عبداللّٰه جان اسیر یو پیاوړے ادبي شخصیت – م ر شفق

شخصیانه

د مندڼ یوسفزو علاقه کښې، د مردان صوابۍ څلور کلي “ټوپۍ”، “زېده”، “هوتي” او “طورو” د یوسفزو د مشرۍ مرکزي ځایونه وو.

زېده کښې اتۀ ملکۍ وې. عبدالله جان اسیر د زېدې دغو ملکانو یوه معتبره کورنۍ کښې پۀ 14 جولائي 1910ز زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې خان مقرب خان 1960-1890)ز( ؤ چې یو لوستے او د علاقې سپین روبے شخصیت ؤ.

اسیر صاحب د کلي مدرسه کښې 1916ز نه تر 1921ز څلورم ټولګے پۀ امتیازي شان پاس کړو. بیا د نوښار اسلامیه هائي سکول کښې داخل کړے شو. دوه میاشتې ئې تېرې کړې وې چې پۀ میعادي تبه )ټائیفائید( ناروغه شو. تبه ئې اوږده شوه نو بېرته کلي ته راغے. دې مهال کښې د کلي د مدرسې درجه فارسي لوئر مډل ته اوچته کړې شوه. یوه ورځ د تعلیم د محکمې افسر میر کریم بخش د امتحان اخستو د پاره زېدې ته راغے. د خپل پلار پۀ سفارش اسیر صاحب هم امتحان کښې شامل شو او ډېر ښۀ پاس شو. دغلته ئې د شپږم ټولګي پورې سبق ووې. پۀ 1923ز کښې اسلامیه کالجېټ سکول پېښور ته بوتلے شو. “خان بهادر شاه عالم خان” )هېډماسټر صاحب( ترې د امتحان پۀ توګه لږ څۀ تپوسونه وکړل نو دا هلک ورته ډېر ذهین ښکاره شو. پۀ جونئیر کلاس کښې د داخلېدو پۀ ځاے ورته اووم ټولګي کښې داخله ورکړې شوه.  پۀ دې خیال چې د پنځم او شپږم ټولګي د انګرېزۍ کمے به پوره کړے شي، خو د اسیر صاحب د خپلې وېنا مطابق، د دې فېصلې پۀ وجه د اعليٰ تعلیم نه محروم پاتې شو. لویه وجه ئې دا ده چې پنځم شپږم کښې ئې “رومن” زده کړې وه او د رومن پۀ قاعده به ئې انګرېزي لفظونه لوستلي شو. د انګرېزۍ لفظونو صحیح تلفظ ورته نۀ ؤ ښئیلے شوے. نو Night )نائټ( ته به ئې “نېغت” او Knife )نائف( ته به ئې “کنیف” وئیل. پۀ داسې تلفظ به ورپورې د کلاس هلکانو خاندل. د دې لۀ کبله دۀ کښې احساسِ کمتري پېدا شوه او د انګرېزۍ نه ئې زړۀ تور شو.

انګرېزۍ کښې د ناکامه کېدو پۀ وجه ئې لسم پاس نۀ کړے شو، خو نورو مضامینو اردو، تاریخ، جغرافیه او پۀ خصوصي توګه “حساب” (Maths) کښې ښۀ قابل ؤ او انعامونه به ئې اخستل. د استاذۍ امتحانونو کښې انګرېزي نۀ وه نو د JV او SV امتحانونو کښې پۀ امتیازي نمبرو پاس شوے ؤ او بیا سکولونو کښې یو بهترین استاذ منلے شوے ؤ.

عبدالله جان اسیر پۀ نهم ټولګي کښې سبق وئیلو چې فارسۍ کښې ئې یو غزل ولیکلو. دغه غزل د دۀ ملګرو خپل یو شاعر او سخن فهم استاذ سید قمر علي شاه صاحب ته وښئیلو. هغۀ ورله پۀ ټولو شعرونو چرخۍ راکښلې خو یو شعر ئې زیات خوښ کړو. “اسیر صاحب” ئې راوغوښتو. پۀ ملا ئې وټپولو او پنځۀ روپۍ انعام ئې ورکړو. شعر دا ؤ:

دلے پُر حسرتم  در یادِ تو ہر دم ہمی گوید

ترا راضی کنم لاکن مرا  ایں فن نمی آید

 

استاذ دا مشوره هم ورکړه چې تۀ پۀ اردو کښې غالب او پۀ فارسۍ کښې سعدي یا حافظ شیرازي خو نۀ شې جوړېدے، البته کۀ پۀ خپله مورنۍ ژبه پښتو کښې خواري وکړې نو د خوشحال خان خټک او رحمان بابا ځاے به ونیسې. دغسې مشوره امیر حمزه خان شینواري ته خپل پیر مرشد عبدالستار باچا صاحب ورکړې وه چې د اردو پۀ ځاے خپلې پښتو کښې شعر وایه. هغوي چې د خپل مرشد پۀ وېنا عمل وکړو نو “د غزل بابا” ومنلے شو.

“عبدالله جان اسیر” هم د خپل استاذ خبره د ذهن پیڅکي پورې وتړله او لږه موده پس د نامې جامې څو یاد هغو شاعرانو پۀ صف کښې شامل شو.

لا نوے زلمے ؤ چې د ازادۍ تحریک سره ملګرے شو. د خدائي خدمتګار تنظیم “پښتون” رساله کښې به د “اسیر صاحب” نثري لیکونه او نظمونه شائع کېدل.

ازاد به کله الٰهي قوم د افغان ووینم

اختیار به کله پۀ خپل کور کښې د خپل ځان ووینم

فخرِ افغانه! کۀ د جنګ حکم دے وکړو چرې

وړومبے شهید به پۀ مېدان عبدالله جان ووینم

عبدالله جان “اسیر” صاحب مارچ 1937ز کښې د SV امتحان پاس کړے ؤ. دغه وختونو کښې د استاذۍ د زدکړې پۀ مهال کښې ئې اردو کښې د ریاضۍ یو کتاب د “دلچسپ حساب” پۀ نوم چاپ کړے ؤ. “پښتون” رساله کښې به د اسیر صاحب مشهوره ډرامه “درسِ عبرت” قسطونو کښې چاپ کېدله. دغه ډرامه مارچ 1937ز کښې د سر صاحبزاده عبدالقیوم خان پۀ مالي مرسته کتابي شکل کښې چاپ شوه. پۀ دې ورله حکومت انعام ورکړے ؤ او د ټیچر ټرېننګ سکول پېښور طالب علمانو پۀ تهکال کښې د ارباب شېر علي خان پۀ حجره کښې دا ډرامه سټېج کړې هم وه.

 پۀ کال 1937ز چې د پېښور اسلامیه هائي سکول کښې استاذ ؤ، نو د اسیر صاحب وړومبۍ شعري مجموعه “د سپرلي ګل” د لاهور پیکو اٰرټ پرېس نه چاپ کړه. وروستو پنجاب پوهنتون دواړه کتابونه “درسِ عبرت” د اېف اے د پاره او “د سپرلي ګل” د لسم ټولګي نصابي کورس کښې شامل کړل.

هم دغه وخت کښې چارسده هائي سکول کښې استاذ ؤ چې پۀ “سیاسي جرم” کښې کانګرس حکومت د ملازمت نه برطرف کړو نو دے مسلم لیګ کښې شامل شو او تحریکِ پاکستان سره کلک ملګرے شو.

محمد علي جناح صاحب پۀ ډیلي کښې د مسلم لیګ یو کنونشن بللے ؤ. “اسیر صاحب” د شرکت د پاره ډیلي ته لاړ. د نواب زاده لیاقت علي خان پۀ وېنا ډیلي کښې پاتې شو چې د مسلم لیګ د پاره پښتنو کښې کار وکړي. هم دې دوران کښې اٰل انډیا رېډیو نوي ډیلي د خبرونو څانګه کښې یو ځاے خالي شو او اسیر صاحب پۀ دغه ځاے بهرتي کړے شو.

تعلیم خو نیمګړے نیمه خوا ؤ. زیاته مطالعه به ئې کوله او کومه انګرېزي چې ئې سکول کښې نۀ شوه زده کولې، هغه ئې پۀ زیات محنت او ذهانت پۀ خپل ذاتي کوشش زده کړله او بیا د انګرېزۍ نه پښتو کښې د ترجمې ماهر منلے او ستائیلے شو.

پاکستان چې جوړ شو نو لاهور ته راغے او بیا پۀ کال 1949ز کښې ئې کراچۍ رېډیو سټېشن کښې د پښتو خبرونو څانګه کښې وظیفه ترسره کوله. دغه زمانه کښې د پښتو خبرونو څانګې سره وابسته شخصیاتو کښې د مولانا عبدالقادر، ودود جان صاحب، ایاز داودزے، محبوب علي خان، پیر انور بادشاه )کوهاټ(، میا منتظم شاه کاکاخېل، شمس الدین خان، جعفر خان، کامران خان )مردان( چې یو فلمي اداکار ؤ، ګوهر رحمان ګوهر، ښاغلے سلطان بهادر د هنډ، او بیا نورو کښې بهره مند بحر، شبیر احمد خان، نواب علي خان یوسفزے، عبدالکریم عابد، ظفر زهیر، عنایت ګل هم وو. د “اباسین” مجلې مدیر ښاغلے غلام قادر صاحب، د هغۀ ورور پروفېسر عبدالغفور صاحب به هم د خبرونو ترجمه کوله. زمونږ د پخواني سپروائزر ښاغلي شمس الدین خان د خولې ما څو څو ځله اورېدلي دي چې اسیر صاحب به ډیوټۍ له راغے نو د انګرېزۍ خبرونو پاڼه به ئې پۀ غور وکتله او بیا به ئې پښتو کښې داسې روانه بامحاوره ژبه کښې خبرونه تیار کړل چې د اعتراض ګنجائش به پکښې نۀ ؤ. سلطان بهادر صاحب ئې د علاقې ؤ نو چېړچاړ به ئې ورسره کولو خو “اسیر صاحب” چا هم نۀ شو ګېرولے او خپله برتري به ئې قائمه ساتله.

یو ځل داسې ناروغه شو چې خبرې ئې نۀ شوې کولې. “لقوه” ورته شوې وه. یاران تپوس له ورغلل. میا منتظم شاه کاکاخېل خوا له ورنزدې شو، وئیل ئې “توبه توبه! زۀ دا څنګه ومنم چې “بادشاه سلامت” هم )نعوذُ بالله( ناجوړه کېدے شي.

زما ورسره دوه ځله 1978/77ز کښې لږه شېبه ملاقاتونه شوي وو. اخبار کښې خبر راغلے ؤ چې معروف شاعر او ادیب عبدالله ان اسیر صاحب د پنډۍ جنرل هسپتال کښې داخل دے. وزیر اعظم او د اطلاعاتو وزیر د هغوي د صحت د  پاره دعا غوښتې ده او د هسپتال چارواکو ته وېنا شوېده چې د اسیر صاحب د علاج معالې پوره پوره خیال وساتي.

د رېډیو پاکستان د پښتو خبرونو مشهور ویاند انور علي صاحب سره زۀ هم تپوس له ورغلے وم. پۀ رنګ جوثه کړۀ وړۀ سور سپین ښکلے او خوږ دروند شخصیت ؤ. وئیل ئې د طبي معائنې د پاره راغلے وم. د پرېس انفارمېشن ډېپارټمنټ یونس سیټهي صاحب ته مې اطلاع ورکړې وه. د هغوي د خبر خورولو دا فائده وشوه چې د هسپتال عمله چمتو شوه او زما باقاعده خیال لحاظ ساتي.

پۀ دوېم ځل د انور علي صاحب د مور پۀ وفات دعا غمرازۍ له زېدې ته تلي وو نو د اسیر صاحب سلام ته حاضر شوي وو. دروند خوږ لۀ کوره بهر ته راغے، بیا ئې خپله ډېوډۍ کښې کښېنولو. د شمس الدین خان نه ئې د پښتو خبرونو څانګې پوښتنې کولې. د هغۀ پخواني ملګري هغه وخت ژوندي وو. د میا صاحب منتظم شاه پوښتنه ئې پۀ خصوصي توګه وکړه. وئیل ئې ما اورېدلي دي چې د پښتو یونټ سپروائزر مقرر شوے دے؟ ما ورته ووئیل، “جي زمونږ سپروائزر خو اوس شمس الدین خان دے، میا صاحب نیوز ایډیټر دے.” اسیر صاحب راته پۀ غور غور وکتل. وئیل ئې، “تۀ به ئې څۀ پېژنې؟ زۀ منتظم شاه یادوم ــــ هغه او نیوز ایډیټري؟ خو چا رښتیا وئیلي دي “ڪَبَّرني مَوتُ الْڪُبراء” )زۀ د لویو خلقو تلین لوے کړم(.”

بهره مند بحر صاحب به کراچۍ کښې یو فلمي اخبار له کالم لیکلو او د فلمي ستورو پۀ حقله به ئې ادبي خاکې لیکلې. “دکهي پرېم نګري” سره ئې اشنائي وه. وائي چې پۀ اسیر صاحب مې خاکه لیکلې وه، هغۀ چې ولوسته نو خوښه ئې نۀ کړله. وئیل ئې دې کښې “اسیر” چرته دے؟ دا خو ټول “بحر بحر” دے. زما پۀ نوم دې خپل ځان ستائیلے دے او زما صفت دې پۀ کښې کم کړے دے.”

پۀ دې حواله د عبدالله جان اسیر صاحب د رویې پۀ حقله د ملګرو عام تاثر دا ؤ چې ګنې اسیر صاحب ځان ته خوښ دے او د بل چا معتبري نۀ مني ـــ تر دې چې کله ئې د علامه اقبال “بالِ جبریل” ترجمه د “پلوشې” پۀ نوم د پښتو اکېډمۍ پۀ وېنا وکړه او هغوي کتاب چاپ نۀ کړو نو مولانا عبدالقادر صاحب سره ئې هم ښکر اړم کړے ؤ او اخباري جنګ ته ئې بډې راکښلې وې، خو “مولانا” پرې خاموشي اختیار کړې وه. دغه کتاب اسیر صاحب بیا پۀ خپله چاپ کړو. لیکي:

“لږو ورځو کښې د دې دوه ایډیشنونه چاپ شو او لاس پۀ لاس خرڅ شو.”

اسیر صاحب د خپل دې عادت “سپیناوے” پۀ خپله کړے دے او دا د هغوي د ژوند اخري ایام وو. اعتراف کوي )”پښتو” مجله، اعتراف نمبر، 1978ز(:

“د څپېړې د ګزار جواب به مې پۀ سوک ورکولو،دې ته به خلقو زما خودسري وئیله…..”

“زما دوستانو پۀ ما قسم قسم الزامونه لګول. چا به وې متکبر دے، چا به وې مغرور دے، چا به وې کم عقل دے ـــ غرض دا چې ګڼې خولې او زۀ یواځې ـــ خو زۀ نن پۀ جار وایم چې والله کۀ پۀ ما کښې یو بڅرے تکبر یا غرور وي ـــ صرف دا بد لا ښۀ عادت راکښې اوس هم شته چې کۀ ما سره چا د احساس برترۍ اظهار کړے دے او زۀ ئې کمتر ګڼلے یم نو بیا زما نشه تر اسمانه رسېدلې ده او دې عادت ما ته پۀ ژوند کښې عظیم نقصانات رارسولي دي.

اسیر صاحب دا هم لیکلي دي:

“زما د خپل کلي زلمي زما نه خفه دي چې زۀ د هغوي د شاعرۍ ډاډګیرنه نۀ کوم….. زما دوي ته نصیحت دے چې اول خپل تعلیم ته توجه وکړئ، تعلیم چې مکمل کړئ نو کۀ تاسو کښې خداے د شاعرۍ ماده ایښودې وي، خود به خود به څرګنده شي.”

د اسیر صاحب پۀ خیال زیات شمېر طالب علمان پۀ تُک بندۍ ځان د کار نه وباسي.

د رېډیو پاکستان د ملازمت نه پس اسیر صاحب د اولسي خېر ښېګړې “وېلج اېډ پروګرام” کښې PRO (افسر تعلقات عامه) مقرر کړے شو ـــ خو دا عهده ئې خوښه نۀ شوه. کال 1961ز کښې سنټرل پبلک سروس کمېشن ایډیټر وټاکلو او کوئټه کښې ټرائبل پبلسټي ارګنائزېشن محکمې سره شو. دغلته ئې د پخواني سفارت کار او د پښتو ژبې لیکونکي مینه وال، د زروبۍ کلي “امیر عثمان خان” پۀ مرسته ئې د پښتو میاشتنۍ مجله “اولس” جاري کړه. “اولس” نوم ورله اسیر صاحب پۀ خپله خوښ کړے ؤ. دسمبر 1962ز کښې چې پېښور ته رابدل شو نو د محمد یونس سیټهي صاحب پۀ سرپرستۍ کښې ئې کار شروع کړو او د میاشتنۍ “جمهور اسلام” مدیر وټاکلے شو.

پۀ 1965ز کښې د ملازمت نه رېټائر شو. د عبدالله جان اسیر صاحب پۀ تصنیفاتو کښې “درسِ عبرت” ډارمه، “د سپرلي ګل” او “د زړۀ قطرې” شعري مجموعې، “محمد عربي” صلي الله علېه وسلم (د اردو نه پښتو ترجمه)،  “پلوشې” (د “بالِ جبریل” نه منظوم ترجمه)، “درسِ عمل” (نثر) [پۀ دې کتاب ورته صدر جنرل محمد ایوب خان انعام ورکړے ؤ]، “میر علي ټهګ” (ناول) او “زمین سے نیچوں تک” (اردو ناول) زیات مشهور دي.

دا کتابونه اوس عام بازار کښې لاس ته نۀ راځي، خو د عبدالله جان اسیر صاحب قجیرې لوڼه محترمه فهمیده اسیر او محترمه فریده اسیر د مننې او ستائینې جوګه دي چې د خپل ننګیالي پلار او نومیالي ادیب شاعر کتابونه یو ځل بیا د طباعت پۀ کالیو ښائسته کوي. دغو کښې زما د معلوماتو مطابق “درسِ عبرت”، “د سپرلي ګل” او اردو ناول “زمین سے نیچوں تک” بیا چاپ شوي دي. “د سپرلي ګل” سریزه د جهانګیري یو لوے عالم مولانا محمد لطف الله دېوبندي لیکلې ده. مولانا د اسیر صاحب د شاعرۍ تنقیدي جائزه اخستې ده. دوي د قومي رجحاناتو پۀ حواله ئې اسیر صاحب “یو پښتون قام پرور” او د اسلامي فکر او دیني عقائدو پۀ لحاظ د فارسۍ شاعر “ابنِ یمین” سره همڅنګ ګڼلے دے. د مولانا لطف الله صاحب دېوبندي خیال دے چې اسیر صاحب پۀ خپله شاعرۍ کښې ځاے پۀ ځاے د علامه محمد اقبال خوشه چیني هم کړې ده، خو دومره پۀ هنرمندۍ چې ترجمه نۀ ښکاري او د اصل ګمان پرې کولے شي. د “مولانا” پۀ فکر، د اسیر صاحب شاعري، قامي او مقصدي ده او د دۀ د یوسفزو ټېکسالي ژبې ستائینه ئې کړې ده.

“درسِ عبرت” (1937ز) د عبدالله جان اسیر صاحب یوه د اعليٰ پایې ډرامه او نۀ هېرېدونکې ادبي کارنامه ده چې د خپل وخت مشهورې ډرامې “د وینو جام” (1935ز) سره سیالي کولې شي. دې ډرامه کښې چې اسیر صاحب د ټولنیز ماحول او مختلفو کردارونو پۀ مناسبت کومې رباعۍ، لوبې، سندرې او بدلې شاملې کړې دي، پکار دي چې زمونږ د اوسني دور سندرغاړي سردار علي ټکر، ګلزار عالم، هارون بادشاه، وهاب درد، سردار یوسفزے (اله ډنډ ډېرۍ)، نازیه اقبال او شبنم او نغمه پۀ خپلو اوازونو او نوو سازونو کښې اولس ته وړاندې کړي. خپل وخت کښې به دا سندرې اولسي مجلسونو کښې وئیلې شوې. پۀ کور دننه سندرغاړو جینکو به ودونو او ښادیو خوشحالیو کښې خوښولې او وئیلې ـــ ولې اوس د نوي دور فنکاران کۀ ورته پاملرنه وکړي نو د اسیر صاحب لیکلې سندرې به ورته نن هم نوې نوزې وښکاري. د مثال پۀ توګه:

(1            پۀ دیدن موړ شوې کۀ مخ بیا درواړومه

                ودرېږم کۀ ځمه؟

                یه د جومات توره طالبه!

                ما له تعویذ د نیم سیري وکړه مئینه

                ودرېږم کۀ ځمه؟

(2         تور زلفان د یار دي

                سپین ئې اننګي ـــ مۀ راوړه منګي

                ما ته به دې ملا شي

(3            [پۀ تېره تېره دا سندره خو پۀ حجرو مېلسونو کښې زیاته مشهوره وه او کۀ پۀ ښکلي ساز او اواز کښې ووئیلې شي نو نن به هم د خلقو خوښه شي]:

                غاښ مې وتلي، ږیره سپینه چې راویښ شمه له خوبه

                توبه د بوډاتوبه

ډرامه کښې د خوند رنګ زیات شمېر مزاحیه ټپې هم د هېرېدو نۀ دي.

هسې خو عبدالله جان صاحب “اسیر” پۀ کال 1968ز کښې پۀ زیابیطس )شوګر( ناروغه شوے ؤ او د “وینې فشار” )بلډ پرېشر( ئې ښۀ زیات شوے ؤ ـــ پۀ دیارلسم نومبر 1978ز د زړۀ دوره ئې د مرګ بهانه شوه او پۀ حق ورسېدو.

الله پاک دې ورله جنتونه ورکړي )امین( ـــ عمر ئې دغه وخت اتۀ شپېتۀ (68) کاله ؤ. خپل کلي زېده )صوابۍ( کښې خاورو ته وسپارلے شو. پۀ ګور ئې نُور شه.    )اسیر(

پۀ نغمو مې عالم خاندي، زۀ پرې ژاړم

هور لۀ خپله تنه اخلم، موسیقار یم

یادګیرنه:

د ښاغلي شخصیت نګار م.ر.شفق پۀ دې لیکنه کښې باید دا یو سپیناوے وشي چې د ارواښاد عبدالله جان اسیر صاحب “سیاسي جرم” څۀ ؤ؟

د ارواښاد عبدالله جان اسیر صاحب د انګرېز دوسته سیاستوالو سره ډېر نزدیکت ؤ. دغه نزدیکت د شخصیانه لیکونکي دې لیکنه کښې هم ښکاري. د سرکاري ملازمت دوران کښې سیاسي هلې ځلې د ګورنمنټ اٰف انډیا اېکټ تر لاندې غېر قانوني وې )اوس هم دغه بندېز شته(. هر څو کۀ یو وخت ارواښاد عبدالله جان اسیر هر څو د خدائي خدمتګار غورځنګ سره اړیکې لرلې، دا خبره د باور وړ نۀ ښکاري چې د کانګرس حکومت به د نور څۀ “سیاسي جرم” تر مخه د هغۀ نوکري ختمه کړې وه ـــ مونږ د صاحبزاده صاحب تر لارې د لیګي مشرتابې سره د ارواښاد اسیر صاحب د اړیکو جوړېدلو پۀ امکان سترګې نۀ شو پټولې. یقیناً چې د اسیر صاحب هلې ځلې به د صوبائي حکومت د پاره د ستونزو سبب ؤ او حکومت به د متعلقه قانون سره سم د هغۀ ملازمت ختم کړے وي. مونږ د خپلې خبرې دلیل د لوستونکو لټون د پاره د فاضل شخصیت نګار دې لیکنه کښې پرېږدو چې څنګه ارواښاد اسیر صاحب مسلم لیګ کښې اعلان وکړو، څنګه د مسلم لیګ کنونشن کښې لیاقت علي خان هغه ډیلي کښې پاتې کړو او بیا د ارواښاد اسیر صاحب د ملازمتي خدماتو تسلسل هم د لیګي مشرتابې سره د هغۀ د ملګرتیا او باوري کېدو نخښې ښائي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …