د ریاست او تجارت پهٔ لاس د مورنیو ژبو قتلِ عام – پروفیسر سمیع الدین ارمان

‘پۀ کوم وخت او ځاے کښې چې مونږ نن ژوند کوو، هغه راته د جورج اروېل هم هغه د اوشیانا ریاست ښکاري چې د منفیت مثالي ریاست (نېګټیو یوټوپیا) دے. داسې ریاستونو د انسانانو فطري ازادي، برابري، د هغوي تاریخي او کلتوري شناخت نۀ شي زغملے، ځکه ئې یا خو کلتور، ژبه، تهذیبي او تاریخي نخښې وروژني یا بیا د ځائي وګړو د پېژند پۀ نامه یو مصنوعي قامي کلتور تخلیق کړي چې مرام ئې هم هغه د ‘مشر ورور’ وي.

پۀ زړۀ پورې پدیده (مظهر) دا هم ده لکه څۀ ډول چې د لومړني دور پۀ ریاستونو کښې پاچایانو خپل مزے او تړون لۀ خداے سره نښلاوۀ او د هغه وخت مذهبي مخکښانو ئې مرسته کوله ځکه د پاچا پۀ هېڅ یو کار سوال راپورته کول ستره ګناه ګڼل کېده. هم دغه کار نن جدید میډیا او رسنۍ د ریاستي حاکمانو د استحصال او پر دروغو باندې د پرده اچولو لپاره کوي’.

دا اقتباس د ملګري ډاکټر برکت شاه کاکړ د مضمون ‘استعمار ژبه ولې وژني’ نتیجه ده چې هغه د جیورج اروېل د مشهور ناول “1984” د پلاټ پۀ هنداره کښې پۀ خپل چاپېرچل او خپلې ژبې سره روان سلوک باندې رسا رسا منطبق کړے دے.

هم دې تصور ته پۀ عالمي تناظر کښې د کتلو، څېړلو او واضح کولو ضرورت نن هغه ټولو ژبو لپاره فرض دے چې د دنیا نه ئې مخ وروکېږي. د یونیسکو د ‘اټلس اٰف دي ورلډ لېنګوېجز ان ډېنجر اٰف ډس اپېرنګ’ مطابق د نړۍ پۀ شپږ اووۀ زره ژبو کښې د پینځۀ زره ژبو د وروکېدو حقیقي خطره موجوده ده. د دې تحقیق مطابق پۀ افغانستان کښې د درېویشت ژبو حالت ځنکدن ته ورجوخت دے.

دا رنګ د هم دې تحقیق مطابق پۀ پاکستان کښې شپږویشت ژبې د ورکیدو پۀ پړاو ولاړې دي.

د دې دومره غټ بحران ذمه وار څوک دي؟ بحران ورته ځکه وایم چې پۀ علمي دنیا کښې پۀ دې خبره اتفاق دے چې یوه ژبه محض د ابلاغ او ترسیل ذریعه نۀ وي بلکې دا د ثقافت د تحفظ او تشکیل وسیله هم وي. د انساني تاریخ د یوې اجتماعي ټولنې د منفرد ساخت سره سره پکښې د زمانې د بلها پړاوونو حافظه، اقدار او طور طریقې هم خوندي وي. د شناخت یوه فطري او نادره ناویاته سانچه هم وي. د کَکړو لاسونو پۀ تلاش کښې به یقیناً بلها عناصر، عوامل او علل و اسباب پۀ ګوته کېږي خو تر ټولو غټ لامل پکښې ګلوبلائزېشن دے. د دې د زمه وارۍ تر ټول مضبوط استدلال دا دے چې دا یو راپېدا کړے شوے صورتحال دے، فطري تاریخیت او ناګزېریت پکښې نشته. د زېږون پۀ شا ئې سیاسي او تجارتي عوامل ډېر څرګند دي. هم دا وجه ده چې پخوا زمانه کښ د ژبو اعدام د یو بل شان صورت حال نتیجه وه او اوس د یو بل شان پېدا کړے شوي حال نتیجه ده. د ګلوبلائزېشن/عالمګیریت دا تاریخ خو هم د یونانیانو د سکندراعظم پۀ ټوله دنیا د حکومت او اقتدار نه پېل شوے دے. دا ئې اولنے شکل ؤ او د دې پۀ شا سیاسي او عسکري نسبتونه مسلّم وو، او چې کله سیاسي برے حاصل شي نو بیا لساني او ثقافتي غلبې ته لارې پۀ خپله پرانستلې کېږي.

د عالمګیریت دوېم مظهر/پړاو یا عهد د “روشن خیالۍ” نه پېل کېږي. صنعتي ترقۍ او انقلاب ورته بنیادونه پاخۀ کړل او فلسفیانه روایتونو ورته “نوابادیاتي” نظام تشکیل کړو. دلته هم سیاسي، معاشي او ثقافتي عواملو ته غلبه حاصله وه. د دوېم نړیوال جنګ نه بعد د عالمګیریت یو بل شکل رامنځ ته شو. د بلاواسطه اقدام او مداخلت پۀ ځاے د بالواسطه اقداماتو اغاز وشو او هغه هم پۀ داسې شکل و صورت کښې چې د استحصال صورت مظلوم او مقهور ټولنې ته احسان ښکاره شي. د دې د پاره ډسکورس وضع کړے شو. د مساوي معاشي قوانینو او معاهداتو پۀ ‘شوګر کوټډ’ نعرو کښې د مخصوص ریاستونو مفاداتو ته تحفظ ورکړے شو او پۀ نړیواله سطح ورته پزیرائي هم ملاوېده.

دې پړاو کښې د “بېن الاقوامیت” د انټرنېشنلزم خوشنما نعرې هم رامنځ ته شوې او دې تصور ته هم د تهیوري شکل ورکړے شو. د برټرنډرسل، سارتر، ډي اېچ لارنس او اٰئن سټائن غوندې سټې هم د دې پۀ حق کښې وې. د عالمګیریت د نوم او تصور سره تړلے فطري انساني اخوت، مشترکه اقدار او مساوي ملکیت دې لزوم نه مقتدر طبقې همېشه پوره پوره کار اخستے دے. وړاندې د دې نه چې موجوده دور کښې د تجارتي، سیاسي او معاشي مقاصدو او مفادو لپاره کوم تکنیک او سائنسي تګلارې هم د دغه عالمګیریت پاسداران پکاروي، هغه پۀ ګوته کړم، غواړم دلته د نظریاتو د فکري ارتقاء د پدیدې حرکیات هم مثال کښې راولم.

ګلوبلائزېشن یوه نظریه (تهیسز) رامنځ ته شوه، اګر کۀ مظاهر ئې وړاندې پۀ نورو ډېرو صورتونو کښې هم موجود وو. دوه مخیزه شان تصور ؤ، ښکاره کول ئې یو څۀ او خرڅول ئې بل څۀ.

طریقه کار ئې څۀ ؤ؟ هغې ته راځم خو چې کله ئې پۀ دې دوه رنګۍ ډېر خلق پوهه شول نو یو بل صورت “اېنټي ګلوبلائزېشن” هم رامنځ ته شو چې نظریاتي اساس ورته وروستو مابعدجدیدیت وروبخښلو او د دې دواړو نه قابل قبول عناصر پۀ امتزاجي صورت کښې یو بل نکته نظر د “ګلوکلائزېشن” (Glocalization) رامنځ ته کړو.

د تېرو څو لسیزو پېچیده صورت حال ته پۀ غور کتلو نه دا واضحېږي چې ګویا د “تهیسز، اېنټي تهیسز او سېنتهیسز” دې تعامل او حرکت ته هم دغه د مقتدر طبقې پاسدارانو خپل خپل وکیلان ساتلي وو او د زمانې رخ پۀ قابو ساتلو کښې تر ډېره حده کامیاب هم شو.

د عالمګیریت د خپلو سیاسي، ثقافتي او معاشي اهدافو پۀ تکمیل کښې پۀ وقوعاتي سطح د “اپرېشن مېنېجر” پۀ طور ملټي نېشنل کمپنیانې کار کوي. دوي د قانون د جوړولو نه واخله تر د قانون ماتولو پورې جائز حقوق لري. پۀ نړۍ کښې د مزاج وضع کولو، ضرورت جوړولو، ضرورت ایجاد کولو او بیا ناګزېر کولو لپاره دوي خپل نظام لري او بیا د دې نه هم څو قدمه وړاندې د معیار پېمانې هم دوي جوړوي. غېر حقیقت نه حقیقت بلکې “فوق حقیقت” جوړول د دوي د ګس لاس کار دے. د تنقید اصطلاح کښې ورته “هائپر ریئېلټي” وائي. موبائل او انټرنېټ ضرورت هم شو او پکښې څومره ویړ جهانونه اباد شول!! هر څېز “ډیجیټل” شو او بیا “ورچوول ” شو. عن تر دې چې کرنسي د “کرپټوکرنسي” پۀ یو ویړ جهان اباده شوه!! دا کال د “ورلډ اکنامک فورم” پۀ کلیزه غونډه کښې د سر موضوعات “کرپټو کرنسي، ګلوبلائزېشن او ارټیفیشل انټلجنس” وو او مونږ لا بټ کوائن د دجال شاخسانه ګڼو.

زېبائش او عېش عشرت هغه جهانونه وزېږول چې اسمان ورته هم حېران دے. د دې ټول صورت حال پۀ شا د “کنزیومر ازم” یعني د صارفیت تصور مستعمل دے. د دې مطابق د یو څیز قدر بجاے خود پۀ هغه څیز کښې نۀ دے بلکې د هغې پۀ مارکیټ یعني د ‘بېع و شراء’ پۀ کېفیت باندې منحصر دے. دلته ارزښتونه، مذاهب، اٰرټ، لسانیات، اخلاق او وسائل ټول پۀ ټول د “کموډټي” یعني د اخستلو او خرڅولو یو څیز دے. عالمګیریت د دې د تجارت لپاره ازادانه نقل و حمل او نوې نوې منډۍ ګوري. صارفیت مذهب د (رمضان ټرانسمشن)، تهوار او ثقافت د (اختر، مړي ژوندي، راشه درشه) د علاج پۀ نوم د پرائیوېټ هسپتالونو او د دوائي پۀ نوم د مرضونو د خورولو پۀ شکل کښې د کاروبار کومه کومه ګندګي وجود نۀ لري؟ او تعلیم د (پبلک سکولونو، کالجونو او یونیورسټیانو) پۀ صورت کښې د تجارت، کاروبار او معیشت سرګرمیانې ګرځوي. حقیقي روح او جوهر و جذبه ترې نه چرته ډېره لرې وغورځوي.

د عالمګیرت اٰفیشل ژبه چونکې انګرېزي ده نو پۀ دې وجه ‘ټاو’ (Tove Skuntnabb) ورته قاتله ژبه وئېلې ده.

پښتو، پښتونولي او پښتانۀ سره د خپلې خاورې د یو تاریخي جبر نه تېرېږي. ټول افغان ملت او د هغوي وسائل تقسیم درتقسیم دي. ریاستي جبر پۀ علاقائي، قامي او بېن الاقوامي دائرو کښې تهې تهې پۀ دوي مسلط دے. ریاست کۀ هغه د پاکستان، افغانستان او یا ټول عالمي استعمار پۀ شکل کښې دے، د دې قام د لرغوني دوام نه خوفزده دے. ځکه د سیاسي انتشار لزوم پکښې فرض ساتي، تاریخ ئې مسخ کوي او علمیاتي منهاج وضع کولو نه ایله کولو لپاره ئې ژبه کمتره ثابتوي او دا ریاستي خوف بجا هم دے، ګنې د افغان ملت پۀ خاوره دې صرف یوه عشره امن و امان شي او ریاستي متعصبانه مداخلتونه دې بند کړے شي نو بیا د دوي استحکام او استقلال یقیني دے. د ریاست لۀ خوا دغه اهدافو لپاره د وطنیت، مصنوعي قامیت، مذهب او انټرنېشنلزم ټولې حربې پکار راوستلې کېږي. عجیبه خبره دا ده چې د صارفیت، عالمګیریت او هائپر رئیلېټیز دې زورورو حملو کښې دا ژبه څنګه محفوظ پاتې ده؟ دا هغه سوال دے چې لاجوابي ئې د خپلې ټولنې پۀ لرغونتیا تر ټولو غټ استدلال دے.

قامونه دنیا سره پۀ دوه ډوله تعامل کوي ـــ یو قسم ته پۀ اصطلاح کښې ‘ډسکورس’ وائي؛ د دې پۀ اساسیاتو کښې سیاسي او سماجي صداقتونه منفعل وي. دا صداقتونه هم تشکیلي او فرضي وي. د دې نه متاثر ټولګے د ائیډیالوجي پۀ قبضه کښې وي او د ډسکورس پۀ تګلاره کښې خوشحاله خوشحاله روان وي او هم دې کښې نجات ویني. د پښتنو پۀ عملي سیاسي بهیر کښې اکثریت د دې قسم تعامل ښکار پاتې شوے دے. دا بېل بحث دے چې دوي داسې قصداً عمداً، اراداتاً کۀ خطاءً یا پۀ ناپوهۍ کښې کړي دي، یا ورته مجبور کړے شوي دي یا مصلحتاً داسې شوي دي.

دوېم تعامل یا “ورلډ ویو” ازادانه دے. دې ته اصطلاح کښې “اېپسټیم” (Episteme)وائي. دلته پۀ انفرادي او اجتماعي حواله د ځان د ادراک او د غېر (فرد/اجتماع) د ادراک نه یو متناسب نقطه نظر د رامنځ ته کولو هڅه کېږي. د ځان پۀ حواله د رومانویت او نرګسیت نۀ ښکار کېږي او د غېر نه د تاثر پۀ دائره کښې انجذاب ته نۀ غورځېږي. د پښتنو د ادبي بهیر پۀ شفاهي ذخیره او بیا د تحریر پۀ متني ذخیره کښې د دې قسمه تعامل څۀ نه څۀ شکل ضرور قائم پاتې شوے دے او هم دا وجه ده چې د ژبې د اعدام نه ډېر محفوظ یو. اګر کۀ پۀ ابلاغي ترسیل کښې د سپکاوي احساس راپکښې ډېر عام هم دے.

یو ډېر عام اصول دے چې ژبې څومره با اختیاره کېږي نو ریاست هم هغه هومره بې اختیاره کېږي، ځکه ریاست پۀ ژبه کښې د خود مختارانه جاري قوانینو پۀ زور د افرادو استحصال کوي. ژبه پۀ عمومي طور پۀ ټولنه کښې د اظهار لپاره یوه کامله وسیله ګڼلې کېږي. د دې عمومیت د تعینِ قدر ضرورت یو ډېر غېرمعمولي ذهین سړي ته محسوسېږي. اولس دې ته پۀ مودو مودو کښې هم ادراک نۀ شي کولے او د کولو پۀ صورت کښې ورته خنډان هم ودرولے کېږي. ریاست د دې نه څنګه فائده اوچتوي؟ دې ته راځم خو اول د ژبې پۀ نارسایۍ او تحدید خبره د مثال سره کوم. مونږ ټول ګڼو چې موسمونه څلور دي ـــ تخلیق کار چې ډېر زور وکړي نو “پینځم موسم” متعارف کړي. یقیني واقعاتي حال دا دے چې موسمونه خو بې شماره دي، لحظه لحظه بدلون پکښې راځي. بل مثال دا چې کۀ زۀ تپوس وکړم چې “سور” نو د لوستونکي پۀ ذهن کښې به څۀ څه راځي؟ مینه، وادۀ، وائلنس، مزدور، باچاخان، سورګلاب، وینه، بنارسۍ، ټماټر او نور بلها بلها! اوس نو اصلي/حقیقي “سور” دې کښې کوم یو دے؟ زما مطلب دا دے چې ژبه ډېرو څیزونو له د تشکیلي حقیقت صورت ورکوي. دا حقیقت وي نۀ. اوس دې نه ریاست او تجارت پوره پوره فائده اوچتوي لکه د “ګلوبلائزېشن” او د “انټرنېشل ازم” پۀ صورت کښې ئې مثالونه د نړۍ وړاندې دي. “باغي، ترهګر، طالب، انتها پسند، وسیع تر مفادات، ریاست، جمهوریت، ائین” دا هغه “هرکولیز کېپسول” دي چې جوړ کړي ژبې دي او استعمال ئې ریاست کوي، او ریښتیا چې راځي راځي نو دروغو کلي وران کړي وي. عجیبه خبره دا ده چې دې لساني حقیقت نه د مذهب پاسداران هم پوره پوره فائده اخلي، لکه “شهادت، مجبوري، جهاد، غازي، جمهوریت” او دا شان نور ټکي څومره څومره شاربلے کېږي؟ اولس پۀ خپل منځ کښې هم حقیقت مسخ کولو لپاره د دې لساني رویې نه کار اخلي لکه رشوت ته “چاے پاڼي” او “خرچه” وئیل ئې ښکاره جاره مثال دے. د ژبې یو اړخ د خودمختارۍ هم دے، لکه پۀ پښتو کښې “سپوږمۍ” مؤنث ده او پۀ عربۍ کښې مذکر، دا رنګ “اوبۀ” پۀ پښتو کښې مؤنث او پۀ اردو کښې مذکرـــ دا رنګ ئې پۀ ساخت کښې هم څۀ خود مختارانه عناصر شتون لري.

ریاست د کوم خداے نوم دے؟ انسان پۀ خپله یو هوائي تصور تشکیل کړے دے، زیات نه زیات حقیقي وجود ئې د یوې معاهدې دے. خو دا معاهده دومره مقدسه، زوروره او سرکشه ده چې د خپل خالق نه هم پۀ شل چنده زیاته! او بیا ئې دې ځاے ته رسولے دے چې د ریاست لپاره ډېرو صورتونو کښې “قتل” هم جائز دے، پۀ هر څیز باندې سمجهوته کېدې شي خو پۀ ریاست باندې نۀ. باچا جرنېلان جنګوي او جرنېلان جنګېږي. باچا ته د نمبرو جوړولو لپاره یو بل وژني ـــ دا ولې؟ اصلاً خو باچا هېڅ څۀ څیز نۀ دے، کۀ څۀ وقوعاتي قوت او طاقت دے نو هغه خو دا جرنېلان دي کنه! بیا ولې دوي د باچا پۀ اشارو روان وي؟ ځکه چې هغه د قوت مرکز ګڼلو کښې د دوي عقیده/آئیډیالوجي منفعله وي.

د ریاست د “جمهوریت” هغه ایمان چرته لاړ شي؟ پاکستاني ریاست کښې کۀ وئیل کېږي چې “پنجابیان” تر ټولو زیات دي یا ځه چلو بیا ورپسې سندهیان زیات دي. او بیا ورپسې پښتانۀ زیات دي، نو د دې اولس ژبې پکار دے چې د دوي د سرونو د شمار مطابق بااختیاره وې کنه؟ خو نه داسې نۀ ده ـــ ولې؟

د ریاست اهدافو او اختیار ته پکښې خطر دے ځکه ریاست یوه مصنوعي ژبه او د یو مصنوعي قامیت تصور پۀ اولس ورتپي او دانشوران ورته دانش هم لوګے کوي. زۀ دا خبره دلته د کومې ژبې سره د تعصب پۀ بنیاد بالکل هم نۀ کوم. هره ژبه پۀ خپل ځان کښې پوره وي. خپل امتیازات او تحدیدات لري. دلته دغه مصنوعي ژبه پۀ خپله هم د نورو ریاستونو د لازمي جبر د وجې معتوبه ده. پۀ نړیوال کچ یوه رویه پۀ ګوته کوم ـــ “مانډرن” او “کنټونیس” د چائنه ژبې دوه لهجې ګڼلې کېږي او ریاست ئې پۀ زور زیاتي دوه لهجې ګرځوي، حال دا چې بلها نقادان د لساني عواملو پۀ اساس دا ثابتوي چې دا جدا جدا ژبې دي. کۀ جدا کېږي نو ریاست ته چې کوم وحدت پکار وي هغه پرې متاثر کېږي. بل اړخ ته “امرېکن انګلش”، اسټرېلین انګلش، انډین انګلش، برټش انګلش” دلته ورته څوک د یوې ژبې “ډائلکټس” نۀ وائي، حال دا چې دلته دا عېن برمحل ګرځي خو دلته چونکې د ریاستي مفادو خطې جدا جدا دي، غوښتلے وحدت مطلوب نۀ دے نو بیا خو خېر دے مړه! نو پرابلم!!!

کله کله اولس ته مذهب او ریاست اتحاد وکړي لکه وائي “غریب خو خداے کړې نو دله چا کړې؟”، “غریب به د ټولو نه وړاندې جنت ته ځي”، “د غربت او امارت تقسیم الله کړے دے”، “پۀ دې قناعت پکار دے”، مونږ چې واړۀ وو نو مشرانو به راته وئېل “چې استاد دې پۀ کوم کوم ځاے ووهي نو مرګ نه پس به پۀ هغه هغه ځاے ګلونه راخېژي!” دا قسمه ټولو صورتونو کښې اولس تباه و برباد وي. د بالجبر رضا پخلے او د جائز مزاحمت ټولې لشې ترې داسي وباسي چې زمرے هم اقرار باللسان او تصدیق بالقلب کوي چې زۀ ګډه یم ګډه!!! د ریاست او ژبې تهه در تهه تعلق باندې د بنګال تاریخ هم زمونږ مخې ته دے. د اردو او بنګله تر منځه تعلق او حېثیت او د دې سره د ریاست تعامل مونږ ته بلها ډېر څۀ پۀ ګوته کوي. هم دا واقعه مونږ ته راښائي چې پۀ ژبه کښې دومره قوت او صلاحیت موجود وي چې دا ریاست ماتولے هم شي او ریاست جوړولے هم شي. د نن دور ریاست ته د دې خبرې ډېر رسا ادراک دے. بل یو نادره ناویاته ناتار ته وګورئ چې د نړۍ ټول علمي، فکري او سیاسي واکداران دا مني چې د مورنۍ ژبې څۀ حقوق وي او د انسان پۀ بنیادي حقونو کښې تر ټولو غټ یو حق پۀ مورنۍ ژبه د تعلیم او تربیت دے خو د دې باوجود یو ریاست هم مِنْ کُلِّ وَجْهِِ دا حق انسان ته نۀ ورکوي ـــ نو ریاست ئې پۀ ستوني ناست نۀ شو ثابت؟ کۀ کوم ریاست ئې څۀ لږ ډېر اجازت ورکړي نو د تجارت پۀ پړي ئې د “ضرورت او بقاء” پۀ نوم داسې شل ګوډ، ړوند کوڼ او ګونګ سونګ کړي چې تر څو ئې لکه تېر زمري ځان ته ګډه نۀ وي وئیلې نو د ژوند حرکت ئې بند وي.

مشهور نقاد عمران شاهد بهنډر دې لړ کښې څۀ داسي لیکي چې

“ریاست جرم کی ذمہ داری نہیں لیتی، بس ہاتھ کاٹ کر فرض پورا کرنے کا یقین دلاتی ہے۔ ریاست اپنے جرائم افراد میں منتقل کرتی ہے اور پھر ان جرائم کو افراد کے جرائم گردانتی ہے، لوگوں کو یہی یقین دلاتی ہے کہ جرائم کے فروغ میں اس کا کوئی کردار نہیں اور پھر افراد کو سزا کی اذیت دے کر خود مبرا ہو جاتی ہے اور اپنے وجود کو مزید مستحکم کرتی ہے۔ حقیقت یہ ہے کہ سسٹم کو بحال رکھنے والی ریاست کے ہاتھ ہی نہیں، سر بھی کاٹ دیا جائے، کیونکہ ہر برائی، ہر شر، ہر گناہ، ہر بدکاری، ہر زناکاری، ہر حیوانیت، ہر بربریت، ہر وحشت کی ذمہ دار ریاست ہوتی ہے۔

د ‘اختلافِ رنګ و لسان’ پۀ حقله قراني تصور لاثاني دے. سپېځلي قران کښې ایت دے،

وَمِنْ اٰيٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْط​اِنَّ فِىْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّلْعٰلِمِيْنَ‏.

دا قسم مخصوص اسلوب د قران مجید پۀ یوولسو ایتونو کښې دے چې خالقِ کائنات پکښې د خپل اثبات لپاره خصوصي دلائل او استدلال راوړي، د خپلو “ایتونو” تخصیص پکښې کوي. پۀ مذکوره سورت کښې درې ایتونو کښې د عالَمِ آفاق او درېو کښې عالَمِ انفس نه استدلال دے. اختلافِ رنګ و لسان الله تبارک و تعاليٰ پکښې ولې خاص کړے دے؟ د کوم قسمه تخصیص پۀ ټولګي کښې ئې ایښودے دے؟ بیا کۀ د سپېځلي قران یو بل ایت

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ​ؕ فَيُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ يَّشَآءُ وَيَهْدِىْ مَنْ يَّشَآءُ​ ؕ وَهُوَ الْعَزِيْزُ الۡحَكِيْمُ‏.

ته ځیر کېږو نو دې کښې هم اسلوب یو تاکیدي او تخصیصي دے او وائي چې مونږ رسول هر یو قام ته چې لېږلے دے نو هم د هغه قام پۀ ژبه مو ورلېږلے دے.

دلته چې مونږ د جدید مذهب ‘بهائیت’ پوره مفکوره “وحدتِ لسان، وحدتِ ادیان، وحدتِ اوطان او امن بذریعه ترک جهاد” د قراني تصور سره کله متقابل کوو نو ډېر پۀ اسانه د انساني ارتقاء د خپاړو ځان ته د اسمان وئیلو دروغ راڅرګندېږي.

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …