لازمي شرط حېثیت لري؛ دغسې کلتوري تنوع، لساني تنوع، سياسي تنوع، مذهبي تنوع او سماجي تنوع سره انسان تهذيبي ارتقاء او دومره پرمختګ کړے دے چې خپل شناختونه پېژني او دا هم پېژني چې د يو انسان بېلابېل شناختونه د دغه انسان فکري، عقلي، جذباتي او حياتياتي صحت او لوړوالي د پاره ضروري دي. کۀ د بېلابېلو شناختونو وجود مري نو د انسان تخليقي فکر مري او د دغه مرګ نه افراد پۀ يو نفسياتي او ذاتي جنګ کښې اخته کېږي. د ذات جنګ د سماج جنګ کښې او د سماج جنګ سياسي جنګ کښې بدل شي چې نړۍ د يو عذاب سره مخ کړي.

  1. د بنيادګرۍ د مفکورې دوېم جز دا دے چې پۀ يو سماج دا ومني چې د حقيقت صرف يو اړخ کېدے شي او بل اړخ نۀ لري.

کوم سماج کښې چې د مفکوري دغه جز ننوځي نو د افرادو اکثريت پۀ فکري، عقلي او تخليقي توګه د انحصار ښکار شي. د نوي علم تخليق سماج کښې د جمود سره مخ شي. د ايجاد او نوو حقيقتونو د دريافت کولو هڅې شنډې شي او پۀ لږه موده کښې دغه سماج د اقتصادي او سياسي انحصار ښکار شي. دغسې سماج خپل اجتماعي دانش او اختيار نه لاس پۀ سر شي.

  1. د انتهاګرې بيانيې درېمه بڼه دا ده چې سماجي او سياسي عوامل کښې بدلون نۀ راځي. دې جز ته انګرېزۍ کښې Absolutism وائي. داسې قسمه فکر د سماجي، کلتوري، او تهذيبي ارتقاء نه انکار کوي او سماج د تهذيبي جمود سره مخ کوي.
  2. د انتهاګر فکر څلورم جز دا دے چې د دليل او منطق پۀ ځاے پۀ تقليد انحصار کوي. هر څو کۀ دا خبره اهمه ده چې د سابقینو يا د مخکښې تېر شوي انسانانو د تجربو او فکر نه فائده اخستل پکار دي خو چې يو سماج پۀ دې مکمل انحصار شروع کړي چې هر هغه سوچ او توجيهـ چې مخکښینو انسانانو ورکړې ده، اخري ټکے دے نو دې سره د سوچ او فکر جمود لازمي دے.
  3. د انتهاګر فکر پینځم جز دا دے چې دا فکر د “شموليت” پۀ ځاے پۀ “غېريت” بنياد لري. دا جز پۀ دې حواله د ټولو نه زيات خطرناک دے چې هر هغه څوک، هر هغه فکر او هر هغه خيال چې مختلف دے نو دښمن دے او دښمن سره خو جنګ لازمي دے – هر هغه څوک چې بل مذهب يا بلې فرقې سره تعلق لري، د هغۀ ختمول ضروري دي. د دې فکر لازمي نتيجه ابدي جنګ او جدل دے.

د دې اجزاء د مطالعې نه دا خبره څرګندېږي چې انتهاګر سوچ او فکر پۀ سيمه کښې، نړۍ کښې او سماج کښې جمود، يو شان والے، غېريت او جنګ غواړي. خو دا خبره ياد ساتل پکار ده چې انتهاګر ګوندونه چې کوم اصطلاحات د خپل فکر وضاحت لپاره استعمالوي، هغه ژور جذباتي کشش لري – د مثال پۀ توګه انتهاګر د “خلافت”، “جهاد” او “شهادت” اصطلاحات استعمال کښې راولي؛ خو چې کله ترې د خلافت، شهادت او جهاد تشريح وغوښتې شي نو بيا مخکښې بيان کړے شوي اجزاء مخې ته راشي.

انتهاګر چې کله د جهاد او شهادت اصطلاحات استعمالوي نو د قران هغه ټول ايتونه او د پېغمبر صلي الله علېه وسلم هغه ټول حديثونه شا ته وغورځوي کوم کښې چې د دوي د فکر رد وي. صرف هغه ايتونه او حديثونه پۀ دليل کښې وړاندې کوي کوم نه چې د دوي د دليل د تائيد لپاره څۀ پۀ لاس راځي.

د مثال پۀ توګه “سورة احزاب” او “سورة توبه” د ټولو مفسرينو پۀ نظر کښې يو خاص پس منظر لري خو د انتهاګر سوچ خاوندان دغه سورتونه پۀ عمومي معنیو کښې استعمالوي او داسي ايتونه لکه “لَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِيْ اٰدَم” او “وَ يَتَفَکَّرُوْنَ فِيْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْض” او لَا اِکْرَاهَ فِي الدِّيْن”، “تَعَالَوْا اِلٰي کَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَ بَيْنَکُم” او نور پۀ سوونو ايتونه او حديثونه شا ته وغورځوي. انتهاګر د جهاد شرطونو او د خلافت خاصيتونو باندې دليل نۀ کوي. ميثاق ِ مدينه هېره کړي او د فقهاو هغه ټول بحثونه چې پۀ دې موضوعاتو ئې کړي دي، نه نظر بل خوا واړوي. د دې وړومبي چوکاټ يعني د بنيادګرۍ د فکري بيانيې د څېړنې د چوکاټ دوېمه برخه دا ده چې دا معلوم کړے شي چې بنيادګر سوچ او نظريه د سماج رګونو ته څنګه ننوځي.

پۀ سيمئيز سماج کښې د بنيادګرۍ د فکر ننوتو مطالعې نه پس دا خبره څرګندېږي چې انتهاګره مفکوره پۀ سماج کښې پۀ درې اړخونو ننوځي.

د انتهاګر فکر يوه لاره تعليمي نظام دے. نصاب، استاد او پۀ سکول يا مدرسه کښې تعليمي ماحول د انتهاګرۍ بيانيه يا پۀ مخکښې بوځي او يا ئې د تنقيدي فکر تخليقيت او د ايجاد پۀ لاره اچوي. پاکستان کښې د تېرو شوو څلوېښتو کالو نه چې کوم نصاب رائج دے او پۀ کومه طريقه چې دغه نصاب ښودلے کېږي او پۀ سکولونو او مدرسو کښې چې کوم تعليمي ماحول دے، د هغې لازمي نتيجه دا ده چې زلمے کهول يوې غاړې ته د تخليق او ايجاد نه لرې کړے شوے دے او بلې غاړې ته د خپل تاريخ او کلتوري پوهې نه قطع کړے شوے دے. دې سره سره زلمے کهول د انسان موجوده تهذيبي ارتقاء نه هم لرې پاتې کړے شوے. يواځې دا نۀ بلکې زلمے کهول د نوي او روايتي هنرونو پۀ حواله هم نيمګړے دے د څۀ لۀ وجهې چې زلمے کهول د فکري، جذباتي او اقتصادي انحصار ښکار کړے شوے دے.

د دې تعليمي نظام د وجې نه زلمے کهول د ژوند، سماج، عقيدې، کلتور او سياست د رنګارنګۍ او د تنوع د قبلولو صلاحيت نۀ لري. د زلمي کهول اکثريت منحصر رومانوي تخيل کښې ژوند تېروي او هر مختلف شے ورته خپل دښمن ښکاري. پۀ داسې قسمه ذهني فضا کښې انتهاګر فکر ډېر پۀ اسانه ځېلې جوړوي.

د انتهاګرو پۀ سماج کښې د ننوتو دوېمه وسيله د رياست پاليسۍ دي چې پکښې د رياست قوانين او داخلي او خارجه پاليسي ټول شامل دي. هر څو پاکستان کښې جمهوري عمل پۀ مخکښې تلو ته نۀ دے پرېښوے شوے؛ د دې لۀ وجې د ملک اکثرې اهمې پاليسۍ د عام اولس پۀ مفاد کښې نۀ دي. پۀ خارجه پاليسۍ کښې کوم چې د پاکستان سيکورټي اسټېبلشمنټ د تېرو څلوېښتو کالو نه خپله کړې ده، د هندوستان او افغانستان غاړې ته يو خاص قسمه فکر لري چې د تراغ فکر دے. د دې فکر او عمل مخکښې وړو د پاره ئې د داسې فکري او وسله وال ګوندونو مرسته او حوصله افزائي کړې ده کومو چې پۀ سماج کښې انتهاګر فکر پۀ مخکښې يوړو او جمهوري او انساني فکر پۀ شا لاړو.

د انتهاګر فکر پۀ سماج کښې د ننوتو درېمه وسيله هغه مذهبي ګوندونه دي چې د کتابچو، پوسټرو، رېډيو، اخبارونو، رسالو او فتوو پۀ ذريعه انتهاګر فکر سماج کښې خپروي. دغه ګوندونه ډېر منصوبه بندۍ سره د سماج هغه طبقې او خلق هدفوي کوم چې درې قسمه احساسات لري – اول هغه طبقه او خلق کوم چې سماج کښي پۀاقتصادي، سياسي او کلتوري توګه وروستو پاتې شوي وي. دانتهاګرې مفکورې تبليغ کوونکو ته دا خبره معلومه ده چې کۀ د دغه طبقې مخې ته د يو رومانوي دور تصوير کېښودے شي نو دغه طبقو سره تعلق لرونکي خلق، پۀ خصوصي توګه ځوانان به ډېر زر انتهاګره مفکوره قبوله کړي.

دوېم د انتهاګرې مفکورې مبلغين هغه خلق پۀ ګوته کوي کوم چې د رياستي ادارو نه پۀ يوه حواله يا پۀ بله حواله ګيلې لري. منطق څۀ پۀ دا ډول جوړوي چې چونکې د پاکستان افغانستان رياستي ادارې د طاغوت اېجنټان دي او طاغوت )امريکه، هند او اسرائيل( د ټولې نړۍ مسلمانان ختمول غواړي نو ځکه دغه ادارې د طاغوت پۀ خوښه پۀ عام اولس ظلم زياتےکوي. د انتهاګرې مفکورې د مبلغينو د منطق بله برخه دا ده چې چونکې د پاکستان او افغانستان رياستونه د ‘خلافت’ پۀ لاره کښې خنډان دي نوځکه د دوي پۀ ضد “جهاد” کول فرض وي. د دوي د منطق درېمه برخه دا ده چې چونکې عام اولس د رياستي ادارو پۀ ډاډ د طاغوت کړۀ وړۀ خپل کړي دي نو ځکه حجره، جومات، جنازه، هسپتال، سکول او د عام اولس د راغونډېدو او خېر ښېګړې نور ځايونه ړنګول هم جهاد دے – د دغه منطق پۀ نتيجه کښې ماشومان، زنانه او مزدور کار د ځان وژونکو بريدونو ښکار کېږي چې د کتابِ مقدس او د حديث ټوله ذخيره د دوي غندنه کوي.

د انتهاګرې مفکورې د څېړنې د چوکاټ درېم اړخ دا دے چې دا وپېژندل شي چې انتهاګره مفکوره پۀ سماج څنګه غلبه حاصلوي؟ د وزيرستان نه را واخله تر سوات پورې چې ترهګر تنظيمونو پۀ کوم ډول غلبه حاصله کړې ده، د هغې تفصيل څۀ دا رنګ دے.

د ترهګر تنظيمونو قيادت پۀ سماج کښې د انتهاګرې مفکورې ننباسلو نه پس د زلمو او ځوانانو يوه غونډه جوړه کړي او دغه غونډه ځان له يو ځاے وګوري. دغه ځاے يو جومات هم کېدے شي، مدرسه هم کېدې شي او د شاملاتو پۀ جائېداد کښې د نوي عمارت ودرولو صورت کښې هم کېدے شي. چې کله دا دوه کارونه وشي نو بيا د زلمو پۀ ذريعه پۀ سماج کښې يو طرف ته د خېر ښېګړې کارونه شروع کړي چې د عام اولس همدرديانې تر لاسه کړي او بل طرف ته د زلمو نظرياتي او جنګي تربيت هم شروع کړي.

پۀ دوېمه مرحله کښې پۀ مقامي کچ د وسائلو را غونډولو منصوبه بندي وکړي. پۀ مقامي کچ د وسائلو راغونډولو د پاره پۀ عمومي توګه ترهګر تنظيمونه درې کارونو ته لاس واچوي – اول اول کښې د ‘جهاد’ لپاره او د خېر ښېګړې کارونو د پاره د چندو راغونډولو مهم شروع کړي. د عام اولس نه د خېرات او صدقې راغونډولو پۀ ترڅ کښې هره مياشت پۀ لکهونو روپۍ راغونډوي. چې کله د چندو مهم لږ پۀ مخکښې لاړ شي نو بيا د هغه ځاے کوم ځاے کښې چې ترهګر تنظيمونو خپل مرکز جوړ کړے وي، د معدني او قدرتي وسيلو لټون شروع کړي. لکه پۀ دره ادم خېل کښې د کوئلې غرونه او سوات کښې ځنګل او زمرود – د دره ادم خېل تحريک طالبان او د سوات تحريک طالبان د دې معدني او قدرتي وسيلو پۀ بنياد پۀ کروړونو روپۍ راغونډې کړې وې.

پۀ مقامي کچ د وسائلو راغونډولو درېمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه د علاقې شتمن خلقو نه پۀ رضا او پۀ زور دواړو پېسې ټکې تروړي.

دلته دا خبره د ياد وړ ده چې د ترهګر تنظیمونو د زلمو غونډه کښې درې قسمه زلمي شاملېږي. يو هغه زلمي چې پۀ فکري توګه متاثره شوي وي. د دې قسمه زلمو شمېر کم وي. بل هغه زلمي چې د پېسو ټکو د پاره پۀ دې تنظيمونو کښې شاملېږي. د داسې قسمه زلمو شمېر د نظرياتي متاثرينو نه ډېر وي او درېم داسې قسمه زلمي چې سماج کښې د اختيار او قوت خواهش لري.

د ترهګر تنظيمونو پۀ سماج د غلبې حاصلولو درېمه مرحله هغه وخت راشي چې کله د تربيت يافته زلمو انساني وسائل هم حاصل کړي او پۀ مقامي کچ د مادي وسيلو حاصلولو مقصد هم تر ډېره حده پوره کړي. پۀ دې مرحله کښې د سماج هغه ټول سياسي، سماجي، اقتصادي او کلتوري اختيار لرونکي خلق د منځه يوسي چې يو سماجي خلاء پېدا کړي. پۀ قبائیلي سيمو )چې اوس د خېبر پښتونخوا ضلعې دي( کښې او پۀ ملاکنډ ډويژن کښې پۀ زرګونو داسې خلق ترهګر تنظيمونو پۀ ډېر غېر انساني مرګ ووژل. د دې عمل پۀ ذريعه ترهګر تنظيمونه دوه مقصدونه تر لاسه کړي – يوې غاړې ته کلتوري، سماجي او سياسي خلاء پېدا کړي او بلې غاړې ته پۀ سماج کښې وېره پېدا کړي. د نفسياتو، بشرياتو او سماجياتو د ماهرينو دا خيال دے چې وېره يو روغ رمټ انسان کښې درې قسمه نفسياتي اثرات زېږوي: يو دا چې د وېرېدونکي انسان او سماج پۀ خپل وجود او سوچ اعتماد ختم شي. دوېم دا چې د سوچ د عدم اعتماد پۀ سوب د ابلاغ صلاحيت ته ډېر زيان ورسي. اولس پۀ چم ګاونډ کښې پۀ اشارو او کنايو خبرې کولې شي، د زړۀ د خلاصه اظهار نۀ شي کولے. درېم دا چې د عدم تحفظ د يو ژور احساس پۀ ولقه کښې راشي. د دې درې واړو اثراتو پۀ نتيجه کښې فرد او سماج خپل اختيار پۀ اسانه پرېږدي.

پۀ څلورمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه دغه وېره پۀ ټول سماج کښې خوره کړي. د دغې وېرې پېدا کولو دوه مقصدونه وي:

يو مقصد خو دا دے چې سماج د نورو سيمو نه قطع کړي چې سحر ماښام هم انتهاګرې مفکورې ته غوږ ونيسي او بلې غاړې ته د عام اولس اکثريت ته دا ثابته کړي چې هم دغه تنظيمونه د نفاذ اختيار لري او پۀ نتيجه کښې عام اولس د رياستي ادارو مرسته پرېږدي.

پۀ سماج د غلبې حاصلولو پینځمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه رياستي ادارې پۀ نخښه کوي. پۀ رياستي ادارو کښې امنيتي ادارې لکه پوليس پۀ خصوصي توګه هدفوي. پۀ پښتونخوا او پۀ قبائیلي سيمو کښې پۀ زرګونو پوليس او اېف سي ځوانان ووژلے شو او دا عمل لا جاري دے. د دې مرګونو لازمي نتيجه دا وي چې رياستي ادارې پۀ شا شي او ترهګر تنظيمونو ته پۀ سماج د غلبې حاصلولو لاره اسانه شي.

د سماج د غلبې حاصلولو شپږمه مرحله کښې ترهګر تنظيمونه د علاقې جرائم پېشه خلق ځان سره راونغاړي. د دې يو مقصد خو دا دے چې ترهګر تنظيمونو ته د ټوپک چلولو خلق تر لاسه شي او بل مقصد ئې دا وې چې جرائم پېشه عموماً د وسلو د کاروبار نه زيات خبر وي؛ وسله پۀ کوم ځاے کښې اخستې کېږي، پۀ کومه لار منتقل کېږي او د وسلو د خرڅ او بيعې خبرې اترې څنګه کېږي، جرائم پېشه خلق د دې نه ښۀ خبر وي. دغسې ترهګر تنظيمونه د دې جرائم پېشه خلقو پۀ سوب وسله حاصله کړي او جرائم پېشه خلقو ته دا فائده حاصله شي چې مخکښې به ئې کوم جرمونه کول؛ اوس هم هغه کارونه د “جهاد ” او “شريعت” پۀ ترڅ کښې ډېر پۀ اسانه کو لے شي.

پۀ سماج د ترهګر تنظيمونو اوومه او اخرۍ مرحله کښې ترهګر تنظيمونه يو متوازي عدالتي او انتظامي نظام جوړ کړي او پۀ سماج کښې بيا څوک هم داسې نۀ وي پاتې چې دغه نظام او دغه اختيار چېلنج کړي. د دې مرحلې نه پس عمومًا تجارت او مارکيټ ختم شي، زنانه د کورونو نه بهر نۀ شي راوتلې او نارينه د يو شديد قسمه فکري او سياسي غلامۍ ښکار شي. ترهګر تنظيمونه دې ته شرعي نظام وائي او پۀ دې شرعي نظام کښې عام اولس نۀ څۀ خبره کولې شي، نۀ سوچ کولے شي، نۀ خپل روايات جاري ساتلے شي او نۀ څه کار کسب کولے شي. پۀ علاقه يوه مرګونې خاموشي خوره شي. لطيفه فنون لکه موسيقي، شاعري، ناسته پاسته، جرګې مرکې او اخترونه ټول ماتم ماتم شي. چې څوک هم د دغه نظام کرښې نه لږه هم پښه بهر کړي، د هغۀ بده ورځ وي. انفرادي او اجتماعي توګه باندې عزت نفس ترمې ترمې شي. پۀ مادي او تخليقي توګه ټول سماج شنډ شي او بيا صرف د جنګ نغارې غږېږي.

د انتهاګر مفکورې دوېم چوکاټ دا دے چې د دې کلتوري، سياسي، اقتصادي او ستراتیژک اړخونه وپېژندے شي.

کۀ د پښتنو پۀ سيمه روانې ترهګرۍ ته لږ پۀ غور وکتے شي نو پۀ تسلسل سره هغه څيزونه مات کړے شوي يا زيان کړے شوي دي چې کوم د پښتنو د شناخت تاريخي تسلسل سره د دوي هرګوندېزۍ )پلورلزم( سره د دوي ژوند ژواک سره، د دوي سماجي جوړښت سره، د دوي اولسي ژوند سره، د دوي تخليقي ژوند سره، د دوي فولکلور او د دوي د عقيدو سره تعلق ساتي.

کۀ د نړۍ پۀ تاريخ نظر واچولے شي نو دا معلومه خبره ده چې سامراجي او فسطائي تحريکونو د بېلابېل ټولنو او قامونو پۀ مستقل حېث پۀ خپل اختيار کښې راوستو لپاره د ټولنو او قامونو کلتور او ژبه لۀ منځه وړي دي – د هر قام او ټولنې کلتور څلور برخې لري – يوې برخې ته مونږ تاريخي او تقابلي کلتور وئیلے شو چې پکښې د ټولنې تاريخي اثار، فولکلور او ژبه شامله وي. تاريخي يا تقابلي کلتور د يو قام يا ټولنې د شناخت تسلسل او اجتماعي پوهه او د هغې تهذيبي قدرونه پۀ ارتقائي حېث قائم ساتي – چې د يوې ټولنې او سماج دغه تاريخي تسلسل مات شي او دغه اجتماعي پوهه معدوم شي نو قام، سماج او ټولنه معدومه شي. کۀ د باميان او جان اباد سوات د بدها مجسمې نړېږي او کۀ د رحمان بابا مزار رالوېږي، کۀ د اجمل خټک پۀ مزار ګزار کېږي او کۀ د حاجي صيب ترنګزئ پۀ مزار جوړ شوي جومات باندې قبضه کېږي، کۀ ادبياتو باندې د نړيوال سلفي جهادي اثرات غلبه کوي او کۀ ډاکټر نجيب الله پۀ غېر انساني طريقه شهيد کولے شي او کۀ ټپې او چاربېتې حرام ګرځولې کېږي؛ دا ټول به د پښتون افغان د شناخت پۀ تاريخي تسلسل ماتېدو او د اجتماعي پوهې پۀ جمود تمامېږي.

د پښتون افغان پۀ تاريخي تسلسل دغه حملې القاعده، تحريک طالبان پاکستان، تحريک طالبان پنجاب، لشکر جهنګوي، جېشِ محمد، لشکر اسلام، تحريک طالبان افغانستان، اسلامک مومنټ اٰف ازبکستان، حقاني نيټ ورک، حزب اسلامي افغانستان، د کونړ سلفي جهادي تنظيم او نورو ډېرو غېر رياستي ترهګرو تنظيمونو پۀ بېلابېلو وختونو کښې کړې دي. اګر کۀ تر اوسه دغه بريد کوونکي تنظيمونه پۀ دې کښې بريالي شوي نۀ دي خو کۀ دا عمل جاري ؤ نو لرې نۀ ده چې فسطائي تحريک پۀ دې کښې کامياب شي او کۀ داسې وشوه نو دا به د پښتنو د ټولنې د معدوميت پۀ لور يو غټ ګام وي.

د يو قام د کلتور دوېمې برخې ته مونږ اولسي يا اجتماعي کلتور وئېلے شو – حجره، جومات، جرګه، اشر، لوبې، يو ځاے رسمونه پوره کول، وادۀ ښادي او هغه ټول مظاهر چې د پښتنو د راغونډېدلو سوب جوړېږي؛ پۀ اولسي يا اجتماعي شمېر کېدے شي. د يوې شعوري تګلارې او منصوبه بندۍ پۀ بنياد پۀ پښتنه سيمه حجره جومات، جرګه مرکه، د ځوانانو هلکانو او جونو لوبې، جنازې او د راغونډېدلو ټولې وسيلې پاتې او پرې کړې شوې. د پښتنو پۀ اولسي ژوند بريدونه هم هغه تنظيمونو کړي دي کوم چې مخکښې ذکر کړے شو. د کلاسيکي فسطائي تحريک پۀ طرز دې ټولو تنظيمونو پۀ بېلابېلو وختونو کښې هم پۀ دې اتفاق کړے دے چې د پښتنو اولسي ژوند به راغونډېدو ته نۀ پرېږدو.

د کلتور درېمه برخه د يو قام یا سماج تخليقي ژوند ته وئیلے شو. دا د يوې ټولنې د روح، احساساتو او جذباتو اظهار وي. دې کښې شاعري، موسيقي، اتڼونه )رقصونه(، تهېټر، ادبيات او جمالياتي فلسفه شامله ده.

د تېرو شوو څو لسیزو نه د پښتونخوا د نغمو او اوازونو مرۍ خپه کړې شوې ده، د شپونکي شپېلۍ غلې کړې شوې ده، نغمه ګران د خپلې خاورې نه بې کوره کړے شوي دي، د اتڼ حرکتونه پۀ ځاے ودرولے شوي دي، تهېټر او ډرامه ختمه کړې شوې ده – د پښتونخوا چم او کوڅو کښې بس يو د ماتم سازونه غږېږي. پۀ بله معنٰي د پښتونخوا روح مړ کړے شوے دے – کۀ د پښتونخوا ټولنې د دې څۀ فکر ونۀ کړو نو د پښتونخوا تخليقي وجود به ترمې ترمې شي.

د دې دوېم چوکاټ دوېم اړخ اقتصاد دے – د انتهاګر فکر د اقتصاد اړخ پېژندلو لپاره پۀ دې خبره پوهېدل ضروري دي چې د بېلابېلو مطالعاتي راپورونو نه دا خبره څرګنده شوې ده چې د ترهګرۍ غربت سره برا ه راست څۀ تعلق نشته؛ اګر چې غربت د ترهګرۍ لپاره خشاک زياتولے شي. دا خبره هم پېژندل پکار دي چې ترهګر تنظيمونو او ادارو د ترهګرۍ او جنګ خپل اقتصاد او مارکيټ جوړ کړے دے. د تښتولو او اغوا کارۍ نه واخله د منشياتو د سمګلنګ پورې دغه مارکيټ ښۀ پراخه کاروبار لري. دغه کاروبار سره پۀ زرګونو خلق تړلے شوي دي. يوې غاړې ته د جنګ او ترهګرۍ مارکيټ جوړ کړے شوے دے او بلې غاړې ته د پښتونخوا مارکيټ او اقتصاد پۀ خصوصي توګه او د پاکستان او افغانستان پۀ عمومي توګه تباه کړے شوے دے. تر څو چې د جنګ او ترهګرۍ مارکيټ او اقتصاد د امن اقتصاد کښې نۀ وي بدل کړے شوے؛ تر هغه د پښتنو پۀ سيمه ترهګرۍ ته زيان نۀ شي رسېدے.

د ترهګرۍ او انتهاګرۍ د څېړنې د دوېم چوکاټ درېم اړخ سياسي دے. دا خبره دې معلومه وي چې انتهاګر تنظيمونه پاکستان او افغانستان کښې د خلافت او شريعت پۀ ترڅ کښې خپل دولتونه جوړول غواړي. انتهاګر فکر جديد نړيوال رياستي نظام ړنګول غواړي کوم چې د دې دور تهذيبي ارتقاء سره هېڅ علاقه نۀ لري. انتهاګر تنظيمونه پۀ اوله مرحله کښې پۀ افغانستان او پاکستان قبضه کول غواړي. د جمهوري ادارو پۀ اٰمرانه ادارو بدلول غواړي ځکه د انتهاګر فکر مبلغين پۀ تسلسل سره جمهوري نظام ته د کفر نظام وائي، جمهوري نظام سره تړلي سياسي ګوندونه خپل دښمنان ګڼي او چې کله ئې هم وس بر شي نو سياسي کارکنان او قائدين لۀ منځه وړي. هغه ټول سياسي ګوندونه کوم چې پۀ يو شکل کښې يا پۀ بل شکل کښې انتهاګر تنظيمونو سره همدردۍ لري، هغوي ته دې دا معلومه وي چې کۀ نن دے کۀ سبا؛ د ترهګرۍ د قيمه کښ لاندې به د هغوي څټونه هم راځي.

د ترهګرۍ د څېړنې د دوېم چوکاټ څلورم اړخ ستراتېژک دے.

د پاکستان د فوجي اٰمرانو جنرل ضياء الحق او جنرل مشرف پۀ حکومتي دورونو کښې يوې غاړې ته د انتهاګر فکر نظرياتي او فوجي انفراسټرکچر تيار کړے شو او بلې غاړې افغانستان او هند کښې د غېر رياستي تنظيمونو د فعاليت پۀ سرکاري توګه مرسته وکړې شوه. افغانستان کښې اول د مجاهدينو مرسته وشوه او بيا د طالبانو دولت ودرولے شو. افغانستان کښې د طالبانو دولت د پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه علاوه بل يو رياست هم نۀ ؤ تسليم کړے او چې کله نړيوال رياستونو افغانستان کښي د طالبانو دولت ړنګ کړو نو د کوئټې شوريٰ او حقاني نيټ ورک د پاکستان خاورې نه د افغانستان د دولت پۀ ضد جنګ شروع کړو.

مرکزي اسيا ته لار جوړولو لپاره او افغانستان کښې د خپلې خوښې دولت قائمولو لپاره د پاکستان فوجي اسټېبلشمنټ د انتهاګرۍ پۀ ضد دوه مخيزه پاليسي خپله کړه. هغه انتهاګر تنظيمونه چې د هند او افغانستان پۀ ضد جنګ کوي، هغوي ته ‘ښۀ طالبان’ او کوم چې د پاکستان پۀ ضد جنګ کوي، هغوي ته ‘بد طالبان’ وئیل شروع شو. د بدو طالبانو پۀ ضد فوجي عمليات شروع شول او د ښۀ طالبانو د پاره د سياسي مرستې عمل شروع شو. ډېر څېړونکي پۀ دې خبره هم لا شکمن دي چې ګنې د پاکستان فوج چرته هم پۀ رښتيا د ترهګر تنظيمونو پۀ ضد عمليات کړي وي. پۀ سوات، باجوړ، وزيرستان او نورو ځايونو کښې چې د ترهګر تنظيمونو پۀ ضد کوم عمليات شوي دي، پۀ هغو کښې د ترهګر تنظيمونو قيادت او بشپړ جال ته څۀ ډېر زيان نۀ دے رسېدلے. دا خبره د فکر وړ ده چې ترهګر تنظيمونه پۀ يوه ورځ پېښور، نوښار، چارسده او کراچۍ کښې د پوليو کارکنان وژلے شي او پۀ پېښور کښې دننه د پښتونخوا سينئیر وزير بشير بلور شهيد کولے شي.

څېړنکاران پۀ دې خبره اتفاق لري چې د ترهګر تنظيمونو پۀ ضد عمليات هله بريالي تصور کېدے شي چې پکښې د دوي مرکزونه ړنګ شي او بشپړ جال ئې مات شي؛ او دا هله کېدے شي چې داسې عملياتو ته سياسي مرسته حاصله وي، د يو خاص وخت لپاره وي او د عملياتو احتساب کېدے شي. د دې لپاره دا خبره د لازم او ملزوم حېثيت لري چې يوې غاړې ته د ستراتیژک پاليسۍ جوړولو اختيار پارلېمان ته او منتخب حکومت ته پرېښودے شي او بلې غاړې ته دې پۀ موجوده ستراتیژک پاليسۍ يو ځل بيا ژور نظر واچولے شي. ستراتيژک، اقتصادي او د بهرنیو چارو پاليسۍ د اولس د ضرورتونو، خواهشونو او وړاندېزونو پۀ بنياد جوړول ضروري دي او کۀ داسې ونۀ شي نوې يو غاړې ته رياست پۀ سيمئيز او نړيوال کچ يواځې والي ته لاړ شي کوم چې پۀ موجوده دور کښې د ځان د وژلو برابر خبره ده او بلې غاړې ته اولس د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان او هند سره سره د سيمي رياستونو او نړيوال رياستونو لپاره د پاکستان موجوده ستراتیژک پاليسۍ د تېرو شوو څلورو لسیزو نه د پاکستان پۀ زمکه پۀ عمومي توګه او د پښتنو پۀ سيمه پۀ خصوصي توګه مسلسل وينه بهيولې ده – د پاکستان او د پښتنو پۀ سيمه اوسېدونکي اولسونه دا تصور لري چې د پاکستان فوج پۀ يوه حواله يا بله حواله د انتهاګر فکر او د ترهګر تنظيمونو مرسته کوي. دا تصور د پاکستان رياست د ثبات د پاره پۀ راتلونکي کښې ډېر لوے زيان لري. دغه تصور شايد هم د دې نه پېدا شوے دے چې د پاکستان فوجي اسټېبلشمنټ يو قسمه د ترهګرو پۀ ضد عمليات کوي او بل قسمه ترهګر تنظيمونو ته لار ورکوي.

پۀ سيمئيز کچ دا خبره ضروري ده چې پاکستان، افغانستان او امريکه پۀ اوسني ستراتیژک صورتحال اتفاق وکړي او جلا جلا مفاداتو کښې مشترکه مفادات ولټوي. د پاکستان د پاره دا خبره هم ډېره ضروري ده چې ايران او هند سره د ترهګرۍ پۀ ضد خپل يو شان والے راولي. د پاکستان او افغانستان دولتونو د پاره دا خبره هم ډېره ضروري ده چې پۀ عرب ملکونو فشار راوړي چې د انتهاګر فکر لرونکي تنظيمونو سره مالي مرسته پرېږدي.

د امريکې او افغانستان لپاره دا خبره ضروره ده چې د پاکستاني دولت حساسيت پۀ نظر کښې وساتي او د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پاکستان دولت سره خپله تګلاره وخت پۀ وخت شريکوي. د ترهګرۍ پۀ ضد عملياتو کښې يوه لار د مفاهمتي سياسي عمل لاره هم شامله ده. ترهګر تنظيمونو سره خبرو اترو کولو کښې ډېرې ستونزې دي –

اولنۍ ستونزه خو دا ده چې کوم تنظيم سره مذاکرات پکار دي؟ دوېمه ستونزه دا ده چې دا مذاکرات به څنګه کېږي او درېمه ستونزه دا ده چې د دې مذاکراتو نتيجه به څۀ وي او د نتيجې ذمه وار به څوک وي؟ پاکستان کښې تر اوسه ترهګر تنظيمونو سره اووۀ ځله معاهدې شوې دي خو د دغه معاهدو څۀ نتيجه نۀ ده راوتې.

 

دا هم ولولئ

د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا ثقافتي سرګرميانې – خادم حسېن

۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ‎ ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي …