پۀ داسې وخت کښې چې د امريکې او طالبانو ترمېنځه د روغې جوړې لپاره يوه موافقانامه شوې ده. او د دغې موافقانامې د سېوري لاندې چې افغانستان د سياسي مستقبل لپاره پۀ دوحه قطر کښې د افغان مشرانو او طالبانو ترمېنځه خبرې اترې روانې دي. د دغه خبرو اترو پۀ باره کښې د پاکستان پۀ رسنيو کښې څۀ مختلف قسم خبرونه ښکاري خو دغه خبرې موضوعات او تنازعات تر ډېره حده پورې پټ دي. طالبان نۀ غواړي چې د وخت نه وړاندې څۀ ښکاره کړي او د طالبانو پۀ دې طرز عمل باندې راولپنډۍ او اسلام اباد ډېر خفه دے. خو بيا هم پاکستان هڅې کوي چې د افغانستان پۀ حال او مستقبل کښې د ماضي پۀ شان مهم کردار ادا کړي. پۀ ماضي کښې امريکې نۀ غوښتل چې پۀ افغانستان کښې امن او صلح را شي نو هم پۀ افغانستان کښې د جنګ د ادامې لپاره ئې دوه اړخيزه لاره خپله کړې وه. د ترهه ګرۍ پۀ خلاف جنګ ئې هم هغه شان پۀ وړاندې بوتلو لکه څنګه چې ئې د شوروي قواوو د راتلو نه وروستو د جهاد پۀ نامه فساد ته لمنه وهله. هم دغه شان د 9/11 د پېښې نه وروستو ئې کۀ پۀ افغانستان د القاعدې د وهلو لپاره يرغل کړے ؤ خو بل طرف ته د سعودي ، پاکستان او اتحاديانو پۀ لاس باندې داعش او طالبانو ته هم وده ورکوله. اوس چې د طالبانوګڼ شمېر مشران پۀ دې پوهه شو چې جنګ د افغانستان د اولس پۀ ګټه نۀ دے نو اوس دوي غواړي چې نۀ يوازې صلح راشي بلکې پۀ افغانستان کښې د دوي د خوښې يو نظام هم رامېنځ ته شي. ګڼ شمېرطالبان هم نۀ غواړي چې پۀ افغانستان کښې د پاکستان مداخله دوام ولري. نو ځکه د طالبانو يو شمېر مشرانو پۀ تېره مياشت کښې د اسلام اباد د دورې نه انکار وکړو او چې کوم مشران د ملا عبدالغني برادر پۀ مشرۍ کښې راغلل نو پاکستاني چارواکو هم دوي سره پۀ شوو خبرو اترو باندې د اطمينان اظهار ونۀ کړے شو. او دغه طالبان چې کله واپس دوحه قطر ته لاړل نو د ټولو نه وړاندې دوي د انټرا افغان خبرو اترو لپاره يو نوے وياند وټاکلو. کله چې د طالبانو وفد واپس لاړو نو پاکستان پۀ کابل کښې د ډاکټرعبدالله سره تماس ونيولو او هغوي ته ئې د پاکستان د دورې دعوت ورکړو. د پاکستان پۀ دعوت ډاکټر عبدالله اسلام اباد ته راغلو. پۀ دغه درې ورځنۍ دوره کښې ډاکټر عبدالله د پاکستان وزيراعظم عمران خان، صدر ډاکټرعارف علوي، د فوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه، وزيرخارجه شاه محمودقرېشي او نورو سره خبرې اترې وکړې. د سېنېټ چيئرمېن سره ئې هم خبرې اترې وکړې. خو لۀ بده مرغه ډاکټر عبدالله د حزب مخالف سياسي ګوندونو مشرانو سره خبرو اترو ته پرې نۀ ښودے شو.
بهرحال پاکستاني چارواکي د ډاکټرعبدالله پۀ دوره باندې د خوشحالۍ څرګندونې کوي او وائي چې ډېر زر به د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني هم را شي. پۀ دې کښې څۀ شک نشته چې د افغانستان پۀ کشاله کښې پاکستان يو ډېر مهم کردار لوبوي. د اول نه واخله تر اوسه پورې پاکستان پۀ دې هڅه کښې دے چې پۀ افغانستان خپل نفوذ زيات کړي. پۀ منطقه کښې افغانستان د خپل اثر لاندې را ولي. هم د دغې مقصد د پاره پاکستان د شوروي اتحاد خلاف پۀ جنګ کښې د زړۀ د اخلاصه مداخله کړې ده چې څوک هم ترې انکار نۀ شي کولے. د جنېوا معاهدې باندې د لاس ليک باوجود عمل نۀ ؤ کړے بلکې انکاري شوے ؤ. خو د خپلې غلطې حکمت عملۍ پۀ نتيجه کښې پاکستان پۀ دې کښې مکمل ناکام شوے ؤ چې د ډاکټر نجيب شهيد د اقتدار پرېښودلو نه وروستو خپل يوګوډاګے پۀ چوکۍ کښېنوي. د ايران پۀ لمسه ځينې غېر پښتانۀ مشران د احمد شاه مسعود پۀ مشرۍ کښې پۀ کابل قابض شو چې پۀ هغې باندې پاکستان ډېر سخت خفه شو نو بيا د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره د طالبانو تحريک مېنځ ته راوستے شو. خو دغه تحريک هم پۀ ټوله نړۍ کښې د اختلاف سره مخامخ شو.
د 9/11 د پېښې نه وروستو پاکستان د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د امريکې اتحادي شو. پۀ ظاهره توګه ځينې پاکستاني چارواکو او مذهبي ډلو دا مريکې مخالفت کولو خو پۀ دننه کښې امريکه، پاکستان، سعودي عرب او برطانيه يو لاس وو. د ترهه ګرۍ خلاف جنګ ئې دافغانستان بالخصوص د افغانستان او پاکستان پۀ هغه علاقو کښې محدود کړو چې پۀ کومو علاقو کښې پښتانۀ اباد وو. هدف ئې ترهه ګري ختمول نۀ بلکې پښتانۀ دې ته مجبوره کول وو چې د برطانوي حاکمانو هغه نيمګړې منصوبې سرته ورسوي. د افغانستان پخواني اولسمشر حامدکرزي تر ډېره حده پورې د امريکې، پاکستان، برطانيه او سعودي عرب ګډ سازش مخه نيولې وه خو پۀ کال 2014ز کښې چې کله ډاکټر اشرف غني پۀ څوکۍ کښېناستو نو هغوي وړومبے دوره د پاکستان او بيا پۀ پاکستان کښې د قواوو مرکز يعنې جي اېچ کيو وکړه. وئيل کېږي چې پۀ دغه دوره کښې د ډاکټر اشرف غني سره هغه کار وشو کوم چې پۀ کال 1893ز نومبر کښې د امير عبدالرحمان خان سره شوے ؤ. اميرعبدالرحمان خان د ډيورنډ معاهده لاس ليک کړې وه او ډاکټر اشرف غني د ډيورنډ پۀ کرښه د ازغن تار اجازه ورکړې وه. نن د ډيورنډ پۀ کرښه د ازغن تار خورولو پروسه مکمل کېدونکې ده خو نۀ ډاکټر اشرف غني او نۀ ډاکټر عبدالله د ازغن تار پۀ خورولو څۀ د غم غصې څرګندونه کړې ده. داسې ښکاري چې دازغن تار پۀ غزولو کښې يواځې پاکستان نه بلکې امريکه، برطانيه ،ډاکټر اشرف غني، ډاکټر عبدالله او ځينې نور افغاني او پاکستاني مشران هم شامل دي. او نن د پاکستان چارواکي د ازغن تار د پروسې نه وړاندې ګوري.
پاکستان غواړي چې افغانستان دې خپل لاندې وساتي. د افغانستان لۀ لارې نۀ يوازې وسط اېشيائي هېوادونو سره تجارتي اړيکې وساتي بلکې پۀ افغانستان کښې د هندوستان او ايران خلاف يوه داسې پروسه شروع کړي چې پۀ کشمير باندې جګړه هم د پنجاب پۀ ځاے د پښتونخوا پۀ خاوره وکړي. پۀ افغانستان باندې د پاکستان د نفوذ نه وروستو پۀ پښتنو يو سخت وخت را روان دے. د شلمې پېړۍ پۀ اتمه لسيزه کښې چې کله پۀ افغانستان کښې د سردار محمد داود خان حکومت مېنځ ته راغے نو پۀ دغه وخت کښې هم پۀ پاکستان بالخصوص د پښتنو ملت پاله ګوندونه نۀ صرف د رياستي ادارو د زور زياتي بلکې پۀ زور باندې تس نس کړے شو. افغانستان کښې د ثور انقلاب د راتلو سره پۀ پښتنه سيمه کښې ځينې سياسي مشرانو او ځوانانو داسې نور ګوندونه مېنځ ته راوستل چې د هغې ترمخه پاکستاني چارواکو د جهاد پۀ نوم باندې پۀ افغانستان د پېښور نه يرغل وکړو چې هغه تر اوسه دوام لري. هم دغه شان پۀ ډيورنډ د ازغن تار د خورولو او د افغانستان خلاف سرحدي پابندو باندې د کار شروع کولو پۀ وخت لکه د پخوا پۀ شان د پښتنو ملت پاله ګوندونو باندې بريدونه روان دي خو دا يوه خبره ډېره واضحه او مهمه ده چې د افغان اولس محکوميت څۀ اسان کار نۀ دے. پکارده چې نۀ صرف د امريکې بلکې د پاکستان چارواکي هم پۀ دې خبره پوهه شي چې پۀ افغانستان کښې لاس وهنه ، مداخله او يا جنګ ته لمنه د پاکستان او د منطقې نورو هېوادونو لپاره هم ډېره خطرناکه ده.