پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان

سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون کښې د سفرونو سره سره د هجرت پۀ ازمېښت هم اوړېدلې ده او د ریاستي او دولتي طبقې د جبر ښکار شوې هم ده خو د باچاخان پۀ قول، مایوسه شوې کله هم نۀ ده؛ ځکه چې بابا وائي مایوسي پۀ هغه چا راځي چې د ذاتي یا انفرادي هلو ځلو او مقاصدو لپاره ژوند کوي. سوېتلانا خو خپل ژوند د جنګ ځپلي اولس د تجرباتو د خوندي کولو سره سره نړۍ ته د رسولو قصد کړے دے او دا دے د نن عصر ئې د ادبي زیار او اخلاص اعتراف هم د ادب د نوبېل د انعام پۀ صورت کښې وکړو. د یویشتمې پېړۍ د پینځلسم کال د ادب پۀ شعبه کښې د نوبېل انعام ګټونکې دې لیکوالې د جنګ ځپلې اولس خاطرې، هغه کۀ پۀ مغربي دنیا کښې دي او کۀ پۀ مشرقي دنیا کښې ــــ دې د لسو نه زیاتو کتابونو کښې د جهاني ادب یوه پیاوړې برخه جوړه کړه. د دې د نوبېل انعام د اخستو بعد خپلې خطبې ته “د بائیللي جنګ پۀ حقله” سرلیک ټاکلے دے. زۀ ګڼم چې دا خطبه د دې د ټول ادبي/صحافتي/تجرباتي ژوند ژوندي یاداشتونه او نتیجه خېز نچوړ دے. دا وائي چې ما ته زما د وطن د واکدارانو د سنسر بورډ مشرانو (درباریانو) لیکچر راکوۀ چې ستا پۀ کتاب کښې “هیروز” نشته، د قربانۍ جذبه ختموي؛ تا خو جنګ یو خوفناک عمل ښکاره کړے دے، جنګ خو مرام دے، قرباني (مرګ) خو د ترقۍ او بهادرۍ معراج دے. زما کتاب ئې پۀ کلونو وځنډوۀ! دا د سویت یونین انقلابي اقداماتو ته او د سوشلزم د انعقاد پۀ صورت کښې پۀ اولس روا کړو معمولاتو ته د انساني تاریخ د انسانیت سره یو ناروا ظلم وائي. د افغانستان پۀ جنګ کښې د تېرې پېړۍ د اخري لسیزې نه یو کال وړاندې دا پۀ کابل کښې څو عشرې تېروي او بیا د دې ځاے واقعات پۀ پوره کتاب کښې راڅرګندوي او د واپسۍ نه بعد د خپل کمیونسټ پلار سره زورور اختلاف لري. دا اقرار کوي چې د افغانستان نه پۀ واپسۍ سره زما د کیمونزم پۀ باب له تمامي التباسات رفع شوي وو او زۀ پۀ دې پوهه شوې وم چې مونږ قاتلان یو. دا جنګ یو ناروا او ناولے عمل ګڼي او د دې پۀ ضد د ادبي مبارزې لار خپلوي او پۀ دې لار د څلوېښت کلونو نه زیات سفر کوي او د یویشتمې پېړۍ د دوېمې لسیزې پۀ عېن منځ کښې چې کومه نتیجه راوړاندې کوي هغه زمونږ پۀ خطه کښې جنګ د اقتدار د غټ اقلیم یوه جوړه کړې مصنوعي دوه مخیزه پېښه راښائي او د جنګ پۀ ضد مو ټېنګ ودرېدلو ته هڅوي.

‘افغان ډائري، ظاهر شا ټو طالبان’ مخ 30، د باچاخان بابا پۀ کابل کښې د هندوستاني سفیر سره مخاطبه رانقل کوي چې پښتانۀ افغانان به چرې هم د روس او کمیونزم اطاعت ونۀ کړي. دوي به ومري او چې څوک استطاعت لري، هغوي به هجرت کوي. زۀ به د برژبیف (Leonid Brezhnev) سره هم خبره کوم چې رحم وکړه، زۀ به د رېګن (Donald Regan) سره هم خبره وکړم چې رحم وکړه ـــــ کمیونسټ نۀ صرف د افغانستان خلق وژني بلکې د دې ځاے اونې او بوټي ئې هم راتباه کړل؛ انقلاب پۀ ظلم بدل شوے دے.

سفیره! تۀ ځوان زلمے یې، تا ته د دې ادراک پکار دے چې پۀ افغانستان کښې د غم قیامت راګډ دے. مجاهدین د شپې او روسي عسکر د ورځې قتل و غارت کوي او نتیجتاً پښتون مري، ورکېږي.

د ببرک کارمل پۀ نوم خط کښې باچاخان هغۀ ته یادونه او انتباه کوي چې تۀ خو هغه نۀ یې پاتې چې زما سره د ملاوېدو پۀ وخت څنګه وې. تۀ لږ پۀ خپل اولس نظر وکړه چې اباد شو کۀ برباد؟ د دنیا پۀ کومه خطه کښې چې انقلاب/بدلون/سوشلزم راغلے دے نو هغوي اباد شوي دي، (پکار ده چې اباد وي) لېکن عجیبه خبره نۀ ده چې مونږ ئې برباد کړو؟ انقلاب خو د بدلون نوم دے؛ دا خو نۀ انقلاب دے او نۀ کمیونزم! دا د دوه نړیوال قوتونو جنګ دے او دې جنګ کښې یو ټولګے د روس بل د امریکا جنګ پالي او د دواړه مخه پښتون مري. تا ته پۀ دې پوره غور پکار دے؛ د دې مسئلې حل راویستل پکار دي او قام سره صلاح مشوره پکار ده

ببرک کارمل کے نام باچاخان کا خط، باتین همارے باچاخان کی، ص 36

د اندرا ګاندهي پۀ نوم یو پېغام کښې بابا ورته وائي چې تۀ زما د لور پۀ شان یې او تۀ د نهرو لور یې، د ګاندهي د ملګرو سره دې ژوندژواک دے، پۀ افغانستان کښې سړي او ښځې او ماشومان وژل کېږي، ستا پۀ زړۀ کښې رحم نۀ راځي؟ زۀ درته ډېر پۀ واضحه ټکو وایم چې افغان اولس د د کمیونسټو خلاف دے، هغوي به پۀ افغانستان کښې کمیونزم بحېثیتِ حاکم هېڅ کله قبول نۀ کړي؛ کۀ جنګ ډېر هم وځنډېږي نو اولس به هجرت کوي خو دا نۀ قبلوي.

اندرا ګاندهي کے نام ایک پېغام، باتین همارے باچاخان کی، ص37

پۀ دې بس نۀ کوي؛ بابا د معاصرې نړۍ تحفظ صرف او صرف پۀ عدم تشدد کښې ممکن بولي او پرې د عملي واک لپاره خپل ژوند لوګے کوي.

دا اوس دور کښې به وګورو چې د بابا دا وژن څومره ریښتونے ؤ؟ د واقعیت او قبولیت پۀ لحاظ د بابا خبره سل پۀ سله رسا او ریښتیا وه. د نظري او فکري اړخونو پۀ باب له بابا هم د انقلاب/بدلون/ترقۍ مخالف هېڅ کله نۀ ؤ. هغۀ ته د خپل اولس د نبض ټول ادراک حاصل ؤ.

اېمر کرټش (Imre Kertész) د هنګري نمائنده ناول لیکونکے دے؛ د “هولوکاسټ” د واقعې پۀ تاریخي، معاشرتي او نفسیاتي اړخونو ژور او مستند نظر لري. پۀ خپله د کمیونسټ اقتدار د جبر څو څو کلونه ښکار شوے دے، پۀ قېدي کېمپونو کښې ئې قېد تېر کړے دے. دا سړے پۀ شعوري طور د نالیدلي/مابعداطبعیاتي قوتونو او ټهېکدارانو خلاف دے، د وجود او موجود پۀ بدیهي تقدس ایقان لري او د غېرِ وجود پۀ موجودګۍ د بې ځایه تائید ملګرے نۀ دے. پۀ خپله وائي چې زۀ د باطنیت او تصوف د مکاشفاتو پۀ ځاے د استدلالي تجزیې پلوي یم. دے د هولوکاسټ پۀ باره کښې متعدد ناولونه او افسانې لیکي. د دې واقعې د اجتماعي انساني نفسیاتي ارتقاء کښې د کړۍ د معلومولو یوه هڅه کوي. د دۀ خاندان، وسائل، اقدار او عقائد اګر کۀ د انقلاب پۀ نوم د روان اقدام د لاسه کور و کر دي خو بیا هم د مثبت ارتقائي یون یو پړاو پۀ ګوته کوي خو د معاصر اجتماعي دانش واکدارانو ته یو سوال هم ږدي چې د انسانیت تاریخ د دې مرحلې نه پۀ دا وخت، پۀ ترقي یافته ټولنه کښې تېرېږي ولې؟ دې نه د عبرت یو مقام راوباسي او د یهودي عصبیت پۀ ځاے د یو تخلیقي اساس مرکزیت ته رجوع کوي. پۀ اسانو ټکو د دۀ د ډېرو ډېرو خبرو خلاصه دا ده چې پۀ ماضي دې یو حقیقت پسندانه نظر قائم وي او د شوو تجرباتو د بار بار تکرار کولو نه دې څنډه وشي.

اوس د باچاخان د وژن د دې مرکزي نکتې سره انسلاک کښې یو اړخ د هغۀ د فلسطین پۀ باب له د زمکني حقیقتونو سره سره د تاریخیت پۀ ماحصل ولاړ استدلال نه راجوت شوے موقف دے او بل د معاشرتي ارتقا پۀ یون کښې د تجربې د تکرار نه څنډه ده. بابا د تجربې پۀ باب له وائي چې د تجربې د بالفعل واقعې د مشقت نه ډېره بهتره ده چې د نورو خلقو د شوو تجرباتو نتائج او ارتقاء د خپلو فېصلو پۀ وخت وکاروو، ځکه چې هغوي دې مد کښې د ډېرو تکلیفونو او مصیبتونو نه راتېر وي ـــ یعني انسانیت ئې یو ځل قیمت ادا کړے وي نو دا قیمت دې بیا بیا ولې ادا شي؟ ‘لعلونه ملغلرې’، مخ 33

هیرلډ پنټر (Herold Pinter) یو ډرامه نګار دے. دې نۀ صرف ډرامه لیکي بلکژ د اداکارۍ لپاره د معیاري هدایتکارۍ استاد هم دے. پۀ لسګونو ډرامې ئې لیکلي هم او د پرفامنګ اٰرټ پۀ حقله ئې هم خدمات مسلّم دي. دۀ د برطانیه د ډېرې برخې سفرونه پۀ کلونو کلونو کړي دي. پۀ عالمي سیاست یو ژور نظر او مستنده رایه لري. د بې تحاشا خدماتو پۀ بدل کښې ورته د ادب پۀ شعبه کښې د یویشتمې پېړۍ پۀ پینځم کال د نوبېل انعام هم ورکړے شوے دے. دا سړے چې د نوبېل انعام د اخستو پر مهال کومه خطبه ورکوي، هغه د دې دور د جهاد باللسان لویه نمونه ده. دے وائي چې پۀ عراق د امریکا د حملې جواز هغوي سره د مهلکو اسلحو شتون وګرځولے شو؛ د دې مفروضې لپاره پۀ نړیوال کچ د ایقان مېدان تیار کړے شو، د عراق د القاعده سره تعلق ثابت وښودلے شو او د نائن الېون د واقعې پۀ مجرمانو کښې د دوي لاسونه هم ککړ راثابت کړے شول. دے وائې دا ټول دروغ وو. د امریکا او سویت یونین سره سره د ټولو عالمي واکدارانو پۀ پالیسیو تنقیدي نظر ضرورت د هرچا لپاره لازم بولي. د خطبې پۀ دوران کښې دے یوه خپله خاطره وړاندې کوي چې خلاصه ئې داسې ده چې زۀ پۀ نولس سوه اتیایم کښې پۀ لندن کښې د امریکا د سفارت خانې پۀ یو میټنګ کښې ناست وم. امریکا د دې فېصله کوونکې وه چې پۀ نکاراګوا (Nicaragua) ریاست کښې د خپلې لاس وهنې علمبردار درباریانو ته مزید وسائل او رقم ورکړي کۀ نۀ؟ دے وائي چې زۀ د نکاراګوا د خېرخواهانو د وفد نه وم خو تر ما زیات اهم رکن فادر میټکاف (John Metcalf) ؤ. ده د امریکا له خوا د نمائنده وفد مشر رېمنډ سیټز (Raymond Seitz) چې ورستو بیا سفیر هم جوړ شوے ؤ، ته ووئیل چې زۀ د نکاراګوا د شمال پۀ یوه کلیسائي حلقه کښې ذمه وار مشر یم. زما د حلقو ملګرو یو سکول، یو د صحت مرکز او یو کلتوري مرکز جوړ کړل. مونږ پۀ ډېره مهذبه طریقه پۀ سکون ژوند کوۀ چې څو میاشتې وړاندې څۀ خلقو پۀ دې درې واړه مرکزونو حملې وکړې او هر څۀ ئې تباه و برباد کړل. نرسانو او د سکول زنانه عملې سره ئې بالجبر زناګانې وکړې او پۀ یو ناروا تشدد او ظلم ئې ډاکټران او استاذان قتل کړل. یو بربریت او وحشت ئې وکړو؛ تاسو مهرباني وکړئ د دې مجرمانو سره امداد بند کړئ ـ دا خو ښکاره جاره دهشت ګردي ده! هیرالډ پنټر وائي چې پۀ مجلس یو سکوت طاري شو، رېمنډ سټیز یو ډېر مثبت او خوش اخلاقه شهرت درلود. پۀ سفارتي حلقو کښې ئې ډېر احترام کېدو. دۀ ډېر پۀ توجه د میټکاف خبره واورېدله او د څۀ لږې خاموشي بعد ئې ووئیل چې فادر! یوه خبره درته وکړم؟ پۀ جنګ کښې خو همېشه هم بې ګناه خلق وژل کېږي! دے وائي، کۀ مونږ شو کۀ هغه شو، خپلې خبرې نه وانۀ وړېدو. دے پۀ جار وائي چې د نکاراګوا پۀ ریاست کښې د ظالم اٰمر سره دا امریکه څلوېښت کاله سنګ پۀ سنګ ولاړه وه.

د امت مسلمه پۀ ویړ جهان کښې موجود بې شماره بې قطاره ادیبانو له د سعودي عرب پۀ منافقت او دوه رنګۍ د هیرالډ پنټر نه څۀ زدکړه پکار ده؟

پۀ نکاراګوا کښې یو مذهبي واکدار قتل نۀ شو او پۀ زرګونو اولس قتل کېدو. د اول نړیوال جنګ نه بعد چې امریکا د نړۍ پۀ کوم کوم ګوټ کښې د عسکري علمبردارانو پۀ وساطت څومره څومره قتل غارت کړے دے، هیرالډ پنټر د هغې شماریات پۀ لکهونو کروړونو کښې د خطبې پۀ دوران کښې وړاندې کوي. دلته څوک دا اعتراض هم کولے شی چې د برطانیه سره تعلق پۀ وجه به ئې د امریکا ظلم غندلے وي؛ نو یاده دې وي چې دې بیان کښې ئې برطانیه هم د امریکا سره ولاړه مجرمه بللې ده او سخته غندنه ئې هم کړې ده.

د مشرق وسطيٰ د غمه مړ امریکا د بوګس نعرې پۀ شا د ظلمونو انتها وکړه، د اقتصادي کنټرول د حصول لپاره ئې د دروغو دومره پرچار وکړو چې هغه دروغ خلقو ریښتیا وګڼل. پۀ لکهونو بې ګناه ئې قتل کړل او پۀ لکهونو بې ګناه ئې معذوران کړل. هیرالډ پنټر پۀ دې قناعت نۀ کوي بلکې څو قدمه وړاندې ځي او بش او بلئیر دواړه عوامي قاتلان بولي، پۀ عالمي عدالت کښې پرې د مقدمې تجویز وړاندې کوي. دې لړ کښې بیا د دولتي مکاریو ذکر هم د نظره نۀ غورځوي.

بابا د خپل سیاسي ادراک پۀ مټ خپل اولس ته پخوا د عالمي اسټېبلشمنټ حرکیات پۀ عامه ژبه ور زده کول. د انصاف، سیاسی غرض او انګرېز استعمار پۀ باب له ئې عملي مباره هم کوله او دا هدایات ئې هم ښکاره جاره بیانول چې دا یوه پروپېګنډه ده چې پېرنګې منصف دے. وې به منصف خو محض پۀ هغه ځاے کښې چې چرته ئې د ځان مفاد وابسته وي؛ چرته چې د دوي سیاسي غرض تړلے وي، هلته سوال نۀ پېدا کېږي چې دا مخلوق انصاف وکړي. دوي پۀ سیاسی معاملاتو کښې چرې هم انصاف نۀ دے کړے – تاسو چې څومره غټ ظالمانان پېژنئ، دا تر ټولو لوي ظالمان دي.

‘لعلونه ملغلرې، مخ 82

پۀ واقعاتي راپېښه کښې د بابا د فکر تسلسل پالونکي دا یو سوال ضرور کولے شي چې د بابا ادراک نه یو قسمه توقف ولې اختیار کړے شو؟ د اولس پۀ کور کښې د روان جنګ پۀ حقله خو بابا د عدم تشدد پالنې سره سره د جنګ د فریق جوړېدو نه هم پۀ هر حال لاس اخستل یو مستقل اصول او سنت وو؛ تاریخ به د تحریک او مفکورې د پالنې پۀ دې یون کښې د ټولو حرکیاتو د ترجیحاتو پۀ شا موجود پټ او ښکاره محرکین او محرکات یقیناً چې راڅرګندوي – نو باید چې د بابا د مفکورې او وژن د لحاظ سره پۀ فکري/ عملي او واقعاتي/ نظري اړخونو د وفا سره سره ځان اولس، تاریخ، قام او د بابا اروا ته شرمنده نۀ کړو.

 

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …