نۀ مسټر او نۀ مُلا –

ګل محمد بېتاب

 

وائي چې کارغۀ د زرکې چال زده کولو نو خپل ترې هېر شو؛ زۀ چې د کوم شخصيت خبره کوم هغۀ سره هم دغه ټوقه شوې ده چې پۀ مختلفو رنګونو ئې ځان رنګ کولو نو خپل رنګ ئې ورک شو. د شخصيت نه ئې د مختلفو رنګونو ملغوبه جوړه شوه چې پۀ ساده ټکو ورته ‘د چڼو ترکاري’ وئيلې شو. کۀ يو خوا پکښې د غوښې تيکې وي نو بل خوا پکښې د کدو او تورۍ پوټي، بينګلۍ، ټېنډې، تور باتينګڼ، الوګان اوکچالان ليدے شي – کله چې ترې بنده نمړۍ خولې ته کړي نو پۀ يو وخت ئې خولې ته څو خوندونه راځي. خو د بعضو څيزونو خوندونه پکښې جوت وي. دغه شان دۀ سره هم چې بنده کښېني نو پۀ يو مجلس کښې ئې څو رنګونه وويني خو دوه رنګونه ئې پۀ دې ټولوکښې ډېر شوخ دي چې يو د ‘مُلاتوب’ او بل د ‘مسټر توب’ دے – خو د دۀ دا دواړه رنګونه خپلو کښې داسې خلط ملط شوي دي چې څوک دا فېصله نۀ شي کولې چې دا مسټر دے او کۀ مُلا؟ غالباً سيد رسول رسا صاحب يو شعر وئيلے ؤ او يوه مصرعه ئې داسې وه:

هۍ افسوس چې نۀ مسټر او نۀ ملا شوم

خلق هغه د يو لوے عالم فاضل ليکوال، شاعر، محقق، نقاد، مترجم اومؤلف پۀ توګه پېژني. يو درځن پورې کتابونه ئې چاپ کړي دي. عزت او احترام ئې کېږي. د عمر پۀ لحاظ هم داسې ځاے ته رسېدلے دے چې پښتنه ټولنه کښې عموماً د داسې سپين ږيرو او مشرانو عزت کېږي خو طبعيت ئې د نوخېزه زلمو غوندې دے. پۀ وجود زوړ خو پۀ زړۀ ځوان دے. رحمان بابا وئيلي وو:

تر پنجا و پنجه تېر شوې

تۀ لا ځان بولې پسـر

دے د اوياو کلونو خواوشا دے خو ځان ته زوړ او بوډا خو پرېږده چې سړے هم نۀ وائي؛ ځان ورته زلمے بلکې شاه زلمے ښکاري – ځکه خو چشمې پۀ سترګو او ګډو وډو پښو پۀ تيندکونو کال کښې يو ځل د کوئټې نه پېښور او اسلام اباد ته راپېښه کوي. دلته بيا د پښتونخوا مختلفو علاقو ته ځي. اسلام اباد کښې ئې د زوي کور دے چې وړاندې پۀ کرايه اوسېدو او اوس د خېره د خپل کور مالک شوے دے. د ژمي دوه درې مياشتې پښتونخوا او اسلام اباد کښې تېروي. دلته پۀ اما کما ګرځي. مختلفو ادبي غونډو کښې د ګډون کولو نه علاوه د عمر خوړلو، بيمارانو او کمزورو ليکوالو تپوس پوښتنې کوي او ورسره مجلسونه کوي.

کله چې دے بلوچستان کښې پۀ نوکرۍ ؤ نو د يو غريب ملا اخونزاده سيد عبدالغفور پردېس سره ئې کلکه اشنائي وه. ملا صاحب هم لکه د دۀ عجيب و غريب شخصيت ؤ. دے د کوچيانو پير ؤ. وائي چې پۀ يوه کوچۍ عاشق ؤ، کله چې به دے د ملا صاحب خوا له مياشت دوه پس ورغلو نو هغۀ به ورله مېلمستيا د کوچيانو پۀ کېږدو کښې کوله. ملا پردېس شاعر ؤ او پۀ شاعرۍ کښې ئې ډېره رنګيني او شوخي وه. ډېر زبردست ساده، طنزيه، مزاحيه او تر دې چې بربنډ لغړ شعرونه ئې وئيلي وو چې وروستو ورله دۀ کتاب ‘د حباب پۀ مخ سراب’ پۀ نامه چاپ کړے دے چې پۀ هغې ئې خپله يوه ډېره معلوماتي اوعلمي سريزه ليکلې ده.

عبدالکريم بريالے پۀ اصل کښې ملا ؤ او ملا ځکه ؤ چې پلار ئې د خپل وخت نامتو عالم او ورسره شاعر ؤ. هغۀ ته پۀ کتو ئې د دين علم هم د هغۀ پۀ نګرانۍ کښې حاصل کړے دے. ورسره سکول ته هم تلے راغلے دے. وړومبے به ئې لکه د مليانو پټکے تړلو چې دوي ورته پۀ خپله لهجه کښې ‘لنګوټه’ وائي. څۀ وخت ئې انفارمېشن ډېپارټمنټ اوڅۀ موده ئې سکول کښې استاذي کړې ده. دغه دوران کښې ئې شاعري شروع کړې وه او داسې د دې پۀ ذريعه د کوئټې رېډيو ته رسېدلے ؤ چې دغلته به ئې د پښتو پروګرامونوکښې کمپئیرنګ کولو. دې دوران کښې ئې د ليکوالو خصوصاً د خېر محمد عارف، سعيد ګوهر، سرور سودائي او نورو سره تعلقات جوړ شوي وو. د شاعرانو اديبانو سره د ناستې ولاړې پۀ وجه ئې طبعيت کښې ازاد خيالي راغلې او ورسره ئې داسې ورو ورو لنګوټه د سر نه وغورځوله. بيا کله ئې چې اېم اے وکړه او پۀ کالج کښې لېکچرار شو نو د پټکي نه وروستو ئې پرتوګ پسې راواخسته خو د پښتنوعلا قوکښې به ئې ډيوټي وه نو پتلون اغوستل ئې محض د رېډيو اوټيلي ويژن پورې محدود وو. خو چې کله د کالج نه سول سروسز ته لاړو او هلته اعليٰ عهدو ته ورسېدو، دې دوران کښې اے سي، پولټیکل اېجنټ او د سېکرټري تر عهدو لاړو نو ورسره پۀ پوره توګه ‘مسټر’ شو – البته کله کله به پرې د ملاتوب دوره هم وخت پۀ وخت راتله.

کۀ څۀ هم ملا او مسټر خپلو کښې دوه متضاد صفتونه شمېرلے کېږي ځکه يا يو تن به پوره د مليانو خويونه کوي او يا د مسټرانو، خو دۀ کښې دا دواړه پۀ يوځاے موجود وو او هم دې متضادو خويونو د دۀ شخصيت ممتاز کړے دے او کله ئې چې دې دواړو خويونو کښې اعتدال ساتلے ؤ نو د عزت او شهرت اعليٰ مقام ته ئې رسولے ؤ؛ ولې چې د علم او ملاتوب پۀ وجه ئې خلقو احترام کولو. د مسټرتوب او اعليٰ عهدې پۀ وجه ئې د خلقو ضرورتونه پوره کول. د ډېرو شاعرانو اديبانو او د دوي بچو سره ئې وخت پۀ وخت ښېګړې کړې دي، پۀ نوکرو ئې لګولي دي او نورې هر قسمه مالي مرستې ئې ورسره کړې دي. د سياستدانانو سره ئې هم نزدې راشه درشه لرلې ده بيا د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشرانو سره ئې خاص تعلق ؤ چې د دغه ډلې سره تعلق ورته د پلار محترم نه پۀ ميراث کښې پاتې شوے ؤ چې هغۀ به ځاے پۀ ځاے پۀ سټېجونو د عبدالصمد خان اڅکزي سره يو ځاے د پښتنو د حقونو او د دروند والي سندرې پۀ خپل خوږ او دردېدلي اواز وئيلې. د دوي د پلار محترم يو ورکوټے غوندې دکان ؤ چې يو تاريخي حېثيت ئې پۀ دې وجه لرلو چې پۀ هغې کښې به دۀ سره عبدالصمد خان اڅکزے او نور د هغه وخت مشران جرګه کېدل او د پښتنو د مستقبل ښۀ کولو پۀ حقله به ئې پکښې صلاح مشورې کولې خو د بدقسمتۍ نه هم د هغوي د ډلې پۀ دور حکومت کښې ئې د ورانولو فېصله وشوه چې بريالي د هغه دکان د بچ کولو د پاره ډېرې هڅې وکړې خو کامياب نۀ شو او وران کړے شو چې تر اوسه دے د دغه دکان د بحالۍ د پاره منډې ترړې وهي. پۀ دې وجه د ټولو سياستدانانو نه عموماً او د دغه ډلې د مشرانو نه خصوصاً ډېر ګيله مند دے.

پۀ کال 1992ز کښې چې کله دے پۀ لويه عهده ؤ، پېښور ته راغلے ؤ او د ډاکټر اسرار صاحب پۀ وجه ورسره زما پېژندګلي شوې وه – مونږ ورسره د ‘غازي’ اخبار د پاره يوه مرکه هم کړې وه. دغه وخت کۀ څۀ هم لوے افسر ؤ خو خوي بوي کښې ئې ډېره عاجزي او فقيري وه – هېڅ قسمه د افسرۍ يا ملاتوب نشه پکښې نۀ وه. عجيبه غوندې ښکارېدلو خو د هغې نه زياته عجيبه مې بيا دا وليده چې ډېر کلونه وروستو پۀ 2017ز کښې چې دے د نوکرۍ نه رېټائرډ شوے ؤ، ما وليدو نو ورسره مې پکښې د افسرانو خوي وليدو او چې ورسره نور اختيار نۀ ؤ نو د ملاتوب سهاره ئې واخسته. ولې دۀ ته معلومه ده چې پښتانۀ د دين او ملا دواړو قدر کوي. د دۀ دا حالت چې ما وليدو نو خپل يو بل مشر راياد شو چې هغه پۀ يوه اعليٰ سرکاري عهده ؤ خو کارډ به ئې نۀ جوړولو ځکه نو چې کوم ځاے به د تلاشۍ خبره شوه نو دۀ به ورسره خپل تعارف کولو او د دې پۀ تصديق به بيا ډېر وخت لګېدلو – خو چې کله رېټائرډ شو نو بيا ئې د محکمې نه د رېتائرډ افسر پۀ توګه کارډ تر لاسه کړو. بيا به هم مشکل دا ؤ چې د تلاشۍ پۀ وخت به ورته وئيلے شول چې اوس خو تۀ رېتائرډ یې.

د شکل او خوي پۀ لحاظ هم بريالے نيم ملا او نيم مسټر دے. د سر وېښتۀ ئې لکه د طالبانو او مليانو غوندې دي. ورسره ئې ږيره هم شته چې کله ئې لکه د مليانو اوږده کړي اوکله ئې د مسټر جوړېدو د پاره پۀ مشين وېخ کښې ووهي. خوراک لکه د مسټرانو پۀ تولواو ماسوکوي خو بحثونه پۀ دړو او منونو کوي.

د بريالي شوق د خپلو علمي کمالاتو پۀ وجه خلق ځان ته متوجه کول او حېرانول دي. ورسره د هغوي د خولو نه واه واه ويستل او داد وصولول دي ځکه نو کله کله به ئې د علم الکلام، تصوف او فلسفې پۀ حقله سنجيده بحث شروع کړے وي خو کۀ دې کښې چا هسې د ساز اواز خبره وکړه نو هغه بحث به پۀ ځاے پرېږدي او د کلاسيکل، نيم کلاسيکل، روايتي اوجديدې موسيقۍ پۀ حقله به شروع شي او کۀ چرته دې منځ کښې چا د درېم جنس خبره شروع کړه نو ورسره به د ‘خُنسا مشکل’ او هېجړاګانو د تاريخ او قسمونو سره د کهتک، لوګري، برېک ډانس، اتڼ او نورو ګډاګانو اصول او تفصيل شروع کړي، يعني پۀ هره مسئله کښې فتويٰ جاري کوي او داسې بنده ته چې څۀ وائي هغه زۀ نۀ شم وئيلے – ولې چې زۀ خپله مفتي نۀ يم. البته د ‘کتاب العلم’ نه به د حضرت عبدالله ابنِ مسعود فتويٰ نقل کړم چې هغه فرمائي، ‘څوک چې پۀ هره مسئله کښې فتويٰ ورکوي، ليو نے دے.’

يو بل عادت ئې دا دے چې هر څوک خبره کوي نو دے ئې ورله لکه د مسټر يا زورور ملا پۀ منځ کښې کټ کوي – ما له ئې هم څو څو ځل خبره کټ کړې ده او زړۀ مې غواړي چې دلته ترې خپل بدل واخلم خو دلته هم د هغۀ لحاظ کوم او د خپلې خبرې پۀ ځاے به د يو کتاب ‘ايقاظ’ خبره نقل کړم چې هغې کښې ليکلي دي، ‘خبرو اترو کښې دا بې ادبي ده چې تۀ د خپل ملګري خبره کټ کړې يا هغه خبره شروع کړي او تۀ ئې سر ته اورسوې، ځکه تۀ هغۀ ته دا ښودل غواړې چې تا ته دا خبره د هغۀ نه زياته معلومه ده.’

دغه شان کۀ څۀ هم پۀ خوي کښې ډېر عاجز طبعيته دے، د چا سره ئې چې اشنائي او تعلق وي نو د پټي پۀ پوله او د لښتي پۀ غاړه ورسره پۀ کښېناستو کښې څۀ باک نۀ ګڼي؛ دا خوي ئې د لويو بزرګانو صوفياء کرامو غوندې دے او ځان ډېر پۀ فخر د فقيرانو پۀ ډله کښې شماري خو لکه د صوفيانو او بزرګانو غوندې محتاط نۀ دے، لکه د مشهور صوفي حسن بصري يوه واقعه مشهوره ده چې يو سړي بل تن د حضرت حسن بصري د لور رشتې غوښتو د پاره ورلېږلے ؤ. هغه تن چې ورغلو نو د دغه سړي د ښۀ سړيتوب ئې ورته ډېر صفتونه وکړل. پۀ خبرو خبرو کښې ئې ورته دا هم ووئيل چې زۀ چا د پاره ستا لور غواړم نو هغه پنځوس زره روپۍ نغدې هم لري. حسن بصري ووې، دا روپۍ به دۀ پۀ حلاله طريقه نۀ وي جمع کړې خو هغه سړي ووې، حسن بصري! تا ته څۀ پته ده هغه سړے خو پرهېز ګاره دے. پۀ دې حسن بصري ووئيل، کۀ چرې هغۀ دا مال د حلالو نه جمع کړے وي نو پۀ دې کښې ئې د الله تعاليٰ پۀ مال باندې بخل کړے دے. نه! قسم پۀ الله زۀ هېڅ کله د داسې سړي سخر جوړېدل نۀ غواړم او داسې پرهېزګاري يقيناً پۀ بريالي کښې نشته ولې چې لوڼه ئې هم مالداره کورونو کښې وادۀ کړې دي او زامنو له ئې هم پۀ ښو او شتمنو کورونو کښې ودونه کړي دي.

د عبدالکريم بريالي نه پۀ علمي توګه اژدها جوړه شوې ده چې د خپلې علمي لوږې تندې د پاره هر قسمه کتابونه اخلي او لولي. د قيمتي او نايابه کتابونو لويه ذخيره لري کوم چې د مختلفو علومو پۀ حقله دي. د قران کريم د تفسيرونو نه علاوه د احاديثو او فقهې نه را واخلې تر ادبي، سياسي او فلمي معلوماتو هر قسمه کتابونه ورسره شته او لولي ئې، چې کۀ يو خوا د دې پۀ مدد پۀ ډېرو مېدانونو کښې پوهه لري خو دې ډېرې او مسلسلې لوستې ورله علمي معده خرابه کړې ده ځکه نو د خبرو پۀ دوران کښې ترې اکثر ليکه خطا شي. لکه يوځل پۀ عربۍ ژبه کښې د ليکلي شوو علمي کتابونو پۀ حقله بحث کېدو نو ناڅاپه ئې د بحث منځ کښې عربيانو ته بد رد وئيل شروع کړل او د کتابونو پۀ ځاے ئې د هغه عربو شېخانو قصې شروع کړې کوم چې پۀ يورپ او نورو ملکونوکښې عياشۍ کوي او پۀ کروړونو روپۍ پۀ دې الوزوي. يوه خبره ما پۀ بريالي کښې بله هم ډېره عجيبه دا ليدلې ده چې کنځل پۀ داسې انداز کښې کوي، تۀ به وائې چې جوړې چا ته دعا کوي – لا کله کله پرې مخامخ تن ته داسې وګوري لکه چې چا ته پۀ کنځلو د داد طمع لري.

بله يوه اهمه خبره دا ده چې پۀ علمي، ادبي او سياسي توګه د هر نوموړي شخصيت سره مينه لري خو ورسره تر يو حده مخالفت هم کوي. د دې وجه دا ده څوک ئې مني او کۀ نۀ خو ځان ورته غټ سړے ښکاري او پکار هم ده چې ځان ته د غټ سړي پۀ سترګه وګوري ولې چې دا وخت دے پۀ هغه څو پښتنو ليکوالو کښې راځي چې پۀ څو ژبوعبور لري او پښتوکښې ئې خصوصاً د تحقيق او تنقيد پۀ مېدان کښې ډېر د قدر وړ کارونه کړي دي. دا ډېره د تعجب خبره ده چې دۀ پۀ دومره مصروفياتو کښې د تحقيق او تنقيد غوندې موضوع ته څنګه دومره وخت ويستلے دے؟ تر اوسه د دۀ پۀ چاپ شوو کتابونو کښې يو کتاب ‘د تاريخ مقدمه’ د انګرېزۍ ژبې نه پښتو ته ترجمه کړے دے. بل ئې د پښتو ژبې د نوموړي محقق عبدالحئ حبيبي د ژوند او فن پۀ حقله کتاب ليکلے دے. د پير روښان پۀ حقله دوه کتابونه، د پټې خزانې پۀ حقله ‘پټه خزانه د حقيقت پۀ ائينه کښې’، د شعرونو کتاب ‘موسمونه خاندي’ او اردو کښې د ‘ختم نبوت’ پۀ نامه کتابونه ليکلي دي. دې کتابونوکښې ئې دا خبره ثابته کړې ده چې بريالے د مورنۍ ژبې پښتو نه علاوه پۀ فارسۍ، عربۍ، اردو او انګرېزۍ ژبو ښۀ عبور لري. لا د سحر پۀ بانګ مې يوه بله ټپه دا اورېدلې ده چې پۀ بلوچۍ ژبه کښې هم شاعري کوي.

دې نه علاوه ئې دوه کتابونو نور هم ليکلي دي چې يو ‘حال او قال د پښتو ادب’ دے. حال او قال د تصوف يوه اهمه اصطلاح ده؛ دې کتاب کښې ما پۀ دغه حواله ډېر څۀ ونۀ موندل البته پۀ دې لحاظ ورته حال او قال وئيلے شو چې دې کښې اکثرې خبرې دۀ د هوش، بې هوشۍ او مدهوشۍ پۀ حال کښې ليکلې ښکاري. د دې کتاب يو صفت دا دے چې نيم د ورځې او نيم د شپې ليکلے شوے دے. نيمې پکښې حقيقي تجزيې دي او ورسره نيمې اندازې دي. دغه شان نيم کتاب کښې پۀ خلقو قسما قسم الزامونه لګولے شوي دي او نيم د حقيقي ملاقاتونو رودادونه دي. نيم پکښې تجويزونه او غوښتنې دي، نيمې پکښې خالصې علمي خبرې دي چې پۀ دليلونو اډاڼه لري او نيمې پکښې هوائي خبرې دي. انداز ئې هم چرته علمي او چرته د تکل دے.

يو بل کتاب ئې هم پۀ خاصه توګه د يادولو جوګه دے چې د هغې نوم دے ‘پۀ مونږ کښې زنديق نشته’. دې کتاب ته د اکادمي ادبيات اسلام اباد لۀ خوا انعام ورکړے شوے دے. دا پۀ اصل کښې دۀ د نوموړي عالمِ دين مولانا فقيرالله جلال ابادي چې وروستو ئې پنجاب کښې د اوسېدو پۀ وجه پۀ ‘شکارپوري’ شهرت موندلے دے، هغۀ د پینځو سوو پورې کتابونه ليکلي دي، د دۀ د خيالا تو پۀ جواب کښې ليکلے دے خو عجيبه خبره دا ده چې لکه د عبدالکريم بريالي د کاکړو د علاقې يو ملا رحيم داد چې د ملا فقير الله مريد ؤ، خپل پير ته يو خط ليکلے دے چې پکښې ئې ليکلي دي، زۀ د ژوب د کاکړانو د قبيلې سره تعلق لرم خو ما پۀ خواوشا کښې يوه قبيله او جماعت د ګمراهانو وليدلو چې د شريعت مخالف دي، باطله عقيده لري او د زنديقانو پۀ څاه کښې لوېدلي دي. پۀ دې ملا فقيرالله دوي ته بد وئيلي دي.

ملا رحيم داد او د هغۀ پير مولانا فقيرالله شکارپوري پۀ دې خبره اعتراض لري چې د کاکړو علاقه کښې د وادۀ ښادۍ پۀ موقع اتڼ کېږي چې پکښې نر او ښځې شريک ګډېږي او دې ته د بريالي پۀ قول ‘ګډه امۍ’ وائي – دغه شان دې نه علاوه هغه دود دستور چې ورته ‘وچ مجلس’ وائي، پۀ دې وچ مجلس کښې هلک او جينۍ يو بل ته مخامخ کښېنولے شي او د شعر پۀ ژبه د يو بل د سوال جواب ورکوي. دا رسم وادۀ پورې خاص نۀ دے چې ګنې د دغه هلک او جينۍ به وادۀ کېږي؛ ځکه ورته د وچ مجلس نوم ورکړے شوے دے. بريالي د طريقت د مختلفو طريقو پۀ دليلونو د دې جوابونه ورکړي دي چې د نقش بنديه سلسلې نه علاوه نورو اکثرو کښې ساز اواز او ورسره د صوفيانو پۀ وجدکښې د راتلو واقعات درج دي. زما د ټولو نه زيات وچ مجلس خوښ شو. ما وې ضرور به د دې تماشې له د دغه علاقې چکر لګوم خو ورپسې زر بريالي ليکلي دي چې دا رواج اوس ختم شوے دے. البته کاکړو او نورو ځينو پښتنو قبيلوکښې د اتڼ رواج اوس هم شته.

د اردو ژبې کتاب ‘ختم نبوت’ ئې يو علمي اوتحقيقي کتاب دے کوم چې اوس اوس څو مياشتې وړاندې چاپ شوے دے. پۀ دې کښې ئې د تحقيق سره سره پۀ ډېرو خلقو او سياسي ډلو هم فتوې لګولې دي، تر دې چې ليکوال ئې هم پکښې نۀ دي معاف کړي او د هېڅ چا څۀ لحاظ خاطر ئې نۀ دے کړے.

د پښتو ژبې نوموړي شاعر سعدالله جان برق صاحب د عبدالکريم بريالي د دې کتاب د چاپ کېدو نه وروستو ‘د پښتو املاء’ پۀ حقله دوېمه رساله کښې د عبدالکريم د ځپلو ذکر د تجاهل عارفانه پۀ توګه کړے دے چې زۀ ئې دلته تکراروم. دا د بغداد د يو شوم سړي عبدالکريم قيصه ده چې هغۀ ډېره زمانه يوه جوړه څپلۍ استعمال کړې وې. چې کله به وشلېدلې نو ټکړې او پېوندونه به ئې ورته اچول او داسې هغه څپلۍ دومره درنې شوې چې پۀ ګرځولوګرانې شوې وې. خو دۀ به ورسره ګزاره کوله. اخر ورله چا يوه نوې جوړه څپلۍ واخستې نو هغه زړې څپلۍ ورته غم شوې. چې چرته به ئې غورځولې نو څۀ مصيبت به ئې پېدا کولو او خلقو به ترې نه تاوان اخستو. لکه يو ځل ئې د شپې ډېران ته غزارلې چې يو تن پرې ولګېدو، زخمي شو. هغۀ ترې تاوان واخستو. بيا ئې نالۍ ته غزار کړې نو د حمام نالۍ ئې بنده کړه. د حمام مالک ترې تاوان واخستو. بيا پرې د يو دکان شيشه ماته شوه – نو هر چا به ترې تاوان وصولولو ځکه چې د هغۀ څپلۍ هر چا پېژندلې او چې څۀ نقصان به ورته ورسېدو نو تاوان به ئې د عبدالکريم نه وصولولو. بهرحال، دا اوږده قصه ده خو کۀ د عبدالکريم د څپلو غوندې د عبدالکريم بريالي خلاف د دعوو سلسله شروع شوه نوخبره به ګرانه شي. خو عبدالکريم بريالے هوښيار سړے دے او لکه د بغداد د عبدالکريم غوندې نۀ دے، ځکه نو دے پۀ چم ګاونډ، کلي علا قه کښې ډېر د شرافت ژوند تېروي، پۀ خلقو د فتوو لګولو نه ډډه کوي؛ صرف د بهر علاقو پۀ اوسېدونکو فتوې لګوي. تر دې دمه ئې نۀ خو د جعفر خان اڅکزي د مذهبي خيالاتو پۀ حقله څۀ ليکلي دي او نۀ ئې د پروفېسر صاحبزاده حميدالله د پشين د خبرو جواب ورکړے دے کومې چې هغۀ وخت پۀ وخت د دۀ خلاف او خصوصاً پۀ ‘افراد او ادارې’ نومې کتاب کښې ليکلې دي. دغه شان دے د پټې خزانې زبردست منونکے دے او د هغې د حقانيت پۀ حقله ئې کتاب ليکلے دے خو سعيدګوهر صاحب د پټې خزانې خلاف کتاب ليکلے ؤ، د هغۀ سره ئې هم تر اخره اشنائي برقرار وه. زما نه کۀ څوک د عبدالکريم بريالي د شخصيت پۀ حقله تپوس وکړي نو زما جواب به ورته پۀ لنډو ټکوکښې دا وي چې هغه نۀ مسټر دے او نۀ ملا – ښۀ ملا ثابتېدلے شو خو د خپلو خيالاتو، حالا تو، ازاد خيالۍ او لوئې عهدې پۀ وجه دې ته سم نۀ شو. تر څو چې پۀ نوکرۍ کښې ؤ نو مسټر ؤ خو د ملاتوب څپې به پرې وخت پۀ وخت راتلې او اوس چې رېټائرډ شوے دے نو مسټرتوب ئې ختم شوے دے، د ملا کېدو کوششونه کوي خو يقين نۀ کوم کۀ کامياب شي. هر څۀ چې دے، بيا هم زما غوندې د ډېرو ښۀ دے ولې چې د کله نه ئې پۀ پښتو ژبه ليکل شروع کړي دي نو پۀ هېېڅ حال کښې ئې قلم د لاسه نۀ دے غورځولے. خپل ډېر وخت، مال او دولت ئې د ژبې د سره ځارکړے دے. د يارانو يار دے او پۀ هېڅ حال کښې هم د يارانو نه مخ نۀ ګرځوي. د هر يار اشنا پۀ ښادۍ خوشحالېږي او پۀ غم دړد ئې خفه کېږي. ما وړاندې وئيلي دي چې بريالے کنځل د دعا پۀ اندازکښې کوي ځکه نوعېن ممکنه ده چې د دې ليک د کتونه وروستو به ضرور ما ته ښې ډېرې دعاګانې کوي اوچې څوک ورسره مخامخ ناست وي، د هغۀ نه به داد غواړي. نو دعاګانې دې کوي، هسې هم ژمے اوس اوس تېر شوے دے. تر بل ژمي د مرګ او ژوند پته نۀ لګي – کۀ ژوند ؤ او بريالے د عادت مطابق پېښور ته راغلو نو دا هر څۀ به ترې هېر وي. پۀ يارانوکښې ئې داشرف غمګين صاحب نه خطره وه چې سمدستي به قلم راپورته کړي خو هغه ئې دې ژمي کښې پۀ خپلو لاسونو خاورو ته سپارلے دے او نور دوه ياران ممتاز حسن دولت زے او ملنګ جان شهابيوال ئې دومره وزګار نۀ دي چې د بريالي صفايانې دې کوي.

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …