ژبه، ژبپوهنه او د پښتو املاء – بېدار اصلزے

پښتو املاء د خپل معلوم تاريخ تر مخه چې کله نه پۀ عربي سکرپټ کښې وليکلې شوه نو د هغه وخت نه پۀ دې کښې د رايو غبرګون هم ښکاره شوے دے. اوس يو خوا د ژبې لا محدوده فطرت داسې دے چې يوه رايه پۀ کښې پۀ بشپړه توګه نۀ شي منلې نو بل خوا علمي اختلاف يا د رايو غبرګون هم کومه بده خبره نۀ ده اګر کۀ جرړې ئې سائنسي او منطقي رويه لري او بيا د سائنسي او منطقي رويه خامخا زمونږ مرسته کولې شي چې پۀ يوه نقطه سره راټول شو. د پښتو د املاء پۀ کېس کښې چې دا د زمانو غبرګون لا شتون لري او د دې وجه ډېره کمه د ژبې د لا محدود فطرت تر مخه ده او ډېره زياته سائنسي او منطقي رويه نۀ لرل ده او د دې مثال د پښتو املاء زياتره کتابونه او ناستې پۀ خپله دي.

پۀ دې ليکنه کښې زمونږ هڅه ده چې د ژبپوهنې د منظمې مطالعې تر مخه پۀ املاء يو څۀ خبره وکړو، پۀ دې لړ کښې به مونږ اول ژبه او ژبپوهنه پۀ پام کښې نیسو، يو څۀ خبره به پرې کوو او بيا به خپله خبره وړاندې وړو؛ البته دلته يوه يادونه ضروري ګڼم او هغه دا چې مونږ پۀ دې خبره خلاص زړۀ او ذهن لرو چې دا ډول کارونه افرادو نه زيات پۀ اکېډمک بنيادونو باندې شته کېږي او ځکه خو مونږ دلته رائجو د نورو املاګانو نه تېرېږو او سترګې مو د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون املاء )د باړه ګلۍ املاء( ته دي چې مونږ ئې هرګز چېلنج کوو نۀ، البته يو څۀ تشريح به ئې کوو يا يو څۀ سفارشات به لرو او هغه ځکه هم چې مونږ ئې کړې فېصلې پۀ ځان منلې دي او لا پۀ کښې ليکل کوو:

  1. ژبه:

کۀ مذهبونو او دېومالائي قیصو ژبه اسماني ګرځولې ده نو سائنس د ارتقاء د اوږدۀ سفر نتيجه – خو بيا هم ژبه چې هر څنګه شته شوې ده، دا يو اوږد بحث دے، يوه ويړه موضوع ده او د دې اوږد بحث او د ويړې موضوع تر دې دمه کومه مهمه نتيجه چې را وتلې ده، د هغې تر مخه پۀ دې ټول عمل کښې بنيادي کردار د انسان دے؛ چرته چرته چې انسانان اوسېږي، هلته هلته به ژبه هم شتون لري. ژبه عموماً چې مونږ ئې د رابطې اله ګڼو، پۀ کوم چې مونږ انسانان د خپلو نظرونو تبادله کوو خو پۀ اصل کښې دې نه هم يو څۀ زياته ده او دا داسې چې ځنې وخت )يا د ځینو سائنسي څېړنو تر مخه( ځناور هم پۀ خپل منځ کښې تماس کوي. اوس د ځناورو دا د تماس نظام او انساني ژبه يو څۀ توپير لري. ژبپوهنه د انساني ژبې دا توپير د شپږو مهمو خاصيتونو تر مخه )کوم چې د ژبې اساسي عناصر ګڼلے شو(، پۀ ګوته کوي او د هم دې خاصيتونو تر مخه مونږ پوهېدے شو چې ژبه څۀ شے دے؟ د انساني ژبې دا شپږ خاصيتونه يا عناصر Reflexivity, Displacement, Arbitrariness, Productivity, Cultural Transition او Duality دي (Yule, 2010, pp. 11-15)؛

  • Reflexivity نه مطلب دے چې انسان د خپلې ژبې او بيان پۀ حقله رايه ورکولې شي او د دې بېلابېل اړخونه پۀ پام کښې نيولے شي. د ژبې پاتې نور عناصر هم پۀ يو ډول د دې د وجې شته شوي دي. د Reflexivity مثال کۀ دا عنصر پۀ خپله يا دا نور عناصر هم دي، خو پۀ اسان لفظونو کښې مونږ ئې مثال داسې وړاندې کولے شو چې “د باچا خان خپل ژوند ليک ډېر پۀ ساده ژبه ليکلے دے کوم چې ډېر ګنجلک سياسي اصطلاحات نۀ لري”، د دې مثال تر مخه مونږ د باچا خان پۀ کتاب کښې پۀ ليکلې شوې ژبې باندې رايه ولرله او دا ډول رايه لرل ځناور خپل د تماس پۀ نظام کښې نۀ شي لرلې.
  • بر عکس د ځناورو د تماس د نظام Displacement د انسانانو د ژبې هغه خاصيت دے چې د بېلابېلو وختونو او زمانو پۀ حقله د بيان او خبرو تر مخه شته شوے دے. ځناور چې کوم غږونه وباسي، هغه پۀ هم هغه زمان او مکان پورې تړل شوي وي او انسانان د پرون، نن او سبا خبرې هم کولې شي. د دې نه مطلب دا دے چې پۀ يوه څانګه مرغۍ چې هر څۀ غږونه وباسي، د هغې تعلق به هم هغه زمان او مکان سره وي؛ دا نۀ ده چې هغه ناسته مرغۍ د خپلې بېګانۍ شپې کارګزاري اوروي يا د راتلونکي وخت پېښ وېنا کوي. خو ولې د هم هغې څانګې لاندې ناست دوه انسانان د خپل راتلونکي پلاننګ هم کولے شي او پۀ خپل پرون کښې تر بګ بېنګ هم خبره غځولې شي.
  • د Arbitrariness مطلب دے چې د ژبني ډولونو )غږونو يا ليکلي حرفونو( او د معنیو تر منځ فطري تړون لازمي نۀ دے، دا تړون يو څۀ ډول خپلواکه دے او د ځناورو د تماس پۀ نظام کښې دا خپلواکي نۀ وي. د هغوي نظام )پۀ جبلتي توګه( ټاکلے شوے دے او داسې د هغوي نظام محدود دے او د انسان ژبه وسيع او لا محدوده ده.
  • Productivity د انساني ژبې هغه خاصه ده چې پۀ ژبه کښې نوې زياتونې کوي. ځناور نۀ شي کولے چې پۀ جبلتي توګه خپل کړي غږونو او اشارو کښې زياتونه وکړې شي، خو ولې انسانان داسې ضرور کولے شي.
  • د انسانانو ډېر خصلتونه مورثي )جينياتي( وي چې د خپل مور او پلار نه ورته منقل کېږي. لکه چې د سترګو يا د پوستکي رنګ، قد قامت، تر دې چې ځینې بيماريانې هم؛ خو ولې ژبه د يو نسل نه بل ته منتقل کولې شي. د منتقل کولو دې عمل ته Cultural Transition وائي. ځناور پۀ جبلتي توګه، پۀ يواځېتوب کښې هم د تماس هغه نظام زده کوي کوم چې د خپل نوع تر منځ زده کولے شي خو ولې انسان د خپلو خپلوانو پۀ غېر موجودګۍ هېڅ هغه ژبه نۀ شي زده کولې کومه چې ئې د خپلو خپلوانو وه؛ بلکې کۀ زده کوي نو هغه ژبه به زده کوي چې د کوم چا پۀ منځ کښې اوسېږي.
  • Duality نه مطلب دا دے چې انساني ژبه د استعمال پۀ دوران کښې غبرګ کارونه کوي. يو خو د غږونو ادائيګي وي، بله د هم هغه غږونو بامعني کول او تر دې چې نور غږونه او نورې معنې ترې سازول. د مثال پۀ توګه “ګ” “ر” “م” درې غږونه دي؛ کله چې انسان ئې ادا کوي نو نۀ يواځې دا غږونه ادا کوي بلکې يو با معني توري “ګرم” ته زمونږ پام راګرځوي او هم داسې بيا کۀ هم دغه غږونه پۀ يو بل ډول ادا شي لکه “م” “ر” “ګ”، نو دا به معنٰي ورکوي “مرګ” – او دا يواځې د انساني ژبې خاصيت دے او دا ډول غبرګ خاصيت د ځناورو د تماس نظام نۀ لري.

د دې ټولو خاصيتونو يا عناصرو تر مخه مونږ وئيلے شو چې بر عکس د ځناورو د رابطو د نظامونو، کوم چې سوچه جبلتي دي، انسان خپله د رابطې اله، دا ژبه، د خپل عقل و فهم پۀ وجه ګڼ اړخيزه کړې ده. انسان کولے شي چې خپلې ژبې د بېلابېلو اړخونو جاج واخلي، د هغوي پۀ حقله رايه ولري، نوې نوې زياتونې او د زمان مکان د قېدونو نه ماوراء څرګندونې او اظهارونه پۀ کښې وکړي او هم داسې خپله شته کړې ژبه خپلو راتلونکو نسلونو ته هم ورسوي او د دې هر څۀ د پاره د ژبې يوه منظمه مطالعه پۀ پام کښې لرل ضروري دي او د داسې مطالعې ډګر ته ژبپوهنه (Linguistics) وئيلې شي.

  1. ژبپوهنه

د انسانانو د رابطې دا نظام ‘ژبه’ )د بېلابېلو ژبو پۀ شکل کښې( چې چرته هم شتون لري، نو دا شتون به ئې خامخا پۀ خپل ځان کښې د وئيلو او د ليکلو صفت لري )چرته چې د وئيلو صفت اساسي او د ليکلو صفت چې ثانوي ګڼلے شي او دا ځکه هم چې ليکلو ته يو څۀ زيات هنر يا زدکړه پۀ کار وي( چې پۀ شا ئې يو مخصوص جوړښت (Structure) کار کوي او دا جوړښت پۀ بېلابېلو قواعدو (Rules) او اصولو (Principles) اډاڼه لري. د ژبې د دې جوړښت د قواعدو او د اصولو مطالعه پۀ سائنسي بنيادونو کول ژبپوهنه ده. ژبپوهنه پۀ خپل ځان کښې د مطالعې يو ويړ ډګر دے چې کله کله نورو سائنسونو سره د اطلاقي مطالعې (Applied Studyتر مخه د بحث نوې نوې ډګرونه لکه Anthropological Linguistics, Biological Linguistics, Computational Linguistics, Ethnolinguistics, Neurolinguistics, Philosophical Linguistics, Psycholinguistics, Sociolinguistics, او Theolinguistics يا داسې نور ډېر ډګرونه پرانيزي (Varshney, 2015, pp. 23,24)، خو د ژبپوهنې سوچه مطالعه د چارلس مائير (Charles Meyer) د ماډل تر مخه داسې ممکنه ده چې ژبپوهنه چې د ژبې د جوړښت )د قواعدو او د اصولو( مطالعه ده، چرته چې قواعدو نه مراد د ژبې د مطالعې ګرايمري (Grammatical) اړخ دے او د اصولو نه مراد د مطالعې پراګمېټک (Pragmatic) اړخ دے. (Meyer, 2009, pp. 6-12).

د قواعدو پۀ برخه کښې د ژبې سوچه مطالعه پۀ پام کښې لرلې کېږي. د دې اړخ سوالونه پۀ ‘څنګه’ (How) ولاړ وي لکه چې؛ يوه ژبه څنګه څنګه غږونه لري؟ لفظونه څنګه د قواعدو تر مخه سمه ادائيګي لرلې شي؟ لفظونه څنګه جوړښت مومي؟ يا د لفظونو نه تر جملو د ژبې جوړښت څنګه با معني کېږي؟ پۀ دې اړخ کښې د ژبپوهنې مهم بحثونه Phonetics & Phonology, Morphology, Syntax او Semantics راځي.

  • Phonetics & Phonology د ژبپوهنې هغه برخه ده چې علاقه ئې نېغ پۀ نېغه د ژبې د غږونو سره ده، پۀ دې برخه کښې ژبپوهان د غږونو مطالعه کوي او د دوي پۀ ادائيګۍ او پۀ بيلابيل حالتونو بحث کوي، پۀ دې کښې Phonetics د ژبې د عمومي غږونو (Phonemes) مطالعه کوي کوم چې يوې ژبې پورې تړلے شوي نۀ وي او Phonology کښې د يوې مخصوصې ژبې د غږونو د جوړښت، ترتيب او ادائيګۍ بحثونه کېږي.

د ژبو د عمومي غږونو د پاره وګورئ International Phonetic Alphabet چرته چې د انټرنېشنل فونېټک اېسوسي اېشن لۀ خوا هڅه شوې ده چې د انساني ژبو غږونه د يو چارټ پۀ شکل کښې وليکي https://en.wikipedia.org/wiki/International_Phonetic_Alphabet د دې چارټ تر مخه هر ځانګړي غږ د پاره يو علامت غوره کړے شوے دے، کوم چې د لفظونو پۀ کره ادا کولو کښې زمونږ مرسته کوي او لغاتونه هم د لفظونو د کره تلفظ د پاره د هم دې چارټ غوره کړي علامتونه کاروي.

  • Morphology د ژبې د با معني غږونو )يعني د لفظونو( مطالعه کوي. د دې تر مخه دا ليدلے شي چې څنګه لفظونه خپل جوړښت مومي، يا څنګه لفظونه د نورو لفظونو سره تړون پېدا کوي، څو چې نوې معنې وزېږوي. پۀ دې برخه کښې لفظونه، د لفظونو بېلابېلې برخې او د هغوي جرړې، تنې، سابقې او لاحقې وغېره مطالعه کېږي.
  • Syntax تر مخه دا ليدلے کېږي چې څنګه لفظونه پۀ سم ډول کښې وکارولے شي؟ څو چې د لفظونو دا ګروپ پۀ بشپړه توګه معني ولري، عموماً د دې برخې ژبپوهان هڅه کوي چې پۀ بيان )يا ليک( کښې د لفظونو سم ترتيب (Word Order) پۀ ګوته کړي.
  • Semantics د ژبپوهنې هغه مطالعه ده چې چرته د نومونو (Referents) او د توکيو (Referends)تر منځ تړون پۀ ګوته کولے شي، پۀ اسان لفظونو کښې مونږ وئيلے شو چې دا د ژبپوهنې د لفظونو )ژبنۍ بڼې( او د معنو )توکيو، تصوراتو او فکرونو( تر منځ د رابطو د جاج ډګر دے.

هم داسې د اصولو پۀ برخه کښې د يو جوړښت پۀ لړ کښې د معنیو د پاره بېلابېل شاليدونه هم لکه چې Social Context, Linguistics Context: Discourse, يا Situational Context پۀ پام کښې نيولے کېږي. د مثال پۀ توګه د ژبې د يو مخصوص جوړښت پۀ کومه موقع د کارولو دے او پۀ کومه موقع نۀ؟ يا يو جوړښت پۀ کومه موقع څنګه او پۀ کومه موقع څنګه معنٰي ورکولې شي؟ د دې اړخ سوالونه پۀ ‘ولې’ (Why) ولاړ وي. پۀ دې اړخ کښې د ژبپوهنې مهم بحثونو نه يو Pragmatic دے.

  • Pragmatics د ژبپوهنې هغه برخه ده چې د معنیو د پاره يو مخصوص ژبنیز، ټولنيز، فلسفيانه يا داسې بل کوم شاليد هم پۀ پام کښې نیسي او وړاندې کنوېنشنل ئې تجزيه کوي.

د دې ماډل تر مخه د ژبني جوړښتونو مطالعه چې د ليک بڼه خپلوي، نو د ژبپوهنې يو بل ډګر پرانيزي چې ګرافکس او ګرافولوجي (Graphics & Graphology) باندې مشتمل دے او بيا دا پۀ يو ډول د بره دوو اړخونو نه بېل کله هم نۀ دے؛ خو کۀ بېل دے نو صرف د ليکلو پۀ وجه – د مثال پۀ توګه چې مونږ کوم بحثونه هم د قواعدو او اصولو تر مخه کوو نو دا چې د ليک بڼې ته راوړو نو مونږ به اړتيا لرو چې د ليکلو پۀ لړ کښې هم يو بشپړه جوړښتي نظام ورته ولرو او د دې متعلق مباحث د ګرافکس او ګرافولوجي پۀ ذمه دي. چرته چې د ګرافکس نه مطلب د ليک د نظام (Writing System) عمومي )د غږونو د ګرافيم (((Grapheme منظمه مطالعه ده او ګرافولوجي د يوې مخصوصې ژبې د سکرپټ مطالعې ته وائي.

د ليکلو تاريخ پۀ با قاعده توګه پېکټوګرافي (Pictography) نه را پېل کېږي کوم چې پۀ پېکټوګرامز (Pictograms) يا پۀ تصويرونو باندې مشتمل و، پېکټوګرامز Nonarbitrary صفت لرلو )مطلب چې د تصوير او د تصوير د معنې لازمي تړون ؤ(، د وخت د تېرېدو سره دې پېکټوګرامز چې ارتقاء کوله، ترې د ليک جديد سسټمونه (Modern Writing Systems) جوړ شول. د ليک دا جديد سسټمونه د بېلابېلو سکرپټونو پۀ شکل کښې ځان ځان له ‘الف بې څې’ لري چې درجه بندي ئې پۀ څلور ډوله شوي ده او دا ډولونه Word/Logographic Writing, Syllabic Writing, Consonantal Alphabetic Writing او Alphabetic Writing دي (Fromkin, et al. 2005, p. 490) د ليک د دې جديد سسټمونو بنيادي هدف کره ليکل دي او د دې ضرورت تر مخه د املاء (Orthography) تصور را منځ ته شوے دے. د Orthography تر مخه هڅه کېږي چې د يوې ژبې ټول Phonemes پۀ ښه طريقه Graphemes ته واړولے شي او بيا د دې ضرورت نوره هم منظمه بڼه Phonemic Orthography ده. اوس څومره پورې چې د پښتو ژبې خبره ده نو پۀ دې حواله د کار د نیشتوالے خو مونږ نۀ شو وئيلے، البته دا کار دومره منظم نۀ دے شوے لکه څومره چې پۀ کار ؤ او دلته د ژبې او ژبپوهنې دا دومره اوږد بحث را وړل د هم دې غرض د پاره وو چې پښتو ژبې سره علاقه لرونکو ته دې د املاء د بحث پۀ لړ کښې دا ټوله خاکه ياده وي. بره ياد د ليک جديد څلورو سسټومونو ته چې ګورو نو د پښتو الف بې څې پۀ بنيادي توګه Consonantal Alphabetic Writing سره تعلق لري او دا ځکه چې پښتو پۀ عربي سکرپټ کښې ليکلې شي او د عربۍ او عبرانۍ سکرپټونه پۀ هم دې د ليک نظام کښې شمارلے شي او د دې به مونږ ته پته هله لګي چې کله مونږ د عربۍ د “الف بې څې” او د Alphabetic Writing )چې Vowels او Consonants دواړه لري(، د يو سکرپټ لکه د ‘دېوناګري سکرپټ’ سره پر تليزه جائزه واخلو. د عربۍ د ‘الف بې څې’ پټۍ علامتونه کانسونېنټ غږونه لري او دېوناګري هم واولز او هم کانسونېنټس لري او بيا څو پورې چې غږونو ته حرکت د ورکولو خبره ده نو عربي سکرپټ short vowel د پاره حرکات )زور، زير او پېش علامتونه( کاروي او د long vowels د پاره ‘ا’، ‘و’ او ‘ي’ علامتونه کاروي کوم چې پۀ پټۍ کښې د اوله نه کانسونېټ شمارلے شي، او دا هغۀ ځاے دے چې پۀ دې ياد سکرپټ کښې پۀ يو ډول کنفيوژن را پېدا کوي او دې کنفيوژن د پښتو غوندې ګڼ واولز لرونکې ژبې د واوونو، هېګانو او يېګانو غوندې ستړي کوونکو بحثونو سره پۀ مخ کړې دي.

لنډي او اوږدۀ واولونه (Short Voewels vs Long Vowels)
فَتْحَة fatHah/ أَلِف /alif کَسْرَة /kasrah یَاء /yaa’ ضَمَّة /DHammah وَاو /waaw
جَلَسَ

قَتَلَ

سَمَح

رَفَع

فَعَلَ

جَالَسَ

قَاتَلَ

سَامَحَ

رَافَعَ

فَاعَلَ

سَمِع

فَطِن

سَمِح

سَلِم

فَعِلَ

سَمِیْع

فَطَیْن

سّمِیْح

سَلِیْم

فَعِیْل

فُل

یَقُل

تُم

کُنْ

طُل

فُوْل

یَقُوْل

تُوْم

کُوْن

طُوْل

  1. د پښتو املاء

د پښتو د لیک او د لفظونو د پانګې وړومبۍ هڅه مونږ د “پښتون” تر ټولو وړومبنۍ ګڼه ‘مۍ 1928’ کښې وینو چې پۀ درېم مخ ئې د مرستیال چلوونکي میا احمد شاه بېرسټر پۀ دې اړه نوټ لیکلے دے. هم د دغه ګڼې پۀ اتم مخ پۀ افغانستان کښې خپرېدونکو مجلو او ورځپاڼو نه پښتو ته برخې ورکولو غوښتنه شوې ده. د یوولسمې فرورۍ 1939 ګڼه )مخونه (8-7 کښې باچا خان “د پښتو سیند” پۀ نامه د مننې یو نوټ داسې لیکلے دے:

د پښتو سيند )قاموسِ افغاني(

زما خوږ ورور محمد ګل خان صاحب مهمند رئيس تنظيميه د مزار شريف پۀ پورتني نوم سره د پښتو لغت يو کتاب رالېږلے دے. پۀ دې کتاب کښې لغتونه د پښتو دي او ترجمه او تشريح ئې پۀ فارسۍ ژبه کښې ده. کتاب پۀ ډېر ښۀ غټ کاغذ د څلور سوه مخونو چاپ شوے دے. زۀ محمد ګل خان صاحب ته پۀ دې لوړه او شانداره کارنامه د زړۀ د اخلاصه مبارکي ورکوم او امید لرم چې هغه به د پښتو ژبې د ترقۍ پۀ سلسله کښې خپل خدمت جاري لري. اګرچې د ناوزګارتيا پۀ وجه ما ټول کتاب ښۀ نۀ دے کتلے، خو بيا هم د دې کتاب پۀ حق کښې يو څو خبرې عرض کول مناسب ګڼم.

پۀ دې کتاب کښې د پښتنو خاص حرفونه د زوړ شکل نه پۀ بل شکل ليکلے شوي دي او داسې لغات هم نوي نوي تجويز شوي دي – زۀ پۀ دې باب کښې دا مناسب خيال کوم چې د رسم الخط مسئله ډېره يوه اهمه خبره ده. دا د يو کس يا د يوې قبیلې د خيال مطابق فېصله کول نۀ دي پکار، بلکې پکار دي چې د پښتون قوم د هرې علاقې، هر خېل مشران او د ژبې ماهران پۀ يو ځاے جمع شي او يو لوے کانفرنس منعقد کړي او ټول مشران پۀ دې مسئله غور وکړي او پۀ اتفاق سره فېصله وکړي چې کوم کوم حرفونه پرېښودل پکار دي او کوم کوم حرفونه پۀ نوي شکل جاري کول پکار دي؟ بلکې پۀ عام رسم الخط د پښتون کښې کوم کوم نقائص دي، چې هغه لرې کړے شي. نو کۀ چرې موجوده حکومت د افغانستان چې د پښتو ژبې د ترقۍ خواهش لري، دا انتظام وکړي چې پۀ جلال اباد یا بل مناسب ځاے کښې د یو کانفرنس د پاره تیارے وکړي نو د سرحد تمام پښتانۀ اهلِ قلم به پۀ هغې کښې شمولیت وکړي او څۀ ښې ښې خبرې به فېصله شي. او کۀ افغانستان دې خبرې ته تيار نۀ وي نو مونږ د سرحد پښتانۀ به پۀ پېښور کښې د دې انتظام وکړو او د افغانستان نمائندګانو ته به دعوت ورکړو.

پۀ هر حال، دا خبرې بغېر د ټول قوم د متفقه فېصلې نه نۀ شي کېدې.

عبدالغفار

د “پښتون” تر لارې د باچا خان د مستقلې غوښتنې نه پس د پښتو املاء د منظمتيا د پاره د ناستو باقاعده پېل د 1942ز نه کېږي. پۀ 1942ز کښې پښتو ټولنې کابل د يوې ناستې تابيا وکړه چې هدف ئې د پښتو د بېلابېل لفظونو )تقريباً يو دېرش( اختلافي صورتونه لۀ منځه وړل او معياري صورتونه عام کول وو. پۀ دې پسې پۀ 1948ز کښې يو ځل بيا پښتو ټولنې کابل د پښتون افغان وطن پوهان را ټول کړل او د پښتو املاء د اختلافي ډولونو )کوم چې خصوصاً د لهجو او د واولز د مخه وو(، لۀ منځه وړلو هڅه ئې وکړه، او بيا ورپسې يوه ناسته پۀ 1957م کښې د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون لۀ خوا وشوه چې هدف ئې د يادو غونډو سره يو شان ؤ. دا درې واړه ناستې د املاء پۀ حوالې سره د پښتنو د کانشئيس کولو پۀ لړ کښې خو د ستائيلو وړ دي، خو ولې داسې ګټورې نتيجې ئې نۀ دي راوړې چې د دوي هدف ؤ، يا څنګه چې ورته پکار وې. پۀ 1984ز کښې د پښتو ډکشنرۍ او پرائمري ټېکسټ بک ټرانسلېشن پراجېکټ پۀ لړ کښې د پښتو ژبې استاذانو او پوهانو (د پېښور پوهنتون د پښتو استاذانو، د تعليم محکمې او د ټېکسټ بک بورډ نمائندګانو) يوه ناسته وکړه. چونکې د دوي پۀ سرونو د پراجېکټ اندېښنه وه او د دې ضرورت تر مخه دا ناسته کومې منطقي نتيجې ته رسول لازمي وو، چې پۀ دې لړ کښې دوي د 1957ز پۀ مسئلو او فېصلو شخوند وهلو نه زيات هېڅ ونۀ کړل. پۀ دې پسې پۀ 1990ز کښې د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون لۀ خوا پۀ باړه ګلۍ کښې ناسته وشوه چې د املاء پۀ حوالې سره بحث نه پس ئې اوولس فېصلې وکړې. تر دې دمه دا ناسته پۀ دې هم مهمه ده چې پۀ پښتنو کښې د نورو ناستو نه زياته مقبوله شوه او بيا اوس هم چې د املاء پۀ حوالې سره بحثونه کېږي نو يا خو د باړه ګلۍ د شوې فېصلو سره اتفاق کول وي يا مزيد تشريح کول وي يا ورسره اختلاف کول وي. دا حقیقت د پام غورځول نۀ دي پکار چې پۀ تېروشلو کلونو کښې، چې د باړه ګلۍ د فېصلو وشول، د پښتو املاء د یکسانیت پله د تګ تر یوۀ حده بشپړه ارتقاء شوې ده. اوس د کوم نوي املائي اجتهاد مطلب به دغه شل کلنه ارتقاء لۀ منځه وړل وي چې پۀ یوه حواله ئې هم تعمیریت د پاره جواز تراشتلے کېدے نۀ شي.

د باړه ګلۍ اوولس فېصلو ته کۀ مونږ وګورو نو د دې فېصلو رسپانس هم هغه مسئلو ته ؤ کومې چې دې نه پۀ وړاندې ناستو کښې پۀ پام کښې لرلې شوې وې او دا تاثر ځکه هم راولاړېږي چې پۀ مجموعي ډول مونږ د باړه ګلۍ فېصلې دوه کېټيګريانو يا ډولونو کښې وېشلې شو – يو ډول فېصلې د واولز مسئلو ته رسپانس دے چې يوولس فېصلې د هم دې کېټيګرۍ دي )يوه فېصله د مد، دوه د هېګانو )پسته هې، سخته هې( درې د واوونو )معروف، مجهول او معدول( پدنځۀ د يېګانو )مجهوله، مخصوصه، معروفه، تانيث او امري( فېصلې دي ]یاده دې وي چې پښتو کښې یېګانې پینځۀ نۀ دي، دا د یوې ‘ی’ پینځۀ استعمالونه دي[) – بل ډول فېصلې د سټېنډرائزېشن )معياري کولو( هڅه ده چې پاتې شپږ فېصلې پۀ دې برخه کښې راځي )د عربۍ او فارسۍ لفظونو هم هغۀ شان ليکل، د پښتو سوچه غږونه )ځ، څ، ږ، ښ( پۀ هم دا ډول معياري ګرځول، ګاف پۀ ‘ګ’ علامت معياري ګرځول، ‘نړ’ )چې د ‘ن’ او ‘ړ’ غږ پۀ وخت ادا کېږي( پۀ ځاے ‘ڼ‘ معياري علامت ګرځول، ضمير متصل واحد پۀ ‘ئې/يې’ ډولونو او جمع ‘يئ’ پۀ دې ډول معياري منل، کښې، کښېناستل وغېره معياري بڼه منل د دې برخې فېصلې دي(. د باړه ګلۍ املاء زمونږ عمومي ژبنیو مسئلو کښې تر څۀ حده کاميابه شوې ضرور ده خو د دې کاميابۍ هرګز دا مطلب نۀ دے چې پۀ دې لاره نور سفر ته ضرورت نشته. اوس هم نۀ يواځې د املاء د پاره بلکې د خپلو غږونو د خوندي کولو د پاره هم مونږ د خپلو غږونو (Phonemes) ژبنیزه څېړنه ونۀ کړه او د دې کوم لسانياتي چارټ مو جوړ نۀ کړے شو؛ مونږ اوس هم د واولز کنفيوژن سطحي اخستے دے او د خپلې ژبې د غږونو او د عربي سکرپټ )چې د Consonantal Alphabetic Writing سره ئې تعلق دے(، اصلي فطرتونو ته مو نۀ دي کتلي او پۀ تېره تېره نن سبا چې د کمپيوټر غوندې د ټېکنالوژۍ او د ګوګل غوندې د نړيوال فورمونو کاروباري ضرورت پښتو ګرځېدلې ده، مونږ د دې جوګه نۀ کړه چې پۀ دې لاره نۀ يواځې د دوي ضرورت تر سره کړي بلکې پۀ دې منډه کښې زمونږ د شتون ضمانت کوونکې وګرځي. پۀ دې لړ کښې مونږ ته د ژبپوهنې د قواعدو او اصولو سره سم وړاندې ګام اخستل پکار دي او يوې نتيجې ته رسېدل پکار دي خو ولې دا د يوې ورځې، د يوې مقالې او د يو سیمینار کار نۀ دے بلکې يو مسلسل زيار ايستل دي.

  1. د ‘پښتون‘ هڅه )نتيجه(:

کۀ مونږ دا بره دومره اوږد بحث کومې منطقي نتيجې ته راوستل غواړو نو دا به مونږ نه ټول پۀ ټوله سائنسي او منطقي رويه غواړي او د کوم تقاضه چې د ناڅاپي سیمينارونو او غونډو نه زياته پۀ دې لړ کښې د ګراونډ ورک ده. کۀ مونږ دا ګراونډ ورک وکړے شو نو ايله به مونږ د دې جوګه شو چې د ژبې د قواعدو او اصولو تر مخه ډېر څۀ وکړو او کۀ داسې نۀ وي نو زمونږ هره ناسته به يو تاريخ پسې تاريخ وي خو فېصله به نۀ وي. باچا خان ټرسټ ريسرچ سنټر/‘پښتون‘ رسالې دا مسئله پۀ پام کښې ساتلې وه )او ده( او پۀ دې لړ کښې ئې د هم دې (2019) کال د مارچ پۀ مياشت کښې پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې ‘د پښتو جرګه’ پۀ نوم يوه ناسته وکړه (اداره, 2019, پاڼې 78-79) او د پښتو د ليک لوست سره پۀ رسمي توګه تړلو خلقو ته ئې بلنې ورکړې. د دې جرګې ښکاره اېجنډه پۀ دوو نقطو کښې داسې وه:

  • د پښتو ژبې د ليکلو د پاره دې د باړه ګلۍ املاء فېصلې ومنلې شي او کۀ څوک دغه اوولس فېصلو کښې څۀ خبره باندې علمي اعتراض لري يا د نوې فېصلې د اضافې وړانديز لري نو د هغې د پاره دې يو ‘پښتو املائي بورډ’ جوړ کړے شي کوم چې به دا وړانديزونه اخلي او د پښتو څانګو او اکېډميانو )کابل، پېښور او کوئټه( سره به ئې شريکوي او وخت پۀ وخت به پۀ دې عمل کښې د شوي کار او ارتقاء نه دا ټولنې خبروي. د دې ترڅنګ پۀ دې عمل کښې د پښتو کمپوزرانو تربيت، د پمفلټونو يا چارټونو د چاپ ذمه به هم ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ پۀ خپل ځان اخلي.
  • زمونږ به نظرياتي اختلافات وي خو دا دې کله هم پۀ پېغورژنه ژبه نۀ وي، مونږ ټول د يو شان ستونزو سره مخ يو او د امن، اولسواکۍ او پرمختګ د پاره يو شان اهداف لرو.

د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر دا هڅه کۀ يو خوا پۀ دې ډيره مهمه وه چې پۀ دې کښې د پښتو ژبې استاذانو، پوهانو نه تر کمپوزرانو دا خلق پۀ يو فورم راټول کړي وو نو بل خوا دا پۀ دې هم چې دوي نۀ خو کومه ناڅاپي (حادثاتي) املاء متعارف کوله او نۀ د کومې ځانګړې (شخصي) املاء وکالت ئې کولو. دې جرګې دا خلق پۀ دې اماده کول غوښتل چې يو خو دې زمونږ د ټولو املاء يوه وي او يوې کنسرن ادارې ته دې د دې مرکزي حېثيت حاصل وي او بيا دا املاء شته کول چې يو سائنسي پراسس دے، نو بايد پۀ دې لړ کښې دې هم داسې ګام واخستے شي او د دې پاره دوي نۀ يواځې دا چې د يو املائي بورډ وړانديز وړاندې کړو بلکې د هغه بورډ فېسليټېټ کول ئې هم پۀ خپله ذمه واخستل، خو د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا وړاندې کار پۀ دې ځکه هم و نۀ شو چې د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون لۀ خوا دا ووئيل شو چې دا کار مونږ مخ پۀ وړاندې بوځو. اوس دا کار څومره مخ پۀ وړاندې تللے دے، زمونږ سترګې پښتو اکېډمۍ ته دي، خو اوس چې د باچا خان اوونۍ را روانه ده او پۀ دې لړ کښې د باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر لۀ خوا نوي کتابونه چاپ کېدونکي دي، نو باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر ضرورت محسوس کړو چې خپلو هم کارانو سره (کوم چې ليک، کمپوزنګ او پروف سره تړلي دي)، ناسته وکړي او د پښتو املاء ځینو مهو نقطو ته پام لرنه وکړي. دا ناسته د ‘پښتون’ رسالې پۀ دفتر )باچا خان مرکز( کښې وشوه او د پښتو املاء پۀ مهمو نقطو بحث وشو. دا نقطې يو پۀ يو دا دي:

  • پښتو چې پۀ کمپيوټر ليکلې کېږي نو پۀ دې لړ کښې د هر څۀ نه اول د ‘سپېس’ پۀ حوالې سره خيال ساتل پۀ کار دي. پۀ کمپيوټري ليک کښې سپېس ډير مهم دے. ‘بې د سپېس ټوله جمله يو لفظ ګڼلے شي’. د مثال پۀ توګه ‘عبدالغفاردپښتنوسترمشرؤ‘ کۀ څۀ هم پۀ ګرائمري اعتبار سره يوه مکمله جمله ده چې شپږ لفظونه لري خو بې د سپېسونو دا د کمپيوټر پۀ حساب يو لفظ دے او داسې چې دا يا دا ډول ليکل )بې د سپېسونو( ګوګل ته (يا هر ژباړونکي اېنجن) ته وخېژي نو معنٰي به ئې د يو لفظ پۀ توګه ورکولې کېږي او هم دا بې پامي د انلائن inaccurate ژباړې يو سبب شي. د دې تر څنګ د دې ارزښت پۀ اکېډمک څېړنو کښې هم دے، پۀ کوم کښې چې څېړونکي ته د لفظونو يو حد ټاکلے شوے وي. نو پۀ دې ناسته کښې د پښتون هم کارانو ته دا يادونه وشوه چې بايد د سپېس پۀ کارولو کښې دې خصوصي پام لرنه کېږي او هر لفظ چې ځانګړې معنٰي لري، پۀ جمله کښې دې د بل لفظ نه پۀ سپېس سره ارومرو بېل کړے شي. د سپېسونو پۀ حوالې سره د باړه ګلۍ پۀ املاء کښې کومه فېصله نۀ ده شوې، د دې وجه پۀ هغه زمانه کښې شايد د کمپيوټر غېر معروف حېثيت ؤ خو ولې ټائپ رائيټر بيا هم موجود ؤ؛ بايد دا ډول ټېکنيکل ستونزو ته پام شوے وے. اوس کۀ څۀ هم هغه وخت دا ډول ستونزو ته پام لرنه ونۀ شوه، بايد پۀ راتلونکي کښې دې د پامه ونۀ غورځولې شي.
  • د سپېسونو بحث لږ نور هم وغزولے شو او پۀ دې لړ کښې ځینو نورو لفظونو ته هم پام لرنه وشوه چې يو شان وئيلے کېږي خو معنې بدلې لري او پۀ پښتو کښې ورته يو مخصوص شکل غوره کړے شوے نۀ دے لکه چې ‘پۀ کار’ او ‘پکار’ – دا دواړه ځان ځان له معنې ورکوي لکه چې “پکار ده چې تۀ دا کتابونه د امتحان د پاره پۀ کار راولې”. د اول ډول ‘پکار ده’ پکار ده چې شريک وليکلے شي ځکه چې دا مونږ د انګرېزۍ د (Ought to be) پۀ معنٰي اخستے شو کوم چې ‘پۀ کار’ سره ښکاره فرق لري. دا دوېم ډول ‘پۀ’ او ‘کار’ دواړه ځان ځان لۀ لفظونه دي او ځان ځان له معنې ورکوي او هم د دې اصول تر مخه دې بايد ‘د پاره’ کښې د ‘د’ او ‘پاره’ پۀ منځ کښې، ‘پۀ کښې’ کښې د ‘پۀ’ او ‘کښې’ پۀ منځ کښې هم داسې سپېسونه وکارولے شي. هم داسې ‘زدکړه’ او ‘زده کړه’ هم يو ډول تلفظ لري خو ولې دواړه بېلې معنې ورکوي لکه د مثال پۀ توګه ‘تا پۀ پېښور کښې څۀ زدکړه وکړه؟ ايا تا هلته پښتو هم زده کړه؟’ پۀ دې سواليه جمله کښې ‘زدکړه’ مونږ د Educate کېدو پۀ معنٰي اخلو او دا دوېم ډول ځان ځان له دوه لفظونه دي او بېلې بېلې معنې ورکوي نو ځکه دې بايد بېل وليکلے شي. د دې فرقونو د وضاحت د پاره هم د سپېس کارونه ډېره مهمه ده.
  • د کامې/کالن/سیميکالن/سوالیه یا ندائي نخښې د پاره دې د لفظ نه پس سپېس نۀ ورکولے کېږي، د کامې/کالن/سیمیکالن/سوالیه یا ندائي نخښې نه پس دې سپېس ورکړے کېږي.
  • دويمه خبره د ‘سختې هې’ چې علامت ئې ‘ۀ’ دے، پۀ حوالې سره وشوله او دا ووئيلے شو چې ‘پۀ’، ‘کۀ’، ‘لۀ’ به هم د سختې هې سره ليکلے شي ځکه چې د دوي غږونو پاې د ‘پستې هې’ نه سخت غږ دے او پۀ دې اعتبار ئې فرق ورسره ضروري دے )پۀ دې زمره کښې تۀ، څۀ، ښۀ، زړۀ، نۀ وغېره هم راځي خو هغه تقريباً Understood دي(. دا خبره د باړه ګلۍ د املاء د يوولسمې فېصلې سره موافقت لري او خصوصاً هلته ‘پۀ’ هم پۀ ‘سختې هې’ سره د ليکلو خبره شوې ده (خټک, 1991, پاڼہ 26).
  • درېمه خبره د ‘ئې’ او ‘يې’ تر منځ د فرق وشوه. د باړه ګلۍ املاء د لسمې فېصلې مطابق ‘ئې’ او ‘يې’ دواړه علامتونه د ضمير متصل د پاره د کارولو وئيل شوي دي او د ضمير متصل مثال داسې وړاندې کوي چې ‘فلانے ئې راوستو’، دلته ‘ئې’ ضمير متصل دے چې داسې ئې هم د ليکلو اجازت ورکوي لکه چې ‘فلانے يې راوستو’ (خټک, 1991, پاڼہ 24) خو کۀ اوس مونږ داسې وليکو چې ‘تۀ ئې څۀ ئې؟’ يا ‘تۀ يې څۀ يې؟’ نو اوس پۀ دې جمله کښې ‘ئې’ او ‘ئې’ يا ‘يې’ او ‘يې’ کښې ښکاره فرق دے. دواړه ځان ځان له معنې ورکوي او هم د دې ضرورت تر مخه پۀ دې ناسته کښې دا ووئيل شو چې بايد ‘ئې’ به د ضمير متصل د پاره کاروو )کوم چې پۀ فېصله کښې هم اول پۀ پام کښې لرلے شوے دے( او ‘يې’ به ‘فعلي ربطي کلمې’ د پاره کاروو څو د دواړو فرق ښکاره وي. )فعلي ربطي کلمې هغه کلمې دي چې د پښتو ګرائمر تر مخه هېڅ يوه اسميه جمله د دوي نه بغېر نۀ جوړېږي. پۀ دې کښې ‘يم’ او ‘يو’ د متکلم د پاره، ‘يې’ او ‘يئ’ د مخاطب د پاره او دے/ده او دي د غائب د پاره کارولے شي (رښتين, 2009, پاڼې 386-387)(.
  • څلورمه نقطه د مخصوصې يې (چې علامت ئې ‘ې’ دے) او د مجهولې يې )چې علامت ئې ‘ے‘ دے(، د استعمال پۀ وخت د مونث او مذکر د خيال ساتلو او د فرق کولو وه. د مثال پۀ توګه “خېرات خوړلے شوے دے” او “روټۍ خوړلې شوې ده” يا “نظر وړاندې کړے شوے دے” او “نظريه وړاندې کړې شوې ده”. هر کله چې پۀ جمله کښې يو اسم مذکر وي نو جمله کښې به مجهوله يې ‘ے’ کارولې شي او کۀ يو اسم مؤنث وي نو مخصوصه یې ‘ې’ به کارول کېږي. دا نقطه د باړه ګلۍ املاء د پینځمې فېصلې مطابق ده چرته چې د مجهولې يې پۀ حوالې سره خبره کېږي (خټک, 1991, پاڼہ 16).

پۀ دې ناسته کښې پۀ دې ټولو نقطو زور راوړل د هم دې غرض د پاره وو چې فرقونه واضح کړے شي او املاء (چې کره او معياري ليک ته وائي)، بايد معياري وليکلې شي. پۀ دې ناسته کښې د پښتون رسالې چيف اېډيټر حيات روغانے، نورالامين یوسفزے، جلال خليل، طارق پښتونيار، زوهېب تهذيب، عطاء الرحمان عاطر، عمران اشنا او راقم الحروف بېدار اصلزے شامل وو.

د يادو نقطو چارټ:

نمبر د بحث نقطې غېر معياري بڼه معياري بڼه
1 د سپېس کارول عبدالغفاردپښتانوسترمشرؤ. عبدالغفار د پښتانو ستر مشر ؤ.
2 د سپېس پۀ وجه فرقونه بې د کوم فرق پۀ هر ډول کارونه پکار ده چې تۀ دا کتابونه د امتحان د پاره پۀ کار راولې.

تا پۀ پېښور کښې څۀ زدکړه وکړه؟ ايا تا هلته پښتو هم زده کړه؟

3 د کامه او نور علامتونه زۀ ، تۀ ، زمونږ ژوند او خندا ؟ زۀ، تۀ، زمونږ ژوند او خندا؟
4 سخته هې )ۀ( په، که، له وغېره پۀ، کۀ، لۀ وغېره
5 د ضمير متصل )ئې( او د فعلي ربطي کلمې )يې( فرق فلانے يې راوستو.

تۀ ئې څۀ ئې؟

فلانے ئې راوستو.

تۀ ئې څۀ يې؟

6 د مونث او مذکر د پاره د مخصوصې يې )ې( او د مجهولې يې )ے( فرق خېرات خوړلې شوې دے.

ډوډۍ خوړلے شوې ده.

نظر وړاندې کړے شوے دے.

نظريه وړاندې کړے شوې ده.

خېرات خوړلے شوے دے.

ډوډۍ خوړلې شوې ده.

نظر وړاندې کړے شوے دے.

نظريه وړاندې کړې شوې ده.

Bibliography

Fromkin, V., Rodman, R., Hyams, N., Collins, P., & Amberber, M. (2005). An Introduction to Language (5th ed.). Nelson Thomson Learning Pty Limited.

Meyer, C. F. (2009). Introducing English Linguistics. Cambridge University Press.

Varshney, D. R. (2015). An Introductoy Textbook of Linguistics & Phonetics. Lahore: Famous Products.

Yule, G. (2010). The Study of Language (4th ed.). Cambridge University Press.

اداره, پ. (2019, اپرېل). باچا خان مرکز ادبي، فرهنګي او کلتوري هلې ځلې – د پښتو جرګه. (ح. روغانے, Ed.) پښتون, pp. 78-79

پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون. (1991). پښتو ليک لار. پېښور: پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون.

خټک, ډ. ر. (1991). د پښتو نوې املا. پېښور: پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون.

رښتين, پ. ص. (2009). پښتو ګرامر. (س. م. هاشمي, Trans.) پېښور: يونيورسټي بک ايجنسي.

 

دا هم ولولئ

“کاګنېټیو سائنس” او ډاکټر نجیب الله “Cognitive Science” and Dr. Najeebullah – بېدار اصلزے

    “کاګنېټیو سائنس” د انساني رویو د لوست هغه سائنس دے چې تر لارې …