د ابو خان وزه )چېلۍ( – ډاکټر ذاکر حسېن – ژباړن: ډاکټر لطیف یاد

 

 

ډاکټر ذاکر حسېن د هند وړومبے مسلمان اولسمشر )صدر( ؤ چې دې نه وړاندې د ‘علي ګړهـ’ پوهنتون وائس چانسلر، د ‘بِهار’ ګورنر او د هندوستان نائب صدر هم پاتې شوے ؤ.

هغه د فرورۍ پۀ اتمه نېټه 1897 د حېدراباد دکن پۀ تیلنګانا کښې یوه پښتنه کورنۍ کښې د فدا حسېن خان اپریدي کره زېږېدلے ؤ. پلار ئې د کانګرس کلک غړے ؤ او فخرِ افغان باچاخان سره ئې د مینې او عقیدت رشته لرله. د هغۀ کورنۍ پۀ هندوستان کښې ځانګړے تعلیمي او سیاسي حېثیت لري. ډاکټر ذاکر حسېن د مۍ د میاشتې پۀ درېمه نېټه 1969 پۀ حق رسېدلے او پۀ جامعه ملیه اسلامیه ډیلي کښې خاورو ته سپارلے شوے دے. د هغۀ پۀ اردو ژبه ګڼ ادبي خدمات چاپ دي چې دا ژباړه ترې د ډاکټر لطیف یاد پۀ مننه د ‘پښتون’ لوستونکو ته ډالۍ کولې شي. دې قیصه کښې د ابوخان د چېلۍ پۀ علامت کښې د مزاحمت قیصه بیان کړې شوې ده. هیله، لوستونکي ترې خوند واخلي.

د همالیې غر ټولو ته اشنا غر دی. پۀ نړ ۍ کښې تر دې غرۀ بل لوړ او اوچت غر نشته. دغه غر ډېر اوږد او دومره لوړ دے چې ډېر لږ شمېر خلقو به د دغه غرۀ لوړې څوکې ته ځانونه رسولي وي. د دغه غرۀ پۀ لمن کښې ډېر کلي او بانډې شته چې یو ئې الموړا نومېږي. پۀ الموړا کښې یو سپین ږیرے سړے اوسېدو چې ‘ابوخان’ نومېدو او د وزو د روزلو پۀ کاروبار اخته ؤ. هغۀ یواځې څو وزې درلودلې. د ورځې لۀ خوا به ئې خپلې وزې څرولې او پۀ هغو وزو ئې عجیب شان ته نومونه ایښودلي وو. کله به ئې یوه وزه د ‘تور’ پۀ نامه یادوله او بلې باندې ئې د ‘جمعه’ نوم ایښودلے ؤ او بلې باندې ئې د ‘چیني’ او پۀ بلې باندې ئې د ‘واکمن’ نومونه ایښودلي وو. خداے پوهېږي چې د وزو سره ئې څومره خبرې اترې کولې. ماښام به ئې دغه وزې کور ته راوستې او پۀ غوجله کښې به ئې تړلې.

الموړا یوه غرنۍ سیمه ده نو ځکه د ابوخان وزې هم د غرنیو وزو لۀ نسله وې. ابوخان یو غریب او بد مرغه سړے ؤ. ټولو وزو به ئې د شپې لۀ خوا خپل پړي او رسۍ شلول او تښتنېدلې به، ځکه غرنۍ وزې پۀ غوجله کښې د تړلو لۀ کبله زړۀ تنګې کېدلې او غرۀ ته به تښتېدلې.

هلته پۀ غرۀ کښې یو لېوۀ اوسېدو او دغه وزې به ئې خوړلې، خو عجیبه خبره لا دا وه چې دې وزو سره د ابوخان مینه او دوي ته ښۀ ښۀ واښۀ خوراک او کنجاړې ورکولو هم د وزو د تښتېدلو مخه نۀ شوه نیولې. ځکه چې دغه وزې پۀ ازاد ژوند مئینې وې او پۀ خپلو غاړو کښې ئې د ابوخان رسۍ او پړي نۀ خوښېدل.

کله به چې د ابوخان نه کومه یوه وزه وتښتېدله نو لاس تر زنې لاندې به کښېناست او پۀ چرتونو کښې به ډوب شواو د ځانه سره به ئې وئیل،

‘سره لۀ دې چې دغو وزو ته ښۀ شنۀ او تازه واښۀ ورکوم او د نورو پۀ پټو کښې ئې ازادې خوشې کومه او د شپې لۀ خوا دوي ته کنجاړه ورکوم خو سره لۀ دې هم زما سره نۀ پاتې کېږي او غرۀ ته تښتي او پۀ لېونو باندې د خپلو وینو د څښکلو لورینه کوي.’

کله چې ا بوخان ولیدل چې وزې ئې لۀ دۀ نه پۀ تېښته کښې دي نو ډېر ناهیلے )ناامیده( شو او لۀ ځانه سره ئې ووئیل،

‘نور به هېڅ کله هم وزې ونۀ ساتم، ځکه د ژوندانۀ څو ورځې مې پاتې دي چې د وزونه پرته به هم تېرې شي.’

خو یوازیتوب بد شے دے؛ ابوخان څو میاشتې پرته لۀ وزو ژوند وکړو خو زړۀ ئې طاقت ونۀ کړو او یوه ورځ ئې پۀ یو ځاے کښې بله وزه واخسته او لۀ ځان سره ئې کورته راوستله.

دا وزه لا وړه وه او یونیم کلنه وه. ابوخان لۀ ځانه سره فکر وکړ کۀ دا وړه وزه لۀ وړکتوبه وروزم او ښۀ واښۀ او کنجاړه ورته ورکړم نو ښائي زما د نورو وزو پۀ څیر به غرۀ ته ونۀ تښتي.

دا کوچنۍ وزه ډېره ښائسته وه. سپین رنګ ئې درلود او ښائسته تور ښکرونه ئې لۀ ورایه ځلېدل. تا به وئیل چې چا ورته پۀ غوړو غوړ کړي وو. سترګو ئې سور رنګ درلود .کۀ چا هغه وزه لیدلې وه نو ضرور به ئې وئیل چې کاشکې دا وزه زما وے. دا وزه نۀ یواځې ښائسته وه بلکې طبیعتاً هم ښه وزه وه او د ډېرې مینې پۀ وجه به ئې د ابوخان لاسونه څټل او یوماشوم هم کولے شول چې د هغې شیدې )پۍ( ولوشي. دغه وزې نۀ لغتې وهلې او نۀ ئې هم د شیدو )پیو( لوښے چپه )جوټه( کوۀ. ابوخان پر خپلې دې ورکوټې وزې مئین شوے و او پر دې وزې باندې ئې د) سپوږمۍ( نوم ایښودے ؤ. ابوخان د خپلې وزې )سپوږمۍ( سره د سهار نه تر ماښامه پورې خبرې کولې او کله به ئې هم ورته پۀ غوږ کښې د خپل خداے بخښلي ماما او خپل خداے بخښلي کاکا د تېرو وختونو قیصې کولې. ابوخان داسې فکر کوۀ چې دا وزه د دۀ پۀ کوچني کور کښې زړۀ تنګې کېږي نو د خپلې دې نوې وزې لپاره ئې یو بل نوے بندوبست وکړو او یو نوے پلان ئې ورته جوړ کړو. ابوخان د خپل کور نه بهر یو کوچنے پټے درلود او د خپل پټي نه ئې چارچاپېره اغزي او زوزان راتاوکړي ووچې څوک پۀ اسانۍ سره د دۀ دغه پټي ته ور نۀ شي. ابوخان به )سپوږمۍ( د خپل دغه پټي پۀ منځ کښې پۀ موږي پورې تړله او اوږد پړے ئې ورته پۀ غاړه کښې اچولے ؤ څو سپوږمۍ وشي کولے پۀ اسانۍ سره اخوا دېخوا پۀ پټي کښې وګرځي. پۀ دې توګه سپوږمۍ د ابوخان سره تر ډېره وخته پورې پاتې شوه او ابوخان هم پۀ دې خبرې ډاډمن شو چې سپوږمۍ لۀ هغه سره اموخته او بلده شوې ده او هېڅ کله به هم ترې ونۀ تښتي خو ابوخان غولېدلے ؤ ځکه د ازادۍ مینه هېڅ کله هم د زړونو نه نۀ وځي. پۀ تېره بیا ځناور چې پۀ غرونو او ځنګلونو کښې ازاد ژوند کوي، د کور پۀ څلورو دېوالونو کښې زړۀ تنګې کېږي او بیا پۀ هغه پټي کښې چې اغزي ترې چاپېره راتاو شوي وي نو ځکه اسارت اسارت دے. کېدے شي چې یو څوک د غرنۍ وزې فکر څو ورځې بدل کړے شي، خو بیا ئې هم ځنګل او غر پۀ فکر کښې ګرځي راګرځي او پۀ دې فکر کښې وي چې یوه ورځ به دا رسۍ شلوي.

د ابوخان دغه فکر چې سپوږمۍ به د غرۀ او ځنګل سوچونه لۀ سره ویستلي وي، بې ځایه او غلط ؤ. یوه ورځ سهار وختي کله چې د نمر وړانګې د غرۀ شا ته وې نو سپوږمۍ د غرۀ خوا ته وکتل او پۀ داسې حال کښې چې واښه ئې پۀ خولۀ کښې وو او شخوند ئې ورباندې واهۀ، لږه پۀ سوچ کښې شوه او لۀ ځانه سره ئې ووئیل،

‘د هغه غرۀ څوکې څومره ښکلې دي!!! د هغه ځاے هوا او د دې ځاے هوا ته وګوره!!! هلته ټوپونه او مستۍ دي او دلته شپه او ورځ راته پۀ غاړه کښې پړے پروت وي؛ نو دا ځاے د خرو او کچرو )قاطرو( لپاره مناسب دے نۀ چې زما پۀ څیر غرنیو وزو لپاره. کله چې سپوږمۍ پۀ دغه فکر کښې ډوبه شوه نو بیا سپوږمۍ هغه پخوانۍ سپوږمۍ نۀ وه، نور نو نه د ابوخان وښو او کنجاړې خوند ورکوۀ، نۀ هم اوبو او نۀ هم د ابوخان اوږدې قیصې نورې ورته خوندورې وې. سپوږمۍ د هرې ورځې پۀ تېرېدو سره کمزورې کېدله او شیدې ئې هم مخ پۀ کمېدو شوې. سپوږمۍ به هره شېبه غرۀ ته کتل او خپله رسۍ به ئې د خپلې غاړې نه کشوله او د درده پۀ ډک غږ به ئې د بع بع اواز اوچتوۀ. ابوخان پۀ دې پوهېدلے ؤ چې تر کاسې لاندې نیمه کاسه ده او ضرور څۀ خبره شته، خو پۀ دې نۀ پوهېدو چې څۀ خبره ده؟

یوه ورځ ګهیځ وختي چې ابوخان د سپوږمۍ شیدې لوشلې نو هغې ځان ورته ټيټ کړو او ابوخان ته ئې ووئیل،

‘ابوخانه! کۀ زۀ نوره ستا سره دلته پاتې شمه نو ناروغه به شم! بري مې کړه چې غرۀ ته لاړه شمه. ابوخان چې د وزو پۀ ژبه پوهېده ورېږدېده او چغه ئې کړه چې اے لویه خدایه! سپوږمۍ هم غواړي چې زما نه لاړه شي او د ډېره غمه ئې هغه د شیدو خاورین لوښے چې شیدې ئې پکښې لوشلې وې لۀ لاسه پر زمکه ولوېد او مېده مېده او ټوکر ټوکر شو. پۀ دې وخت کښې ابوخان پر هغه وښو باندې کښېناست چې سپوږمۍ ته نزدې پراتۀ وو او پۀ ډېر غمژن غږ ئې سپوږمۍ ته ووئیل،

‘سپوږمۍ لورې! تۀ هم غواړې لۀ ما لاړه شې او ما یواځې پرېږدې؟’

‘سپوږمۍ ځواب ورکړو،

‘هو ابوخانه! غواړم لۀ دې ځایه لاړه شمه.’

ابوخان سپوږمۍ ته ووئیل،

‘ایا تا ته اوبۀ او واښۀ نۀ در رسېږي او ښۀ خواړۀ درته نۀ در رسېږي؟ زۀ هم دا نن تا ته ښۀ واښۀ راوړمه.’

سپوږمۍ ابوخان ته ووئیل،

‘نه! زۀ د دې کبله کوم شکایت نۀ لرمه.’

ابوخان ورته ووئیل،

‘ایا رسۍ دې لنډه ده؟ کۀ غواړې نو زۀ به درته رسۍ اوږده کړم.’

سپوږمۍ ورته ووئیل،

‘نو د دې ګټه به څۀ وي؟ کۀ رسۍ مې اوږده وي او یا لنډه .’

ابوخان ورته ووئیل،

‘نو څۀ غواړې؟’

سپوږمۍ ورته ووئیل،

‘هېڅ هم درنه نۀ غواړم خو پرې مې ږده چې غرۀ ته لاړه شم.’

ابوخان ورته ووئیل،

‘کمبختې وزې! تۀ پوهېږې چې پۀ غرۀ کښې یو لېوۀ ژوند کوي او کله چې لېوۀ تا ته نزدې شي نو بیا به څۀ وکړې؟’

سپوږمۍ ورته پۀ ځواب کښې ووئیل،

‘خداے پاک راته دوه ښکرونه راکړي دي، پۀ دغو دوو ښکرونو به لیوۀ پۀ خېټه کښې ووهم.’

ابوخان ورته ووئیل،

‘هو! هو! حتماً هم داسې وکړه، ښکرونه به درسره مرسته وکړي خو هغه لېوۀ ډېرې وزې وژلې دي چې هغو ستا نه اوږدۀ او غټ ښکرونه درلودل.’

ابوخان سپوږمۍ ته ووئیل،

‘تۀ ‘توره’ نۀ پېژنې! هغه تېر کال هم دلته وه. وزه نۀ وه د هوسۍ پۀ شانتې وه، توره هوسۍ! ټوله شپه ئې پۀ خپلو ښکرونو د لېوۀ سره جګړه وکړه خو سهار وختي لېوۀ پرې بریالے شو او هغه ئې ماته کړه.’

سپوږمۍ ووئیل،

‘اف!!! څومره بدمرغه وزه وه؟ خو ابوخانه! تۀ ما پرېږده چې غرۀ ته لاړه شمه.’

ابوخان خواشینے شو او وې وئیل چې دا هم ما یواځې پرېږدي؟ هغه چې پر ما ګرانه ده او دا به هم د لېوۀ خېټې ته ورشي خو زۀ ئې باید وژغورم. ابوخان سپوږمۍ ته ووئیل،

‘اے بد مرغې او احسان هېروونکې وزې! زۀ به ستا ساتنه وکړم. اوس زۀ ستا پۀ خبره او مطلب پوهه شوم او پۀ کوټه کښې به دې کلکه او ټینګه وتړم چې رانه ونۀ تښتې.’

ابوخان سپوږمۍ پۀ یوې کوټه کښې واچوله او دروازه ئې پسې زنځیر کړه او د دې کبله چې ابوخان ډېر سخت خواشینے ؤ نو کړکۍ ترې نه هېره شوه چې وې تړي. کله چې ابوخان سپوږمۍ پسې د کوټې دروازه وتړله نوسپوږمۍ دکړکۍ لۀ لارې نه ټوپ کړو او د غرۀ خوا ته وتښتېدله. کله چې سپوږمۍ د غرۀ خوا ته لاړه نو ډېره خوشحاله وه. د غرۀ اونې ئې لا د مخه لۀ لرې نه لیدلې وې خو نن ورځ ټولو شیانو ورته نوے رنګ درلود.

سپوږمۍ داسې فکر کوۀ چې نن د غرۀ اونې ورته هرکلے وائي او وحشي ګلان ورته موسېږي او د غرۀ او ځنګل اوږدۀ واښۀ دا پۀ خپله غېږ کښې نیسي او غر ورته د خوشحالۍ نه خاندي، ځکه چې ورکه شوې لور ئې ورته بېرته ورستنه شوې ده.

سپوږمۍ ولیدل چې دا ځاے څومره ازاد ځاے دے! نۀ هم دلته کوم موږے شته او نۀ هم کومه رسۍ؛ او دلته رنګارنګ واښۀ د خوراک لپاره ورته شته. سپوږمۍ به کله هغې خوا ته او کله به هم دېخوا ته ټوپونه اچول او کله به هم د غرۀ څوکو ته وختله او د یوې سپوږمۍ پۀ رسېدو سره غرۀ او ځنګل نوې ښکلا پېدا کړې وه. تۀ به وائې چې هلته د ابوخان لس او یا دولس وزې تښتېدلې او تللې دي.

یو ځل چې سپوږمۍ پۀ غرۀ کښې واښۀ خوړل نو پۀ دې وخت کښې ئې خپل سر راپورته کړو. لۀ لرې نه ئې د ابوخان پر کور او د هغۀ پۀ پټي سترګې ولګېدلې چې چارچاپېره اغزي ترې راتاو شوي وو او پۀ خپل زړۀ کښې ئې ډېر وخندل او لۀ ځانه سره ئې ووئیل،

‘اوه خدایه! چې د ابوخان کور ما ته څومره کوچنے او ورکوټے ؤ! اوه خدایه! ما څنګه کولے شول چې دومره اوږده موده هلته پاتې شم.’

سپوږمۍ ته د هغه غرۀ د لوړې څوکې نه ښکتنۍ دنیا ډېره وړه ښکارېدله. هغه ورځ سپو ږمۍ ته عجیبه غوندې ورځ وه. تر ماسپښینه پورې ئې پۀ غرۀ کښې دومره ټوپونه ووهل چې ښائي پۀ خپل ټول ژوند کښې به ئې هم دومره ټوپونه نۀ وو وهلي. هلته لرې د غرنیو وزو یوه ډله ورته ښکاره شوه او غرنیو وزو هم پۀ ډېرې خوشحالۍ سره سپوږمۍ ته بلنه ورکړه چې هغوي ته ورشي او د دې د حال پوښتنه ئې ځینې وکړه. غرنیو وزو د سپوږمۍ تود هرکلے وکړو او د دغو وزو پۀ منځ کښې یوه تور رنګه وزه وه چې سپین رنګه لیکې او کرښې ئې پۀ خپل پوستکي باندې درلودلې. دې وزې د سپوږمۍ پاملرنه ځان ته واړوله او پۀ هماغه ورځ سپوږمۍ تر ډېره وخته پورې د تور رنګه غرنۍ وزې سره اخوا دېخوا پۀ غرۀ کښې ګرځېدله راګرځېدله او یو بل ته ئې د زړۀ حالونه وئیل او هلته د اوبو د چینې نه پرته بل څوک نۀ وو چې سپوږمۍ او دا بله توره وزه وګوري. خداے پوهېږي چې د غرنیو وزو هغه ډله څۀ شوه خو سپوږمۍ دومره پر ازادۍ مئینه وه او نۀ ئې غوښتل چې د هغو نورو وزوسره پاتې شي او د وزو د دغې ډلې قانون او قیادت پر ځان ومني.

سپو ږمۍ اوس یواځې وه. ماښام ؤ او هوا ډېر سړه وه. سخت شمال چلېدۀ او د هغو شپونکو د پسونو او وزو د زنګونو او ګونګروګانو اوازونه اورېدل کېدل چې د خپلو پسونو او وزو پۀ غاړو کښې ئې پراتۀ وو او شپونکیانو دوي خپلو پنډغالو ته بېول. پۀ قلاره قلاره تیارۀ خورېدله او پۀ غرۀ کښې د ‘هُو هُو’ غږونه پورته کېدل. د دې غږ پۀ اورېدو سره سپوږمۍ د لېوۀ پۀ فکر کښې ولوېده. د غرۀ نه ښکته د شپېلکو اوازونه اورېدل کېدل او دا د ابوخان شپېلکي او غږونه وو چې غوښتل ئې سپوږمۍ دې ته اړه کړي چې بېرته خپل کور ته ورستنه شي او ابوخان ورته چغې وهلې چې سپوږمۍ! راشه، راستنه شه!

سپوږمۍ غوښتل چې د ابوخان کور ته ستنه شي خو یو ځل د ابوخان موږے او رسۍ او د هغۀ پټے ور پۀ یاد شول چې ترې اغزي راتاو شوي وو. بیا ئې لۀ ځانه سره ووئیل،

‘تر هغه ځایه دلته سل ځلې مرګ راته ښۀ دے.’

پۀ پاې کښې د شپېلکو اوازونه غلي شول. پۀ دې وخت کښې یواځې د یوۀ ځناور د پښو څښارے اورېدل کېدو. سپوږمۍ د لرې نه د لېوۀ دوه غوږونه ولیدل چې د دې خوا ته ئې بوڅ کړي وو او سترګې ئې پۀ تیارۀ کښې د برېښنا پۀ څیر ځلېدلې. لېوۀ پۀ ددو پښو ناست ؤ او پوهېدو او پۀ دې خبره ډادمن ؤ چې وزه ورنه نۀ شي تښتېدلې.

کله چې سپوږمۍ د لېوۀ خوا ته وکتل نو لېوۀ پۀ موسکا سره ورته ووئیل،

‘واه واه! د ابوخان وزه ده. ښۀ واښۀ، اوبۀ او کنجاړه ئې ورکړې ده او ښه ئې غټه کړې ده.’

لېوۀ دا خبرې وکړې او خپله سره ژبه ئې راوویستله. سپوږمۍ ته پۀ دغه وخت کښې د ابوخان د وزې )تورې( قیصه ور پۀ یاده شوه چې ابوخان ورته کړې وه او لۀ ځانه سره ئې ووئیل،

‘زۀ ولې ټوله شپه د دې لیوه سره وجنګېږم؟ ښه به دا وي چې هم دا اوس ورته ځان تسلیم کړم.’

سپوږمۍ تر لږې شېبې سوچ وروسته لۀ ځانه سره ووئیل،

‘نه! داسې به هېڅ کله هم ونۀ کړم.’

سپوږمۍ لږ خپل سر ښکته کړو او د جګړې لپاره ئې خپل ښکرونه چمتو کړل او د لېوۀ خوا ته ورنزدې شوه او لۀ ځانه سره ئې ووئیل، ‘پۀ جهــان د ننګـــیالي دي دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي’

سپوږمۍ پۀ دې خبره پوهېدله چې وزې هېڅ کله هم نۀ شي کولے چې لېوان لۀ منځه یوسي خو برے د خداے پۀ لاس کښې دے او مقابله شرط ده. سپوږمۍ لۀ ځانه سره ووئیل،

‘ایا کولے شم چې د )تورې( پۀ څیر تر سهاره پورې جګړه وکړم؟’ تر څو شېبو وروسته لېوۀ ورنزدې شو او سپوږمۍ هم ورته خپل ښکرونه ور اړم کړل او پۀ پرله پسې توګه ئې پر لېوۀ باندې بریدونه وکړل او پۀ لسګونو ځلې ئې لېوۀ پر شا تګ ته مجبور کړو. سپوږمۍ ټوله شپه د لېوه سره جګړه وکړه. سپوږمۍ به د اسمان خوا ته کتل او ستورو ته به ئې وئیل،

‘کاشکې سبا شي.’

سهار نزدې شو او ستوري هم یو پۀ بل پسې ورک شول. سپوږمۍ د خپل توان پۀ وروستیو وختونو کښې خپل ځواک او طاقت دوه چنده کړو. د لېوۀ زړۀ هم تنګ شو. پۀ دې وخت کښې د لرې نه روښنائي ښکاره شوه. چرګانو هم اذانونه پېل کړل او د کلي د جومات نه هم د اذان غږ اوچت شو.سپوږمۍ لۀ ځانه سره ووئیل،

‘خدایه! تا لره شکرونه! څومره مې چې پۀ وس او توان کښې ؤ، د لېوۀ سره مې مقابله وکړه؛ نور نو واک او اختیار ستا پۀ لاس کښې دے.’

مؤذن چې د ‘الله اکبر’ وروستنے غږ وکړ نو سپوږمۍ نور خپل توان لۀ لاسه ورکړے ؤ او پر زمکه لوېدلې وه او سپین وېښتان ئې پۀ وینو سرۀ شوي وو، ځکه لېوۀ هغه څیرلې او وژلې وه .

هلته پاس د اونې پر څانګو مرغۍ ناستې وې او د دې حالت ننداره ئې کوله او یو بل ته ئې وئیل،

‘پۀ دې جګړه کښې څوک بریالے شو؟’

ټولو مرغیو وئیل چې لېوۀ بریالے شو خو هلته یوې زړې مرغۍ پر دې خبرې ټینګار کوۀ چې نه! داسمه خبره نۀ ده! سپوږمۍ بریالۍ شوه .

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …