پۀ اسياء کښې لومړنی فيمينزم چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو او د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې د ټولنيز بدلون يو مهم قوت ؤ، پۀ عمومي توګه لۀ نظره اچول شوی دی. د هغه وخت پۀ ټولنيزو او سياسي نهضتونو، پۀ قامي او وطني مبارزو کښې، د خواريکښو پۀ احتجاجونو او د بزګرانو پۀ بغاوتونو کښې د ښځو د ګډون کچه او هم داسې د خپلواکو ښځينه سازمانونو د جوړېدو موضوع لا تر اوسه پۀ مناسبه توګه نۀ ده پېژندل شوې.1
د دې تشې د پوره کولو د پاره د سري لنکا يوې فيمينسټې څېړونکې کوماري جاياواردينا د”فيمينزم او نېشنلزم پۀ درېمه نړۍ کښې” تر سر ليک لاندې يو خورا مهم کتاب ليکلی دی. اغلې ليکواله پۀ 1931 کښې زېږېدلې ده. پۀ هم دغه کال د احمدي بانډې يوه پښتنه خدائي خدمتګاره الف جان خټکه هم زېږېدلې ده خو ليکوالې د الف جان خټکې، نورو ښځينه خدائي خدمتګارو او د ښځو د ټولنيز حېثيت پۀ مورد کښې د پښتون قامي تحريک کردار پۀ هم هغه رويه لۀ نظره اچولی دی د کومې عمومي رويې برعکس چې هغې پۀ نوابادياتي دوره کښې پۀ بېلابېلو سيمو او هېوادونو کښې د ښځينه سوال، پۀ سياسي نهضتونو کښې د ښځو کردار او د ښځو د مبارزو پر موضوع څېړنه کړې او د پښتنو او افغانستان پۀ مورد کښې يواځې د سيدجمالدينِ افغاني او اماني دورې پۀ حقله ئې پۀ لنډه توګه پر محدودو او برڅېرنو معلوماتو تکيه کړې ده. مطلب د خبرې مې دا دی چې کۀ پۀ درېمه نړۍ کښې د ښځو د ټولنيز او سياسي رول يا پۀ دې اړوند د سياسي او ملي نهضتونو رول ته کومه خاصه پاملرنه نۀ ده پۀ برخه شوې نو پښتانه پۀ دې درېمه نړۍ کښې دننه يوه بله داسې درېمه نړۍ ده چې د ډېرو لويو او درنو مبارزیو د تاريخ لرلو باوجود هم پۀ متبادلو څېړنيزو منځپانګو کښې بې استازيتوبه پاتې شوي دي؛ ګنې پۀ کومو سختو شرائطو کښې چې خدائي خدمتګار تحريک ښځينه سوال سياسي ساحې ته راوړي او پۀ دې برخه کښې څومره مهم پرمختګونه کوي، د يوې مهمې کېس سټډي پۀ توګه د درېمې نړۍ پۀ حقله د څېړنيزو مطالعاتو ډګر ته بې ساري پراختيا بخښلی شي. د پښتني ټولنې ښځينه کردارونه او د ښځينه سوال پۀ اړه سياسي کردارونه د څلور ډوله غېر منصفانه برخوردونو لۀ کبله د پاملرنې وړ نۀ دي ګرځېدلي: (1 د سرمايه دارې نړۍ د څېړنکارانو لۀ خوا د “درېمې نړۍ” کېټيګري رامنځته کول او ورپورې تهذيبي او کلتوري پسماندګي غوټه کول، (2 د “درېمې نړۍ” لۀ محکومو قامونو سره د هم دغې نړۍ د زورواکو رياستونو استحصالي ساختياتي چلند، (3 لۀ ښځينه سوال او ښځينه کردارونو سره پر نارينه توب د اډاڼه جوړښتونو او ډسکورسونو صنفي امتيازي رويه، (4 پۀ ملک او ټولنه کښې دننه لۀ عامو او خواريکښو ښځو سره د واکمنو ښځو او د ښاري او مرکزي علاقو د فيمينسټانو ناانصافي.
خدائي خدمتګاره شاعره الف جان خټکه د دې څلور ډوله ناانصافيو لۀ کبله ناپېژندل شوې پاتې شوه او د ستمبر پر څوارلسمه د اتۀ اتيا کلونو پۀ عمر کښې پۀ حق ورسېده او پۀ سبا پۀ خپل پلارني کلي احمدي بانډه کښې خاورو ته وسپارل شوه. د عوامي نېشنل ګوند غړو د هغې پر قبر د ګوند د مرکزي مشر اسفنديار ولي خان لۀ خوا د ګلونو څادر خور کړو خو پۀ تاريخ کښې د دې لوستې، ملتپالې او ننګيالۍ پښتنې د نقش پېژندلو د پاره به پۀ هغو سلګونو کتابونو او مقالو کښې يو دوه پاڼې هم پۀ لاس را نۀ شي چې د يو سېريز پۀ توګه د پښتنو پۀ ټولنه کښې د قدامت پسندۍ، قبائليت، پلار-واکه جوړښتونو او صنفي زور زياتي پۀ حقله ليکل شوي دي. د پښتنو ځينو خپلو ليکوالو لکه استاد همېش خليل، پوهاند ډاکټر سيد وقار علي شاه، پوهاند ډاکټر فضل الرحيم مروت، کبرا مظهري ملورو او شاه جهان پۀ خپلو څېړنو کښې د الف جان خټکې خدمات ياد ساتلي دي. د هغې د تخليقاتو او افکارو د پاره يواځې د “پښتون” مجلې پاڼې لۀ مونږ سره محدوده مرسته کولې شي خو د هغې د شخصيت او ټولنيز موقعيت د پېژندلو د پاره مونږ نوو څېړنو ته اړتيامن يو. نور لۀ “تذکره ډوله” ليکنو د تېرېدلو وخت دی او د نوو مېتودونو او تهيوريو پۀ رڼا کښې د ماضي پۀ تيارو کښې ورک نقشونه لۀ خپل ټول سياق و سباق سره موندل او لۀ اوسمهال سره نښلول پکار دي.
د شته معلوماتو پر اساس نن مونږ يواځې دومره پوهېږو چې پۀ کوم وخت کښې الف جان خټکې پۀ دنيا کښې سترګې غړولې، پۀ هغه وخت کښې د باچا خان سمونپاله تحريک چې د ښځو د حقونو، زدکړې او مبارزې سوال پکښې د لومړيتوبونو پۀ توګه مطرح ؤ، نزدې ټولو پښتني سيمو ته رسېدلی ؤ او تر دې چې پر خپله ضدِ استعماري لاره پۀ يو منظم ملي سياسي نهضت اوښتی ؤ او پۀ ټوله پښتونخوا، افغانستان او هندوستان کښې د پاملرنې وړ ګرځېدلی ؤ. د الف جان خټکې د نوي پېغلتوب پۀ زمانه کښې خدائي خدمتګاري پۀ پښتونخوا کښې يوه تر ټولو مقبوله سياسي جهان بيني وه. پۀ 1946 کښې چې کله الف جان خټکه د باچا خان د تحريک پۀ مجله “پښتون” کښې ليکل پېلوي، عېن پۀ هم هغو شپو کښې پۀ صوبه کښې خدائي خدمتګاران او کانګرس انتخابات ګټي او حکومت جوړوي. دا د پښتنو پۀ صوبه کښې د مسلم لیګ د پاکستان د مطالبې خلاف يو څرګند رېفرنډم ؤ. “پښتون” مجله د الف جانې تر زوکړې درې کاله مخکښې يعني پۀ 1928 کښې زېرېدلې وه او د هغې د پېغلتوب پۀ کلونو کښې ئې د ښځينه سوال پۀ برخه کښې يو پراخ پوهاوی رامنځته کړی ؤ. لۀ 1928 څخه تر 1947 پورې چې د “پښتون” مجلې څومره ګڼې هم خپرې شوې دي، هغه ټولې د پښتني ټولنې د پرانستنې پۀ عمل کښې ښځينه سوال ته د پښتون قامي تحريک د خاصې پاملرنې ګواه دي.
روسي افغانپوه ګ ف ګېرس پۀ خپل کتاب “د مېړني اولس ادبيات” کښې د “پښتون” مجلې رول پۀ دې لحاظ ځانګړی ګڼي چې پۀ تاريخ کښې ئې پۀ لومړي ځل د ښځو د حقونو سوال مېدان ته راوړی او پۀ تاريخ کښې ئې پۀ لومړي ځل د ښځو ليکوالو مضامين خپارۀ کړي، هغه ليکي:
چا چې د ښځو د حقوقو سوال د لومړي ځل د پاره منځ ته را اچولی دی، د هغو هم دومره اقدام د ستائينې دی او بايد پۀ دې و نۀ غندل شي چې هغوي ولې پۀ ډاګه داسې غږ نۀ دی کړی چې هغه د کلونو کلونو جوړ شوي دېوالونه وران کړي چې ښځه پکښې بنده ناسته ده او هغه وضعيت ته خاتمه ورکړي چې ښځه پۀ کور او ټولنه کښې د وينزې پۀ شان شپې سبا کوي – ځکه د مجلې دغه وړوکی او د احتياط نه ډک اقدام هم د ځينو ټولنو د مقاومت او عکس العمل سره مخامخ شو. ميا احمد شاه کاکاخېل پۀ خپله مقاله کښې چې د دېرشمو کلونو پۀ اخر کښې پۀ مجله کښې چاپ شوې وه، داسې ليکلي وو: (پښتانۀ حتٰي پۀ دې شرمېږي چې د ښځو د تعليم او معارف پۀ باره کښې خبرې او فکر وکړي) کۀ څۀ هم پۀ هغه وخت کښې د ښځو پۀ باره کښې مشخص اقدامات لږ وشول خو د دغه عاجل سوال د حل د پاره اساس کېښودل شو او دغې موضوع د خلقو اذهانو ته ټکان ورکړ. 2
د افغانستان پۀ ازاده برخه کښې فعاليت کوونکو مشروطه غوښتونکو او پۀ مستعمره غاړه کښې د باچا خان لۀ انجمنِ اصلاح الافاغنه )قيام (1921 سره تړلو مصلحينو پۀ خپلو کښې دا يو مهم ټکی مشترک درلود چې پۀ افغاني ټولنه کښې د صنفي اړیکو موضوع تر بحث لاندې ونيسي او د قام او ملت پۀ هغه تصور کښې لازم تغيرات راوړي چې يواځې پر نارينو او نارينتوب اډاڼه ؤ. پۀ دې برخه کښې د باچا خان د ملګرو مصلحينو ليدلوری زيات ځائي او افغاني ؤ. هغوي د کوم نوي تصور يا د بدلون د کومې طرحې تر وړاندې کولو مخکښې زيات کار پۀ ټولنه کښې د نوو تصوراتو او بدلونونو د ځائيدنې د پاره د لازم ګنجائش د راپېدا کولو پۀ برخه کښې کاوۀ. دې ملتپالو مصلحينو د بدلون سوال کله هم د يوې پېښې پۀ بڼه نۀ ؤ اخستی بلکې د يو روان عمل او اوږدې پروسې پۀ نظر ئې ورته کتل. هغوي بې ساري ژمن خلق وو خو تادي او تازيله ئې نۀ وه. پۀ چغو او سورو د غبرګونونو د پارولو کار ته ئې مبارزه نۀ وئيل بلکې پۀ عملي توګه ئې د خلقو زړونو او ذهنونو ته لاره ويسته.
د پښتنو پۀ معلوم تاريخ کښې چري هم مونږ نه وينو چې د ښځو کوم اولسي فعاليت لۀ قامي تحريک څخه بېل پۀ خپلواکه توګه واقع شوی وي، بلکې د پښتنو ملي نهضتونو د خپلې مترقي مخينې پر اساس اولسي ساحې ته د ښځو د ګډون پۀ يقيني کولو کښې يو لړ لاس ته راوړنې لرلې دي. د پښتنو پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل خدائي خدمتګار تحريک )قيام (1929 د ښځو د سياسي او ادبي فعاليت موضوع سټريم لائن کړه. د خدائي خدمتګارانو د قام، قامي خپلواکۍ او قامي رياست تصور نارينه (masculine) نؤ ؤ. د خدائي خدمتګارانو مخکښ يعني باچا خان پۀ دې خبرو ډېر واضح زړۀ او ذهن درلود.
باچا خان چې به کوم کلي ته هم د خلقو د راغونډولو او خپلو خيالاتو د خورولو د پاره تلو، ښځې به کوڅو ته د هغۀ د ليدلو او هرکلي د پاره راوتې. سړو پۀ دې هېڅ خوا نۀ بدوله. باچا خان غوښتل چې ښځې ئې د تحريک برخه شي. 3
د سمونپالنې او خپلواکۍ غوښتنې دا توانمن او نمائنده ږغ د پښتنو د ټولنې اساسي او لاندې کچې ته رسېدلی ؤ او لۀ هر ډول قبيلوي، طبقاتي او صنفي توپيره پورته ئې پښتانۀ رالړځولي وو. پۀ دغه تحريک کښې د ټولنې ځپلو او ربړېدلو ډلو ته د استازيتوب مواقع پۀ سنجول شوي ډول پۀ خصوصيت سره برابرې شوې وې ځکه چې دا د قام جوړونې تحريک ؤ، د قامي ازادۍ تر ږغ پورته کولو مخکښې زياته توجه د قامي او ټولنيزو نيمګړتياو پوره کولو ته ورکول شوې وه، د څۀ لۀ کبله چې پښتون قام او پښتني ټولنه د استعمار د تاړاکونو پۀ مخ کښې ناتوانه ثابته شوې وه. پۀ هغه وخت کښې د ټولنيزې سمونپالنې سوال يواځې تر پښتني ټولنې پورې محدود نۀ ؤ بلکې د ترکي او مصر د سمونپالنې ماډلونو د افغانستان پۀ شمول يو لړ هېوادونه او قامي تحريکونه اغېزمن ګرځولي وو خو د باچا خان تحريک د خپلې کړنلارې پۀ برخه کښې يو تر ټولو بنيادي فرق لۀ هغو ماډلونو سره دا درلود چې د دغه تحريک د سمونپالنې پروګرام لۀ بره څخه لاندې ته د انتقال رياستي يا زور-واکه چوکاټ نۀ درلود، بلکې هغه پروګرام د خلقو د باهمي مشاورت او پوهې پۀ زور د ټولنې پۀ مقاميت کښې ځان ته خپل اساس تراشۀ، د خواندګۍ د بېخې ټيټې کچې او محکوميت لۀ کبله د دغه تحريک لاس ته راوړنو ته هغه مقبوليت پۀ برخه نۀ شو کوم چې د رياست پۀ څارنه کښې رامنځته شوو تحولاتو ته پۀ برخه ؤ، خو کۀ د هغه وخت د چاپېريال او حالاتو ژوره مطالعه څوک هم ولري، هغه پوهېږي چې د افغاني ټولنې د پرانستې عمل څومره جامع او همه جهت پاتې شوی دی او څومره لويو پرمختګونو ته څومره پراخې لارې پرانستل شوې دي.
د خدائي خدمتګارانو د قام جوړونې عمل دومره ژور ؤ چې د کور او حجرې لۀ تقسيم څخه ئې ور پورته ملي فکري تړون رامنځته کړی ؤ. د خدائي خدمتګار تحريک د تاريخ لوستلو پر مهال دا حقيقت ډېر زيات څرګند مخ ته راځي چې د هغه وخت د پښتني ملتپالنې سياست يواځې تر کوم جنس او کومې طبقې پورې محدود روزګار نۀ دی بلکې د ټولنيز بدلون يو داسې پراخ عمل دی چې پۀ اجتماعي توګه تر سره کېږي او ټولنه ئې پۀ مجموع کښې تر خپل اثر لاندې راوړې ده. د دې دعوې د اثبات د پاره کۀ دا يو مثال هم واخستل شي، کافي دی:
کله چې د بنو د خدائي خدمتګارو صدر يعقوب خان مسلم لیګ ته واوښت نو د دغه خبر پۀ اورېدلو د هغۀ لور او خور دومره پۀ چغو ژړل چې د دوي د غم د وجې د معلومولو د پاره ټول کلی د هغوي دروازې ته راورسېد. 4
د پلار او ورور د يوې سياسي فېصلې خلاف دا مزاحمت ډېر زيات معني خېز او کثيرالمعاني دی. دا يواځې يو کېس نۀ دی بلکې داسې بې شمېره کېسونه ثبت شوي دي چې د نارينه خدائي خدمتګارانو فېصلې د هغوي د کورنيو د ښځينه غړو لۀ خوا لۀ مخالفت سره مخ شوې دي چې ور څخه دا اندازه ډېر پۀ اسانه لګېدې شي چې پۀ دې وخت کښې د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مرسته پښتنې ښځې پۀ شعوري توګه سياسي ساحې ته داخلې شوې وې. ښځو يواځې پۀ “پښتون” مجله کښې د خپلو ستونزو او د ملک د سياسي حالاتو پۀ حقله ليکل نۀ کول، يا ئې يواځې لۀ خپلو پلارانو او وروڼو سره د تحريک د پاره مرسته نۀ کوله بلکې عملاً پۀ ډېرو ځايونو کښې د تحريک برخه ګرځېدلې وې.
پۀ “پښتون” مجله کښې د ښځو د خپرو شوو ليکنو او شاعرۍ پر اساس مونږ د پښتنو ښځو د سياسي شعور د ارتقاء سفر کتلی شو چې لۀ اخلاقي او اصلاحي خبرو څومره زر د لويو سياسي او ساختياتي مسائلو تر څېړلو پورې غځېږي. د دغه ليکنو او شاعرۍ د پرتليز جاج پۀ ترڅ کښې دې پايلې ته رسېدلی شو چې الف جان خټکه يو ډول د ښځو د سياسي شعور د پوخوالي او پراخوالي يوه بې مثاله استازې ده ځکه چې د هغې نظمونه د زيارت کاکا صاحب د سيده بشريٰ بېګم )س ب ب( تر څنګ پۀ فني او فکري لحاظ ډېرو لوړو پوړيو ته رسېدلي دي. الف جان خټکې د پردې، د استعمار لۀ خوا د امنِ عالم د دعوو او درنو وسلو د رواجولو او د هندو او مسلمان تر منځ د تفرقې او فساد خلاف عالي تخليقات کړي دي. هغې د هغه وخت پۀ نړیوال او سيمه ايز سياست ډېر روښانه زړۀ او ذهن درلود. هغه د مسلم ليګ او پۀ سياست کښې د مذهب د استعمال سخته مخالفه وه. د هغې پۀ شاعرۍ کښې د خدائي خدمتګارۍ د سياسي پېغام يعني ازادۍ ترجماني پۀ ډېر ځانګړي انداز شوې ده. پوهاند ډاکټر سيد وقار علي شاه چې پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې ئې د ښځو برخې ته تر ټولو لومړی پام کړی دی او پۀ دې باب ئې يوه جامع څېړنه کړې ده، پۀ “پښتون” مجله کښې د ښځو د سياسي شعور ارتقائي عمل داسې خلاصه کوي:
پۀ 1946 کښې لۀ خدائي خدمتګار تحريک سره تړلو ښځينه ليکوالو د “ټولنيزو اصلاحاتو” او “مثالي ښځو” تر مخکښينو موضوعاتو پورې ځان محدود و نۀ ساتۀ بلکې د وخت پر تودو سياسي موضوعاتو ئې پۀ نېغ او څرګند ډول ليکل پېل کړل. پۀ دغه کال او راورسته چې څومره مضامين مخ ته راغلي، پۀ زياترو کښې د باچا خان او خدائي خدمتګارو سياسي پېغامونه نغښتي دي. زيات زور پکښې د هندوستان پر يو والي او د مسلم لیګ د پاکستان سکيم پر مخنيوي ؤ. د ليګ د ‘ډائرېکټ اېکشن” ورځ او پر هند د هغې اغېزې تر تنقيد لاندې ونيول شوې. د کېبنټ مشن پلان پر ګروپنګ کلازیز يا ډله ايزو مادو باندې هم تنقيدونه وشول. يوې خدائي خدمتګارې الف جان خټکې پښتنو ته توصيه وکړه چې د پنجابيانو يا هندوستانيانو پر ځای دې د خپلو مشرانو لاره تعقيب کړي.5
پښتنو کۀ هر څو د پنجابيانو او هندوستانيانو پر ځای د خپلو مشرانو لاره تعقيب کړه يا ئې تعقيب نۀ کړه، خو “وېش د بل پۀ لاس دی کۀ ته خاندې او کۀ ژاړې” – الف جان خټکې وليکل:
نادان هندوستانيان پېرنګي بيا وغولول
ما ټوقه وه ګڼلې دۀ رښتيا وغولول
درې کسه مداريان لۀ ولايت نه وو راغلي
هندو، سکهـ، مسلمان ئې د انډيا وغولول 6
ج
“مداريانو” هندوستان تقسيم کړل، پۀ خپله ووتل خو “مداريتوب” ئې د خدائي خدمتګارانو او الف جانې پر وطن نافذ کړو. د قامونو، خواريکښو او ښځو د خلاصون عمل وځنډول شو، د تعطل او ستونځو ښکار وګرځول شو. د “مداريتوب” يو مهم فيچر د ښځو د شته حېثيت بربادول ثابت شو. د اماني دورې او خدائي خدمتګارۍ د اثراتو د زائل کولو د پاره چې د “مهذبې” او “پرمختللې” نړۍ لۀ خوا کوم رياستي فورس پۀ جديدو وسلو سنبال کړل شو، هغه د خدائي خدمتګارۍ پراخه جغرافيوي ساحه لۀ ساختياتي، بربنډ، سياسي او صنفي تشدد څخه تر دومره حده ډکه کړه چې نوو استعمارګرو ته ئې يو وار بيا د “مداخلې” (intervention) جواز پۀ لاس ورکړو. باچا خان او خدائي خدمتګاران پۀ خپله “ژبه” د خپلو امکاناتو پۀ رڼا کښې د خپل قام لۀ ښځو سره ګړېدل او هم ئې هغوي اورېدې. لۀ نولس سوه اتيايمو کلونو څخه د پښتنو ښځو پۀ حقله د بهرنيو قوتونو تر منځ مکالمه او شخړه پېل شوه. د نائن الېون لۀ پېښې وروسته پر پښتنه ټولنه د ښځو د حقونو د پامالۍ تور ولګول شو او د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې دا ټکی هم ورګډ کړل شو چې د ښځو حقونه ته به خونديتوب ور پۀ برخه کېږي. د پښتنې ښځې ذهن، اصليت او ارزو پکښې لۀ منځه ووته خو بدن ئې د “پراکسيز” تر منځ د بحث او جنګ مېدان جوړ شو. يوې امريکائي څېړونکې لیلا ابولوغاد دې مسئلې ته ډېره مناسبه رجوع کړې ده او د ترهګرۍ خلاف جنګ د پېل پۀ وخت کښې ئې پۀ افغانستان کښې د ښځو مسئلې ته د لبرالو فيمنسټانو زياته توجه تر پوښتنې لاندې راوستلې ده چې څنګه د افغاني ټولنې د مذهبي او کلتوري تشريح پۀ واسطه پۀ ياده سيمه کښې د زورواکو رژيمونو د ودې او پۀ دې کښې د امريکا د متحده ايالاتو د رول د څرګندېدولو مخه ونيول شوه او د ترهګرۍ خلاف جنګ ته د افغانو ښځو د ازادۍ نوم هم ورکول شو خو د يو لړ بنيادي پوښتنو او مهمو انتقادونو برڅېره پۀ درېو ځايونو کښې اغلې ليکواله پۀ خپله د سختو تېروتنو ښکار شوې ده: اول؛ د پردې د سياست تر عنوان لاندې ئې برقعه د پښتنو د کلتور د يوې برخې پۀ توګه ياده کړې ده چې دا د ځائي پښتنو پۀ يوه سيمه کښې لۀ پخوا اغوستل کېده او پۀ برصغير او سهېل ختيځه اسياء کښې د ښځو د حيا او عزت د پټولو د يو علامت پۀ توګه رواج وه. دوېم؛ د افغانو ښځو د خوندي ساتلو د امريکائي پروژې د مخالفت د يو اخلاقي او اصولي دريځ د اظهار پۀ ترڅ کښې د طالبانو کلتوري تاړاک ته د افغاني ټولنې د “کلتوري توپير” (cultural difference) پۀ نظر کتل شوي دي او پۀ دې حقله د ښځو د خپلو زړونو د ږغ اورېدلو توصيه شوې ده. درېم؛ د افغانانو او بالخصوص افغانو ښځو د رايې اورېدلو پر ځای ليکوالې پۀ خپله لۀ افغانستان سره د يو سالم چلند متبادله بيانيه وړاندې کړې ده.7
برقعه لۀ کومه وخته او د کومو پښتنو د کلتوري پردې برخه وه؟ د تاريخ پۀ ارزښت خبرې ليلا ابولوغاد د خپلې دې دعوې د اثبات د پاره هېڅ يوه حواله نۀ ده وړاندې کړې. د ښځو دنننيو اوازونو اورېدلو ته متوجې دې ليکوالې د هېڅ يوې ځائي ښځې اواز اورېدلی نۀ دی او پۀ نوابادياتي دوره کښې د پردې د سياست د يادونې برڅېره ئې پۀ هم دغه دوره کښې د تر ټولو مقبولِ ضدِ نوابادياتي تحريک د مخکښ باچا خان او نورو خدائي خدمتګارانو دريځ هېڅ پۀ پام کښې نۀ دی نيولی. د بشر پوهنې پۀ ډګر کښې د يو لوی نوم لرلو باوجود اغلې ليکوالې پر ځان دا ستړې تېره کړې نۀ ده چې د خپل دې مهم علمي کېس د دفاع د پاره پۀ افغانستان کښې فيلډ ورک وکړي چې د ښځو پۀ اړوند د طالبانو لۀ خوا معرفي شوي بندېزونه لۀ نزدې څخه مطالعه کړي او دا معلومه کړي چې دې بندېزونو ته څومره کلتوري جواز حاصل دی او څومره پکښې د ښځينه ذات خوښي منعکس شوې ده. د ثانوي معلوماتو پۀ لړ کښې هم مقبولو اخباري منځپانګو ته مراجعه شوې ده او چرې هم ځائي او غېر مقبول متون پۀ پام کښې نۀ دي نيول شوي. ډېر لرې نۀ، د پاکستان تر جوړېدلو يواځې يو کال مخکښې د رائجې جبري پردې خلاف د پښتون قامي تحريک پۀ يواځيني ترجمان اورګان “پښتون” مجله کښې پۀ تر ټولو غوره نظم ليکلو باندې الف جان خټکې ته پنځويشت روپۍ انعام ورکول شوی ؤ. د هغه نظم دوه بندونه دلته راوړم چې د يو پښتني ښځينه ذات د استازيتوب يوه مهمه حواله ګڼل کېدلې شي:
داسې پرده د زنانه “زنانه پن” زياتوي
ضعف د بدن زياتوي وېره د دښمن زياتوي
ستا او زما پۀ شان بيمار لوڼه زامن زياتوي
خوشی تعداد د تيار خورو پۀ وطن زياتوي
نن د بېکارو خلقو ځای پۀ مخ د مزکې نشته
دې بجلي ګهر ته ضرورت د اوربلکې نشته
او پۀ يو بل بند کښې داسې وائي:
ښځې هم زړونه لري زړو کښې خواهشات لري
سر کښې مازغۀ لري مازغو کښې احساسات لري
کاڼي خو نۀ دي هم دا ستا پۀ شان جذبات لري
ښۀ خيالات لري بلکې لۀ تا نه زيات لري
دا بې ګناه مرغۍ دې بند کړې پۀ پنجرو کښې ولې؟
وايه کړې ښخې دې ژوندۍ پۀ اديرو کښې ولې؟ 8
د الف جان خټکې دا “انعامي نظم” چې پۀ بشپړه توګه پۀ دې ځانګړې ګڼه کښې يو وار بيا خپور شوی دی، د پلار واکۍ د کنټرول د تيکنيکونو خلاف يو بې مثاله بغاوت دی. دا د پښتنو د خپلې خاورې لۀ بطن څخه د رازېږدلي نهضت د مفکورې نمائنده نظم دی چې د ښځو د ذهن او بدن د قابو کولو د تپل شوې او استعماري مفکورې پۀ ضد پر عقلاني او تجرباتي بنيادونو ليکل شوی دی. دا د يوې پښتنې ښځې د احساس او تجربې محصول نظم د تحريک د مخکښ او د مجلې د مدير باچا خان لۀ خوا پۀ څرګندو ټکو تائيد او ستائيل شوی دی.
باچا خان به خپل تحريک د ښځو د ګډون بغېر نيمګړی ګاڼۀ، هغوي پښتنو ښځو ته دا هم وئيل چې نران تاسو ته ستاسو حقونه نۀ شي درکولی بلکې دا حقونه به تاسو پۀ خپله مبارزه اخلئ او د دې د پاره پر تاسو يواځې تعليم نۀ بلکې مبارزه هم فرض ده ځکه خو نن هم د باچا خان د مفکورې استازی ګوند عوامي نېشنل پارټي يواځينی ګوند دی چې هېڅ ښځينه څانګه (women wing) نۀ لري بلکې د ګوند پۀ سلسله مراتب کښې ښځې د مساوي غړو پۀ حېث هره يوه رتبه تر لاسه کولې شي. د ګوند هېڅ يوه فېصله سازه اداره يا مهمه کومېټه د ښځو د استازيتوب بغېر نۀ رامنځته کېږي. ای اېن پي د صنفي امتياز د هر شکل او هرې کچې خلاف د مقاومت يو جامع پروګرام لري او پۀ ټولنه او رياست کښې ښځو ته د مساوي حېثيت او مساوي حقونو ورکولو د پاره مبارزه کوي خو بله خوا پۀ پښتونخوا صوبه کښې چې نن کوم تپلي، پردي او رياستي ګوند ته پۀ نا مشروع توګه د واک واګې سپارل شوې دي، هغه پښتنې نجونې پۀ زیړو برقعو کښې بنديوانې ساتل غواړي. د پنځم اکتوبر 2019 د اخبار خبر دی:
“د تحريکِ انصاف يو ځائي ليډر د مردان پۀ رستم کښې د يو ښوونځي پۀ نجونو کښې برقعې ووېشلې. د يونین کونسل پلو ډهېرۍ د چينه کلي کونسلر او د پي ټي اٰئي ليډر مظفر شاه د يو لک روپيو برقعې اخستې او د ګورنمنټ ګرلز مډل سکول چينه پۀ زده کوونکو کښې ئې وېشلي دي. کونسلر ووئيل چې هغۀ دا کار د ايلمنټري او سېکنډري ايجوکېشن پۀ حقله د خېبر پښتونخوا د اعليٰ وزير د مشاور ضياء الله بنګش د هغه هداياتو پۀ رڼا کښې کړی چې نجونو ته ئې د پردې کولو پۀ برخه کښې کړي وو. 9
دا هغه د طالبانو نظام دی چې مخکښې ئې يادونه شوې ده، د پاکستان د پوځي اسټېبلشمنټ لۀ خوا پۀ پښتونخوا ايالت کښې د تحريکِ انصاف ګوند پۀ مرسته لۀ شپږو کلونو بتدريج د نفاذ پۀ حالت کښې دی. طالبان براه راست هم دې ايالت او پخوانيو قبائلي علاقو ته راوړل شول او د پښتنو قامي ګوند عوامي نېشنل پارټي ئې نېغ پۀ نېغه مخالفت ته ودرېده. د ګوند ښځينه غړې پۀ فعاله توګه د دې تپل شوې مذهبي توندروۍ پۀ مخ کښې ودرېدې. د مذهبي توندروۍ او د طالبانو د غلبې خلاف پۀ 2009 کښې د پېښور پۀ نشتر هال کښې د ګوند يوه ښځينه امن جرګه چې پکښې درې زره ښځو ګډون درلود، پۀ خصوصيت سره د يادونې وړ ده. عوامي نېشنل ګوند پۀ صوبه کښې د خپل اقتدار پۀ وخت (2013-2008) کښې د الف جان خټکې د مفکورې او مبارزې د own کولو او هغې ته د خراج وړاندې کولو پۀ موخه نۀ يواځې يو وفد الف جانې ته د ګوند د يو “وړوکي امانت” د سپارلو د پاره واستاوۀ بلکې د کرک پۀ بانډه داود شاه تحصيل کښې ئې د “الف جانه ګرلز ډګري کالج” د جوړولو منظوري هم ورکړه. دا کالج چې اوس به پکښې د تعليمي فعاليتونو اغاز کېږي، پۀ ياده سيمه کښې د نجونو يواځينی ډګري کالج دی. د د باچا خان د تحريک هم دا جرم دی چې نزدې يوه پېړۍ لۀ هرې خوا تر يرغلونو لاندې پاتې شو. د خپلې خاورې او خپلو خلقو د دې نمائنده تحريک پر ځای لۀ قيوم خانه واخلې تر عمران خانه پورې د پنجاب نمائنده خلق پر پښتونخوا تپل شوي دي او لۀ دې خطرې څخه الف جان خټکې پښتانۀ د پاکستان تر جوړېدلو يو کال مخکښې پۀ دې ټکو خبر کړي دي:
پنجابی هندوستانی دې چې ليډر وي
ياد لره چې سراسر به د تا زيان وي
د پښتون جدا تهذيب بېل تمدن دی
هم هغه به پرې پوهېږي چې افغان وي
کوم ائين چې د اغيار لۀ لاسه جوړ شي
د پښتون به يقيناً پۀ کښې تاوان وي
پۀ افغان به بې افغان څوک امير مۀ شه
د کشمير کۀ د پنجاب کۀ د ايران وي10
د “اغيارو د ائين” او د “پنجابي هندوستاني ليډرانو” لۀ لاسه پښتانۀ تر ننه پورې تاوانونه وړي. دا تاوانونه دومره ژور دي چې د پښتنو د ټولنې شکل ئې بدل کړ. زمونږ پر خاوره يو داسې پردی انفراسټرکچر ودرول شو چې د بلواکۍ، زبېښاک او تشدد پر بنيادونو باندې ئې د يوې بشپړې ټولنې تشکيل يقيني کړ. د پښتې ټولنې د روايتي او قبيلوي پلارواکۍ دېوالونه ئې د sexism او misogyny پۀ اور پاخۀ کړل او د دې پايله دا شوه چې نۀ د ښځو پۀ ووټونو کښې برخه او نۀ هم د ښځو د تعليم د شرحې زياتوالي د ښځو پۀ خلاصون او خپلواکۍ کښې کوم نقش تر سره کړوو. برعکس نننی ښځينه لېنډ سکېپ تر پرون پۀ څو چنده پۀ فکري لحاظ تنګ و تاريک او پلارواکه جوړښتونو ته ژمن معلومېږي. هم دغسې پۀ ټولنه کښې د ترقۍ او تعليم زياتوالي هېڅ د ښځو خلاف د تشدد او د ښځو د حقونو د پامالۍ پۀ مخنيوي کښې د پرمختګ کوم مثال قائم نۀ کړی شو. يوې ساختياتي ستونزې ته دا برڅېرن برخورد تر يوۀ حده د لبرل مارکیټ پۀ ګټه ضرور تمام شو خو د ښځو د اختيار سوال هم هغسې پر ځای پاتې شو. د ښځو د حقونو د پاره روانو فيمنیسټ نهضتونو د لوستو او ښاري ښځو د يو محدود تعداد پۀ شخصي ژوند کښې تغيرات خو رامنځته کړل خو پۀ رياست کښې د ساختياتي او پۀ ټولنه کښې د سياسي تحولاتو د پاره ئې نۀ څۀ وړتيا او نۀ ئې هم ژمنتيا کله څرګنده کړه. د دوي د پاره نعره بازي تر کار مهم روزګار دی او د سياست او خدمت پر ځای پروژې موندل او پنځول ئې يوازينی مقصد دی. لکه څنګه چې د دې ليکنې پۀ پېل کښې يادونه شوې، پۀ پاکستان غوندې زورواکو ریاستونو کښې عامې او خواريکښې ښځې د ملک دننه د واکمنو ښځو او ښاري او مرکزي علاقو د فيمينسټانو لۀ نا انصافۍ سره هم مخامخ وي. پۀ نننۍ نړۍ کښې رواج فيمنيزم پۀ لوی سر کښې تر ښاري علاقو او مټرو-پوليټن پورې محدوده بيانيه او حرکت دی. د ښځو د خلاصون او خپلواکۍ تر نعره لاندې چې څومره هم ښځينه فعالانې دي، يوه هم پکښې و نۀ ليدل شوه چې د رسنيو او معلوماتو پۀ دې دور کښې ئې د الف جان خټکې غوندې لويې خدائي خدمتګارې مرګ د هغې قافلې د يوې مخکښې غړې پۀ توګه اخستی وي چې اووۀ لسيزې مخکښې ئې د ښځو د خلاصون او خپلواکۍ د مبارزې پۀ لار کښې مشالونه بل کړي وو. دوي ځکه داسې و نۀ کړل چې د الف جان خټکې تعلق لۀ يوې ضمني او کليوالې علاقې سره ؤ، هغه يوه پښتنه وه، ملتپاله وه او نسبت ئې د باچا خان لۀ تحريک سره ؤ. د الف جان خټکې پۀ حواله کښې هېڅ هم د مارکېټ او مېټرو-پوليټن د ارزښت نۀ وو. د روان کال د جولايۍ پۀ مياشت کښې د پښتونخوا صوبې پۀ نوو ضلعو )پخوانيو قبائلي سيمو( کښې پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل د صوبائي اسمبلۍ انتخابات وشول. عوامي نېشنل ګوند پۀ خېبر ضلع کښې يوې ننګيالۍ مېرمنې ناهيد اپريدۍ ته ټکټ ورکړی ؤ. هغه د خپل ګوند لۀ نارينه او ښځينه ملګرو سره کلي پۀ کلي، کوڅه پۀ کوڅه، حجره پۀ حجره او کور پۀ کور د خپل انتخابي کمپاين پۀ لړ کښې ګرځېده، انتخابي رېليانې ئې کولې او غونډې ئې جوړولې خو هېڅ يوه ښځينه يا نارينه فيمینسټ ئې د سوشل مېډيا د پوسټ تر حده هم مرسته و نۀ کړه. دا خلق پر هر ځای، پر هره موقع او پۀ هره دستوره کښې دا چغې لۀ کلونو وهي چې پۀ سياست، سياسي ګوندونو او سياسي فعاليتونو کښې ښځو ته استازيتوب نۀ ورکول کېږي خو دوي پۀ خپله چري هم د کوم سياسي عمل مرستې ته تيار نۀ ښکاري. حقيقت دا دی چې کۀ ښځو ته نن هم کوم لږ و ډېر استازيتوب پۀ دې ملک او ټولنه کښې حاصل دی نو د سياسي ګوندونو لۀ برکته دی. ناهيد اپريدۍ چې د کوم ګوند پر ټکټ انتخاباتو ته ولاړه وه، د هغه ګوند مخکښانو ښځو ته د مساوي نمائندګۍ د حق ګټلو سياست يوه پېړۍ مخکښې پېل کړی ؤ. الف جان خټکې پۀ اوله فرورۍ 1946 کښې باچا خان ته پۀ خپل يو خط کښې ليکلي دي:
مونږ د احمدي بانډې يو څو جينکۍ پۀ ډېر صدق او اخلاص سره تاسو ته هرکلی وايو او ستاسو ډېره ډېره شکريه ادا کوو چې تاسو پۀ دې سړو سيلو کښې خپل ارام او اسائش پرېښی دی او زمونږ ناپوهه قوم د پوهولو د پاره مو دورې شروع کړې دي او داسې دورې د پینځلسو شلو کالو نه پۀ دې صوبه کښې تاسو کوئ. کۀ زمونږ مشرانو زلمو کښې څۀ لږ ډېر اهليت وی نو دا ځل به ستاسو د دورې ضرورت نۀ وی پېښ شوی او خدائي خدمتګاران ممبران به لکه د هندوانو اسمبلۍ ته بلا مقابله لاړ وو مګر مونږ ګورو چې پۀ هر سيټ باندې مقابله ده. خدای دې زمونږ مشرانو ته هدايت وکړي چې دوي پۀ خپل سود او زيان پوهه شي.
خوږه مشره! زمونږ دا ځل دې خبرې سره ځکه دلچسپي پېدا شوه چې مونږ هم خپلې نامې د ووټرانو پۀ فهرست کښې وکتلې او مونږ هم پۀ دې خبره پوهه شو چې د حکومت پۀ جوړولو کښې زمونږ هم برخه شته. دا حق خو تاسو مونږ له راکړو مګر د دې حق پۀ استعمال باندې تر اوسه پورې زمونږ زلمي هم نۀ دي پوهه نو مونږ د کوهي چيندخې به څۀ پوهه شو. د دې د پاره د ډېر عقل او فکر ضرورت دی او عقل پۀ علم سره پېدا کېږي او زمونږ خو د علم دا حال دی چې پۀ دې کلي کښې پۀ مشکل سره څلور پينځۀ جينکۍ “پښتون” لوستلی شي.11
کۀ د پښتنو اوسني ژوند او حېثيت ته وګورو نو هم لۀ دغو ستونزو سره مخامخ دي کومې چې الف جان خټکې باچا خان ته پۀ خپل ليک کښې پۀ نخښه کړې دي. د انګرېزانو پۀ هندوستان کښې کۀ خدائي خدمتګاران بلا مقابلې اسمبلۍ ته نۀ وو رسېدلي خو پۀ اکثريت سره اسمبلۍ ته ضرور رسېدلي وو. پۀ اوسني پاکستان کښې د خدائي خدمتګارانو د بچو دا صورتحال دی چې فوجيان پۀ زور ورڅخه د ووټونه بکسې وړي او د يوۀ داسې چا پۀ حق کښې ئې لۀ جعلي ووټونو ډکوي چې لۀ دې خلقو او خاورې سره ئې تر لرې لرې پورې څۀ تعلق نشته – نور خو نور د باچا خان کړوسۍ يعنې د اسفنديار ولي خان لور چې د 2018 پۀ انتخاباتو کښې ئې پۀ چارسده کښې د خپل پلار د پاره د انتخاباتو پۀ ورځ د پولنګ اېجنټې پۀ توګه خدمات تر سره کول، چې کله ئې لۀ پريزائډنګ افیسر څخه د فارم ۴۵ غوښتنه وکړه نو افیسر پۀ پولنګ سټېشن کښې موجود فوجي ته ږغ وکړ او فوجي پۀ خپله مخصوصه بد معاشه لهجه د اسفنديار خان لور ته ووئيل چې يوه خبره پۀ خلاصو غوږو واوره، کۀ خپل عزت درته ګران وي او لۀ تا سره چې دا کومې ځوانې نجونه دي، د دوی عزت درته ګران وي نو پۀ خاموشۍ سره لۀ دې ځايه لاړه شه12. د فوجيانو رول يواځې د ووټونو پر بکسو تر قبضې پورې محدود نۀ دی بلکې د پښتنو پۀ وطن کښې پر ټولو شتمنيو او سياسي معاملاتو باندې د دې دفاعي ادارې غلبې يو داسې صورتحال رامنځته کړی دی چې پښتانۀ ئې پۀ مجموع کښې د ژوند او مرګ لۀ ستونزې سره مخامخ کړي دي. نن د ښځينه سوال هېڅ يوه معقوله تشريح د دې ادارې د رول لۀ کتلو پرته ممکنه نۀ ده ځکه چې د ښځو د پاره تر پلارواکه جوړښتونو پۀ څو چنده زيات دوزخي جوړښت د دې ادارې پۀ ولقه کښې د فعال زورواکه رياست لۀ خوا رامنځته شوی دی او پۀ دې جوړښت کښې بې کوري، بې عزتي، تشدد او زور زياتی د يوې داسې کچې دی چې د پخواني کليوال او روايتي ژوند سختۍ ئې پۀ وړاندې هېڅ دي. لۀ بابړې د ماسټر ښائسته محمد تر کور پورې او بيا تر خېسور پورې چې د الف جان خټکې د قام پر لوڼو کوم جبر تېر شوی دی او لا روان دی، دا لۀ مونږ څخه د خدائي خدمتګارانو او الف جان خټکې پر پلونو د تګ تقاضا کوي. د ښځو مبارزه نن يواځې تر تعليم او ټولنيزې اصلاح پورې محدوده نۀ شي پاتې کېدې، بلکې د دې مبارزې ساحه به اوس ځينو بنيادي ساختياتي سوالونو ته پۀ هر صورت پراخول وي.
دا د نرانو او ښځو او هم داسې د نرښځيانو ګډ مسئوليت دی چې پر پاټکيزو او غېر مساوي اړيکو باندې ولاړ نظام پۀ بشپړه توګه بدل کړي. د سرمايه دارۍ، پلارواکۍ او رياست جبر راوړی کړاو زمونږ د شريکې تجربې برخه ده، هم داسې د صنفي امتياز پۀ شمول لۀ ټولو ناانصافيو څخه د پاکۍ نړۍ د پاره زمونږ شريکه مبارزه پکار ده. 13
دا پۀ دې چې دې نظام کۀ هر څو تر ټولو زيات ښځې او نرښځي ځپلې دي خو سړو هم پکښې څۀ ګټه نۀ ده وړې. د ګټې کور يواځې د لاهور دی. د پښتنو د پاره “ګور او اور او پېښور درې واړه يو دي”. د تشدد او زور زياتي د دې نظام د پاره نر، ښځي او نرښځي درې واړه يو دي او د درېو واړو وينه ځبېښي. پۀ شريکه ورڅخه خلاصېدلی شو. پۀ لار د باچا خان، پۀ لار د خدائي خدمتګارانو، پۀ لار د س ب ب او الف جان خټکې او پۀ لار د عوامي نېشنل پارټي.
مأخذونه:
(1). Jayawardena, Kumari. (2016). Feminism and Nationalism in the Third World. Verso, London, P. 254
(2). ګېرس، ګ. ف. 1364)ش(. د مېړني اولس ادبيات. مترجم: سرمحقق محمد اکبر معتمد شينواری. د قومونو او قبائلو وزارت د نشراتو او تبليغاتو رياست، مخ 136
(3). Banerjee, Mukulika. (2000). The Pathan Unarmed: Opposition and Memory in the North-West Frontier. New Delhi: Oxford University Press, P. 98
(4). Banerjee, Mukulika, ibid, P. 99
(5). Shah, Sayed Wiqar Ali. (2015). Ethnicity, Islam and Nationalism: Muslim Politics in the North-West Frontier Province (Khyber-Pakhtunkhwa) 1937-1947. NIHCR Publications, P. 203
(6). خټکه، الف جان. 9) اکتوبر (1946. پېرنګي بيا وغولول. “پښتون”، پېښور، مخ 12
(7). Abu-Lughod, Lila. (2013). Do Muslim Women Need Saving? Harvard University Press, London, England, Pp. 35, 46-49
(8). خټکه، الف جان. 1) جولائي (1946. انعامي نظم. “پښتون” پېښور، مخونه 12-14
(9). Tribune Report. (October 5, 2019). Twitter slams govt’s double standards after burqa distribution in K-P school. https://tribune.com.pk/story/2072749/4-twitters-slams-govts-double-standards-burqa-distribution-k-p-school/
(10). خټکه، الف جان. (24 جون 1946). د پښتون ليډر څوک پکار دی. “پښتون” پېښور، مخ 23
(11). خټکه، الف جان. 1) فروري (1946. د يوې جينۍ خط. “پښتون”، پېښور، مخونه 7-8
(12). Khan, Asfandyar Wali. (July 27, 2018). Press Conference About Elections 2018. https://www.youtube.com/watch?v=eByldtwvfgI
(13). Kakar, Khan Zaman. (March 31, 2019). Why I Marched. The News on Sunday, http://tns.thenews.com.pk/marched/#.XZwPOFUzbIV